اسلام اباد پرلت: د پښتنو د مهذبتوب ننداره – ایاز الله ترکزئ

د اسلام اباد پرلت کښې چې د پښتنو کومه غوښتنه وه د هغې ذکر پۀ پرلت کښې بار بار کېده. پۀ اصل کښې د دې پرلت خاص مقصد د نقيب الله شهيد د ماورا عدالت قتل خلاف او د مجرم راو انور د نيولو او سزا ورکول وو خو چې دې سره نورې کومې غوښتنې وې نو هغه هم ډېرې ضروري وې او حق بجانب وې چې دوېمه غوښتنه پۀ وزيرستان کښې د ښخ کړے شوو بم مائنونو د لرې کولو وه چې د دې پۀ وجه ډېر پښتانۀ ځوانان ښځې او ماشومان شهيدان او ژوبل شوي دي. درېمه غوښته دا وه چې پښتنو سره د حکومتي ادارو لۀ طرفه کوم ظلم کېږي هغه دې بند کړے شي او څومره پښتانۀ ځوانان چې د ترهګرۍ پۀ نوم غائب کړے شوي دي، هغه دې عدالت کښې پېش کړے شي. دا ټولې غوښتنې د پښتون بنيادي حق هم ؤ او حکومت لپاره د څۀ پرېشانۍ سبب هم نۀ ؤ.

پۀ اسلام اباد پرلت کښې د دې ټولو غوښتنو لپاره چې پښتنو کومه لار غوره کړې وه نو هغه هم هغه لار وه کومه چې د باچا خان د عدم تشدد لاره وه. دوي چې اسلام اباد ته راتلل نو پۀ ټوله لار ئې يو هم داسې حرکت نۀ ؤ کړے چې هغه څوک پۀ بدو ټکو ياد کړي او نۀ ئې چا ته پۀ ټوله لار څۀ تکليف ورکړے دے. پُرامن را روان شوي دي او پُرامن ئې پۀ اسلام اباد کښې پرلت وهلے دے. هم د لارې د امن د راتللو پۀ سبب ورته نۀ خو پۀ اسلام اباد کښې پۀ لارو کنټېنرې کېښودلې شوې او نۀ ورته فوج يا پوليس راغوښتے شوي وو.

د پښتون پرلت نه به لږ پۀ تېرو شوو احتجاجونو او پرلتونو هم نظر واچوو. څۀ موده مخکښې غالباً د 1993 نه پس چې کله نواز شريف د عدالت لۀ اړخه نا اهل کړے شو نو د دغه پارټۍ ټول ممبران، وزيران او کارکنان د احتجاج پۀ طور راووتل او پۀ رڼا ورځ ئې پۀ عدالت حمله وکړه او د هغه وخت د دغه پارټۍ يو ممبر چې پۀ ټيلي وېژن ئې پۀ يو پروګرام کښې د مهذبتوب ډېر زيات درس ورکولو او ورسره به ئې انعامونه هم ورکول، دغه غړي د عدالت تختۍ راونړوله چې اوس به ئې هم رېکارډنګ موجود وي. يوه داسې سياسي مسئله چې هېڅ قسمه انساني زيان پکښې نۀ ؤ شوے، يو قام د خپل مهذبتوب ننداره کړې وه چې زۀ څومره مهذب قوم يم.

ډېر لرې پۀ تېرو تاريخي واقعيو پسې نه ځو، دا اوس اوس چې د دهاندلۍ پۀ نوم کوم پرلت پۀ اسلام اباد کښې ؤ چې ډېرو زياتو خلقو پکښې شرکت وکړو او په هغې کښې به چې د وېنا پۀ دوران کښې کومه لهجه استمعالېده، هغه د يو مهذب قوم يا د انسان دوستۍ لهجه نۀ وه. هرې خبرې سره به ئې هم دا انداز ؤ، ‘اوئے نوازشریف! میں تمہیں چھوڑوں گا نہیں’،

‘اوے چیف جسٹس! تم نے چار پنکچر لگانے میں مدد کی ہے’،

‘اوے چیف الیکشن کمشنر! دھاندلی کی راہ تو نے دی ہے’.

داسې به ښکارېده لکه چې د پنجابي فلم ‘مولاجټ’ مکالمه وي او سلطان راهي مصطفيٰ قرېشي ته پۀ تاوېدو راتاوېدو کښې ډائيلاګ وولي. د تقريرونو د غېر مهذبه لهجې نه علاوه چې کومه د تشدد لار بيا خپله کړې شوه او څومره خلق بيا ژوبل شول، پۀ پارلېمنټ د حملې کولو پۀ دوران کښې، پۀ پي ټي وي او نورو سیاسي املاکو او غېر سرکاري ټي وي چېنلو، او نتيجه څۀ راووتله؟ هېڅ هم نۀ ـــ او بيا د پرلت خاتمه هم پۀ وينه توئېدو باندې وشوه.

يو بل امپورټډ بابا پۀ يو وخت کښې راغے او واړۀ ماشومان ئې سره د میاندو راوویستل او اخر ئې داسې ځاے ته ورسول چې څومره سړي او ښځې پکښې د حکومتي ادارو لۀ اړخه پۀ تشدد کښې مړۀ شول، چې تر ننه پورې ئې هېڅ نتيجه اخذ نۀ شوه او نۀ قاتلانو ته سزا ورکړې شوه. نۀ خو يو مهذب قوم داسې احتجاج کوي او نۀ يوه مهذبه اداره دغسې په بې ګناه خلقو باندې ګولۍ چلوي.

هم دې سلسله کښې د ‘اسلام اباد شټ ډاون’ پۀ نوم زلمي ډي چوک ته راوویستے شول او بیا خبره پۀ داسې یومِ تشکر ختمه کړې شوه چې یو خوا د نواز شریف حامیانو مټهایان وېشل او بل خوا د عمران خان حامیانو مټهایان نوستل.

او دا اوس اوس پۀ یو ډېر مقدس نوم او ډېره نازکه حواله یو ‘گالي والي سرکار’ خو حد وکړو. پۀ تقريرونو کښې ئې داسې لهجه استعمال کړه چې پۀ تاريخ کښې داسې چا نۀ وو کړي. کمال دا ؤ چې د ګالي والي سرکار پۀ دهرنا کښې ګډون کوونکو ته باقاعده دیاړي او معاوضه ورکړې شوه. دا خبره هم مخې ته راغله چې دغه خرچه ‘سرکار’ برداشت کړې وه ــــ

د خاص نتائجو د پاره د عوام جذباتو سره لوبې کول کله هم پۀ ملک کښې د سیاسي نفسیاتو د پاره ښۀ نۀ دي. پۀ دې دهرنو او پرلتونو باندې مقتدر قوتونه سرمایه کاري کوي ـــ د عمران خان د وړومبۍ دهرنې نه د اسلام اباد شټ ډاون پورې او د طاهر القادري د تحریک قصاص نه د خادم حسېن رضوي کنځلو پورې د هر سازش پۀ شا د انوسټمنټ انکشافونه مخې ته راغلي دي. د حساب خاوندانو نه د احتساب دعوېدار تپوس نۀ کوي.

د دغه ټولو پۀ مقابله کښې د ‘پښتون پرلت’ يو جدا انداز ؤ. پښتون د خپلو رواياتو او د تهذيب پۀ بناء د داسې مهذبتوب ننداره وکړه چې نۀ خو پۀ تاريخ د پښتون نه علاوه چا کړې ده او نۀ ئې شايد چې پۀ را روان وخت کښې څوک وکړې شي.

پۀ پښتون پرلت کښې به چا هم داسې بد اخلاقه ژبه د يو تقرير کوونکي نه نۀ وي اورېدلې. د پښتون پرلت مشر منظور پشتین يو مهذبه ځوان ؤ چې ټول پرلت ئې داسې انداز کښې ساتلے ؤ چې چا هم د نقصان ورکولو سوچ هم نۀ شو کولے. پۀ ټول پرلت کښې د ګلونو يوه ګمله هم نۀ ده ماته شوې. په پرلت کښې چې څومره خلق وو، هغوي هر سحر پۀ خپله د ټول ګېر چاپېره ماحول صفائي کوله او هېڅ قسمه ګندګي به ئې نۀ خوروله. پۀ مقابل د دې پرلت پۀ نورو پرلتونو کښې د دې خبرې هېڅ خيال نۀ دے ساتلے شوے.

پښتون ټولې دنيا ته دا ثابته کړه چې زۀ يو امن پسند قوم يم، د نقيب الله او د نقیب الله پۀ شان د نورو پښتنو پۀ قتل مونږ ټوپک نۀ دے راخستے بلکې د خپل حق لپاره ښکاره مېدان ته راوتلي یو او چې پښتون سره کوم ظلم شوے دے، یا کوم ظلم اوس هم روان دے او د کېدو ارادې دي، هغه دې بند کړے شي. پښتون هغه قوم دے چې د دې وطن لپاره ئې قربانۍ ورکړي دي او اوس هم پۀ دغه وطن کښې پښتون سره هغه ظلمونه کېږي چې پۀ پښتون ئې ژوند تنګ کړے دے او د دې هر څۀ باوجود پښتون چغې وهي چې مونږ امن غواړو! مونږ امن غواړو! خو څوک هم ورباندې ترس نۀ کوي او کله پۀ يو نوم او کله پۀ بل نوم ئې قتل عام او نسل کشي روانه ده.

اے د دنيا وړو وړو خدايانو!

پښتون جنګ پسنده قوم نۀ دے. پښتون امن پسنده، يو مهذب قوم دے او د پښتون د مهذبتوب ننداره تاسو ټولو ته د اسلام اباد پۀ پرلت کښې ښه پۀ اسانه وشوه چې د پرلت د شروع نه واخله تر ختمېدو پورې نۀ د چا املاک ته نقصان ورسېدو نۀ د چا لاره بنده کړې شوه. عن تر دې چې د اسلام اباد اوسېدنکو ته خپل تګ راتګ او کاروبار کولو کښې هم څۀ تکليف نۀ دے پېښ شوے. د نړۍ ټولو قومونو او د پاکستان مېشته قومونو ښۀ په کهولاو سترګو د پښتون د مهذبتوب ننداره وکړه او دا ئې محسوسه کړه چې پۀ دنيا کښې د پښتون نه زيات بل کوم قوم مهذب نشته دے.

اوس کۀ دې ته پۀ ځير وکتے شي او پښتون سره هم د هغۀ د شان مطابق سلوک وشي نو دې سره به ټولې مسئلې حل شي. پښتنو د خپلو مسئلو د حل د پاره د عدم تشدد پۀ عقیده پُرامنه سیاسي لاره خوښه کړې ده، کۀ خداے مۀ کړه د هغوي غوښتنو باندې سنجیدګۍ سره غور ونۀ کړے شو نو تاریخ به د پاکستان د فېصلو خاوندان کله هم معاف نۀ کړي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …