باچا خان او تاريخ – ډاکټر فضل الرحيم مروت

“وائي چې خلقو د تاريخ د سبقونو نه ډېر څۀ نۀ دي زده کړي او د ټولو نه ضروري سبقونه دي چې تاريخ ئې خلقو ته ښئي”. (اېلډس اېچ)

تاريخ يا هسټري هغه زمانه کښې ليکلې شوې ده چې چا د خپل وخت د بادشاه يا د باشاهانو تاريخ ليکلے دے، چا د خپل قام يا د خپل ځان تاريخ ليکلے دے. دا ليک چا پۀ کاغذ، چا پۀ ونو پاڼو، چا د لرګي پۀ تختو، پۀ کتبو يا کاڼو ليکلے دے، د چا قامي تاريخ محفوظ پاتې دے او د چا تاريخ د ماضي پۀ تورو تيارو کښې پټ دے. يو شے چې کوم تاريخ کښې مشترک دے، هغه د يو قام د عروج او زوال عوامل دي او بل دا چې وخت او زمانې تېرېدو سره د تاريخ د بدلېدلو باوجود د ماضي يا تېر وخت رېکارډ وئيلے شوے دے. ګو چې وخت تېرېدو سره تاريخ صرف د ماضي رېکارډ پاتې نۀ شو، بلکې د يو مکمل علم او سائنس شکل ئې خپل کړو. دې کښې ډېرې څانګې دي او بيا هره څانګه ځان ته خپل خپل خاصيتونه لري خو د تاريخ پۀ حقله بله دلچسپه خبره دا هم ده چې څوک تاريخ جوړوي، څوک ئې ليکي او څوک ئې لولي. تاريخ اوس د يو داسې علم يعنې سائنس شکل اختيار کړے دے، چې هغې کښې د ماضي ټول علوم رانغښتے شي، خواه هغه بشري علوم دي يا “اپلائيډسائنسز” دي، د نوي تعريف پۀ رڼا کښې تاريخ رښتيا له دروغو او حقيقت له ا فسانې جدا کول دي او نوي کول ته صفا سوتره واقعات او حالات مخې ته اېښودل دي.

تاريخ اولسي هم کېدے شي او درباري هم، تاريخ کښې د غريب اولس ذکر پۀ ماضي کښې ډېر کم ؤ خو اوس خلق کوشش کوي چې د غريبانو تاريخ هم وليکي. دې نه علاوه ايا تاريخ صرف د سړو تاريخ دے کۀ چرته د ښځو ذکر هم پکښې شته؟ بله دا چې تاريخ صرف زباني قيصو او رواياتو باندې ليکلے شوے دے، يا پاخۀ سندونه لري او ورسره حوالې هم شته.

زمونږ ستر لارښود باچاخان د خداے پاک پۀ فضل هغو اتلانو کښې دے چې تاريخ ئې جوړ کړے هم دے، وئيلے ئې هم دے او ليکلے ئې هم دے. باچاخان اول خپل ځان ته تاريخ پرانستو. د خپل ځان د شناخت او د خپل قامي شناخت جرړې (وليې) ئې ولټولې. خپل کور، کلي او ملک نه واخله پۀ نړيوال سياست، اقتصاد، مذهب، کلتور او پۀ ټولنې (معاشرې) باندې ئې نظر واچولو، خپل ځان او خپل پښتون/افغان قام ئې پۀ نړيواله تله وتلل او د يو ښۀ معالج پۀ شان ئې د خپل قام مرض معلوم کړو. باچاخان پۀ خپل خود نوشت “زما ژوند او جدوجهد” کښې د پښتونخوا وطن خصوصاً اشنغر زوړ تاريخ ته پۀ دې ټکو کښې اشاره کړې ده، چې:

“ټول هشنغر ښکلې او ښېرازه سيمه ده، د رځړو اتمانزو نه د سيند پۀ بله غاړه چې د زوړ ښار نخښې نخښانې راڅرګندې شوې دي، دغه د رځړو سره د سيند نه پورې غاړه د شېخانو ډېرۍ سره د ګندهارا تهذيب او دور نه مخکښې اثار دي. دغه ښار ته ئې پشکلاوتي وې، دا نوم د برسنډو د کمر او ګلونو پورې تړلے دے، لوے تجارتي او ثقافتي مرکز ؤ، دا موجود سيند چې اوس د رځړو او شېخانو ډېرۍ ترمېنځه بهېږي، دا پۀ هاغه زمانه کښې د ډېرۍ نه قبلې غاړې ته بهېدلو او دا ټول زوړ ښار تر دې رځړو پورې غځېدلے ؤ.

دَ دې ځائے اوسېدونکي پښتانۀ وو خو بودېست وو، بودايي مذهب له دې ځايه د سوات او ګلګت پۀ لاره تبت او چين ته تللے او خور شوے دے او د بدهـ مت څلورمه مذهبي غونډه هم پۀ دې ځائے کښې شوې وه.

د ښکاره شوو اثارو د فن او صنعت نه معلومېږي چې پۀ دې علاقه کښې صنعت، تجارت، زراعت او علم ډېره ترقي کړې وه، دا ښار يوازې د ګندهارا سياسي مرکز نه بلکې د اېشيا د زياتو برخو تجارتي، صنعتي او علمي مرکز ؤ.

دَ اټک او مارګلې پۀ لويه لاره ئې د هندوستان سره، د سوات او ګلت پۀ لاره ئې د کشمير او تبت او چين سره، د دير او چترال او بډخشان پۀ لاره د مرکزي اېشياء او له هغه ځايه يورپ سره، د کابل، قندهار، او سيستان پۀ لاره ئې د ايران، عراق، ترکيې، او شام سره تعلق لرلو. د تجارتي مالونو لويه منډهۍ وه، د علومو ځانګو وه”.

باچاخان د هشنغر پۀ حواله د ګندهارا تهذيب او د دغې علمونو د مرکز د زړو اثارو ذکر ډېر پۀ فخر کوي، د چارسدې (اشنغر) د زوړ نوم پشکلاتي ذکر هم کوي او د دې نه مو هم خبروي چې د بدهـ مت تعليمات د سوات، ګلګت پۀ لاره څنګه ترتبت او چين پورې لاړل. باچاخان دا خبره هم پۀ ډاګه کوي چې څنګه هاغه وخت صنعت، تجارت او علم ترقي کړې وه، ځکه چې دا ښار يوازې د ګندهارا سياسي او علمي مرکز نه بلکې ټول هندوستان، کشمير، تبت، چين، عراق، ايران، ترکيه، شام او يورپ سره تجارتي مندهۍ وه.

دَ خپل ژوند پۀ ياداشتونو کښې د بابر د فتوحاتو وجوهات او د ابراهيم لودهي افغان نه د تخت اخستو خبره هم کوي او دا هم راښئي چې ايران څنګه د پښتنو/ افغانانو له بې اتفاقۍ او کمزورو نه فايده وچته کړه؟ شېرشاه سوري څنګه راغلو او څۀ اصلاحات ئې وکړل؟ پۀ قندهار کښې ميروېس نيکۀ څنګه پښتانۀ د ايران له غلامۍ ازاد کړل. دا ټولې خبرې مونږ ته باچاخان پۀ خپل انداز کښې داسې کوي، لکه چې يو پوخ تاريخ دان پروفېسر د تاريخ لېچکر راکوي:

“يا هاغه وخت ؤ چې کله بابر د پښتنو د بې وقوفۍ او خود غرضۍ او د ايرانيانو د امداد او لمسون پۀ وجه د ابراهيم لودهي نه د هند بادشاهي تخت او تاج واخستو، شېرشاه سوري راپاڅېدو او د بابر د زوي همايون نه ئې د پښتنو حکومت بېرته واخستو. ديلے ئې ونيوۀ، همايون وتښتېدو او د ايران دربار ته ئې پناه يوړه او هلته ايرانيانو د پښتنو د کمزوري کېدو موقعې له ساتلے ؤ. شېرشاه د پښتنو جنډه پۀ کلکته ودروله او شېرشاه چې د ملک د ابادۍ دپاره د صنعت، تجارت او زراعت کومې منصوبې جوړې کړې وې، پۀ هغې د مغلو د اکبر باچا نوم وشو. دا د اکبر دماغ نۀ وو، د شېرشاه دماغ وو يا هغه وخت ؤ چې کله پۀ پښتنو د ايرانيانو حکومت ؤ، پښتانۀ به ئې سپکول او سپک به ئې ګڼل. پۀ قندهار کښې ميروېس خان نيکۀ راپورته شو، پښتانۀ ئې د ايران د غلامۍ نه ازاد کړل او د پښتنو بېرغ ئې پۀ اصفهان ودرولو، يا هغه وخت ؤ چې پښتانۀ نادر افشار رېز مرېز کړي وو چې نادر افشار مړ کړے شو نو د پښتنو لويه جرګه پۀ قندهار کښې راغونډه شوه او د ډېر غور نه وروستو ئې د احمدشاه بابا پۀ مشرۍ دعا ئې خېر وکړه.

دې پسې سم مونږ ته باچاخان د تاريخ دغه بله پاڼه رااړوي او د ا حمدشاه بادشاه بابا ايرانيانو له د شکست خبره کوي او دا هم راښئي چې څنګه ئې ټول پښتون د مغلي ظلمونو نه خلاص کړي وو.

“احمدشاه بابا راپورته شو ايرانيانو ته ئې شکست ورکړو او د پښتنو د حکومت بنياد ئې کېښود. يوازې پښتونخوا نۀ بلکې ټول هندوستان ئې د هغه وخت د مغلي حکومت د ظلمونو نه خلاص کړو، دې وخت کښې انګرېزان هندوستان له نوي راغلي وو، چې احمدشاه ديلے واخست نو د انګرېزانو د تګ و دو نه خبر شو او اراده ئې وکړه چې انګرېزان هم د هندوستان نه وباسم. انګرېزان چې پۀ دې پوه شول نو د ايران دربار ته ئې سفير ولېږلو او ايرانيان ئې راپورته کړل چې پۀ افغانستان حمله وکړي. احمدشاه بابا چې د دې سازش نه خبر شو نو د انګرېزانو د مخنيوي کار ئې پرېښود او پۀ مخه افغانستان ته راروان شو چې جهلم ته راورسېد، د جهلم د سيند پۀ غاړه ودرېدو او د پښتنو ټول خېلونه او قبيلې چې ورسره وې، هغوي ته ئې ووئيل چې له دې ځايه ترامو دريابه پورې ستاسو ملک پښتونخوا دے او يا دغه وخت ؤ چې د درانو عياشۍ، بې تدبيرۍ پۀ خلقو د زور زياتي، کورني اختلافاتو او جنګونو پۀ سبب پښتانۀ دومره پرېوتل چې خپل کور کښې د سيکانو د مقابلې نۀ وو، هغه د پلار نيکۀ ګتې خو پرېږده خپله خاوره ترې سيکانو لاندې کړه او پۀ دوي کښې دومره څوک نۀ وو چې پۀ خپله خاوره او ناموس ئې ننګ غېرت کړے وے، د سيکانو د زور او ظلم پۀ مقابله کښې ئې سر وچت کړے وے او د پښتنو عزت او عظمت ئې د دې ظلم نه بچ کړے وے”.

تاسو وکتل چې باچاخان څومره د خپل تېر ماضي (تاريخ) نه خبر ؤ؟ نۀ صرف ئې لوستے ؤ، بلکې ليکلے ئې هم ؤ، پۀ دې غرض چې خپل قام د خپل تېر تاريخ له اهميته هم خبر کړي او دا ورته هم پۀ ګوته کړي چې څنګه به مونږ د غېرو د غلامۍ د جغ نه خپل څټونه ازادوو.

باچاخان مونږ ته د تاريخ نورې ډېرې داسې نکتې ښئيلې دي، چې هغه زمونږ دپاره د لارې مشالونه دي. وائي چې “په پښتنو کښې ډېر بادشاهان تېر شوي دي، لېکن د پښتنو ښځو، نرو چې څومره مينه او محبت د امان الله خان سره ؤ، هغه بل بادشاه سره نۀ ؤ. امان الله خان به وې چې زۀ د پښتنو انقلابي بادشاه يم او د هغۀ دا خبره بالکل رښتيا وه چې هغۀ پۀ پښتنو کښې يو عجيبه انقلاب پېدا کړو، خو يو سېلاب وي، چې راشي نو ودۀ خلق يوسي او ويښ ترې فائده وچتې کړي” (زمونږ د باچا خبرې ٢٥ مخ)

باچاخان بابا کۀ يو پله د خپل تاريخ حال مونږ ته بيان کړے دے نو بلې خوا ته ئې مونږ د علم، عمل او کتاب او قلم د اهميت نه هم خبر کړي يو او دا ئې راته هم وئيلي دي چې د علم د حصول دپاره مونږ ته د ټوپک هېڅ ضرورت نشته، کتاب او قلم پکار دے.

“خلق وائي چې پښتون ترقي و نۀ کړه، پۀ ورانو لارو روان شوے دے، لېکن حقيقت دا دے چې پښتنو ته چا سمه لارښودلې ده؟ چا د ورانو نه منع کړے دے او دوي منع شوي نۀ دي، هئ افسوس د نورو قومونو پۀ شان د دوي غمخور نشته، د دوي شپون نشته، ځکه خو ئې شرمښان خوري او ماتوي. نن ورځې د پښتنو دپاره د ټوپک ضرورت نشته بلکې د قلم ضرورت دے، ولې چې زمونږ د ملک ازادي به پۀ ټوپک نۀ وي بلکې پۀ قلم به وي.

مونږ يو وار بيا د باچاخان بابا تاريخ پوهنې پله راګرځو او دا ليک هم د هغوي پۀ دې وينا ختموو چې “زۀ دلته تاريخ نۀ بيانوم صرف دا خبره ښکاره کوم چې د دې څۀ وجه ده چې پښتون لوے لوے حکومتونه جوړولے شول خو ټينګولے ئې نۀ شول؟ د دې وجه دا ده چې پۀ پښتنو کښې اجتماعي ژوند، قوميت او اتفاق نۀ ؤ”.

او هغه د ستر خوشحال بابا خبره چې:

اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شو

ګڼه ما به د مغل ګرېوان پاره کړ

دا هم ولولئ

ولي خان او د افغانستان ثور انقلاب – ډاکټر فضل الرحيم مروت

امیر عبدالرحمان خان (1901-1880) د افغانستان زيرک او قوي باچا خپل راتلونکي نسل او اولاد …