اېم فل سکالر، پښتو اکادمي، پېښور پوهنتون عبدالاحد مومند – ایاز الله ترکزے

وړومبے او یواځینے پښتون خلاء باز

پۀ دنيا کښې کۀ نور قومونه لګيا دي لویې لوې کارنامې ادا کوي او د خپل قوم نوم د دنيا نورو قومونو ته روښانه کوي او هم دغه قومونه بيا پۀ خپلو دغه شخصياتو باندې فخر هم کوي. د دنيا پۀ قومونو کښې يو قوم پښتون هم دے او عبدالاحد مومند د دې قوم هغه وګړے دے چې پۀ ټوله دنيا کښې ئې د پښتون نوم روښانه کړے او پښتون او پښتو ژبه ئې د دنيا پۀ شمار شوي اولني لسو قومونو کښې او ژبو کښې شمار کړې ده.

عبدالاحد مومند يواځينے او وړومبنے خلائي سائنس دان او خلاباز دے او پۀ خلاء کښې ئې پښتو ژبه وئيلې ده.

عبدالاحد مومند پۀ اوله جنورۍ 1959 سرده کلي غزني صوبه افغانستان کښې پېدا شوے دے. هغۀ د ګرېجوېشن ډګري د پولي ټېکنيکل يونيورسټۍ کابل نه او بيا د هوائي فوج اکېډيمۍ نه تر لاسه کړې ده. عبدالاحد مومند افغان ائير فورس کښې ملازمت کولو او بيا ئې د روس نه د فلائټ ټرائننګ حاصل کړو.

عبدالاحد مومند پۀ خپله يو لاسليک محترم محمد طاهر کاڼي ته رالېږلے ؤ چې پۀ هغې کښې ئې ليکلي وو:

‘زما نوم عبدالاحد د پلار نوم مې محمد سرور او د کورنۍ نوم مې مومند؛ د افغانستان د غزني ولايت د سردې کلي. د خپلو نورو کليوالو پۀ پرتله پۀ څۀ نا څۀ بډايه، بزګره )زمينداره( کورنۍ کښې د 1959ز کال د جنورۍ مياشتې پر لومړۍ نېټه زېږېدلے يم. زما پلار بزګر ؤ خو لۀ کتاب او لوست سره ئې ډېره مينه درلوده. دۀ به لۀ نورو کارونو پۀ وزګار وخت کښې تل پخواني کتابونه لوستل.1

عبدالاحد مومند پۀ دې لويه کارنامه پۀ ټولو پښتنو کښې ډېر قدردان دے اوپښتانۀ ئې اکثر ستائي. ګورو چې پښتانۀ پوهان عبدالاحد مومند ته پۀ کوم نظر ګوري.

ښاغلي ډاکټر مياسهيل انشاء د عبدالاحد مومند تاريخي خلائي الوتنه يوه کارنامه يادوي چې زۀ ئې هم ملاتړ کوم. نوموړي پۀ خپله هغه ليکنه کښې چې ‘د پښتو پرون ، نن او سبا’ کښې ليکي چې

پښتو ژبه د نړۍ يوه لۀ هغو ډېرو کمو ژبو څخه ده چې پۀ خلاء کښې پرې خبرې شوې دي چې پوره متن ئې څۀ داسې دے:

‘د سابقه حکومت پۀ دور کښې يوه داسې کارنامه هم وشوه چې هر سړے د هغې صرف خوب ليدے شي. د افغانستان پائيلټ عبدالاحد مومند د بېروني خلاء نه د افغانستان پخواني صدر ډاکټر نجيب او خپلې مور سره پښتو کښې خبرې وکړې. پۀ دې توګه دا ژبه د نړۍ د خلائي ژبو پۀ قطار کښې ودرېده. د عبدالاحد مومند پۀ دې بېروني خلاء ته سفر کولو سره افغانستان د نړۍ شلم او د شام او سعودي عرب نه پس درېم مسلمان ملک وګرځېدو چې دا لوے وياړ ئې وګټلو او کله چې هم د خلائي ژبو ذکر کېږي نو د پښتو ذکر به ورکښې لازماً شامل وي.2

ښاغلے عبدالروف قتيل خوږياڼي د عبدالاحد مومند د بريالۍ خلائي الوتنې او د دارالامان پۀ تاريخي ماڼۍ کښې د يوې جوړې شوې غونډې پۀ اړه ليکي :

‘ډګروال عبدالاحد مومند لومړنے پښتون پېلوټ ؤ چې پۀ کيهاني بېړۍ کښې ئې فضا ته سفر وکړو او لۀ هغه ځايه ئې خپلې مور او ډاکټر نجيب الله سره پۀ پښتو خبرې وکړې او د وخت د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رياست لۀ خوا ئې پۀ وياړ د مشاعرې غونډه جوړه شوه چې زما شعر پۀ کښې لومړۍ درجه وګټله او شل زره افغانۍ جائزه راکړل شوه. دغه غونډه د دارالامان د تاريخي ماڼۍ پۀ يوۀ تالار کښې جوړه شوې وه او جائزې ئې د ډګر جنرال ذبيح الله زيارمل لۀ خوا ووېشل شوې او پېلوټ عبدالاحد مومند ته د نورو قهرمانانو پۀ لړ کښې د قهرمانۍ لقب ورکړے شو.3

د عبدالاحد مومند متعلق زمونږ يو بل ليکوال ښاغلے خېبر پۀ دې اړه داسې ليکي:

‘هغه لمړے پښتون چې پاس خلاء ته وختلو، پۀ اول ځل کوم يو انسان پۀ اسمان کښې پۀ پښتو ژبه وغږېدلو چې دغه رنګ پښتو پۀ خلاء کښې ويونکې د نړۍ څلورمه ژبه وګرځېدله. د تفصيل تر مخه ښاغلي عبدالاحد مومند پۀ اګست کال 1988 کښې پۀ يو سويوز نومې روسي خلائي راکټ کښې اسمان پله يو سفر وکړو. پۀ دې خلائي سفر کښې هغه د افغانستان د فضائي عکسونو اخستلو سره سره مير نومې خلائي مرکز ته هم سر ورښکاره کړو. هر کله چې ښاغلے مومند پۀ خلاء کښې ؤ نو مور ئې پسې د غمه ډېره سخته ناروغه شوله. پۀ دې حال چې د افغانستان شهيد رئيس ډاکټر نجيب الله خبر شو نو هغه ئې صدارتي ماڼۍ ته راوغوښتله او د هوا پۀ څپو ئې د عبدالاحد مومند سره تماس ونيولو او دغه رنګ مور او زوي سره پۀ پښتو ژبه خبرې اترې وکړې. د بي بي سي سره پۀ خپله يوه مرکه کښې عبدالاحد مومند پۀ دې حقله پۀ تفصيل سره غږېدلے ؤ. ‘خېبر واچ’ د جدې استاذ ښاغلي شېر اغا شرافت وائي چې هغوي څۀ اووۀ اتۀ کاله وړاندې دغه مرکه خوندي کړې وه او ډېر زر به هغوي دغه مرکه زمونږ تر لاسه شي. د خېبر پۀ هجره کښې زمونږ غړې مينه وائي چې کله مومند کلي ته راورسېد نو مونږ پۀ کلي کښې خوشحالۍ نمانځلې او پۀ دغه اړوند د هغوي کور ته ورغلو خو د بده مرغه مجاهدينو د کلي پۀ سکول کښې چاودنه وکړه چې پکښې ډېر ماشومان مړۀ شول او دغه خوشحالۍ پۀ غم بدلې شولې.4

د 1988ز کال د جنوري تر مياشتې لۀ څلیريشتو کسانو نه اتۀ کسه نمائندګان جوړ شول او دغه اتۀ کسه د ډېرو انتهائي زياتو طبي معائنو لپاره ماسکو ته راغلل. خلاء ته د دغو اتو کسو افغانانو نمائندګانو نومونه دا دي:

‘ (1محمد دوران غلام معصوم (2محمدجاهد (3اکبرجان (4 سراج الدين (5اميرخان (6خيال محمد (7عبدالاحد مومند (8 شېرزمين’5

پۀ ماسکوکښې د انتهائي طبعي معائنو کتنو له ترسره کېدو نه پس د 1988ز کال د فرورۍ پر دولسمه د خلائي جهاز لپاره دوه افغانان منتخب شول چې نومونه ئې دا دي:

‘ (1محمد دوران (2 عبدالاحد مومند.

دوي د فرورۍ پر شپږ ویشتمه د ‘ګاګارين’ پۀ نامه د خلاء بازو پۀ ټرېننګ سټېشن کښې د لنډ پروګرام د زدکړو او تيارولو د پاره شروع وکړه خو د اپرېل پر مياشت لومړي او دوېم نمائندګانو خپل ځايونه يو بل سره بدل کړل او د دې خاص وجه دا وه چې محمد دوران هغه وخت د اپنډېکس اپرېشن وکړو او د الوتو جوګه نه ؤ او عبدالاحد مومند د ‘شمشاد’ پروګرام لۀ مخې پۀ خلاء کښې د ‘مير’ خلائي سټېشن ته واستول شو.6

عبدالاحد مومند د کمانډر ولادمير لياخوف اوفلائټ انجنيئر ويلري پولياخوف سره پۀ Soyuz TM-6 جهاز کښې 04.23 GMT پۀ 29 اګست 1988 کښې خلاء ته روان شو. هغه د دې عظيم مشن غړے ؤ. پۀ يوه وېبپاڼه کښې ئې ليکلي دي چې:

‘افغان پائيلټ عبدالاحد مومند د خلاء باز سائنس دان پۀ توګه د 1988ز کال د اګست لۀ 29 د 1988ز کال د ستمبر د 7 نېټې د ‘شمشاد’ پروګرام لۀ مخې پۀ ‘سايوز TM6’ ډوله خلائي بېړۍ کښې د ‘مير’ خلائي سټېشن ته الوتنه وکړه. خلاء ته د الوتنې پۀ وخت پۀ ‘سايوز TM6’ ډوله خلائي بېړۍ کښې ټول الوتونکي کسان درې کسه وو چې پۀ هغوي کښې د بېړۍ مشر پائيلټ او خلاء باز ‘لياخوف’، ‘ووپولياکوف’ او د افغانستان پائيلټ خلاء باز عبدالاحد مومند ؤ.7

عبدالاحد مومند او د هغۀ ملګرو ته دغلته پۀ خلاء کښې نهه ورځې پۀ Mir Space Station ايسارېدل وو. عبدالاحد مومند د خپل ملک تصويرونه وويستل او د Medical Astrophysical او Biological کښې د اخراجِ تنفس لپاره شامل کړل. هغۀ د افغانستان صدر ډاکټر محمد نجيب الله سره خبرې وکړې او پۀ ملګرو ئې افغانۍ چاے )قهوه( هم وڅښکله. د دنيا د مختلفو ملکونو خلاء ته د ختلو وړومبني خلاء بازانو نومونه چې تقريباً یو کم څلوېشت کسان دي او د عبدالاحد مومند نمبر پۀ کښې شلم (20) دے. دلته د مختلفو ملکونو نومونه او د هغو خلاء بازو نومونه راوړو. دا شمار د 2008ز کال د اپرېل تر مياشتې پورې حساب شوے دے:

.1 شوروي سوشاليسټ جمهوري اتحاد، ‘يوري ګاګارين’.

.2 امريکا متحده ايالات، ‘الن شېپارډ’. .3چکوسلواکيا ‘ولاديمير رېمېک’. .4پولېنډ ‘ميروسلاوګېر ماشېفسکي’. .5 جمهوري ډېموکرېټک المان ‘زيګمونديېن’ .6بلغاريه ‘ګيورګي ايوانوف’ .7هنګري ‘بېرتالان فرکش’ .8وېتنام ‘فام توان’ .9کيوبا ‘ارنالد وتامايو’. .10منګوليه ‘ژوګدېر دېميدين ګوراغچه’. .11رومانيه ‘دميترو پروناريو’. .12 فرانس ‘ژان لو کرېتېن’. .13فډرل جمهوري المان ‘اولف مېربولډ’ .14هند ‘راکېش شرما’. .15کېنېډا ‘مبارک ګارنو’ .16 سعودي عرب ‘سلطان العود’ .17نېدرلېنډ ‘اوبو اوکېلس’ .18مکسيکو ‘رودولفوتېري’ .19سوريه ‘محمد احمد فارس’. .20افغانستان ‘عبدالاحد مومند’ .21جاپان ‘تويوخيرو اکيياما’ .22 کنګډم برطانيه ‘هېلېن شرمان’ .23 اتريش ‘فرانس فيبيوک’ .24قزاقستان ‘اوباکيروف توکر اونګرباېويچ’. .25روس ‘الېکساندرکالېري’ او ‘الېکساندر ويکتورېنکه’. .26بلجيم ‘ديرک فريماووټ’ .27 اټلي ‘فرانګو مالېربا’ .28سوېس ‘کلوډ نيکوليې’ .29يوکرائن ‘ليونيد کادېنيوک’ .30هسپانيه ‘پېدرودوکې’ .31سلواکيه ‘ايوان بېلا’ .32جمهوري جنوبي افريقه ‘مارک شټل ورټ’ .33 اسرائيل ‘ايلان رامون’ .34 عوامي جمهوريه چين ‘يان ليوي’ .35 برازيل ‘مارکوس پونتيس’ .36 ايران ‘انوشه انصاري’ .37سويډن ‘کريستېر فوګ لېسانګ’ .38 مالېشيا ‘شيخ مظفر شکور’ .39جمهوريه کوريه ‘لي سويون.’8

عبدالاحد مومند پۀ مسلمانانو خلاء بازو کښې هم شمار دے. تر اوسه پورې نهه کسه مسلمانانو خلاء بازو خلاء ته الوتنه کړې. د ‘اسلام اٰن لائن نېټ’ ويبپاڼې د معلوماتو لۀ مخې تر 2007)ز کال د مارچ (24 پورې لۀ زمکې خلاء ته نهو مسلمانانو خلاء بازو الوتنه کړې چې نومونه ئې دا دي:

‘هغه لومړے مسلمان چې خلاء ته ئې پۀ 1985ز کال کښې الوتنه کړې، د سعودي عرب شهزاده سلطان بن سلمان عبدالعزيز السعود ؤ. دۀ د ‘STS-51G’ پروګرام لۀ مخې د ‘ډيسکوري’ پۀ نامه امريکائي خلائي بېړۍ کښې خلاء ته الوتنه وکړه. د دۀ نه وروستو د سوريه محمد فاريس پۀ 1987ز کال کښې پۀ شوروي ‘سايوز TM-3’ ډول خلائي بېړۍ کښې الوتنه وکړه. دے څۀ موده د ‘مير’ پۀ نامه خلائي سټېشن کښې ؤ.

د ‘اسلام اٰن لائن نېټ’ سائټ شوروي خلاء باز ‘موسٰي مناروف’ هم د مسلمانانو خلابازو پۀ لسټ کښې راولي چې د ‘مير’ خلائي سټېشن ته د سوريه د خلاء باز ‘فاريس’ نه پینځۀ مياشتې وروسته ختلے ؤ. ‘مناروف’ پوره يو کال پۀ خلاء کښې کار وکړو. دۀ دوېم ځل پر 1990ز کال کښې خلاء ته الوتنه وکړه.

پۀ 1988ز کال کښې يو بل مسلمان خلاء باز، افغان پښتون عبدالاحد مومند خلاء ته الوتنه وکړه. د دۀ دا الوتنه هغه وخت وشوه چې خلاء باز ‘موسٰي مناروف’ خپلې الوتنې ته وخت زيات کړو او پاس پۀ ‘مير’ خلائي سټېشن کښې ؤ. لکه څنګه چې ‘اسلام اٰن لائن نېټ’ وائي، دا د خلاء پوهنې پۀ تاريخ کښې هغه يواځينۍ پېښه ده چې پۀ مدار کښي پۀ يو وخت دوه مسلمان خلاء باز وو.

پۀ راتلونکي کښې قزاقان ‘توکتار اوباکيروف’ او ‘تلغت موسو بايف’، هم دا راز اوزبک ‘ساليزژان شريپوف’ خلاء ته الوتنې وکړې چې د مسلمانانو خلاء بازو پۀ لسټ کښې راغلل. لۀ دې نه وروسته يوې ښځې خلاء بازې ‘انوشه انصاري’ چې د ايران وه خو پۀ امريکا کښې ئې ژوند کوۀ، خلاء ته الوتنه وکړه.

بل خلاءباز چې د مسلمانانو خلاء بازو پۀ لسټ کښې راځي، هغه ملېشيائي ‘شيخ مظفر شکور’ دے چې د 2007ز کال د اکتوبر پۀ لسمه ئې پۀ روسي ‘سايوز’ بېړۍ کښې خلاء ته الوتنه کړې ده.9

لياخوف او عبدالاحد مومند د بره نه زمکې ته د Soyuz TM-5 پۀ ذريعه راستانۀ شول. پۀ شپږم ستمبر دغې جهاز لېنډېنګ کښې تاخير د تکنيکي خرابۍ پۀ وجه راغے. د رېډيو ماسکو نه خبر خور شو چې لياخوف او عبدالاحد مومند خېريت سره دي او مشن کنټرول سره پۀ رابطه کښې دي. رېکارډنګ ئې د هغوي وغږولو. يوه ورځ پس Retro-zire ټيک شو او 00.50 GMT،Soyuz TM-5 د Dzhezkazqer سره نزدې لېنډنګ وکړو. کله چې زمکې ته راکوز شو، دا وخت براه راست نشريات د رېډيو لۀ اړخه نۀ وو، البته د مشن کنټرول لۀ اړخه پۀ ټيلي وژن تصويرونه براهِ راست خوارۀ شول.

عبدالاحد مومند ته Hero of the Soviet Union اېوارډ پۀ اووم ستمبر1988 ورکړے شو.

د خلاء پۀ وخت د هغۀ مور د خپل زوي باره کښې سخته فکرمنه وه. د افغانستان صدر ډاکټر نجيب د هغۀ مور خپل دفتر ته رابلله. د دې او د زوي ترمينځه ئې اٰډيو کانفرنس تابيا کړو. د دې کانفرنس پۀ برکت پښتو پينځمه ژبه شوه چې پۀ خلاء کښې ووئيلې شوه. هغۀ اتۀ ورځې، شل ګېنټې او شپږویشت منټونه پۀ خلاء کښې تېر کړي وو.

د خلاء نه پۀ واپسۍ کښې دې Deputy Civil Eviation وزيرمقرر کړے شو مګر د لږ وخت لپاره، ځکه چې طالبانو پۀ حکومت قبضه وکړه. کله چې Soviet Union د افغانستان نه انخلاء وکړه نو عبدالاحد مومند پۀ 1992 کښې جرمني ته لاړو او پۀ کال 2003 کښې ورته د جرمني نېشنلټي تر لاسه شوه. دلته هغۀ د پرنټنګ کار شروع کړو او پۀ Ostfildern کښې رېزائډنګ اکاونټنټ دے دStuttgart سره نزدې.

حوالې:

.1 عبدالاحد مومند، د عبد الاحد مومند ژوندليک، مشموله، پۀ تشيال کښې لومړنے افغان، محمد طاهر کاڼي، د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه، 2011، مخ 14

.2انشاء، ميا سهېل، د پښتو پرون، نن او سبا، د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه، 2005، مخ 76

.3 محمد طاهر، کاڼي، پۀ تشيال کښې لومړنے افغان، د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکي څانګه، 2011، مخ 5

.4 هم دغه اثر، مخ 6

5. http:www.astronaut.ru/asafgan/text/101.htm

6. http:www.astronaut.ru/asafgan/text/101.htm

7. http:www.nasled.ru/pressa/hronika/1988/08/index.htm

8. http://astro.websib.ru/novos/kosmonavtika/2007/now3

2007/now3 2007.htm

9. http://astro.websib.ru/novos/Kosmonavtika/2007/now3

2007/now3 2007.htm