اداريه

اداريه

د تاريخ او حقيقت وژلو هڅه

اکتوبر 2021

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ملګري ملتونو يوې غونډې ته پۀ خپله وېنا کښې دعوه کړې چې پښتنو د طالبانو ملګرتيا او ډله پره د مذهب پۀ بنياد نه بلکې د قاميت پۀ بنياد کړې ده. د وزيراعظم پۀ دې خبره سنجيده خلکو خپل د تشويش اظهار کړے دے او عوامي نېشنل ګوند د عمران خان دا بيان پۀ سختو ټکو کښې غندلے دے. د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو پۀ دې اړه کلک، څرګند او ځمکني دريځ باندې به خبرې کوو خو لۀ دې اول د دې بيان پۀ دوه اړخونو خبرې مهمې دي. وړومبۍ مهمه خبره دا ده چې دا خبره کوم يو عام تن نه بلکې د يو ملک وزيراعظم کړې ده، هغه چا کړې ده چې د يو پوره ملک واګې ئې پۀ لاسو کښې دي. دوېم مهم اړخ د دې خبرې دا دے چې دا خبره عمران خان چرته پۀ خپل ډرائنګ روم يا کارنر ميټنګ کښې نۀ ده کړې بلکې د ملګري ملتونو يوې مهمې غونډې ته ئې د خپلې وېنا پۀ موقع کړې ده. اوس کۀ د دې دواړو اړخونو جاج واخلو نو خبره ډېره سنګينه او زوروره ښکاري. کۀ عمران خان هر څنګه دے خو پۀ دغه فورم هغۀ د يو ملک د وزيراعظم پۀ حېث د خپل ملک نمئاندګي کوله او ظاهره ده چې نوره نړۍ ئې خبرو ته غوږ نيسي. اوس کۀ پۀ دې تناظر کښې د عمران خان دعوې ته ګورو نو ضروري ده چې د نړۍ د ملکونو پۀ ذهنونو کښې به د پښتنو پۀ اړه يو تصوير جوړېږي او دا تصوير به ارو مرو د ترهګر وي. اوس کۀ دا خبره لږه نوره شاربو نو پۀ دې خبره رسو چې د عمران خان دا خبره نېغ پۀ نېغه پۀ پښتون قام يوه بربنډه حمله ده ځکه چې د ټولې نړۍ پۀ مخکښې د يو ملک وزيراعظم ښۀ پۀ جار وئيلي چې پښتنو د قاميت پۀ بنياد د طالبانو ملګرتيا کړې ده. نۀ پوهېږو چې عمران خان ولې داسې بې بنياده، بې تکه بلکې د مذاق مترادف خبرې کوي. کۀ دا خبره ئې پۀ يو عام تناظر کښې کړې وه نو بيا هم قابل قبول نۀ وه خو دلته خو ئې نېغ پۀ نېغه د پښتون قام نامه اخستې ده او تور ئې لګولے چې پښتنو د طالبانو ملاتړ د پښتونولۍ پۀ بنياد کړے دے. اوس دا هم نۀ پوهېږو چې دا خبره ئې ښۀ پۀ وس کړې ده او کۀ نه هسې پۀ ترنګ کښې راغلے دے او بس دغه ګلونه ئې دوړولي دي. کۀ د عمران خان دعوو او نورو داسې خبرو ته ګورو نو سنجيده ئې اخستل نۀ دي پکار ځکه چې کوم سړے د جاپان او جرمني پولې يو بل سره لګوي، کوم سړے چې پۀ يو ملک کښې د دولس ملکونو خبره کوي او کوم سړے چې د طالبانو حقاني شبکې ته يوه پښتنه قبيله وائي، د هغۀ به ولې څوک خبره سنجيده واخلي. خو دغه خبرې نورې دي او تناظر ئې هم بدل دے، دلته خو د يو قام د مستقبل او د نړيوالې پېژندګلو خبره ده. دا خو ټولو ټولو ته معلومه ده چې امريکې د تېر درې لسيزو راهسې د ترهګرۍ پۀ نامه ټوله نړۍ پۀ سر راخستې او افغانستان، عراق، لېبيا او نور ملکونه ئې برباد کړل؛ نو کۀ هم دا ټاپه پۀ پښتنو ولګي نو د نتائج سوچ ئې هم بوږنوونکے دے. ايا زمونږ “هوښيار” وزيراعظم هډو دا سوچ نۀ دے کړے چې زما د دې خبرې به اثرات څۀ وي، نړۍ به ترې مقصد څۀ اخلي او پۀ خصوصي توګه د پښتون قام جذبات به څومره پرهر کېږي. خو لۀ بده مرغه عمران خان دې اړخ ته د فکر کولو هډو جوګه نۀ دے او چې څۀ ئې ووې جو بس وې وئيل. بيا لۀ بده مرغه د عمران خان پۀ دردناک بيان د کپتان “پښتنو” وزيرانو هم خاموشي غوره وګڼله او هډو دا ضرورت ئې محسوس نۀ کړو چې څۀ سپيانوے وکړي ( د سپيناوي ټکے مو ځکه راوړو چې د کپتان پۀ ټائيګرز کښې هېڅ دا جرات نشته چې د کپتان پۀ وړاندې خولۀ پرانيزي). خېر د دوي نه څۀ ګيله خو اپوزيشن هم د وزيراعظم پۀ دې غېر حقيقي بيان هډو څۀ غندنه ونۀ کړه. خو شکر چې پښتانۀ خپل عوامي نېشنل ګوند لري او چې کله هم چرته څوک د پښتون قام سپکه وائي يا ئې د تذويراتي ژوروالي پۀ نامه بې لارې کوي نو دا ګوند د هرې دسيسې او پلان مخې ته ودرېږي، جواب هم کوي او د خپل قام راهنمائي هم کوي. ځکه نو کۀ نور خلک ټول چپ وو خو عوامي نېشنل ګوند د عمران خان دا بيان نۀ صرف پۀ سختو ټکو کښې وغندلو بلکې دا ئې د تاريخ او حقيقت وژنه وګرځوله. عوامي نېشنل ګوند دا بيان د پښتنو د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د قربانيو مذاق او د متاثره کورنيو پۀ زخمونو د مالګې دوړولو مترادف وګرځولو. عوامي نېشنل ګوند ښۀ پۀ جار ووئيل چې وزيراعظم د تاريخ مسخ کولو کوشش کړے دے. صوبائي صدر اېمل ولي خان ښۀ پۀ څرګنده ټکو کښې ووئيل چې پښتنو کله هم د طالبان ملاتړ او ملګرتيا نۀ ده کړې او زياته ئې کړه چې پښتانۀ خو د ترهګرۍ لمبو تر هر چا زيات ځپلي دي. کۀ وګورو نو د يو سازش لاندې چې څنګه دا جنګ پۀ پښتنو مسلط کړے شوے دے هم دغه شان پرې اوس د يو سازش لاندې دا ټاپه هم لګولې شي چې پښتانۀ د طالبانو ملګري او ملاتړ دي. بايد پښتانۀ نور پوهه شي او د چا پۀ لالچ او دسيسو کښې رانۀ شي ځکه چې وخت موقع ډېرې کمې لاس ته راوړي.

شهزره

د عدم تشدد نړيواله ورځ

عدم تشدد؛ داسې يوه اصطلاح چې پۀ هر امن خوښوونکي لکه د شکرې خوږه لګي. دا خوږه او بېش قيمته اصطلاح کۀ چا د پښتنو پۀ مېنځ کښې پۀ چل هنر ځاے کړې ده نو هغه صرف او صرف باچاخان دے. باچاخان هغه د پښتنو لوے محسن دے چې پښتانۀ ئې د عدم تشدد پۀ وسله نۀ صرف سمبال کړل بلکې دا ئې هم ورته وښودل چې دغه لار ده چې پښتنانۀ پرې خپل د سوکالۍ مرام ته رسېدے شي. دا د باچاخان د شخصيت او نظريې زور دے چې نن د نړۍ پۀ کوم ګوټ کښې څوک د باچاخان نامه اخلي نو عدم تشدد ورسره سم يادوي او کۀ څوک د عدم تشدد ذکر کوي نو د باچاخان نامه ورسره ضرور يادېږي. پۀ تاريخي توګه د عدم تشدد نړيواله ورځ د ګاندهي جي د زېږون د ورځ پۀ مناسبت سره نمانځلې شي. دا پرېکړه 2007 کښې د اقوام متحده د يو قرارداد پۀ رڼا کښې شوې وه. د دې ورځ د نمانځلو موخه او مرام د عدم تشدد تبليغات کول، مينه خورول او لۀ نفرت څخه کرکه کول دي. کۀ وګورو نو عدم تشدد پۀ اورېدو کښې د دوه ټکيو يو وړه مجموعه ده خو د معاني پۀ لحاظ دا دوه ټکي ډېر زورور او اغېزمن دي. عدم تشدد کۀ يو خوا د تشدد پرضد يو موثر غږ دے نو بلخوا د انسان تحفظ هم دے. مونږ ګورو او اورو چې جنګ نۀ د ګټې کار دے او نۀ پۀ کښې چا تر اوسه ګټه کړې ده خو بيا هم خلک جنګونه کوي ځکه چې خلک د عدم تشدد پۀ معنا يا خو پوهه نۀ دي او يا پرې عمل نۀ کوي. ګنې عدم تشدد لۀ جنګه ډېر زورور دے. ځکه خو فخر افغان باچاخان وائي چې “جنګ کښې ګټه نشته او عدم تشدد کښې شکست نشته”. عدم تشدد پۀ اصل کښې د صبر او زغم نامه ده. عدم تشدد پۀ اصل کښې د يوې اوږدې او مسلسل مبارزې نامه ده. عدم تشدد پۀ اصل کښې د عقل او دليل استعمال دے. کۀ وګورو نو د نړۍ پۀ نزدې تاريخ او زمونږ پۀ سيمه کښې څومره جنګونه وشول خو د جنګونو او برباديو نه پس بيا هم د امن خبرې کېږي ځکه چې جنګ د يوې مسئلې هم حل نۀ دے. ځکه باچاخان او خدائي خدمتګار تحريک تل په عدم تشدد زور راوړے او هم د دې نتيجه ده چې نه ټوله دنيا د باچاخان د عدم تشدد فلسفې سندرې وائي.

اے اېن پي د اولس غږ

ملک کښې د انصاف پۀ حکومت کښې د بې انصافۍ ټول حدونه مات شوي دي. هر خوا پۀ سماجي او ټولنيزه توګه د ظلم او ناانصافۍ نوې نوې رېکارډونه جوړېږي. حکومت چې د معاشي انصاف پۀ کومو دعوو سور راغلے ؤ هغه ټولې رېز مرېز پرتې دي. هره ورځ خلکو باندې د ګرانې بمونه غورځولے شي. اولس د ګرانۍ لۀ وجې پوزې له راغلے دے. يو خوا کۀ د حکومت بې حسي او نالائقي ده نو بلخوا اپوزيشن ګوندونه هم خاموش دي. د ځان لپاره خو د پي ډي اېم لوې لوې جلسې کوي خو د ګرانۍ خلاف څوک بهر قدم نۀ اخلي. پۀ دې ګوندونو کښې يوازې يو عوامي نېشنل ګوند دے چې د خپل اولس پۀ درد دردېږي او هم دغه وجه ده چې ګوند د ستمبر پۀ نورلسمه نېټه د ګرانۍ او حکومتي نااهلۍ خلاف د صوبې پۀ کچ احتجاج وکړو. پۀ دې احتجاجونو کښې کۀ يو خوا ګوند ګرانۍ طرف ته د حکومت توجه د مرکوز کولو کوشش وکړو نو بلخوا ئې د حکومت نااهلي، نالائقي، ناکامه بلکې ظالمانه معاشي پاليسۍ هم وغندلې. عوامي نېشنل ګوند اولس ته پۀ ګوته کړه چې د دې بوږنوونکې او بې مثله ګرانۍ پۀ شا بل هېڅ هم نه بلکې د حکومت نااهلي او نالائقي پرته ده. ګوند دا هم غږ وکړو چې حکومتي عملداري چېرته ده، د ګرانۍ د مخنيوي اتهارټېز څۀ کوي؟ ګوند دا هم پوښتنه وکړه چې د عوام سره دا ظالمانه سلوک اخر ولې کېږي.

کۀ دا خبره راغونډوو نو بس دا وئيلے شو چې حکومت حد درجه بې حسه او نااهله دے ځکه چې پۀ تاريخ کښې چېرته دومره ګراني اولس نۀ ده ليدلي.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …