الف جان خټکه – ډاکټر سهېل خان

الف جان خټکه پۀ لسم ستمبر کال نولس سوه اتۀ ويشتم د کرک ضلعې پۀ احمدي بانډه کښې د غني شاه خټک کره زېږدلې وه. ابتدائي زدکړه ئې پۀ غېر رسمي توګه ترسره کړې وه او ورسره ئې د اتم، لسم او دولسم امتحانونه پرائیوېټ پاس کړل او بيا ئې پښتو اٰنرز پاس کړو. د تدریسي کېرئير ابتداء ئې د جے وي نه کړې وه او وروستو د سي ټي، اېس اي ټي او پرنسپل عهدې ته ورسېده. کال 1990 کښې د ټيري هائي سکولد پرنسپلې پۀ څوکۍ رېټائر شوه.

د الف جانې نوم اول ځل د “پښتون” رسالې کال نولس سوه پینځۀ څلوېښتم (1945) ګڼه کښې مخې ته راغلو. دا هغه وخت ؤ چې پښتنو ښځو ليکوالانو به د خپل نوم پۀ ځاے د خپل کلي نوم ليکلو – لکه د “ادينه يوه خور س ب ب”، “د پړانګو يوه خور”، “د رځړو يوه خور م ب”.

الف جان خټکه هغه اولنۍ ملي مبارزه وه چې خپل اصلي نوم ئې پۀ شاعرۍ خوندي کولو باندې وياړ محسوسولو. د الف جانې دغه هڅه د نورو خوېندو ليکوالانو پۀ حوصله تمامه شوه او “س ب ب” خپل اصلي نوم سيده بشريٰ بېګم، “م ب” خپل اصلي نوم مجيده بيګم ليکل شروع کړل.

د باچا خان او د خدائي خدمتګار تحريک دا مرام ؤ چې ښځو ته پښتنې ټولنه کښې د کار کولو درناوے ورکړي او دوي کښې د تعليم شوق پېدا کړي. چونکې پښتنه سيمه د خارجيانو لاره وه، لۀ دې عمله ئې د پښتنو سيمه د اصلاحاتو، تعليم او سياست نه لرې پاتې کړې وه. د يو مترقي سماج روزنه د باچا خان مرام ؤ او نن د هغې ثمرات مونږ وينو چې د ښځو تعليم، د ووټ حق او د سماج پۀ بېلا بېلو شعبو کښې د پرمختګ برخه اوچتول د باچا خان او د خدائي خدمتګارو ارمان ؤ چې نن پوره شو.

يا هغه پښتنه معاشره وه چې د ښځو نوم ليکل وئيل پکښې جرم ګڼلے شو – يا د سيده بشريٰ بېګم باچا خان ته ډاډ ګېرنه چې:

کۀ پښتانۀ زلمي پۀ شا شو
فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه

د باچا خان د مشرۍ او د پښتنې ټولنې ځانګړتيا باره کښې د الف جانې خټکې دا نظم سترګې غړوي:

کۀ مرکز ئې هندوستان کۀ پاکستان وي
خو ليډر دې د سرحد فخرِ افغان وي
چې د غېرو ليډري شي پۀ سرحد کښې
نا پسنده به د هر يو پښتون ځان وي
ستا ليډر کله عيسيٰ کله موسيٰ شي
دې نه زيات به د پښتو څۀ کسر شان وي
پنجابے هندوستانے دې چې ليډر وي
ياد لره چې سراسر به د تا زيان وي
د پښتون جدا تهذيب بېل تمدن دے
هم هغه به پرې پوهېږي چې افغان وي
کوم ائين چې د اغيار د لاسه جوړ شي
د پښتون به يقيناً پۀ کښې تاوان وي
پۀ افغان بې لۀ افغان څوک امير مۀ شۀ
د کشمير کۀ د پنجاب کۀ د ايران وي
پښتنو تخت د بابر شېر شاه له ورکړو
چې اخر مغل مغل افغان افغان وي
خوشحال خان ځکه باغي لۀ اورنګزېب شو
چې د غېر حکم منل پښتون ته ګران وي
عرض دا چې اتحاد کښې دې مفاد دے
کۀ يقين دې پۀ وېنا د الف جان وي

“پښتون”، څوارلسم جون 1946

د ازادۍ غوښتونکو مبارزينو خلاف به پېرنګې اېجنټانو مخبري کوله چې الف جان ورته وائي:

سپے کۀ هر څومره ستا وفادار دے
ورور نه وېزار دے ځکه مردار دے
“ټوډي” کۀ هر څومره سرکار پرست شي
د قام غدار دے، ذليل او خوار دے

د ښځو د حقوق، مساوات او يو شان والي باره کښې وائي:

تۀ کۀ خټک يې، زۀ هم خټکه يمه
کۀ تۀ بارک يې، زۀ هم بارکه يمه
زۀ او تۀ دواړه خداے پېدا کړي يو
ستا پۀ نظر کښې ولې زۀ سپکه يمه؟

پښتانۀ د هرې ستونزې ذمه وار خارجي عوامل ګڼي او د خپل ځان، کور، خاندان، ټولنې محاسبه ورته لويه ګناه ښکاري. د ځان بې ځايه ستائينه يو تهذيبي نرګسيت د ټولو نه لوے مرض دے. الف جان ئې هم ناسور ګڼي او وائي:

اول خپل وطن د بل د لاسه خلاص کړه
بيا طارق پۀ شان روان شه لور پۀ لور
ازادي پۀ سوال منت موندلې نۀ شي
څو ښکاره نۀ کړې د خپلو مټو زور
الف جان خو نېغه لار درته ښکاره کړه
اوس دې وار دے چې پياده درومې کۀ سور

د پېرنګي نه د ازادۍ غوښتونکو مبارزينو خلاف د دښمن مرستې او بې اتفاقۍ طرف ته پۀ داسې الفاظو پاملرنه راګرځوي:

سپي کۀ هر څومره دښمن د سپو وي
فقير چې ورشي ټول ورته يو دي
هندوستانيان ګوره! سره د عقله
دښمن ته يو نۀ شو، بد تر لۀ سپو دي

“پښتون”، اول جون 1946

د ازادۍ د اهميت باره کښې الف جان وائي:

ازادي څۀ ده؟ د خداے نعمت دے
غلامي څۀ ده؟ د خداے لعنت دے
کۀ دا دوزخ وي، هغه جنت بوله
شک چې و نۀ کړې، دا حقيقت دے

خدائي خدمتګارو به د باچا خان د احکاماتو رڼا کښې روزانه دوه ګېنټې سماجي کارونه کول چې يو کار پۀ کښې د تعليم بالغان هم ؤ. پښتانۀ به لوے عمر کښې زدکړو کولو باندې شرمېدل. الف جان د دوي حوصله پۀ تعليم بالغان نظم کښې داسې کوي:

کۀ د خپل قام ترقي غواړي، بالغان لولوه!
د ماشومانو سره سم زاړۀ ځوانان لولوه!
دا خو دے وار، کله د پلار کله د زوي وروره!
تۀ ئې عالم کړې اوس بې علمه مشران لولوه!
جاهل ووټر به د خپل ووټ پۀ قدر څۀ پوهېږي
کۀ د ووټ قدر زياتوې نو ووټران لولوه!
فخرِ افغان تا ته مرکز کښې مدرسه جوړوي
زندګي وقف کړه، خدائي خدمتګاران لولوه!
ستا سړیتوب خلق د علم پۀ مېدان کښې تلي
خپل درانۀ وخت د پاره وروڼه عزيزان لولوه!
نن د تهذيب او تمدن معيار تعليم بالۀ شي
کۀ د تهذيب دعويٰ لرې، هر يو افغان لولوه!
تۀ پۀ حجره کښې خوشے ناست يې، عبث وخت تېروې
لاړ شه پۀ کور تور سرې تۀ د خاندان لولوه!
پاڅه روسيانو نه سبق واخله! عمل پرې وکړه!
کۀ د خپل قام حکومت غواړې، بالغان لولوه!
پۀ امريکه کښې هر مزدور نن اخبارونه لولي
لږ شرم وکړه د خپل کلي ملکان لولوه!
علم معراج د ترقۍ دے ځان خبر کړه وروره!
کۀ پۀ دې نام رسېدل غواړې خپل دوستان لولوه!
ستا ملايان خو پۀ “یَجوز” او “لا يجوز” نښتي
کۀ څۀ فرصت مونده کوې، دوي ته قراٰن لولوه!
کۀ پۀ اولاد کښې دې جذبه د ازادۍ وي پکار
خپلو کورونو کښې اشعار د الف جان لولوه!

“پښتون” – اول جون 1946

د اوولسم دسمبر کال پینځۀ څلوېښتم شماره کښې د خوشحال خان خټک وصيت د سر خط لاندې الف جان خټکه وائي:

سر ډاکټر محمد اقبال پۀ خپل کتاب کښې
د خوشحال خټک ليکلے دے يو پند
هغه پند به پۀ پښتو ژبه بيان کړم
پښتانۀ وروڼه دې واخلي ترې نه خوند
“زۀ مئين يم پۀ هغه ښکلي ځوانانو
چې پۀ ستورو باندې اچوي کمند
د مغلو نه پۀ هېڅ شان کم کوز نۀ دے
يوسفزے، خټک، بنګش، خليل مهمند
زما خوېندې به پۀ سپين مېدان ښکاره کړي
سپينه توره، سرۀ لاسونه، سپين مړوند

د جون شپږ څلوېښتم ګڼه کښې طوفان سرحدي د “پښتون” د پینځو شاعرانو عبدالاکبر خان اکبر، محمد اشرف مفتون، عبدالمالک فدا او شبنم تعريفي کلمات د “پینځۀ شاعران” پۀ نوم کړي دي چې الف جان ئې داسې ستائيلې ده:

شاعره، رنګين رقمه
اديبه، فاضل قلمه
د وطن لۀ مينې ډکه
خالده اديب خانمه
د مذهب يوه پتنګه
لېونۍ د قام د غمه

د کال پینځۀ څلوېښتم سوړ جنګ او وروستو د خبرو اترو د لارې د جنګ د بېرته شا ته کېدو پۀ حقله الف جان وائي:

هر يو لګيا دے پټ پۀ پټه ايټم بم جوړوي
څوک دا وئيلے شي چې دوي امن و علم جوړوي؟
نن پۀ پېرس کښې کانفرنس کېږي د صلح پۀ نوم
خداے ښۀ خبر دے چې د چا سر ته به غم جوړوي
لا د تېر شوي جنګ زخمونه انګور شوي نۀ دي
ګنې زما د سوي زړۀ نه به مرهم جوړوي
دوي چې لس کروړه پۀ اټلي تاوان د جنګ ايښے دے
د خوارو خونه ړنګوي ځان له رقم جوړوي
دا ځل ډغره به د روس او امريکې وي سره
بحر العماد کښې پرې پوهېږم چې تور تم جوړوي
زمونږه نېک دا ځلې ناست به وي د خېر پۀ غونډۍ
دا د دۀ کار دے چې د بل پۀ کور ماتم جوړوي
د پېرنګيانو معمارانو ستړے ستومانه ليډر
ځان له ارم جوړوي مونږه له جهنم جوړوي

د اوولسم اپرېل 1946 پۀ پرچه کښې د الف جان خټکې نظم “پښتنو ته پېغور” چې شائع شو نو د هغې پۀ جواب کښې د دهلي نه یو مسلم لیګي قاضي ع ح خټک )چې د ډاکټر سید وقار علي شاه مطابق “دا قاضي عبد الحکیم خټک د ځلوزو ؤ”( الف جان ته راولېږو چې “پښتون” د اوولسمې مۍ پۀ ګڼه کښې چاپ کړو او ورسره ئې د الف جانې جواب الجواب هم شائع کړو. دواړه نظمونه داسې دي:

الف جان ته جواب:

الف جانې! شاعرې دې ډېره ښه ده
خداے دې زيات کړي نور هم ستا د قلم زور
دا قيصه دې د طارق کړې رښتيا ده
پۀ سر سترګو مې منلے دا پېغور
ازادي به پښتون اخلي کۀ خداے کاندي
پنډتان به مې قائله شي پۀ زور
خو افسوس دے پۀ خطا لار یې روانه
سبب دا دے چې تۀ ناسته يې پۀ کور
ستا ليډر خو پښتانۀ پۀ هندو خرڅ کړل
تۀ لا دے ګڼې د قام او ملک غمخور
د پښتون توره هر چا ته ده معلومه
ستا زمرے ترې جوړوي اوس حلال خور
اهنسا کۀ عقيده د پښتنو شي
مخنث به بيا بلل شي پۀ هر لور
د پښتون د پاره سپينه توره ښائي
پاکستان به جوړوي د دې پۀ زور
زۀ خټک خو شاعر نۀ يم الف جانې!
ستا خبرو مې پۀ تن کښې بل کړو اور
چې خټکه مسلمانه کانګرسۍ شي
خدايه واخلې تۀ زمونږه داسې خور

جواب الجواب:

محترم قاضي صاحبه! خط دې راغلو
خداے دې تا لري ژوندے او زما خور
تعجب دے چې دا ستا پۀ شانې مشر
تعصب کړي پۀ رڼا ورځې شبکور
تۀ وې چرته ننګيالے چې سر تور سر ؤ؟
ښار پۀ ښار، کلي پۀ کلي، کور پۀ کور
دا جذبه د ازادۍ چا پېدا کړې؟
دۀ؟ کۀ تا؟ کۀ دې تا “سر سموئيل هور”؟
زۀ کۀ ناسته يم پۀ کور خو زنانه يم
ولې نۀ کړې تۀ نظر د جېل پۀ لور؟
تۀ د جېل د مصیبت نه لرې تښتې
بيا به څنګه کړې ښکاره د تورې زور؟
کۀ د تورې وې شوقين ته به داخل وې
د کپتان شاهنواز خان پۀ نېشنل کور
د رسول اکرم مکي ژوندون راياد کړه
چې محصور ؤ د ابي طالب پۀ کور
اهنسا باندې عمل ؤ ديارلس کاله
کافرانو نه مې نۀ اخستو پور
پۀ يثرب چې کافرانو حمله وکړه
د يهودو انصاريٰ سره ئې ؤ کور
بېروني دښمن ئې وويستو لۀ کوره
بيا يهود و نصاريٰ باندې شو سور
پښتانۀ خرڅېدے نۀ شي نۀ به خرڅ شي
پۀ اوبو کښې بلېدلے نۀ شي اور
مونږه واله د هندو-بار نه نۀ وېرېږو
کۀ وېرېږي خو د تا پۀ شان کمزور
حلال کور پېغور دې مونږ ته چې را وکړو
ما پۀ سر سترګو منلے ستا پېغور
حلال خور کۀ حلال خور وي ډېر بد نۀ دے
بد هغه دے چې ډاکې کړې مردار خور
ئې زلمے او کړې زورول د ښځو شانتې
وايې “واخله خداے تعاليٰ زمونږ دا خور”
الف جان وائي “امين! ما دې خداے واخلي!
ښۀ د دې غلامستان نه ما ته ګور

د قامي تحريک دا ملي مبارزه، قامي شاعره، ستره ليکواله، د تعليم او تربيت ماهره پۀ څوارلسم ستمبر 2019 د همېشه لپاره زمونږ نه جدا شوه او احمدي بانډه کښې خاورو ته وسپارلې شوه. د خپلواکۍ دې سياسي، فکري او ادبي تړون ته وګوره چې الف جان خاورې ته سپارلو والا ټول د قامي تحريک تړون وال وو.

د چا لاس کښې چې بېلچه وه، د هغۀ پلار د لياقت باغ شهيد ؤ؛ ګلونه شېندلو واله ملګري استاذان وو او خدمتګاران د کرک د نېشنل ګوند ذمه داران وو. د مياافتخار حسېن، اعجاز يوسفزي، عثمان خټک، زما او حيات روغاني پۀ لاسونو د قامي تحريک پړونے د الف جان خټکې پۀ څلي خور کړے شو. پۀ ګور ئې نور شه!

 

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …