پۀ خپل وطن کښې اجنبي: زمونږ ویدۀ توب او د دوي ویښتوب – اوېس کمال

زما لۀ نظره چې څومره هم د کلونیل دور برطانوي زاړۀ اخبارونه تېر شوي دي او هغې کښې چرته هم د سرحدي صوبې (اوسنۍ پښتونخوا) ذکر راغلے دے نو د برطانيې ټولو اخبارونو کښې د پښتنو پۀ اړه یوڅو ټکي هر اخبار کښې یو شان راغلي دي لکه ‘wild Pathan’ “ځنګلي پښتانۀ”،’fierce looking’ “خونخوار لیدونکي” او یا .“barbarian” “وحشي پښتانۀ.”

لکه څنګه چې د پاکستان لبرلان د برطانوي استعمار هند ته راتلل د هند خلقو د پاره احسان ګڼي او وائي چې د پېرنګي استعمار هند ته راتللو سره نوابادیاتو کښې روشن خیالي، جدید تعلیم او د قانون بالادستي راغله یا د بلوچستان پۀ اړه دوي دا موقف لري چې ‘بلوچستان کو سردارون نے پسمانده کردیا’ خو چې تپوس ترې نه وکړې چې ‘کونسے سردارون نے اور کیسے؟’ نو هغوی صرف د یوڅو بلوڅ مشرانو نومونو اخلي، چا چې تر خپل وسه پورې پۀ بلوچستان کښې د هرې استعماري اېجنډې خلاف مزاحمت کړے، لکه خېر بخش مري، مېنګل، بزنجو یا بګټي او وائي به چې دوي بلوچستان کښې سکولونه نۀ پرېږدي، دوي بلوڅ قام له تعلیمه او له ترقۍ لري ساتل غواړي خو سوال دا دے چې کوم قسم تعلیم او کوم قسمه ترقي؟؟؟

یوسف ضیاء چې د نولسمې پېړۍ پۀ اواخرو کښې د عثماني امپراتورۍ پۀ دولت کښې د بهرنیو چارو وزارت کښې مترجم او کردستان، لبنان، فلسطین، شام کښې ګورنر او پۀ نورو مختلفو عهدو پاتې شوے ؤ، پۀ ۱۸۷۶ء کښې چې کله د عثماني امپراتور نوي ائین لاندې ‘مجلسِ عمومي’ یعني عثماني پارليمان جوړ شو نو یوسف ضیاء پکښې د یروشلم نائب منتخب شوے ؤ، د دوي او سلطان عبدالحامد ترمېنځ یو وخت پۀ دې خبره بدي هم پېدا شوې وه چې یوسف ضیاء د مرکزیت پۀ ځاے د پارليمان بالادستۍ خبره کوي.

فلسطیني نژاد امریکائي مورخ رشید خالدي خپل کتاب کښې لیکي چې زما د خاندان فرد یوسف ضیاء چې کله پۀ مارچ ۱۸۹۹ کښې (تهیودور هیرزل چا چې پۀ فرورۍ۱۸۹۶ کښې صيهوني فکر ته فکري غذاورکولو دپاره د ‘يهودي ریاست’ ‘Der Judenstaat’ پۀ نامه یو پمفلټ خپور کړے ؤ او د صيهوني فکر مخکښے ؤ) ته یو خط لیکلے ؤ چې وړومبے خو فلسطین بشپړه توګه د عثماني امپراتور حصه ده او د فلسطینیانو خپل وطن دے او فلسطینیان به کله هم دې خبرې ته تیار نۀ شي چې دوی نه دې څوک د خپلې خاورې اختیار واخلي او پۀ زغرده ئې ورته ووئیل چې ناشکره یهودیانو دپاره به د دې نه بله غوره او د انصاف خبره نۀ وي چې دوي چرته بل ځاے ‘مهاجرت’ اختیار کړي او ‘خداے دپاره! فلسطینیان دې يواځې پرېږدي’.

هیرزل (Herzel) د دې خط جواب پۀ نولسم مارچ ورکړے ؤ چې هغې کښې پۀ ځاے د دې چې د یوسف ضیاء خط پۀ بنیادي موضوع د فلسطینیانو حقِ خودارادیت پۀ اړه څۀ خبره کړې وې هغۀ ووئیل چې د یهودیانو راتګ به د فلسطینیانو پۀ حق کښې ښېګړه وګرځي، د دوی وسائیل چې کله زمونږ لاسونو ته راشي نو مونږ به د دوي وسائیل پخپل محنت یو پۀ دوه زیات کړ ۔

دا خبره مې دې پورې وکړه چې هر استعمار چې کله هم یوه خاوره مستعمره کوي نو خپل استعماریت او اقتدار ته تقویت ورکولو دپاره داسې قسمه جوازونه وړاندې کوي . لکه لارډ کرزن دکلکته پوهنتون محصلینو غونډې ته یوه وېنا کښې وئیلی وو:

“You cannot do without us”

(تاسو زمونږ پرته هېڅ نۀ شئ کولې)

د لارډ کرزن خبره د دې خبرې څرګندنه وه چې هر څۀ ‘زمونږ’ دي او هر څۀ ‘مونږ’ یو.

د داسې قسمه فکري استحصال مخنیوي دپاره سیاسي او معاشي استعماریت سره سره فکري استعماریت (Intellectual Imperialism) هم باید پۀ نظر کښې وساتل شي ځکه چې غل، تل غل وي، غل کله هم د کور مالک نۀ شي کېدے.

مونږ به وړومبے د صیهونیت او یهودیت ترمېنځ فرق پۀ اړه خبره وکړو، اکثر خلق یهودیت او صیهونیت یو شان ګڼي او دې کښې بنیادي فرق نظرانداز کړي چې لۀ دې لارې د هاغه کس صیهونيت دښمني anti-zionism د یهود دښمنۍ anti-semitism شکل واخلي. یهودیت یو مذهب دے او صیهونیت یوه مذهبي سیاسی فلسفه ده کوم چې د یهودیت پۀ بنیاد سیاسي مقاصد حاصلولو یعنې صیهوني ریاست جوړولو باندې یقین لري، همداسې هندومت یو مذهب دے او هندوتوا یوه مذهبی سیاسي فلسفه ده چې د هندومت مذهب پۀ بنیاد اقتداري مقاصد حاصلولو هڅې کوي .

دا ضروري نۀ ده چې یو کس یهودي وي نو هغه به خامخا صیهوني وي، چې یو کس هندو وي نو هغه به خامخا د هندوتوا منونکے وي او دا ضروري نۀ دي چې یو کس مسلمان وي نو هغه به خامخا سیاسي اسلام منونکے وي البته دا یقیني ده چې هر صیهوني به یهودي، هر هندوتوا منونکے به هندو او هر سیاسي اسلام منونکے به مسلمان وي.

خبره د فلسطین روانه ده نو یهودیان فلسطین ته څنګه راغلل؟ د فلسطين پۀ اړه چې څومره کلونیل دور ادبیات دي هغې کښې استعماریت ته جواز ورکولو دپاره یوڅو خبرې مبالغه ارائۍ سره وړاندې شوې دي لکه چې کله یهودیان فلسطين ته راتلل نو فلسطینیانو خو خپلې زمکې خرڅولې نو بس هغوي د فلسطين حق وبائیللو او یا دا خبره اکثر کېږي چې فلسطين خو هڅې شاړ، ویران، شاته پاتې، بې اب و ګیا او د پڅ فکرو خلقو ځاے ؤ چې یهودیانو اباد کړو او د فلسطين پۀ اړه ئې دا جمله مشهوره کړه چې:

“A Land without a people for a people without a land”

یهودیان دلته د ‘Avoda ivrit’ یعنې ‘ عبراني مزدور’ نعرې سره پۀ کال ۱۸۸۱ نه تر کال ۱۹۰۳ او ۱۹۲۰ پورې راغلل او دلته د زراعت پۀ صنعت باندې قابض شو، دلته پۀ صنعتونو یهودیانو اجاره داري قائم کړه، دې دوران کښې د کال ۱۹۱۱-۱۹۱۲ء لیبیا جنګ، د کال ۱۹۱۲-۱۳ بالکان جنګ او بیا لومړے نړېوال جنګ۱۹۱۴-۱۹۱۸ له کبله عثمانی امپراتور زوال سره مخ شو. د پښتو ټپې یو مصرع ده چې ‘څوک پۀ رضا له ملکه نه ځي’، وړومبے نړيوال جنګ (۱۹۱۴-۱۹۱۸) دوران کښې پۀ کال ۱۹۱۷ء نومبر کښې برطانوي کېبنټ لخوا پۀ دوېم نومبر د بهرنیو چارو سېکرټري اف سټېټ ارتهر جېمز بلفور (Aurther James Balfour) یوه اعلامیه جاري کړه چې هغې ته بالفور ډېکلېرېشن (Balfour Declaration) وئیل کېږي، هغې کښې برطانیې پۀ فلسطین کښې د يهودیانو د پاره د صیهوني ریاست جوړولو حمایت وکړو. پۀ اووۀ شپېتو ټکو مشتمله دې اعلامیه کښې د ‘فلسطیني’ یا ‘عرب’ یو ټکے هم نۀ دے استعمال شوے یعنې چې واضحه خبره وه چې دې ریاست کښې به د فلسطینیانوهېڅ ځاے نۀ وي کۀ څۀ هم هاغه وخت فلسطين کښې د فلسطینیانو ابادي ۹۴ فیصدي وه.

پۀ نومبر کښې د اعلامیه جاري شوه او پۀ دسمبر کښې برطانوي اتحادي فوځونو او عثماني فوځونو چې جرمن او اسټریا ئې اتحادیان وو ترمېنځ یو تود جنګ نه پس برطانیې پۀ یروشلم قبضه وکړه او یوڅۀ وخت پس پۀ ۱۹۱۸ء کښې غزه علاقې پورې راورسېدل.

د وړومبي نړیوال جنګ اثرات پۀ عثماني امپراتورۍ کښې شامل د فلسطين علاقو اُردن، شام او لبنان باندې هم وشول، د یو اندازې تر مخه د جنګ لۀ کبله د فلسطینیانو نفوس شپږ فیصده کمه شوه.

دې ټولې قيصې نه پس پۀ ۱۹۲۲ء کښې نوے جوړ شوے لیګ اف نېشن د فلسطين پۀ اړه یو قرارداد جاري کړو چې هغې کښې ئې یهودیان داسې تعریف کړل چې فلسطین سره صرف او صرف د یهودیانو تاریخی تعلق دے، دې قرارداد هم لکه د بالفور اعلامیې د فلسطینیانو تاریخ او اجتماعي شناخت رد کړل، د یو چا د خپل خاورې سره تاریخي تعلق رد کول داسې ده لکه د هغۀ نه د خپلې خاورې حق واخستے شي. پۀ دې قرارداد کښې د فلسطینیانو پۀ اړه دومره قدر خبره شوې وه چې فلسطینیانو ته به ذاتي او مذهبي حقونه حاصل وي او د دوي د موجوده مذهبی مقاماتو د تقدس خیال به ساتلے کېږی، دا قرارداد اتویشت ارټیکلو باندې مشتمله ؤ او پۀ دې قرارداد کښې اووۀ ارټیکلې یوازې او یوازې د یهودیانو تحفظ او سهولیاتو پۀ اړه وې.

د یهودیانو ټول اتحاد پۀ دوه خبرو قائم دے، یوځان د خداے پاک برګزیده نسل ګڼل او دوېم هولوکاسټ. وړومبي نړیوال جنګ نه پس پۀ دنیا کښې د حقِ خود ارادیت او قام پرستۍ چې کومه لړۍ پېل شوه او نړیوال جنګ له کبله چې فلسطینیان د کومې صدمې trauma نه تېر شول او نوي حقیقتونو سره مخ شول چې پۀ هغوی به اوس برطانیه حکومت کوي او د دوی خپل وطن به د پردو خلقو یعنې یهودیانو د پاره د بالفور اعلامیې مطابق قامي کور ‘national home’ ګرځي نو دې سره د فلسطینیانو دننه هم د قامي شعور بڅری څرګند سول, د فلسطینیانو قامي شعور او قامي حافظې روزنه د صیهونیانو له طرفه پېښ شوي خطر له کبله ردِعمل کښې وشوه.

۱۹۱۹ نه تر ۱۹۲۸ پورې فلسطیني مسلمانانو او عیسایانو پۀ شریکه اووۀ اجلاسونه را غوښتل او دې اجلاسونه کښې ئې د فلسطين د ازادۍ غوښتنه، بالفور اعلامیه رد کول او د بې کچه یهودیانو فلسطين ته مهاجرت او زمکې اخستنو مخالفت اعلان وکړو.

لۀ دې نه پس بیا چې کله کال ۱۹۳۳ء جرمني کښې د فاشسټ هټلر سېوري لاندې نازیان پورته کېدل شروع شول او جرمني کښې د یهودیانو خلاف چې کومه نفرت انګېزه پروپېګنډه شروع شوه، پۀ دوي ئې د هولوکاسټ قیامت راجوړ کړو نو پۀ زرګونویهودیان فلسطين ته لاړل چې هلته هغوي دپاره ماحول سازګاره ؤ.

کال۱۹۱۷ء نه پس تر دوه لسیزو پورې فلسطینیانو سره څۀ داسې ګوند یا تنظیم نه ؤ چې د هغې له لارې دوي څۀ منظم مزاحمت کړے وے، یو څۀ مسلح مزاحمتونه شوي وو خو هغوي به ډېر زر وځپلې شول ځکه چې فلسطینیان درې اړخونو نه تړل شوي وو، یو طرف ته د برطانیې، بل طرف ته د برطانیې چاپلوسان صیهونیانو او درېم د نړیوالو ادارو سهولت کاروو. له ۱۹۱۷ نه را واخله تر ۱۹۳۸ پورې برطانیې وخت پۀ وخت د دې کشالې حل کولو پۀ ځاے د سړولو د پاره مختلف کمېشنونه، رپورټونه جاري کړي وو لکه هېورډ کمیشن۱۹۲۰، چرچل وائټ پېپر۱۹۲۲، شا کمېشن۱۹۲۹، هوپ-سمپسن رپورټ۱۹۳۰، پاسفیلډ وائټ پېپر۱۹۳۰، پېل کمېشن۱۹۳۷ او ووډ هیډ کمېشن۱۹۳۸. دې ټولو رپورټونو کښې فلسطینیانو پۀ اړه نیشت برابر خبرې وې چې له کبله ئې فلسطینیانو کښې د محرومۍ احساس نور زیات شوے ؤ او د دې پۀ نتیجه کښې پۀ کال ۱۹۳۶ کښې د فلسطين ‘استقلال ګوند’ د انډین نېشنل کانګرس د تحریکِ عدم تعاون پۀ طرز احتجاج اعلان وکړو. بيا پۀ ۱۹۳۷ کښې فلسطینیانویو بهرپور وسله واله مزاحمت وکړو . دې دوران کښې څۀ فلسطینیان پۀ خپله مېنځ کښې سره تقسیم شول، څۀ فلسطینیان د اردن امیر عبدالله سره ودرېدل چې اُردن به د پيل کمېشن مطابق صیهوني ریاست کښې نۀ شاملېږي او څۀ فلسطینیانو پۀ مکمله توګه پيل کمېشن رد کړو.

د مزاحمت ختمېدو نه پس د برطانیې پالیسۍ کښې هم بدلون راغلو او پۀ جنوري۱۹۳۹ کښې ئې رپورټ جاري کړو او پۀ دې خبره ئې زور واچولو چې مونږ به د عرب ملکونو او مصر اعتماد حاصلولو کوشش کوو.

پۀ نتيجه کښې ئې د یهودیانو فلسطين ته پۀ راتګ او زمکې اخستلو باندې پابندۍ دپاره سخت تجویزونه وړاندې شول او یهودیانو او فلسطینیانو ته پۀ شریکه د فلسطين حقِ خود ارادیت دپاره لس کاله وخت ورکړو.

د دوېم نړيوال جنګ د خاتمې سره سم نړیوال سیاسي سسټم بائي پولر شو او د دې سره سوړ جنګ (Cold War) هم پېل شو.

پۀ۱۹۴۷ کښې برطانوي حکومت د فلسطين ستونزه نوي جوړ شوي د ملګرو ملتونو اتحاد (United Nations) ته یوړله . ملګري ملتونو د فلسطين ستونزې دپاره خصوصي کمېټي جوړه کړله . خصوصي کمېټۍ د فلسطين پۀ اړه اکثریتي رپورټ جاري کړلو چې هغې کښې د یهودیانو دپاره د فلسطین۵۶ فیصده برخې خبره شوې وه چې دا د ۱۹۳۷ پيل کمېشن منصوبې چې هغې کښې د یهودیانو دپاره ۱۷ فیصده علاقه مخصوصه وه نه هم سېوا وه .

پۀ ۱۵ مۍ ۱۹۴۸ اسرائیل د ازادۍ اعلان وکړو. اُردن پۀ لوېدیځ غاړې (West Bank) او ختیځ یروشلم (East Jerusalem) باندې قبضه وکړه، مصر پۀ غزه قابض شو او اسرائیل پۀ لویدیځ یروشلم (West Jerusalem) قبضه وکړه.

پۀ ۱۵ مۍ۱۹۴۸ء کښې تقریباً درې لکهه فلسطینیانوخپل وطن نه بې دخله کړے شول او جنګ ختمېدو نه پس دوېم پړاو کښې تقریباڅلور لکهه فلسطینیانو خپل وطن نه اردن، شام، لبنان، وېسټ بيېک او غزه ته لاړل. پۀ تاریخ کښې د فلیسطینیانو د اسرائیل د لاسه دې قتلِ عام، خونرېزۍ او خپل وطن نه بې دخله کولو دې عمل ته النَکبه وئیل کېږي یعني تباهي.

د۱۹۴۸ عرب-اسرائیل جنګ نه پس پۀ غزا(Ghaza) او لویدیځ غاړې (West Bank) کښې مېشت فلسطینیانو د ‘فدائین’ پۀ نامه تنظیم د سېوري لاندې د اسرائیل خلاف وسله واله مبارزه شروع کړه.

“فدائین” تنظیم نه پس پۀ کال ۱۹۵۹ء کښې د یاسر عرفات پۀ مشرۍ کښې ‘الفتح’ جوړ کړے شو. دې سره سره پۀ ۱۹۶۴ء کښې د مصر پۀ مرسته احمد شقیري پي اېل او (Palestine Liberation Organization) او پۀ ۱۹۶۷ کښې د جارج حباش پۀ مشرۍ کښې پي اېف اېل پي (Popular Front For the Liberation Palestine) جوړ شو. د دې تنظیمونو مبارزه مارکسټ-لېننسټ او د ماوسټ طرز پۀ بنیاد ولاړه وه .

پۀ ۱۹۵۲ء کښې د مصر سوشلسټ عرب قام پرست جمال عبدالناصر انګازې منځني ختيځ کښې خورې شوې وې . پۀ ۱۹۵۶ جمال ناصر سوېز کېنال نېشنلائیز کړو. نېشنلائيزېشن نه پس مصر د اسرائیل پۀ جهازونه پۀ دې کینال راتللو باندې بندېز ولګولو، د دې عمل خلاف اسرائیل، برطانیې او فرانس پۀ مصر حمله وکړه، د سوېز بحران ختمولو دپاره ملګرو ملتونو پۀ ۱۹۵۷ء کښې جنګ بندي وکړه.

پۀ ۱۹۶۷ کښې یاسر عرفت او د هغۀ تنظیم ‘الفتح’ د احمد شقیري تنظیم “پي اېل او” کښې شامل شو او پۀ ۱۹۶۹ کښې یاسر عرفات د پي اېل او مشر وټاکلے شو.

۱۹۶۷ کښې جمال ناصر پۀ سوېز کېنال د اسرائیل بحري جهازونو تېرېدلو باندې پابندي ولګوله چې پۀ نتیجه کښې ئې شپږ ورځنۍ عرب-اسرائیل جنګ شروع شو چې پکښې عربو لخوا مصر، شام، اردن، عراق او لبنان وجنګېدل ـــــ د جنګ پۀ پنځمې ورځې اسرائیل پۀ غزه پټۍ، پۀ لویدیځ غاړې،ختیځ یروشلم (East Jerusalem)، ګولان سطح مرتفع (Golan Heights) او د مصر جزیره سینائے (Sinai Peninsula) باندې قبضه وکړله.

پۀ نومبر ۱۹۶۷ کښې ملګرو ملتونو SC-242 قرارداد پاس کړو، دې قرارداد کښې ئې فلسطینیان د مذاکراتو عمل نه ویستلي وو.

دې جنګ پۀ عرب قامي سیاست کښې نوے بدلون راوستو او عرب نېشنلزم د جمال ناصر سېکولر نېشنلزم نه سعودي مذهبي سیاست طرف ته لاړلوچې پۀ نتیجه کښې ئې څۀ وخت پس اخوان المسلمین، حزب الله او حماس را ژوندي شو.

چې کله پۀ ۱۹۶۷ کښې د اردن پۀ لویدیځ غاړې (West Bank) اسرائیل قبضه وکړه نو اکثره فلسطیني وسله وال مبارزین پۀ اردن کښې مېشتۀ شول . د کال ۱۹۶۷ عرب – اسرائیل جنګ نه پس وړومبۍ ګټه وه چې د فلسطینیانو تحریک مسخ شوې روح ئې بیا بحال کړے ؤ.

پۀ ۱۹۷۲ ستمبر کښې چې کله د جرمني میونخ ښار کښې اولمپک مېچ دوران فلسطینی وسله والو د اسرائیل لوبغاړي وتښتول او څۀ ئې ووژل نو د هغې پۀ ردعمل کښې اسرائیل پۀ ۱۹۷۳ کښې د لبنان ښار بېروت او صېدا کښې پۀ پي اېل او مرکزونو حمله وکړه. پۀ لبنان کښې خانه جنګي شروع شوه . خو پۀ ۱۹۷۴ کښې پي اېل او اعلان وکړو چې د دوی تنظیم به اسرائیل نه علاوه بل ځاے عملیات نۀ کوي او عرب لیګ پي اېل او پۀ بشپړه توګه د فلسطینیانو جائز نمائنده تنظیم وبللو او هم پۀ دې کال ملګرو ملتونو یاسرعرفات جنرل اسمبلۍ ته وېنا کولو دپاره هم راووغوښتو. پۀ ۱۹۷۶ کښې پي اېل او د عرب لیګ غړے شو خو چې کله پۀ ۱۹۷۹ کښې د مصر او اسرائیل ترمېنځ کېمپ ډېوډ معاهده کېدله نو پی اېل او د دې مذاکراتي عمل برخه نۀ وه . کېمپ ډېوډ معاهده کښې اسرائیل د مصر جزیره سینائے علاقه مصر ته واپس کړه او مصر اسرائیل ته پۀ سوېز کېنال د جهازونو راتللو اجازه ورکړه. پي اېل او دا معاهده رد کړه او د دې نه پس د مصر عرب لیګ نه غړیتوب ختم کړے شو خو بیا یو څۀ وخت پس ضیاء لحق دور کښې بحال شو.

پۀ ۱۹۸۲ء کښې اسرائیل د لبنان نه پي اېل او ویستلو دپاره د هغوي پۀ مرکزونو حمله وکړه، مذاکرات نه پس پي اېل او لبنان پرېښود او جنګ بندي وشوه. عرفات د تیونیسیه ښار تیونس ته لاړو. پۀ ۱۹۸۳ کښې اسرائیل پۀ لویدیځ غاړې (West Bank) او غزه کښې تعمیراتي کارونه شروع کړل . د دې خلاف د احتجاجونو یوه لړۍ پېل شوه چې پۀ نتیجه کښې ئې د اخوان المسلمین وسله وال مذهبي تنظیم حماس جوړ شو, د احتجاجونو، بائیکاټونو دې لړۍ ته ‘وړومبنۍ انتفاذه’ وئیل کېږي.

پۀ ۱۹۹۰ کښې شوروي اتحاد او امریکې پۀ شریکه مېډرډ کانفرنس (Madrid Conference) راووغوښتو چې پۀ هغې کښې عرب ملکونه، اسرائیل او د فلسطینیانو نمایندګي اردن کوله. د دې کانفرنس پۀ نتیجه کښې اسرائیل، لبنان، اردن او شام ترمېنځ امن معاهده وشوه، لویدیځ غاړې (West Bank) او غزا(Ghaza) کښې د فلسطینیانو عبوري حکومت جوړولو خبره وشوه.

پي اېل او پۀ وړومبي ځل پۀ پنځمه او شپږمه لسیزه کښې د فلسطين قامي تحریک منظم کړے ؤ. د دوي پۀ منشور کښې یوه خبره چې فلسطینیانو د پاره اهمیت وړ وه هغه د فلسطینیانو خپل وطن ته ‘بېرته راستنېدل’ وو..

د پي ایل او پۀ مقاصدو کښې بدلون ولې راغلو؟؟؟ وړومبے د اُردن نه وتلو نه پس پي اېل او (PLO) څۀ اغېزمن عملیات ونۀ وکړے شو، دوېم عرب ملکونو د فلسطين ستونزه د حقِ خود ارادیت پۀ ځاے د ریاستونو ترمېنځ یوازې د سرحدونو ستونزه ومنله، درېم عرب ملکونو او نړیوال طاقتونو پۀ پي اېل او (PLO) فشار واچولو چې خپل مقاصد دې محدود کړي او ځکه اردن پۀ ۱۹۷۰ کښې پۀ پي اېل او قیادت فشار اچولو دپاره د هغوي پۀ مرکزونو حمله کړې وه.

پۀ داسې حالاتو کښې د پي اېل او ډیموکرېټک فرڼټ قیادت د دوؤ ریاستونو خبره وکړه . د ډیموکرېټک فرنټ دې خبرې ته د شام او عرفات حمایت حاصل ؤ . د دې حمایت سره د فلسطین مطالبې نه قيصه دوؤ ریاستونو ته لاړله.

د عراق کوېت جنګ نه پس یاسر عرفات دې ته مجور شو چې دے هم اسرائیل سره امن معاهدې وکړي او فلسطین کښې څۀ نا څۀ پښې ولګوي .

پۀ جولائي۲۰۰۰ کښې د امریکا، اسرائیل او فلسطين د کېمپ ډېوډ معاهدې (Camp David Accords) اخرنے پړاو ناکامۍ سره مخ شوې او د هغې هېڅ نتیجه نۀ راووته . دا خبرې اترې روانې وې چې پۀ دې کښې اسرائیلي سیاستمدار ایرئیل شرون (Ariel Sharon) ستمبر کښې د یروشلم دوره وکړه چې مقصد ئې دا پېغام ورکول وو چې یروشلم یوازې د دوي دے. د دې سره ‘دوېم انتفاذه’ او د فلسطینیانو احتجاجونو لړۍ پېل شوه، حماس او اسرائیل ترمنځ متشدد عملیات روان وو چې اسرائیل د لویدیځ غاړې (West Bank) او غزه پۀ یو څو علاقو یو ځل بیا قبضه وکړله، عرفات تر مرګه۲۰۰۴ پورې د فلسطین حکومت مشر ؤ، هغې نه پس محمود عباس راغلو.

حماس او نورو جهادي تنظیمونو پۀ ۲۰۰۵ء کښې د انتخاباتو بائیکاټ وکړو خو بیا ئې یوټرن واخستو او پۀ ۲۰۰۶ء کښې حماس انتخاباتو کښې حصه واخسته .

د غزا(Ghaza) او لویدیځ غاړې (West Bank) ترمېنځ اسرائیل پروت دے چې سرحدونه ئې تسلیم شوي نۀ دي . پۀ ۲۰۰۷ کښې اسرائیل پۀ حماس باندې مختلف بندېزونه ولګول او حماس به امدادي سامانونو دپاره د مصر لار استعمالوله. محمود عباس دې وخت د لویدیځ غاړې (West Bank) څلوېښت فیصده علاقې اختیار لري، د یو اندازې ترمخه دې وخت غزا کښې شل لکهه او لویدیځ غاړې (West Bank) کښې دېرش لکهه فلسطینیان ژوند تېروي.

پۀ ۲۰۱۷ کښې ټرمپ د یروشلم د اسرائیل دارالخلافه پۀ توګه د منلو اعلان وکړو او پۀ مۍ۲۰۱۸ کښې ئې د اسرائیل د ازادۍ اعلان پۀ ورځ امریکايي ایمبسي تل ابیب نه یروشلم ته منتقل کړه.

پۀ یولسم اګست د۲۰۲۰ اسرائیل او متحده عرب امارات ترمېنځ د ابراهم اکارډ (Abraham Accord) پۀ نامه یو معاهده وشوه چې د هغې ترمخه متحده عرب امارت اسرائیل سره خپل تعلقات بحال کړل . له دې مخکښې اردن پۀ ۱۹۹۴ کښې او مصر پۀ ۱۹۷۹ء کښې اسرائیل سره خپل تعلقات بحال کړي دي . متحده عرب امارات وړومبے ګلف ریاست دے چې اسرائیل سره ئې تعلقات بحال کړل . دې سره به اسرائیل ته به منځني ختیځ (Middle East) کښې ډپلومېټک سپېس نور زیات شي.

د غربي اېشیاء مذهبي سیاست دوو برخو کښې تقسیم دے، یو طرف ته سعودي سني بلاک او بل طرف ته شیعه ایران بلاک . پۀ تاريخي توګه د پاکستان د سعودي سره ښۀ اړيکې دي . د پاکستان او ایران تعلقات تر اوومې لسیزې نیمائي پورې ښۀ وو چې ترڅو پورې هلته د امریکې چاپلوس شاه ایران حکومت ؤ . بهټو چې کله د نېشنل عوامي ګوند بلوڅ قیادت خلاف اپرېشن کولو نو دې کښې د شاه ایران مرسته هم وه خو چې کله ۱۹۷۴ کښې بهټو ‘مسلم بلاک’ جوړ کړو او هغې کښې د شاه ایران دښمنان ملکونه لېبیا، عراق، شام، الجیریا، او جنوبی یمن شامل وو نو د ایران او پاکستان ترمېنځ اختلافات شروع شو. شاه ایران پۀ ۱۹۷۴ء لاهور کښې اسلامک سمټ کښې ګډون نه هم ډډه وکړه . او بيا وروستو افغان جنګ کښې پاکستان سعودي بلاک ته لاړو.

د متحده عرب امارات او اسرائیل معاهدې پۀ اړه نړۍ پۀ درې بلاکونو کښې تقسیم ده، یو هاغه چې متحده عرب امارات سره ولاړ دي، دوېم ایران سره او درېم ترکي سره.

دې کښې هېڅ شک نشته چې خارجه پالیسي پۀ مذهبي عقیدو او د ‘امت مسلمه’ نعرو پۀ بنیاد نۀ جوړېږی خو پاکستان ته اسرائیل سره تعلقاتو جوړولو کښې هېڅ فائده نشته . پاکستان کۀ دې وخت کښې چرته د دې معاهدې حمایت وکړي نو د دې به ډېر سنګین نتائج راوخېژي . يو خو به فرقه وارانه نفرت ته وده ملاو شي او دوېم به د کشمیر پۀ اړه د پاکستان مقدمه کمزورې شي ځکه چې کشمیر ‘مقبوضه علاقه’ کښې راځي او د’مقبوضه علاقې’ خلقو ته حقِ خود ارادیت حاصل دے. دې سره سره نور علاقائي او سياسي کړکېچونه هم مخې ته راتلې شي .

اوس فلسطینیانو ته څۀ کول پکار دي؟؟؟

سیاست پوهه لیکوال او دانشور اقبال احمد چا چې د فلسطینيانو تحریک (PLO) لۀ نزدې لیدلے دے ، هغه لیکي چې:

”د فلسطینیانو وسله وال مزاحمت د مظلومانو مزاحمت ؤ خو یو انقلابی نۀ ؤ، دې تحریک کښې د اولس متحرک mobilize کولو توان نه ؤ، دا تحریک د حکمت عملۍ پۀ ځاے پۀ جزباتو ولاړ ؤ. “

د فلسطینیانو د ازادۍ جنګ چې تر څو سیکولر ؤ تر هغې پورې دنیا دوي سره ولاړه وه خو چې کله ئې مذهبي بڼه خپله کړه نو خپل حمایت ئې وبائیللو. د پاکستان د مذهبي طبقو د فلسطين پۀ مسئله چغې غوغا پۀ خپل ځاے ټیک ده خو د دې فلسطینیانو ته هېڅ فائده نشته البته خپل کارکنان پۀ داسې قسمه نعرو غولولي شي . د دوي اکثر کارکنانو ته ددې خبره هم پته نشته چې فلسطینیان دوؤ برخو کښې تقسیم دي، دوي ته ددې خبرې هم پته نشته چې اسرائیل نه زیات د فلسطینیانو پۀ خاوره اردن، شام او مصر قبضه کړې ده. بهر حال د فلسطین ستونزې نن وخت کښې د وسلې له لارې هېڅ حل نۀ شي راوتلے . فلسطینیان دې وخت کښې هر طرف نه isolate شوي دي، عرب ملکونه هم دوي نه لرې روان دي، نړیوال قوتونه هم او فلسطینیان پۀ خپله معاشي توګه دومره مضبوط نۀ دي بلکې پۀ خپل مېنځ کښې سره نښتي دي . فلسطینیانوته دې وخت یو عملی pragmatic لار اختیار کول پکار ده، هغه لار د عدم تشدد ده چې د دې لارې پۀ ذريعه دوي نړۍ ته او د اسرائیل اولس ته د اسرائیل غېرانساني کارونه پۀ ګوته کړي.

اخر کښې به فلسطینيانو ته د فلسطین انقلابي وطن پرست شاعر محمود درویشیو نظم ډالۍ کړم چې:

هغوي د هغۀ د سینې تلاشي اخلي

او هغوي ته یوازې د هغۀ زړۀ ملاو شي

هغوي د هغۀ د زړۀ تلاشي اخلي

او هغوي ته یوازې د هغۀ خپل اولس ملاو شي

هغوي د هغۀ د غږ تلاشي اخلي

او هغوي ته یوازې د هغۀ غمونه ملاو شي

هغوي د هغۀ د غمونو تلاشي اخلي

او هغوي ته یوازې یو جېل ملاو شي

هغوي د هغۀ دجېل تلاشي اخلي

او هغوی ته پۀ زنځیرونو کښې تړلي ښکاره شي . . . خپل ځانونه!

نوټ: سرلیک د فلسطیني مسیحي صحافي او شاعر عیسي داود العیسي اخبار ‘فلسطین’ اداریې نه اخستې شوے، چې کله پۀ مارچ ۱۹۲۹ کښې د یهودیانو راتللو دپاره تل ابیب نه د فلسطين نورو کلو ته رېلوے لائن جوړ شوے ؤ، نو دوی د ۵ مارچ ۱۹۲۹ ‘فلسطین’ اخبار اداریه د دې سرلیک لاندې لیکلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *