ياره! قلندر ته دعاګانې کړئ! – ډاکټر خادم حسېن

‎د کلي د ګرميو اوږدې غرمې به داسې وې چې د خلکو د تګ راتګ ټوله حوصله به ئې ورژوله. زمونږ د کلي د سکول د پښتو استاذ د نزدې بازيدخېلو کلي اوسېدونکے ‌ؤ؛ فضل کريم استاذ نومېدۀ. د سکول چهټۍ نه وروستو به ئې غرمه زمونږ حجره کښې ارام کولو او چې د نمر تاو به لږ تم شو نو مازيګر به بیا کلي ته تلو. ما دغه وخت پۀ اووم اتم ټولګي کښې سبق وئيلو. کله کله به د غرمې مونږ ټول فضل کريم استاذ سره ناست وو. یوه ورځ دې مجلس کښې د مومندو د تپې د بېلابېلو کلو د لوړو شخصیاتو تذکره راغله. د عبدالحميد مومند نه خبره پېل شوه او تر صنوبر حسېن کاکاجي او د بهادر کلي د خدائي خدمتګار عاشق شاه باچا نه تر د بډهبېرې د خدائي خدمتګار کپتان ګل حېدر او د سوړيزو د فقير محمد کاکا پورې راورسېده. دې کښې فضل کريم استاذ پوښتنه وکړه چې تاسو د بازيدخېلو لوے شاعر او افسانه نګار قلندر موند پېژنئ؟ کشران غلي شول او یو څو مشرانو ووې چې ولې نۀ! حبيب الرحمان خو د بډبهېرې هائي سکول کښې زمونږ سبقي ‌ؤ. استاذ صاحب ووې چې هو! خپل نوم ئې حبيب الرحمان دے او نن سبا ګومل پوهنتون کښې د لاء کالج پرنسپل دے. دې سره ئې د خپل ځنګانۀ لاندې پروت یو کتاب راويستو او مونږ ته ئې مخې ته کړو. وې ئې، دا د قلندر مومند د افسانو مجموعه ده. د کتاب پۀ ټائټل “ګجرې” ليک ‌ؤ. زما پۀ اصرار استاذ صاحب کتاب ما ته لوستلو د پاره پۀ دې شرط راکړو چې ټولې افسانې به لولم. سم راته نۀ دي یاد چې درې کۀ څلور شپې مې دغه کتاب سره روڼې کړې وې. دا د پښتو وړومبے کتاب ‌ؤ چې ما ټول پۀ ټوله لوستے ‌ؤ. د افسانو پلاټونه او کردارونه بیا تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلونو زما مازغو کښې اوړېدل راوړېدل.

‎څو کاله وروستو چې ما اسلامیه کالج کښې پۀ اول کال کښې سبق وئيلو نو زما روم مېټ ریاض تسنيم ‌ؤ. تسنيم راته یو ورځ دوه د شاعرۍ کتابونه لوستلو ته راکړل: یو د اجمل خټک “ګل او پرهر” او بل د قلندر صاحب “سباوون”، چې پۀ لوستلو ئې د مړېدو نۀ ‌وم. “سباوون” به بیا لکه د صحيفې ما سره همېش پۀ ترخ کښې ګرځېدو. د “سباوون” شعرونه به راته پۀ هره موقع او پۀ نۀ څۀ خبره یادېدل. د “سباوون” اوږدۀ اوږدۀ نظمونه راته ازبر شوي وو. “اے د رحمان ادېرې!”، “اے د مومندو زمکې!”…”رحمانه! ستا د پاک مزاره ځنې، د ازاریانو لږ خبر اخلم”.

‎چې پۀ خوشحال پۀ رنتهبور کښې وشوې
‎هغه کانې پۀ ما لاهور کښې وشوې
‎د رڼا ناوې دغه ټولې قيصې
‎ما سره ستا د مېنې تور کښې وشوې

‎بیا به مې چې کله د قمرګلې پۀ غږ د قلندر صاحب دغه غزل اورېدو نو د “سباوون” هغه مخ به مې هم خیال ته راغلو چې پۀ کوم مخ دغه غزل چاپ شوے ‌ؤ.

‎د صبر ساه مې پۀ سکيندو شوه، تۀ به کله راځې؟
‎زما ځواني پۀ زړېدو شوه، تۀ به کله راځې؟
‎د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه!
‎هغه خو اوس د نۀ راتلو شوه، تۀ به کله راځې؟

‎بیا چې کله زۀ دولسم دیارلسم ټولګي ته ورسېدم نو د اسلامیه کالج “خېبر” مېګزين کښې مې افسانې او مضمونه ليکل پېل کړل. یوه ورځ هم دې سلسله کښې فرمان الدين بخشالي مرحوم ته ورغلے وم، نو هغۀ راته وې چې پۀ افسانه دې د قلندر صاحب چاپ څرګنده ښکاري. بیا ئې رانه پوښتنه وکړه، د قلندر هفته وار تنقيدي نشست ته ورځې؟ ما د دې نه د لاعلمۍ اظهار وکړو. څۀ موده وروستو راته د کلي یو ملګري ارشد وحيد خبره وکړه، د قلندر صاحب د ساهو ليکونکو ادبي مرکې ناسته د هر ګل پۀ ورځ اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ کښې کېږي. بیا څۀ؟ د هر ګل پۀ ورځ به زۀ او ارشد مازيګر اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ کښې حاضر وو. اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ هغه ورځو کښې سوئيکارنو چوک سره نزدې کراچۍ مارکيټ کښې ‌ؤ.

‎د ساهو ليکونکو ادبي مرکې دغه تنقيدي نشستونه زما د پاره بېخي نوې تجربه وه. یو غزل، افسانه، مضمون، نظم یا تکل به تنقيد د پاره وړاندې شو. دا به اکثر د یو ځوان ليکونکي زیار ‌ؤ. ‌‌‌‌‌‌د ادب وتلي تخليق کارانو او استاذانو ډاکټر اسرار، یار محمد مغموم، اکرام الله ګران، عنایت الله ضیاء، فريد صحرائي، سيد محمود ظفر او مشتاق مجروح یوسفزي به تنقيدي جاج واخستو او کله کله خو به ئې ليک تار تار کړو. نسبتاً ځوانانو لکه ګل محمد بېتاب، اباسين یوسفزي، اظهار الله اظهار، ارشد وحيد او راقم حروف به اکثر پوښتنې کولې. زبېر حسرت صاحب به پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر انهماک، مهارت او خطاطۍ روداد ليکلو. قلندر صاحب به د نشست پۀ پایې کښې د خپل علم سمندر راوسپړدلو. د فارسۍ، عربۍ، انګليسۍ او پښتو کلاسيک نه به ئې حوالې راوړې او هغه به ئې د ادبي تنقيد تهیورۍ سره تړلې او د فنپارې د قدر اصول به ئې وضع کول. د عروض، بلاغت، منطق، فلسفې، نفسیاتو، ټولپوهنې او بشر پوهنې باريکې نکتې به ئې فنپاره کښې لټولې او هغه به ئې ادبي تاريخ سره تړلې.

‎مونږ ځوانانو د پاره د د کتابونو، علمونو او تخليق کارانو حوالې او بیا د هغې پۀ لوسته هڅول لکه چې قلندر صاحب پۀ ځان فرض کړي وو. ما ته یاد شي چې یو وار ما د جميل جالبي د یو کتاب حواله ورکړه. قلندر صاحب راته پۀ قهر ووې چې جالبي زما د پاره استناد نۀ دے، کۀ حواله ورکوې نو بیا د هغه چا ولې نۀ ورکوې چا نه چې جالبي خوشه چيني کړې ده؟ پښتانۀ وائي چې راخستل غواړې نو بیا د لوے ‌‌‌‌‌‌ډېران نه راخله! ما وې دغه څوک دي؟ قلندر صاحب ځواب کښې ووې چې ټي اېچ هیوم دے، مېتهیو ارنلډ دے، جانسن دے، ټي اېس ايلیټ دے.

دغه وخت کښې ما ایله ایله د انګرېزۍ ادبیاتو رسمي تعليم پېل کړے ‌ؤ. انټرنېټ لا عام شوے نۀ ‌ؤ نو زۀ پۀ دکانونو سر شوم او چې تر څو مې د دغه ټولو نقادانو کتابونه نۀ وو پېدا کړي او هغه ټول مې لوستي نۀ وو نو پۀ ارام شوے نۀ وم. دغسې مې یوه ورځ چرته خطا کښې د بایزيد انصاري او د پښتون تاريخ خبره وکړه نو قلندر صاحب رانه سمدستي پوښتنه وکړه چې تا د عبد القادر خټک “تاريخ مرصع” او د دوست محمد کامل A Foreign Approach to Khushal لوستي دي؟ زۀ بیا شرمنده او لاجوابه شوم خو زړۀ کښې مې قصد وکړو چې څنګه د مرکې دا اجلاس تر سره شي نو دغه کتابونه به لټوم. او هم دغسې مې وکړل.

‎یو ځل راقم، اظهار صاحب او ارشد وحيد یو ‌‌‌‌‌‌ډېر معصومانه سازش جوړ کړو. دغه ورځو کښې زۀ د انګرېزۍ ادبیاتو د وړومبي کال طالب علم وم او اظهار صاحب غالباً د اردو ادبیاتو د ماسټرۍ دوېم کال کښې سبق وئيلو. زمونږ به اکثر قلندر صاحب سره د نوې افسانې پۀ تکنيک بحث کېدو. د قلندر صاحب خیال ‌ؤ چې د افسانې د پاره د قصۍ، پلاټ او کردارونو شتون د شرط حېثیت لري. قلندر صاحب به وې چې افسانه هغه وي چې ‌‌‌‌‌‌ډرامائي تشکيل ئې کېدے شي. زمونږ دا موقف ؤ چې نوې افسانه د دې نه بغېر هم ليکلې کېږي. ما یو ځل پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر اعتماد دا فتويٰ جاري کړه چې خبره د روایت نه ‌‌‌‌‌‌ډېره مخکښې تلې ده. قلندر صاحب پۀ قهر ووې چې تۀ داسې افسانه وليکه او را روان اجلاس کښې ئې تنقيد ته وړاندې کړه. زۀ، اظهار صاحب او ارشد وحيد د اجلاس نه وروستو قصه خوانۍ کښې یوې چاے خانه کښې کښېناستو او شريکه مو د یوې داسې افسانې تنسته جوړه کړه. څو ورځو کښې ما د “بو‌‌‌‌‌‌ډا سړي” د سرخط لاندې دغه افسانه وليکله او را روان اجلاس کښې مې واوروله. د افسانې مرکزي خیال پۀ هومو سېکشوالټي ولاړ ‌ؤ. اجلاس کښې توند بحث روان شو. قلندر صاحب بېخي پۀ قهر شو او پۀ یو صورت کښې ئې هم دغه ليک د افسانې زمره کښې نۀ راوستو. ما ته یاد شي چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسرار صاحب خپل مخصوص سټائل کښې ګویان شو، “قلندر صاحب! داسې ښکاري چې ستاسو پۀ خیال عامر )دغه وخت کښې ما عامر تخلص لرلو( د دغه بو‌‌‌‌‌‌ډا سړي نه زیات غلط کار کړے دے” – دې جملې سره د اجلاس ګرمي سړه شوه او مونږ پۀ خېر راووتو.

‎شپږ اووۀ کاله چې مې د قلندر صاحب نه زدکړه وکړه او بیا پۀ انګرېزۍ کښې د ليک لوست قابل شوم نو هغه وخت پېښور نه خپرېدونکې د انګرېزۍ ورځپاڼې Frontier Postادبي صفحې د پاره مې خپل د انګرېزۍ وړومبے مضمون پۀ قلندر صاحب وليکلو. چې مضمون چاپ شو نو بیا راباندې دا پرغځ ولګېدو چې دا اخبار اوس قلندر صاحب ته څنګه ورسوم. د مرکې اجلاس کښې لا ورځې وې او ما غوښتل چې سمدستي دا مضمون قلندر صاحب وويني. نېغ اردو سائنس بور‌‌‌‌‌‌ډ ته لاړم او د هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډائرېکټر عبد الله جان صاحب نه مې د قلندر صاحب د کور درک واخستو. خوشحال کالونۍ ته ورسېدم نو حېران هم شوم او ودړدېدم هم، چې پۀ یو وړوکي کور مې د قلندر صاحب د نوم بور‌‌‌‌‌‌ډ وليدو. بس “د یو قلندر جونګړه” ښکارېده. قلندر صاحب کور کښې موجود ‌ؤ. زۀ ئې بهېټک کښې کښېنولم او قهوه ئې راوغوښته. اخبار مې پۀ وېره وېره ورکړو. داسې راته ولګېده چې قلندر صاحب مخکښې دغه اخبار یا خو لوستے دے او یا ورته اورولے شوے دے. دغه وخت کښې د قلندر صاحب سترګې ناروغه وې او لوستل ئې پۀ خپله نۀ شو کولے. دا هم راته محسوس شوه چې قلندر صاحب ما پۀ ذاتي توګه پېژني. زما د کشر ترۀ پوښتنې ئې ما نه وکړې کوم چې هغۀ سره د بډهبېرې سکول کښې سبقي ‌ؤ. زما پۀ تعليم او نورو مصروفیاتو ئې راسره پۀ تفصيل خبرې وکړې. ما ته داسې ولکېده چې قلندر صاحب زۀ پۀ خپلو نزدې شاګردانو کښې قبول کړم.

‎د قلندر صاحب شخصي مجلسونه لکه چې زما د پاره د علم، پوهې او لوستې د یو پراخه جهان دروازه خلاصه شوه. دا هغه ورځې وې چې د ولي خان د کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” دوه ټوکونه چاپ شوي وو. یوه ورځ دغه دواړه ټوکه قلندر صاحب سره پراتۀ وو چې زۀ پرې ورپېښ شوم. ما ته یاد دي چې قلندر صاحب وې چې زۀ ولي خان د سیاسي بصيرت دې منطقه کښې تر ټولو لویه حواله ګڼم. بیا ئې راته دا ووې چې زۀ حېدر اباد سازش کېس کښې د ولي خان وکيل وم او زما د پاره دا اعزاز د هر څۀ نه غټ ؤ چې زۀ د ولي خان مقدمه کوم. دې سره ئې دا ووی چې زما دا یقين نۀ راځي چې دا دومره پۀ کړاو راغونډ شوي معلومات او دومره سپېځلي دليلونه او بیا دا کتاب چې څنګه چاپ شوے دے، د املاء څومره تشوالے دے پکښې او د ‌‌‌‌‌‌ډاکومنټېشن نشتوالے دے پکښې؛ د ولي خان پۀ شان نفيس او لوستے انسان به پۀ دې څنګه مطمئن شوے وي؟

‎زما یاد دي چې کله پاکستان کښې د نولس سوه نوي (1990) ټولټاکنې وشوې او ولي خان ته د مولانا حسن جان پۀ ذريعه ماتې ورکړې شوه نو تر ټولو قهرېدلے انسان چې ما ليدلے ‌ؤ، قلندر صاحب ‌ؤ. زمونږ زړونه مات شوي وو خو قلندر داسې پۀ قهر ‌ؤ لکه چې څۀ ‌‌‌‌‌‌ډېر ذاتي زیان ئې شوے وي.

‎هم دغه شخصي نشستونو کښې ما داسې محسوس کړې وه چې کله قلندر صاحب د باچا خان نوم اخلي نو یو عجبه احساس سره مخامخ کېږي. د باچا خان پۀ حقله د قلندر صاحب نه د پوښتنې کولو ضرورت نه ‌ؤ. دې ذکر د پاره به لکه د “ذکرِ یار” پۀ شان قلندر صاحب بهانې لټولې. یو وار ئې راته وئيل چې باچا خان سلګونه کاله وروستو د دې منطقې د پاره یو متفق علېه رهبر ‌ؤ او بیا ئې زیاته کړه چې پۀ باچا خان چا سره کمپرومائز نۀ شم کولے.

‎د بحثونو هم دې لړۍ کښې مې د قلندر صاحب نه یو وار د خان شهيد او د ولي خان د نېپ د زمانې د اختلاف پوښتنه وکړه او دا مې زیاته کړه چې باچا خان د دې اختلاف ختمولو د پاره ولې ګامونه اوچت نۀ کړل؟ دا خبره زۀ ښه پۀ وثوق او هوش و حواس کوم چې قلندر صاحب کومه قصه راته وکړه، هغې زۀ د بلها ورځو د پاره فکرمند کړے وم. قلندر صاحب راته ووئيل چې دې خبرې باچا خان ‌‌‌‌‌‌ډېر فکرمند کړے ‌ؤ. هغۀ زیاته کړه چې یو ځل زۀ، حاجي صاحب بلور او یو بل کس )قلندر صاحب راته درې واړه نومونه یاد کړي وو خو د دغه درېم کس نوم زما نه هېر شوے دے، شاید افضل خان لالا ‌ؤ(، باچا خان را وغوښتو او مونږ ته ئې ووې چې تاسو صمد خان ته لاړ شئ او پوښتنه ترې وکړئ چې پۀ څۀ خفه شوے دے؟ قلندر صاحب وی چې مونږ صمد خان کاکا )قلندر صاحب به خان شهيد ته “صمد خان کاکا” وئيل( ته لاړو او خبره مو ورسره وکړه؛ صمد خان کاکا وئيل چې ولي خان ما نه کشر دے نو ځکه صدارت زما حق جوړېږي. مونږه باچا خان ته دا خبره راورسوله. زمونږ پۀ مخکښې باچا خان ولي خان راوغوښتو او ورته ئې ووې چې صدارت صمد خان ته پرېږده! ولي خان ورته جواب کښې ووې چې بابا! دا خو پارټي ده، ګوند دے او دې کښې جمهوریت دے. د پارټۍ صدر خو د ګوند مرکزي کونسل ټاکي. کۀ تاسو وايئ چې ګوند ختم کړه نو زۀ به سبا دا اعلان وکړم. باچا خان وې، نه! ګوند ضروري دے. ولي خان ورته وې، کۀ تاسو غواړئ نو زۀ به د مرکزي کونسل هنګامي اجلاس را وغواړم او د صمد خان کاکا نوم به د خپلې غاړې نه صدارت د پاره وړاندې کړم، خو د سوونو نمائندګانو پۀ مرکزي کونسل باندې پۀ زور خپله خبره نۀ شم منلې. قلندر صاحب وې چې باچا خان پۀ ټوله قصه ورسېدو او بیا غلے شو.

‎ما ته یاد دي چې قلندر صاحب باندې شاید تر ټولو سخت وخت هغه راغلے ‌ؤ چې کله ئې “پټه خزانه في الميزان” چاپ کړو. ما چې دغه کتاب ولوستو نو د قلندر صاحب د خوشامندو پۀ طور مې ورته ووئيل چې دا خو مسکت دليلونه دي. قلندر صاحب رانه پوښتنه وکړه چې “پټه خزانه” دې لوستې ده؟ ما وې نه! راته ئې وې چې ستا پۀ څېړنه مې هېڅ اعتماد نشته؛ چې پۀ کوم کتاب کرېټک دے، هغه کتاب خو دې د سره لوستے نۀ دے! تۀ یو ځل “پټه خزانه” ولوله او بیا “في الميزان” ولوله، بیا راته خپله رایې ووایه. چې ما “پټه خزانه” ولوسته او یو وار مې بیا “في الميزان” ولوستو نو قلندر صاحب ته مې وې چې زما رایې هم هغه ده کومه چې تاسو ته مخکښې مې وئيلې وه او دا مې زیاته کړه چې کۀ د پښتو ادبیاتو یو تاريخي روایت وجود ته راځي نو لږ ‌‌‌‌‌‌ډېر کمے زیاتے معاف کول پکار دي. د قلندر صاحب سکوټ ځواب دا ‌ؤ چې ‘پۀ بې بنیاده او ضعيف تاريخ روایت نۀ جوړيږي’ او زۀ بیا غلے شوم، ځکه چې ما سره هېڅ دليل نۀ ‌ؤ.

‎قلندر مومند زما استاذ هم ‌ؤ او زما لارښود هم – پۀ ګور ئې نور شه او یاد ئې تلپاتې!!!

د زلمي شاهد قماش پۀ “اذيت” څو کرښې

د معصوم اذيت دوه ګستاخ اٰيتونه

وړومبے اٰیت:

هغۀ خپل ګرېوان ته سر تا کړو او يو بېکرانه سراب کښې کېوتۀ. د سوکړه شونډو تېرۀ پاړونه ئې پۀ کربلائي سترګو کښې لکه “جبالاً اوتادا” ژور او درانۀ پرېوتل. د تندې مستقل تصور هغۀ کښې د “اذيت” اونه وکرله چې ځېلې او څانګې ئې د هغۀ د روح پۀ طول او عرض کې ښخې او خورې شوې. د اذيت د دغه احساس شدت هغۀ داسې پوست او مهين کړو چې:

زما د ذات تکميل کښې وکړه دا شوخي فرښتو زما وجود کښې ئې د روح پۀ ځاے کړو پُو، “اضطراب”

د ذات تکميل کښې د فرښتو د شوخۍ استعارې د اضطراب کفاره واجب کړه. هغۀ د دغه اضطراب نه زېږېدلے “اذيت” )زۀ داسې ګنم لکه چې( “نېروان” ومنلو. هغۀ د اذيت تکرار کښې د ژبې پۀ سر ووئيل،

اذيت دے – اذيت دے – اذيت پرېږدوه شاهد قماشه! “شاعري”

خو د زړۀ دننه هغه پۀ دې سِر او سُر پوهه ؤ چې:

ؤ تخلیق کار د اذیت سره مخ عقیدت مند وو د تقلید حصار کښې

خپل ګرېوان کښې سر تا کړے، بېکرانه سراب کښې کېوتے، هغۀ د اضطراب نه “اذيت” تخليق کړو.

دوېم اٰيت:

د “اذيت” شعرِ فاتحه:

اعلٰي معيار ته، د خرابو ضرورت څۀ ؤ؟ چې معجزې وې، د اسبابو ضرورت څۀ ؤ؟

د “اذيت” شعرِ ختميه:

مړ دے، هغه بلا نوش، شاهد قماش ګرځېده چې ئې تر څنګه مېکده

“اذيت” د فکري او شعري تجربو پۀ مجسمه بڼه ستاسو لاسونو کښې دے. د “اذيت” شاعر ځان له د فرېب ورکولو د پاره بلها بهانې تراشلې دي او دغه بهانې خپل نېچر کښې رېشنل دي. دا ثابتوي چې د “اذيت” دننه د تخليق شوو شعرونو پۀ شا يو منطق او استدلال پروت دے – د منطق پۀ صحت خبره نۀ کوم – خبره خو اصل کښې د منطق شتون دے؛ صحت د پاره خو تجسس، لټون او”اذيت” ته غاړه ايښودل پکار وي. د معنيو راويستلو هنر د هغۀ زده.

“زۀ يو بې نومه بې عنوانه وجود

د خپل شناخت هڅه کۀ وکړمه نو

بلها نامې بلها معنې لرمه”

 

دا هم ولولئ

مطالعه او څېړنه د پوهې سرچينې دي (دوېمه برخه) – ډاکټر خادم حسېن

• د البرټ کاميو ‘دي پلېګ’ وباء: ‎فرانسيسي پنځګر، تخليق کار او اديب البرټ کاميو …