اداريه – نومبر 2017

د NA-4 ضمني انتخابات

د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند او د کالعدم جهادي تنظیمونو پۀ ملاتړ د ولاړو امیدوارانو نه بغېر نورو ټولو ګوندونو پۀ NA-4 کښې شوو انتخاباتو باندې نۀ صرف خپل تحفظات څرګند کړي بلکې د دې پۀ نتیجو ئې هم خپل اعتراضونه مخې ته راوړي دي. د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک او د اېن اے څلورمې حلقې نه د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار خوشدل خان ایډوکېټ پۀ یو شریک پرېس کانفرنس کښې د الېکشن کمېشن نتیجې رد کړې دي او پۀ زغرده ئې پۀ الېکشن کمېشن د جانبدارۍ الزام لګولے دے.

حقیقت دا دے چې د الېکشن کمېشن پۀ نتیجو باندې دا اعتراض څۀ وړومبے اعتراض نۀ دے. دا اوس یو منلے شوے حقیقت دے چې پۀ پاکستان کښې به انتخابات ازاد هم وي، شفاف هم وي خو غېر جانبدار به کله هم نۀ وي. کۀ الېکشن کمېشن د دې اعتراضونو تردید کوي نو د هغه حالاتو سره څۀ کولے شي چې د دې جانبدارانه انتخاباتو پۀ نتیجه کښې د پوځ او حکومت تر منځ د عدم اعتماد او بې باورۍ پۀ شکل کښې زمونږ مخې ته ولاړ دي. د حکومت او پارلېمان د هرې فېصلې پۀ شا اولسي ملاتړ هېڅ وجود نۀ لري او دا پۀ خپل ځاے د سیاست او پارلېمان نه د اولس بدخوا کولو یو منطقي سبب دے. اولس دا ګڼي چې د پارلېمان فېصلې زمونږ د غوښتنو ترجمانې نۀ وي، خو اولس باید دا ادراک ولري چې نا خوښې پارلېماني فېصلې د الېکشن کمېشن د جانبدارۍ ورکړه وي.

د ملک د یو منتخب حکومت پۀ موجودګۍ کښې د داخلي عدم استحکام مسئله د الېکشن کمېشن پۀ جانبدارۍ او د انتخاباتو د نتائجو پۀ عدم شفافیت دلالت کوي. نتیجتاً منتخب حکومت کله هم سِول او ملټري بېوروکرېسي سره د یو متوازن او مستحکم تعلق قائمولو جوګه نۀ وي او خپلو فېصلو د پاره د هاغه اولسي ملاتړ نه بې برخې وي چې د سِول او ملټري بېوروکرېسي او منتخب حکومت تر منځه د تعاون او پرمختګ د پاره لازم و ملزوم وي. باید چې الېکشن کمېشن پۀ انتخاباتو کښې ځان بې پرې، بې طرفه او غېر جانبدار وساتي. کۀ داسې نۀ وي نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې بیا به دلته هم د ملل متحد او یورپي یونین د ناظرانو او مبصرینو پۀ موجودګۍ کښې انتخابات منعقد کولے شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک او د یادې حلقې نه د ANP کاندید خوشدل خان ایډوکېټ خپل کانفرنس کښې د الېکشن کمېشن او امنیتي و انتظامي عملې پۀ جانبدارۍ ټکونه کړي دي. دې سره ئې د صوبائي حکومت نېغ پۀ نېغه پۀ مداخلت هم ګوته اوچته کړې ده. د صوبې د واکمن ګوند او کالعدم جهادي تنظیمونو پۀ ملاتړ د ولاړو امیدوارانو نه بغېر د نورو ټولو سیاسي ګوندونو لۀ خوا پۀ اېن اے څلورمه حلقه کښې شوو انتخاباتو باندې اعتراضونه تور او سپین ښکاره کوي.

ملي مشر اسفندیار ولي خان یاده حلقه کښې د پارټۍ کاندید خوشدل خان ایډوکېټ ته د صوبائي او وفاقي حکومتونو پۀ مېړانه مقابله کولو باندې مبارکي ورکړې ده او د پېښور سره ئې د صوبائي کابینې غړو، د “پي اېس اېف” او “اېن وائي او” پېغلو او زلمو ته پۀ کامیاب انتخابي مهم چلولو ډاډ ورکړے دے. خوشدل خان ایډوکېټ د حلقې د اولس مننه کړې ده چې هغوي د عوامي نېشنل پارټۍ د ملاتړ خپل روایت پۀ ځاے ساتلے او د حکومت لۀ خوا د پېدا کړو حالاتو باوجود ئې هم د خپل وجود بهرپور احساس ورکړو.

قائد اعظم پوهنتون: د هر سوال ځواب تشدد ولې؟

قائداعظم پوهنتون اسلام اباد کښې زرکړیالو )طالبعلمانو( خپلې مختلفې غوښتنې د پوهنتون د انتظامیې وړاندې کېښودې او دغه غوښتنې د انتظامیې لۀ خوا د نۀ منلے کېدو نه پس زدکړیالو د پُرامنه احتجاج لاره خپله کړه. تر یوې مودې پوهنتون کښې د زدکړې عمل ځنډولے شوے ؤ او پۀ کومه ورځ چې پوهنتون کښې بیا د تدریس پېل کېدلو اوازه وشوه، د انتظامیې پۀ بلنه پولس پوهنتون ته راغلل او دغه د تعلیم او تدریس ځاے ئې د جنګ پۀ مېدان واړولو. پۀ زدکړیالو بې ترسه تشدد سره ئې یو اویا کسان ځان سره بندي هم کړل چې وروستو د سیاسي ګوندونو، سِول سوسائټۍ او پوهانو لۀ خوا د سختو ټکونو نه پس دې مسئلې ته تر یوۀ حده پاملرنه وکړې شوه او سحر بندي شوي زدکړیال هم خوشي کړے شول. د پوهنتون انتظامیې د زدکړیالو نورې غوښتنې ومنلې او د یوې غوښتنې منلو د پاره ئې وخت وغوښتلو. د دې اداریې تر لیکلو دغه لړ کښې څۀ خبر مخې ته نۀ دے راغلے.

د قائد اعظم پوهنتون لۀ خوا دې مسئله کښې هم د پاکستان دننه د انتظامیې/ اتهارټیز لۀ خوا د غېر معقول او متشدد ځواب مظاهره وکړې شوه. یو خوا د طالبعلمانو پۀ تنظیمونو (Unions) بندېز دے، کۀ د یونیز دغه کمے پوره کولو د پاره طالبعلمان څۀ ټولنې رغې کړي نو د “علاقائي” او “لساني” بللو سره دغه ټولنې هم قابلِ نفرت ګرځولې کېږي. یو خوا زدکړیال د ملک اثاثې او د امید نخښې بللې کېږي او بل خوا ورسره داسې رویه خپلولې کېږي چې د دوي پۀ نفسیاتو مثبت اغېز کله هم نۀ شي پرېباسلے. د کوم زدکړیال ذهن چې تالي کښې ايښے، ورته د تعلیم، جمهوریت او سماجي بهبود پۀ اړه د باباے قوم اقوال لوګے کېږي، د هماغه زدکړیال د احتجاج ائیني او جمهوري حق نۀ زغملے کېږي، د هغۀ پۀ سر او مْلا د قانون نافذ کرنے والے ادارے ډانګي تمبېږي.

پۀ شلمه جنورۍ دوه زره شپاړس پۀ باچاخان پوهنتون چارسده کښې د حالاتو تصویر د قائد اعظم پوهنتون د منظر نه ډېر مختلف نۀ ؤ، دواړه ځایه تشدد څرګند ښکارېدو. باید دا خبره پۀ سېنټ کښې پورته کړې شي، باید هر سوال پۀ تشدد د ځوابولو رویه باندې مکالمه وشي، باید د طالبعلمانو مستقبل سره لوبې ونۀ شي، هغوي د زورولو پۀ ځاے باید وروزلے شي.

دا څوک دي چې پۀ جنوبي پښتونخوا کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان نۀ زغمي؟

جنوبي پښتونخوا کښې د امن خراب صورتحال د پاره شلګونو جوازونه وړاندې کېږي خو دا څوېم ځل دے چې کله هم ملي مشر خپلو خلقو له جنوبي پښتونخوا ته تګ وغواړي، څۀ نه څۀ پېښه خامخا مخې ته راوړې کېږي او نتیجه کښې ئې د ملي مشر جلسه وځنډولې شي. دا ځل د صوبائي کونسل جرګې او پښین کښې جلسې د پاره چې ملي مشر جنوبي پښتونخوا ته ورسېد، نو هم د هرنائي پۀ لویه لاره شارګې ته نزدې عبدالرزاق علیزے )نائب صدر اول، اے اېن پي هرنائي( د خپل ورور عبدالخالق علیزي سره پۀ رېموټ بم چاودنه کښې شهید کړے شو. اِنَّا لِلّٰهِ وَ اِنَّآ اِلَيْه رَاجِعُوْن.

عوامي نېشنل پارټي د خدائي خدمتګار غورځنګ د سیاسي نظریې وارث ګوند دے او پۀ جمهوري پارلېماني رویو باندې باور لري. باید دې ملک کښې هر چا ته د سیاست کولو، سیاسي غونډو راغونډولو، سیاسي جلسو جلوسونو او دې لړ کښې هر ځاے ته د تګ راتګ ازادي وي. د سیاست د پاره حالات موزون کول او د بد امنۍ د مخنیوي ضمانت ورکول د امنیتي ادارو ذمه واري ده.

عبدالرزاق علیزئ او عبدالخالق علیزئ د جمهوریت، سوکالۍ او قامي خپلواکۍ د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ د شهیدانو قافله کښې دوه نور ستوري دي. د وینې رنګ، غرور او ارزښت کله هم بې ځایه نۀ وي.

پاکستان کښې غېر محفوظ صحافت

د دې میاشت وړومبي سر کښې د نامعلومه وسله والو لۀ خوا د صوابۍ د صحافي هارون خان د قتل خبر مخې ته راغلو او دې پسې د شبقدر نه د شاهنواز خان ترکزئ او اسلام ګل اپریدي د بې درکۍ غبرګ خبرونه هره خوا خپارۀ شول. اخري خبر پۀ اسلام باد کښې د زیرو پوائنټ سره پۀ احمد نوراني د تشدد خور شو. چې اسلام اباد کښې احمد نوراني محفوظ نۀ وي نو د هارون خان، شاهنواز ترکزئ او اسلام ګل اپریدي ژړا به نۀ ژاړو. د خداے شکر چې شاهنواز او اسلام ګل خپلو کورونو ته ستانۀ شوي دي او احمد نوراني هم د زورور کلي سړے دے، شکر ډز پرې نۀ دے شوے. پاکستان کښې صحافت باندې د داسې پېریانو سیورے دے چې ایجازه ئې چا سره هم لکه چې نۀ وي. کله چې صحافت د عدم تحفظ د احساس سره ژوند کوي نو هلته نۀ د سیاست او نۀ د ریاست د خولې خبره باندې باور ته زړۀ کېږي. پښتون د صحافیانو د قتل او پۀ هغوي د تشدد د پېښو غندنه کوي او حکومت نه غوښتنه کوي چې د داسې پېښو مخنیوے یقیني کړي.

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …