پاکستان ګروتهـ رېټ 2020 د اېشین ډولپمنټ بېنک لۀ خواراتلونکي کال د پاره پېشن ګوئي – لطیف اورکزے

 

پاکستان، بې د څۀ مبالغې، دا وخت د خپل تاریخ پۀ یو داسې پړاو ولاړ دے، څنګه چې ئې ټول ژوند تېر شو – خو چې کله نه جوړ شوے، یا دا خطره کښې وي او یا اسلام، ځکه خو هر وخت د جنګ حالت کښې وي. کله چې داسې خطرې وي او د جنګ حالت وي نو هلته به د اولس، د سماج او د خاورې پرمختګ د پاره څۀ ګام پورته کړے شي او ملک به څۀ پۀ خپلو پښو ودرېږي.

دې تېرو لنډو ورځو کښې د پاکستان ټي وي یوه چغه وهي چې سټاک اېکسچېنج پۀ بره روان دے، والوتۀ. مونږ ګورو چې اولس پۀ ټوک نمړۍ پسې حېران دے، خلق د پلار نیکۀ د وخت روزګارونه پرېږدي، کارخانې پۀ یو اېړ بندېږي، خلق خپل کاروبارونه منتقلوي، د بهر نه د انوسټمنټ رپورټونه ځکه هم پۀ میډیا “مثبت” راځي چې پۀ ‘اکنامک اېډوائزري کمېټۍ’ او ‘نېشنل ډوېلپمنټ کونسل’ کښې جنرل باجوه غړے دے، کۀ دا ډال ورسره نۀ ؤ نو میډیا به هم سم حالات مخې ته راوړي وو.

د نورو ډېرو ستونزو چې پاکستان د خپلې خارجه او داخله پالیسۍ تر مخه ځان ته ودرولې دي، یوه ستونزه د اېف اے ټي اېف (FATF) هم ده – پاکستان وائي چې زۀ به د فرورۍ پورې دې نه ځان خلاص کړم، خو خداے دې وکړي. دلته خو د یو اېکسټنشن د لاسه چاپېره هر څۀ جړقېدل او د څلور څلوېښتو کابینې نوټیفیکېشن هله سم کړو چې جرنېل صاحب لاړو او پۀ ‘مشاورت’ کښې کښېناستو.

زۀ دلته د اېشین ډوېلپمنټ بېنک څۀ اعداد و شمار وړاندې کوم چې د کال 2014 نه د کال 2019 پورې دي – سره د دې چې اٰرمي چیف صاحب هم پۀ اقتصادي کمېټۍ کښې دے، د اٰئي اېم اېف او ورلډ بېنک ملازمین هم پۀ ډیپوټېشن د سټېټ بېنک او تجارت محکمې ته راوستے شوي دي، دغه اعداد و شمار پۀ روانو حالاتو نظر کښې ساتلو سره د 2020 پېشګوئي هم کوي چې غوني ځیږوي.

د جي ډي پي دغه شماریات او پېشګوئي د نظره تېر کړئ او فېصله وکړي چې ملک پۀ مسلسل ‘ګردش’ کښې دے کۀ نۀ دے!!!

انډیا 7.4%

بنګله دېش 7.3%

بهوټان 6.1%

سريلنکا 6.0%

پاکستان 5.0%

نیپال 4.1%

مالدیپ 4.0%

افغانستان 2.7%

درې کاله چې د الېکشن انجنئیرنګ د پاره ولګي او بیا د اېکسټنشن چل یو کال کښې زده کوي نو چې 2021 کښې به څۀ حال وي؟ دې حالاتو کښې خو څوک وَاللهُ مُسْتَعَان هم وئيلے نۀ شي.

جي ډي پي (Gross Domestic Product) یوې ټاکلې موده کښې د ملک دننه د تیار شوو سامانونو او خدماتو معدني قدر دے. دا د یو ملک د خلقو او کمپنیو پۀ ځائي کچه د تیار شوو مصنوعاتو ټول قیمت وي. دا د وخت سره بدلېږي او حکومتي پالیسۍ پرې اېغ پۀ نېغ اثر اندازه کېږي.

 

دا هم ولولئ

الف جان خټکه:یو تاریخ ساز شخصیت – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

پۀ څوارلسم ستمبر کال 2019 پۀ سوشل میډیا باندې د ډاکټر سهېل خان لۀ خوا …