د اجمل خټک پۀ افکارو کښې قامي او ملي رنګونه – پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

د هر بنيادم فکر د يوې سفافې ائينې پۀ څېر وي د کومې ائينې پۀ سبب چې هغۀ د خپل حس پۀ وسيله د خپل ماحول همه څيزونه او د خپل ژوند ژواک ټول کړۀوړۀ افعال او اعمال ويني ګوري خو د يو عام وګړي پۀ نسبت د شعر و سخن صلاحيت او صلابت لرونکي د خپل قوت متخيله فکري استعداد د تېز مشاهداتي او تجرباتي بصيرت د ژوند احساس او رساتخل پۀ زور نه يواځې د خپل فکري ائينې پۀ مخ د خپل ژوند ژواک متنوع عکسونه ځايوي بلکې د انعکاس پۀ عمل کښې د دغه وړو عکسونو او تصويرونو رنګونه پۀ خپل انفرادي انداز کښې معاشرې ته وړاندې کوي هم. د يو فنکار او شاعر د قوت متخيله د ژورو داخلي احساساتو او قلبي وارداتو دغه مؤثره رنګونه د هغۀ پرجوشه نغمه وربخښي چې د اولسونو د زړونو ترجماني کاندي. کۀ چرې د يو فنکار او شاعر دغه نغمه د مجازي عشق پۀ خم کښې لړې وي نو د نغمه ګر پۀ فن د رومانز ټاپه ولګي او کۀ د حقيقي مينې زمزمه شي نو د نغمه زن نه د تصوف او معرفت د باغونو بلبل جوړ کړي او کۀ د قوي احساس د ملي روح او د اولسي کړمو او غرزو پرزو نه معموره وي نو د وطني عشق د قامولۍ او قوم پرستۍ پۀ رنګونو رنګينه او حسينه شي او بيا د وېناوالنه يو ستر مقام پرست ملي او قومي شاعر جوړ کړي ځکه خو شاعر د قام سترګې او د زمانې داو حالاتو نباض يادېږي او هم دغه شاعرانه تفکرات احساسات، جذبات او تصورات د قام د ارتقائي شعور او فکري روزنه او پالنه کښې بنيادي رول تر سره کوي. د پښتون قام د نورو قومي او ملي شاعرانو پۀ رنګ خداے بخښلے اجمل خټک هم د خپل جدامجد خوشحال خټک پۀ شان قومي او ملي احساس پۀ سرشت کښي راوړے ؤ. د زمانې او د وخت پۀ هر څنګه حالاتو کښې ئې د خپل مال و سر د زوزاد د کور او اور د هر څۀ د فکرونو نه پۀ بې نيازۍ د خپل پښتون بې وسه زېلي او نتلي خوارې طبقې د فکري او شعوري بېدارۍ او د قام د حقوقو دپاره د خپل فکر و قلم نه کار اخستے دے او هم دغه د اجمل خټک پۀ څېر د قامي شاعرانو برکت دے چې د خپل عزم د ننګ و مېړانې د غېرت، خوددارۍ او د انقلاب پۀ سره جذبه وئيلې شوؤ شعرونو ئې د قام حوصله جګه کړې ده.

اجمل خټک بابا چې کله هم خپل پښتون قام او ملت د جبرو استبداد پۀ لمبو کښې ليدلے دے نو د پت او غېرت نه ډکو رګونو ئې اور اخستے دے او د صبر او زغم بندونه ئې د ننګ او جنګ د احساس د زوره شلېدلي دي او د جبر و ستم پۀ داسې وخت کښې ئې د غېرت او ميړانې نغمه سره شوې او ګرمه شوې ده

کۀ ظالم مې ژبه غوڅه کړه تېرۀ شوه

تورۍ څومره چې تېرۀ شوه لا خوږه شوه

کۀ اوس نر وي نو غوږونه دې خپل پرېکړي

چې زما نغمه سړه نه شوله سره شوه

د اجمل خټک دغسې ملي او قامي شعرونو د اولسونو پۀ رګونو کښې د غېرت او ننګ اورونه بل کړي دي او د اودۀ غافله قام د فکر و شعور پۀ دامانو او ورشو ئې د بېدارۍ او جدوجهد زمزمې خورې خړې دي. هم دغه وجه ده چې د دې همه جهت، همه ګير او عالمګير شاعر پۀ افکارو کښې هغۀ ټولې خوبۍ رايوځائے شوي دي کومې خوبۍ چې د پښتون قام روح ګڼلےشي ځکه خو کۀ څوک ئې د سياست د زاويې نه ګوري کۀ څوک زاهد، شېخ او ملا ئې د خپلې عقيدې او منسلک پۀ سترګه زېرنه کاندي او کۀ يو صوفي منش ئې د تصوف او معرفت پۀ زرګانې سنجوي هر چا ته پۀ کښې د خپل مالي مقصد، مرام او منشا رنګين او حسين علمي او فکري ګلونه پۀ مخه ورځي او هم دغه د اجمل خټک د فکر او افاقيت دے ددغې ستر قام پرست انقلابي شاعر پۀ افکارو کښې د قوم پرستۍ او د وطن دوستۍ شوخ شوخ رنګونه لکه د بوډۍ د ټال ځلېږي او پړقېږي. د علوي تخيل د موجذن سمندر طلاطم خېزه چپې ئې هر وخت د زمانې پۀ زياتو بې انصافيو او د پښتون قام پۀ بې وسيو د غېرت او ننګ سرې اوښکې لکه د سرو بڅرو تويوي. د غېرت ننګ او ناموس د جوش او جذبو دا مترکې اوښکې چې هم قام بېداروي. هر ظالم او جابر پۀ مخکښې ئې د فولادي دېوال پۀ شان ودروي او له خدايه پاکه د پښتو او پښتنو دې خونې او د پت او غېرت ژالې ته د وخت تورې تيارې د رڼا کولو دعا هم غواړي.

دا چې ستا د ښائېست کور دے

دا چې ستا د نور ځانګو ده

دا چې ژاله د غېرت ده

دا چې خونه د پښتو ده

دا چې ستا کور کښې زما دے

دا زما وطن زما دے

لويه خدايه! لويه خوايه!

دا تيارې پۀ مونږ رڼا کړې

اجمل خټک د خپل خوار و زار قام د افلاس د غربت تورې او ګورې تيارې د خپل فکر او غېرت پۀ لازواله مشالونو روښانول غوښتل. هغۀ د پښتون پۀ دې جنت نشان وطن کښې د خپل واک اختيار او د پښتون د خپلواکه صباؤن دپاره د ظلم و استبداد پۀ اور او زور د خپل همت لوړ عزم جدوجهد او د قربانو يخې اوبۀ اچولې او دغه رنګ ئې درست اولس ته د حالاتو د مقابلې او مقاتلې درس ورکولو او هر وخت به ئې هم خپله دينه د غېرت او ننګ د جوشه ګرمه وه او هم به ئې د قام او اولس غېرت هم پۀ خپلو لمبه لمبه شعرونو لمبه کول او د خپل منزل مرام د بقا او ارتقا لارو ته به ئې چمتو کول هم. هغۀ هر وخت خپل پښتون قام ته خپل عظمت، قوت او غېرت پۀ ګوته کړے دے او پۀ زړونو کښې ئې ورته د همت او مړانې داسې جذبې راپارولي او راپېدا کړي دي چې د قامولۍ او قام پرستۍ بنيادونه دي. اجمل خټک دغه قامي جذبې پۀ خپل يو نظم “يه پښتونه!” کښې داسې رالړزوي.

يه سر تور سر بربنډ لغړ پښتونه!

اوږيه، تږيه، خړپړ پښتونه!

ستا د خيرن سر نه تاجونه زار شه

ستا د خولو ځنې عطرونه زار شه

تۀ پۀ دنيا کښې يو طاقت پېدا ئې

توره ئې، دين ئې او غېرت پېدا ئې

د سکندر نه تر فېرنګه پورې

چا چې پۀ دې خاوره قدم ايښے دے

تا ئې پۀ خونه باندې غم ايښے دے

دا اوچت سر دې ټيټېدل نه دي زده

دې تا له مرګه تښتېدل نه دي زده

دا ډک د ګلو ګلستان وطن مو

دا پۀ دنيا جنت نشان وطن مو

نن يو ټوټه د جهنم دے راته

خوشحالي نه لري تش غم دے راته

د هم دغې نظم پۀ وړومبنۍ برخه کښې د پښتون د بې وسۍ، بې وزلۍ او غريبۍ د علت او د پښتون قام د غفلت تذکره څۀ داسې کوي.

غټان زمونږ پۀ وينو وپړسېدل

زمونږ پۀ سر اسمان ته ورسېدل

مونږ غريبان پياسه نغن نه لرو

د لوږې مرو وروستو کفن نه لرو

وروڼو دا ځکه چې اودۀ پراتۀ يو

اودۀ لا ښۀ وي مونږه مړۀ پراتۀ يو

د بېدارۍ غږ ورته پۀ څۀ ښۀ انداز کوي

راځئ چې ويښ شو اول ځان بدل کړو

بيا دا د ظلم جوړ جهان بدل کړو

نظام د مينې محبت جوړ کړو

کور د انسان د شرافت جوړ کړو

د پښتون قام او ملت بېزارۍ او څوکالۍ ته لېواله اجمل خټک پۀ خپلو افکارو کښېن د استحصال او د حقوقو د غصب کولو پۀ ډېر شدت او حدت سره غندنه کړې ده. هغۀ انسانيت سره د مساواتو او د روادارۍ پۀ حق کښې دے ځکه خو هغۀ د خپل ګل پښتون پۀ رګونو کښې د نور او سرور ژوند پۀ موسېدو غواړي او هم دغه د اجمل خټک هغه عالي او مثالي تفکر او علوي مرام او منزل دے او د هم دغې سور ارمان او سرې ډولۍ د لارې پۀ عذاب کښې ورته د ملي او قومي الفت يو کېف، لطف نوت او مزه ښکاري ا د پښتون د مينې جنت ورته پۀ ځلا ليدے شي.

