د عصري ادب پۀ تاريخ كښې پښتو تكل (Essay) – استاد عبدالکریم بریالی

)وړومبۍ برخه(

د نوي اسلوب باوائی آدم ګل محمد بېتاب

“د چرچڼو توت”

باندې سر ښكاره كړو

د ګل محمد بېتاب د علميت لۀ ډار نه به د بسم الله الرحمٰن الرحيم شروع وكړم، ورپسې به د هغه لادينې طبقې د پېغور را پۀ زړۀ شي چې ‘سورة لهب’ ولې پۀ قران كښې شته! زمونږ د سيمې علاقه د ساړۀ او خشكې اٰب و هوا مخلوق روزلى دى او پۀ هغه سيمه كښې د توتانو (يوه مېوه) اونې دي، ډېرې ساتل كېږي، اوچه او لونده مېوه ډېره خوندوره وي. يوۀ سړي لۀ بل سړى نه تپوس وكړو چې “غول به كله خورو”، (دلته مي د ګل محمد بېتاب معدوله واو ليكلی شوی دى). هغه سړي ورته ويل “چې توت پاخۀ شي.”

د ګل محمد بېتاب د ژور تخليق، مشاهدو يو زښته خوندوره مجموعه د تكل پۀ نوي اثر پذيره اسلوب كښې د “چرچڼو توت “پۀ نامه سږ كال پۀ 2017ء كښې چاپ كړو. لۀ ما څخه دا كتاب حافظ رحمت نيازی صاحب دوې مياشتې بندي ساتلى ؤ. ما چې كتاب ولوست ،دومره خوند ئې راكړ چې روغه مياشت پۀ هوش كښې نۀ وم. كاكړو ته پۀ ډول او ګډه امۍ (د نر او ښځو ګډا) او اتڼ باندې چې ميا فقير الله ورته كافران وئيلي وو، زۀ پۀ هغه اخته وم. كتاب حافظ رحمت نيازي د بېتاب پۀ مشوره د پېښور نه لاهور ته استولى ؤ. زۀ يو څو موده د مهمندو او غلجيو او روښانيانو د كافرانو وئيلو پۀ ستړې اخته شوى وم، چې دلته د كلمې او رسالت پۀ سر سم دم مسلمانان پۀ ايوان بالا يا زيرين کښی كافران شوي وو. زما تحرير به روان ؤ خو منډه مې كړلو، د چرچڼو پهۀ توت يو تكل مې ولوستلو نو داسې مې محسوسه كړه لكه د روژه مات پس چې سړى سګرېټ وڅكوي، نسوار او چاى كړي اود مزې پۀ کېفيت اخته شی.

د ليكوال تخليقي جوهر، د طنز او مزاح نه علاوه يو ژور علمي او تحقيقي مسئلې د علمي او منطقي اړخ جواب څرګند شوى دی. د تلذذ او خوند) ( Entertainmentنه ډك تخليق مخې ته راشي، د تکل د پاره Light توري معنٰى كښې د طنز ژوروالى او دروندوالیreality Hard “سوچ رښتيا” ته لوستونكي مخامخ شي.

زۀ چې د تكل د نامه د اېښودلو پۀ سر د ارواښاد كامل مومند موقف ګورم او دا تخليقي فنپارې د پنځوسو، شپېتو كالونو نه را روان شوي دي، يو نوم د ليکوال هم مشهوره شوى نۀ دى او نۀ مثالي تخليق لري. د حافظ محمدادريس مرحوم “د نسوارو ډبلی” او د ارواښاد ايوب صابر د “جينئيس” نه علاوه يو حمدالله جان بسمل او سعدالله جان برق نه چپه، يو هم زما پۀ ذهن كښې نۀ شته. زۀ د پښتو درسي استاد نۀ يم پاته شوى. ډاكټر حنيف خليل، ډاكټر اباسين يوسفزى، ډاكټر زبېر حسرت، ډاکټر نصيب الله سيماب او ډاکټر حافظ رحمت نيازی، واړه مستند حوالې دي، درسونه ورکوی، زما پۀ معلوماتو كښې اضافه كولى شي. د دېرشو كالونو نه ډاكټر اسرار صاحب چې د تكل ابتداء وكړه نو بل نوم خداى ګواه دى كۀ زما پۀ زړۀ كښې راګرځېدلى وي، يواځې مولوي ګل محمد بېتاب دى. پنځۀ ويشت كاله وړاندې چې دوي “غازي” اخبار چلولو يو لوى او دروند ليكوال شاعر، د مشرانو يو دروند نوم “لطيف وهمي” ورسره ملګری ؤ، د انټرويانو يو عجبه خوندوره سلسله ئې شروع كړې وه، چې د پټې خزانې پۀ سر د قلندر مومند سره جګړه روانه شوې وه او ګل محمد بېتاب زبردستې مركې چاپ كړې وې، زۀ هم په کښی شامل وم. زما ياد نۀ شي چې زۀ د بل ځاى دومره خوله خوله شوى وم چې پۀ پېښور كښې ئې ګېر كړى وم او كله چې مجيد الله خليل پروګرام د ډاكټر همايون هما كمپئېر پۀ توګه راته كښېنولى ؤ او پۀ پير محمد كاكړ خبرې كېدلې او قلندر مومند رېكارډنګ سټوډيو كښې مخامخ پۀ كرسۍ راته ناست ؤ. ګومان كوم لكه لېوۀ ته چې مخامخ وم.

د شينوارو د قبيلې يو دانا همعصر ګل محمد بېتاب د مشتاق مجروح د قيصه خوانۍ پۀ دې نامتو خم كښې صحافتي، تخليقي، علمي او اشاعتي د نن ورځې تر كمپيوټر دوره پورې علمي تنده ماته كړې ده او پۀ دې سندان باندې پاخۀ كوټل شوي ليكوالان دي. يو لوی استاد د مولانا امير محمد ترخوي خوريى مرحوم استاد شېرشاه ترخوي درانه نامه كۀ ياده نۀ كړم، نو د قيصه خوانۍد دغه دور ټول تاريخ به نيمګړى شي. د پښتو ادب فني، تخليقي او معياري خپرونو دور د صدۍ پۀ اخير كښې د نورو پنځۀ ويشتو نه زيات ګټور ثابت شوى دى. ګل محمد بېتاب شينواری د حمزه شينواري او قلندر مومند د محفلونو او پوهنې نه زيات خوند اخستى دى. کله چې د هغوى علمي معيار ته ئې وكتلو نو پۀ دواړو ئې كره تنقيد كړى دی، بېتاب د علم هغه سمندر ته ورغوپه شوی چې د جديد معقول او منقول علم سره او دلته د سائنس لۀ ترقي سره بېتاب صاحب پۀ تخليقي ،تحقيقي او ادب لطيف پۀ داسې نازك صنف باندې اخته شو چې هم خوند دى هم رنګ او د حقيقت پۀ لوري پۀ رڼا بڅركي الوځوي. خو ډاكټر اسرار چې د هغوی د ورکيدو د زمينداري خبره كوي نو زۀ شكي شم بلکې، هغه خو پۀ علم پسې ورك شوى ؤ.

د دې رېډيائي دبستان باندې هيچا غور نۀ دى كړى چې مونږ ټول لۀ حمزه او قلندر نه واخلې تر سعيدګوهر، سرور سودائي او زۀ پۀ كوټه كښې د دې رېډيو، ټي وي او اخبارونو پيداوار يو او پښتو مو دلته زده كړې ده. حمد الله جان بسمل، مراد شنيوارى د وړومبي يا دوېم دور د اېم اے د پښتو ډګري لرونكي استادان وو چيې هر يو د ډائريكټر پۀ عهده ريټائرډ شوى دى. يو استاد مولانا عبد القادر مرحوم او بل سيد ميا تقويم الحق كاكاخېل مشهوره وو او پۀ كوټه كښې پروفېسر سيال كاكړ او پروفېسر سيد عابد شاه عابد د پښتو مستند استادان وو. د مولانا عبد القادر قيصه به حمد الله جان بسمل درته وكړي او د پروفېسر سيد عابد شاه عابد او سيال كاكړ قيصې به حافظ رحمت نيازى درته وكړي چې پۀ باقاعده ډول استادان پاته شوي دي.

يو لوى استاد سيد تقويم الحق كاكاخېل او پروفېسر مولانا عبد القدوس قاسمي پۀ تېره صدۍ كښې اصل مرجع د علم، رواداري او مصلحت هم دوى وو. پۀ دې دوره كښې د ګل محمد بېتاب شينواري روزنه هم شوې ده.

د پښتو تخليقي نثري صنف تكل يا “خوشكى مات” يا “ادب لطيف “يا “ادب لذيذ” هر نوم چې د هغۀ د تخليقي جوهر او Realism حقيقت نګاري ته زيات نزدې وركړو، كۀ د انګرېزي د Essay نه نقل شوى يو خشك غوندې انشاء پردازي ته څوك Essay ژباړه څوك “تكل” كوي نو هغه دومره اثر نۀ لری خو د بېتاب صاحب د ژور تحرير څخه د “تكل” د معنوي او حقيقي اړخ د پوره كولو احساس قاري ته وركول كېږي.

د رحيم ګل پښتون د اردو ژبې خاكې په تېر پنځوس كاله كښې يو منفرد صنفِ ادب ګرځېدلى ؤ او د پاكستان اردو ليكوال ئې متعارف كړي وو چې د شخصيت نګارۍ او لۀ هغه سره تړلې مشاهده او تجربه د هغۀ شخصيت د پاره يو حقيقي منظرنګاري كوي. يو د اردو ژبې لوی ليکوال، ناول نګارثابت شوے دے.

ډاكټر اسرار چې د مجذوب خاكه يا تكل کښی ليكلي وو چې “ميں بسترے سے اٹھا ہوا مريض ہوں” نو هلته كټ مټ د رحيم ګل د خاكو ډول تكل نګاري د ډاكټر اسرار پۀ كتاب “د تكل پۀ تكل” كښې زياتره تجرباتي مشاهده حس لطيف لړزوي او د )رويې سليقه) Behavioral approach مشاهده ده، مګر پۀ هغه ډول چې كوم تكل د “ډاكټر مسعود غېر سنجيده انسان او سنجيده صوفي” كښې د تېر ډګر نه تكل ګل محمد بېتاب وړاندې بيولى دى چې په كښې د طنز، مزاح، انساني رويو، واقعاتو حقيقي منظر نګاري صحيح او غلط، رښتيا او خلاف عادتونه د شعور او لاشعور دواړه داسې موجود دي چې د يوۀ تكل نه تكلونه جوړ كړي.

د ګل محمد بېتاب ذهن د تخليقي او واقعاتي كېمرې غوندې دى چې پۀ هر ځاى دې Zoom كړى، پۀ واقعه پسې واقعه راوسپړي او حقيقت د انساني پلاټ او كردارونو غوندې هم داسې كلائمكس انتها ته ورسېږي چې د عصر د ادب تاريخ دى. د بېتاب هر تكل ځان له يوه ژوره تبصره غواړي. خو د شاعر د تخليقي احساس غوندې زۀ د خپل ځان واقعه د ډاكټر مسعود د ذهني ډاكټرانو يا سيكارټسټ پۀ حېث زۀ ورته د يوۀ مريض پۀ ډول ځان څرګندوم.

په خداى كه، روغه صدۍ څوك پۀ دې حقيقت خبر شوى واى چې حمزه شينواري ته ډاكټر مسعود غېر سنجيده صوفي، دوه قبرونه لټولي دي. دا حقيقت د تكل د تخليق كوونكي يو رفعت خيال دى. لكه څنګه چې د فنپارې د پاره د ارفعيت اصطلاح وضع شوې ده. د سعيد ګوهر او سرور سودائي سره د شعر او ادب پۀ ډېره ژوره فضا كښې زۀ زوړ شوى يم. سرور سودائي مروت او ما به ځوانانو ته نوكري پېدا كوله او بيا به مې ودونه وركول، تر دې چې سودائي ميناخېل مروت خو به دوه دوه هم وركول او ما به درې درې ورته تيارولو، بيا به مو د عدالت او كچهرۍ ستړې هم وړلې. او دا اولاد پرستي او د بې وزلو لېونيانو سره به مو د پلار لۀ وختو دا روايت پۀ جديد دور كښې هم ژوندى ساتلى ؤ. سودائي صاحب به خزانه افيسر اقبال فلسفې ته هر ماځيګر چنده هم وركوله، څۀ چې ډېرې بدګمانۍ به نورو هم خپرولې، لكه د سمندر خان سمندر او والي سوات دوستي چې وه.

قيصه داسې وه چې زۀ افغانستان ته يو سيمنار ته ولاړم، دا سنت د باچا خان او عبد الصمد خان اڅكزي را پاته شوى ؤ چې دوي هم دغسې دوه دوه ځله تللي وو، بې پاسپورټه، او دوه واره د پاسپورټ سره چې را ستانۀ به شوم نو د خفيه ادارو والا به هغسې انكوائري او د نېب كېسونه جوړ كړل چې د ډاكټر مسعود د مريضانو او صوفيانو پۀ ډول شوى وم. سرور سودائي پۀ دې سازشي مشن كښې زما د يو زوى ډاكټر فراز پۀ ملګرتيا دا سازش كړى ؤ چې زۀ ئې د لېونيانو مريضانو غوندې ډاكټر مسعود (ډاکټر غلام رسول کاکړ عبدالله زی) ته پۀ دوكه بيولى وم او هغۀ ته ئې وئيلي وو چې اصل كښې سودائي مريض دى او زۀ چې اصلي مريض وم هغه ئې د سفارش پۀ ډول وروستلى وم، مريضان خو ما او سرور سودائي پۀ پټه دواړه وو، خو ډاكټر مسعود غوندې سودائي ځان ډاكټر جوړ كړى ؤ، څۀ خبرې، څۀ مشورې، څۀ د ارام او اعصابو دوا به ئې راكړه، زما زوى ډاكټر فراز ظريف زاد پۀ عالمي سطح د وركو، بندو او ذهني مريضانو د محبس نه راويستل او خپلو مور او پلار ته ئې رسول، پۀ دې درې براعظمونو كښې ئې كار كړى دى، له ما سره ئې رويه هغسې ده لكه د ډاكټر مسعود د مريضانو، يا صوفيانو او جديد پتلون والا ته ترغيب وركول ؤ او كله كله بې ئې د بېتاب صاحب دا نسخه هم وه چيې”دا پینځۀ وخته لمونځونه مۀ كوه.”

سرور سودائي شل كاله وړاندې يو تكل “ای ټي ايم كارډ” راته اورولى ؤ او څو نورې داسې تکلونه ئې ليکلي دي، خو چاپ شوي لا نۀ دي. د ډاكټر مسعود خاكه نګارۍ سره سره د حقيقي واقعاتو يوه داسې لړۍ وه او څو نور داسې تكلونه چې د ډاكټر اسرار د تكلونو او بېتاب د چرچڼو توت پۀ ډول يو تخليقي، مشاهداتي فنپارې دي.

يو بل تحقيقي اړخ د بېتاب د تكلونو دا دى چې د سنجيده او غېر سنجيده موضوعاتو احاطه هم داسې كوي چې غېر سنجيده كه څۀ هم حقيقي وي ،خو شعوري د نارمل انسان نه بدل غېر نارمل حالت ترجماني په كښې كوي.

د تكل نګار د واقعاتي رويو او نفسياتي غوښتنو لړۍ داسې په نري تار پېودلې وي چې هم افسانه وي، هم فېچر وي او هم د طنز و مزاح يو دائمي تخليق وي، د كمال خبره دا ده كه چرې د دې نومونو ځينې لرې كړل شي نو هغه د حقيقي ناول قيصه ځينې جوړېدلى شي.

زما سفرنامه “د قصه خوانۍ نه تر قصه خوانۍ” او “تكيه كلام” هم دغسې شهكارونه دي. د يوۀ تكل د پاره د اباسين نه تر لغمان او كندهار كوټې پورې تكيه كلامونه په ډېر تخليقي هنركارۍ سره تړلي دي. تۀ به وائې ګنې صحافيانه تحقيق ئې كړى دى، بلكې د موبائيل په استعمال ئې د جهان ښۀ تكيه كلامونه را يو ځاى كړي دي. مګر د لورالائي د كاكړو يو عمومي صوتي تكيه كلام “تيته” ځينې هېر شوى دى، ډېر مزاحيه تفتيش ئې كړى دى. زۀ ورسره دا يوه اضافه كوم چې د دې غاړې د يو چا تكيه كلام ؤ “لۀ تا سره” هغه يو سپين ږيري سره يو مېلمه سړى ناست ؤ چې په دې ميان كښې يو هلك ته سپين ږيرى په غصه شو او يوه ساده عمومي كنځل ئې ورته كړې وه او په هغه لمحه كښې ئې مېلمه ته مخ راګرځولى ؤ او ورته ويلي ئې ؤ “لۀ تا سره”. هغه مېلمه ډېر پرېشانه شوى ؤ چې ته ئې هم په كښې حساب كړې. حالانكې هغه د انساني رويې څرګندويه هغه تكيه كلام ؤ چې فطري عكس العمل ؤ.

په دې ټولو تكلونو كښې د واقعات نګاري او حقيقت نګاري يو تسلسل دى چې حس لطيف او مزاح پېدا كوي، داسې تحرير د خيالي مضمون او تخليقي شعر غوندې دى بلكې واقعات او حقائق را برسېره كول دي، په “زورور بريالي” كښې مينه، طنز او حقائق درې واړه شامل دي او داسې ئې د پټې خزانې اويا كلنه جګړه په يوه عبارت کښی را غونډه كړې، چې كه مشتاق مجروح د قلندر مومند شرح كړې ده نو ايا د بريالي “پټه خزانه د حقيقت په ائينه كښې” د همېش خليل “د تول پارسنګ” شرح ده كه نۀ؟

د دې سوال جواب ډاكټر حنيف خليل ته معلوم دى چې مونږ د همېش خليل صاحب سره په پروفېسر كالونۍ كښې د همېش سره شپه تېره كړې وه او ډاكټر حنيف خليل به مضمون اورولو، البته يوه تبصره نۀ ،بلكې پېش ګوئي د ډاكټر اسرار راته ياده شوه چې الهام ؤ كه خيالي، چې اوس د پټې خزانې د بحث باب بند شو او حقيقتاً د يو دوه مضمونونو سيوا بيا د دې باب بند شوى دى.

ګل محمد بېتاب ته شايد دا معلومه نۀ شوه چې همېش خليل خپلې درې پټې خزانې جلدونه يو ځاى چاپ كړل او په اخير كښې ئې د بريالي د تحقيق دوې نكتې د تصوير سره چاپ كړې وې او بريالي لا تر اوسه د هغو نسخو او مكتوبات رباني د كتاب په تحقيق كښې د پنجاب يونيورسټي په لائبرېرۍ كښې لۀ اتلسو كلونو سرګردان دى او دا ئې تسليم كړې نۀ ده چې ايا دا نسخې كۀ په كتابي ډول موجودې دي خو د څېړنې په لار كښې تګ جاري دى. دوه درې چاپ هم دي، نور حقائق را برسېره كېږي، لكه ډاكټر پروېز مهجور خوېشكي چې د قلندر مومند او د ډاكټر يار محمد مغموم هغه موقف د علي محمد مخلص د دوو كسانو د بللو خيال د نسخې په ذريعه رد كړى دى.

د ګل محمد بېتاب تفتيشي او تخليقي هنر په دې صنف لطيف كښې يوه داسې كارنامه تر سره رسولې ده چې د بل ليكوال په برخه شوې نۀ ده، د همېش خليل سره د هغه د كال 2005ء د دوي په شخصيت د مضمون لوستلو پس بيا هغه ګرم جوشي نۀ ده پاته شوې، بلكې قطع تعلق ئې غوره كړی دی، هم دغسې د قلندر مومند د “مګر” نه پس دا معامله سړه شوې ده. يو ډېر ښۀ ښائسته ژرف بين او د سائنسي او اسلامي تهذيب ګډ د جج غوندې د رښتيا وئيلو جارحيت كوونكي نقاد سميع الدين ارمان په “تنقيدي تعبيرات ۲” كښې د عالمي ادب د داسې نسخو يوه لړۍ راپېژندلې ده چې مسئله د جلا څېړنې يو عالمي مېدان هم شته، خالي د كابل او پېښور د پټې خزانې ډول قيصه نۀ ده. د ماركوپو سفرنامه يو داسې متنازع تحرير دى چې ليكونكى ئې د محمد هوتك غوندې يو بل مغربي ليكوال دى، ډاكټر اسرار وائي چې باب بند شو، همېش خليل د 87 كلونو په عمر كښې خاموش دى او تۀ اشرف غمګين صاحب وائي چې “كښېنه مۀ”، نور څيزونه پېدا كوه او خپله دفاع كوه.

بل تكل چې ګل محمد بېتاب ليكي نو د پټې خزانې په حق كښې به بل كتاب راغلى وي، بېتاب به ګوري چې دا د چا شرح ده؟ د بېتاب د خوند خبره د دې ادبي بحث كښې نوره تېزي راوستلې ده، چې بېتاب بريالي ته ښكرور هم وئيلى ؤ، اوس زما ښكرونو ته خطره را وړاندې شوې ده. د نظم د شاعر د مسلسل خيال په ډول د ګل محمد بېتاب علمي او تحقيقي نظريه هم په تخليقي نثر پاره كښې د پټې خزانې په حق كښې داسې ثابته شوې ده، لكه معدوله واو (رسم الخط او چرګۍ هې) د قلندر نسخې، معدوله واو، (ب) زورور بريالى د سريزو سريزه، ټوله هغه تخليقي تكلونه څۀ تحقيقي مضمونونه چې د پټې خزانې په حمايت كښې دي، په داسې تحقيق كښې كله د څېړونكو په اقوالو ئې اكتفا كړې ده چې ځينې په كښې قابل د تامل دي لكه د اصف صميم صاحب د وزير محمد ګل خان مومند ته چې دا خبره منسوبه شوې ده چې هغوي ګنې حمزه بابا ته كال 1958ء كښې د “بابا” خطاب وركول شوى ؤ، دې كښې هم څۀ تامل دى؟ ځكه چې حمزه په كال 1958ء كښې كابل ته تللى ؤ او په كابل او جلال اباد كښې د محمد ايوب خان اڅكزي او د حمزه د تصوف او تخليق كائنات په سر بحثونه شوي وو نو ايوب خان اڅكزي د تصوف چې كوم تعبير كولو نو د حمزه اختلاف ورسره ؤ. په هغه وخت كښې يو ځل هغوي ورته وئيلي وو چې زۀ مړ شم نو د هغه پس به ته د “پښتو بابا” ئې، دا د دوي بحث حمزه شينواري په “نوي پښتون” 1958ء كښې چاپ كړى او عبدالخالق خليق د اداره اشاعت سرحد څخه چاپ كړی دی او ما د دې حواله په کال 2005-6ء كښې د ايوب خان د ژور كتاب “خورجين” په سريزه كښې ليكلې ده. د تخليقي صنف تكل څخه د بېتاب ليك زيات علمي او حقيقي هم ګرځېدلى دى چې بنياد ئې مشاهده او حقيقت نګاري ده ــــــــــــــــــــــــ )اخرۍ برخه بله ګڼه کښې(

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …