پۀ زولنو کښې د رڼا د مینار قصه د باچا خان د زندان احوال 2 – ډاکټر سهېل خان

]دوېمه برخه: د 1948 نه تر 1984 پورې[

د هندوستان د وېش نه پس باید چې د لا اِلٰه پۀ چغه جوړ ملک کښې د اسلام، جمهوریت، ائین او قانون علمداري وه، ولې پۀ دوه ویشتم اګست 1947 د ډاکټر خان صاحب منتخب حکومت ختمولو سره د ‘جمهوریت’ لاش د پېرنګي نه ازاد کړے شوي ‘ګورا قبرستان’ کښې خاورو ته وسپارلے شو. دغه د باني پاکستان جناح صاحب د ګورنر جنرل پۀ حېث د فرمان جاري کولو نه پس وشو. چونکې ‘خان قیوم’ سره اسمبلۍ کښې اکثریت نۀ ؤ – لۀ دې عمله ئې د خدائي خدمتګارو منتخب ممبران ګرفتارول شروع کړل، ولې دې سره ئې دا ناروا هم وکړه چې عام خدائي خدمتګار ئې هم ګرفتار کړل. اګرچې باچا خان پۀ فروري 1948 کښې د پاکستان د ائین سازې اسمبلۍ د ممبر پۀ حېث اسمبلۍ کښې سوګند هم پورته کړو او خپل سیاسي او قانوني چوکاټ باندې ئې یو زړۀ پورې پالیسي بیان هم اسمبلۍ کښې وکړو؛ دې تقریر ډېر ښۀ اثر وکړو او د باچا خان د جناح صاحب سره ملاقات هم وشو. دې ملاقات پۀ جناح صاحب ښۀ اثر وکړو. باچا خان ورته مرکز عالیه سردریاب ته د راتلو بلنه ورکړه چې جناح صاحب دغه دعوت قبول کړو – ولې دغه ملاقات پۀ قیوم خان او وزیر اعظم لیاقت علي خان اور ولګوۀ او دا ئې وګڼل چې کۀ دا دواړه یو ځاے شو نو زمونږ خېر نشته.1

هم دغه وجه وه چې جناح صاحب پېښور ته راغلو او باچا خان سره ئې ملاقات وکړو نو د خپلو ټولو خبرو نه منکر شو ]د قیوم خان او لیاقت علي خان دا سازش زما کتاب ‘د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر’ کښې خوندي دے[. باچا خان د خپلو ملګرو سالار منیر خان او نجیب الله )نجو بهائي( سره پۀ پینځلسم جون 1948 د بنو پۀ دوره روان شو او چې کله احمدي بانډې )کرک( ته ورسېدل نو بغېر د څۀ وارنټ نه ئې ګرفتار کړل. درې کاله ئې قېد کړل او پنجاب ته ئې چالان کړل. دا ګرفتاري پۀ پینځلسم جون وشوه او حکومت سرحد پۀ پینځمه جولایۍ یو ارډیننس جاري کړلو2:

(i خدائي خدمتګار تحریک ئې خلاف قانون وګرځولو، (ii د حکومت مخالفین ئې د پاکستان مخالف او د اسلام دښمنان وګرځول. (iii هېڅ یو عدالت حکومت پۀ دې نۀ شو مجبورولے چې مجرم ته دې د خپل جرم وضاحت وکړي (iv د دې ارډیننس لاندې د ګرفتار شوو کسانو ټول منقوله او غېر منقوله جائیدادونه ضبط کړے شوي وو.3

د لیاقت علي خان سره د صاحب ګل خان مرکه، صاحب ګل د کوهاټ نه د خدائي خدمتګارو MLA ؤ؛ دا ذکر هغۀ خپل یو خط کښې کړے دے چې د لیکوال سره محفوظ دے.

یاده دې وي چې کله پېرنګي ګورنر سر اېمبروز دا ارډیننس جاري کولو نو د پاسه ئې پرې لیکلي وو چې دا ارډیننس د ګورنر جنرل محمد علي جناح پۀ حکم جاري کړے شو.4

  • وړومبۍ ګرفتاري:

باچا خان پۀ پینځلسم جون 1948 ګرفتار کړے شو او پۀ پینځمه جنورۍ 1954 ازاد کړے شو. دغه رنګ پینځۀ کاله او شپږ میاشتې قېد ئې پۀ ساهیوال او پېنډۍ جېل کښې وخوړو. دا رهائي د څۀ حکمنامې لۀ کبله نۀ وه بلکې د باچا خان د ناروغتیا لۀ عمله وه. د ساهیوال جېل نه ئې د پېنډۍ هسپتال ته بوتلو او د علاج د پاره ئې داخل کړو.5

  • دوېمه ګرفتاري:

پۀ پېنډۍ هسپتال کښې ئې باچا خان ته ووې چې تۀ به د رهایۍ نه پس صوبه سرحد کښې بیا د سیاست کولو څۀ اراده لرې؟ باچا خان ورته ځواب کښې ووې چې ‘زۀ خدائي خدمتګار یم او د خپلو خلقو خدمت پۀ ما فرض دے’ – دې ځواب سره ئې پۀ هم دغه میاشت یعني جنوري 1954 کښې پېنډۍ سرکټ هاوس کښې نظر بند کړلو.6

پۀ شلم مارچ 1954 ئې د ائین سازې اسمبلۍ اجلاس د پاره باچا خان ته د شرکت اجازه ورکړله. باچا خان پۀ دغه موقع اسمبلۍ کښې د خپلې ګرفتارۍ باره کښې ووې، ‘جناب! زما د دې معزز ممبرانو نه یو شکایت دے – زۀ هم د دې پارلېمنټ ممبر یم – دا اداره خود مختاره او ازاده ده – د دې د ممبرانو هم ځینې حقوق دي. ما نه ئې د فرنټئیر کرائمز ریګولېشن لاندې ضمانت غوښتو، ما انکار وکړلو او زۀ ئې درې کاله قېد کړم. درې کاله پس خلاصېدل زما حق ؤ، ولې زۀ ئې څلور ورځې جولګا ته بوتلم او بیا ئې د بنګال ریګولېشن 1818 لاندې سزا راکړه کوم چې د ایسټ انډیا کمپنۍ قانون ؤ. ما باندې ئې نور درې کاله او دوه میاشتې قېد وخوړو – خو تاسو کښې چا هم د حکومت نه تپوس ونۀ کړو چې زما جرم څۀ ؤ او د کوم جرم کولو پۀ وجه ئې زۀ د تېرو شپږو کالو راهسې زنداني کړے یم؟ تاسو ته پته ده زۀ اوس هم قېدي یم؟ زۀ به پېرنګیانو هم جېل ته لېږلم خو انګرېز کښې د صبر او زغم ماده زیاته وه، ولې پۀ دې اسلامي ریاست کښې چې ما سره کوم سلوک وشو، زۀ د هغې حال نۀ شم بیانولے.’7

د دوېم قېد نه باچا خان پۀ څوارلسم جون 1955 ازاد کړے شو.

دغه رنګ باچا خان د پینځلسم جون 1948 نه تر څوارلسم جون 1955 پورې پوره شپږ کاله جېل وخوړو.

  • درېمه ګرفتاري:

پۀ ملک کښې د ون یونټ اعلان پۀ دوه ویشتم نومبر 1954 د ګورنر جنرل چوهدري محمد علي لۀ اړخه وکړے شو. پۀ پینځلسم جون 1955 د اولې او دوېمې رهایۍ نه پس د اټک پۀ مقام د باچا خان ډېر دروند او تاریخي استقبال وشو. پۀ اوولسمه جولایۍ د پېښور کننګهم پارک کښې لویه جلسه وشوه. د ون یونټ خلاف باچا خان د صوبې کامیابه دوره وکړله او پۀ شپاړسم ستمبر 1955 ئې د بلوچستان د دورې اعلان وکړو. حکومت د باچا خان د بلوچستان پۀ دوره پابندي ولګوله. دغه رنګ د بېلپټ پۀ مقام ئې باچا خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړو او مچهـ جېل ته ئې ولېږلو. دغه ګرفتاري لس ورځې وه.8

  • څلورمه ګرفتاري:

پۀ شپاړسم جون 1956 ئې باچا خان د شاهي باغ اتمانزو نه ګرفتار کړلو او د ملک دښمنۍ، بغاوت او عوامي جذباتو راپارول ئې پرې الزامونه ولګول. شپږ میاشتې قېد ئې د هري پور جېل کښې تېر کړلو او پۀ شپاړسمه جنورۍ 1957 ازاد کړے شو. څوارلس زره روپۍ جرمانه کړے شوے هم ؤ )زۀ او زما زمانه، مخ (121. دې ځل د ګرفتارۍ حکم د مغربي پاکستان وزیر اعليٰ ډاکټر خان صاحب کړے ؤ. اېف اٰئي اٰر کښې ئې ارمړ پایان، نوي کلي او ګمبت کښې تقریرونو کښې عوامي جذبات راپارول وو. د تعزیراتِ پاکستان دفعات 123، اېف 124، اېف 153 لاندې پرې د مغربي پاکستان هائیکورټ جج شبیر احمد قېد خېژولے ؤ.9

  • پینځمه ګرفتاري:

پۀ اووۀ ویشتم اکتوبر 1958 جنرل ایوب خان د مارشل لاء اېډمنسټرېټر پۀ حېث د 1956 ائین منسوخ کړو. دې نه مخکښې پۀ اووم اکتوبر صدر سکندر مرزا مارشل لاء لګولې وه. باچا خان ئې پۀ یوولسم اکتوبر 1958 ګرفتار کړلو. پۀ دغه موقع ئې د نېپ صدر مولانا عبدالحمید بهاشاني، عبدالصمد خان اڅکزے او نور اتۀ ملګري هم ونیول. تر د څلورم اپرېل 1959 شپږ میاشتې ئې د هري پور جېل کښې تېرې کړې.10

  • شپږمه ګرفتاري:

باچا خان د ایوب خان د مارشل لاء خلاف د ډېره اسماعیل خان پۀ دوره ؤ چې پۀ دولسم اپرېل 1961 ئې ګرفتار کړلو او اډیاله جېل ته ئې چالان کړلو. اډیاله نه پس ئې حېدر اباد جېل ته ولېږلو. دې نه پس ئې لاهور او هري پور کښې زنداني کړلو. دغه پۀ دېرشمه جنورۍ 1964 ئې دوه کاله لس میاشتې قېد نه پس ازاد کړلو.

  • اوومه ګرفتاري:

پۀ اووم ځل ئې باچا خان پۀ اکتوبر 1973 کښې د درې اتیاو کالو پۀ عمر کښې ګرفتار کړلو – بیا ئې صوبه بدر کړلو. شپږ میاشتې پس ورته رهائي ملاو شوه.

د حېدر اباد جېل کښې باچا خان سخت بیمار شو، دواړه پښې ئې وپړڅېدلې ولې حکومت ئې د علاج هېڅ بندوبست ونۀ کړو. چې لاهور جېل ته ئې ولېږلو نو هلته ئې هم پوره یو کال بیماري تېره کړه، ولې د علاج بندوبست ئې نۀ ؤ. د بیمارۍ نه باچا خان ډېر تنګ شو نو جېل کښې ئې بهوک هړتال شروع کړو. د هړتال پۀ څلورمه ورځ ئې نشتر هسپتال ملتان ته ولېږلو. دا د جولائي اګست میاشت وه. در اصل دا علاج نۀ ؤ بلکې باچا خان د ګرمۍ د شدت د مخه نور هم ټارچر کول وو. د لاهور جېل کښې ئې پښې دومره وپړڅېدلې چې ګرځېدلے نۀ شو. بیماري ورځ پۀ ورځ زیاتېدله. د حزب اختلاف پۀ احتجاج صدر ایوب خان ورله د علاج د پاره د انګلېنډ د تلو اجازه ورکړله. د انګلېنډ یخ موسم پۀ باچا خان ساپ رانۀ غلو او ډاکټرانو ورته د امریکې تلو مشوره ورکړه، ولې پاکستان د امریکې اېمبېسۍ ته ووې چې د امریکې ویزه دې ور نۀ کړې شي. باچا خان غوښتل چې کیلیفورنیا کښې د ډاکټر اورنګزېب نه علاج وکړي. لندن کښې د پاکستان سفارت خانې ورته د بیروت، قاهره او تهران تلو اجازه ورکړله. دغه رنګ نومبر 1964 کښې قاهره ته ورسېد. دغه دوران کښې ورته د افغان حکومت نه د علاج د بندوبست اعلان وشو. د قاهره نه باچا خان دسمبر 1964 کښې کابل ته لاړو.11

  • اتمه ګرفتاري:

پۀ اتم ځل باچا خان هغه وخت ګرفتار شو چې پۀ اکتوبر 1973 کښې بهټو بر ناحقه د NAP او JUI د بلوچستان مشترکه حکومت د ختمولو اعلان وکړلو. پۀ اکتوبر 1973 ئې باچا خان ونیولو ، پۀ سبا ئې پنجاب کښې اټک رېسټ هاوس کښې نظر بند وساتلو. شپږ میاشتې قدغن ئې تېر کړلو.

  • نهمه ګرفتاري:

پۀ نهم ځل ئې باچا خان د خپل کلي اتمانزو نه پۀ شلم مارچ 1974 د DPR لاندې زنداني کړلو. پینځۀ میاشتې بندیوان ؤ.

  • لسمه ګرفتاري:

پۀ لسم ځل ئې باچا خان پۀ دیارلسم اپرېل 1975 د طورخم پۀ پوله ګرفتار کړلو. د ملک دښمنۍ زوړ الزام ئې پرې ولګوۀ او پۀ اتۀ ویشتم اګست 1976 د یو نیم کال قېد نه پس ازاد کړے شو.

  • یوولسمه ګرفتاري:

پاکستان کښې پۀ یوولسم ځل باچا خان پۀ لسم اګست 1982 ونیولے شو، اووۀ میاشتې پۀ ګهسکي او ورسک رېسټ هاوس کښې وساتلو.

  • دولسمه/ اخري ګرفتاري:

پاکستان کښې باچا خان پۀ اخري ځل کال 1984 کښې د کالاباغ ډېم خلاف جدوجهد کولو باندې ګرفتار کړے شوے ؤ. دغه وخت د باچا خان عمر څلور نوي کاله ؤ.13

د اسلامي ریاست د ‘امیر المؤمنین’ ایوب خان او ‘امیر المؤمنین’ ذو الفقار علي بهټو او ‘امیر المؤمنین’ ضیاء الحق پۀ دورونو کښې د باچا خان ګرفتارۍ د ځانګړي پام وړ دي. دې مودو کښې د پېرنګي استعمار پۀ ضد د خپلو غرونو سیال باچا خان سپین ږیرے ؤ – هغۀ د اساسي قانون خبره کوله، هغۀ د امن خبره کوله، هغۀ قامیتونو له د هغوي د حقونو ورکولو خبره کوله، هغۀ د ماوراء ائین اقداماتو د مخنیوي خبره کوله –

مونږ کۀ پۀ نړۍ کښې د سپین ږیرو/ معمر ترین قېدیانو فهرست ته ځیر کېږو نو وړومبۍ لس نامې ئې پۀ دې ډول دي:

  1. پال ګېډل (Paul Geidel)، هارټفورډ، امریکا، د 86 کالو پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤ – مقدمه د ویلیم جېکسن قتل.
  2. ګرېژبي (Johnson Grigsby)، کنټاکي، امریکار، 89 کال پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤ – مقدمه د جېمز براون قتل.
  3. چارلس فوسارډ (Charles Fossard)، فرانس، 92 کال پۀ عمر کښې هم جېل کښې ؤ – مقدمه د ویلیم فورډ قتل.
  4. لسلي کیپن (Lucille Keppen)، مینیسټا، امریکا، 93 کال پۀ عمر کښې – مقدمه د خپل ګاونډي سټیفن فلیشا قتل.
  5. جون بنز (John Bunz)، نیویارک، امریکا، 94 کال پۀ عمر کښې – مقدمه د خپلې ښځې قتل.
  6. فرانسس سمتهـ (Francis Clifford Smith)، کنکټیکټ، امریکا، د 94 کال پۀ عمر کښې – مقدمه د ګرور هارډ قتل.
  7. جون ‘سوني’ فرانزیس (John Franzese)، نېپلس، اټلي، د 100 کالو عمر کښې – مقدمه د اغواء، بېنکونو کښې شوکې.
  8. تهیوډر سیپنر (Theodore Sypnier)، نیویارک، امریکا، د 101 کالو عمر کښې – مقدمه پۀ ماشومانو یو شمېر جنسي تېرونه.
  9. بل وېلس (Bill Wallace)، اسټرېلیا، د 107 کالو 11 میاشتو عمر کښې – د تشدد مختلفې مقدمې.
  10. بریج بهاري پانډے (Brij Bihari Pandey)، هندوستان، د 108 کالو عمر کښې – مقدمه د څلورو کسانو قتل. نړۍ کښې تر ټولو بوډا قېدي.

دغه پورته ذکر شوي لس قېدونه چې دوه نامې ئې پۀ ګینز بک اٰف ورلډ رېکارډ کښې هم د تر ټولو بوډا او د تر ټولو اوږد قېد لړ کښې خوندي دي، ټول اخلاقي قېدیان دي. دې لړ کښې د فخرِ افغان د ژوند وروستنے قېد چې 1984 کښې د څلور نوي کالو پۀ عمر کښې د اسلامي جمهوریه پاکستان د امیر المؤمنین لۀ خوا ورکړے شوے ؤ، سره باچا خان ‘د نړۍ تر ټولو ضعیف سیاسي قېدي’ دے.

دسمبر 1964 کښې کابل ته تګ او هلته د څلیریشتم دسمبر 1972 پورې د باچا خان جلاوطني هم د پاکستاني ریاست د جمهوریت ضد پالیسۍ نتیجه وه.

راتلونکې ګڼه کښې به د باچا خان د قېدونو اجمال وړاندې کوو.

حوالې:

  1. د صاحب ګل MLA خط، 1948 – ډاکټر سهېل خان
  2. احمد کاکا، خدائي خدمتګار تحریک، دوېم ټوک، 1996

ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 43، فائل نمبر 1515

  1. ډاکټر حېدر لاشاري، سفیرِ انسانیت، 2008

جناح پېپرز، والیم 6، جناح پۀ حېث د ګورنر جنرل، پي اېچ ډي مقاله، اسلام اباد، قائداعظم پوهنتون

  1. عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، دوېم جلد، 1994
  2. د باچا خان قانون سازې اسمبلۍ ته خطاب، قومي اسمبلي ارکائیوز، 1948
  3. ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 64، فائل نمبر 1710
  4. فاروق قرېشي، ولي خان او قراردادِ پاکستان، لاهور، 1990
  5. ډاکټر حېدر لاشاري، سفیرِ انسانیت
  6. Sunday Standard, Delhi, Aug 29, 1976
  7. عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري، دوېم ټوک، مخ 371
  8. ډائرېکټورېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، بنډل 43، فائل 1510
  9. http://www.nydailynews.com/new-york/justic-story-new-yorker-prison-term-landed-

 

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …