د یو نظم توکنه – فېصل فاران

 

ګلالۍ غورځئ خځلې

اباسین کښې اوبۀ نشته

چرته ووینځي منګولې

شاهد اسرار شاهد

شوروي روس ماتېدو نه پس نظريه متن کښې منظر نه پس منظر ته لاړه او تنقيد حاشيې نه متن ته رادننه شو چې ماحولياتى تنقيد ئې غوره مثال دے ــــ لکه کۀ مونږ د شاهد اسرار شاهد دا درې مصرعيزه نظم د ايکو کرټسيزم يا ګرين سټډيز پۀ بنياد وڅيړو نو دا خبره به رڼه شى چې د نظم ليکونکي شاعر زمانه موجوده زمانه ده چې اباسين کښې داوبو نیشتوالے د غازى بروتهـا پراجېکټ نه پس راغلے دے. دې سره پوره ايکالوجي تباه شوې، بېلې ختمېږي، چرې ختمې شوې، اوبۀ زمکه کښې لاندې تلي. دا ټوله تباهي شاعر پۀ يوکردار ‘ګلالۍ’ ښکاره کوي چې د لاس وينځلو د پاره چرته چره يا وله کښې اوبۀ نۀ مومي.

هائيکو روايت چې پښتوکښې ئې درې ايزه او درې مصرعه ايزه نظمونو ته لوے رواج ورکړو، يو دا کار هم وکړو چې ‘لاشيئت’ ئې پۀ ‘شئيت’ (Thingness) بدل کړو. غزل د شئيت مخالف صنف ؤ ځکه چې د غزل محبوب د ‘لَیْسَ کَمِثْلِه شئً’ يعني واجب الوجود نه راواخله تر ناسوت د درجې پورې شے د وهم اوګمان بيان او صرف د معنې او مطلب يو جوازګڼلے دے. خوهائيکو مکمل تجسمي صنف دے. دې کښې د موسمونو نمائندګي هم يو کليدي لفظ کوي. دې درې مصرعه ايزه نظم کښې ‘ګلالۍ’، ‘خځلې’، ‘اباسين’، ‘اوبۀ’، ‘منګولې وينځل’ هر څۀ د شئيت او تجسميت داسې واقعه ده چې ډېره واضحه ده. د ماحولياتي تنقيد لۀ رويه پروفېسر پيټر بيري شاعرۍ کښې د فطرت تفهيم داسې کوي:

  1. بياباني سيمه يعني سمندر ويرانه، چول بيابان ،صحرا.
  2. منظري سيمه لکه ځنګل، ډنډونه، ډېرکۍ، غرونه.
  3. کليواله سيمه لکه ورشو، ګودر، تالابونه، ډهېرۍ
  4. متمدنه سيمه لکه پارک، خيابان، باغيچه وغېره.

پۀ شاعرۍ کښې دا وېش د ثقافت او تمدن ترمنځه شوے، کنه اصل کښې فطرت نۀ وېشل کېدونکے دے. د ماحولياتي تنقيد اصطلاح ويلم ريوکرېټ 1987 ز کښې ‘لټرېچر اېنډ ايکولوجي اېنډ اېن ايکسپرېمنټ اٰن ايکو کرټيسيزم’ کښې پۀ دې بنياد پۀ کاررولې وه چې د نو ابادياتي سرمايه دارانه نظام خورېدل د ځنګلونو او د فطرت ختمېدو سره يو شان خبره ده. پوهان ليو وائي چې فطرت چرته هم پۀ خپل ځان اډاڼه څيز نۀ دے، ځکه هره هغه متن چې فطرت پکښې پۀ يو نه يو حواله راغلے وي، د سياست نه پاک نۀ وي. شاعرۍ کښې راغلې د فطرت تباهي هم ځکه نوابادياتي سرمايه دارانه نظام سره تړل پکار دي. دې نظم کښې هم دغسې د اباسين د اوبو د نیشت خبره شوې ده لکه څنګه چې ورته ليو اشاره کړې. متن کښې د اوبو د نیشت خبره د سياست او د سياست تر شا د قومونو د وسائلو لوټولو د تور استعمار عمل ښکاره کوي. ماحولياتي تنقيد د جنس، نسل، قام، طبقه، ټولنه، د هرې مسئلې سره ماحولياتي تناظرکښې خبره کوي او هغه تباهي پۀ ګوته کوي کومه چې استعمار او سامراج د خپلو ګټو د پاره روا ګڼلې ده.

دې نظم کښې د متن لۀ مخه يو معصوم کردار ‘ګلالۍ’ خځله غورځوي خو اوبۀ نشته چې يوه وله کښې لاس وينځي. د اوبو نیشت د سيند وچېدل يا د سيند کمېدل بېلې بېلې معنې لري. اوبۀ ځکه نشته چې د نظم د ليک زمانه د غازي بروتها پراجېکټ پۀ ګوته کوي چې پۀ هغې کښې لکه د يو زوړ متل مطابق د زور ور اوبۀ پۀ پورته ځي، غوندې اباسين اوړولے شوے دے.

نظم کښې څلور فطري سيموکښې دوېمه سيمه منظري اودرېمه سيمه کلیواله راغلې ده چې مقاميت ئې صوابۍ پښتونخوا ده. نظم کښې فطرت د لاس وهنې ردعمل د ايکولوجي د تباهۍ پۀ صورت ورکوي. د دې تباهۍ نه پس دوېم پړاو به د نقل مکانۍ پۀ صورت کښې څۀ وخت پس څرګندېږى چې سماجي مسئله به ترې هم جوړېږى. ځکه مونږ وئيلے شو چې دا نظم د ماحولياتي تنقيد لۀ رويه معني خېز دے او مونږ ته ښائي چې فطرت او سياست دې زمانه کښې خپله د يو بل نه نۀ شي بېلېدلے.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …