اداريه – اکتوبر2020ز

بېن الافغان مذاکرات، هيلې، خنډان او راتلونکے

کله کله پۀ يو قام ځينې وختونه داسې راشي چې پۀ هر لور تيارې او ناامېدۍ خورې ښکاري. اکثر خو ځينې خلق د حالاتو نه مجبوره او دومره مايوسه شي چې د روغې جوړې هڅې هم پرېږدي. خو ځينې قامونه بيا داسې هم وي چې حالات کۀ هر څومره پېچلي ولې نۀ وي خو حوصله نۀ پرېږدي اود خپل مرام پۀ لور خپل تګ جاري ساتي. کۀ د افغانستان پۀ تېرو څلورو لسيزو نظر زغلوو نود حالاتو يو ډېر بدرنګ تصوير مخې ته راځي. هر چا ته پته ده چې د افغانستان پۀ خاوره کومې کومې کانې ؤ نۀ شوې خو بيا هم دغه خلق نۀ صرف ژوند کوي بلکې د ژوند مرام يعنې د امن پۀ تکل هم دي. د تېرو څلورو لسيزو راهسې روان جنګ لۀ وجې د هر افغان پۀ زړۀ کښې د امن يوه سپينه کونتره پۀ الوت ده او هر وګړے پۀ خپله خاوره امن غواړي. د دې امن راوستلو لۀ پاره پۀ تېرو بېلا بېل وختونو کښې کوششونه شوي دي خو چې کوم ارمان د دې خلقو ؤ هغه لا هاغه شان ارمان پاتې دے. اوس يو ځلې بيا افغانانو د امن خوب ليدلے دے چې پۀ دې پړاو کښې خبره د افغان دولت او طالبانو ترمېنځه ناستې ته رارسېدلې ده. د دې اوسني امن کوششونو تاريخ ډېر زوړ نۀ دے او د امن دا هڅې پۀ کال ۲۰۱۸ کښې هاغه مهال شورو شوې کله چې د قطر پۀ دارالخلافه دوحه کښې د طالبانو دفتر پرانستے شو. د امن دا کوششونه د امريکې او افغان طالبانو ترمېنځه شورو شوي وو اود امن دې پروسې ته “د افغان امن عمل” نامه ورکړے شوې وه. د دې خبرو پۀ نتيجه کښې روان کال د فرورۍ مياشت کښې د امريکې او طالبانو ترمېنځه ډيل ترسره شو. پۀ معلومو خبرو کښې امريکې ومنل چې خپل او د ناټو فوځونه به پۀ څوارلس مياشتو کښې لۀ افغانستان څخه وباسي او هم دغه شان طالبان دې خبرې ته تيار شول چې دوي به خپله خاوره القاعده او نورو ډلو ته استعمالېدو ته نۀ پرېږدي او دوېم شرط ئې دا ومنلو چې د افغان حکومت سره به خبرو اترو ته کښېني. دا يو لوے برېک تهرو ؤ چې طالبان به د افغان حکومت سره پۀ يو مېز کښېني ځکه چې د امريکې او طالبانو ترمېنځه د خبرو اترو نه افغان دولت بهر ؤ کوم چې پۀ دغه امن پروسې سوالونه پورته کول او هم دا وجه وه چې اول اول د افغان حکومت لۀ خوا دا لوظنامه رد کړے شوه خو د امريکې پۀ منځګړتيا ئې بيا دغه لوظنامه ومنله. د کوششونو او خبرو اترو پۀ ترڅ کښې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته تيارشول او د روان کال د مارچ مياشت کښې بېن الافغان مذاکرات شروع کېدونکي وو خو د څۀ وجوهاتو لۀ وجې د اوږد ځنډ ښکار شول. دې دوران کښې پۀ دې مذاکراتو کښې بلها کشالې مخې ته راغلې او کله کله خو به ئې د ناکامۍ وېره بېخي غالبه شوه. طالبانو خپل ګرفتار ملګري خوشي کول غوښتل او افغان حکومت به د جنګ بندۍ غوښتنه کوله کومې ته چې طالبان تيار نۀ وو نو ځکه افغان صدر يو ځلې د قېديانو خوشي کولو څخه انکار کړے ؤ خو بيا د امريکې پۀ وېنا او د امن پۀ خاطر دغه عمل سر ته ورسولے شو. اګر چې د سولې خبرو اترو دوران د طالبان لۀ خوا د حملو لړۍ لا هم تېزه شوې ده او ګراف ئې د تېر وختونو پۀ مقابله کښې لوړ شوے دے ځکه خو د طالبانو کاروايۍ کښې تېزوالي لۀ وجې د مۍ مياشت کښې ډاکټر اشرف غني د طالبان خلاف د سختو عملياتو امر کړے ؤ او يو ځلې بيا د امن پۀ خبرو تيارې خورې شوې وې. خو افغان حکومت بيا هم د امن پۀ خاطر خبرو اترو ته تيار ؤ. اګر چې اوس هم طالبان تور لګوي چې ټول قېديان ئې نۀ دي پرېښودے شوي خو افغان حکومت د طالبانو دغه دعوې رد کوي او دريځ لري چې طالبان قېديان ئې ټول خوشي کړي دي. کۀ يو خوا د طالبان او امريکې ترمېنځه د ډيل پۀ نتيجه کښې بېن الافغان مذاکرات پېل شو نو