د سلو ورځو پوسټ مارټم – عامر عالم

 

د پاکستان د انتخابي تاريخ د متنازعه ترین الېکشن پۀ نتيجه کښې پۀ وجود کښې راتلونکي د پاکستان تحريک انصاف وفاقي حکومت پۀ ملک کښې د سلو (100) ورځو دننه دننه د بدلون راوستو اعلان کړے ؤ او دغه اعلان د پاکستان تحريک انصاف مشر او پۀ موجوده وخت کښې د ملک وزير اعظم عمران خان د خپلې پارټۍ د سل ورځني پلان سره تړلے ؤ. حکومت دا دعويٰ لري چې هغوي خپل سل ورځنے پلان عملي کړے دے او حکومت تر دې دمه کاميابۍ سره خپل سفر جاري ساتلے دے. خپل دې مضمون کښې به مونږ نۀ صرف د حکومت د سلو ورځو د کارکردګۍ جاج اخلو بلکې د حکومت لۀ خوا اعلان شوي پلان کښې به د څو وعدو جاج هم اخلو د کوم نه چې عام اولس بې خبره دے.

د تحريک انصاف حکومت خپل وړمبے سفر سر ته رسولے دے او پۀ ملک کښې ئې د حکمرانۍ سل ورځې پوره کړې دي. د پاکستان تحريک انصاف حکومت خو هسې ددغه سلو ورځو لپاره اولس سره ډېرې لویې لویې وعدې کړې وې خو سياسي، معاشي، اقتصادي، داخلي سلامتيا، خارجه تعلقاتو سره سره پۀ نورو يو شمېر اړخونو کښې د اولس پۀ خوبونو د دهوکه کولو کوشش شوے دے. نن پۀ ملک کښې ګېس، بجلي عن تر دې چې روټۍ اخستل هم د عام سړي د وس نه بهر شوي دي او چې بيا هم د پاکستان تحريک انصاف د قيادت نه پۀ دې حواله پوښتنه وکړې شي نو هغوي دغه موقف لري چې دا مسئلې هغوي ته د تېر حکومت نه پاتې دي نو هغوي ځکه ناکام دي او عام اولس له ريليف نۀ شي ورکولے. د پاکستان تحريک انصاف حکومت چې عام اولس سره کومې وعدې کړې وې، هغې کښې “دو نهین اېک پاکستان”، د تاریخ مختصر ترین کابینې ساتل، شاهي او افسر شاهي خرچې کمول، د وزیرانو او ‘صالحې نېک عملې’ کابینې د پاره د سادګۍ د خپلولو لوظ، د ملک نه لوټ شوے دولت واپس راوړل، پينځو کالو کښې د پنځوس لکهه کورونو جوړولو لپاره فرېم ورک تيارول، کليوالو علاقو له بجلي ورکول، د وزير اعظم لۀ خوامیاشت کښې دوه ځله وقفه سوالات کښې د قامي اسمبلۍ ممبرانو له جوابونه ورکول، د وړو صنعتونو حوصله افزائي کول، د لس ټيکنيکل يونيورسټیو قيام پۀ عمل کښې راوستل، د فاټا پۀ مکمله توګه انضمام، د بلوچستان مرور سياسي قيادت مېز ته راوستل او د بلوچستان د محرومیو ازاله کول، ګاونډي ملکونو سره د ښۀ تعلقاتو لپاره پاليسي وضع کول، د وړو ډېمونو جوړول، د احتساب ادارې مضبوطول، پينځو کالو کښې د لس اربه اونو د لګولو منصوبه بندي کول، د شلو نوو سياحتي مرکزونو جوړول، پينځو کالو کښې د يو کروړ نوکرو ورکولو لپاره نېټ ورک جوړول، د صحت انصاف کارډ اجراء، جنوبي پنجاب نه صوبه جوړول، کراچۍ کښې ماس ټرانزټ سروس شروع کول، قېديانو زنانو له سهولتونه ورکول، د وسل بلور قانون نافذول، د مدرسو رجسټرېشن کول، پۀ ملکي کچه د خواندګۍ پروګرام شروع کول، د کشمير د مسئلې حل راویستل، د ماشومانو جينکو لپاره تعليمي وظيفې شروع کول، د ګرلز سکولز اپ ګرېډېشن، د زنانو لپاره د ځان له پوليس سټېشنو قيام پۀ عمل کښې راوستل او داسې د نورو يو شمېر منصوبو پۀ حواله عام اولس ته غېږه کښې د ګوړې چکۍ ایښودې شوې وې.

اوس دې زما د تجزیې نه مخکښې هر سړې پۀ زړۀ لاس کېږدي او ودې وائي چې ښاغلي عمران خان پۀ خپلو دغه وعدو کښې څومره وعدې سر ته رسولې دي کۀ د رواياتو ترمخه ئې پۀ دې وعدو هم يوټرن اخستے دے، ولې چې د هغۀ پۀ نزد خو ليډر د يوټرنو نه بغېر نۀ شي جوړېدے. کۀ د ملک د امن وامان صورت حال ته ګورو او کۀ اقتصادي حالت ته نوتاسو به پۀ هر محاذ کپتان پاتې راغلے وینئ ــــ مثال ئې د هغه فېل ماشوم دے چې بيا امپرومنټ ته هم اپلائي نۀ شي کولې.

د “دو نهین اېک پاکستان” ټولو نه وړومبے کېس د خاور مانیکا پۀ سر د پاکپتن د ډي پي او د معطلۍ د پاره د وزیر اعظم زړۀ ساتلو له د پنجاب د وزیر اعليٰ کارنامه وه چې ډېره زر مخې ته راغله. ورپسې د اعظم سواتي لۀ خوا پۀ یوه بې وسه کورنۍ د تشدد کولو او بیا دغه غریبانانو باندې تهاڼه کښې د شوي ټارچر قیصه مخې ته راتلو سره د “دو نهین اېک پاکستان” وعده سر وخوري. اوس خو دغه لړ کښې د جے اٰئي ټي راغلې فېصلې دغه خبره نوره هم سپینه کړه. دا یوه واقعه نۀ ده، د عمران خان د درېمې ښځې د یوې لور پولیس سره شوې واقعې نه علاوه داسې څو رپورټونه دې سلو ورځو کښې د اخبارونو سرخیانې شوې دي چې د “دو نهین اېک پاکستان” د وعدې جنازه پکښې وتلې ښکاري.

د کومې وړې صالحې نېک عملې کابینې اعلان چې شوے ؤ، هغه کابینه کښې تر اوسه پورې درې ځله اېکسټنشن شوے او د اتۀ نوو وزارتونو قلمدانونه سپارلے شوي دي. خبر دا دے چې یو څلورم اېکسټنشن به هم کېږي اود پروېز الٰهي زوي ته به هم ډېر زر یو وزارت تفویض کړے شي!!! پۀ مختلفو محکمو کښې د مشیرانو لښکر داسې ټومبلے شوے دے او د صلاحیت او صالحیت خیال دومره ساتلے شوے دے چې د زلفي بخاري غوندې غبرګه نېشنلټي لرونکي او نېب کښې د مالي بدعنوانۍ پۀ کېس کښې ککړ او سپریم کورټ نه سزا یافته خلق هم مشیران ټاکلے شوي دي.

شاهي او افسر شاهي خرچې کمول داسې چې د ملک صدر پۀ ګلګت کښې د سرکاري خزانې پنځوس لکهه روپۍ صرف د ناشتې نه ځار کړې وې. د څلور مېښو خرڅ او د شل کروړه روپیو ګاډي پۀ نیمه بیعه د خرڅ نه علاوه پۀ رېکارډ څۀ شته؟ کۀ صرف دا وکتلے شي چې د سلو ورځو د کارکردګۍ د پاره پۀ دې نهه ویشتم نومبر اخبارونو کښې کوم اشتهارات چاپ شوي وو او پۀ وړومبۍ پاڼه د لکهونو روپیو د قیمت ځاے خالي پرېښودے شوے ؤ، نو دې نه به پته ولګي چې د ملک وسائل څومره بې دردۍ سره پۀ څومره سټوپډ اپروچ خرچ کولې شي.

د ملک د امنيت حال دا چې د اسلام اباد پۀ محفوظ ترینه پوش علاقه کښې د ‘دفاع پاکستان کونسل’ مشر او د جامعه حقاني مهتمم مولانا سمیع الحق پۀ چړو وهلے کېږي او پته ئې نۀ لګي.

يو حاضر سروس اېس پي د اسلام اباد نه بې درکه کېږي او د هغۀ تشدد زده لاش بيا پۀ افغانستان کښې موندلے کېږي!!! د اېس پي طاهر داوړ د ورکېدو خبر چې پۀ میډیا چلېږي نو د وزیر اعظم ترجمان افتخار دراني وائي چې طاهر داوړ خپل کور کښې د خپلو بچو سره دے، وزیر مملکت شهریار اپریدے وائي چې دا یوه حساسه مسئله ده او زۀ پرې خبره نۀ شم کولے، او د ملک د وزارت داخله قلمدان چې د ملک وزير اعظم لکه د محصول د چونګي ځان سره نیولے دے، هغه پرې هم صُمٌ بکمٌ!!!

پۀ ضلع اورکزئ کښې بمي چاودنه کېږي، پۀ کراچۍ کښې د چین غوندې دوست ملک پۀ قونصلګرۍ برید کېږي، د یو بل اوچت رېنک د بېوروکرېټ د اغواء خبر راځي او د امن یقیني کولو د پاره د سلو ورځو پلان بیا هم کامیاب دے؟

د سل ورځني پلان مطابق د ملک د لوټ شوي دولت د واپسۍ حال دا دے چې پلټنې وشوې نو دولت د بل چا نۀ بلکې د کپتان د خور پۀ نوم دوبۍ کښې راوځي او بيا وزير اطلاعات پۀ دغه بې نومي جائيداد موقف دا خپلوي چې دا دومره لويه مسئله نۀ ده، هغې خپل جائيداد ريګولرائز کړو. پۀ بهرنو ملکونو کښې د پاکستان د دولت د قیصې لنډ انجام دغه دے چې پۀ سوېس بېنکونو کښې کومه د دوه سوه کروړه ډالرو خبره کېدله، وزیر خزانه د هغې د واپسۍ متعلق د یو صحافي د سوال پۀ جواب کښې ووې، “دغه دروغ وو.” د سلو ورځو پۀ show کښې وزیر اعظم سره بې د دې نه هېڅ نشته چې مونږ د دومره ملکونو سره دې لړ کښې معاهدې وکړې.

د عمران خان او د هغۀ د کابینې د سقراطانو خپل منطق او د هغۀ د اعداد و شمار د ماهرینو د ‘ضربِ چلیپائي’ خپل نظر، خو کۀ پۀ یو کور لږې نه لږه خرچه د حساب ساده ساتلو د پاره لس لکهه وکړو نو د پنځوس لکهه کورونو د پاره به هندسه څۀ مخې ته راشي؟

ټول کورونه 5,000,0000

یو کور باندې خرچه 1,000,000

پۀ پنځوس لکهه کورونو خرچه 5,000,000,000,000

حال دا دے چې وزیر اعظم او د هغۀ د کابینې ټولې صالحه نېک عمله غړي چغې وهي چې مونږ سره د تنخواګانو ورکولو د پاره پېسې نشته!!!

کۀ کور د لسو لکهو هم شي نو یو دیاړیمار، یو چابړي واله، یو مزدور به د دغه کور اخستلو توان ولري؟ ځکه چې د ملک د وسائلو نه خو دغه د پنځوس کهربه روپیو لګول ناممکن دي، ښکاره خبره ده چې دې د پاره به د انوسټرانو نه مرسته اخستې کېږي ـــ اٰیا انوسټران به د ګټې سوچ نۀ کوي؟

وزیر اعظم میاشت کښې دوه ځله اسمبلۍ ته د ممبرانو د سوالونو د جوابونو ورکولو د پاره د راتلو وعده کړې وه خو د هغې ورځ نه پس ئې اسمبلۍ ته مخ قدرې ښکاره کړے نۀ دے چې کله نه ئې د سعودي عرب نه واپس تشريف راوړے دے. جمهوري رویه خو دا وه چې وزیر اعظم پارلېمنټ پۀ اعتماد کښې اخستے ؤ، ولې پۀ دغه بهرنو دورو هغه پارلېمنټ پۀ اعتماد کښې اخستل نۀ غواړي او ځکه ئې دوه میاشتو پورې اسمبلۍ یا پارلېمنټ ته د راتلو نه معذرت کړے دے. پۀ دغه معاهدو کۀ هغه پارلېمنټ اعتماد کښې اخلي نو بيا خو به دا هم وائي چې پاکستان ئې څو څو ځايه ګاڼه کړے دے، چا چا سره ئې ګاڼه کړے دے او پۀ څۀ څۀ ئې ګاڼه کړے دے.

د سلو ورځو پۀ پلان کښې د لس ټیکنیکل یونیورسټیو لاپه هم وه. پۀ دې خبره نۀ کوو. داسې خېبر پښتونخوا کښې هم ګورنر هاوس نه لائبرېري او د وزیر اعليٰ کور نه سېکرټرېټ جوړول وو. اوس هم د ګورنر هاوسز د اولس د پاره د پرانستو خبرې کېدې او کۀ اخبار کښې ئې ووینئ نو تصویرونه هم د دې راځي. سوال دا دے چې د کوم مقصد د پاره دا هر څۀ کېدل؟ ایا هغه مقصد پوره شو؟ تر دې دمه خو لا د دغه یونیورسټیو د جوړولو پۀ باره کښې د میټنګ خبره هم قدرې نۀ ده شوې.

پۀ ملک کښې د امن و امان د صورت حال حقیقي معنو کښې ښۀ کولو او د اقتصادي پرمختګ لارې پرانستلو د پاره صوبه خېبر پښتونخوا سره د قبائیلي سیمو انضمام یوه لویه ګټه وه. هر څو کۀ د صوبو، مرکز او سېنټ نه دغه انضمام بل پاس کړے شوے دے، اوس هم عملاً پۀ مېدان نۀ څۀ ښکاري او نۀ څۀ توقع کېدې شي. توقع ځکه نۀ شي کېدے چې نوي حکومت کله د صوبې د پاره انټرم بجټ پېش کولو نو دغه نوو ضلعو د پاره ئې پکښې یوه ادېله هم نۀ وه ایښې. عوامي نېشنل پارټۍ دغه بجټ هم پۀ دغه جواز مسترد کړے ؤ. پېښور هائي کورټ چې د اېف سي اٰر پۀ یو نوي شکل کښې دغه علاقو باندې د نافظ کولو د پاره کوم ‘انټرم ګورننس اېکټ’ معطل کړے ؤ، دې نوي حکومت د هائیکورټ هغه فېصله هم پۀ سپريم کورټ کښې چېلنج کړې ده او دې نه ثابتېږي چې د سلو پلان کښې یو منصوبه هم د زمکني حقائقو پۀ اساس نۀ ده.

د بلوچستان ګیلې ورځ پۀ ورځ لا پۀ زیاتېدو دي. حکومت د ففتهـ جنرېشن وار پۀ تهیوري دغه ګیلې بلېک مېل کولې نۀ شي. د حکومت ترجیحات نور څۀ دي؟ د ملک اېګزکتیو یعني وزیر اعظم پۀ قرضونو او چندو پسې لالهانده ګرځي، چیف جسټس د ډېمونو جوړولو د پاره چندې کوي، د اٰرمي هېډ کوارټر د ففتهـ جنرېشن وار تبلیغ کوي ـــ سیاسي اوازونو ته احتساب کمېشن پۀ خولۀ لاس ایښي دي. میډیا د سنسرشپ د بدترین دور نه تېرېږي. دې حالاتو کښې پۀ کراچۍ کښې د چین پۀ قونصلګرۍ د حملې قبولو سره مبینه بي اېل اے وښودل چې اوس به د بلوچستان نه بهر هم کاروایانې کېږي. پۀ راروانو څو ورځو کښې د بلوچستان نېشنل پارټۍ د اختر مېنګل لۀ خوا حکومت یو بل تناو سره مخ کېدونکے دے. یاده دې وي چې بلوچستان کښې اختر مېنګل د حکومت سره د اتحاد د پاره ‘شپږ نکات’ کښې د جبراً بې درکه شوو پینځۀ زره یو سل او درې ویشت (5,123) کسانو د معلوماتو نکته هم ایښې وه او د سلو ورځو د پلان سر ته رسېدو نه څو ورځې وړاندې اختر مېنګل خپل تحفظات څرګندولو کښې وئیلي وو چې د هغۀ د مسنګ پرنسز پۀ شمول یوې مطالبې باندې هم سنجیدګۍ سره غور نۀ دے شوے. د دې مطلب دا وځي چې د بلوچستان د سیاسي مشرانو د اعتماد ګټلو یوه بله موقع هم لۀ لاسه لاړه.

د ‘جنوبي پنجاب’ یا ‘سرائیکستان’ د پاره چې پۀ یوه ورځ کوم د مرغیو سېل تحریک انصاف ته راغلے ؤ، ایا تر نن ورځې چا دغه لړ کښې کومه یادګیرنه، کوم میټنګ یا کوم تجویز لیدلے دے؟ کراچۍ کښې د ماس ټرانزټ د پاره شوے لوظ هم هېر واخلئ. هسې هم پېښور کښې د بي اٰر ټي انجام ته چې وګوري نو د سندهـ خلق به خپله د ماس ټرانزټ منصوبې نه تېښته وکړي. د مدرسو د رجسټرېشن وعده د مولانا فضل الرحمان پۀ لاس کښې ده او د عمران خان او د هغۀ د تحریک انصاف کومه بچګانه او غېر جمهوري رویه چې مولانا صاحب هر وخت غندي، دې حالاتو کښې ګمان نشته چې روانو پینځۀ کالو کښې هم حکومت دې لړ کښې څۀ قدم پورته کړے شي.

د ‘یو ټرن’ فنامینه د یوې فلسفې پۀ حېث د متعارف کولو پۀ غېر سنجیده اقدام هم فخر کوونکي عمران خان او د هغۀ د ډلې تحریک انصاف د سلو ورځو پلان او وعدو باندې خبره کول به د وخت زیان وي. د سلو ورځو د پلان پوسټ مارټم کښې زمونږ وړاندې د حاجي کېمپ نه حیات اباد پورې اوږد د یوټرنو لسټ پروت دے. هغه ورځ لرې نۀ ده چې پۀ دې ملک عمران خان مسلط کوونکي هم د عمران خان نه وېزاره شي. تر دې هغوي د پاره هر څۀ ټیک روان دي.

 

دا هم ولولئ

مثالي پولیس او روایتي سیاست – عامـر عالم

“پۀ خېبر پښتونخوا کښې د پوليسنګ پۀ نظام کښې ښکاره بدلون راغلے دے ـــ خېبر …