نظم توکنه – فېصل فاران

ښاغلے نور البشر نوید زمونږ د وختونو یو ډېر یاد صحافي، شاعر او ډرامه نګار دے. د خپلو مخکښو سلېمان لائق او رحمت شاه سائل غوندې د نور البشر نوید شاعري هم د غېرت د چغې ازانګه ده چې صحافت او ډرامائیت پرې اضافه ده. د دغه صحافتي مزاج او ډرامائي عنصر کمال دے چې د نور البشر نوید نظمونو کښې یو خوا د کراچۍ د ماښام د ورځپاڼو سنسني خېزي وي نو بل خوا پکښې د هغۀ د ډرامو تلوسه او وسوسه هم شامله وي. د هغۀ نظمونو کښې د هغۀ د ډرامې کردار ‘سلطان شاه’ توپنچه پۀ لاس کښې نیولې داسې ګواښېږي لکه چې ژوند، ادب او سیاست هر څۀ باندې د ډرامې ماحول خور وي.

د نورالبشر نوید ډرامائي اپروچ، تلوسې، وسوسې او سنسني خېزۍ نه د پښتون افغان تناظر پۀ نوم همېشه داسې نظمونه زېږېدلي دي چې نېغ پۀ نېغه پښتون قامي تحریک او ولي باغ باندې ټکونه او نیوکې کول وي. پۀ سیاست کښې د جذباتیت ښکار او ماونزم سټالنزم لېننزم کښې کنفیوز ذهنونه دغه نظمونو کښې د ولي باغ او عوامي نېشنل پارټۍ د پاره د خپلې خواسړۍ معنې لټوي. د ښاغلي زېرِ تبصره نظم ‘باچاخان ته شکایت’ هم ولي باغ او عوامي نېشنل پارټۍ پسې لیکلے شوے ګڼلے کېږي، هر څو کۀ دا نظم د ولي خان او اجمل خټک پۀ ژوند لیکلے شوے ؤ. د دې نظم مضامین هم د هغۀ د زړو او نوو نظمونو پۀ شان د هاغه مترقي ذهنیت عکسونه دي چې خپلو نجي محفلونو کښې د باچاخان د عدم تشدد نظریه د انګرېز استعمار ایجنډه بولي ـــ ګویا پۀ دې حقله دوي او د باچاګل، ملا مدرار الله نقشبندي او جمعه خان صوفي تر منځه هېڅ فرق نشته. خو شاعري یو تخلیقي هنر یا داسې فن دے چې د لفظونو شعبده بازۍ باندې پکښې لوستونکي دهوکه کېږي ـــ ځکه د مترقیانو د نجي مېلسونو کنځل او پېغورونه چې دې نظمونو کښې ونغاړل شي نو هغه د تلوسې، وسوسې او سنسني خېزۍ ډرامائیت پېدا کړي.

‘باچاخان ته شکایت’ د ولي خان او اجمل خټک پۀ ژوند لیکلے شوے نظم دے او دې نظم کښې موجود پېغورونه ولي خان او اجمل خټک ته شوي دي ــــ د شیشم باغ اونو کښې ځالې نشته

او ستا زیارت کښې منجور نۀ کښیني

پۀ توده زمکه ورختل ګران دي

اوس پۀ کابل کښې پېښور نۀ کښیني

د نورالبشر نوید د نظم توکنه

باچاخان ته شکایت

رښتیا خبره ده ـــ د منجورۍ سیاست پکار هم نۀ دے، خو اتیا کلن ولي خان او اجمل خټک ته دا پېغور ورکول چې پۀ توده زمکه نۀ ورخېژي؛ ډېره زیاته عجیبه ده. د قیوم خان کشمیري نه بهټو پورې ولي خان همېشه پۀ سره سیکه زمکه ولاړ پاتې شوے دے ــــ پاتې شوه پۀ کابل کښې د پېښور د ناستې خبره، نو د نجیب شهید د حکومت خلاصېدو پورې، چې تر څو کابل ته د اختر عبدالرحمان بالکو او جهادي پرکټو اور نۀ ؤ ورته کړے، پېښور کښې همېشه کابل د ولي خان پۀ صورت کښې ناست پاتې شوے دے. د ‘لر و بر یو افغان’ د چغې نه د ‘نجیب ولي بهائي بهائي’ نعرو پورې دا تاریخ ګواهي ورکوي چې د ماښامي اخبار سنسني خېزې سرخۍ غلطې دي.

نن هم، چې د افغانستان پۀ خاوره د امن خبرې روانې دي؛ د ولي باغ غږ د ټولې دنیا نه جدا دا خبره کوي چې کۀ افغان امن د پاره کېدونکو مذاکراتو کښې د ټولو فریقو ګډون نۀ وي نو دا به راتلونکي جنګ د پاره جواز او رو ورکول وي ـــ څوک شته چې پۀ دغه خبره د خبرې کولو جرأت وکړي؟

څومره پورې چې د مارګلې د کرښو خبره ده نو ممکنه ده چې دا کرښې ورانې شوې وي ـــ د دې پۀ شا تاریخي واقعیتونه پراتۀ دي او باید زۀ دې باندې بل وخت خبره وکړم. د دغه کرښې یا کرښو پۀ حقله د سپېځلي مترقي شاعر سلیم راز صاحب خبره هم داسې ده،

پولې هم ستاسو د اوبو کرښې دي

کله اټک کله جهلم یادوئ

زۀ دې حقیقت ته البته اشاره کول ضروري ګڼم چې د وطنونو پولې د نوي سره پۀ ټپو نۀ شي کېښودلې کېدې، دا د تاریخي او جغرافیائي وضعیت غوښتنه کوي ـــ د پښتنو ماته شوې جغرافیه خپل پس منظر کښې یو اوږد استعماري مداخلت لري. عوامي نېشنل پارټي د زمیني حقیقتونو او معروضي حالاتو رڼا کښې د پاکستان دننه د دې ماتې شوې جغرافیې د کوشیرولو او یو پښتون وحدت جوړولو جدوجهد تر پارلېماني لارې کوي، څوک هم کۀ غواړي چې عوامي نېشنل پارټي پۀ خپل موقف کښې بلېک مېل کړي، یا دا چې د عوامي نېشنل پارټۍ تاریخي دریځ مشکوک او مبهم کړي، دا به یوه بیخي شنډ کوشش وي.

تُوره، پټکے، پوزه پرېکول، مېخکے وروکېدل ــــ مترقي شاعر نورالبشر نوید صاحب د داد وړ دے چې د وراثت او جاګیردارۍ چارج شیټ پۀ ولي باغ د لګولو باوجود تاریخ کښې یو څو قدمه نور هم پۀ شا ورځي او د قبائیلیت پۀ ژبه خبرې کوي ـــ خو مسئله دا ده چې د ابدالي تُوره سره د کوهِ نور هیرې رنجیت سنګهـ د ولي باغ د جوړېدو نه سل کاله مخکښې د شاه شجاع نه اخستې وه؛ یقین وکړئ دې کښې نۀ د ولي خان او اجمل خټک لاس ؤ او نۀ پکښې اوس د اسفندیار ولي خان لاس شته ـــ البته دا ده چې ملا یواځې پوزې نۀ، مرۍ هم پرېکوي ـــ خو د چا؟ زیاته د حېرانتیا خبره خو دا ده چې څوک ملا او پوځي ته کنځل کوي، نعرې وهي، هغوي محفوظو لاسونو کښې دي او څوک چې د پېغور ډبرې خوري، الزامونه پرې لګي، هغوي پۀ بې دردۍ سره وژل کېږي؟ کۀ پۀ ولي باغ د باچاخان د سیاست او نظریې د پرېښودو الزام رښتونے هم ومنلے شي، بیا ولې د دوي مرۍ پرې کېږي او تورن کېږي هم؟ دا چرته هغه متل خو د ډرامې بڼه نۀ ورکولې کېږي چې ‘پړ ئې هم کړه مړ ئې هم کړه!’؟

د مېګونو خولو د شور چپ کېدۀ او د اباسین د غورځنګونو پۀ لاهور چپ کېدۀ لا عجیبه ادراک دے ــــ دغه نظم کۀ د نظریاتي او پارلېماني سیاستونو پۀ کنفیوژن کښې بوخت شوے نۀ ؤ او د مستقبل د لیدو توان ئې لرلو نو هاغه وخت به ئې لیدلي وو چې د غورځنګونو بهېر پۀ اتلسم ائیني ترمیم راګرځېدلے دے. دا ډېره عجیبه خبره ده ې پي ټي وي پاکستان ته پۀ ډرامو لیکلو د نور البشر نوید نظریاتي اٰهنګ ته زیان نۀ رسي چې یوه داسې باضابطه سرکاري اداره ده چې د پاکستانیت تبلیغ کوي او کۀ لږ هم چا ته د پاکستانیت نه خطره شي نو هلته ورځ نۀ شي تېرولې، خو سیاست کښې یو وقتي اتحاد چې وروستو زر مات شو، باندې د اباسین غورځنګ پۀ لاهور چپ کېږي؟ پي ټي وي او پي ټي وي نېشنل ته ډرامه لیکل یا تهیم سانګز لیکل ‘اسلام ابادي رانجۀ’ کېدے شي خو د شناخت نوم راګرځول اسلام ابادي رانجۀ نۀ شي کېدے ـــ دا ثابتېږي چې د دغه قلمونو پۀ سترګو کښې کۀ د اسلام اباد رانجۀ نۀ وي خو پۀ خولو کښې ئې لاهورۍ ژبې ګویا دي. د شاعر دغه د شناخت ګیله د ولي خان د زوي پۀ مشرتابه کښې قومي تحریک ورکه کړې ده او دا پۀ ارتقاء د ایمان او پۀ سیاسي عمل د باور نتیجه ده.

کوم باچاخان ته شاعر شکایت کوي چې ستا غرونه د ړوند شهبازانو او د مرنجانه زاڼو ډک شوي دي، د هغۀ خو مفکوره د عدم تشدد راست عمل ده ـــ هغه خو وائي، ‘تشدد نه نفرت او د عدم تشدد نه محبت پېدا کېږي’ ـــ د زاڼو، د سُور سترګي شهباز د سترګو د ګل کېدو او پۀ زمرو د پرکالۍ معنې د ‘ګُل’ او ‘غوبل’ قافیو کښې د تړلو هدف صرف دا ؤ چې ستانې د پردي غوبل یادې کړ شي؟؟؟

د سردریاب څپې خو هاغه وخت غرېو نیولې وې چې کله بابړه شوې وه، لیاقت باغ شوے ؤ، د ناګمان د ارمان مخ شین شوے ؤ او د اشنغر خاوره خو د وشوامتر او ناګاسینا نه تر علي خان محمدزي، فدا عبدالمالک، غني خان، فضل غني غني او مرتضٰي شاهین پورې چوا او چندڼ ټوکوي. د قومي تحریک د وړومبني صف غړي پېدا کوي ـــ ځکه د ولي خان وخت کښې او نۀ اوس د پښتنو سیاست رنګ اړولے دے ـــ البته دومره شوي دي چې د ترقي پسندو د پروپېګنډې او تخریب کارۍ نه تنګ ولي خان او بیا مور بي بي دوي د ګوند نه وویستل او دوي چې پۀ ردعمل کښې کومې خبرې د پروپېګنډې پۀ صورت کولې، د یو ارتقائي عمل نه پس ترې دا ډول نظمونه جوړ شول ګنې پۀ پاني پت کښې د سلطان ابراهیم لودهي د ماتې نه پس، کابل کښې د باغِ بابر جوړېدو نه پس، د صوابۍ د سیند پۀ غاړه د پیر روښان هډوکي اور پسې کولو نه پس، د بابړې د چړاو نه پس، کننګهم پارک نه د جناح پارک جوړېدو نه پس د پښتنو څټ ته د پروت زنځیر یوه اوږده سلسله تر نن ورځ راغځېدلې ده، دا کله هم څۀ نوے انکشاف نۀ دے او نۀ دا زنځیر ولي باغ د پښتنو څټ ته اچولے دے. البته د باچاخان، ولي خان او د دوي د سیاسي وارث ژوند هم د دې غلامۍ خلاف یو برند مزاحمت دے چې همېش له د افضل بنګش ‘اور همنوا’ پۀ پېغور یاد کړے دے. کوم باچاخان ته چې دا شکایت لیکلے شوے دے، د هغۀ خو پۀ ګور کښې اړخ لګول هم یو مزاحمت دے ـــ بیا هم، د څټ د زنځیر دا منظر پوره ډرامائیت لري، لکه د سپارټکس چې د ناکامه بغاوت نه پس راروان وي دار ته ځي ـــ واه!!!

پښتنو کښې اول خو نوابان موابان نشته دے ـــ بره بلوچستان کښې کاکړو کښې یوه جوګیزۍ کورنۍ ده چې مشر ګل محمد خان ئې د شاهي جرګه پۀ ذریعه بلوچستان پاکستان کښې شامل کړ، اوس ئې سیاسي وارث ایاز خان جوګیزے د خان شهید سیاست پالي او د پنجابي وزیر اعظم راتګ پۀ وخت پښو کښې د درد پۀ بهانه تعظیم ته نۀ پاڅي ـــ بله نواب کورنۍ د هوتي نوابان دي کوم چې د لودهي خاندان د انګرېز سره مخاصمت نه پس د هغوي پۀ ځاے نواب کړے شوے ؤ. دغه نوابان هم تر مسلم لیګ پورې نوابان وو خو چې کله اعظم هوتي د مردان نه د دوي سیاست ختم کړو نو اوس څوک متل کښې دا نۀ وائي چې ‘تۀ لکه د هوتي نواب ښائسته نۀ یې’، بلکې اخري شخړه د طوطي خان او د اعظم هوتي هم پۀ دې ده چې اعظم هوتي بیان ورکړے ؤ چې مردان کښې نواب مواب نشته ـــ خو ممکنه ده چې شاعر دلت د ټانک نوابان یادوي چې سلسله ئې د ‘پي ټي وي نېشنل’ پۀ اداکاره مرینه خان تمت بالخېر شوه ــــ دا هم ممکنه ده چې د ټېري نوابان یادوي چې د متل نه بغېر ئې څوک نۀ پېژني!!! خو شاعر دې یقین وکړي چې د نوابزاده صادق خان نه پس دوي کښې د پښتو شاعر نۀ دے پېدا شوے. د بشر صاحب مسئله د نوابۍ سره ده ــــ هر څو کۀ پۀ خپل محنت مشقت او پي ټي وي باندې مقبولیت نه پس هغه اوس خپله د یوې اېن جي او هومره طاقت لري خو د نواب سره د هغۀ نفسیاتي کشاله ده چې دا د هغۀ د پرولتاري نفسیاتو ورکړه ده. بشر صاحب دې نظم کښې د ‘شاه پور احمد خان’ جذباتي مکالمې غړمبولو د پاره د ‘نوابۍ’ تبے کولو خو دا ترې هېر وو چې د پښتونستان قرارداد هم د دې تحریک، هم د دې ګوند یو نواب امیر محمد خان هوتي وړاندې کړے ؤ ـــــ پاتې د جومات ګڼ امامان ـــ هغه خو دې پۀ خداے یقین وکړي چې اخوند دروېزه، میا نور نه تر مدرار الله نقشبندي پورې هر ملا هم دغه خبره د منحرف خدائي خدمتګار خادم د ټپې نه پس کړنګوي.

د لوے ښار د سرمایې دلالان به د بل چا د پګړۍ ول پرانیزي او د افغانیت د دعوې لاپې ویشتونکي به د خپل کالۀ تړلے غل پرانیزي ـــ د باچاخان د قافلې مبینه سرمایه داران او د ولي باغ جان نثاران خو د خپلو کورونو نه غبرګ غبرګ شهیدان ورکوي او اوس لکه د پښتانۀ د سور رنګ د ننګ د ټپې چې ‘فخرِ افغانه جینکۍ به دې ګټینه’، د دغه سرمایه دارو کورنیو لوڼه هم د ثمر بلور شکل کښې راغلې دي او د بمونو مخې ته ودرېدلې دي.

د باچاخان د تاریخ او د تحریک وارثانو پسې د ایزي لوډ پراپېګنډې کوونکو سره د خپلو ائیني او ماوراء ائین اختیاراتو، سره د خپلو ریاستي او غېر ریاستي عناصرو د پراپېګنډو، فتوو، ټوپکونو او بمبارانو ملامته او ټیټې سترګې ولاړ دي. هغوي کښې چا نه امریکه پېسې غواړي، چا نه نېب، چا نه عدالت او چا ته د سپینو او تورو د خاوندانو لۀ خوا هر څۀ معاف!!! د ولي باغ پۀ حقله د دې نظم معنیو او د شینکیانو پراپېګنډو کښې څۀ فرق؟؟؟

دا یوه ډېر ‘هونهاله’ پراپېګنډه ده چې ‘مونږ د باچاخان د جاګیر نۀ د هغۀ د نظریې وارثان یو’ ـــــ دا پراپېګنډه هغه خلق اوس هم کوي چې د رهبرِ تحریک پۀ ضد چارسده کښې د اسټېبلشمنټ پولنګ اېجنټان وو ـــ دا ټوقه به ترقي پسندو بېګم نسیم پسې هم کوله او پارټۍ ته به ئې ‘چار کا ټوله’ وئیل، خو د اشنغر جاګیر د سېف الله خان جاګیردار نه تر اېمل ولي خان جاګیردار پورې هماغه دے ـــ د پېرنګي نه راواخله د پاکستاني استعمار پورې وخت پۀ وخت ضبط کړے شو، بې څوکه کړے شو خو بیا ترې هم دغسې بېباکه کړے شو لکه څنګه چې ترې فکر ازاد او بېباکه ساتلے شوے دے. ځان ته مزدوران ویونکي او د مزدوران لارښودان خېر خواهان ویونکي د جاګیرونو محلونو بنګلو خاوندان شول.

مترقي ملګري ما ولیدل

پټ ئې د ګوند امانتونه خرڅ کړل

خېبر اپریدے

او کۀ د خېبر دغه شعر هم ورته شاعرانه کېموفلاج ښکاري نو د علي خان محسود کتاب ‘اجمل خټک سیاسي هلې ځلې’ دې وګوري چې د مزدورانو خېر خواهانو کابل کښې څۀ کول او څنګه ئې نجیب شهید لوټلے دے ـــ خو د دې خېر خواهانو عیاري دا ده چې د کمیونسټ پارټۍ نه تر اېن جي اوز چلولو پورې پۀ لمن داغ نۀ لري، نۀ ورته پېغورونه ودرېږي او نۀ ورته خفیه ادارې تهرېټ الرټس لېږي.

د مچهـ د جېل ملنګ، د چا نامه چې لکه د نجیب شهید نور البشر نوید د پرولتاري طبقې نه دانشورانه طبقه کښې ارتقائي عروج د پاره ښه استعمال کړه، هغۀ نه د ‘واخله باچاخانه’ غوندې نظم پۀ لفاظۍ ځان خلاص کړے وي خو دا دې یاد ساتي چې د هغۀ اخري پړاو د هغۀ لمړے پړاو ؤ. اجمل خټک ته ټول مترقي پۀ دې غصه وو چې ولې د ولي باغ سره پۀ استقامت ولاړ ؤ، کۀ داسې نۀ وه نو انجمن ترقي پسند مصنفین به د فېض د کال غوندې د اجمل خټک ورځ هم نمانځله.

ستا د دومې نه بل ملنګ پاڅېدۀ

د پښتو زړو کچکول دې بیا خالي شو

د پښتنو رباب دې بیا مات شو

یو نر غریب مئین دې بیا سوالي شو

تاسو دا وګورئ چې دا نظم د سنسني خېزه سرخیو او وسوسو تلوسو نه پس بالاخر یو ډرامائي کلائمکس ته راورسېدۀ ــــ ملنګ د دومې نه پاڅي، ډنګ ډنګ ـــ رباب مات شي، ټنګ ټنګ.

تاسو وګورئ چې دې ټول نظم کښې د ژبې او د لفظونو د تړون هنر د نور البشر نوید د شعر او نثر خوندوره خاصه ده خو پي ټي وي نېشنل ته د ډرامې لیکلو مبادیات او صحافتي نفسیات سره افضل بنګشیت د هغۀ د تخلیقي واردات پخه تلازمه جوړوي او هم دغه ئې کامیابي او ناکامي ده. دا ډول سیاسي نظمونو کښې د هغۀ ذهني سطح د پي ټي وي نېشنل خبرنامې او اقبال حسېن افکار نه پورته نۀ ځي.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …