کریم لالا : د ممبۍ کونړی ډان – صفيه حليم

 

 

د ‘زنجیر’، ‘خدا ګواه’

او نورو هندي فلمونو الهام

د بالیوډ مشهور فلمونو ‘خدا ګواه’، ‘انګار’، ‘زنجیر’ او ‘هتهیار’ مرکزی کردارونه د ممبۍ د پښتنو ‘ډان’ کریم لالا د ژوند نه پۀ الهام جوړ شول.

ددۀ پوره نوم عبد الکریم شېرخان و او پۀ 1911ز کښې د کونړ پۀ شیګل درې کښې وزیږېدو. د 1930ز پۀ لسیزه کښې پېښور او بیا ممبۍ ته لاړو چې پۀ بندرګاه مزدوری وکړي. دۀ د ځان پۀ شان څو پښتانۀ راټول کړل چې ‘لالا’ به ئې ورته وئیل. کریم لالا د پښتنو د لانجو هوارولو لپاره منډې ترړې وهلې. چا نه خپل پور بېرته اخستل، د چا قبضه کړے کور راخلاصول، بې وزلو ته سرپناه او خواړۀ برابرول او دغسې نورو کارونو کښې ئې چارواکو او مخه ورو سره اړیکې جوړې شوې.

د هند د خپلواکۍ تحریک پۀ وخت دۀ د مهاتما ګاندهي او باچا خان سره ولیدل او هغوي ورته د اولس د ستونزو معلومولو سپارښتنه وکړه. کریم د ‘پښتون جرګه هند’ پۀ نوم یوه ټولنه جوړه کړه چې د خدائي خدمتګارغورځنګ د یوې برخې پۀ توګه ئې کار کوۀ او دی دېرش کاله د دې جرګې مشر ؤ.

د 1947ز د وېش پۀ ګډوډیو کښې پۀ بندر د خلیج نه د سرو زرو قاچاق مخه چا نۀ شوه نیولې. پۀ هغې نا امنۍ کښې حاجي مستان، مرزا یوسف پټېل او مودالیار پۀ نوم خپلې ډلې جوړې کړې. کریم به خپل کسان د هغو خدمت ته وراستول چې غېرقانوني کارونو کښې به ورسره شریک وو.

پۀ 1950ز کښې کریم لالا د هند لومړی منظم مافیا د مشر پۀ توګه مشهور شو. پۀ بندرګاه د غېر قانوني توکو پۀ راکړه ورکړه دومره پېسه ئې وګټله چې پۀ څو کالو کښې د دوو هوټلونو ‘الکریم’ او ‘نیو انډیا’ خاوند شو.

دی د بالیوډ ستورو سره هم نزدې ؤ او د دۀ زوم ظفرخان وائي چې یو وخت نامتو نڅاګرې ‘هېلن’ ملګرې پي اېن اروړه د هغې معاش پېسې ورته نۀ ورکولې. هېلن دلیپ کمار ته ورغله نو هغۀ ورته د کریم لالا پۀ نوم یو لیک ورکړو. کریم پۀ دې معامله کښې درېمګړی شو اواروړه نه ئې د هیلن پېسې رابوت کړې.

د ممبۍ پولس یو پښتون افسرشمشېر خان پټهان وائي چې کله دۀ د انسپکټر پۀ توګه ‘ډانګري’ پولیس سټېشن کښې کارکوۀ نود کریم یو باډي ګارډ شمس الدین ئې د بهرملک بې لائسنس تماچې سره ونیولو. دا یو غېر قانوني کار ؤ خو شمس الدین پۀ ضمانت خوشے کړے شو. دی وائي چې ‘زۀ هم پښتون یم خو د کریم او د دۀ ډلې سره هېڅ زړۀ سوي نۀ لرم. زۀ د حکومت ملازم یم او ما د پاره پښتون او پنډت دواړه یو دي.’ شمشېر خان وائي چې ما د کریم لالا پۀ اړه د خلقو لۀ خولې ښه خبره نۀ ده اوریدلې.

کله چې کریم د ‘پارسی کالوني’ پۀ یوې ودانۍ ‘طاهر منزل’ کښې اپارټمنټ واخستو او هلته ئې ژوند پېل کړو نو اوسېدونکي اندېښمن شول خو لږه موده کښې کریم پۀ سیمه کښې پۀ پټه د شرابو خرڅلاو او نورخرابات بند کړل. وروسته دی ډېر شتمن شو او خلقو ورته مشوره ورکړه چې د ممبۍ د باندره پۀ شان ګران بیعه سیمې کښې دې کور واخلي. خو دۀ څلوېښت کاله هم هغه اپارټمنټ کښې واړول.

پۀ 1970ز کښې کریم لالا د یو بل ‘ډان’ داود ابراهیم سره دشمني پېل شوه. د دۀ د ډلې یو پښتون امیرزاده د داود ورور صابر مړ کړو او پولس ونیولو. د داود یو کس ‘ډېوډ’ پۀ رڼا ورځ محکمه کښې امیرزاده وویشتلو چې د هند پۀ یو عدالت کښې لومړی قتل ؤ.

ډېوډ هم ټپي ؤ خو پولسو ونیولو او وروسته د جېل نه فرار شو. د امیرزاده ورور عالمزاده د کریم د ډلې یومهم غړی او پۀ ګجرات کښې مېشت ؤ. دی پۀ یوه مقابله کښې قتل شو.

یو بل ډان ‘عزیز’ دوه زامن حمید او مجید لرل او د کریم ډلې سره ئې څو نښتې وشوې. اخرکریم او د دۀ ورور رحیم ورسره روغه وکړه. خو څو ورځې وروسته د کریم ورارۀ صمد خان عزیز ووژلو. کله چې حمید پۀ جیل کښې ؤ نو د کریم د ډلې ‘منا بوهیرلال’ د مجید پۀ وینو لاسونه رنګ کړل. حمید د ورور بدل اخستو لپاره خپل یو ملګري سهېل ته ووئیل. سهېل د صمد خان پلار رحیم لالا مړ کړو او وروسته ئې پۀ خپله هم پۀ یو بله جګړه کښې سر وخوړو.

کله چې حمید د جېل نه خوشی شو نو ‘منا’ ورته تیار ؤ او پۀ یو رستوران کښې ئې یخ کړو. یوه شپه پۀ صمد خان د ښار جنوب کښې د هوټل لفټ پۀ دروازه ولاړ کسانو ډزې وکړې.

پۀ 1984ز کښې د ممبۍ د یوې سیمې کچه کورونو اوسېدونکو ته زمکه وال امر وکړو چې ځای دې پرېږدي. زمکه وال هلته نوې ودانۍ جوړوله خو خلق نۀ وتل.

یوه شپه دغو څپرونو اور واخستو چې د کریم لالا کسانو لګولې ؤ. د دۀ خلاف پۀ تاڼه کښې د تورونو رپورټ داخل شو. کریم لالا د لویو خلقو سره د اړیکو نه کار واخستو او خوشی کړی شو. کریم لالا د بالیوډ اېکټر د قادر خان د پلار ملګری ؤ.

هغه وائي چې دۀ به هند ته تلونکو د افغان مهاجرو سره ډېره مرسته کوله. یو وخت سنجی خان ورته پۀ خپل فلم ‘کالا دهنده گوری لوگ’ کښې د کار کولو ووئیل خو دۀ انکار وکړو.

یو ستوری ‘جیکي شروف’ وائي چې دی د کریم لالا د نوم نه وېرېدو. یوه ورځ د هغۀ سره مې ملاقات وشو نو حېرانه پاتې شوم چې دی څومره نرم او مېلمه پال کس و. د کریم مېلمه پالنه مشهوره وه او هېڅوک ئې بې لۀ ډوډۍ نۀ پرېښودل.

کریم چې د عمرې نه بېرته راغلو نو د ممبۍ یو پیر ورته د داود سره د روغې ووئیل. دواړو پۀ قران قسمونه وخوړل چې نورې وینې به نۀ تویوي. د دۀ ورور او ورارۀ مړۀ وو او بل ورارۀ رحمان لۀ دۀ بېل خپل کاروبار کوۀ. کریم یو ګرځندوی او پاسپورټ کمپني ‘نیو انډیا ټورز اېنډ ټرېولز” پۀ نوم جوړه کړه.

کریم دوه ودونه کړي وو چې مشره ئې فاطمه او بله فوزیه وه. دواړو ټول ژوند پۀ یو کور کښې ورسره تېر کړو. د دواړو مېرمنو ئې یوه یوه لور وزېږېده، زوی ئې نۀ ؤ. ددۀ پۀ کور کښې یوې خدمتګارې پنځویشت کاله د دوي خدمت کوۀ. د حج نه وروسته کریم لالا بیخي بدل شو. نۀ یواځې دا چې شراب ئې پرېښودل بلکې د ژوند د نورو چارو نه ئې رو رو لاس واخستل. هغۀ خپل مشر نمسی سلیم خان د زوي پۀ توګه لوی کړی و نو ټول کاروبار ئې ورته وسپارلو.

کریم د کور پۀ بالکوني کښې بوټي لګولي وو او پۀ دغو بوټو به لګیا ؤ. کله د خپلو کړوسو سره ئې لوبې کولې یا د راغلو مېلمنو سره به ئې ګپ شپ کوۀ. دی چرې هم بېرته کونړ ته لا نۀ ړو. د 2002ز د فروري پۀ نولسمه نېټه کریم د ماسخوتن نمونځ کوۀ چې پۀ سجده لاړو نو بیا پا نۀ څیدو.

پۀ 2005ز کښې چاپ شوي یو ناول’شانتارام’ کښې د یو پښتون عبد القادر د کرېکټر پۀ اړه باور کېږي چې کریم لالا ؤ. پۀ دغې ناول کښې هغۀ ته ‘د ممبۍ لومړی باچا او د پښتنو وروستي باچا’ لقب ورکړی شوی دی.

د عبد الکریم ژوند لۀ تضاد ډک ؤ او هغسې چې فلمونو کښې وي، برعکس هرانسان پۀ یو وخت کښې اتل هم کیدی شي او ‘ډان’ هم.

اڪبر هوتي

‘د رڼا خوب’ یو تاثر

[‘د رڼا خوب’ د ملګري روښان ایسپزي شعري ټولګه ده چې د ‘باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر’ لۀ خوا کال 2012ز کښې چاپ شوے دے. دا لیکنه پۀ دغه یاد کتاب تازه لیکل شوي دي چې مونږ ئې د لوستونکو دلچسپۍ د پاره دلته وړاندې کوو.]

محبت زما ايمان دے محبت زما کعبه ده

صحافت زما روزګار دے شاعري مې محبوبه ده

چې نړۍ د امن کور شي ورک دا ظلم جبر زور شي

زما دغه سياست دے زما دغه نظريه ده

دا پورتني شعرونه د ښاغلي روښان يوسفزي د شعري ټولګي “د رڼا خوب” شناخت دے او هم د دې شناخت نه د روښان يوسفزي د نوې او ړومبۍ شعري مجموعې اغاز کېږي. د شعري مجموعې دا ړومبي شعرونه د روښان يوسفزي د سوچ محور دے او بيا چې د کتاب نوره شاعري ولوستلې شي نو لوستونکے پۀ اسانه پۀ دې نتيجه رسي چې روښان د اشتراکي نظام غوښتونکے، د روښاني تحريک مجاهد، د خوشحال بابا د انغري بڅرے او د باچاخان د امن د کور يو مړنے غړے، يو مزدور يو دهقان، يو انقلابي شاعر، يو اديب او يو صحافي دے. د دې نه مخکښې چې د روښان پۀ شاعرۍ خبره وکړم اول به د محترم سليم راز صاحب دا خبره ضرور تکراروم پۀ دې بخښنې سره کۀ زۀ پۀ کښې تېروتے نۀ يم چې “شاعري د يو ديوانه د خولې اوتے بوتے نۀ دي بلکې دا د يو شاعر هغه داخلي کېفيات دي چې کوټلے ارزښت، مقصد او پېغام لري چې محرکات ئې د دغي شاعر احساسات او جذبات وي.”

د راز صاحب خبره د حقيقت سره سمون خوري او هم داسې ده، شاعر چې پۀ خپل چاپېرچل کښې څۀ ويني ګوري د هغې انځورګري کوي ځکه خو ادب ته پۀ ژوند تنقيد وئيلے شوے دے. بيا چې کله يوه ټولنه د د بدترينې غلامۍ ښکار وي، انسان پۀ انسان جبر او ظلم کوي، يو غاصب قام د يو مظلوم قام استحصال کوي، د انسانانو ترمنځه د برابرۍ تصور نۀ وي، د حقونو پامالي کېږي، ذمه وارۍ او فرائض نومې عمل د انساني ټولنې نه ووځي نو دغه معاشره به خامخا د روښان غوندې شاعران پېدا کوي. روښان يوسفزے د طبقاتي ټولنې نمائنده دے. روښان د جهل پۀ تيارو کښې “د رڼا خوب” ويني خو پۀ خوب به څۀ وشي، د خوب تعبير پکار دے او بيا د دغه تعبير تعمير پکار دے.

ښاغلے ليکونکے يو ترقي پسند ليکونکے دے نو د خوب پۀ تعبير پوهه دے او دغه تعبير هغه يوه عملي مبارزه ګڼي او هم د خپلې شاعرۍ پۀ ذريعه هغه اولس مبارزې ته چمتو کوي. د روښان يوسفزي دا مجموعه پۀ يو داسې وخت کښې د لوستونکو لاس ته راغله چې د پښتونخوا اولس پۀ قامي سطح د تاريخ د بدترين دور نه تېرېږي. پښتونخوا پۀ انتظامي توګه تقسيم ده، پۀ شته وسيلو کښې دا وطن د معاشي ستونزو سره مخ دے، پۀ سياسي توګه هم د پښتونخوا اولس پۀ بلها نظريو وېشلے شوي دي، د مذهبي انتها پسندۍ او فرقه واريت پنجې لا ښخې دي، د ظلم او جبر بازار ګرم دے، اولس پۀ خپلو کښې مشت و ګريبان دي، امن نشته، بې انصافي لا لا زياتېږي او روښان د خپلې شاعرۍ پۀ ذريعه پۀ ډېر شاعرانه انداز قام ته خپلې ټولې مسئلې بيان کړې دي او دا د يو شاعر اصل منصب هم دے.

د روښان صاحب پۀ شاعرۍ محترموافراسياب خټک، ډاکټر فضل الرحيم مروت، فېض الوهاب فېض او ځلان مومند د خپلو خيالاتو څرګندونه کړې ده. ښاغلي ډاکټر محب وزير د روښان صاحب خاکه ليکلې ده. اوس کۀ مونږ د دې ذکر شوو اديبانو او پوهانو ليکلو ته ځېر شو نو مونږ ته به د روښان صاحب پۀ حقله پوهه نوره هم اسانه شي. دوي ښاغلو د روښان د شاعرۍ د موضوع سره سره د شاعرۍ پۀ فن هم خبره کړې ده. افراسياب خټک يو ځاے کښې ليکي،

“د مفهوم پۀ لحاظ د روښان پۀ شعر کښې واضح پېغام شته خو د هغۀ شعر د مفهوم پۀ لحاظ د تنوع نه خالي نۀ دے. هر حساس ذهن د ژوند ښکلا فطرت او رنګينو ته لېواله دے او د بنګړو شړنګ، او د جام او رباب خبرې هم کوي. د هغۀ پۀ فن کښې د انساني تجربې او احساس هر رنګ ته اشاره شته نو ځکه مونږ وئيلے شو چې “د رڼا خوب” به پۀ کميت وړوکے ليدل کېږي خو پۀ کېفيت ښۀ پوره دے.”

محترم ډاکټر فضل الرحيم مروت ښاغلے روښان د د کاکاجي صنوبر حسېن مومند، اجمل خټک، قلندر مومند، سېف الرحمان سليم صاحبزاده فېضي او عبدالرحيم مجذوب نه متاثره ګڼي، هغوي د روښان پۀ حقله داسې ليکلي دي:

“کۀ دۀ غزل ليکلے دے کۀ نظم او قطعات يا فرديات، پۀ دغه ټولو اصنافو کښې د دۀ د فکر ا نګازې اورېدې شي او د دۀ د تخيل انځورونه پۀ کښې ليدے شي. زۀ ورته د زړۀ لۀ تله “د رڼا خوب” پۀ ليدو مبارکي وايم او د پښتون قام نه هيله لرم چې د رڼا د دې خوب مثبت تعبير وباسي.”

د مروت صاحب د دې خبرې سره بيخي موافق يم چې ښاغلے روښان د پورته ذکر شوو پوهانو نه متاثره ؤ، دا د پښتون قام خوش بختي ده چې روښان د کاکاجي صنوبر حسېن مومند، اجمل خټک، قلندر مومند، سېف الرحمان سليم، صاحبزاده فېضي او عبدالرحيم مجذوب غوندې هستۍ لري او بيا دا د روښان لوے والے او شعور دے چې د داسې هستيو نه متاثره دے او بيا مروت صاحب د پښتون قام نه هيله لري چې د دې خوب تعبير وباسي، خو داسې ده هم چې شاعر د انسانانو د ستونزو ښودنه کوي او اولس بيا د دغي ستونزو د پاره به عملي مبارزه کوي. دغه مبارزه سياست وي.

ځلاندمومند د روښان يوسفزي پۀ حواله ليکي چې:

“هغۀ چې څۀ ليکلي دي هغه ئې محسوس کړي دي او د مستعارو احساساتو پۀ لاندې ئې پۀ الفاظو تشدد نۀ دے کړے. عالمي امن، طبقاتي نظام، غربت، قامولي، رجعت پسندي، پښتونولي، رومانويت، وطن پروري او داسې نور ټول امور (چې روښان صاحب ئې پۀ حق يا مخالفت کښې پۀ ډېرو زورورو الفاظو د خپلو ايغو نېغو خيالاتو څرګندونه کړې ده) دوي پۀ کتاب کښې صرف نۀ دي لوستي، د ډېرو خبرو قیمت ئې هم ادا کړے دے.”

او روښان صاحب د يوې داسې ټولنې پېداوار دے چې د خېبر نه تر کراچۍ ئې د مزدورۍ پېټي هم پۀ سر وړي راوړي دي او د دې مزدورۍ سره ئې خپله نظريه داسې پاکه صفا او سلامت ساتلې ده چې د سرمايې دوړه قدرې پرې نۀ ده لګېدلې. ځلان صاحب د روښان صاحب تجزيه د کمال ده او بيا دا جمله چې د “ډېرو خبرو قیمت ئې هم ادا کړے دے” پۀ حقيقت مبني ده.

ښاغلي فېض الوهاب فېض پۀ مختصرو لفظونو د روښان صاحب پۀ حقله وئيلي دي چې:

“ښاغلے روښان ایسپزے بنيادي طور ترقي پسند شاعر او ليکوال دے او د يو ترقي پسند ليکوال دا خاصيت وي چې هغه به همېشه حقائق بيانوي، چل دهوکه فرېب به نۀ د هغۀ کردار کښې وي او نۀ پۀ ليک کښې ـــ هغه ترقي پسندي کومه چې د اشتراکي او اشتمالي ګوندونو سره تړلې وه، هغه به ټيک ده چې فنا شوې وي خو تر کومه چې د انساني حقونو امن، سوکالۍ، مادي او روحاني ترقۍ د حصول او ظلم جبر او استحصال خلاف د جنګ تعلق دے دا به هميشه روان وي او پۀ دغه مبارزه کښې به د ښاغلي روښان د قلم څوکه د سماج پۀ هر ناسور کښې ننوتو سره لا تېرۀ کېږي. ښاغلے روښان فطري شاعر دے، شعر هغه د زړۀ نه د ذهن پۀ لار راوباسي، نۀ چې د ذهن نه د زړۀ پۀ لار. هغه د قلم پۀ ژبه د خپل چاپېر چل صرف عکاسي نۀ کوي بلکې يو داسې مصور دے چې د مختلفو شوخو او تتو رنګونو لۀ امتزاجه يو تصوير سازول غواړي د کوم ليدل چې نۀ صرف د لکهونو پښتنو بلکې د نړۍ د کروړونو انسانانو ارمان دے.”

ما چې پۀ دې ليک کښې د کومو پوهانو کومې خبرې د روښان ایسپزي د شاعرۍ پۀ حقله رانقل کړې دي، زۀ پۀ ذاتي توګه هم د دې خبرو سره متفق يم. د روښان ایسپزي مرام يو پرولتاوري قامي نظام دے، قام هم د استحصالګر نه ازادول غواړي او بيا پۀ دغې قامي سياسي نظام کښې د برابرۍ پۀ بنياد د معاش منصفانه تقسيم غواړي. هغه پۀ دغه ازاد نظام کښې د امن خوب هم ويني. چې امن وي نو د باهمي احترام رشته مضبوطه وي نو قام به مضبوط وي. روښان چې د کومې ټولنې سره تعلق لري نو هم د دغې ټولنې د ژبې، تاريخ ، کلتور او ستونزې ئې پۀ ډېره اسانه او روانه ژبه کښې پۀ ښۀ شاعرانه طرز بيان کړي دي. د روښان صاحب کمال دا هم دے چې د موضوع سره سره د فن پۀ باريکیو پوهه لري او دا ځکه چې کۀ د پېښور ساهو ليکونکو مرکه ده کۀ د مردان ادبي دوستانو مرکه ده او يا کۀ د کراچۍ جرس ادبي جرګه ده، دۀ پۀ مجلسي تنقيدونو کښې يوه ډير فعاله برخه اخستې ده او بيا د استاد قلندر مومند صاحب غوندې نابغه شخصيت سره ئې ډېره موده ناسته پاسته هم د دې خبرې دليل دے چې روښان ایسپزے به خامخا د شاعرانه فن پۀ رموز دسترس لري. پۀ شعر کښي ئې شعريت، پۀ غزل کښې تغزل ئې شاعري خوندناکه کړې ده. روښان سياسي خبره دومره پۀ هنر پۀ رومانوي انداز کښې کړې ده چې د سياسي پروپيګنډې څرک او درک پکښې چرته هم نۀ لګي

د روښان صاحب د شعري مجموعې نه څو نمونې وړاندې کوم:

چې دښمنه مو د فکر د رڼا ده

خدايه دا چې لا د کوم موسم هوا ده

چې هر څوک ئې مخه نيسي مختورن شي

دې پښتو سره د کومې مور دعا ده

اوس خو دې ګله د خوبونو رنګ شوم

چې دې د کور د دېوالونو رنګ شوم

پۀ ما به نور رنګونه څۀ ولګي

چې د دې خاورې پۀ رنګونو رنګ شوم

اور د جهنم ته دې ارتاو شمه

بس خو چې ټيکاو پۀ يو پړاو شمه

دا د خپل پښتون خوي نه مجبور يمه

ځان ته چې رابرند شمه راتاو شمه

کۀ مې ژوند ګل و ګلزار دے پسرلے دے

اور پرې پورې شه چې ستا پکښې کمے دے

د حالاتو چورلک داسې کانې وکړې

چې خپل ځان راباندې هم پردے پردے دے

د شنو کاڼو نه د مينې نظر غواړي

د روښان د زړۀ زور ډېر دے ليونے دے

د بادار او دار قيصه تمامه نۀ ده

لا د سر سردار قيصه تمامه نۀ ده

بيا پښتون ته چې کوم ډول او ډالۍ ښکاري

ناوې نشته پۀ کښې تشه کيجاوه ده

دا وې د روښان صاحب د شاعرۍ نه څو نمونې ـــ دا ټوله شعري مجموعه د زورور شعري هنر او د هغوي لوړ فکر دلالت کوي خو د شعر د پاره د عمل ضرورت او د دغه عمل ضرورت زمونږ قام او اولس ته ډېر دے خو چې پۀ دغه شعرونو کښې کومې اولسي او قامي ستونزې رامخې ته کړې شوې دي، د دې د پاره د عملي مبارزې ضرورت دے او عملي مبارزې د پاره مرکه او جرګه مهم کردار ادا کولے شي. روښان ایسپزے هم دغه قامي مرکو او جرګو ته پامته داره ښکاري. د هغوي د رڼا د خوب تعبير هم دغه سياسي قامي او اولسي جرګه مرکه او مبارزه ده.

باید چې پښتانۀ لوستونکي د “رڼا خوب” ولولي. زۀ خپلې خبرې د روښان صاحب پۀ دې شعرونو پایې ته رسوم:

زما زړۀ زما ځيګر دے چې انسان دے

محبت زما مذهب زما ايمان دے

چې د ظلم جام پۀ هر ځاے کښې نسکور شي

زما دغه سياست دغه ارمان دے

د يو ګل د خوشبویۍ پۀ تصور کښې

روښان بيا چرته ورک شوے لۀ خپل ځان دے

=======

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …