افغانستان کښې انقلابي شبکې اوغازي امان الله خان – ډاکټر فضل الرحیم مروت

 

 

 

د شلمې پېړۍ پۀ اولني لسو کلونو کښې افغانستان نۀ صرف سیاسي بېلتون (Isolation) نه راووت بلکې د هېواد دننه نوي سوچ فکر چې د خارجي سیاسي، دستوري او اقتصادي مفکورو او شبکو د اثر لاندې خپل انداز کښې زړه ‘سټېټس کو’ (Status-quo) ماته کړه – افغانستان نه ګېر چاپېره هېوادونو کښې لبرالزم (Liberalism) او لۀ ټولو نه اهم د مشروطه خواهانو یا دستور خواهانو نضهتونه وو. د کابل ښار یو تکوني چوکاټ سیاست د شخصیاتو سیاسي کورنیو او ادارو کښې چورلېدو راچورلېدو.

  1. درې سیاسي کورنۍ – مصاحبان یا یحيٰ خېل، طرزي کورنۍ او چرخي کورنۍ
  2. درې نامتو ترکیان – انور پاشا، جمال پاشا او طلعت پاشا
  3. درې افغان شهزادګان – امیر حبیب الله خان، نصر الله خان، امان الله خان
  4. مدرسه شاهي، مکتبه حبیبیه، مکتبه حربیه

د افغانستان تاریخ کښې اول ځل کال 1901 کښې د امیر عبدالرحمان خان د مرګ نه پس د هغۀ زوے حبیب الله خان بغېر د څۀ جنګ نه د افغانستان امیر یعني بادشاه جوړ شو. هم دغه کال انګرېزان د پښتنو لویه برخه زمکه او خلق پنجاب نه د ‘شمال مغربي سرحدي صوبه’ (N.W.F.P) صوبې پۀ نامه جدا کړل.

نوي امیر حبیب الله خان د خپل پلار عبدالرحمان خان پالیسۍ ته دوام ورکړو. مطلق العنان بادشاهت ئې وساتلو خو ورسره ئې نوي اصلاحات (Reforms) او نوي مکتبونه د نوې زمانې سره سم رواج کړل. خو د ټولو نوو ګامونو باوجود افغانستان نه ګېر چاپېره هېوادونو کښې سیاسي او دستوري بدلونونو امیر حبیب الله ته نوې مسئلې او پرابلمونه وکتل. افغانستان کښې هغه یو نوي نسل سره مخامخ شو چې کوم خپل نظریات، خپل ورک شوے میراث او خپل مستقبل د سید جمال الدین افغاني مترقي خیالاتو، د خوشحال بابا قامي نظریاتو او د مشروطه خواهانو پۀ چوکاټ کښې لټول. پۀ دې حالاتو کښې روس او برطانوي هند حکومتونو هم د لویې لوبې (Great Game) نه اوس څۀ نوې لوبې ته نظر لرلو او دغه وجه وه چې د برطانوي هند حکومت امیر حبیب الله ته پۀ ښکاره ټکو 1902 کښې دا خبره واضحه کړه چې امیر عبدالرحمان ته وظیفه )مواجب/ (Subsidy د هغۀ د مرګ سره ختمه شوه؛ امیر حبیب الله ته به وظیفه نۀ ملاوېږي.

د هند وائسراے لارډ کرزن (Lord Curzon) څو ځله امیر حبیب الله هند ته دعوت کړو خو امیر پۀ یوه بهانه یا پۀ بله بهانه هند تګ ته تیار نۀ شو. پۀ امیر فشار اچولو د پاره نۀ صرف هغه مواجب انګرېزانو بند کړل بلکې هغه وسله چې کومه د انګلستان د یو فرم نه افغانستان ته د هند پۀ لار ورتله، هغې باندې هم embargo ولګوله. امیر د دې ځواب کښې یو د څلیریشت کسانو هئیت وټاکلو چې هغه به نورو هېوادونو سره تماس نیسي. ګو چې د امیر دا ګام د انګرېزانو پۀ نظر د هغه لوظ خلاف ورزي وه چې افغانستان به بهر صرف د انګلستان پۀ واسطه نورو هېوادونو سره تماس نیسي )دغه کار د پاره امیر پلار عبدالرحمان ذمه وار ؤ(، لارډ کرزن د هغې نه پۀ افغانستان حمله کول غوښتل خو د لندن لۀ خوا منع کړے شو او کابل حکومت باندې ئې زور راوستو چې د انګرېزانو هئیت امیر حبیب الله قبول کړي. امیر پۀ نیم زړۀ دا شرط ومنلو او دسمبر 1904 کښې د لوئیس ډېن (Louis Dane) پۀ مشرۍ کښې د انګرېزانو مشن کابل ته راغلو. لارډ کرزن د هئیت نه مخکښې دا شان هدایات ورکړي وو:

  1. افغان امیر نه مطالبه وکړئ چې افغانستان د کوئټه چمن رېل روډ بائیکاټ ختم کړي.
  2. د ډیورنډ کرښې سره پراتۀ قبائیلو سره تماس او سازشونه ختم کړي.
  3. د ډیورنډ )ډیورنډ لائن( وربندي د مومند علاقه کښې وکړي.
  4. او هغه شان معاهده )لاسلیک( دې وکړي چې څنګه عبدالرحمان خان یعني د امیر پلار انګرېزانو سره کړې وه.

انګرېزي هئیت کابل کښې څلورو میاشتو پورې امیر راضي نۀ کړو چې د 1880 افغان-انګلیس معاهده کښې بدلون راولي. لارډ کرزن لندن نه هئیت ته د واپس کېدو حکم ورکړو خو لندن حکومت ډېن ته حکم ورکړو چې یویشتم مارچ 1905 ته لاسلیک ratify کړي او امیر ته 180,000 کالدارې )روپۍ( د کال وظیفه مقرره کړه.

دې واقعاتو سره تر یوۀ حده روس هم خوشحاله شو او قام پرسته ډلې هم خوشحاله شوې چې اخر کار افغانستان د یو ازاد هېواد پۀ توګه تر څۀ حده ومنلے شو. خو لۀ بده مرغه د امیر جنورۍ نه تر مارچ 1907 پورې د هند دورې د انګرېزانو پۀ ضد د افغانستان خلقو کښې بیا شک و شبه پېدا کړه.

د افغانستان نه نور ګېر چاپېره سیاسي شبکو او نورو واقعاتو او تر اتلس میاشتو پورې روس-برطانیه منځ کښې پټ مذاکراتو اخر کار 1907 کښې ‘روس-برطانیه کنونشن’ سېنټ پیټرز برګ کښې دا شان لاسلیک وکړو:

  1. برطانیه به د افغانستان سیاسي وضعیت کښې لاس وهنه نۀ کوي.
  2. برطانیه به پۀ زور د 1905 معاهدې عملي کولو نه ډډه کوي.
  3. برطانیه به د افغانستان زمکه نۀ نیسي.
  4. او خپل داسې اثر به افغانستان کښې چې هغه روس ته تاوان رسوي، نۀ کوي.
  5. روس هم ومنله چې افغانستان به د روس د اثر نه بهر وي.
  6. د روس-برطانیه کنونشن اخرۍ نکته ډېره دلچسپه او زړۀ پورې ده چې دا ټول کارونه به هغه وخت عملي کېږي چې د افغانستان امیر کنونشن ratify کړي –

خو امیر حبیب الله دا کنونشن غېر قانوني وګرځولو، ځکه چې افغانستان دې کښې شریک نۀ ؤ او نۀ مو ورکښې څۀ برخه یا اواز ؤ. د افغانستان امیر پینځۀ جهتي یو سند (Document) د هند برطانوي حکومت ته واستولو او پۀ صفا ټکو ئې ورته ولیکل چې دې کنونشن د افغانستان ازادي برباده کړه او نۀ د افغانستان څۀ لاسلیک شته او د دې Approval برطانیه ته دومره نقصان مند دے چې څومره افغانستان ته دے.

د امیر دربار کښې یوه ډله د کنونشن دستخط کولو پۀ حق کښې وه. د دوي پۀ نزد کۀ دا کار ونۀ شي نو برطانیه به افغانستان باندې حمله وکړي خو د امیر ورور سردار نصر الله خان او د هغۀ پلویانو پۀ ښکاره د دې مخالفت وکړو او دړکه ئې ورکړه چې کۀ امیر کنونشن دستخط کړو نو هغه به سمرقند ته لاړ شي. دۀ زیاته کړه چې کۀ انګرېزانو ته د ګوتې ځاے ورکړي نو هغه به د کالدارو پۀ زور دا غټ غار کړي او لاس به ورکښې ومنډي او افغان اولس ته چې څوک پېسې ورکوي، ورته سلام به کوي.

دغه ځاے دوپري (Louis Dupree) یو بل دلیل د امیر د برطانوي هند حکومت د مخالفت کولو ورکوي. هغه وائي “امیر غوښتل چې انګرېز د دۀ سره کومک وکړي چې پۀ روسي ترکستان باندې حمله وکړي او 1880 کښې خپله بائیللې خاوره )روس نه( واپس حاصله کړي. د روس جاپان نه ماتې شاید امیر پۀ دغه منصوبه کامیابه لیدو مجبور کړے ؤ. انګرېزانو دا خبره ونۀ منله نو امیر هم د خپل افغان Arrogance پۀ وجه روس-برطانیه کنونشن 1907 نه انکار وکړو.”

پۀ 1908 کښې روس او برطانیه پۀ دې خبره خپلو کښې صلاح شول چې د امیر مرضي ضروري نۀ ده او کنونشن ئې قانوني وګرځولو. د روس او برطانیې تر منځ نزدې والي پۀ اسیا کښې تر څۀ حده سیاسي چپقلش بند کړو خو د هند-افغان پۀ پوله د امن راوستلو کښې روس-انګرېز ناکامه شول.

امیر حبیب الله هغه شان د قبائیلي سیمو خلقو سره نزدې تماس ساتلو او پۀ برطانوي هند حکومت ئې فشار راوستلو. د قبائیلي سیمو نه ‘صوبه سرحد’ )خېبر پښتونخوا( باندې کال 1907 کښې شپږ پنځوس (56) بریدونه وشول. دا پۀ کال 1908 کښې نهه نوي (99) ته ورسېدل او پۀ کال 1909 کښېې دا بریدونه یو کم اتۀ شلو (159) ته ورسېدل.

روس-برطانیه کنونشن پۀ افغانستان کښې د سیاست شکل وصورت کښې تغیر راوستو. افغان قوم پرستان (Nationalists) او باسواده مشران دې نتیجې ته ورسېدل چې:

  1. د افغانستان د اندروني او خارجي نزاکتونو پۀ رڼا کښې رېفارمز ضروري دي.
  2. مشروطه یا دستوري/ ائیني حکومت د پرابلمونو یواځینے حل دے.

د نوو سیاسي محرکاتو تناظر کښې د امیر حبیب الله Authority اختیار لاندیني سیاسي ټولګو او انجمنونو Challenge کړه:

  1. انجمن ‘سراج الاخبار’
  2. ‘مجلس جان نثارانِ اسلام’
  3. ‘جمعیت سري ملي’
  4. ‘انجمن سري جوانان افغان’
  5. ‘اخوان افغان’

د افغانستان سیاسي تاریخ کښې دغه شان Challenge اولنے او یواځینے ؤ، ځکه چې دې نه مخکښې د افغان بادشاهت مخالفت به د قبائیلي سردارانو یا ملکانو یا ملایانو پاڅون پۀ صورت کښې ؤ او عموماً به د حکومت چې کابل نه قبائیلي یا کلیوالو سیمو ته راغزېدو، نو مخالفت به ئې کېدو. د نوي بدلون او سیاسي شبکو هغه علتونه پۀ لاندیني وجوهاتو وو:

  1. د امیر عبدالرحمان خان د بادشاهت اخري ورځو کښې د قبائیلي کمیونټۍ سیاسي قوت انتشار سره مخامخ شو.
  2. نوکر شاهي (Bureaucracy) زیاتېدل.
  3. د تعلیم او Communication پراخېدل.
  4. خان، ملک او سردار وغېره پۀ کابل یا نورو ښاریو کښې مېشته کېدل او د ژوند نوو طریقو سره مخامخ کېدل.
  5. پۀ دربار او ارګ کښې د غلام بچاګانو پۀ تعداد کښې زیاتوب او حکومت چلولو د نوو طریقو سره اموخته کېدل او د خارج ورځپاڼو او مجلو مطالعه.
  6. د ‘مدرسه شاهي’، ‘مکتبه حبیبیه’ (1903)، مکتبه حربیه (1909) او د محمود طرزي ‘سراج الاخبار افغانیه’ نوي خیالات خورول شروع کړل.

د مشروطه خواهانو او ‘جوانان افغان’ )د ځوانانو افغانانو تحریک( جنبش کښې خارجي عوامل، نظریه او محرکات هم وو، لکه:

  1. د انګرېزانو پرمختګ پالیسي (Forward Policy).
  2. افغان-انګلیس دوه جنګونه
  3. روس-جاپان جنګ (1905)
  4. انګلیس-روس کنونشن (1907)
  5. پۀ پارس )ایران(، عثماني سلطنت او چین کښې د مشروط خواهانو نضهت (1906)
  6. پان اسلامزم خورېدل
  7. ترک-جرمن مشن کابل ته راتګ
  8. اولنے نړیوال جنګ
  9. د بلقان جنګونه (1912-13)
  10. هندي/پښتانۀ/ ترکي استادان پۀ کابل کښې
  11. هندي انقلابیان پۀ کابل او تاشقند کښې مېشته وو
  12. چمرکنډ مجاهدین
  13. د غدر پارټۍ کابل کښې هلې ځلې
  14. د باچا خان ‘انجمن اصلاح الافاغنه’
  15. د هند نه افغانستان ته هجرت

مشروط خواهانو پۀ کابل ښار کښې درې مرکزونه درلودل – (1 د امیر محل یا ارګ (2 تعلیمي ادارې او انجمنونه (3 انفرادي، دیموکرات او د جمهوریت خواهانو کورونه او چاے خانې.

د امیر دربار او ارګ کښې د غلام بچاګانو مشر محمد ولي خان بدخشاني ؤ. دغه ډلې موجود نظام (Setup) کښې اصلاحات (Reforms) غوښتل. دې ټولګي ته د محل ټول رازونه، سازشونه او اندروني او خارجي سیاست معلوم وو. دې کښې څۀ مشران د ارګ نه بهر مشروطه خواهانو سره پۀ تماس کښې وو.

د ارګ نه علاوه د مشروطه خواهانو یو شاخ ‘انجمن سراج الاخبار’ پۀ 1906 کښې جوړ شو. د دغه ډلې مشر مولوي عبدالرؤف قندهارے مشهور پۀ ‘خاکي’ چې د ‘مدرسه شاهي’ رئیس )هېډ ماسټر( هم ؤ، د هغۀ ډلې خپل اخبار ‘سراج الاخبار’ افغانستان د پاره حکومت نه اجازت وغوښتو. حکومتي اجازې نه پس دا اخبار جنوري 1906 کښې چاپ شو. ‘سراج الاخبار’ د یوې ګڼې چاپ کېدو نه پس بند شو. د محمد کاظم اهنګ او بابا عبدالعزیز قندهاري دا خیال دے چې دا بندش د انګرېزانو مداخلې او وېنا باندې شوے ؤ خو کابل کښې مېشته انګرېز اېجنټ پۀ اووۀ ویشتم اپرېل 1906 کښې برطانوي هندوستان ته خط کښې لیکلي دي، “ما اورېدلي دي چې د اخبار مالک او مدیر د اخبار چاپ کېدو کښې ناکامه شول. بله دا چې سردار نصرالله خان او د هغۀ ډله د اخبار چاپ کېدو مخالف دي” – خو زما ذاتي خیال دا دے چې د انګرېزانو پۀ وېنا بند شوے دے.

دا اخبار د مشروطه خواهانو اولنۍ خپرونه (Publication) ؤ. اخبار خو بند شو خو مترقي او باسواده طبقې باندې ئې ډېر ژور تاثیر واچولو. ‘انجمن سراج الاخبار’ خپل مرام د پاره نورې طریقې خپلې کړې – د مثال پۀ توګه، وړې وړې غونډې ئې ډېرې کړې او د لیکلو پۀ ځاے ئې زباني او د پېغام رسان کسانو پۀ ذریعه خپل کار ته دوام ورکړو.

دوېمه ډله پۀ کابل کښې د ‘مجلس جان نثاران اسلام’ وه. دې کښې زیاتره هندي استادان شامل وو. دکتور عبد النبي او د هغۀ وروڼه، مولوي محمد حسېن خان (BA)، مولوي مظفر خان مروت او سید قندهارے ئې سرکرده غړي وو. دلته یو وضاحت ضروري دے چې ‘مولوي’ ټکے د نن سبا د مدرسې یا جماعت امام یا استاد د پاره نۀ بلکې چې چا به B.A پورې سبق وئیلے ؤ، هغۀ ته به هم خلقو ‘مولوي’ وئیلو. بله دا چې ځینې خلق ډاکټر عبد الغني د مشروطه نهضت باني ګڼي، لېکن پۀ اصل کښې هغه د ‘مکتبه حبیبیه’ پرنسپل ؤ او د حبیبیه مکتب ټول استادان د مشروطه نهضت غړي وو – خو د دې مطلب دا نۀ ؤ چې د مشروطه نهضت مشر ډاکټر عبدالغني ؤ.

د مشروطه خواهانو درېمې ډلې د ‘اخوان افغان’ (Afghan Brotherhood) پۀ نوم سره سیاسي هلې ځلې کولې. د دې ډلې نامتو کسانو کښې میر قاسم خان، عبدالجلال خان قندهارے او مولوي غلام محي الدین افغان وو. د ‘اخوان افغان’ مقاصد دا وو:

  1. د دستوري بادشاهت قیام
  2. د قانون حاکمیت (Rule of Law) او منتخب پارلېمان
  3. د مطلق العنان حکومت خاتمه
  4. د خلقو بېداري او سیاسي شعور د پاره تعلیم او پرېس عام کول
  5. سیاسي ازادي
  6. معاشرتي انصاف او برابري
  7. د قامي اتحاد د پاره د ټولو قبیلو او قامونو اتحاد راوستل
  8. د جدید هېواد بنیاد د پاره ټول جدید متهوډ (Method) ایجادول او خپلول او نوي کلتور ته وده ورکول.

یو بل انجمن هم کابل کښې کار کولو چې نوم ئې ‘انجمن مسلم نوجوانان شمالي مغربي سرحدي صوبه’ (NWFP) ؤ. د انجمن غټ مرام خپل هېواد او علاقه د خارجي ظلم او جبر استبداد د حکومت د شکنجو نه ازادول وو.

د مشروطه خواهانو ټولو نه لویه ډله یا ګروپ ‘جمعیت سري ملي’ (National Secret Association) ؤ چې دې کښې د ډېرو کسانو ‘مکتبه حبیبیه’، ‘مکتبه حربیه’ او ‘مدرسه شاهي’ کښې روزنه شوې وه یا تعلیم ئې حاصل کړے ؤ. دوي د لس لس کسانو ډلو کښې تقسیم وو او هرې ډلې به د منشي یا رئیس پۀ مشرۍ کښې کار کولو. مشران او منشیان هم د ‘مکتبه حبیبیه’ نه وو. د ټولو مشر مولوي محمد سرور خان واصفي ؤ. دې ډلې ټولو پټ کار کولو؛ ځکه چې غلام بچاګان، سرداران، استادان، کاریګران، لیکوالان او شاعران وو. څۀ غړي ئې راډیکل دیموکراتان (Radical Democrats) وو او خپل مقصد او مرام د پاره دهشت ګردۍ او کودتا (Coup D’détat) کولو ته هم تیار وو. مرکز ئې ‘مکتبه حبیبیه’ ؤ. غونډې به ئې سماجي صورت کښې کولې. دوي به کابل کښې د یو بل کور کښې هم غونډې کولې. دا ټول غړي درې سوه (300) پورې وو او دوي به خپل کاروان او هلې ځلې حکومت نه پټې ساتلې.

د مشروطه خواهانو اصلاحات (Reforms) او ډېرې مطالبې امیر ته قبولې وې خو هغۀ ته دستوري بادشاهت قبول نۀ ؤ. امیر هم څۀ دوه اړخیز شخصیت لرلو. یو خوا ئې ارګ او دربار کښې جدیدې اروپائي طریقې رواج کړې – بل طرف ته ملک کښې زړې طریقې او پسماندګۍ د پاره څۀ کار نۀ کولو. د مشروط خواهانو د دباو نه ئې خپله پۀ دربار کښې اعتراف وکړو. “دیگر هر چیز را از احوالِ جدید قبول داریم الا مشروطه” )د مشروطه نه علاوه هر جدید اصول راته قبول دے( –

امیر عبدالرحمان دۀ ته نصیحت کړے ؤ چې نمائندګان درې توګه دي: (1 سرداران (2 قبائیلي مشران (3 ملایان – د مشروطه حکومت دغه نمائندګانو پۀ لاس کښې به ګوډاګے کله هم نۀ جوړېږې.

امیر ته خپلو جاسوسانو د مشروطه خاهانو ټولې منصوبې پۀ ګوته کړې او زیاته ئې کړه چې کۀ د دوي مطالبې منظورې نۀ شي نو کودتا به کوي. امیر فوري طور باندې تقریباً د شپېتۀ کسانو قېدولو حکم جاري کړو. دې شپېتۀ کسانو کښې دکتور عبدالغني او د هغۀ وروڼه، مولوي محمد حسېن، مولوي مظفر خان مروت )بیا جېل کښې مړ شو(، اووۀ بدقسمته کسان یعني لال محمد عثمان خان، جوهر شاه خان غوربندے، محمد ایوب خان پوپلزے، محمد سرور خان، سعدالله خان الکوزے او عبدالقاسم خان الکوزے ئې پۀ توپه والوځول.

د دې ټول ظلم جبر باوجود امیر یو کار کړے ؤ چې هغۀ د پلار پۀ شان ټولې قبیلې یا خاندان ته سزا ورنۀ کړه بلکې چې کوم سړے مشروطه جنبش کښې ډېر فعال ؤ، یا خلاف ئې ثبوتونه ډېر وو، هغۀ ته ئې سزا ورکړه. د مرګ و قېد سره افغانستان کښې انقلاب رانۀ غلو البته د اولس همدردي د مشروطه خواهانو سره ډېره شوه. دې سره سره خلقو سوالونه راپورته کړل او ډېر خلق ئې لۀ خوب نه بېدا کړل.

یو ځل بیا مشروطه خواهانو پۀ بل کوم ‘ځوانان افغانان’ یا ‘جوانانِ افغان’ نوم سره هلې ځلې شروع کړې. دا ځل دوي ټول زور ارګ دربار باندې د فشار راوستلو پۀ تیارۍ کښې ولګولو. دوي پۀ یوه یا بله بله طریقه د امیر کورنۍ سره هم پۀ طماس کښې شول. د امیر یو ورور د مذهب او زړو خیالاتو ترجمان ؤ. Pro-Turkish او معتدل ټولګے د امیر د زوي سردار عنایت الله خان چاپېره ؤ. د پرو-انګرېز ګروپ بادشاه پۀ خپله مشر ؤ. د امیر بل زوي امان الله خان او د هغۀ سخر محمود طرزي د قوم پرستانو مشري کوله. د مشروطه خواهانو سره د امیر پۀ خاندان کښې درې خوښي (options) وو – یو سردار نصر الله خان، بل عنایت الله خان او درېم امان الله خان. ‘جوانان افغانان’ او مشروطه خواهانو پکښې امان الله خان خوښ کړو ځکه چې هغو لبرال خصوصیت او جدید خیالات لرل او بله دا چې د محمود طرزي لور ‘ثریا’ هم د دۀ ښځه وه.

د ارګ او محل نه بهر درې خاندانونه چې مشروط خواهانو سره هم تماس کښې وو او ارګ سره ئې هم اړیکې لرلې. اولنے خاندان د مصاحبان یا یحيٰ خېل ؤ چې د نادر خان پۀ شمول ټول هند کښې جلاوطن وو. دوي د هند او د انګرېز نکته نظر نه هم خبر وو او ماحول نه هم . دوي پۀ 1901 کښې واپس کابل ته راغلي وو.

دوېم یاد شوے خاندان د چرخي وه. د غلام حېدر خان چرخي درې زامن جنرالان وو او غلجي قبیلې سره ئې هم نزدې اړیکې وې.

درېم خاندان د غلام محمد خان طرزي، د محمود طرزي پلار چې څۀ وخت کراچۍ، بغداد او بیا قسطنطینیه او دمشق کښې مېشته شول )خوشبختانه ما ئې د پلار او زوي چې استنبول کښې ایوب انصاري قبرستان کښې زمکې ته سپارل شوي دي، فاتحه کړې ده(.

محمود طرزي عثماني سلطنت کښې بدلون، عربي کلتور او سبق او د سید جمال الدین افغاني سره هم نزدې پاتې شوے ؤ. د پلار مرګ نه پس 1903 کښې افغانستان ته د درې دېرش کسانو سره واپس شو. امیر حبیب الله د محمود طرزي پۀ دربار کښې د ترجمه برخې مشر کړو. محمود طرزي د امیر توجه تعلیم، صنعت او اتصلات (Communication) طرف ته د ګرځولو هڅې وکړې. دے هم پۀ دې خبره پوهه ؤ چې امیر او د هغۀ زامنو سره نزدې تعلق د مقصد د ماډرنزم، نېشنلزم او ازادۍ ګټلو د پاره ضروري دے. د خپل وخت مشهور ترکي کتابونه دري ته وژباړل. د هغۀ زړۀ کښې چې څۀ وو، دې کتابونو کښې ئې د ځوانانو ترکیانو (The Young Turks) پۀ ژبه ووې )د محمود طرزي پۀ حقله به ټول معلومات پۀ بل مضمون کښې وړاندې کړم(.

دۀ یو ځل بیا 1911 کښې د امیر پۀ اجازت ‘سراج الاخبار’ شروع کړو. درې سوه ګڼې به چاپ کېدې. دا ځل د اخبار پوره نوم ‘سراج الاخبار افغانیه’ ؤ. د افغانستان پۀ ځاے ئې ‘افغانیه’ کړو چې پراختیا (Scope) ئې زیاته شي او ټولو افغانانو د پاره شي. محمود طرزي ئې پۀ خپله مدیر اعليٰ ؤ. د مرکزي اسیا، هند، ترکي، ایران، عرب هېوادونو او یورپ خبره به پکښې چاپ کېدل. مقامي خبرونو نه علاوه سیاست، ادب او نور مضامین هم ورکښې وو. د محمود طرزي د تنقید سټائل ډېر عجیبه شان ؤ. هغۀ به خبره ښکلو الفاظو او د امیر تعریف نه شروع کړه او بیا به ئې ډېر پۀ طریقه تنقید شروع کړو چې هغې کښې به امیر هم شامل ؤ. لکه یوه اداریه (Editorial) کښې ئې لیکلي، “امیر د جدید تعلیم ډېره سرپرستي کوي خو لۀ بده مرغه جدید تعلیم او سائنس زمونږ پۀ هېواد کښې نشته”. ډاکټر غني چې جېل کښې ؤ، لیکلي چې “طرزي به د قوانینو ګولۍ د چیني پۀ کېپسول کښې ورکولې چې هغه به ډېرې پۀ اسانه لۀ ستوني تېرېدلې.”

طرزي او د هغۀ ملګرو د اسلامي هېوادونو او خاص کر افغانستان زوال او ترکي وجوهات پۀ ګوته کول. دې کښې د افغانستان Land lock حېثیت او ډېر پۀ کمه توګه د یورپ هغه څیزونه چې د هغۀ خپلو کالونیو (Colonies) د پاره وو، افغانستان ته لار ومونده.

طرزي د افغانانو اتحاد او اتفاق باندې زور راوړ. لیک کښې به ئې هم ‘افغان نېشنلزم’ د قران د تعلیمانو سره سم ګڼلو. د خپل وطن سره مینه د مذهب سره مینه ده. جدت هم د اسلام او قران ضد نۀ وي. کۀ افغانونو کښې بې اتفاقي نۀ وه نو دوي نه به پېښور، روهستان څنګه بېلېدل. د مختلفو تهذیبونو تقابلي جائزه هم، اقتدار او د عروج و زوال اسباب هم پۀ ګوته کول – پښتو ئې قامي ژبه ګڼله. پښتو ئې خپله د ژبو مور او د خپل تهذیب فطري ګڼله. اسلام، افغان تاریخ او پښتو ژبه د افغانستان وحدت او قومي شناخت دي. د جمال الدین افغاني د پان اسلامزم مفکوره ئې د غربي استعمار پۀ ضد یو قوت ګڼلو.

اولني نړیوال جنګ کښې هم د انګرېز او کالونیلزم پۀ ضد باندې مضامین لیکل او ‘سراج الاخبار’ کښې چاپ کېدل. د هند وائسراے امیر ته شکایت هم وکړو چې د یو ملګري پۀ توګه د انګرېزانو خلاف چاپېدونکے دا اخبار بند کړي. امیر څو ځله طرزي ته خبردارے (warning) ورکړو چې دا کار نۀ کوي.

‘سراج الاخبار’ به نۀ صرف د افغانستان دننه ؤ بلکې قبائیلي سیمو ته به هم تلو. هند کښې ورباندې پابندي وه. مشهورو ملایانو ته به هم تلو. کاروان سرایو او چاے خانو ته به هم رسېدو. د ‘سراج الاخبار’ پۀ کتو پېښور اخبار ‘افغان’ هم چې پښتو-اردو کښې ؤ، د انګرېزانو پۀ ضد او د ترکي خلافت پۀ حق کښې مضامین شروع کړل. د ‘سراج الاخبار’ اثر مرکزي اسیا او هند کښې شندرسټ او لبرال اثر باندې خور شو.

1915 کښې د امیر پوزیشن د ترک-جرمن مشن او د عبېدالله سندهي مشن راتګ سره نور هم کمزورے شو. د دې نه علاوه پینځلس (15) طالب علمان لاهور او کوهاټ نه د قبائیلي سیمې پۀ لار کابل ته راورسېدل. دا ټول هندي او ترکیان انقلابیان د امیر د وروڼو پۀ شمول د امان الله مور سرور سلطانه بېګم، محمود طرزي، ځوانانو افغانانو او قبائیلي مشرانو ملاتړ (Support) کول. عبېدالله سندهي خپل مقاصد د ترکي- جرمن مشن غړو او د کابل حکومتي چارواکو نه علاوه ټولو انقلابي انجمنونو سره شریک کړل او خپله ئې هم د ‘جنود الله’ پۀ نوم سره یو ګوند اعلان کړو. ترک-جرمن مشن د امیر صلاح کارو سره خپله منصوبه شریکه کړه. د انګرېز پۀ ضد ئې خپل ټول مقاصد هم امیر سره شریک کړل خو امیر پۀ منډه کښې واورېدل خو ځواب کښې ئې ورته څۀ ونۀ وئیل. جنوري 1916 کښې د امیر کونسل او جرمن مشن یو لاسلیک هم وکړو خو څۀ پرمختګ ونۀ شو. ډېرو مرکو نه پس ترک-جرمن مشن ته څۀ شرائط پېش کړے شول چې افغانستان به برطانوي هند پۀ ضد جنګ کښې برخه واخلي کۀ:

  1. ترک-جرمن شل زره باوسلې کسان افغانستان ته راولي – او چې
  2. هند کښې یو کامیاب عوامي پاڅون وشي.

سردار نصر الله خان دا هم زیاته کړه چې امیر د دې جنګ کښې د بې طرفۍ (Neutral) پاتې کېدو بدل کښې د افغانستان ازادي غواړي.

د ترک-جرمن مشن کسان مۍ 1916 کښې واپس لاړل. د امیر د بې طرفۍ او انګرېزانو سره د ښۀ تعلق باوجود د هغۀ خلاف د کفر او انګرېز دوستۍ ګنګوسې قبائیلي سیمه او افغانستان کښې روانې شوې. یوه خبره ضروري دهه چې ترک-جرمن مشن خپل مقصد کښې کامیاب نۀ شو خو هغۀ نورې ګټې تر لاسه کړې:

  1. د افغانستان بېلتون (Isolation) ئې مات کړو.
  2. دې مشن سره د افغانستان او هند انقلابیانو سره اړیکې ونیولې شو او د انګرېز پۀ ضد ئې کار ورباندې پېل کړو.
  3. کابل کښې ‘حکومت مؤقته هند’ (Provisional Government of India) اعلان کړو.
  4. راجه مهندر پرتاپ او مولوي برکت الله د افغانستان جنګ ګوند سره نزدې اړیکې ونیولې.
  5. د مشن او هندي انقلابیانو پۀ وجه افغان قوم پرستان نور هم تېز شول.
  6. دې مشن د امیر اصلي څهره اولس ته وښودله.
  7. هغوي انقلابیانو سره د مارکسي نظریاتو نه د کابل باسواده قشر خبر کړل.
  8. فریدرک برک، محمد عابد او میر مست اپریدي افغانستان کښې پۀ یو نوي طرز 4,000 قواه/فوج تیار کړو.

یو خوا حاجي صاحب د ترنګزو خپلې هلې ځلې تېزې کړې او ځاے پۀ ځاے ئې حملې شروع کړې، بل خوا راډیکل ګروپ د ځوانانو افغانانو امیر ته پټ خط ولیکلو خو امیر باندې اثر ونۀ شو او څۀ پرواه ئې ونۀ کړه. یو خوا عبېد الله سندهي او د هغۀ ملګرو پۀ جولائي 1916 کښې د رښمین خطونو لیک شروع کړو او بل طرف ته ‘سراج الاخبار’ فشار راوستو.

اکتوبر 1917 کښې روس کښې انقلاب راغلو. دې سره د امیر د افغانستان د شرق غاړې ټول دباو ختم شو. مارچ 1918 کښې روس-جرمن خپلو کښې لاسلیک وکړو. پۀ دې لاسلیک ډېر مشروطه خواهان خوشحاله شول. د یو رپورټ مطابق شپږ شلې (120) جرمن او اسټرېلین )چې ډېر پکښې جنګي قېدیان پاتې شوي وو(، د انګرېزانو پۀ ضد افغانستان کښې پۀ مختلفو کارونو بوخت وو. ځوانانو افغانانو (Young Afghans)، ‘جنګ ګوند’ او نورو قوم پرستانو دا خیال کولو چې د جرمني شکست او بد بختي د امیر حبیب الله د کومک نۀ کولو پۀ وجه وشو. د جنګ پارټي، امان الله خان او نصر الله خان دې ته تیار شول چې ‘امیري’ ختمول، ازادي یا استقلال اخستل او رېفارمز کول یواځینۍ لار ده. ټولو پۀ قران کښې دا لیک وکړو او لاس ئې سردار نصرالله خان ته ورکړو.

سردار نصر اله خان به امیر نه پس بادشاه جوړېدو خو پۀ جلال اباد کښې پۀ هغه ځاے چې امیر قتل کړے شو، نصرالله خان ورته ښکاره نۀ شو. دا خبره هم ده چې شاید د دۀ ذهن بدل شو. د ‘مکتبه حبیبیه’ یو پخواني محاصل او ‘سراج الاخبار’ کښې کار کوونکي عبدالرحمان لودین چې پلار ئې مشروطه خواهانو سره پۀ جېل کښې ؤ، لودین او عبدالهادي دروي باندې هم الزام ولګېدو او دا ټول ئې قېد کړل.

فروري 1919 کښې امیر یو ځل بیا د افغانستان ازادۍ د پاره د هند وائسراے ته ولیکل خو هغۀ ته بیا هم مثبت ځواب ملاو نۀ شو.

دې ورځو کښې پۀ درېم ځل بیا ‘جوانان افغانان’ ګروپ یو بې نامه خط امیر ته ولیکلو او پۀ سخته ژبه کښې ئې د مرګ دړکه ورکړه او دا ئې هم ورته ولیکل چې مونږ د ډاکټر غني او مشروطه خواهانو پۀ شان نۀ یو چې پۀ اسانه دې بندي کړل – مونږ محل )ارګ( او دربار کښې ملګري لرو. امیر دا خط هم بې پرواهۍ سره لړه کړو خو لۀ بده مرغه د نولسمې فرورۍ 1919 پۀ شپه امیر ‘قلعه ګوش’ )لغمان( کښې جلال اباد سره نزدې د ښکار کېمپ کښې چا مړ کړو.

پۀ ډېرو وجوهاتو امان الله خان پۀ 22/21 فرورۍ 1919 د خپلې بادشاهۍ اعلان وکړو. د وسله والو قواه تنخواه )معاش( ئې زیات کړو او خپل ترۀ نصر الله خان او ورور عنایت الله نه علاوه نادر خان )د ظاهر شاه پلار( او د هغۀ وروڼه ئې قېد کړل او یوه کمېټي ئې د پلار د مرګ د پاره وټاکله. ټول سیاسي قېدیان ئې لۀ بنده خلاص کړل او ډېر ‘ځوانان افغانان’ (Young Afghans) ئې ځان سره حکومت کښې شامل کړل. دۀ اعلان وکړو چې ما حکومت دې د پاره اخستے دے چې د پلار بدل واخلم او د افغانستان ازادي/ استقلال تر لاسه کړم.

پۀ دې لړ کښې پۀ دیارلسم اپرېل 1919 کښې امان الله خان عوامي دربار کښې د افغانستان د استقلال اعلان وکړو او زیاته ئې کړه چې:

“ما خپل ځان، خپل هېواد ازادي او اختیار خارجي او اندروني تر لاسه کړل او هېڅ خارجي قوت ته زمونږ اندروني او بېروني معاملاتو کښې د یو وېښتۀ برابر د مداخلت اجازت نشته ګنې هغه سر به د تُورې سره پرې کړم.”

دۀ بیا برطانوي سفیر یا اېجنټ ته مخ واړولو او ورته ئې ووې چې ما څۀ ووې، پۀ هغې تۀ پوهه شوې؟ سفیر ووې، هو! زۀ پوهه شوم.

امان الله خان د افغانستان د استقلال اعلان وکړو او ټول قېدیان )سیاسي او نادرخان وغېره( ئې بند نه خوشي کړل او د هغې نه پس د ‘جنګ یا استقلال’ چغه وهل د افغانستان تاریخ کښې د یو نوي باب اضافه وکړه. دې نوي افغانستان کښې د قانون اساسي، اصلاحات، تعلیم او جدیدیت پراختیا د پاره نوي ګامونه اوچت شول او امان الله خان د ‘پاچا ترقي’ یا ‘مترقي بادشاه’ پۀ نوم مشهور شو.

Dr. Fazal ur Rahim Marwat,

The Evolution and Growth of Communism in Afghanistan (1917-1979), An Appraisal,

Royal Book Company, Karachi, Pakistan, 1997

 

دا هم ولولئ

د پښتنو اصل نسل؛ يو نوے فکر او نظر – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

“With the patriarchal family we enter the field of written history” (Marx and Angels) ترجمه: …