ورسره د د دې دواړو(امريکه او طالبان) لۀ خوا د يو بل خلاف حملو کښې هم کمے راغلے دے. خو مهمه نتيجه ئې د افغان حکومت او طالبان ترمېنځه ناسته ده. کۀ څۀ هم دا ناسته صرف د خبرو اترو د پېل د پاره ده يعنې دا خبرې لا د سر اصولو ټاکلو د پاره دي خو بيا هم د جنګ زپلي افغانستان اولس د دې مذاکراتو پۀ نتيجه کښې لاس ته راوړنو ته خوشاله دي. د افغان حکومت او طالبان ترمېنځه دا مذاکرات ځکه هم مهم دي چې دا د څلوېښت کلنۍ بدامنۍ د خاتمې د پاره د بېن الافغان مذاکراتو يوه رسمي پرانسته ده. کۀ څۀ هم حالات کړکېچن او پۀ زړونو کښې وېره ترهه ډېره ده خو د اولس د امن خوب هم زورور دے. د دواړه ډلو خپلمنځي ناستي نه پس اوس د افغانستان اولس پۀ هر صورت اوربند غواړي . هم دغه شان د افغان حکومت او طالبانو خپل خپل اهداف او ترجيحات دي. افغان حکومت پۀ هر صورت کښې جنګ بندي غواړي خو طالبان د خبرو پۀ دې پړاو کښې ښکاري داسې چې لا دې شرط ته اماده نۀ دي. د مذاکراتو پۀ وړومبنۍ ناسته کښې د طالبانو لۀ خوا پۀ نظام خبره شوې ده خو دا واضحه نۀ ده چې نظام به څنګه وي؟ دا هم سوال پورته کېږي چې کۀ طالبان د اسلامي نظام خبره کوي نو ايا افغانسان يو اسلامي ملک نۀ دے؟ هم دغه شان کۀ د اسلامي نظام راوستلو خبره کېږي نو نظام به څنګه وي لکه د ترکي نظام به وي، د سعودي او يا بيا د بل يو ملک نه متاثره نظام؟ د خبرې مطلب دا دے چې پۀ دې لړ کښې هم لا ډېر کار پاتې دے. د افغانانو بلکې د ټولو امن خوښو د پاره خو دا ډېره د خوشالۍ خبره ده چې حکومت او طالبان يو بل سره کښېناستل خو اوس سوال دا دے چې فشار به پۀ چا ډېر وي؟ يعنې د امن پۀ خاطر به اوږه څوک ښکته وړي او د اولس هيلې لۀ چا زياتې دي؟ کۀ پۀ عام نظر ګورو نو د کاميابۍ دارو مدار پۀ دواړه ډلو يعنې حکومت او طالبان دواړو دے خو کۀ پۀ منطقي سترګه ګورو نو پۀ دې لړ کښې به فشار پۀ حکومت زيات وي ځکه چې افغان اولس نور لۀ جنګه ستړے دے او پۀ هر حال کښې امن غواړي او سترګې ئې حکومت ته دي. طبعي خبره ده چې پۀ افغانستان کښې د جمهوريت، جمهوري اقدارو، د بيان د ازادۍ، د ښځو د حقونو، د تعليم، د ميډيا د ازادۍ او د نظامي قواوو پۀ ځاے ساتلو خبره حکومت کوي، نو هم حکومت به د دې هر څۀ د ژغورلو د پاره هڅې هم کوي او يوه داسې تګلاره به خپلوي چې د امن خبرې پۀ کاميابۍ سره سر ته هم ورسي او دغه ياد ارزښتونه هم پۀ ځاے پاتې شي . يعنې د خبرو اترو پۀ دې مرحلو کښې يو داسې ګام پورته نۀ کړے شي چې خداے مۀ کړه هډو ټول نظام لۀ منځه لاړ شي. مطلب دا چې زياتره ذمه واري د افغان حکومت ده چې جمهوريت پۀ ځاے هم وساتي، اساسي قانون هم لا مضبوط کړي او نظامي ځواکونه هم وساتلے شي. دغه شان چې د تېرو دوه لسيزو دوران پۀ کړکېچن ماحول کښې د بيان او ميډيا د ازادۍ، د زنانؤ د حقونو، د تعليم او جمهوري اقدارو پۀ مېدان کښې کومې لاس ته راوړنې شوې دي، هغه هم محفوظ وساتلے شي. بلخوا طالبانو لۀ هم پۀ دې خبره سوچ پکار دے چې کۀ يو خوا افغان اولس لۀ جنګه ستړے دے نو بلخوا اوس نړۍ هم د يويشتمې پېړۍ پۀ سېر کښۍ پاو رېشلے دے او د دنيا د ملکونو نظر او نظريې بدلېږي، نو ځکه دوي لۀ به هم داسې يوه تګلاره خپلول وي چې نۀ صرف قابل عمل وي بلکې بدلېدونکې نړۍ ته هم قابل قبول وي. پۀ پاے کښې دا خبره ضروري محسوسېږي چې دا خبره اوس بېخي پۀ ډاګه ده چې جنګ د يوې مسئلې حل نۀ دے او کۀ سل کاله جنګ وشي خو بيا ئې هم حل صرف او صرف خبرې اترې دي. نو ښۀ به دا وي چې هم دا موقع غنيمت وګڼلے شي او د افغانانو د امن خوب پوره کړے شي. ورسره ورسره ځينې خلکو لۀ به خپلې خولې هم تړل وي او د “طاقتين تمهاري هين” پۀ شان نعرو نه بۀ نوره ډډه کول وي.

موجوده حالاتو کښې د اپوزيشن رول او د اولس هيلې!

د ستمبر پۀ شلمه نېټه اسلام اباد کښې د حزب مخالف سياسي ګوندونو يوه مهمه، اوږده او لويه غونډه ترسره شوه. د اپوزيشن جماعتونو دا غونډه د پاکستان پيپلز پارټۍ پۀ کوربانۀ توب کښې وشوه. اول ځل نۀ ده چې داسې غونډه شوې خو دا غونډه پۀ يو داسې حال کښې وشوه چې کۀ يو خوا عام اولس د ګرانۍ، د حکومت نا اهلۍ او قسم قسم سختيو لۀ وجې پوزې لۀ راغلے دے نو بلخوا د اپوزيشن جماعتونو مشران هم د حکومت د غېر سنجيده رويې او د نېب بې ځايه “لاسوهنو” لۀ وجې نور بېخي پۀ ځان پورې اريان دي. پښتانۀ متل کوي چې ” سړے چې تنګ شي نو پۀ جنګ شي”. کۀ څۀ هم د ملک د سياسي حالاتو او د حکومت د رويې لۀ وجې د عام اولس سره سره سياسي قيادت هم د حالاتو د جبر لاندې دے او خبره پۀ معروفو معنو جنګ ته رسېدلې ده خو دا به د دې ملک خوشبختي وي چې سياسي مشرانو کښې اوس هم داسې خلق شته چې پۀ ملک کښې د جمهوري رواياتو، روادارۍ او ورورولۍ خبره کوي او هم پۀ دغه لاره د حالاتو مقابلې ته رواتي دي او يو بل لۀ ئې لاس ورکړے دے. د سياست طالبعلمان به پۀ دې خبره پوهه وي چې پۀ يو جمهوري ملک کښې د حکومت مثال د مور وي او د ذمه وار پۀ توګه د حالاتو د سمولو هر وخت کوششونه او هڅې کوي. خو لۀ بده مرغه موجوده د تحريک انصاف حکومت ښکاري داسې چې د حکومت سره سره د اپوزيشن رول هم لوبوي. کۀ داسې نۀ وه، نو دې حکومت به ضرور اپوزيشن ته دومره لار ورکړې وه چې هغوي ساه خو اخستې شوه! خو لۀ بده مرغه د عمران خان حکومت ښکاري داسې چې دا نيت کړے چې کۀ عوام د ولوږې مري خو اپوزيشن لۀ به ځاے نۀ ورکوي. نو هم دې حالاتو اپوزيشن ګوندونه مجبوره کړل چې سره کښېني، يو بل واوري، د اولس پۀ مسئلو غور وکړي او د ملک او سياست د راتلونکي پۀ اړه يوه کوټلې تګلاره وټاکي. د دې غرض د پاره اے پي سي وشوه چې پۀ کښې د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو د خپلو خيالاتو اظهار وکړو. هم دغه شان بيا د حکومت مخالف تحريک د پاره پاکستان ډېموکرېټک مومنټ جوړ شو چې د سټېنډنګ کمېټۍ وړومبنۍ جلسه ئې پۀ کوټه کښې پۀ يوولسم اکتوبر وټاکلې شوه. اے پي سي کښې پۀ مهمو خبرو او تګلارو خبرې وشوې. تر ټولو زيات څرګند اړخ ئې د پخواني وزيراعظم نواز شريف ؤ چې پۀ خپل تقرير کښې ئې د موجوده حالاتو د ذمه وارو نومونه پۀ جار ووئيل او پۀ ډاګه ئې کړه چې مقابله ئې د عمران خان سره نۀ بلکې د هاغه چا سره ده، چا چې عمران خان راوستے دے. هم دغه شان دا هم پۀ ډاګه شوه چې کۀ څۀ هم د اے پي سي کوربه پاکستان پيپلز پارټي نيم پۀ نيمه نو بلخوا دا تاثر هم ورکړے شو چې نواز شريف او مولانا فضل الرحمن تحريک او راوتلو ته پوره پۀ پوره تيار دي. پۀ موجوده حالاتو کښې دا يو مثبت تصوير جوړېږي خو پۀ دې اے پي سي کښې صرف دغه ياد جماعتونه نۀ وو بلکې پۀ دې کښې عوامي نېشنل ګوند هم د يو مهم فريق پۀ شکل کښې موجود ؤ. د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان پۀ نمائندګۍ د اے اېن پي مرکزي سينيئر نائب صدر حېدر هوتي پۀ دغه کل جماعتي غونډه کښې پۀ جار ووئيل چې مونږ د هر څۀ د پاره تيار يو خو بايد يوه داسې تګلاره وټاکو چې بيا پرې عمل هم وکړے شو. دا هم ووئيلے شول چې تر څو پورې استعفې ګانې نۀ وي وړاندې کړے شوې نو پۀ حکومت فشار نۀ شي جوړېدے. دا هم پۀ ډاګه ده چې تېر څو ځله داسې غونډې شوي خو د لويو جماعتونو پۀ يو بل د باور د کمي لۀ وجې لاس ته راوړنې نۀ خو د اولس د خواهشاتو مطابق وې او نۀ د سياست پۀ ګټه. هم دغه وجه ده چې صوبائي صدر اېمل ولي خان هم پۀ ډاګه کړې ده چې مونږ ښۀ پۀ کلکه د اپوزيشن سره ولاړ يو خو لائحه عمل به صفا ټاکل وي. دوي پۀ دې خبره هم زور راوړے چې د اپوزيشن کارکردګي تر دې دمه د ستائنې وړ نۀ ده نو ځکه مونږ لۀ به داسې يوه لاره خپلول وي چې پۀ کښې د خلکو د واک او د ائين د بالادستۍ خبره وي. موجوده حالاتو کښې کۀ څۀ هم د سياسي جماعتونو ترمېنځه د باور کمے برېښي خو دا هم يو حقيقت دے چې اپوزيشن سره بله کومه لار هم نشته. لکه څنګه چې مونږ وئيلي چې حکومت پۀ مثال د مور وي خو دلته حکومت د حالاتو د نزاکت نه يا خو بې خبره دے او يا ئې ځان شپېلے کړے دے نو ځکه خو د اپوزيشن د فېصلو سره سمې د نېب منډې هم زياتې شوې دي او ګرفتارۍ جاري دي، چې لۀ وجې ئې د سياسي حرارت درجه نوره هم سېوا کېدې شي . بهر حال، لۀ ښۀ يا بده مرغه، خو د اولس هيلې د حکومت نه، نه بلکې د اپوزيشن نه دي نو هم دوي لۀ به يو ذمه وارانه کردار لوبول وي ځکه چې غريب عوام نور د ګرانۍ او نااهلۍ د څپېړو زور او قوت نۀ لري.

خورو، کۀ نۀ خورو!

ځو، کۀ نۀ ځو! دا خبره اوس زړه شوه ځکه چې بي ار ټي پۀ ټپه ولاړ دے. اوس عوام سره دا غم دے چې خورو به څۀ؟ ځکه چې اوړۀ دي او کۀ چيني، تېل دي او کۀ بجلي، غوړي دي او کۀ بل د خوراک کوم توکے، د اخستلو وتي دي. دوايانې دومره ګرانې شوي چې ناروغان اريان دي چې خورو، کۀ نۀ خورو!

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *