ښځې هم زړونه لري زړو کښې خواهشات لري – اوېس کمال

پۀ اوولسم ستمبر افغانستان کښې د ښځینه حقونو پۀ لړ کښې درې کلونو نه روان تحریک ‘زما نوم چرته دے؟’ پۀ نتیجه کښې اولسمشر اشرف غني یو قانوني ترمیم لاسلیک کړو چې له مخه به ئې پۀ افغانستان کښې اوس د ماشوم پۀ زېږون سند (برتهـ سرټېفیکېټ) او پېژندپاڼه (شناختي کارډ) د پلار سره سره د مور نوم هم لیکلے کېږي. د اشرف غني دا ګام پۀ افغان ټولنه کښې د سړو سره څنګ پۀ څنګ د ښځو شناخت او حېثیت تسلیم کولو دپاره ړومبے پړاو ثابتېدے شي.

پۀ تاریخي توګه افغانستان کښې دوه دورونو پۀ ښځينه فعالیت او حالت اغېز کړے دے. وړومبے پړاو د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال پېل شو کله چې غازی امان الله خان پۀ خپل وطن کښې د افغانانو پرمختګ دپاره عصریت سره سم د اصلاحاتو لړۍ پېل کړه چې د هغې له مخه د ټولنیز ژوند هر اړخ کښې بدلون راغلو. د دوېم دور پېل د خلق ډیموکرېټک ګوند تر مشرۍ لاندې کېږي چې کله د خلق ګوند مشرتابۍ لاندې ټولنیز بدلونونو دپاره اېجنډا پېل شوه چې پۀ نتیجه کښې د مېرمنو پۀ حالت هم اثر وشو.

د شلمې پېړۍ پۀ اوائلو کښې پۀ لر او بر افغان وطن کښې کۀ یو طرف ته غازي امان الله خان افغانان د نوي سیاسي بدلونونو او ټولنیز سمونپالنې عمل سره اشنا کول نو بل طرف ته باچا خان بابا تربګنیو، دښمنیو او قبائیلیت کښې ګېر پښتانۀ له نوو ټولنیزو اصلاحاتو سره اشنا کول او دا هاغه وخت ؤ چې پۀ وړومبي ځل پۀ باقاعده توګه پۀ افغان وطن کښې د ښځو پۀ اړه جوړه شوې يوه ممنوع موضوع مطرح کېدل شروع شوه. د اشرف غني دې عمل سره ماته د باچا خان بابا هاغه خبره رایاده شوه چې کله باچا خان بابا پۀ مۍ ۱۹۲۸ء کښې ‘پښتون’ مجله تاسیس کړه او مجله کښې ئې د ښځو پۀ اړه لیکنې (”پښتون“ کښې د مېرمنو برخې) سرلیک لاندې چاپ کېدل شروع شوې نو هاغه وخت پښتنه ټولنه کښې د ښځو نوم اخستل بد ګڼل کېدو پۀ وجه به د مېرمنو لیکنې د ‘یوې خور’ نامې لاندې چاپ کېدلې. چې کله د نومبر ۱۹۲۸ء ګڼه کښې د سرخ ډهېرۍ مردان مجیده بیګم لیکنه د خپلې نامې سره چاپ شوه نو اکثرو سړو او زنانو پرې اعتراضونه او خنداګانې وکړې او مجیده بیګم ئې ‘پښتون’ ته پۀ خواست کولو مجبوره کړله چې بیا دپاره دې زما لیک سره د نوم پرځاے ‘م ب’ لیکل کېږی نو باچا خان بابا د اوږدو اوږدو نظریاتي او فلسفیانه بحثونو پرځاے پۀ ډېر ساده او زړه راښکونکي انداز کښې جوابي خط کښې ورته ووئیل چې :

“پۀ دنیا کښې داسې څوک شته چې د خندا نه خلاص وي، مونږ له کتل پکار دي چې اسلام کښې د دې باره کښې څۀ حکم دے. مونږ ګورو چې پۀ احادیثو کښې او د جمعې پۀ خطبې کښې د رسول صلي الله علیه وسلم د بیبیانو او د لوڼو نومونه خو د خلقو پۀ مخکښې اخستے شي نو کۀ دا د خندا کار وي نو اسلام کښې به منع وو”.

ځینې څېړنکار پۀ افغانستان کښې د اصلاحاتو، عصریت او سمونپالنې عمل یوازې غازي امان الله خان پورې نۀ تړي بلکې دا موقف لري چې د سمونپالنې عمل لۀ غازي امان الله خان نۀ مخکښې پېل شوے ؤ خو حقیقت دا دے کۀ څۀ هم یو څۀ د سمونپالنې عمل د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الرحمن پۀ دور کښې شوے ؤ خو د غازي امان الله خان د اصلاحاتو لړۍ یو منظم او هر اړخیز عمل ؤ چې د ژوند هر اړخ ترېنه اغېز اخستے ؤ. د غازي امان الله خان سمونپالنې دې عمل دپاره زمینه څلورو عواملو لۀ کبله برابره شوې وه؛ وړومبے د امان الله خان سخر محمود طرزے څوک چې امیر حبیب الله خان لۀ شام نه خپل وطن ته راوغوښتو او دلته ئې د ‘سراج الاخبار’ پۀ شان روښانفکره اخبار پېل کړو. پۀ کال ۱۹۱۹ء کښې د غازی امان الله خان پۀ تخت کېناستو سره چې د سمونپالنې کوم عمل پۀ افغانستان کښې پېل شو نو دې لړ کښې هغوي ته د محمود طرزے مرسته حاصله وه . دوېم د عثماني امپراتوري زوال سره مخ کېدو سره د اتاترک مصطفي کمال راتګ او پۀ ترکي کښې د جدیدیت پروسه پېل کېدل . درېم افغانستان سره څنګ کښې هند باندې د برطانوي استعمار واکمني چې د هغې کلتوري او سماجي اغېز پۀ افغانستان هم پرېوتو او څلورم د غازي امان الله خان اروپايي ملکونو ته تګ چې هلته هغوي د ترقي یافته ملکونو د پرمختګ حقیقتونو سره اشنا شول. د ښځینه حقونو پۀ لړ کښې د غازي امان الله خان یوې خور کبرا پۀ وړومبي ځل ۱۹۲۰ء کښې ښځو دپاره د ‘انجمنِ حمایتِ نسوان’ پۀ نامه تنظیم جوړ کړو چې د هغې له لارې به ښځو خپلې هلې ځلې کولې. دې سره سره د غازي امان الله خان کورودانې ملکه ثریا د ښځو حقونو پۀ لړ کښې یو لوے کردار لوبولے او هغه دا چې پۀ کال ۱۹۲۱ء کښې ئې د خپلې مور پۀ مرسته او د غازی امان الله خان پۀ ډاډګیرنې د ښځو د پاره ‘ارشادِ نسوان’ پۀ نوم مجله تاسیس کړه . د غازي امان الله خان تعلیمي اصلاحات یوازې سړو پورې محدود نۀ وو بلکه ښځو دپاره هم تعلیمي مېدان کښې حصه اخستل مهم وګڼل شو. پۀ دې لړ کښې پۀ کال ۱۹۲۱ء کښې د ملکه ثریا پۀ نظامت کښې د ‘عصمت’ پۀ نوم یو سکول پرانستل شو، پۀ کال ۱۹۲۸ کښې پنځلس پېغلې د اعلي تعلیم د پاره ترکي ته ولېږلې شوې، پۀ دسمبر کال ۱۹۲۸ نه تر جولائي کال ۱۹۲۸ پورې غازي امان الله خان د خپلې مېرمنې ملکه ثریا سره د اروپايي ملکونو دورې وکړې او ترکي او اروپايي ملکونو کښې د روان اصلاحاتو پروسې نه ډېر متاثره شو . پۀ دې دوران کښې اکسفورډ پوهنتون ورته پۀ ‘سول لاء’ کښې اعزازي ډګري ورکړه . چې کله غازی امان الله خان پۀ درویشتم مارچ نولس سوه اتویشت ۱۹۲۸ز کښې اکسفورډ ته تللے ؤ نو د اکسفورډ پۀ براډ سټریټ کښې د امان الله خان او ملکه ثریا عکسونه اخستے شوي وو چې هغه عکسونه بیا پیرنګي اېجنټانو د مُلایانو لۀ لارې د غازي امان الله خان پر خلاف قبائیلي سیمو کښې خوارۀ کړل او هغه ئې دې ته مجبوره کړلو چې خپل خوږ وطن، خپله خاوره او خپل خلق پرېږدي.

پۀ ‘پښتون’ مجله کښې د داسې قسمه پروپېګنډو خلاف یوې خور لیکلي وو چې:

” پۀ افغانستان کښې خو ملیانو پۀ دې خبره غوبل راکوز کړو او پۀ امیر امان الله خان ئې د کفر فتوې ورکړې چې د هغۀ ښځه ملکه ثریا ولې ستر نۀ کوي، ولې دوي ته هغه خوارې پښتنې نۀ ښکاري چې سرتور سر د خپلې خېټې د پاره، د اولاد پالنې د پاره پۀ پردو کوڅو کښې خدمتونه کوي؛ اخر د دې خوارانو خیال ساتل دچا ذمه واري ده”؟

پۀ قبائیلي علاقو کښې د غازی امان الله خان پرضد اولس متحد کېدو لاملونو کښې بنیادی لامل دا ؤ چې غازی امان الله خان د هغوي روایتي او فرسوده سوچ پرخلاف د جینۍ د خوښې او رضامندۍ د وادۀ کولو، پۀ جهېز بندېز او د جینکو تعلیم ضروري ګڼلو. ملایانو لۀ خوا د غازي امان الله خان اصلاحات غېراسلامي وګڼل شو، پۀ هغوي ئې د کفر فتوې ولګولې او وطن نه ئې وشړلو. د غازي امان الله خان جلاوطن کېدو نه پس د هغوي اصلاحات بېرته واپس کړل شو. نادر شاه او بیا د ظاهر شاه تر واکمنۍ لاندې دوه لسیزې د ښځو پۀ اړه کارونو ته محتاط انداز کښې توجه ورکړ ل شوه، پۀ ۱۹۶۴ء کښې د افغانستان اساسي قانون کښې ښځو ته سیاسي عمل کښې د برخه اخستلو او ووټ اچولو اجازت ملاو شو. پۀ کال ۱۹۶۵ کښې پۀ وړومبي ځل کُبرا نورزۍ د افغانستان روغتیا وزارت وزیره وټاکل شوه او دې سره درېو ښځو ته د ملي شورا غړیتوب حاصل شو. پۀ کال ۱۹۶۵ء کښې خلق ډیموکرېټک ګوند جوړ شو او همدې کال ‘سازمانِ ډیموکرېټکِ زنان افغانستان’ پۀ نامه تنظیم جوړ شو چې مارکسسټ فکر ئې لرلو، پۀ کال ۱۹۷۷ کښې د ‘سازمانِ ډیموکرېټک زنان افغانستان’ تنظیم پۀ ردِعمل کښې او هغه کاؤنټر کولو دپاره ‘انجمنِ انقلابی زنان افغانستان’ جوړ شو. دا یو داسې تنظیم ؤ چې د فېمنزم پۀ برقعه کښې به ئې پۀ افغانانو سرمایه دارانه فکر خرڅولوو . شوروي اتحاد پرخلاف افغان جنګ پېل کېدو سره دا تنظیم کوټه ته منتقل شو او هلته ئې د افغان کډوالو پۀ کېمپونو کښې خپلې هلې ځلې پېل کړې. د داود خان پۀ وخت کښې پۀ زرګونو ښځې سکولونو، مېډیکل کالجونو او د ډاکټرۍ مېدان ته راغلې.

د دوېم دور پېل د اوومې لسیزې نه کېږي چې کله خلق ډیموکرېټک ګوند پۀ داود خان کودتا وکړه، دغه کودتا چې د خلقي حفیظ الله امین پۀ اشاره د خلق ډیموکرېټک ګوند غړو وکړه او نور محمد تره کے پکښې د حکومت مشر وټاکل شو. د خلق ګوند واکمنۍ کښې ټولنیز او معاشي بدلونونه پۀ چټکۍ سره پېل شول, پۀ اکتوبر ۱۹۷۸ء کښې حکم جاري شو چې ښځو ته به برابر حقونو حاصل وي، هغوی ته به د تعلیم حق حاصل وي، پۀ جهېز بندېز ولګول شو، وادۀ دپاره د جینۍ عمر شپاړس کال او د هلک عمر اتلس کال وټاکل شو چې د دې انقلابی بدلونونو پرخلاف قبائیلي مشران او ملایان راپاڅېدل او د دې اصلاحاتو پرخلاف ئې د کور چاردیوارۍ نه بهر وتونکې ښځو تنګول ئې شروع کړل. پۀ دسمبر ۱۹۷۹ء کښې سوړ جنګ پيک پوائنټ ته ورسېدو، د امریکې، ایران، سعودي، پاکستان او چين پۀ مرسته پیټرو ډالر ‘جهاد’ شروع شو. افغانان یو بدترین ټراما نه تېر شول، پۀ اپرېل ۱۹۸۸ کښې شوروي اتحاد لۀ افغانستانه د وتلو نه څۀ موده پس څمڅه مار طالبان پۀ کابل قابض شو. طالبانو حکم جاري کړو چې ښځو دپاره به د نیلي رنګ برقعه لازمي وي، د جینکو سکولونه بند کړے شو، ښځو دپاره کور نه بهر کار روزګار باندې بندېز ولګول شو، دې ټول دوران کښې اکثره نام نهاده فېمینسټو اېن جي او ګانو پۀ دې هر څۀ مجرمانه خاموشي ولرله ځکه چې هاغه وخت کښې امریکا داسې محسوسول چې ډېر زر به طالبانو سره د تېلو پائپ لائنونو پۀ اړه مذاکرات کامیاب شي او هغه به طالبانو سره لکه د سعودي اړیکې مضبوطې کړي او خپلې معاشي ګټې به افغانستان نه پورته کړي خو چې کله دا مذاکرات کامیاب نۀ شو او د نائن الېون پېښه وشوه نو امریکا د افغانستان پۀ اړه خپل استعماري پراجېکټ ‘وار ان ټېرر’ ته د جمهوریت او ښځو ازادۍ نامه ورکړه، لبرل فېمنسټ بیانیه د ‘وار ان ټېرر’ پۀ نامه افغانستان کښې مداخلت دپاره جواز وګرځېده. خپل استعماري اېجنډو ته دوام ورکولو دپاره غربي میډیا کښې د افغان زنانو نیلي برقعو کښې تصویرونه پۀ مجلو ټائټل چاپ کېدل شروع شول، خپلې پروپاګندو ته تقویت ورکولو دپاره د برقعې پۀ اړه باقاعده پۀ منظمه توګه لیکنې وشوې، لبرل فېمینسټ اېن جي او ګانې افغانستان ته راوستل شوې، دوي خپل ټول فېمنزم تر نیلي برقعې پورې محدود وساتلو او د برقعې له لارې ئې امریکايي استعماریت ته جواز ورکړو، دوي ته پۀ برقعه کښې پټې افغانانې خو ښکارېدې خو هاغه افغانانې مېرمنې ورته نۀ ښکارېدې څوک چې د څلوېښت کلونو راهسې د سرمایه دار ملکونو مفاداتو لۀ کبله د خپل وطن نه بېدخله دي او د پنجاب پۀ بازارونه کښې خېرونه غواړي، دوي ته د افغانانو برقعې خو ښکارېدې خو د استعمارګرو هغه کردارونه ورته نۀ ښکارېدل د چا لۀ کبله چې داسې قسمه فرسوده، انتهاپسنده او زورواکه طالباني فکر روزنه شوې وه او طالب ته ئې د جهاد پۀ نامه پۀ افغانستان د قابض کېدو موقع ورکړې وه . دوي افغانستان کښې خو د جمهوریت راوستلو خواهش لرلو ولې دوي ته د ضیاءالحق مارشل لاء او مشرف امریت هم قبول ؤ، دوي د داسې قسمه خاطرو، ریسرچ پېپرو او کتابونو اشتهاربازي وکړه چې د هغې لۀ لارې امریکایي استعماریت ته جواز ورکړے شي او یو تقابلي جائزه وړاندې شي چې افغانستان خو د اوسېدو قابل نۀ دے . خو دوي پۀ دې کتابونه کښې د سرمایه دار ملکونو هغه مکروه کردار نۀ دے وړاندې کړے دچا لۀ کبله چې افغانستان دې حال ته رسېدلے لکه د افغان نژاد امریکایي خالد حسېني ناول ‘دي کائیټ رنر’ چې د نائن الېون پیښې نه پس ۲۰۰۳ کښې چاپ شوے، حسېني پۀ دې ناول کښې افغانستان داسې وړاندې کړے چې لکه افغانستان هېڅ سیاسي کلچر او خپل تاریخ نۀ لري، هغه پۀ دې ناول کښې شوروي اتحاد خو د افغانستان د بربادۍ لامل ګڼي خو امریکا، سعودي او پاکستان څنګه د ‘افغان جهاد’ پۀ نامه فساد او بنیادپرستۍ ته دوام ورکړو د هغې هېڅ ذکر نشته او نۀ نائن الېون نۀ پس امریکایي مداخلت او نیوکلونیئلزم پۀ اړه څۀ خبره شته. د ناول بنیادي مدعا اندازه دې نه لګولې کېدې شي چې د ناول مرکزي کردار پۀ اختتام کښې د افغانستان پرځاے د ‘خوشالو او رنګینو مرکز’ امریکا ته ستون شي. نن سبا داسې قسمه تقائلي جائزې پر سوشل میډیا یو څۀ لبرل فېمینسټانو له طرفه روانې وي چې یو طرف ته به ئې د افغانستان اوومې لسیزې د ښځو کور نه بهر کالجونو، پوهنتونونو کښې د ګډون تصویرونه ورکړې وي او بل طرف ته به ئې پۀ برقعه کښې پټې د افغان ښځو تصویر ورکړي وي، داسې قسمه لبرل فېمینسټانو د افغانانو ښځو سره هېڅ همدردي نشته، دوي صرف د يو سطحي بیانیې لۀ لارې پۀ امریکا کښې خپلې ورځې شپې رنګینه کوي، د دوي مقصد استعماري دسیسو ته جواز ورکول دي او دا ثابت کول دي چې دا وطن ستاسو دپاره د اوسېدو قابل نۀ دے نو امریکا ته پښې اوباسئ.

امیر عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني پورې پۀ افغانستان کښې پۀ بنیادي توګه ښځینه سوال کمزورې کولو کښې درېو عواملو مهم کردار لوبولے؛ وړومبے قبائیلیت کښې ګېره ټولنه چې د هغې ټول جنسي او سماجي پۀ نرواکے اډاڼه لري.

دوېم یو کمزورے مرکزي دولت چې لۀ کبله ئې د قبائليت پر ضدد سمونپالنې عمل ناکامۍ سره مخ کېدل او درېم مهم سبب د بهرنیو ملکونو افغانستان کښې لاسوهنه (د نولسمې پېړۍ د برطانوي مداخلت نه راواخله تر شلمې پېړۍ کښې شوروي اتحاد، بیا ورپسې امریکا او د هغوي کرایه دار ملکونه چې تر اوسه دوام لري). پۀ افغانستان کښې د اشرف غني حکومت لۀ خوا د ښځو شناخت تسلیم کول نۀ صرف د طالباني فکر مخنیوے کول دي بلکې دا عمل د نیو-کالونیلزم دسیسو او پروپاګندو پۀ لار کښې خنډ ودرولو د پاره یو ګټور کردار لوبولے شي .

نوټ:

پۀ دې ليکنه کښې د

سید وقار علي شا کاکا خېل کتاب ‘پښتنې ښځې او د قام خدمت’،

هیسټر ایزنسټاین مقاله ‘A dangerous Liaison? Feminism and Corporate Globalization’،

هما احمد ګهوش مقاله ‘A history of women in Afghanistan: Lesaons learnt for the future or yesterdays and Tomorrow: Women in Afghanistan’,

لیلا ابولوغاد کتاب ‘?Do Muslim Women Need Saving’،

او سُنئینا مائره مقاله ‘”Good” and “Bad” Muslim Citizens: Feminists, Terrorists, and U. S. Orientalisms’

نه مرسته اخستل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *