ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک، ژباړه: پښتون

د پاکستان وزير خارجه خواجه اصف "د کور د صفايۍ" پۀ خبره دوه ګامه نور وړاندې تلے دے او پۀ ډاګه ئې وئیلي دي چې حافظ سعيد او حقاني نېټ ورک زمونږ "اثاثې" نۀ بلکې د غاړې غُر او د سر بوج دے چې ځان دې بوج نه خلاصولو د پاره به وخت لګي.

د دې نه مخکښې پۀ امريکه کښې (ايشيا سوسائټي نيويارک) ته پۀ خپله وېنا کښې هغۀ خپلو امريکائي کوربنو ته دا خبره ور برغه کړې وه چې نن تاسو د کومو ترهګرو پۀ مرسته زمونږ سترګو کښې ګوتې ټومبئ، پرون تاسو هم د دوي سره ولاړ وئ.

د ترهګرۍ پۀ حواله د خپل زوړ دریځ نه او خصوصاً د حقاني نېټ ورک پۀ حواله دا د پاکستان یو ډېر مهم پېش رفت دے. پاکستان چې اول به د دوي پۀ پاکستان کښې وجود نه انکاري ؤ، نن ئې وزیر خارجه پۀ خپله د دوي نه د ځان خلاصولو د پاره مهلت غواړي (دا دې هم یاده وي چې نن دوي څۀ ناسور ګڼي، پرون پورې به ئې ورته پۀ ډېر ویاړ خپلې اثاثې وئیل).

خواجه اصف پۀ دې حقله صحيح نشاندهي کړې ده چې امريکيانو ته ئې د حقانيانو سرپرستۍ کولو سره سره د امریکې لۀ خوا د افغان مجاهدينو مرسته او ملاتړ هم پۀ ګوته کړل. د حافظ سعيد لشکر طيبه د دې هر څۀ نه جدا قصه ده. هغه اوس اوس پۀ افغانستان کښې خپلې پښې ټينګې کړې دي حالانکې دا پۀ اصل کښې د هندوستان پۀ محاذ د جنګ د پاره ايجاد شوے ؤ.

 

د خواجه اصف لخوا دې نکتې ته واپس اشاره د زړۀ راکښون نه خالي نۀ ده ځکه چې د دې ناسور سرپرستانو دا چرې هم نۀ
غوښتل چې د دې قسم مسئلو پۀ حقله بحث د پاکستان د سياست موضوع جوړه شي او غوښتل ئې چې سياسي مناظرې محض د پانامه ليکس پورې محدودې وي (هغه هم د نواز شريف يا د هغۀ د خاندان پورې(. د احتساب لوبه نۀ صرف ددې د پاره تخليق شوې وه چې وزير اعظم نواز شريف (چې اوس پخوانے ياديږي) پۀ سياسي لحاظ ختم کړي څوک چې د خپلو ګاونډیانو ملکونو سره د تعلقاتو عادي کولو پامته دار ؤ بلکې بل هدف ئې دا هم ؤ چې د انتهاپسندۍ او ترهه ګرۍ غوندې حقيقي مسئلو پۀ حقله بحث هم د سياسي مباحثو نه بهر وساتي. کۀ مونږ د تېرو څو کلونو اخباري سرخيو او د ټيليويژن مکالمو باندې نظر واچوو نو دا کوشش پۀ مجموعي توګه ډېر مؤثر ثابت شوے دے.

داسې پۀ اوړو کښې د مالګې برابر هم نۀ دي شوي چې یو سياسي تجزیه نګار به د نېشنل اېکشن پلان د نفوذ پۀ حقله کوم سوالونه را اوچت کړي وي. حالانکې پۀ دسمبر 2014ز کښې چې کله یو ټول ګوندیز کنفرانس کښې د دې پلان منظوري ورکړې کېده نو دا وئیلے شوي وو چې انتهاپسندۍ او ترهګرۍ د ملک بقاء خطرې سره مخ کړې ده. پۀ هر حال پۀ اٰرمي پبلک سکول پېښور کښې د شوي قتل عام نه پس چې کومه بيانيه د ترهګرۍ پۀ ضد ترتيب شوې وه، هغه د ترهګرو منځ کښې د "ښۀ" او "بد" د تفريق پۀ ځاے ساتلو لۀ کبله باقي پاتې نۀ ده. د احتساب پۀ نوم د مر چکيدارو موادو پېش کولو پۀ وجه نېشنل اېکشن پلان او د ترهګرۍ پۀ ضد د بیانیې غوندې سنجیده موضوعات ډېر پۀ هنر د ملکي سياست د بحث موضوع نه غاړې ته کش کړے شول. مونږ وینو چې د پانامې او اقامې  ډرامې پۀ ډېرې کاميابۍ سره پۀ ميډيا باندې سنجیده مسئلې د اولس سترګو نه پټې کړې.

مسلسل دهشتګردانو ته معافۍ ورکول، هغه پرېښودل او پۀ هغوي سترګې پټول کومه نوې خبره نۀ ده.هسې هم د9/11 نه پس د جنرل پروېز مشرف پۀ "روښانفکره اعتدال" کښې ښۀ طالبان محفوظ کړے شول. د یوې عامې قومي بیانیې د پاره عموماً او د انتها پسند عسکریت پۀ حواله خصوصاً د بیانیې تشکیلولو د پاره غېبي رياست پۀ ميډيا باندې خپل ګرفت ټينګ ساتلو کښې خاطرخوا تجربه لري. دا بیانیې بڼل او ګنډل د ځنې عسکریه "تجزیه کارو" کُل وقتي روزګار دے.

داسې حالاتو کښې چې لا خلق د پانامې او اقامې د "جهادي"  ډرامې پۀ ننداره کښې ورک دي، "جهادي اثاثو" ته "ناسور" ولې ووئیلے شو؟ دا پۀ حقيقت کښې پۀ عالمي کچه هغه تبديلۍ دي چې سياسي قيادت پۀ دې مجبوروي چې ملک کښې د روانې انتهاپسنده عسکريت پسندۍ مخه ونيسي. د افغانستان او پاکستان پۀ حقله د صدر ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژۍ او د بريکس (BRICS) د غونډې اعلاميې نه پس پاکستان پۀ دې حقيقت پوهه شو چې د عسکريت پسندۍ اثرات يوه داخلي مسئله نۀ ده بلکې دا د ټولې منطقې او دنيا د امن د پاره خطره ده. ډېر نور ملکونه چې پکښې د پاکستان خواږۀ دوستان هم شامل دي، نور د پاکستان لۀ خوا د "ښۀ دهشتګردو" مفکوره نۀ اوري. نن ملک د يو ډېر اهم انتخاب سره مخ دے، يا خو به دې ناسور نه ځان خلاصوي او يا به بيا مکملې تنهایۍ ته ځان نيسي.

د عسکريت پسندۍ پۀ حواله د سياسي ګوندونو د موقف پۀ اړه سوالونه موجود دي. غټ سياسي ګوندونه یوې اوږدې مودې پورې  پاکستان کښې د ترهګرۍ د وجود نه انکاري وو. پۀ زرګونو پاکستانيان ترهګرو وژلي وو خو بیا هم د ښي لاسي سياسي ګوندونو اکثريت به عموماً دا وئېل چې د ترهګرۍ خلاف جنګ د پاکستان جنګ نۀ دے. دا خو پېښور کښې پۀ اٰرمي پبلک سکول د خونړۍ واقعې نه پس دغه ښي لاسو ګوندونو هم ټول ګونديز کنفرانس کښې نېشنل اېکشن پلان منظور کړو. د دې پلان منظورۍ نه پس هم پاکستان تحريک انصاف انتهاپسندۍ او ترهګرۍ له شکست ورکولو د پاره د سنجیدګۍ او عملي ګامونو پورته کولو نه ډډه او تېښته کړې ده. مسلم ليګ (ن) هم پنجاب کښې د انتهاپسنده عسکريت پسندو خلاف د کوټلې او مؤثره کاروایۍ پۀ لړ کښې پاتې راغلے دے. پنجاب کښې خو د څو ووټونو د پاره پۀ انتخاباتو کښې ځنې صوبائي وزيرانو عسکريت پسندو څخه د مرستې او ملاتړ پۀ هیله راز او نياز هم لرلو. خو داسې ښکاري چې اوس حکومت د خپلو مفاداتو د پاره هم پۀ دې ناسور نور د سترګو پټولو توان نۀ لري. د داخله چارو د وزير لۀ الېکشن کمېشن ته د هغو انتهاپسندو ډلو اندراج څخه ډډه کولو د پاره لیکلے شوے خط یو برمحل اقدام دے چې د سياسي پارټۍ پۀ نوم خپل فعاليت جاري ساتل غواړي. دې سره د هغو خلقو پۀ اميدونو خاورې واړوېدې چې د پُر امنه سياسي ګوندونو پۀ شیروانۍ کښې  ئې دغه ناسورونه ژوندي ساتل غوښتل.

خواجه اٰصف د دنيا نه پۀ متشدده عسکريت پسندۍ قابو بياموندلو د پاره مهلت غواړي. پۀ هر حال، پاکستان ته د یوې داسې سياسي ارادې ضرورت دے چې د 1980ز لسيزې څخه روانه دغه جهادي پروژه راونغاړي. د ترهګرۍ د دې ناسور پۀ ضد د پاکستان د اولس او امنیتي ځواکونو جرأت مندې قربانۍ د شک نه بالاتره دي خو رياست (يا د ریاست مؤثره برخه) د دې مسئلې ځېلې ته لاس ور وړلو نه څنډه کوي. د مثال پۀ توګه نصاب څخه د متشدد موادو د ختمولو پۀ لړ کښې پرمختګ د نيشت برابر دے. هم دغسې چې نصاب کښې څۀ اصلاحات د پښتونخوا پۀ تېر حکومت کښې رائج شوي وو، د پاکستان تحريک انصاف مشرۍ کښې "د جماعت اسلامي حکومت" هغه ټول اصلاحات پۀ شا وتموبل. د مدرسو اصلاحات اوس هم ناشوني دي او اوس هم هر کال پۀ ګڼ تعداد کښې محدود، مخصوص او متشدد ذهنونه دغه مدرسو کښې تیارېږي.

پۀ علاقائي سطح د طالبانو نفوذ نه بغېر د افغان طالبانو ملاتړ هېڅ امکان نۀ لري. قبائیلي سیمې اوس هم ریاستي نظام نه شوکېدلې پرتې دي. د کالعدم تنظيونو کارمندان متشدده سرګرمۍ جاري ساتلو د پاره اوس هم اعلاناً چندې راغونډوي. چیف اٰف دي اٰرمي سټاف جنرل باجوه هم پۀ جار دا ختمي خبره کړې ده چې جهاد د رياست کار دے، خو دا حالت به هله واضح شي چې کله د غېر رياستي عناصرو جهادي سرګرمۍ جرم اعلان شي او د پاکستان پۀ داخل کښې پۀ دې بندېز ولګوي.

باید مونږ د دې حقیقت ادراک ولرو چې کۀ تر اوسه ځنډېدلو نه پس هم پۀ نېشنل اېکشن پلان عمل وشي نو دا به د ملک بهترينو مفادو کښې وي. صرف اېکشن نېشنل پلان باندې عمل به مونږ د “Do More” مطالبه کوونکو د خولو نه وباسي.

دا هم ولولئ

De facto as De jure – افراسياب خټک

د سپریم کورټ  لهٔ خوا پهٔ پانامه کېس د راغلې فېصلې شالید کښې دا لیکنه …