‘پان افغانزم’ –’غازي امان الله خان’ او ‘باچا خان’ – فضل الرحیم مروت

 

 

 

شلمې پېړۍ ته څوک د جنګونو او څوک د انقلابونو پېړۍ وائي خو د لوے افغانستان او افغانانو يا پښتنو د پاره دا پېړۍ د جنګونو پېړۍ هم وه او د انقلابونو پېړۍ هم. د شلمې پېړۍ افغانستان او کوزې پښتنونخوا تاريخ، جغرافيه، سياسي جوړښت او نهضتونه )تحريکونه( د نولسمې پېړۍ سياست او د امپريلستي قوتونو کشمکش د لویې لوبې د خېټې نه راوځي. پۀ لنډو ټکو کښې، د افغانستان او کوزې پښتونخوا سياسي جوړښت او ترکيب پۀ شلمه پېړۍ کښې داسې ؤ:

افغانستان د انګرېز سره پۀ جنګونو اوتپلې شوو معاهدو کښې درې څېزونه بائيللي وو.

اول: نیمه نه زیات پښتون اولس

دوېم: د افغانستان نه زرخېزه زمکه د کوزې پښتونخوا ټوله سيمه بېله کړې شوې وه.

درېم: افغانستان اقتدار اعليٰ يعني استقلال هم لۀ لاسه ورکړے ؤ. د ګندمک معاهدې نه واخله تر 1919 پورې افغانستان د انګرېز د لاس لاندې هېواد ؤ.

پۀ داسې حالاتو کښې د افغانستان مثال د يو داسې سړي ؤ د چا نه چې لاس، پښې او ژبه غوڅ شوي وي. هغه صرف اورېدلے او کتلے شي خو حرکت نۀ شي کولے. د افغانانو (پښتنو) فرياد د انګۍ پۀ شان پۀ غرونو کښې بيا بيا اورېدلے کېدو او پۀ خپله ختمېدو.

د درياب سره پولې نشتوالي (Land locked) او داسې بېلوالي (isolation) د تورې وريځې غوندې د پښتون سيمه توره تيارۀ کړې وه خو پۀ داسې مرحله د لر او بر پښتونخوا )افغانستان( ګېرچاپېره حالاتو بدلون وخوړو. بېن المللي حالات هم بد شول لکه د مثال پۀ توګه د روس او جاپان جنګ (1905)، روس او انګليس کنونشن (1907)، پۀ فارس او سلطنت عثمانيه کښې ائيني تحريکونه (11-1902)، د اټلي او ترکو جنګ (1911)، د بلقان جنګونه (13-1912)، کابل ته د ترکو او جرمن مشن راتګ، اولنے نړيوال جنګ، روس کښې د بالشويک/کمیونسټ انقلاب (1917) او د ولسن د څوارلس نکتو پروګرام د ټولې پښتونخوا پۀ سياست او معيشت باندې ډېر زيات تاثير واچولو. دلته دا هم ضروري ګڼم چې د ټولو حادثاتو او انقلابونه نه زيات د روس انقلاب (1917) پۀ ايشياء کښې هغۀ څۀ رول ولوبولو کوم چې انقلاب فرانس پۀ يورپ کښې لوبولے ؤ.

د بېن المللي حالاتو نه علاوه د هغه خلقو ذکر هم ضروري دے چا چې د شلمې پېړۍ پۀ اول کښې خپل رول پۀ کوزه او بره پښتونخوا کښې لوبولے ؤ. دې کسانو کښې انور پاشا، طلعت پاشا او جمال پاشا مرکزي اېشياء او افغانستان سره سره پۀ قبائلي سيمو کښې هم سياسي حرکتونو کښې بوخت وو. بل خوا علامه محمود طرزي او د هغۀ اخبار “سراج الاخبار” هم د افغانانو پۀ پاڅون کښې يو اهم رول لوبولے دے. د “سراج الاخبار” اثر د کابل نه تر مرکزي اېشیاء او کوزې پښتونخوا پورې خور شو او پۀ اخر کښې انګرېز کمشنر “روس کېپل” کوزه پښتونخوا کښې د “سراج الاخبار” پۀ راتګ بندېز ولګولو. دغه ورځو کښې يو بل اخبار “افغان” چې پۀ پښتو او اردو کښې چاپېدو، د انګرېز پۀ ضد او ترکيانو پۀ حق کښې مقالې چاپول شروع کړل. حاجي صاحب ترنګزي (فضل واحد) د ازادو مدرسو جوړول شروع کړل او پۀ مومندو کښې ئې د انګرېزانو پۀ ضد مبارزې د پاره لښکر هم تيار کړو. حاجي صاحب د چمرکنډ مجاهدينو، کابل کښې هندي انقلابيانو او د نصر الله خان )د امير حبيب الله ورور( سره هم نزدې اړيکې لرلې.

د کوزې پښتونخوا جمود او د بره پښتونخوا سياسي بېلوالے (Isolation) پۀ افغانستان کښې د نهضت مشروطيت يا يو ائيني تحريک د مختلفو انجمنونو او ټولنو پۀ شکل کښې څرګند شو. غازي امان الله خان د ټولو تحريکونو او ټولنو سره پټ او پۀ ښکاره تماس کښې ؤ. د نهضت مشروطيت ورکوټې او غټې ډلې دا وې:

  1. انجمن سراج الاخبار
  2. مجلس جان نثاران اسلام
  3. اخوان افغان
  4. جمعيت سري ملي
  5. انجمن سري جوانان افغان

دې ټولو ډلو د افغانستان د پخوانيو ټولو سياسي ډلو يا قبائلي مقاومت نه بيخي يو بل شان موقف لرلو. لکه د مثال پۀ توګه د مشروطه خواهانو او ځوانانو “افغانانو” او د څۀ نورو ډلو غوښتنې د امير حبيب الله پۀ وخت کښې څۀ پۀ لاندې ډول وې.

يو ائيني بادشاهت جوړول.

  1. منتخب پارلېمان منځ ته راوړل.
  2. د قانون حاکميت قائمول.
  3. د تعليم عام کول او د پرېس ازادي غوښتل.
  4. د اسلامي شريعت او قراني قانون غوښتل.
  5. سياسي ازادي د قومي ګټو پۀ رڼا کښې غوښتل.
  6. د افغانستان پۀ ټولو قبائيلي او اتنکي (Ethnic) ګروپونو کښې قومي وحدت راټينګول.
  7. افغانستان جديد کول او د ترقۍ د پاره نوې طريقې خپلول.

د دې ټولو تحريکو نتيجه دا وشوه چې امير حبيب الله خان پۀ 1919 کښې مړ کړے شو او زلمے انقلابي امان الله خان پۀ فرورۍ 1919 کښې د افغانستان بادشاه شو. امان الله خان نه صرف سياسي قېديان خوشې کړل، بلکې پۀ دربار کښې ئې د انګرېز سفير پۀ مخکښې دا اعلان وکړو چې ما خپل ځان او خپل هېواد پۀ اندروني او بېروني توګه ازاد کړو او بيا ټول اولس پۀ يو اواز چغه کړه چې “يا مرګ يا استقلال” – دغه امان الله خان نۀ صرف افغانستان يو ځل بيا پۀ درېم انګليس-افغان جنګ )1919( کښې ازاد کړو بلکې لۀ نورو اصلاحاتو علاوه افغانستان ته ئې پۀ اول ځل اساسي قانوني تيار کړو او د افغانستان خلق ئې د يو اوږد سياسي قانوني بېلوالي (Isolation) نه راويستل. ډاکټر غني خپل کتاب کښې ليکلي چې:

“امان الله خان هغه زولنۍ چې افغانستان پۀ کښې بند ؤ، ماتې کړې. هغۀ غوښتل چې ټول پښتو ويونکي د افغانستان سره يو ځاے شي. Pan-Afghnic خيالات د هغۀ د ټولو پاليسيو بنسټ ؤ”.

د افغانستان درېم جنګ او استقلال پۀ کوزه پښتونخوا کښې يو انقلاب رواست او لۀ وېرې نه مانټګ چمسفورډ اصلاحات (1919) پۀ صوبه کښې نافذ نۀ شول، بلکې ماشل لاء هم ولګېده.

د پښتونخوا صوبه کله هم د هند د نورو صوبو سره پۀ ائيني، تعليمې يا اقتصادي مېدان کښې برابره نۀ شوه، بلکې دلته خلق پۀ دې مجبور کړے شول چې مدرسو نه ديني علم حاصل کړي او بس بيا د جهاد د پاره توره پۀ لاس کښې واخلي. داسې حالاتو کښې باچا خان مېدان ته راووتو. د جلېانواله باغ د حادثې، د ترکي حالات او د رولټ اېکټ خلاف د احتجاج پۀ سلسله کښې باچا خان پۀ اتمانزو کښې يوه غټه جلسه وکړه. انګرېز حکومت هغه قېد کړو او دېرش زره روپۍ جرمانه ئې هم پرې ولګوله. د خلافت پۀ نتيجه کښې چې کوم هجرت افغانستان ته وشو، پۀ هغې کښې باچا خان پۀ ډېر جوش او جذبې سره حصه واخسته او کابل ته پۀ کښې لاړو. هلته کابل کښې باچا خان د امان الله خان او محمود طرزي وغېره سره هم ليدل کتل وکړل. د هجرت نه پس باچا خان پۀ لاندینۍ درېو نتيجو ورسېدو:

  1. د ټولو نه اول پښتنو ته د علم او تعليم ضرورت دے.
  2. د پښتنو نا اتفاقي د پښتنو ترقۍ کښې خنډ دے.
  3. د قام د ترقۍ د پاره د پښتو ژبې ترقي پۀ کار دے.

باچا خان او د هغۀ ملګرو د دې ټولو مقصدونو د حاصلولو د پاره چې کوم کار شروع کړو، هغه د ازاد سکولونو جوړول وو. لۀ ټولو نه اول سکول ئې د دير پۀ سيمه کښې د فضل محمود مخفي صاحب سره پۀ ګډه )شريکه( جوړ کړو خو د دير نواب او پولټيکل اېجنټ د سکول عمارت وران کړو او دوي ئې بېرته د دير نه وويستل. لۀ دې نه پس يو خوا ئې پۀ اپرېل 1921 کښې “انجمن اصلاح الافاغنه” جوړه کړو چې د پښتون معاشرتي اصلاح او يوالي د پاره کار وکړي او بل خو ا ئې “پښتون” مجله پۀ مۍ 1928 کښې شروع کړه چې خلق د نړيوال او سيمه ئيز سياست نه خبر کړي. بيا ئې پۀ ستمبر 1929 کښې “د زلمو جرګه” او نومبر کښې “خدائي خدمتګار تحريک” شروع کړو.

باچا خان او د هغۀ ملګرو يو داسې انقلاب راوستل غوښتل چې پۀ کښې د فرانس او روس پۀ شان وينه هم توې نۀ شي، منافرت هم خور نۀ کړي او اتفاق هم راولي. بله غټه خبره دا چې د باچا خان د تحريک پۀ وجه پښتنه سيمه کښې ټول اولس ته معاشرتي برابري حاصله شوه. د مثال پۀ توګه نائي، لوهار او نور کسبګر وغېره، چا ته چې به پۀ بد نظر کتل کېدل او بله دا چې پښتنو ته ئې يو ځل بيا د خپل حق د غوښتل او حاصلولو چل وروښود او ورسره ئې د نوې ډېموکراسۍ حصول ورته ور وښودل. باچا خان او د هغۀ ملګرو د يو داسې جهادِ اکبر بنسټ پۀ پښتونخوا کښې کېښود چې هغه پۀ توره نۀ ؤ بلکې پۀ علم او قلم باندې ولاړ ؤ او پښتون اولس ئې د عدم تشدد پۀ لاره راواړولو.

د پاکستان جوړېدو نه مخکښې باچا خان انګرېز سرکار او جناح صاحب ته منصوبه وړاندې کړه چې د چترال نه واخله تر بولان پورې او د موجوده قبائيلي سيمې نه دې يوه صوبه جوړه کړې شي خو انګرېز سرکار او جناح صاحب ته دا قبوله نۀ وه. اٰل انډيا مسلم ليګ او کانګرس ته صرف د لارډ ماؤنټ بېټن منصوبه قبوله شوه چې پښتونخوا کښې دې رېفرنډم وشي. خدائي خدمتګارانو د رېفرنډم بائيکاټ وکړو. انګرېز حکومت پښتونخوا صوبه د پاکستان سره شامله کړه.

پۀ لنډو ټکو کښې دا چې غازي امان الله خان افغانستان د سياسي بېلوالي (Isolation) نه راويستو او د نوو او ژوندو قامونو پۀ قطار کښې ئې ودرولو. دې خوا باچا خان پښتون اولس ته د علم رڼا او د حق غوښتنې طريقه پۀ خپله ژبه کښې وروښودله او يو عملي جهاد ئې چې د عدم تشدد باندې ولاړ ؤ، پۀ مخکښې بوتلو. د اٰل انډيا کانګرس سره يو ځاے کېدو نه پس خدائي خدمتګار تحريک د يو کليوال تحريک نه يو بېن المللي تحريک جوړ شو او يواځې د هند پۀ سطح نۀ بلکې د ټولې نړۍ دې تحريک ته پام شو.

غازي امان الله خان چې باچا خان ورته پۀ خپله بائيوګرافي کښې د ټولو پښتنو باچا وائي، افغانستان د ترقۍ پۀ لور بوتلو د پاره عملي ګامونه پورته کړل. دې خوا هم باچا خان د پښتونخوا يو مسلسل روان جمود مات کړو او بې لۀ ټوپکه ئې انګرېز او نورې نړۍ ته ځان ښکاره کړو، چې پښتون صرف د ملا او ټوپک ملګرے نۀ دے بلکې يو با شعوره ملت دے خو کۀ څوک ئې پۀ سهي طريقه د تعليم او اتفاق طرف ته راواړوي.

خو د ټولو نه حېرانوونکې او د تنقيد وړ خبره دا ده چې د پاکستان جوړېدو نه پس د مسلم ليګ د مشرانو دا کوشش ؤ چې کۀ څوک مسلم ليګ کښې نۀ وي نو هغه غدار، پاکستان دښمن او رياست دښمن دي. دغه شان پاليسيو نۀ صرف د باچا خان او د هغۀ د ملګرو د پاره ژوند سخت کړو بلکې اخر نتيجه دا راووته چې مشرقي پاکستان د پاکستان نه بېل شو او ورسره نظريۀِ پاکستان هم پۀ خليج بنګال کښې ډوبه شوه.

 

دا هم ولولئ

حکومت موقطه هندکابل – د اسيا پۀ زړۀ کښې سياسي پاڅون – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

د هند د نيمې وچې مشهور فېلسوف ډاکټر محمد اقبال د افغانستان پۀ حقله وائي: …