د ګل رګونو کښې چې ژوند اوسېږي نور اوسېږي

يا د انګور غنچه کښې مينه او سرور اوسېږي

ښکلي هېواد کښې د پښتون دغسې ژوند غواړم

مينه ښائېست او ورورولي ډکې د خوند غواړم

دا مې منزل دا مې جنت دے ور روان يم ورته

نه پۀ ملا يم نه پۀ خان يم نه پۀ ځان يم ورته

چې هر عذاب وي دغه لاره کښې لذت دے راته

کۀ سرې لمبې شي د قام مينه کښې جنت دے راته

د ويښ قام باشعوره او بېدار مړونه چې د خپل رسا فکر او احساس پۀ بصيرت د قام او ملت د ارتقا او بقا پۀ روح کښې د تنزل او پستۍ کومه ناروغتيا، کړمه او کشاله ويني نو پۀ داسې مؤثره پرجوشه او ولوله انګېر انداز کښې ئې بيانوي چې اودۀ قام ته د بېدارۍ غږ او د انقلاب د هغې جرس صدا وي چې ملت د زمانې د تشدد، ظلم وستم د شپو ته د روڼ سباؤن پۀ لور بيائي ځکه خو چې کله هم د خپل پښتون ملت او د پښتني مرام پۀ مينه مست ملنګ اجمل خټک دغه هر څۀ محسوس کړي نو د غېرت د يوې تېرې چغې سره راپاسېدلے دے او دا مصممه اراده ئې کړې ده چې د قام او ملت د مرۍ نه به د محکومۍ او بې وسۍ پنجې لرې کؤم او د استبداد د نشې نه ډک سرونه به د خپلې پښتو او پښتون پۀ درشل همېش همېش دپاره ټيټول او د زمانې پۀ جبر و ستم د دغې مړې شوې خاورې نه به پښتون قام ته د خپل کلتور د غېرت او پښتني مرام د سروګلو يو ښکلے او سپېځلے جنت سازؤم.

د وخت پۀ چغه باندې

رابېدار شوے يمه

د ظلم جوړ تور تم مې

اوس تېر ايستلے نه شي

د انقلاب لمبې مې

دي پۀ رګ رګ کښې بلې

د زردارانو پوکي

ئې ستړولے نه شي

يا به پرې خوار اولس ته

ژوند د عزت جوړ کړم

ورته د مړې خاورې نه

به خپل جنت جوړ کړم

يا د بې وسه ژونده

د دوزخ اور ښۀ دے

د غېرت ژوند چې نه وي

د کوره ګور ښۀ دے

د خداے بخښلي ملنګ اجمل خټک بابا د شاعرۍ پۀ قومي او ملي اړخ ډېر څۀ ليکلے شي او کۀ اوکتے هم شي نو د پښتون قام او پښتنې خاورې پۀ ننګ قربان ددې غېرتي او مېړني اجمل خټک د افکارو پۀ هره خوا د خپلې خاورې او خپل قام سره د وفادارۍ او پښتونولۍ رنګونه هم جوت دي. دغه سرۀ احساسات، پښتني جذبات زمونږ د ملي او قامي وحدت، اتفاق او اتحاد هغه روښانه مشالونه دي چې تل به پرې د پښتون قام او ملت د فکرونو تيارې روښانه دي او د خپل ارتقائي مرام او منزل لارې به ورته ښکاره وي زۀ خپله ليکنه د اجمل خټک پۀ دې اشعارو پايې ته سپارم.

ګلونه به پۀ وينو غوړوو مخکښې به ځو

پۀ سر به غر کښې لارې جوړوو مخکښې به ځو

بس توره شپه اوس نشته دا د ظلم تور لوګے دے

ډيوې به مو د زړونو بلوؤ مخکښې به ځو

ملګري ته مړ مۀ وايه د لارې يو مشعل شو

پۀ هر قدم به څلي جوړوو مخکښې به ځو

دا اوګورئ منزل لکه لېلٰي پۀ بام ولاړ دے

دشتونه به پۀ وينو لمبوو مخکښې به ځو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …