ما بدل واخستو (افسانه) – پروفېسر اسير منګل

نن بيا د بادام پۀ کلي کښې يوه لويه هنګامه وه او د نزدې لرې کليو نه خلق ډېر پۀ قهر او غضب راچلېدلي وو. د هر چا سره پۀ لاس کښې مشين ؤ او پۀ ملا ئې دمړدکيو يو بند ؤ، چې ورسره ئې تېرې چاړې هم ټومبلې وې. يو څو مضبوطو ځوانانو يو تنکے زلمے چې ايله ئې شونډه شنه شوې وه لکه دپسۀ راګېر کړے ؤ. هغۀ يو بل ته منتونه اوزارۍ کولې …

“دخداے خاطر وکړئ زۀ بې ګنا يم، زۀ نن ايله پوهنتون نه راغلے يم”.

خو د هغه دغه غږ به د خلقو پۀ غوربوړ کښې داسې ورک شو لکه چې اوبۀ پۀ شګو کښې ورکې شي. پۀ هغه د لتواو سوکانو باران ؤ، هغه يو خوا بل خوا پۀ وار خطائۍ کتل . کله بۀ ئې بره اسمان ته وکتل چې ګينې د خداے رحمت پۀ جوش کښې راشي اؤ هغه د ظالمانو نه خلاص کړي . د هغه نۀ پۀ سر ټوپۍ وه اؤ نه ئې پۀ پښو څپلۍ وې. پۀ راښکلو راښکلو د هغه د غاړې نه خت هم وتے ؤ، د هغه ګناه دا وه چې هغه د مخالفې ډلې غړے ؤ او دا ګناه د هغه د وژلو دپاره پوره وه. د ګڼې نه يو غوريز پورته شو.

“هلکه بادامه راؤځه کنه —– د خپل ورور ودان، بدل واخله”

ودان د بادام کشر ورور ؤ، پېښور پوهنتون کښې د طب زده کؤونکے ؤ. کله ئې چې د اخري کال امتحان ورکړو نو ډېر زيات خوشحاله ؤ، د هغه باور ؤ چې هغه به ټول پوهنتون کښې پۀ ښو نمبرو بريالے کېږي او دا خواهش ئې څه داسې ډېر ګران هم نه و ځکه چې هغه پۀ تېرو څلور کالونو کښې دهر چا نه ښې نمبرې اختسې وې. د امتحان نه پس هغه د خپلې مينې ٬سيالۍ، سره وليدل او ورته ئې ووې چې هغه اوس خپل کلي ته ځي او بېرته به هله راځي چې کله ئې نتيجه اوځي . سياله د هغه نه د طب پۀ زدکړه کښې دوه کاله وروستو وه. هغې چې د ودان دا خبره واورېده نو لږه غلې شوه اؤ بيا ئې ووې!

“ودانه ستاسو علاقه ډېره خطرناکه ده چرته تاته څوک . . .

“يه لېونۍ ما خو د چا ملاسته غوا هم نۀ ده پاڅولې، ماته به څوک څۀ وائي”، ودان د سيالې خبره پۀ نيمه کښې ووهله .

ودان چې کله خپل کلي ته رانزدې شو اؤ ګاډے ئې د مخالفې ډلې پۀ کلي ورغے نو مخکښې سړک باندې غټې غټې تيږې پرتې وې. دۀ چې څنګه برېک ونيولو نو هغه ساعت ورته د خپلې مينې هغه خبره را ياده شوه. . .

“ودانه ستاسو علاقه ډېره خطرناکه ده، چرته تاته څوک—–“

دې کښې يو څو وسله وال کسان مخې ته راغلل چې دۀ ښۀ پېژندل . يوكس پۀ زوره ووئيل— هلکه راکوز ئې کړئ د بر کلي د ملک سپين ګل زوے دے — ګورې چې خلاص درنه نۀ شي.

بادام پۀ کور کښې د خپل ورور ودان د راتلو انتظار کؤلو هغه د خپل ورور د سيالې سره د مينې نه هم خبر ؤ، او هغه سره ئې دا لوظ کړے ؤ چې کله ودان ډاکټر شي نو د سيالې رشته به هغه ته ضرور غواړي دا وخت هغه د خپل ورور د وادۀ پۀ حقله سوچونه کؤل. د ودان سبق نور ختم شوے ؤ، او هغه سره اوس د وادۀ ژمنه پوره کؤل وو…… ودان د ډېرې مودې پس کلي ته را روان ؤ. څلور كاله خو ددهٴ د كلي لاره د ترهه ګرو پۀ قبضه كښې وه او د هغوي د اجازت نه بغير مرغۍ هم الوت نه شو كولے او اوس څو ورځې مخكښې دا لاره د تګ راتګ دپاره ازاده شوې وه…. کور کښې هر څوک کۀ يو خوا د دۀ پۀ انتظار وو نو بلخوا د خوشالۍ نه په جامو کښې هم نۀ ځائېدل ځکه چې ودان ډيره موده پس کلي ته راروان ؤ. ودان هم خوشاله ؤ ځکه چې ودان په خپل کلي اولس هم مئين ؤ خو هغه ته څۀ پته وه چې د هغه دا خوشالي ډېره مختصره ده او ډېر زر به هغۀ نه د ژوند خوشالۍ وتروړلې شي.

كلي کښې يو ناڅاپه ويرونه ژړاګانې شوې ،خبر راغے چې د كوز كلي خلقو ودان تښتولے دے . يو دوه اوونۍ خو هېڅ پته ونه لګيده…… او بيا ټيک يوه مياشت پس کلي والو د ودان پۀ وينو کښې خړوب مړے رادننه کړو، بادام لکه دلېونو چغې کړې . . .

وروره دا چا؟ دا پۀ څۀ؟

اؤ نن د مخالفې ډلې يو بل دپوهنتون زده کوونکے زلمے د بادام دکلي والو پۀ قبضه کښې ؤ اؤ خلقو چغې وهلې!

هلکه بادامه راؤځه ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ د ورور بدل واخله . . .

بادام چې دا غږونه واورېدل نو زړۀ ئې ودرزېدو، سترګې ئې اول سرې شوې اؤ بيا ور کښې غټې غټې اوښکې راغلې. د ودان سور کفن ئې مخې ته ودرېدو او زړۀ کښې ئې تېر شول کله به وي چې زۀ د ودان د وينو بدل واخلمه اؤ نن هغه ورځ راغلې وه.

هغه چې دکور نه راووتو او د كوز كلي زلمے ئې د خلقو پۀ لاسونو کښې لکه دخوارې مرغۍ ګېر وليدو نو چغه ئې کړه…

ښه نو تا زما ورور وژلے دے؟ د هغه دمخ نه اور ورېدۀ.

نۀ نۀ كاكا۔ ۔ ۔ ۔ ما قتل نه دے کړے، زۀ خو دتماچې پۀ چل هم نۀ پوهېږم

اؤ بيا بادام لکه دلېونو پۀ خړت خړت وخندل ۔ ۔ ۔ ۔ ايله اوس پۀ ګوتو راغلې. ظالمه زما ودان تاسره څۀ بد کړي وو هن!

دخداے روي ومنه زۀ قاتل نۀ يم ۔ ۔ ۔ ۔ زلمي پۀ چغو چغووژړل .

غلے شه، يو کس ورله پۀ تشي کښې يو سوک ورکړو— ودان خو هم د پوهنتون طالب علم ؤ، د هغه څه ګناه وه چې ستاسو خپلوخپلوانو ټوټې ټوټې کړو۔ ۔ ۔ ۔ او صرف پۀ دې چې د هغه لاره جدا وه.

ماته هېڅ پته نشته زۀ بې ګنا يم ۔ ۔ ۔ ۔ زۀ خو کال پس پېښور نه راغلے يم.

ګڼه ډېره زياته وه، کلي وال ټول ډېر پۀ قهر او غضب اخته وو د هر چا دا ارمان ؤ، چې يوه يوه ګولۍ د دې زلمي پۀ سينه کښې سړه کړي چې ثواب وګټي . د هغوي دا عقيده وه چې دمخالفې ډلې د سړي پۀ وژلو کښې ډېر ثواب وي. بادام به کله ځان ته کتل، کله به ئې پۀ تصور کښې خپل مړ ورور ودان ته کتل اؤ کله بۀ ئې هغه زلمي ته کتل اؤ کله به ئې قهرېدلي کلي والو ته ۔ ۔ ۔ ۔ دکلي والو دا يقين وشو چې بادام د ودان غم بې وسه کړے دے، هغه لېونے شوے دے، نور کله به ئې هر وخت د ورور د بدل خبرې کولې ولې نن چې د هغه پۀ وړاندې دمخالفې ډلې زلمے لاس تړلے ولاړ دے هغه کله يو څۀ وائي او کله بل څۀ ۔ ۔ ۔ ۔

دګڼې نه يو بل درون قهرېدلے غږ پورته شو!

هلکه بادامه که تۀ څۀ نه شې کولے نو کلي ته اجازه ورکړه چې هغه دې د ورور بدل واخلي.

نۀ نۀ ۔۔۔! تاسو به بدل نۀ اخلئ ۔ ۔ ۔ ۔ بادام چغه کړه!

زۀ به پخپله ددې زلمي وينه تويوم ..پخپله ۔ ۔ ۔ ۔!!

نو بيا ډز کوه ۔ ۔ ۔ ۔! هن دا کلاشنکوف واخله ۔ ۔ ۔! ګورې څه له!

بادام چې ټوپک وکتو نو زړۀ کښې ئې تېر شول ۔ ۔ ۔ ! ښه نو دا هغه ټوپک دے چې کوم ودان وژلے ؤ؟

يا هلکه بادامه دا پۀ تا څۀ وشول ۔ ۔ ۔ ! يو بل قهرېدلے غږ پورته شو.

راکړئ ماته زما د ورور قاتل— اؤ را کړئ دا ټوپک!

زلمي يو وار بيا پۀ منتونو اؤ زاريو بريد وکړو— خو خلقو پۀ سوکانو او پۀ کنځلو غلے کړو.

اوس پۀ غونډه کښې يوه ژوره خاموشي خوره شوه. کلي وال ټول پۀ تماشه وو، خوشے ځنګل ؤ، يواځې د هوا شغ شغ اؤ دکارغانو کاغ کاغ اؤ د زلمي نرے نرے فرياد اورېدے شو. پۀ يوه فاصله د كلي بامونه هم ښكارېدل چې پۀ سرونو ئې ښځې ولاړې وې. د هغوي زړونه درزېدل چې اوس به كومه يوه ښځه بوره کېږي ……د چا د زړۀ ټوټه به پۀ بارودو سېزلے کېږي …. زلمے لکه دتړلي پسۀ د بادام مخې ته پروت ؤ، يو کس ورباندې خوله وتړله او مخ ئې ورله پټ کړو او اوس خو څۀ دغضب خاموشي جوړه شوه چې دې کښې بادام پۀ يو وار څۀ کم دېرش ګولۍ د مشين نه وويستې پۀ فضا کښې دبارودو بوئي خور شو. خلق حېران دريان ولاړ وو د مخالفې ډلې زلمے ئې پۀ دوړې او لوګي کښې سهي کولو. بادام ټوپک وغورځولو، زلمے ئې پۀ غېږ کښې ونيولو اؤ پۀ بړق بړق ئې وژړل .

اے خلقه، زۀ بل ودان نۀ وژنمه ……زۀ بل ودان نۀ وژنمه….. تاسو ځئ خواره شئ –او په زوره زوره ئې چغې کړې . . .

“مابدل واخستو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *