د راز پۀ لټون (خاکه) – ګل محمد بېتاب

دا وخت چې زۀ د چا پۀ حقله خبره کوم نو دے ټول د رازونو نه ډک دے؛ کۀ ورته د رازونو خزانه ووایم نو بې ځايه به نۀ وي. تر دې چې هم پۀ دې نامه مشهور دے ګنې نو خپل نوم ئې سليم دے. يونزدې ملګري سعدالله جان برق صاحب ئې څۀ موده وړاندې دعوه کړې وه چې “سليم راز سره به هرڅۀ وي خو راز ورسره نشته” خو زما دعوه ده چې ورسره ډېر رازونه شته بلکې هر سړے چې زوړ شي، عمر وخوري نو د تېرو يادونو سره سره پۀ سينه کښې ئې ډېر رازونه هم پراتۀ وي. کېدے شي برق صاحب کله ورته ځير شوے نۀ وي ګنې نو چې د کوم بنده نوم “راز” وي، هغۀ سره به څنګه رازونه نۀ وي؟ البته پۀ داسې چل هنر خپل راز ساتي چې څوک پرې ډېر پۀ اسانه نۀ شي پوهېدلے.

زما خو چې ورته د کله نه فکر شوے دے نو پۀ دې حقيقت رسېدلے يم چې پۀ ظاهره دا خړ پړ، ساده باده او عام غوندې پۀ نظر راتلونکے سړے پۀ معنوي لحاظ ډېر لوے او ګڼ اړخيزه دے. خو حېران شوے پۀ دې يم چې دا دومره خور وور او د لوے شخصيت خاوند څنګه پۀ دې وړه تنه کښې راځاے شوے دے، ځکه پۀ ظاهره خو د هغۀ کړۀ وړۀ داسې دي چې بس هغه د چا خبره يو موټے سړے دے، پۀ اونه مختصر، رنګ ئې سور سپين، اوچته پوزه، سر ئې د وېښتو نه تر ډېره خالي، تندے ئې تر څټه رسېدلے، اثري سترګې لرونکے بنيادم دے، خوراک بس د ضرورت د پاره کوي او دې کښې ئې څۀ خاص خوښه ناخوښه هم نشته، بس چې هر څۀ ومومي، خوري ئې. د جاموئې هم دغه حال دے چې څۀ خاص رنګ ته ئې توجه نۀ وي او چې هر څنګه ورله درزي وګنډلې، دے پرې اعتراض نۀ کوي. اکثر د کور، بهر پۀ ښار او نورو ځايونو کښې د ضرورت او بغېر د ضرورته شپې کوي. ښۀ پوخ او عادتي اواره ګرد دے، يوه شپه ئې کۀ پۀ خېبر وي نو بله ئې پۀ ډېره اسماعيل خان کښې وي او دغه شان هغه د چا خبره چې چرته ئې ښه نو هلته ئې شپه وي. کۀ څۀ هم اوس د عمر اخري حد ته رسېدلے دے خو د فکر سره سره پۀ بدن هم ځوان او تکړه دے نو ځکه اکثر د ځوانانو سره پۀ بازارونو او نورو ځايونو کښې اوږه پۀ اوږه ګرځي. ځاے پۀ ځاے هوټلونو او پۀ فټ پاتونو ليدلے کېږي.

مانه يو ځل چا څوکاله وړاندې تپوس کړے وو چې سليم راز به د چا همزولے وي؟ نو ما ورته د يو مشر د خُلې قېصه کړې وه چې هغه به د خپل ورور پۀ حقله کوله هغه به وي زما دا ورور وړومبے زما همزولے وو ځکه مانه دوه کاله کشر دے مونږ سره به ګرځيدو خو بيا مې د زامنو او نورو وريرونو همزولے شو. هغوي سره به ګرځيدو او اوس مې د نمسو همزولے دے تۀ ګوره چې نمسي مُو چرته د کرکټ ميچونو يا سېلونه له ځي نو دے ورسره ګرځي. دې نه وروستو چې به دغه مشر د خپل کشر ورور پۀ حقله کومه خبره کوله، هغه زۀ د سليم راز پۀ حقله نۀ شم کولې، ځکه چې زما نه مشر دے، البته دومره وئيلے شم چې پخوا د عبدالرحيم مجذوب، منتظر بيټني، ايوب صابر، رحمت الله درد، اجمل خټک او قلندر مومند صاحب دوي همزولے ؤ، ځکه دوي سره به ئې ناسته پاسته ولاړه کوله.

بيا د شېرشاه ترخوي، مرتضيٰ شاهين، سردارخان فنا همزولے ؤ، وروستو د اکبرحيات کاکاخېل، نورالامين يوسفزي، روښان يوسفزي، رياض تسنيم او محب وزير همزولے ؤ او اوس د عصمت سوراني او ايازالله ترکزي دوي همزولے شوے دے؛ ځکه نن سبا دوي سره اکثر ليدلے کېږي. زما زړۀ غواړي چې چرته د دۀ سره څۀ موده وګرځم او دا معلوم کړم چې دے د نورو رنګ اخلي او کۀ نه خپل رنګ پۀ نورو خېژوي؟ ما د ځينو کسانو نه پۀ دې حقله تپوسونه کړي دي خو څۀ تسلي بخش جواب ئې نۀ دے راکړے او کېدے شي دا هم د دۀ د شخصيت يو راز وي او يا د رحمان بابا د شعر پۀ مصداق :

هم پند اخلمه هم پند وايم هر چا ته

زۀ د ځينو يم مريد د ځينو پير يم

سليم راز پۀ سوکړ کلي کښې پېدا شوے دے چې دا د چارسدې يوه مشهوره علاقه ده خو پلرونه نيکونه ئې پۀ حقيقت کښې د هزارې د بټګرام ضلعې د “ټيکري” سره تعلق لري او يوسف زي دي، دا ئې بل راز شو ځکه چې هزاره وال هم راسره پکښې شريک شول. هغوي کلکه دعوه لري چې دے پۀ اصل کښې زمونږه دے.

د پلار د نوکرۍ پۀ وجه ئې زيات وخت پۀ بنو او ډېرو کښې تېر کړے دے، هم دغلته نه ئې ادبي او صحافتي هلې ځلې پېل کړې دي نو د جنوبي ضلعو اوسېدونکي هم دا دعوه پۀ ځاے لري چې سليم راز د دوي د خاورې ليکوال دے.

د کاروبار پۀ لټون د رڼاګانو ښار کراچۍ ته هم رسېدلے دے چې دغلته ئې ترقي پسند ليکوالان د نزدې نه ليدلي او د هغوي نه متاثره شوے دے. ګنئ نو پۀ چارسده، بنو او ډېره اسماعيل خان کښې زياتره خلق د قام پرستۍ عقيده لري او د باچاخان سره فکري تړون لري. نو کۀ څۀ هم دے هلته پۀ نېشنل پارټۍ کښې ؤ خو پۀ حقيقت کښې د کامريډانو د فکر نه متاثره شوے ؤ چې دوي يوه افاقي نظريه لري او دغه نظريه دۀ يوې داسې علاقې ته راوړې ده چې هلته اوس هم خلق پۀ څاختونو او تعويذونو د مرضونو علاجونه کوي، ځکه نو خپله دے چې پۀ هره نظريه دے خو د کلي علاقې د خلقو سره پۀ روايتي او زړه طريقه کلے کلويغي پالي ځکه تر اوسه پرې د چا شک قدرې هم نۀ دے راغلے چې د دوي پۀ کلي، محلت کښې اوسېدونکے دا سړے ګنې کامرېډ دے. بله يوه پرده پرې دا هم پرته ده چې دے د پوليس افسر زوے دے او ظاهره خبره ده چې اکثر د داسې افسرانو د بچو نشه د پلارانو نه زياته وي، خو چا ته ئې پۀ کلي علاقه کښې دا نۀ دي ښکاره کړي چې ګنې د پوليس افسر زوے د تهاڼيدارانه نظام خلاف د بغاوت جنډه پورته کړې ده. هم پۀ دې وجه خو ئې د تهاڼيدارۍ او نورو سرکاري نوکریو پۀ ځاې ځان له د صحافت مېدان غوره کړے ؤ. د دې ابتدا ٔ ئې د کال 1964 ٔ نه د هفت روزه “کوهسار” نه کړې ده. وروستو ئې ډېرو د اردو اخبارونو کښې د رپورټر، سب ايډيټر، نيوز ايډيټر او ايډيټر پۀ توګه کار کړے دے. د يو کالم نګار پۀ توګه ئې هم ډېر کار کړے ؤ او لا تر اوسه د پښتو او اردو مختلفو اخبارونو له کالمونه ليکي. د پښتو د ځينو مجلو مدير هم پاتې شوے دے.

د ملک پۀ مختلفو علاقو کښې ياران، دوستان او اشنايان لري. د روس، بهارت او افغانستان دورې ئې هم کړې دي. د هر چا غم ښادۍ له ځان رسوي، مشاعرو او ادبي غونډو له تلل لکه د نمانځۀ فرض ګڼي. وړاندې به تش کلام يا مقالې اورولو له هم تلو خو اوس ئې مرتبه لږه اوچته شوې ده نو ضروري ده چې ورته دې د صدر يا مشر مېلمه اعزاز ور وبخښلے شي او دې سره يو ورکوټے يا لوے تقرير کوي. د مشرۍ څۀ نه څۀ شوق لري ځکه چې د دې غرض د پاره ئې ږيره پرېښې ده او هم د دې پۀ وجه خو خلقو ته پته ولګېده چې سليم راز مشر سړے دے ګنې نو د خپل رنګ روغن او سپک دسته وجود پۀ وجه به هر چا دا ګڼل چې دے ګنې لا ځوان زلمے دے.

د پښتو نه علاوه د نورو ژبو د ليکوالو سره هم تعلق لري. پۀ اردو ژبه کښي خو ليکل هم کوي، دا ئې هم يو راز دے او پۀ دې وجه خو اردو دان دعوه لري چې سليم راز د اردو ژبې ليکوال دے. دې سلسله کښې زما د اردو ژبې د يو ليکوال سره بحث شوے ؤ، ما ورته پۀ دليل کښې د هغۀ دا شعر وئيلے ؤ چې هغه بس د پښتو ليکوال دے؛

وياړ به پښتونخوا پۀ سليم راز څۀ رنګ نن نۀ کوي

هر څۀ ئې ټول پرXښول خو پښتو سره تر غاړه وت

خو هغه اردو دان ليکوال وئيل خبرې او دعوې پرېږده. زۀ پۀ ثبوت او دليل سره وايم چې اردو کښې ئې د پښتو نه زيات ليکل کړي دي اوچې هغۀ تفصيل شروع کړو نو زۀ مجبوراً غلے شوم او راته معلومه شوه چې دا ئې يو بل راز دے. کېدے شي هندکو کښې هم ليکل کولے شي خو داسې کوم ليکونه ئې لانۀ دي ښکاره شوي، البته بابائے هندکو مختيار علي نئیر پرې ليکل کړي دي. يو څو د راز خبرې ئې دا هم دي چې پۀ هلکوانه ئې ګلستان او بوستان وئيلي دي، قران مجيد ئې هم پۀ ترجمه وئيلے دے. د پښتو د عوامي شاعرانو د داستانونو نه علاوه ئې د نسيم حجازي ټول ناولونه لوستلي وو. د مصورۍ شوق ئې هم کړے دے. کۀ څۀ هم پۀ علمِ نجوم او ستورو وغېره يقين نۀ لري خو بيا هم کتابونه ئې لولي او يا کېدے شي پټ پټ ئې مني خو د يو راز پۀ توګه وائي چې پۀ دې عقيده نۀ لرم.

نن سبا کۀ څوک سليم راز وويني نو يوه عجوبه ده، ولې چې خبرې د ترقي پسندۍ کوي او پۀ شکل د جماعت اسلامي والو پۀ شان دے. کله کله لکه د تبليغاتو حضراتو وعظ و نصيحت کوي خو ورسره د حسينو نازنينو، پري رويه ماه جبينو قيصې هم کوي. کله د انقلاب انقلاب چغې وهي او کله خو لکه د مليانو سخت دريځه شي؛ کېدے شي دا ئې بل راز وي؟ هغه د رحمان بابا خبره :

و هر چا ته پۀ خپل شکل څرګندېږم 

ائينې غوندې بې رويه بې ريا يم 

سليم راز د ډېرو وختونو راسې ريډيو او ټيلي ويژن ته پېښه کوي. څۀ موده ئې ريډيو پاکستان له باقاعده ليکل کړې دي او اوس هم کله کله ادبي مباحثو او مشاعرو له ورځي ځکه خو پرې کله کله خلق نور نور ګمانونه کوي. يو ځل ورسره بس کښې کراچۍ ته د تګ پۀ موقعه يو ځوان ملګرے شوے ؤ چې پۀ لاره ئې د دۀ ډېر خدمت کړے ؤ او دے پۀ زړۀ کښې خوشحاله ؤ چې د ټيلي وژن پۀ وجه خلقو پېژندلے يم او شکر دے چې ځوان کهول اوس د خپلې ژبې د شاعر او اديب پۀ قدر پوهه شوے دے خو هغه وخت ئې دغه خيالي ماڼۍ دړې وړې شوه چې کله دغه ځوان د کوزېدو پۀ وخت د دۀ نه د مشهورې پښتو سندرغاړې نازيه اقبال د موبائیل نمبر وغوښتو. ما سره هم دې سلسله کښې يوه واقعه شته چې پۀ دې موقع ئې بيانول ضروري ګڼم او هغه دا چې څو کلونه وړاندې يو د موسيقۍ تقريب ته تلے وم چې هلته د يوې ښکلې سندرغاړې نه خلقو نمبرونه غوښتل چې د هغې پۀ ځاے ورسره راغلي يو سړي دغه مئينانو ته خپل د موبائيل نمبر ورکولو، خو دغه سندرغاړې ناڅاپه ووې، زما د پښتو د يو شاعر سليم راز نمبر پکاردے. دا غوښتنه ما د پاره ډېره عجيبه وه ځکه مې ورنه تپوس وکړو چې تۀ سليم راز پېژنې؟ هغې وئيل نه! زۀ ئې نۀ پېژنم. ما ورته وې بيا ئې پۀ نمبر څۀ کوې؟ ولې شعرونه ترې غواړې څۀ؟ هغې وئيل نه، زۀ تېره مياشت دوبۍ ته تلې وم نو هلته راته يو شاعر وئيلي وو چې ما له د سليم راز نمبر پېدا کړه، اوس زۀ دوه څلور ورځو کښې بيا دوبۍ ته ځم نو هغۀ له به ئې ورکړم. د دې خبرې نه مې غرض دا دے چې کۀ سليم راز نه خلق د فنکارانو نمبرونه غواړي نو د فنکارانو نه هم خلق د دۀ نمبر غواړي.

لکه ما چې وړاندې وئيلي دي سليم راز د رازونو خزانه ده او هر کار او هر قدم ئې يو راز دے چې څوک پرې پۀ اسانه نۀ شي پوهېدلے ځکه ئې خلق کارونو ته د شک پۀ نظر ګوري او کله کله خو ئې د سمې خبرې نه ګپ جوړ شي.

لکه پۀ 21 فرورئ 2017 ز کښې د مورنیو ژبو د ورځې پۀ مناسبت د “لوک ورثه” او “اکېډيمي ادبيات” لۀ خوا جوړو شوو غونډو کښې د ګډون د پاره اسلام اباد ته تلے ؤ. دغلته د مورنیو ژبو پۀ حقله سرکاري خلق راغونډ شوي وو او هغوي تجويزونه غوښتل. کله چې سليم راز پاڅېدو نو د سي پيک خبره ئې شروع کړه. د سرکاري ادارو د مشرانو او واکدارانو سره غم شو چې دے به هم لکه د پښتنو قام پرستو مشرانو د غربي او شرقي روټ خبره کوي خو دۀ پکښي نور څۀ ووئيل او هغه دا چې وې چینيان پۀ زيات تعداد کښې پاکستان ته راروان دي، اورېدلي مې دي چې ګوادر کښې د چينۍ ژبې زده کولو د پاره سکولونه جوړ کړے شوي دي او خلق اوس دا ژبه پۀ خپلو بچو زده کوي، دا به د روزګار ژبه وي نو هر څوک لګيا دي پۀ بچو ئې زده کوي نو ورسره به نورې قامي ژبې ورکې شي. دا ئې ونۀ وئيل خو اورېدونکي پوهه شول چې د چينۍ ژبې سره سره به د چين ښاپيرۍ هم دلته راشي نو پښتو، سندهۍ، پنجابۍ، بلوچۍ او سرائيکۍ وغېره قامي ژبو ته خطره ده او دا خطره د چين نه ده. خبره د ګپ شوه ځکه خو ورسره خوا کښې ناستې ماروي مېمن ووې سليم راز دې نۀ وېرېږي کۀ څوک راځي او څۀ خطره وي نو زۀ يم کنه او د دۀ نه وړاندې به ئې زۀ مخې ته ولاړه يم.

کۀ پۀ موجوده وخت کښې چا سليم راز ليدلے نۀ وي او خصوصاً پۀ مستقبل کښې چې د دۀ دا دومره ډېر ليکونه او کارونه ګوري نو ضرور به دا ګمان کوي چې دا به ګنې يو ډېر هېبت ناک او بارعبه سړے ؤ خو چې څوک ئې پېژني نو هغوي ته پته ده چې دا کارونه د دغه عام، خړ پړ او هغه د چا خبره ورکوټي سړي سليم راز دي چې پۀ معنوي لحاظ لوے سړے دے ځکه خو لوي لوي کارونه کوي. يو ليکوال ملګرے ترې يو ځل پۀ څۀ خبره خفه شوے ؤ نو هغۀ به وئيل سليم راز پۀ وړه خولۀ لوئې خبرې کوي؛ دا تبصره کۀ څۀ هم هغۀ د غصې نه کوله خو پۀ دې لحاظ ما ته سمه ښکاري چې دے پۀ ورکوټي وجود تل لوے لوے کارونه کوي، تر دې چې دوه د پښتو عالمي کانفرنسونه ئې هم کړي دي چې پۀ هغې کښې ئې د نړۍ او خصوصاً د لر او بر پښتانۀ ليکوالان او دانشوران راغونډ کړي وو.

ما چې هر کله د دې راز لټون کړے نو پوهه شوے يم چې دا معلومول ډېر ګران کار دے او دې حقيقت ته رسېدلے يم چې دا سړے دومره ورکوټے نۀ دے څومره چې ښکاري، بلکې کله کله مې دا خيال راشي چې د نورو خلقو سره د برابرۍ پۀ خاطر ئې نيم ځان پۀ زمکه منډلے او نيم بهر دے خو چې څوک دا بهر وپېژني نو هم ډېره ده، ځکه چې دے خو ټوله ورځ ګرځي او بحثونه کوي خو بيا هم چې کوم د اردو او پښتو اخبار يا رساله ګورې نو څۀ نه څۀ به ئې پکښې ليکلي وي او کۀ کومې غونډې ته لاړ شي نو خپل تازه نظم يا نثر اوروي.

پۀ ليک کښې ئې هم خپل يو منفرد انداز بلکې راز دے؛ لکه يو کتاب ئې د “تنقيدي کرښې” پۀ نامه چاپ شوے دے چې پکښې صرف يوه مقاله کښې ئې د تنقيد پۀ حقله څۀ خبرې کړې دي چې عنوان ئې دے “ژوند، ادب او تنقيد”، نور دې کتاب کښې دۀ د لسو ليکوالو پۀ فن او فکر خبرې کړې دي. دا لس واړه د دۀ د خوښې شخصيات دي. د دوي ټولو ستائينې ئې کړې دي او هېڅ تنقيد ئې د دوي پۀ فکر او فن نۀ دے کړے. زۀ وايم دې لسو واړو کسانو ته ئې د عقيدت پېرزوئينې وړاندې کړې دي ځکه زۀ د دۀ دې کتاب ته بغېر د دې اولنۍ يوې مقالې نه د “تنقيدي کرښې” پۀ ځاے “تعريفي کرښې” وايم. ملګري ډاکټر زبېر حسرت پۀ دې ليکونو کښې د خاکو کړۀ وړۀ ليدلي دي، هغه وائي “د سليم راز دا ليکونه خاکه نما مضامين دي چې د يو شاعر اديب د فکر و فن سره سره پکښې د هغۀ سراپا نګاري هم شوې ده.”

تر دې چې کله کله د عقيدت پۀ وجه د ځينو شخصيتونو د واقعاتو پۀ حقله تېروتلے هم دے چې يو مثال ئې د پروفېسر اشرف بخاري هغه کالم دے کوم ئې چې پۀ “تنقيدي کرښې” اردو کښې ليکلے دے او پۀ فارغ بخاري صاحب د ليکلے شوي مضمون پۀ حقله ئې ځينو خبرو ته ګوته نيولې ده. دا ليکنه پۀ هغه کتاب کښې شامله ده کومه چې د “سليم راز: فکر، فن او شخصېت” پۀ حقله چاپ شوے دے.

دې نه علاوه ئې هم ډيرې تحقيقي او تنقيدي مقالې ليکلې دي خو چې کومې مقالې ئې يو وخت کښې ډير شهرت موندلے ؤ هغه د رحمان بابا پۀ حقله وه چې پۀ “غړګه” کښې د رحمان ادبي ټولنې لۀ خوا چاپ شوې وه، پۀ دې مقاله کښي دۀ رحمان بابا د يو ترقي پسند شاعر پۀ توګه وړاندې کړے ؤ او د هغۀ دوه څلور شعرونه ئې د خپلې دعوې پۀ ثبوت کښې وړاندې کړي وو. دې دعوې زما سره نور ټول ليکوال حېران کړي وو ځکه چې دا خو داسې دعوه ده لکه چې زۀ ووايم سليم راز صوفي شاعر دے، نور خو پرېږده کېدے شي چې سليم راز ئې هم ونۀ مني، خو سليم راز سره ثبوت ؤ نو جواب خو ئې چانۀ ؤ کړے، البته شېرشاه ترخوي څۀ موده پس يوه مقاله وليکله چې پکښې ئې رحمان بابا ته د صوفي شاعر پۀ ځاے متقي شاعر ووې خو دا د دې جواب نۀ شو ځکه نو ما به تل دا سوچ کولو چې د دې خو جواب پکار دے. کۀ خبره د دوه درېو شعرونو وي نو دا خو څۀ دومره ګران کار نۀ ؤ، ولې چې څوک هم شاعري کوي نو خامخا به هغه څۀ نه څۀ ليکي او کۀ څوک وغواړي نو هر طرف ته د شعر معنې اړولې شي خو ورسره وېره د دې خبرې وه چې د سليم راز پۀ ژوند کښې د تصوف او صوفي کېدو څۀ نخښې نخښانې لټول پکار دي. کۀ څۀ هم دا کار ګران ؤ خو ناممکن نۀ ؤ او چې ما څۀ لږ ډېر کوشش وکړو نو پوهه شوم چې دا خو سليم راز ټول پۀ ټوله صوفي دے، هسې ئې پۀ ځان د ترقي پسندۍ پرده راچولې ده لکه څنګه چې اکثرو صوفيانو د خلقو د نظر نۀ د ځان د پټولو د پاره پۀ مختلفو وختونو کښې داسې حيلې بهانې جوړې کړې دي، خو غواړم چې وړومبے ئې محض دوه شعرونه وړاندې کړم چې هو بهو د صوفيانو خيالات دي.

چې سفر ئې تل د مينې سفارت دے

زۀ د هغه قافلې نمائنده يم

سرحدونه مې نظر کښې نۀ ځائېږي 

د نړۍ د هر وطن زۀ باشنده يم

څوک به ووائي چې دا تصوفي خيالات نۀ دي؟ صوفيان هم دغه څۀ وائي څۀ چې دۀ وئيلي دي؛ لکه رحمان بابا وائي:

زۀ عاشق يم سروکار مې دے لۀ عشقه

نۀ خليل يم، داودزے او نۀ مومند یم

بلکې د رحمان بابا پۀ شعر کښې مقاميت دے ځکه چې دا درې واړه قبيلې د پښتنو دي چې خپلو کښې نزدې او ژورې اړيکې لري او د سليم راز شعرونو کښې افاقيت دے.

د رحمان بابا يو شعر داسې هم شته چې بيخي لکه د سليم راز د افاقيت خبره پکښې واضحه ښکاري:

واړو ته د ځان پۀ نظر ګوره کۀ دانا ئې ته

اے عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمان دے

اوس لږ غور پکار دے چې پۀ دې دواړو شعرونو کښې د عالمګيریت پۀ موضوع څومره يو شان والے دے، نو کۀ د دوه درېو شعرونو پۀ وجه رحمان بابا د سليم راز پۀ خيال ترقي پسند شاعر کېدے شي نو زۀ هم صرف د دې دوه شعرونو پۀ بنياد دعوه کولې شم چې سليم راز مترقي نۀ بلکې صوفي شاعر دے. پۀ عام ژوند کښې هم هغه د مترقي پۀ ځاے صوفي ته ډېر نزدے دے ځکه چې پۀ کلي کښې اوسي، د خلقو غم ښادو له ځي، جنازو کښې شريکېږي، ودونو او سنتونو له ځي، کله کله جومات ته ځي او تر مکې معظمې هم رسېدلے دے، د عمرې ادا کولو نه وروستو ئې سر خرئيلے ؤ او لنډه ږيره ئې هم پرېښې ده خوي بوي ئې هم د فقيرانو او صوفيانودے، د انسان او انسانيت سره مينه کوي، البته طريقه ئې لږه بدله ده او د صوفيانو د ملامتيه سلسلې سره زما پۀ خيال تعلق لري. دې سلسله کښې يا دې مرحله کښې صوفي هر وخت د خپل نفس محاسبه کوي. کله چې دغه سټېج کښې صوفي پۀ خپل تعريف خوشحاله شي يا د مشرۍ او بزرګۍ صفتونه ئې کېږي او د دوي نفس پرې مسرت محسوس کړي نو دوي داسې خبرې يا داسې يو کار وکړي چې اکثرو وختونو کښې ئې خلق ووهي يا ورته خبرې وکړي او ښۀ ئې سپک کړي نو دوي بيا خپل نفس ته مخاطبه کوي چې ستا علاج دغه ؤ او دا ستا هغه زبرګي عظمت وو، اوس خپل اصلي مقام ته راغلې.

سليم راز ته هم پۀ دې حقله ډېر څۀ وئيلے شوي دي، د سليم راز د شخصيت سره اشنا خلقو ته معلومه ده چې پۀ پېښور، مردان، چارسده، کوهاټ کوئټه، ډېره اسماعيل خان، افغانستان او نورو ډېرو ځايونو کښې دۀ قصدا داسې خبرې کړي دي نو پۀ جواب کښې ئې ورته خلقو هم هغه څۀ وئيلي دي چې پۀ اسانه ترې دا اندازه لګيدلے شي چې دے د ملامتيه پۀ مقام ولاړ صوفي دے، سليم راز دوه نړي وال کانفرنسونه هم کړي دي چې دې کښي هم ورسره دغه لوبه شوې ده، وړومبے خو څوک چنده نۀ ورکوي خو دے در پۀ در ګرځيدلے، هر چا ته ئې جولۍ غوړولې او خېر خېرات ئې ترې غوښتے دے خو پۀ دې ئې نۀ ځانله او نۀ ځوې له واده کړې حالانکه خپله هم کونډ دے او دوه ځامن ئې هم تر اوسه بې وادۀ ګرځي او نۀ ئې پرې کور جوړ کړے دے خو ډېرو وئيلي دي چې دا ترقي پسند پۀ دې طريقه ځان پوره کوي او کۀ چا دا نۀ وي وئيلي نو دا خو ډېر وائي چې د سليم راز د دې کانفرنسونو مقصد صرف دا وي چې پښتنو مشرانو او سياست دانانو پسې بد رد ووائي، او دے پۀ ځاے د دې چې توبه ګار شي، پۀ دې ئې هډو غوږ نۀ ګرېږي بلکې بيا څوکاله پس پۀ کچکول پتري ووهي او خپل کار شروع کړي.

سليم راز له کۀ داسې کومه موقعه پۀ ګوتو نۀ ورځي چې څوک دې ورته ملامته ووائي او خبرې دې ورته وکړي نو دۀ له يو بل خپل له ورځي دا هر ځاے او پۀ هره موقعه کېدے شي چې هغې ته احتجاج وائي، دا احتجاج دے د هر څۀ خلاف کولے شي، طاهر اپريدي د کابل د سفر پۀ حقله د دۀ د څو احتجاجونو ذکر کړے دے چې پۀ ظاهره پۀ دغه مسئلو د احتجاج څۀ تک نۀ جوړېږي، دغه شان کوئټه کښې ئې هم د ادبي کانفرنس پۀ موقعه دوه درې احتجاجونه کړي وو، د احتجاج پۀ وخت ورته خلق بدې ردې ووائي او د دۀ تسلي اوشي، مثال ئې د هغه سړي دے چې هله به خوب ورتلو چې ښځې به څو ګذارونه ووهلو وائي خو يوه ورځ ئې ښځه د پلار کور ته څۀ غم ښادۍ له تلې وه او هلته ئې شپه شوې وه، سړے ډېر بې قراره وو، هر چا ته به ئې خلۀ وراچوله چې يو څو غربه ئې ووهي خو هر چاترې ځان ساتلو، اخر ئې يو فکر وکړو د ماښام نه وروستو ئې يو داسې سړي ته د کور دروازه وټکوله چې د دۀ نه بغير نور شپږ ځوانان وروڼه ئې وو، هغۀ چې راووتو نو دې سړي ورته سمدستي ووې تاسو څو وروڼه يۍ؟ هغۀ ورته ووې مال د خدائے دے اوۀ وروڼه يو، دۀ ورته وُوې کۀ اتۀ او لس شئ نو د چا به څۀ وکړئ؟ بس هغه وروڼو ته غږ کړو او هغوي ورپسې راووتل او پۀ شريکه ئې پرې داسې خواري وکړه چې ښۀ پۀ ارام اودۀ شو بلکې دوه دريو ورځو پورې پۀ کټ کښې پروت وو، خو دغه سړي کښې څۀ روحانيت نۀ وو نو تر ننه ئې چا مرسته نۀ ده کړې او نۀ چا دغه اوو وروڼو ته بد وئيلي دي خو د سليم راز معامله څۀ بل شان ده، او څۀ روحانيت ځکه لري چې کله دے احتجاج شروع کړي نو ټول خلق به ئې مخالفت کوي خو چې داسې څۀ لږ وخت اوشي نو بيا ئې ورو ورو ملګري راپېدا شي، او هغه ملګري چې لږ وړاندې د دۀ احتجاج بې ځايه بُولي بيا د دۀ مرسته کوي.

اوس به راشو دې خبرې ته کۀ سليم راز مترقي نۀ صوفي دے نو د صوفي د پاره خو پير لازمي وي چې د هغۀ نه دې باقاعده لاس نيوه کړې وي، او د روحانيت اعلي مرتبو ته دې رسېدلے وي، او سليم راز خو داسې څۀ نۀ دي کړې نو زۀ وايم اويسي طريقه هم شته چې پۀ دې کښې د يو سالک پير نۀ وي، پۀ خپل سمي د الهام او يا خوب پۀ ذريعه ورته لارښودنه کېږي او دغه صُوفي پرې عمل کوي چې پۀ دې طريقه د طريقت منزلونه طے کوي. او کۀ څوک د دې سره اختلاف لري نو يوه طريقه د تصوف بله هم شته چې پۀ هغې کښې قلندران او مجذوبان وي، دوي پۀ ظاهره خو خلقو ته ليوني ښکاري خو پۀ حقيقت کښې ليوني نۀ وي بلکې هسې ئې پۀ ځان د ليونتوب پرده راخوره کړې وي، دوي خپله ټاکلې ډيوټي تر سره کوي، دوي لکه د عامو پيرانو غوندې مريدان نۀ لري او نه د چا د اصلاح کوي. بس د خپل کار سره ئې کار وي، البته چې کله مري نو يو بل تن چې څوک ئې خوښ شي هغه پۀ خپل رنګ کښې رنګ کړي. اوبيا هغه سړے دغه ډيوټي کوي، لکه چې رحمان بابا پۀ دې شعرونو کښې وائي:

چې مجنون پۀ ځنکدن شو
نصيحت ئې راته وکړو
چې روزي دې شه رحمانه!
زۀ ئې پرېښودم نائب
پۀ څو رنګه عجائب
زما واړه مراتب

خو سوال دا دے چې کۀ داسې وي نو دا به معلومول غواړي چې سليم راز د چا نائب دے او دا مرتبه ورته چا بخښلې ده؟ ځکه دۀ خو د ډيرو لويو خلقو سره ناسته ولاړه کړې ده او د ډېرو نه ئې فېض اخيستے دے چې د هغوي طبيعتونه او مزاجونه خپلو کښې مختلف وو، د سليم راز پۀ حقله ډېرې ليکنې شوي دي او ځينو ليکوالو دې طرف ته څۀ نه څۀ اشارې کړي دي، خو زۀ ورسره اتفاق نۀ کوم ځکه چې دۀ کښې ګڼ رنګونه دي، لکه پۀ ليکوالو کښې ئې

اجمل خټک، قلندر مومند، امير حمزه خان شينواري، نور محمد ترکي او صاحبزاده ادريس او مياں اکبر شاه خوښ دي، پۀ سياسي شخصياتو کښې د باچاخان، مولانا عبدالرحيم پوپلزئي، کاکاجي صنوبر حسېن مومند، کاکاجي خوشحال خان، خان عبدالولي خان او ميرغوث بخش بزنجو نه متاثره دے ځکه دا هم ما ته يو راز ښکاري چې دے د چا نائب کېدے شي؟ ولې چې دا کوم ليکوالان او سياستدان ياد شول پۀ دوي کښې صوفيان، قام پرستان او ترقي پسندان شامل دي خو د دې نه زياته عجيبه خبره دا ده چې د سليم راز نائب به څوک وي؟ هسې زما ذاتي خيال دا وو چې ملګرے نورالامين يوسفزے به خپل نائب وګرځوي ولې چې هغه ئې تر ډېره حده رنګ روغن اخستے ؤ او پۀ دې نزدې موده کښې پېښور ته هم راغلے دے چې دا د سليم راز د خوښې ښار دے، خو بيا فکر کوم چې هسې نۀ داسې نۀ وي ځکه چې هغه خو دلته پروفېسرۍ او ډاکټرۍ ته اړم شوے دے نو کېدے شي پۀ دې طريقه ترې سليم راز ځان خلاصول غواړي، ځکه چې نن سبا دے هم د نورو او نوو مارغانو سره الوځي را الوځي او خپله ئې يو شعر هم داسې شته:

مينه ځاے ګوري نۀ عمر

زما خپله تجربه ده

ځکه نو دا هم ما ته يو بل راز ښکاري او ملګري نورالامين يوسفزي راته تېرو ورځو کښې خپله وئيلي دي ” زۀ پۀ داسې وخت کښې پېښور ته راغلم چې زما ترې د تلو عمر دے.” مطلب دا شو چې هغه هم پوهه نۀ دے چې څۀ له راغلے دے. ايا سليم راز ورته خپل امانت سپارل غواړي او کۀ ځان ئې ترې خلاص کړو؟ بهرحال کۀ چا ته دا راز معلوم وي نو ضرور دې مونږ ته وښائي چې سليم راز پۀ صحيح معنو کښې د چا نائب دے؟ د ترقي پسندو او کۀ د صوفيانو؟ او د دۀ نائب به څوک وي؟ مترقي او کۀ صوفي ؟

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …