اداريه – اګست 2020

د بابړې پرهر لا تازه دے!

د بابړې پېښه د پښتنو د تاريخ هغه توره، ويرژنه، پۀ غم لړلې او سرتوره پېښه ده چې پۀ عالمي تاريخ کښې ئې هم مثالونه ډېر کم پۀ نظر راځي. روان کال د دې بوږنوونکې پېښې دوه اويا کلونه پوره شو. دا پېښه او دا ورځ کۀ پښتنو د پېرنګي پۀ استعمار کښې ليدلې وه نو بيا به هم لا څۀ خبره وه ځکه چې هغوي هسې هم د ظلمونو، زورونو، وژنو، لوټلو او زياتو بازار ګرم کړے ؤ او د قيصه خوانۍ، ټکر، هاتي خېلو او نورو يو شمېر پېښو پۀ بدرنګ شکل کښې ئې د خپلو مکارو او شنو سترګو چل ول ښۀ پۀ کار راوستے ؤ او هغوي به کوله هم داسې ځکه چې هغوي د خداے پۀ نامه نا بلکې د دې سيمې او د سرو زرو د مرغۍ پۀ دولت لوټلو پسې پۀ سمندرونو راپورې وتي وو او هره روا ناروا ئې ځان ته روا کړې وه . خو د بابړې پېښه خو پۀ هغه ملک او هغه حکومت کښې وشوه چې د مسلمانانو لپاره جوړ کړے شوے ؤ او پۀ لکهونو خلقو د دې ازادۍ لپاره نۀ صرف جېلونه تېر کړي وو بلکې د خپلو ژوندونو نه ئې لاسونه هم وينځلي وو، کۀ مسلمان تقسيم شوے ؤ نو د صنعت، حرفت، تعليم او مال دولت قربانۍ ئې هم ورکړې وې، دا هر څۀ د يو خوب لپاره وو او هغه خوب هاغه حقونه وو چې دوي غوښتل لکه ازادي، اسانتياوې، تعليم، مساوات، برابر حقونه، خپل واک او د خبرې ازادي وغېره . هم پۀ دې نارو دا ملک جوړ کړے شوے ؤ او د خلقو مالونه، جائېدادونه او عزتونه لوټ شوي وو. خلقو ته د يووالي او انصاف خبرې شوې وې او ورته وئيلي شوي وو چې پۀ دې ملک کښې به ستاسو حکومت وي او تاسو چې هر څوک يئ نو د هر څۀ ازادي به درته ترلاسه وي . خو خلق هغه وخت حېران شو چې دغه وعدې لس کلونه پس نه بلکې لا د دې ملک د جوړېدو اولنے کال هم نۀ ؤ پوره شوے چې پۀ دولسم اګست کال نولس سوه اتۀ څلوېښت کښې پۀ چارسده کښې د بابړې پۀ مقام پۀ خدائي خدمتګارو ګولۍ وورولې شوې او د ظلم يو داسې داستان جوړ شو چې نړۍ ئې د “کربلائے ثاني” پۀ نوم يادوي . دا هر څۀ پېرنګي نه بلکې د دې ملک قيوم خان وکړل . څۀ شپږ نيم يا اووۀ سوه بې ګناه کسان شهيد کړے شو چې پکښې د ضعيف، ماشوم، زنانه او مشر کشر تميز هم ؤ نۀ ساتلے شو. ظلم د پاسه ظلم دا وشو چې پۀ دې خلقو د غدارۍ تورونه پورې کړے شو او پۀ هسپتالونو کښې ئې پۀ علاج هم بندېز ولګېدو. ګولۍ قيوم خان وورولې خو د غدارۍ تور پۀ خدائي خدمتګارو پورې کړے شو، وينې د خدائي خدمتګارو توې شوې خو د مرميو پېسې هم د دوي نه بودې شوې يعنې مړۀ هم خدائي خدمتګار شول او پړۀ ئې هم دوي کړل . نۀ صرف دا بلکې د پېښې نه پس د خدائي خدمتګارو پۀ کورونو چاپې هم پرېوتې، بيعزتۍ هم وشوې او نظر پرې هم ساتلے کېدو. ګناه د دې خلقو بس دومره وه چې خپل حق ئې غوښتو ځکه چې دوي سره خو دا لوظ شوے ؤ چې دوي به ازاد وي او د خپل حق غوښتو به ورته ازادي وي خو کله چې دوي خپل حق وغوښتو نو سرونه ئې ورله وشيندل، د ګل پۀ شان ځوانان ووژلے شول، مېندې بورې او پېغلې کونډې شوې، بچي يتيمانان او د بې وسه او غريبه پلارانو او خدائي خدمتګارو ملاګانې ماتې کړې شوې . د دوي ګناه بس دومره وه چې د خپل منتخب او ائيني حکومت پۀ غېر ائيني طريقه باندې ختمولو خلاف راوتي وو او انصاف ئې غوښتو. کۀ څۀ هم دغه دسيسه ساز پۀ ډاکټر خان صاحب او د هغۀ پۀ کابينه تورونه لګوي خو دوي سره پۀ دې بابله هېڅ قسمه ثبوت نشته او اصل خبره دا ده چې پۀ صوبه کښې کله خدائي خدمتګارو سيټونه وګټل او خپل حکومت جوړ شو نو ورسره اصلاحات هم شروع شو او يو عوامي خدمت هم خلقو ته پۀ نظر راتلل شروع شو. خو مفادپرستو دا هر څۀ کله برداشت کولے شو نو بس سازشونه ئې پېل کړل او د تورونو بازار ګرام شو او ورسره رابطې هم د يو بل سره تېزې شوې او دغه شان د ملک جوړېدو لا هفته هم نۀ وه پوره شوې چې د ډاکټر خان صاحب حکومت پۀ يوه غېر ائيني بلکې انتهائي پۀ شخو سترګو ختم کړے شو. خو باچا خان، خدائي خدمتګارو ته د خپل حق غوښتو لار ښودلې وه او داسې روزنه ئې ورله کړې وه چې چرته هم ظلم کېږي نو د هغې خلاف به راپاڅي او د عدم تشدد پۀ وسله به د ظلم مخې ته ودرېږي او خپل حق به غواړي . پۀ دغه ورځ خدائي خدمتګارو هم د دغه خپل حق غوښتنه کوله او ډېر پۀ پر امنه طريقه راټول شوي وو او د هېڅ قسمه وراني خو هډو څۀ سوال نۀ جوړېدو ځکه چې دا د باچا خان ملګري وو او باچا خان ټول عمر سختې ګاللې وې خو چرته ئې هم قانون کۀ هغه د چا هم ؤ، نۀ ؤ مات کړے، خو بيا هم د قيوم خانۍ لۀ خوا د دوي لارې ونيوې شوې، دوي ته خنډان جوړ کړے شو او د خپل حق غوښتو نه ئې د منع کولو کوششونه وشو. يعنې لا کال نۀ ؤ پوره چې د وعدې کوونکو نه خپلې وعدې هېرې شوې او پۀ ظلم ئې لاس پورې کړو. دا هر څۀ داسې ناڅاپۀ هم نۀ وو شوي بلکې څنګه چې د پاکستان جوړېدو نه مخکښې مخکښې د ډاکټر خان صاحب د حکومت خلاف سازشونه شروع شوي وو هم دغه شان دلته هم مفاد پرستو او قيوم خان لۀ خوا د خدائي خدمتګارو خلاف سازشونه روان وو او چې کله ورله موقع پۀ لاس ورغله نو داسې کانې ئې پرې وکړې چې پۀ اورېدو ئې سړے بوږنېږي . يو خوا کۀ د ډاکټر خان صاحب يو ائيني او منتخب حکومت پۀ يوه انتهائي غېر ائيني، غېر جمهوري، غېر قانوني او غېر اخلاقي طريقه لۀ مېنځه وړلے شوے ؤ نو هم داسې د قيوم خان لۀ خوا هم داسې ظلم وشو چې مثال ئې نشته . د ډاکټر خان صاحب حکومت ختمولو نه پس د مرکز سره درې لارې وې چې پکښې ګورنر راج قائمول، د نګران حکومت جوړولو سره د نوو انتخاباتو اعلان کول او يا پۀ هاوس کښې دننه يو داسې وزارت جوړول چې د منتخبې اسمبلۍ اعتماد ورته حاصل وے، خو پۀ يادو لارو کښې پۀ يوه هم عمل ؤ نۀ شو او هغه قيوم خان راوستے شو چا ته چې د اسمبلۍ څۀ چې د خپل ګوند مسلم ليګ اعتماد هم نۀ ؤ حاصل . وخت ضائع نۀ کړے شو او قيوم خان پۀ سمدستي توګه د ډاکټر خان صاحب د حکومت ختمېدو نه يوه ورځ پس يعنې د اګست پۀ درويشتمه د صوبې د نوي وزير اعلي پۀ حېث سوګند پورته کړو او هم دغه شان د بابړې د خونړۍ پېښې بنياد کښېښودے شو. د کانګرس د دوه غړو د وزارت قبلولو باوجود هم پۀ اسمبلۍ کښې د کانګرس اکثريت ؤ او د دې اکثريت ختمولو لپاره اووۀ خدائي خدمتګار غړي هم ګرفتار کړے شول . نور بيا تاريخ دے چې څنګه د يو نوي ملک د جوړېدو نه پس کال کښې دننه دننه دلته د هارس ټرېډنګ، زور، ظلم او غېر ائيني کارونو اغاز کېږي . کۀ پۀ وخت د دغه قسم غېر ائيني کارونو مخنيوے شوے ؤ، د قيوم خان ملاتړ او مرسته نۀ وه شوې، د ډاکټر خان صاحب ائيني حکومت پۀ غېر اخلاقي او غېر قانوني طريقه نۀ ؤ ختم کړے شوے نو نن به مونږ د بابړې نوحه نۀ کوله، نن به مونږ د بابړې شهيدان نۀ ژړل، نن به مونږ د بابړې پۀ وينو سور څلي ته نۀ وو ناست او نۀ به مو ګيلې ته خلۀ جوړېده . خو لۀ بده مرغه داسې وشول او د ظلم يو تور داستان د ټول عمر لپاره پۀ وير اخته پاتې شو. دې کښې يو خوا کۀ د قيوم خان وېره او خود غرضي پۀ نظر راځي نو بلخوا د نوي پاکستان حکمرانان هم ټول پۀ خوب اودۀ ښکاري . لکه دا څومره د ظلم بلکې د سترګو پټولو خبره ده چې پۀ رڼا ورځ پۀ داسې خلقو ګولۍ وورېږي څوک چې خالي لاسونه د خپل حق غوښتو لپاره راجمع شوي دي خو بيا د ندامت پۀ ځاے پۀ هم دغه خلقو نۀ صرف د غدارۍ تورونه لګي بلکې حکومت ميډيا هم پۀ خپلو لاسونو کښې اخلي او د پېښې د اصل تصوير پټولو ناکامه هڅه هم کوي . پکار خو دا وه چې حکومت خپله غلطي منلې وه او د بابړې د بې ګناه شهيدانو پۀ پرهرونو ئې د ملهم ايښودو کوشش کړے ؤ خو هغه هم د يو حکومت لۀ خوا ؤ نۀ شوه او نن هم بابړه پۀ وينو سره خپل څلي ته ناسته د انصاف غوښتنه کوي . ژوندي قامونه هله ترقي او پرمختګ کوي چې صرف پۀ خپلو مړانو وياړ نۀ کوي بلکې د خپلو غلطيو منلو هم حوصله لري . نن دوه اويا کلونه تېر شول خو چا هم د بابړې پۀ پرهرونو د ملهم ايښودلو زحمت قدرې ؤ نۀ کړو. کۀ څۀ هم د هغه وخت حکومت او رياست د دې پېښې د وژلو او د وخت پۀ ګردونو کښې د پټولو کوشش کړے دے خو حق کله هم نۀ پټېږي او هم دغه وجه ده چې نن هم عوامي نېشنل ګوند، خدائي خدمتګار او هر باشعوره پښتون دغه ورځ نۀ صرف يادوي بلکې پۀ ډېر وياړ او هسک سر ئې وياړي هم . دا پېښه د ظلم او جبر خلاف د ودرېدو او د خپل حق غوښتلو لپاره داسې يو مثال دے چې مثالونه ئې کم دي . نن هم د بابړې مغرور پرهر تازه دے او نن هم د خدائي خدمتګارو قربانۍ ژوندۍ دي ۔

او ډبرين بودها بيا زخمي کړے شو!!!

د ګندهارا تهذيب زړۀ او مرکز مردان کۀ څۀ هم پۀ سياسي، زراعتي او د ژوند نورو اړخونو لۀ وجې يو شهرت لري خو نړيواله پېژندګلوي ئې د سوونو او زرګونو کاله زړو د بدهـ مت اثار له وجې ده . د مردان ضلعې تخت بائۍ، شهباز ګړهه، جمال ګړۍ او داسې يو شمېر نور ځايونه دي چې د ګندهارا تهذيب د زرګونو کاله زړو اثارو نه ډک دي . دلته خبره مونږ د دې اثارو پۀ تاريخ نۀ کوو بلکې د يوې داسې پېښې پۀ اړه خپل نظر شريکول زمونږ مقصد دے کومې چې زمونږ د ذهن او ټولنې عکاسي يو وارې بيا کړې ده . د جولائۍ پۀ مياشت کښې پۀ ټولنيزو رسنيو څۀ ويډيوز مخې ته راغلل چې پکښې څو تنه لګيا دي او پۀ خوب اودۀ يو بودها وژني . بيا وروستو پته لګي چې دا پېښه د مردان نه اتۀ نهه کلوميټره شمال اړخ ته پروت کلي سري بهلول کښې رامخې ته شوې ده . دا هم پته لګي چې د بودها دا مجسمه اوولس سوه کاله زړه ده او قد ئې پينځ نيم نه تر شپږ فټه دے او ماهرينو دا هم څرګنده کړه چې دا مجسمه ډېره پۀ سالم شکل کښې وه يعنې کۀ څۀ هم د سوونو کلونو راهېسې پۀ زمکه ښخه وه خو خرابه شوې نۀ وه . د سري بهلول کلي پۀ اړه دلته دا هم وئيل ضروري ګڼو چې دا د تخت بائۍ نه صرف يو کلوميټر جنوب مغرب اړخ ته پروت دے او کۀ د تخت بائۍ کهنډرات د هغه وخت د راهبانو، اشرافيه او پوهانو مرکز ؤ نو سري بهلول د عام خلقو د اوسېدو ځاے ؤ او دلته خواو شا کلي د ګندهارا تهذيب د نخښو نښانو نه برجت دي او وخت نا وخت پۀ کليو کښې د ودانيو او يا بيا پۀ پټو کښې د کر کيلې دوران دلته د بودها لوئې وړې مجسمې، کالي پتري، سيکې، لوښي لرګي او دغه شان د هغه وخت د خلقو د استعمال څيزونه پۀ لاس راځي او اورو چې دغلته ځينې خلقو د دې پوره روزګار هم جوړ کړے دے او داسې پۀ لاس راغلي شيان بيا خرڅوي. مطلب دا دے چې دا يو منلے او مهم ځاے دے خو خلقو پرې کلي او کورونه جوړ کړي دي او دغه شان يو لوے تاريخ د خاورو لاندې پروت دے. پۀ دغه ورځ هم د يو کور جوړولو لپاره کله چې بنيادونه کنستے کېدو نو د بودها مجسمه پکښې راښکاره شوه . د بودها پۀ ليدو پۀ خلقو پته نۀ لګي چې څۀ وشول او د يو مشر پۀ وېنا ئې دغه اوولس سوه کاله زړه او تاريخي مجمسه د پلکونو پۀ ګوزارونو چوري چوري کړه. وروستو بيا انتظاميه حرکت کښې راغله او څلور کسان ئې ونيول خو کوم نقصان چې کېدو هغه شوے ؤ او اوس پۀ نيولو او پرېښودلو به څۀ وشي . بهر حال د بودها يوه ډېره قيمتي او سالمه مجسمه د ناپوهۍ ښکار شوه او د مينې او امن پۀ مجسمې د وسپنو درانۀ درانۀ ګزارونه وشول . دغه خو ځه عام خلک يا مزدوران وو او هغوي د بودها د اهميت نه، نۀ وو خبر. خو زمونږ د اثار قديمه دا محکمه څۀ کوي؟ ايا دوي ګينې نۀ دي خبر چې دغلته څومره ډېر اثار دي؟ دوي ته ګينې دا پته نشته چې دا ځاے څومره مهم دے؟ دوي ګينې پۀ دې نۀ دي پوهه چې دلته به څومره اثار وي؟ ولې نه، د هر څۀ به ورته پته وي او د هر څۀ نه به خبر وي ځکه چې د دوي هم دا کار دے خو بيا هم نۀ صرف دغه شان پېښې مخې ته راځي بلکې د دې ځايونو د محفوظ کولو هم نۀ څۀ پلان شته او نۀ څۀ اراده! ضروري خو دا وه چې دا ټول ځاے ورثه ګرځولے شوے ؤ او دلته نورې هم کيندنې شوې وې تر څو نور اثار هم معلوم کړے شوي وو خو ځه ؤ به منو چې پۀ هغې خرچه راځي او زمونږ حکومتونو سره د داسې کارونو لپاره وخت وي او نۀ پېسه، نو خېر دے يوه کميټي دې ئې جوړه کړې وې پۀ مهالي کچ چې داسې څۀ پۀ لاس راځي نو چې ضائع کېږي نه بلکې د هغې خيال ساتلے شي او متعلقه محکمې ته سپارلے شي . خو هغه د چا خبره چې چا ته ئې وائې! مونږ به هله داسې کول چې پۀ خپل تاريخ مو فخر کولو او يا د خپل تاريخ نه خبر وو. اول خو خبر نۀ يو او کۀ شو هم نو بيا لانجې، مسئلې، کشالې، تنګ نظرۍ او ناپوهۍ مو ګېر کړي او دغه شان د هېڅ هم پاتې نۀ شو. د نړۍ ټول قامونه د خپلو اثارو نۀ صرف خيال ساتي بلکې وياړ پرې هم کوي . راځئ چې د مينې او امن دې علامت ته ځاے ورکړو ګينې ټولنه به مو د نفرت او کرکې پۀ لار روانه شي ۔

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *