د پښتنو اصل نسل؛ يو نوے فکر او نظر – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

“With the patriarchal family we enter the field of written history” (Marx and Angels)

ترجمه: “مونږ د پدرسري خاندان سره ليکلي تاريخي مېدان ته راننوځو” (مارکس او اېنګلز)

د پښتنو د اصل نسل پۀ حقله پۀ پښتو ژبه کښې زمونږ ګران او مشر ليکوال، شاعر، اديب او نقاد سعدالله جان برق صاحب يو نوے کوشش کړے دے او دا صرف يو کوشش نۀ دے بلکې زمونږ ليکوالو او پۀ خصوصي توګه ئې تاريخ نويسانو او تاريخ پوهانو ته يوه نوې لاره هم ښودلې ده. تاريخ ليکل يا نقل کول پۀ خپله ډېر زوړ تاريخ لري خو فرق د قديم او د جديد دا دے چې مخکښې به تاريخ صرف د هغه واقعاتو نقل کول وو چې بادشاهانو سره تړلي وو، د باچا شجرۀ نسب، د هغۀ کارنامې يا د عروج او زوال اسباب وغېره وغېره. هغه وخت تاريخ ليکونکيو تاريخ يا پۀ دربار کښې ليکلے دے يا د چا پۀ ضد ليکلے شوے دے خو پۀ هغې کښې د عام اولس بالکل ذکر نشته يا د خاص علماؤ، وزيرانو او قاضيانو ذکر دے او بله خبره دا چې له بده مرغه تر اوسه پۀ شجرو غوندې ضروري څيز کښې د ښځو بالکل ذکر نۀ وي او کۀ وي نو هغه به د نشت برابر وي خو د وخت تېرېدو سره سره تاريخ هم د يو ځانګړي سائنسي او بېل علم پۀ توګه رامخ ته شو خو لۀ بده مرغه زمونږ پښتنو کښې د ډېرو وجوهاتو پۀ وجه تاريخ د يو زوړ او رواجي قيصو پۀ شان پېژندلے شوے او ليکلے شوے دے. زۀ نن ډېر خوشحاله شوم او د هغې وجه دا ده چې د پښتنو تاريخ پۀ پښتو ژبه او د پښتون ليکونکي ليکلے ګورم او ډېره خوشحالي پۀ دې محسوسوم چې بايد زمونږ پښتنو يا افغانانو کښې د خود شناسۍ يا ځان پېژندنې (Self-Identity) احساس راپېدا شوے دے او دا احساس يو نوے قومي سوچ او قومي وحدت ته وده ورکوي.

محترم سعدالله جان برق صاحب خپل نوي کتاب “د پښتنو اصل نسل” (وړومبے جلد) کښې پۀ څلورم باب “تاريخ څۀ شے دے؟” د عنوان لاندې د ډېرو سوالونو جوابونه کوي چې کوم د چا پۀ ذهن کښې راپېدا کېږي يا راپېدا کېدے شي. د خپلې کم علمۍ او د سائنسي تحقيق او څېړنې نه ناخبرتيا يا پۀ دې کښې د علمي ډګرۍ نۀ لرلو خبره پۀ ډاګه کوي خو د دې ټولو انکشافاتو باوجود برق صاحب کوشش کړے دے چې تاريخ دې له دېو مالائي (Mythology) قيصو نه بېل کړي (ګو چې د دېومالائي قيصو اهميت پۀ خپل ځاے تسليموي). حقيقت او افسانې کښې فرق ښيي، علمي، نسلي، انساني کمزورۍ او ناخبرۍ د تاريخ پۀ ليکلو کښې خنډ ګڼي او مذهبي تنګ نظري، فرقه وارانه تعصب، د مذهب حقيقت او الهام پۀ صحيح تاريخ ليکلو کښې څۀ نور اغزن خنډونه دي. برق صاحب کوشش کوي چې ځان سره نور پښتانۀ هم د تعصب دنيا او د تيارو او د خړو اوبو نه راوباسي او يوه نوې دنيا او نوې لار چې بنياد ئې پۀ سائنسي دليلونو او تحقيق ولاړ وي، هغه تاريخ ليکونکيو او ويونکيو ته وښيي، دې سره سره د خپل وخت حاکمانو، سردارانو، راهبانو، عالمانو او سياست مدارانو تاريخ د خپلو ګټو دپاره استعمالولو پۀ حقله هم ډېر پاخۀ دليلونه وړاندې کوي. برق صاحب دغه باب کښې ليکي چې:

“مجبوري دا ده چې داسې اکثر ليکوال او عالمان د انساني حاجتونو او کمزورو ښکار وي نو د خپل لالچ دپاره يا د چا د خوشحالولو دپاره حقائق مات ګوډ کړي او د دې غټ غټ ثبوتونه زمونږ پۀ وړاندې د هغه تاريخونو کتابونو او تحقيقونو پۀ شکل کښې موجود دي چې د بادشاهانو، اميرانو، سردارانو او شتمنو خلقو پۀ غوښتنه ليکلے شوي دي. ظاهره ده چې د چا پۀ غوښتنه څۀ ليکلے شي نو د هغۀ د قام، قبيلې، مشرانو او مذهب پۀ حقله به خو نۀ شي ليکلے او چې د تعريف ئې صله ملاوېږي نو ښۀ ډېره ګوړه پکښې واچوي. د پيش نه پشم خان جوړ کړي، د ګيدړ نه زمرے او د شېطان نه فرښته جوړه کړي او دغسې ئې مخالفينو سره هم سلوک وکړي. داسې ډېر کم تاريخونه شته چې د چا بادشاه يا حاکم پۀ خوښه نۀ وي ليکلے شوي، د چا قام دپاره نۀ وي ليکلي شوي يا د يو مذهب د مرستې يا دښمنۍ دپاره نۀ وي ليکلي شوي. دې سره سره د مؤرخ او ليکونکي خپل مذهبي، نسلي، جذباتي او وطني تعلق هم شامل وي. د هر مذهب، هر قوم، هر نسل ليکونکي د حقائقو پۀ ځاے د جذباتو ښکار شي.”

برق صاحب د ترخې خبرې معافي غواړي خو زۀ د تاريخ د طالب علم پۀ حېث دا خبره پۀ دعوې سره کوم چې برق صاحب د جرأت مظاهره کړې ده او علمي خبره يا خيال پټول ئې ګناه ګڼلې ده او خپل پښتون قام ته ئې د رښتيا وئيلو اورېدلو نصيحت کړے دے. د برق صاحب پۀ ليک کښې ځنې ځاے کښې مارکسي اپروچ هم ښکاري خو هغه مارکسسټ اپروچ نۀ دے بلکې اکېډېمک اپروچ دے او غېر روايتي دے. پۀ پټو سترګو ليکل نه بلکې دروغ او رښتيا بېلول او پۀ سائنسي بنيادونو باندې تحقيق پۀ مخه بوتلل د برق صاحب مرام دے. برق صاحب د خپل کتاب پۀ ٥٥ مخ د بدلون (Change) ذکر د اسې کوي:

” داسې (کۀ) د دنيا پۀ ټولو لويو واقعاتو او تاريخي پېښو او انقلابونو نظر واچوئ (نو) بنيادي وجه به ئې هم دغه وي. دا بېله خبره ده چې نوم پرې د چا بادشاه، جرنېل يا سردار وشي. اصل د تبديليو بنياد هغه عوام وي چې تاريخ ئې هډو نوم نۀ اخلي. خليل جبران يوه ډېره ښه خبره ليکلې ده چې پۀ يو ځاے کښې يو پُل جوړ شو، پرې باندې ئې وليکل چې دا فلاني بادشاه جوړ کړو او د هغو خلقو او مزدورانو چا ذکر هم ونۀ کړو چې د دغه پُل د جوړېدو پۀ دوران کښې مړۀ شوي وو.”

برق صاحب هم پۀ دغه باب کښې د تاريخ ضرورت باندې هم بحث کړے دے او د تاريخ ليکونکيو او ويونکيو باندې ډېر ټينګار کوي او ليکي :

“چې د تاريخ مونږ ته ضرورت څۀ دے؟ پۀ دې نوي د ور کښې ډېر خلق دا خبره کوي چې کوم پرون تېر دے، هغه تېر دے، زاړۀ مړي ژړل نۀ دي پکار، بلکې وړاندې کتل پکار دي نو د دې پۀ حقله زۀ دومره قدرې وايم چې دا قطعي يو غلط، بلکې بيمار سوچ دے. تاريخ د يو قوم يادداشت وي. لکه څنګه چې يو فرد دپاره يادداشت ضروري وي، دغسې د يو قوم د پاره تاريخ ضروري وي. کۀ انسان چرې داسې شي د روان وخت نه وروسته هر څۀ هېر کړي او صرف د لمحه موجود مالک شي، دا ترې هېر شي چې پرون ما څۀ کړي وو، نو دا به هم ترې هېر شي چې زۀ څوک يم، مور پلار مې څوک وو او کور کلے مې څۀ ؤ؛ د کومې نه راغلم او کوم خوا به ځم نو انسان خو هېڅ پاتې نۀ شو. نن ماته ځان هم ياد نۀ دے چې زۀ څوک يم، څۀ مې نامه ده او تر اوسه مې څۀ څۀ کړي او ليدلي دي. نو زۀ خو به يو قدم هم وړاندې لاړ نۀ شم، ولې چې د مستقبل وجود د حال نه او د ماضي نه بغېر هډو ممکن نۀ دے.” (٥٨ مخ)

برق صاحب هم دغه باب کښې يوه ډېره اهمه نقطه پۀ ګوته کوي چې زمونږ د خلقو ولې تاريخ لوستلو سره شوق نشته او زمونږ تعليمي نصاب کښې ولې خپل تاريخ نشته، ايا چرته داسې خو نۀ ده چې د پاکستان خپل تاريخ نشته او نصابي تاريخ هم د نورو خلقو او زمکو نه ډک دے.

يو بل باب “د پښتنو تاريخ” کښې هغه يوه بله دلچسپه خبره کوي چې الميه دا ده چې د پښتنو تاريخ د اولې ورځې نه ليکلے شوے نۀ دے بلکې جوړ کړے شوے دے او د تحقيق نه زيات پکښې د تخليق نه کار اخستے شوے دے. پۀ دې حقله ماته د خپل ماشوموالي يوه خبره پۀ زړۀ کېږي چې عبدالحليم اثر افغاني صاحب پۀ لکي مروت کښې د ډاکټر چراغ حسېن شاه صاحب سره مېلمه ؤ، هغۀ هلته د يو متنازعه زيارت يا قبر پۀ مراقبې يا کشف هڅه وکړه او د هغۀ پۀ خيال دا معلومه شوه چې قبر کښې څوک دے. مطلب مې دا دے چې زمونږ تاريخ له خوب او خيال کتلو نه هم جوړ کړے شوے دے او صرف دا چې خپل سوچ يا مراقبه مو د خپل تاريخ منبع ګرځولې ده.

برق صاحب مشهور مُغل تاريخ دان محمد قاسم فرشته باندې هم تنقيد کوي، ځکه چې هغۀ هم نۀ صرف د پښتنو د اصل نسل پۀ حقله د غلط بيانۍ نه کار اخستے دے، بلکې ځينې ځايونو کښې ئې د عام معيار نه ښکته او غورځېدلې خبرې ليکلې دي. د فرشته ټولې غلطې غېر مدللې خبرې برق صاحب ډېرې مدللې طريقې سره غلطې ثابتې کړې دي.

برق صاحب د نعمت الله هروي “مخزن افغاني يا تاريخ خان جهاني” باندې هم ډېرې ښې او مدللې طريقې سره تنقيد کوي او خاص کر د پښتنو شجره نسب باره کښې د ډېر شک و شباهت اظهار کوي او د نعمت الله هروي د لاسه د اسرائيلي تيورۍ بنياد غلط ثابتوي ګويا چې پښتانۀ بني اسرائيل د دولسو وروکو شويو قبيلو اولاد دے. بله د حېرانۍ خبره دا ده چې دا شجره تر آدم (ع) پورې رسېدلې ده. کۀ يو طرفته وګورو د مغلو حکمرانانو او سردارانو پۀ ځواب کښې داسې تيوري راوړل يو ډېر ښۀ قدم ؤ خو بل طرف ته د هغې نه پس هر سړي بغېر له څۀ تصديقه چې د پښتنو د تاريخ ليکلو هڅه کړې ده، دغه شجره ئې من و عن نقل کړې ده او د ځينو خلقو دا خيال هم دے چې يهوديانو يا اسرائيلو هم دې تيورۍ ته دوام ورکولو کښې خپل رول لوبولے دے، ځکه چې دوي دنيا ته ښودل چې پۀ مسلمانانو کښې يوه غټه برخه (پښتنو يا افغانانو) شجره هم د دوي سره تړلې ده.

برق صاحب ليکي چې قادياني لټرېچر کښې هم کشميريان او پښتانۀ بني اسرائيل ګڼلے شي، ځکه چې د دوي پۀ نزد عيسٰي (ع) کشمير ته راغلے ؤ.

برق صاحب يوې بلې خبرې ته هم اشاره کوي چې هر سړے د خپل پلار نيکۀ مېړانې او جائداد باندې فخر کوي او د “پدرم سلطان بود” خبره له پخوا راهسې دغه شان راروانه ده. خو د حېرانۍ خبره دا ده چې يو طرفته خپل پښتون ورور کسب ګر، لوهار، ترکاڼ او ډم بولي خو بل طرفته پۀ مونږ کښې داسې هستۍ شته چې هغه پۀ خټه پښتانۀ نۀ وو خو اصلي يا وصلي پښتانۀ وګرځېدل لکه بايزيد (انصاري) (پير روښان)، سېد علي ترمذي (پيربابا) وغېره وغېره. دلته زۀ يوه بله خبره کول غواړم چې د يهوديانو ځينې خويونه او خصلتونه او ځينو کامن (مشترک) نومونو د اسرائيلو تيورۍ ته وسعت ورکړے دے. د مثال پۀ توګه د پښتنو يا افغانانو سودي کاروبار چې هغه سلسله کښې دوي تر بنګاله رسېدلي وو او اوس هم مليشيا او د هندوستان پۀ ډېرو برخو کښې هم دغه شان کار کوي او له دې نه علاوه لکه تخت سلېمان، خېبر او د خالي ورځ وغېره وغېره.

بله وجه چې کومه ماته مهمه ښکاري هغه شجره نسب اسلامي روحاني شخصيت، پېغمبر يا مسلمان بادشاه يا سردار وغېره سره تړليو کښې د زمکې او جائداد مسئله هم وه او دا ځکه چې د جائداد وراثت کښې غټه برخه نرينه اولاد پسې ځي او دې سلسله کښې د ښځو د شجرۀ نسب نه بېخي ويستل هم شايد پۀ دې وجه وي.

برق صاحب خپل کتاب کښې د اسرائيلو ورکو شويو قبيلو باندې هم تفصيلي بحث کړے دے او دا ذکر هم کوي چې د اسرائيلي قبيلو نه مخکښې يوناني مؤرخينو د پښتنو يا افغانانو ذکر د افغانستان سيمه کښې کړے دے.

بله ښه خبره د برق صاحب د انجيل او د تورات حوالې دي. دۀ دا کوشش کړ ے دے چې پۀ خپله د دې کتابونو مطالعه وکړي او د بل چا نه پۀ راخستې حوالې تکيه ونۀ کړي او اخر کښې ګران ليکونکے پۀ دې نتيجه رسي چې هغه هم ډېرو تاريخ نويسانو يا غلط يا د بل پۀ حواله غلط رانقل کړي دي او د قېس عبدالرشيد او د هغۀ دوه اويا/درې اويا کسانو سره عربستان ته تګ هم د يو سواليه نشان پۀ توګه رااوچت کړے دے او اخر کښې پۀ دې نتيجه رسېدلے دے چې د دوه اويا/ درې اويا کسانو د جرګې اولاد اخر څۀ شو؟

برق صاحب د نوح د طوفان ذکر هم کوي او کۀ واقعي دغه طوفان پۀ ټوله اباده نړۍ ؤ نو د بابل ښار پکښې څنګه بچ شو. برق صاحب د پښتنو د نسل پۀ حقله پۀ اريائي نظريه هم بحث کړے دے او د دې نظريې ملاتړ چې کومو پښتنو ليکونکيو کړے دے هغه پوره لسټ ئې هم ورکړے دے. د برق صاحب د کتاب يو دلچسپ باب ثنويت دے چې هغې کښې ګران ليکوال د تضاداتو ذکر کړے او ډېر مدلل انداز کښې ازلي او ابدي، روحاني او مادي تضادانو ذکر کوي. د خدائے او شېطان نه راواخله د شپې او ورځې تضاد پورې د هر مکتبۀ فکر، مذهب، جمادات، نباتات او حېوانات وغېره وغېره کښې تضاد ذکر کوي.

د برق صاحب يو بل باب خالق او تخليق تکوين هم ډېر دلچسپ دے او اخر کښې هغه ليکي:

“علامه نياز فتح پوري او نور ټول عقل پرست عالمان وائي چې معبود يا خدائے يا دېوتا د انسان د خپلې کمزورۍ پېداوار دے. دے کمزورے ؤ نو ځان له ئې يوه اسره پېدا کوله او خپلو غلطيو له ئې د ابليس نوم ورکړو.”

برق صاحب مذهبي او روحاني نظريو، مذهبونو، عروج و زوال او هغې کښې فرقه پرستۍ نه علاوه عقلي او مادي نظرياتو باندې هم يو باب ليکلے دے، هغې کښې دے مونږ ته ښيي چې مادي نظريات يونان ته څنګه خوارۀ شول او سياسي شکل ئې څنګه اختيار کړو. د افلاطون، ارسطو او نور يوناني فلاسفرانو ذکر هم پۀ تفصيل سره کوي. برق صاحب د مسلمانانو، مفکرينو او فلاسفرانو ذکر هم پۀ تفصيل کړے دے او علمي ترقي د علم عمرانيات او فلکياتو کښې چې د مسلمانانو کوم پرمختګ يا اولين توب دے هغه هم ذکر کوي او ډېر ګڼ نومونه ئې ليکلي دي خو شايد برق صاحب ته پته نۀ وه چې د ابو رېحان البېروني د ټولو کارنامو د ذکر باوجود هغه لويه کارنامه د اېټمي قوت تيوري ده. البېروني دا تيوري د غزني يو ورکوټي کلي کښې بيان کړې وه چې شلمې پېړۍ کښې ورباندې پاکستاني سائنسدان ډاکټر عبدالسلام يو بل کس سره پۀ فزکس مېدان کښې د نوبل انعام واخستۀ، دا خبره کتابي نۀ ده بلکې د ډاکټر سلام نه ما پۀ خپله پۀ برونائي دارالسلام کښې پۀ يو ليکچر کښې اورېدلې ده.

برق صاحب د يورپ د ترقۍ پۀ باره کښې واضح ليکلي دي چې يورپ د علم طلب وکړو خو ډېرو انقلاباتو نه پس ترقي يافته نړۍ له بده مرغه د علم و دانش لارې بندې کړې او پۀ خاصه توګه مسلمانانو د اجتهاد لاره پرېښوده او صرف پۀ دې خوشحالېږي چې مونږ سره الهامي علم شته. زمکه او اسمان خدائے پېدا کړي دي او دې کښې به صرف او صرف د خدائے قانون يعنې شريعت نافذ کېږي خو د افسوس خبره دا ده چې د هر سړي شريعت جدا او هر عالم مولانا او د هرې فرقې يو بل سره پۀ شريعت اتفاق نشته، دلته يوه بله خبره هم ضروري ده چې څۀ وخت د يورپ مذهبي جنونيت د کليسا له غلامۍ نه ووتل نو ترقي ئې شروع کړه.

د برق صاحب پۀ کتاب کښې د يو باب د آدم پېدائش او د اسلام سره تړلې ټولو خبرو باندې ډېر بحث هم شوے دے او اوس هم ورباندې خبرې کېدے شي. خو د ارتقاء سوال جواب چې څنګه مخکښې مشکل ؤ هغه شان اوس هم مشکل دے او برق صاحب اولني جلد کښې خپله هم پۀ دې نتيجه رسېدلے نۀ دے چې آيا مونږ د آدم عليه السلام اولاد يُو يا د ډارون تيوري صحيح ده يا بالکل غلطه او قيامت ايا يو دے يا ډېر تېر شوي دي دا لا بل سوال دے خو د ارتقاء سفر روان دے کروړونه کاله وشو او چې لا نور به څومره وي، چې کائنات وي ، انسان وي، حېوان وي ډېر څۀ به وګوري او ډېر څۀ ئې کتلي دي خو ايا مونږ پښتانۀ يا افغانان به د خپل ځان نه خبر شو؟، خبرتيا د پاره علم ضروري دے، د ادارو ضرورت دے، د تحقيق ضرورت دے، د اتفاق او اتحاد ضرورت دے، پۀ خپله خاوره د خپل اختيار ضرورت دے، ايا دا مونږ سره شته؟ ځکه چې انډيا افس لائبرېري (لندن) کښې ډېرې علمي خزانې پرتې دي خو چې کله ما پکښې کار کولو نو زمونږ جېب کښې دومره پېسې نۀ وې چې فوټو کاپۍ ورباندې وکړو او زمونږ پۀ مقابل کښې چينيانو او د نورو ډېرو هېوادونو خلقو به روزانه د زرګونو روپيو فوټو سټېټ کولو او اخر کښې زۀ دا وايم چې مونږ پښتنو کښې چا سره پېسې دي د هغوي علم او تحقيق سره شوق نشته او چې چا سره پېسې نشته هغه د علم پۀ تلاش کښې سرګردانه ګرځي.

دا هم ولولئ

د راب لاک هارټ ماونټ بېټن ته لېږلے يو رپورټ – ډاکټر فضل الرحيم مروت

‘پښتون’ – جولائي 2007 لاک هارټ ته د فخرِ افغان دغه درې وړاندیزونه هغه وخت …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *