علامه اقبال: يوه محبوبه، درې ښځې، څلور ودونه (ډاکټر خالد سهېل) – ژباړن: اياز الله ترکزے

ګرانو لوستونکو! زۀ چې د علامه اقبال د ژوند پۀ نفسياتي اړخونو دا مضمون ليکم، د دې مضمون نه وړاندې څو خبرې ستاسو پۀ خدمت کښې پېش کوم.

زۀ دا واضح کول غواړم چې زۀ د اردو ژبې او ادب نۀ محقق يم او نۀ سکالر يم؛ زۀ د نفسياتو طالبعلم يم او پۀ خپل کلېنک کښې د يو نفسياتي معالج (Psychiatrist) پۀ توګه کار کوم. زۀ د څۀ مودې نه پۀ تخليقي صلاحيتونو لرونکو خلقو (Creative personalities) تحقيق کوم.

د نفسياتو د ماهرينو دا خيال دے چې شاعر، اديب او فنکار د نورو خلقو پۀ نسبت د نفسياتي مسئلو ډېر زيات ښکار کېږي او کۀ چرې پۀ وخت ئې علاج و نۀ شي نو هغه به د ارنسټ هېمنګوے (Ernest Hemingway) او د سلويا پلاتهـ (Sylvia Plath) پۀ شان خودکشي کوي. ما پۀ خپل تحقيق کښې اول د مغربي فنکارانو د سوانح عمرو مطالعه وکړله چې پۀ هغې کښې ورجيناوولف (Virginia Wolf) او د ونسنټ وېنګو (Vincent Van Gogh) نه علاوه نور فنکاران هم شامل وو.

د مغربي فنکارانو د ژوند مطالعې نه پس ما د مشرقي اديبانو او شاعرانو د سوانح عمرۍ مطالعه او تجزيه وکړله او دا لاندې مضمونونه مې وليکل:

ميرتقی مير: فن اور پاگل پن

مصطفٰی زیدي اور تخلیقی خودکشی

ساقی فاروقی کا نفسياتی تجزيہ

او د علامه اقبال متعلق مضمون هم د دې سلسلې کړۍ ده. د اقبال د شخصيت يو اړخ فلسفيانه او شاعرانه دے چې د هغې باره کښې مې يو مضمون ’اقبال ايک مسلم ریفارمر‘ هم ليکلے دے.

دا ځل زۀ د هغۀ د شخصيت پۀ رومانوي او نفسياتي اړخونو باندې خپله توجه مرکوزوم. زما پۀ خيال د هر فنکار د شخصيت دوه اړخونه ډېر اهم وي – ماهرينِ فن پۀ يو اړخ او ماهرينِ نفسيات پۀ بل اړخ باندې توجه خاص کوي. زما پۀ خيال فنکار ځکه د نفسياتي مسئلو ښکار کېږي چې هغه غېر روايتي افکار او کردار لري؛ د عارف عبدالمتين شعر دے:

مری عظمت کا نشان میری تباہی کی دلیل
میں نے حالات کے سانچھوں میں نہ ڈهالا خود کو

زۀ اميد لرم چې زما دا مضمون به تاسو د ادبي او اخلاقي حوالې پۀ توګه نۀ ګورئ بلکې د نفسياتو پۀ حواله به ئې ګورئ او لولئ . کېدے شي تاسو دې مضمون کښې د علامه اقبال د ذات د څو نوو اړخونو نه هم خبر شئ .

ما يو ځل د احمد فراز نه تپوس وکړو چې تاسو خپله سوانح عمري ولې و نۀ ليکله؟ نو هغوي راته ووې، “نيم رښتيا ما نۀ ليکل غوښتل او ټول رښتيا ليکلو ته لا زمونږ قام تيار نۀ دے”؛ اميد دے چې تاسو به د پوره رښتيا اورېدو حوصله لرئ ]خالد سهېل[.

د اقبال شعر دے:

لازم ہے دل کے پاس رہے پاسبانِ عقل
لیکن کبھی کبھی اسے تنہا بھی چھوڑ دے

او چې کله زړۀ ايکي يواځې شي نو عجيبه نفسياتي معجزې او رومانوي کرامات راښکاره کوي او نن زۀ تاسو ته هم د هغه معجزې او کراماتو قيصۍ سره حاضر يم.

مونږ چې کله د علامه اقبال د ژوند نفسياتي مطالعه کوو نو مونږ ته دا احساس کېږي چې هغه د حساس زړۀ، ذهن، دماغو او د ذړۀ راکښونکي شخصيت باوجود د ډېرو رومانوي تضاداتو ښکار ؤ چې د دۀ د خوشحاليو پۀ لاره ئې ازغي شيندلي وو او هغۀ ټول عمر دننه داخلي کرب او اذيت برداشت کولو کښې تېر کړے دے.

د علامه اقبال پټ نفسياتي تضادات هغه وخت راښکاره شول چې کله هغه د اعليٰ تعليم د پاره د اېشياء نه يورپ ته لاړو. علامه اقبال چې څۀ وخت د مشرق د رومانوي تنګسۍ ښکار فضا پرېښوده اود مغرب پۀ ازاده فضا کښې داخل شو نو هغۀ ته پۀ خپله هم پۀ دې ډېر حېرت وشو چې د دۀ شخصيت دومره مقناطيسي دے چې د مختلفو ثقافتونو حسينې او ښائسته ښځې پۀ دۀ باندې زړۀ بائېللو ته تيارې وې. موهن داس ګاندهي خو چې لندن ته راغلو نو هم د غوښې، شرابو او ښځو نه مجتنب ؤ، خو اقبال د مغرب د نعمتونو نه پوره استفاده وکړله او ډېرې نوې دوستۍ جوړولو او ورسره وخت تېرولو کښې ئې هېڅ وېره محسوس نۀ کړه. پۀ دې دوستانو او يارانو کښې د مغرب ښکلې ښکلې جينکۍ هم شاملې وې او د مشرق نيازبينې ګل ورينې جينکۍ هم وې چې پۀ هغې کښې يوه عطيه فېضي هم وه.

د اقبال او د عطيه فېضي دې رشتې پۀ لږ وخت کښې د قربتونو ډېر اوږد سفر وکړو او د دوي تعلقات دومره زيات شول چې د ماښام ملاېدو نه پس روټۍ خوړل بيا پېدل ګرځېدل او د ژوند پۀ مختلفو اړخونو ګپ شپ لګول يو معمول جوړ شوے ؤ. اقبال د عطيه فېضي د حسن او جمال صرف نۀ بلکې د هغې د ذهانت او قابليت نه هم متاثره ؤ. اقبال به د عطيه د هرې رايې ډېر احترام کولو او دوي پۀ خپل پي اېچ ډي تهيسس کښې هم د هغې رايې غوښتې وه.

کله چې مونږ د عطيه فېضي ډائري ګورو نو اندازه کېږي چې د دوي رشته هغه پړاو ته رسېدلې وه چرته چې دوستي او محبت دواړه غاړه غټۍ کېږي. عطيه ليکي، يوه ورځ چې دا د اقبال دوستانو او استاذانو سره د دۀ کور ته لاړلو، د دې د پاره چې ځان سره ئې پۀ سېل بوځو خو اقبال هغه وخت سخت پۀ مراقبه کښې ور غرق شوے ؤ او پته نشته چې د کوم وخت نه هغه د دنيا و مافيها نه نا خبره پۀ بې خودۍ کښې ورک شوے ؤ. ټولو ملګرو ئې ډېر کوششونه وکړل خو څوک هم اقبال پۀ هوش کښې واپس راوستو کښې کامياب نۀ شو. اخر هم عطيه ټول ملګري بهر ولېږل او د خپلې بې تکلفۍ او د نزدېوالي نه ئې کار واخستو او دومره ئې پۀ زوره زوره غېږ کښې ومږلو را ومږلو چې هغه پۀ هوش کښې راغلو. هم د دې يوې واقعې نه د عطيه او د اقبال د خصوصي دوستۍ او مينې اندازه پۀ اسانه لګېدې شي. د عطيه د ډائرۍ نه اندازه کېږي چې هغه لکه د يو ملګري پۀ ځاے د خپل محبوب قيصه کوي.1

پۀ 1908 کښې چې کله اقبال تعليم مکمل کړو او هندوستان ته واپس راغلو نو هغه د يو نفسياتي بحران سره مخامخ شو. هغه د خپل روايتي ماحول او د دې حالاتو نه دومره زړۀ ماتے شوے ؤ چې د کور او وطن نه د تښتېدو پۀ باره کښې ئې ډېر پۀ سنجيدګۍ سره سوچ شروع کړو. پۀ دغه ورځو کښې اقبال عطيه فېضي ته يو خط ولېږلو چې پۀ هغې کښې دۀ د خپل زړۀ حال ليکلے دے. د دې خط ذکر عبد المجيد سالک د اقبال پۀ ژوندليک “ذکرِ اقبال” کښې هم کړے دے، ځکه چې دغه خط پۀ ډېرو حوالو سره د اقبال مشهور ترين او بد نام ترين خط ثابت شو. پۀ دې خط کښې اقبال د خپل ذهني اذيت تر څۀ حده خپله ښځه ذمه واره ګڼلې ده او ليکلي ئې دي چې د دۀ پلار پۀ کم عمرۍ کښې پۀ زبردستۍ سره د دۀ وادۀ کړے ؤ او دا وادۀ د دۀ د پښو زنځير جوړ شوے دے؛ ځکه چې اقبال خپلې ښځې سره ذهني يو والے نۀ محسوسولو. اقبال دا هم ليکلي دي چې کله کله دا سوچ کوي چې خپل ټول غمونه پۀ شرابو کښې واچوم او وې څښکم، ځکه چې شراب خودکشي اسانوي.

اقبال د نهم اپرېل 1909 پۀ خط کښې ليکي، “زۀ ښځې له د نان نفقې ورکولو ته تيار يم خو دې ته بالکل تيار نۀ يم چې ځان سره ئې وساتم او خپل ژوند عذاب کړم. د يو انسان پۀ حېث ما له د خوشحالۍ د حاصلولو حق حاصل دے؛ کۀ چرې معاشره يا فطرت زما د دې حق نه انکار کوي نو زۀ به د دواړو نه بغاوت وکړم. زما د پاره صرف يوه لاره ده چې زۀ دا بد بخت ملک همېشه د پاره پرېږدم او يا پۀ مے خورۍ کښې پناه وګورم، ځکه چې دې سره خودکشي اسانېږي. د کتابونو دا مړې بې ساه او بنجر پاڼې خوشحالۍ نۀ شي ورکولې او زما د روح پۀ اعماق کښې داسې اور پروت دے چې زۀ دا کتابونه او دې سره د معاشرې رسمونه او روايات هم سوزولے او ايره کولے شم. )حواله 2، مخ (95

کوم خلق چې اقبال د خپلې خاورې او وطن پرستار او د مشرقي او اسلامي رواياتو علمبردار ګڼي، د دوي د پاره د “بدبخت ملک” والا الفاظ او دغه روايات سوزول او ايره کول” دا تصور به ورله ضرور د فکر لمحه وي.

د دې خط نه صفا ظاهرېږي چې اقبال پۀ دغه ورځو کښې ډېر سخت ذهني بحران پۀ لړ کښې ؤ او د دۀ د ذات پۀ ژورتيا کښې د دۀ د ښځې، روايتي کورنۍ او د فرسوده رواياتو باندې مبني معاشرې خلاف پټه غصه راښکاره شوې ده. دا دۀ خپلې محبوبې ته وئېل. عطيه فېضي د دې غم نه ډک خط جواب ډېر پۀ همدردانه انداز کښې ورکړے ؤ، مشوره ئې ورکړه چې دا دې د خپلو نزدې ملګرو سره رابطه وکړي او د هغوي نه دې نفسياتي مدد وغواړي.

کله چې مونږ د اقبال د ژوند د دغه دور نفسياتي تجزيه کوو نو مونږ ته احساس کېږي چې د يورپ نه د راستنېدو نه پس اقبال پۀ يو دوه کښې حېران ؤ. هغه صرف د خپل وادۀ نه نۀ بلکې د خپل ثقافت، خپل مذهب او د خپلو رواياتو نه هم زړۀ ماتے ؤ. هغه د يو سخت نفسياتي تضاد ښکار شوے ؤ. يو طرف ته ورته د خانداني ذمه واريو احساس ؤ او بل اړخ ته هغه د يورپ د ازاد ژوند خوښوونکے شوے ؤ چې پۀ هغې کښې د ډېرو معاشرتي او رومانوي نعمتونو سره د عطيه فېضي زړۀ راکښونکے نزديکت هم شامل ؤ. عېن ممکن ؤ کۀ هغۀ د زړۀ نه عطيه فېضي خپلول غوښتل خو دومره جرأت پۀ کښې نۀ ؤ چې مخامخ ئې ورته اظهار کړے وے. هغۀ اشارتاً خو ورته ووې چې دے خپلې ښځې نه خوشحاله نۀ دے. عطيه فېضي هم يوه تجربه کاره او جهانديده ښځه وه. هغې يو غمګين شاعر، خفه فلاسفر او پرېشان حال خاوند د خپل ژوند ملګرے جوړول نۀ غوښتل. هغې ته دا اندازه وه چې د هغې ملګري ته د محبوبې د دوېمې ښځې نه زيات د يو ماهر نفسيات ضرورت دے. عطيه د اقبال مداح وه خو ساده مزاجه نۀ وه.

اقبال ته چې کله اندازه وشوه چې عطيه فېضي ورسره وادۀ نۀ کوي او د خپلې ښځې سره پۀ اوسېدو خپل ژوند جهنم نۀ شي جوړولے نو هغه ډېر زيات پرېشانه شو. د انساني نفسياتو د ماهر پۀ حېث زۀ د دې تکليف د حقيقت نه ډېر ښۀ خبر يم چې کله انسان د نفسياتي بحران ښکار شي او د دۀ دننه د غصې او نفرت اور بل شي نو هغه بيا جذباتي او رومانوي فېصلې کوي او دغه بيا دانشمندانه نۀ وي او هم دغه حال د اقبال شوے ؤ. هغۀ د دې بحران نه د ځان ويستلو د پاره د دوېم وادۀ فېصله وکړله او د يو چا پۀ مشوره ئې د سردار بېګم سره نکاح وکړله. د نکاح نه پس لا رخصتي هم نۀ وه شوې چې اقبال ته ګمنام خطونه راتلل شروع شول چې پۀ هغې کښې پۀ سردار بېګم باندې الزامونه وو. اقبال دې خطونو سره دومره زړۀ ماتے شو چې دۀ سردار بېګم له د طلاق ورکولو فېصله وکړله.

اقبال يا د دغه نفسياتي او رومانوي تضاداتو د سختيو نه راوتے نۀ ؤ چې د لدهيانې نه ورله يوه رشته راغله او دا رشته د دغه ځاے د مشهور ډاکټر سبحان علي د لور وه؛ د اقبال خور کريم بي بي )چې د دۀ د اولنۍ ښځې پۀ نوم شريکه وه(، ورته د لدهيانې د تلو او د جينۍ د کتلو مشوره ورکړله او اقبال دا خبره ومنله. کريم بي بي د جينۍ دومره تعريفونه کول چې اقبال د جينۍ کتلو نه بغېر ښۀ پۀ جوش او خروش کښې مختار بېګم سره وادۀ وکړو. چې کله ناوې کور ته راغله او اقبال د نزدې نه وليدله نو دماغو ئې کار پرېښودو ځکه چې مختار بېګم بالکل هم ښائسته نۀ وه لکه څنګه چې ورته خور ذکرونه کړي وو. مختار بېګم سره پۀ ملاوېدو د اقبال د خوبونو شيش محل دڼې وڼې شو او چې کله د حالاتو تفتيش وشو نو پته ولګېده چې اقبال سره دهوکه شوې وه. د جينۍ نوم مختار بېګم خو ؤ خو هغه د ډاکتر سبحان علي لور نۀ بلکې خورزه وه. اقبال ته چې کله د حقيقت پته ولګېده نو هغه وخت اوبۀ د سر نه اووښتې وې ځکه چې اقبال مختار بېګم سره د وادۀ شپه هم تېره کړې وه.

اقبال لا د دې نفسياتي او رومانوي تيندک نه رانېغ شوے هم نۀ ؤ چې ورته د دوېمې ښځې سردار بېګم خط تر لاسه شو چې پۀ هغې کښې ئې ليکلي وو چې هغه هم د هغه ورځې نه انتظار کوي چې دے به راشي او ما به د خپل ژوند ملګرې جوړه کړي. کۀ چرې تا داسې و نۀ کړل نو زۀ به ټول عمر کښې وادۀ و نۀ کړم. هغې د افسوس اظهار هم وکړو چې اقبال پۀ اورېدلو خبرو او افواګانو باندې اعتماد وکړو او جذباتي فېصلې ئې وکړې، د کومې چې ما ته د يو ذهين شاعر او دانشور نه توقع نۀ وه. د سردار بېګم خط لوستو سره اقبال پۀ احساس ګناه کښې مبتلا شو. سالک د دۀ پۀ سوانح “ذکرِ اقبال” کښې ليکي چې اقبال ته کله د دې حقيقت پته ولګېده چې هغه خطونه يو مقامي وکيل نبي بخش ليکلي وو ځکه چې هغۀ د خپل زوي وادۀ سردار بېګم سره کول غوښتل نو اقبال نور هم ملامته شو. بيا اقبال څۀ نورو دوستانو سره مشوره وکړله نو هغوي ورته ووې چې دوي د سردار بېګم او د هغې ټول خاندان پېژني او سردار بېګم يوه صاحب کرداره ښځه ده.

اقبال ته اندازه وشوه چې هغۀ پۀ جلد بازۍ کښې بغېر د سوچ نه دوېم او درېم وادۀ وکړو. د احساس ګناه او ملامتۍ نه اقبال سردار بېګم کور ته د راوستو فېصله وکړله خو دې فېصلې سره دا د يو بل نفسياتي تضاد ښکار شو. اقبال ته پته وه چې هغۀ سردار بېګم ته پۀ زړۀ کښې طلاق ورکړے دے. اقبال ته مذهبي ملګرو ووې چې د اسلامي شريعت اصول دي “حلاله”. پۀ دې کښې چې يو مسلمان سړے خپلې ښځې له طلاق ورکړي نو بيا ورسره تر هغې دوباره نکاح نۀ شي کولې تر څو چې هغې سره د بل سړي نکاح نۀ وي شوې او د هغۀ نه ورته طلاق نۀ وي ملاو شوے. اقبال د حلاله پۀ تصور سره نور هم پرېشانه شو. هغۀ د يو مولانا سره مشوره وکړله. مولانا ورله فتويٰ ورکړله چې پۀ اقبال باندې د حلاله شرعي قانون نۀ جوړېږي ځکه چې دۀ د ناوې سره د وادۀ شپه نۀ ده تېره کړې. د مولانا د فتوې نه پس هم د اقبال زړۀ او ضمير نۀ منل او هغه دومره د احساس ګناه ښکار ؤ چې د ضمير پۀ عدالت کښې د بري کېدو د پاره ئې سردار بېګم سره د کور راوستو نه پس بيا نکاح وتړله او هم دغه شان سردار بېګم سره دوه ځل نکاح وشوه او دغه شان ئې دا دوېمه او څلورمه ښځه شوه او هم دغه شان پۀ دوه کالو کښې د اقبال پۀ ژوند کښې د درې ودونو او د دوه ښځو اضافه وشوه. د دلچسپۍ خبره ده چې اقبال خپله دوېمه ښځه او درېمه ښځه يو ځاے کړې نو اولنۍ ښځې کريم بي بي ئې هم د خپلو بچو افتاب او معراج سره د لاهور راتلو فېصله وکړله. چنانچې يو هغه دور هم ؤ چې کله اقبال پۀ لاهور کښې د خپلو درې ښځو او دوه بچو سره وسېدو.

د شاعرِ مشرق دا د ډېرو ښځو نظام چې نفسياتي حوالې سره ډېر زيات تکليف ده او غېر حقيقت پسندانه ؤ، ډېر وخت برقرار پاتې نۀ شو. اخر يوه ورځ د کريم بي بي مور راغله. هغې اقبال ډېر غېر ذمه وار زوم وګڼلو او دومره غصه شوه چې خپله لور او نمسي ئې ترې نه واپس بوتلل. )حواله 3، مخ (80

د اقبال د سوانح عمرو نه داسې معلومېږي چې هغه پۀ خپلو درېو واړو ښځو کښې پۀ سردار بېګم باندې ډېر مهربانه ؤ. هغه پۀ درې واړو ښځو کښې د ټولو نه زياته ښائسته هم وه. تر يو وخته پورې هغه د دۀ د خوښې بېګم وه. د دې ښځې نه د دۀ دوه بچي جاوېد او منيره پېدا شوي وو، خو بيا پۀ ورو ورو د دې وادۀ د مينې رنګ هم پيکه کېدو. اقبال پۀ خانداني ذمه ورايو باندې برابر ونۀ ختو. سردار بېګم ته اندازه شوې وه چې علامه اقبال يو کامياب شاعر او فلسفي دے خو يو ناکامه او غېر ذمه وار خاوند هم دے. د وخت سره سره د سردار بېګم خوبونه او تمناګانې بدنما کېدلې او ورسره به خفه خفه او غصه غصه هم وه .

د علامه اقبال کشر زوي جاوېد اقبال پۀ خپل سوانح عمرۍ “اپنا گرېبان چاک” کښې د خپل مور او پلار د رشتې نقشه څۀ داسې الفاظو سره جوړوي.

“زما د مور اصرار ؤ چې پلار مې پۀ باقاعدګۍ سره وکالت وکړي ځکه چې د کور اخراجات به نۀ پوره کېدل او د کرايه پۀ کور کښې د اوسېدو پۀ ځاے خپل کور واخلي، دا منظر تر اوسه پورې زما پۀ سترګو کښې پروت دے چې مور مې د پلار پۀ ذاتي کمره کښې ولاړه وه، هغۀ ته ئې خبرې کولې او رټلو ئې او پۀ ژړا ژړا کښې ئې ورته وئېل چې زۀ پۀ دې کور کښې لکه د نوکرې پۀ شان کار کوم او ورسره د پېسو بچت کولو کوشش کښې هم لګيا يم؛ بل اړخ ته تۀ يې چې پکار وه څۀ کار دې کولے او تۀ پۀ بستره کښې هر وخت پروت يې او شعرونه ليکې. د مور پۀ ځواب کښې مې پلار پروت ؤ، هېڅ ئې نۀ وئېل، بس ځان سره مسکے مسکے کېدو )حواله 4، مخ (20.

د دې ليک نه صفا ظاهرېږي چې د دنيا عظيم شاعران سياست دانان او د دانشورانو پۀ سترګو کښې سترګې اچولو واله د هغۀ د ښځې د اعتراضاتو پۀ جواب کښې ورسره هېڅ هم نۀ وې. هغه خپل ځان د يوې ملکې پۀ ځاے نوکره ګڼي. چې د خوښې د ښځې دا حال ؤ نو تصور کول دي چې د هغه نورو ښځو پۀ زړۀ به څۀ تېرېدل.

علامه اقبال د خپلو درېو ښځو سره پۀ هندوستان کښې ژوند تېرولو سره سره خپلې محبوبې عطيه فېضي ته هم پۀ تسلسل سره خطونه ليکل. د اقبال رومانوي ژوند پۀ يوه حواله د نورو مشرقي شاعرانو نه مختلف نۀ ؤ؛ يعني محبوبه چې کله ئې هم ښځه نۀ وي جوړه شوې او چې ښځه ئې کله هم محبوبه نۀ وي جوړه شوې.

اقبال بيا نور ټول ژوند کښې د هندوستان نه يورپ ته تللے نۀ ؤ خو ټول عمر د يورپ د ښځو نه متاثره ؤ او هغوي هم د دۀ پۀ جادو کښې راګېرې شوې وې او د لرې لرې نه به ورله د ملاوېدو د پاره راتلې. اقبال به هم ورسره ډېر پۀ خوند ملاوېدو او پۀ خپل انداز تکلم کښې به ئې د هغوي زړۀ ګټلو.

د جاوېد او منيره د مور د مړينې نه پس هم اقبال پۀ کور کښې د خپلو ماشومانو د خدمت د پاره د يوې هندوستانۍ ښځې نوکرې پۀ ځاے جرمن نژاد نوکره ساتلې وه. هغه جرمنۍ ښځه پۀ انګرېزۍ او اردو پوهېده او ماشومانو به ورته انټي ډورس وئيله. هغې به ماشومانو سره ډېر شفقت کولو. پۀ نفسياتي طور داسې لګېده چې انټي ډورس ماشومانو سره د مينې کولو سره سره د اقبال د يورپ واله خاص ضرورتونه هم پوره کول او د دلچسپۍ خبره دا ده چې اقبال خپل زوي جاوېد د پاره پۀ ماشومتوب کښې يوه يورپي مور کتلې هم وه خو پۀ ځوانۍ کښې ئې ترې نه شکايت وکړو.

یورپ کی غلامی پہ رضا مند ہوا تو
مجھ کو تو گلہ تجھ سے ہے یورپ سے نہیں ہے

جاوېد پۀ خپله سوانح عمرۍ کښې ليکلي دي چې د هندوستان يوه ښځه د دۀ د مور وفات نه پس د دوي د خيال ساتلو د پاره راضي وه خو هغې د اقبال سره وادۀ هم کول غوښتل خو اقبال د دغه ښځې دعوت قبول نۀ کړو. سالک پۀ “ذکرِ اقبال” کښې ليکي چې يوه هندوه ښځه هم د اقبال پۀ عشق کښې مبتلا وه او هغه د يو مالداره ډپټي کمشنر لور وه او د هغې باره کښې مشهوره وه چې هغې د هندوانو سړو پۀ ځاے پۀ مسلمانانو سړو کښې زياته رومانوي دلچسپي لرله. هغې اقبال سره پۀ لاره کېدو او د رابطو زياتولو کوشش وکړو، رشته ئې هم ورلېږلې وه خو اقبال ورته انکار وکړو.

د اقبال نږور رشيده چې وادۀ ئې د دۀ د مشر زوي افتاب سره شوے ؤ، د خپل خاوند افتاب اقبال او د سخر محمد اقبال پۀ سوانح عمرۍ کښې د خپل سخر د ژوند د ډېرو رازونوو نه پړده اوچتوي . هغې د عبدالمجيد سالک بيان چې “علامه اقبال ته د سردار بېګم پۀ باره کښې خطونه نبي بخش وکيل لېږلي وو”،غلط ثابت کړي. هغه وائي چې هغه خطونه د اقبال د خور کريم بي بي سازش ؤ. هغې نۀ غوښتل چې ورور ئې دوېم وادۀ وکړي. د هغې د يوې ښځې پۀ وجه د بلې ښځې سره همدردي وه )پۀ نفسياتي طور د اقبال د خور د اقبال د ښځې سره همدردي د دې پۀ وجه هم ذهن مني چې هغه دواړه پۀ يو نوم هم وې(.

نو بس هغې د اقبال پۀ لور معراج باندې خطونه ليکل او د بل کوم يو ښار نه به ئې ورته ورباندې د ډاک ټکټ ولګولو او پوسټ به ئې کړو، د دې وجې چې چرته د اقبال شک پېدا نۀ شي . ډېره موده پس اقبال ته د خپلې لور يو خط ملاو شوے ؤ چې هم دۀ ته ئې ليکلے ؤ؛ نو اقبال ته د هغۀ پخواني خطونه راياد شول چې د هغې ليک دې سره بالکل يو شان ؤ. اقبال دې سره پۀ شک کښې شو، نو سيالکوټ ته لاړو او د خپلې لور نه ئې د رښتياو متعلق تپوس وکړو. لور ورته اقرار وکړو، بيا ئې د خور نه تپوس وکړو او دغه شان د کلونو پټ راز راښکاره شو.

راز کہاں تک راز رہے گا منظرِ عام پہ آئے گا
جی کا داغ اجاگر ہو کر سورج کو شرمائے گا

د اقبال خور چې حالات پۀ خرابېدو وليدل نو لدهيانې ته لاړه او ښځه ئې ورله وکتله. د دې د پاره چې حالات سازګار شي خو هغې سره حالات د ښۀ پۀ ځاے نور هم خراب شول.

د دې واقعې نه دا واضحه کېږي چې اقبال او د هغۀ خور دواړه ورور او خور پۀ نفسياتي طور باندې تونديان وو او د رومانوي رشتو باره کښې ډېر هوښيار نۀ وو.

د دې ټرېجډي يو بل د دلچپسۍ اړخ دا هم دے چې کله د اقبال خور کريم بي بي او لور معراج د يو خفيه سازش ښکار کېدلې نو د اقبال اولنۍ ښځې کريم بي بي ته د دې سازش بالکل پته نۀ وه؛ هغې د دې حالاتو نه نا خبره پۀ خپل قسمت باندې ژړل.

د اقبال د مختلفو سوانح عمرو لوستلو نه باوجود دا راز نۀ راښکاره کېږي چې اقبال سره کومه دهوکه شوې وه؟ يعني د لدهيانې نه چې کومه غلطه ښځه د دۀ ناوې شوې راغلې وه، د هغې ذمه وار څوک ؤ؟ ايا د اقبال خور کريم بي بي نه غلطي شوې وه چې ډاکټر سبحان علي ورته قصداً يوه جينۍ ښودلې او هم د هغه نوم واله بله جينۍ ئې ورله لاهور ته رالېږلې وه؟ د اقبال چې د مشرقي کومو رواياتو سره ټول عمر واسطه وه، پۀ هغې کښې يو د Arrange Marriage روايت هم ؤ. پۀ دې کښې هلک او جينۍ د وادۀ نه وړاندې يو بل نۀ ويني نۀ ګوري، او کله کله خو د وادۀ د شپې نه پس دا حقيقت ور معلوم شي چې هغۀ کومې غلطې ښځې سره شپه تېره کړې وه. پۀ مغرب کښې ځوانان هلکان او جينکۍ چې د محبت نه پس وادۀ کوي، کله د دې تصور هم نۀ شي کولے چې انسان به يو داسې کس سره وادۀ کوي چې هغۀ سره دې محبت نۀ کوي.

د يو نفسياتي طالب علم پۀ حېث ما ته د دې د معلوماتو نه پس ډېره حېرانتيا وشوه چې هغه شاعرِ مشرق چې د ټول قام د مسئلو حل ئې پېش کولو، د خپلو رومانوي، جنسي او ازدواجي ژوند مسئلو ئې پۀ ټول عمر کښې څۀ تسلي بخش حل را پېدا نۀ کړو. زما د پاره دا باور کول ډېر ګران دي چې اقبال د خپلې اولنۍ ښځې سره شپاړس کاله تېرولو نه پس بېلتون وکړلو او د هغې د بچو نه ئې ځان يو اړخ ته کړو. دوېمې ښځې سردار بېګم ته ئې پۀ ګمنام خطونو باندې طلاق ورکړو. درېمې ښځې مختار بېګم سره د شپې تېرولو نه پس پۀ دې پوهه شو چې دا غلطه مختار بېګم ده او سردار بېګم سره پۀ دوېم ځل نکاح کولو نه وړاندې د مولوي سره د حلاله متعلق رجوع کوي، فتويٰ ئې ترې نه واخستله او بيا ئې پۀ هغه فتوې عمل هم و نۀ کړو.

زۀ کله کله سوچ کوم چې د هغه ساده باده ښځو پۀ زړۀ به څۀ تېرېدل د چا د حقوقو چې د رواياتو پۀ نوم استحصال کېدو او ټولنې ئې تماشه کوله؟

اقبال ته د خپل ژوند د ترخو تجرباتو نه اندازه شوې وه چې کامياب شاعر جوړېدل اسان دي خو کامياب خاوند جوړېدل ګران دي او بيا د درېو ښځو خاوند جوړېدل نور هم ګران دي؛ پۀ خاص طور سره چې کله پۀ زړۀ کښې يوه ښاپېرۍ غوندې محبوبه هم اوسي.

اقبال ته اندازه شوې وه چې د لفظونو احترام کول اسان دي خو د ښځو د زړۀ او خلوص نه احترام کول ګران دي، ځکه خو وائي چې:

اقبال بڑا اپدیشک ہے من باتوں میں موہ لیتا ہے
گفتار کا وہ غازی تو بنا، کردار کا غازی بن نہ سکا

۱) عطیہ فیضی کے خطوط و ڈائری، ترجمہ، ضیاء الدین احمد بدنی، اقبال اکیڈمی، کراچی ۱۹۶۹

۲) عبدالمجید سالک، ذکرِ اقبال، چمن بک ڈپو، اردو بازار، دہلی

۳) رشیدہ افتاب اقبال، علامہ اقبال اور ان کے فرزندِاکبر افتاب اقبال، فیروز سنز ،کراچی، ۱۹۹۹

۴) جاوید اقبال اپنا گریباں چاک، سنگ میل پبلشرز لاہور پاکستان ۲۰۰۲