د پښتنو یو والے – صدام مشال

کله چې د مغلو دور ؤ نو مغلو اول کار دا وکړو چې د هرې قبيلې يو زورور کس يا مشر به ئې د ځان سره ملګرے کړو او هغۀ ته به ئې پۀ خپل حکومت کښې نوکري ورکړه، جائيداد به ئې ورکړو او کسان به ئې ورکړل. د هغه کس به کار دا ؤ چې هغه به خپله قبيله يا کلے سمبالوي. بيا کۀ چاسره ظلم کېدو هم خو د مغلو خلاف چا سر نۀ شو پورته کولے. کۀ يو کس به د حق د پاره راپاڅېدو نو هم به پۀ لار کښې د خپل کلي مشر ورته ولاړ ؤ. چې کله به جنګ وشو نو هم به ئې پۀ خپلو کښې يو بل ووژل.

پۀ پښتنو کښې د مغلو خلاف اول تحريک د بايذيد انصاري ؤ چې د ډېرو ستونزو او سختیو نه پس کامياب شو او خپل حکومت ئې د پښتونخوا پۀ سيمه قائم کړو. څو کاله داحکومت قائم ؤ خو د پښتنو د نفاق لۀ وجې دا تحريک ړنګ شو. مذهبي کردارونه ادا شول، قبيلوي شخړې جوړې شوې، لۀ دې وجې زمونږ دې اولني تحريک مخکښې جنګ ونۀ کړے شو.

بيا چې کله د خوشحال خان خټک دور راغے نو دا سلسله دغسې روانه وه. د پښتون وينه توئېدله، ظلم زياتے کېدو نو خوشحال بابا پۀ دې پوهه شو چې لکه پښتون يو نۀ شي نو د مغل د غلامۍ نه به کله هم ازاد نۀ شي. د پښتون د يو والي د پاره خوشحال خان بابا ډېرې هلې ځلې وکړې. تر ډېره حده کامياب هم شو خو څۀ رنګه چې خوشحال بابا غوښتل، هاغسې ونۀ شوه. ځکه خو ئې ووئیل چې:

اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شۀ 

ګنې ما به د مغل ګرېوان پارۀ که 

خو شحال بابا پۀ دې هم ډېر زيات ګيله مند ؤ چې پۀ پښتنو کښې کله هم يو څوک سر پورته کوي او پر مختګ شروع کړي نو بل پښتون به ئې پۀ پښو کښې خنډ شي، د پښو خاورې به ئې کاږي يا به ئې سر وهي. يو چې سر کاندي پۀ پورته

بل ئې ووهي مزغي

چې ډېر ستړے شو نو بابا ووئيل،

چې هر څو ئې سمومه نۀ سمېږي 

پښتانۀ دې د کږو تيږو دېوال 

کۀ مونږ وګورو نو برطانيه چې هندوستان ته راغله هغوي هم دوه کارونه وکړل. يو دا چې هغوي د دې قامونو ژبې او کلچر ختمول شروع کړل او خپله ژبه او کلچر ئې پۀ خلقو کښې عام کول غوښتل او پۀ دې کار کښې کامياب هم شو. دا خبره به هم مبالغه نۀ وي، وائي چې کۀ يو قام ختمول غواړې يا کۀ پۀ يو قام حکومت کول غواړې، د هغوي ژبه او کلچر ختم کړه او دوېم کار هغوي دا وکړو کوم چې مغلو کړے ؤ او د هر قام قبيلې مشران ئې د ځان سره ملګري کړل او د هغوي بچي ئې پۀ پوځ کښې بهرتي کړل. داسې د هندوستان معدنيات هم لوټل، خپل تجارت ئې هم پۀ ټول هند کښې خور کړو، ظلم ئې هم بې انتها زيات وکړو؛ تر دې حده چې عوام ذهني طور دومره غلامان شول چې چا به هم د خپلې مرضۍ کار او کاروبار نۀ شو کولے.

چې دا ظلم د برداشت نۀ ووتو نو عوامو بغاوت شروع کړو. بيا چې کله د هندوستان د ازادۍ وخت راغے نو پۀ دې وخت کښې علامه اقبال یو مبینه خوب وليدو او هغه خوب پاکستان ؤ چې د برطانيې پۀ مرسته جوړ شو. هندوستان چې ازاد شو او پاکستان جوړ شو نو پۀ دې کښې ټولو قومونو ازادي ومونده خو پښتون او بلوچ قام محکوم پاتې شو. هغه پۀ دې چې کومه فارموله مغلو او پېرنګيانو اختيار کړې وه هغه فارمولا د پاکستان د جوړېدو نه پس بيا پۀ مونږ استعمال شوه او کاميابه شوه. زمونږ مشران ، ملکان ، خانان، سرداران خرڅ شول، فوج او ايجنسيانو واخستل. باچا خان بابا ټول عمر پۀ دې کښې تېر کړو چې پښتانۀ يو شي او د غلامۍ نه بچ شي. د عمر هره درېمه شپه ئې پۀ زندان کښې تېره شوه پۀ دې چې دا چغې به ئې وهلې چې پښتنو يو شئ! اتفاق وکړئ! خودا خبرې مونږ کله منلې، ځکه خو نن قتل عام پۀ مونږ کښې کېږي. بې ګنا هم مونږ وژلے کېږو، دهشتګرد نوم هم پۀ مونږ تپلے کېږي، تباه او برباد هم مونږ يو. کۀ فکر وکړو نو پۀ دې دنيا کښې به داسې ظلم زياتے نۀ وي چې هغه دې پۀ مونږ نۀ وي شوے او د دې ظلم خلاف هم يو ځوان سر پورته کړي نو د هغۀ ډېر زر شهادت نصيب شي. يا پۀ اکسيډنټ، ټارګټ کلنګ، بمي چاودنه يا کامياب اپرېشن کښې هلاک شي. د مشال پۀ شان ئې لۀ مخه یوسي، د نقيب پۀ شان ئې پۀ تشدد سره شهيد کړي، د احمد شان پۀ شان ئې وغورځوي. پۀ نامعلوم افراد مو قتل کړي. پۀ سل سل طريقو باندې مو وژني. صرف او صرف پۀ دې يوه خبره چې پښتنو کۀ د حق غوښتنه وکړه نو خېر به مو نۀ وي. لۀ دې ټولو کړاوونودا تېر شوي ډېر ظ‌لمونه مو برداشت کړل، ډېرې مېندې مو بورې شوې، ماشومان يتيمان شول، ډېرې درنې درنې جنازې مو پورته کړې.

اوس مو يو امېد پېدا شوے دے، د قام د وجود پۀ رګونو کښې د شعور وينه روانه شوې ده، پۀ بينا سترګو چې مو څۀ ونۀ لېدل اوس مو پۀ سترګو کښې د ليدو توان هم پېدا شوے دے. د حق غوښتو جذبې مو راپارېدلې دي. باچا خان بابا به چې څۀ وئيل اوس قام تر ډېره حده پوهه شوے دے. د نقيب د حق غوښتنې د پاره چې پښتون قام څنګه سره يو شو، د دې مثال نشته او کومو ځوانانو چې پۀ سوشل مېډيا د کومو ظلمونو غندنه وکړه، هغه د ډاډ وړ دي. منظور پشتين او د هغۀ ملګرو د باچاخاني فکر او عدم تشدد پۀ عقیده یو کاروان ئې تيار کړو او لس ورځې پۀ زرګونو پښتانۀ اسلام اباد کښې پۀ سړکونو پۀ پرلت کښې ناست وو او د دې ظلم خلاف ئې چغې وهلې. دا خبره پۀ څرګند ډول ښکاره شوه چې زمونږ پۀ غم هر څوک نۀ ژاړي بغېر د پښتانۀ. او کوم خلق چې پۀ دې فکر وو چې مونږ ازاد رياست کښې ژوند کوو نو هغوي ته هم دا يوه خبره صفا ښکاره شوه چې پۀ زرګونو پښتانۀ پۀ پرلت کښې ناست وو، د رياست ‘ازاده مېډيا’ ورکه وه. د دې رياست بل قام زمونږ پۀ غم کښې شريک نۀ شو چې د دې رياست بچے ؤ او نۀ ئې دا ووئيل چې دا غم د ټولو شریک غم دے. د دې رياست اېجنسيانې چې د ټولې دنيا نامتو اېجنسيانې ګڼل کېږي، يو راو انوار نۀ شي رانیولے؟ ډېر د افسوس مقام دے. پۀ ما کښې يو نقيب محسود نۀ دے وژلے شوے، پۀ ما کښې د نقيب پۀ شان پۀ زرګونو ځوانان قتل شول خو چا زمونږ پۀ غم ونۀ ژړل. داسې پۀ 1948ز کښې زمونږه شپږ نيم سوه کسان د دې رياست پوځ پۀ يو ځاے ووژل. بيا ئې د هرې ګولۍ حساب هم لۀ مونږه وصول کړو چې دا ګولۍ پۀ پښتنو ‘خرچ’ شوې دي. فاټا کښې هم د بابړې پۀ شان د ګولیو خرچه د خاورې د معدنیاتو د تالان پۀ صورت کښې اخستل کېږي. داسې به پۀ دنيا کښې نۀ وي شوي چې هم دې ووژني او بيا د ګولیو حساب هم درنه اخلي. داسې ئې پۀ اے پي اېس کښې تنکي ګلونه ماشومان ووژل، باچاخان پوهنتون کښې ئې ځوانان ورېژول، د کوئټې وکيلان ئې ډله ډله لوخړه کړل، پۀ اېګریکلچر انسټیټوټ ئې حمله وکړه. پۀ ښارونو کښې کلو کښې يو ځاے داسې نشته چې پښتون دې نۀ وي پکښې وژلے شوے. پۀ افغانستان کښې خو ئې داسې وژني لکه د قربانۍ ګډوري او څاروي. خو پۀ رياست کښې بيا هم زما غم خوار پېدا نۀ شو. پۀ دې رياست کښې هغه څوک پۀ امن پاتې کېدے شي چې څوک وژنې کولې شي، د غريب يتيم حق وهي او حکومت ته پکښې برخه رسوي، او يا هغه څوک پکښې ځان ساتلے شي چې هر قسم ظلم جبر وويني او د غلامۍ پټۍ ئې پۀ سترګو اچولې وي او ظالم ته وائي چې تۀ ټيک ئې او مظلوم ته وائي چې تۀ غږ مۀ کوه! ګنې د حق وېنا کولو والا خو باچاخان ؤ چې وهل ټکول او جېلونه ئې پکښې خوړلي دي، جائيدادونه ئې پکښې ضبط شوي دي او ریاست ورله د غدار نوم ورکړو.

عرض مې دا دے چې د ډېرې مودې نه مې سترګې پټې وې، څۀ مونۀ ليدل؛ کۀ مو ليدل هم نو څۀ مو وئيلي نۀ شو ـــ اوس دومره چې د څۀ وئيلو توان راکښې پېدا شوے دے، اوس به ستر ګې نۀ پټوو، نۀ به خولۀ بندوو تر هغې پورې چې تر څو مونږ ته خپل حق نۀ وي ملاو شوے. پۀ دې منځ کښې به نورې ستونزې هم راځي، وژل وهل ټکول به هم پکښې راځي خو پۀ هېڅ حالت کښې به پۀ شا نۀ ځو. پۀ جنګِ بدر کښې پېغمبر پاک صلي الله علېه وسلم لۀ خدايه دعا وغوښته چې اے خدايه! نن کۀ ستا دې څو بندګانو فتح ونۀ موندله نو تر قيامت پورې به بيا ستا څوک نوم وانۀ خلي؛ نو مونږ ته هم داسې امتحان پېښ دے چې دې ځلي کۀ مونږ پۀ خپل حق غوښتنه کښې ناکامه شو نو بيا به ټول عمر د غلامۍ د زنځيرونو څخه خلاص نۀ شو.

چې راپاڅېدلي يو کښېنو به نۀ.

کۀ کښېناستو نو بیا د ټول غلامي مو مبارک شه!

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …