د پښتونستان مقدمه – فېصل فاران

پښتانۀ پۀ نسلي توګه ‘اساک’ )ساکا، اساکین، اسکوزي، ساکزي( دي – ‘اٰریا’ نامه د دوي تهذیبي نامه وه چې کله دوي بلخ باختر بدخشان کښې تهذیبونه جوړ کړل. ‘پکت’، ‘پکتین’، ‘نجدي’ د دوي سیمئیزه نامه ده چې وروستو بیا د ‘پښتون’ پۀ صورت دودنده نامي هم ګرځېدلې ده او تر اوسه هم دغه لفظ د پښتو هوډ پۀ معنٰي کارول شي. انګلیسي کښې هم Big ‘غټ’، هندۍ کښې ‘بهګوان’ خداے ته وائي – ‘افغان’ د دوي قامي ملتي نامه ده؛ د دې مطلب دے ‘غېر بت پرست’ – دغه نامې او معنې باندې مولانا عبدالقادر، پروفېسر عبدالمجید افغاني، سر علامه محمد اقبال او غني خان ټول پۀ یوه خولۀ دي.

غني خان ئې سپیناوے هم کوي – د لرغوني اریائي پرګڼو مذهب نمر پرستي وه او نمر ته به ئې بګ/بهګ وئیل. پښتو کښې ‘بګ’ د لوے او پاک دواړو معنې لري چې د نمر خدایۍ د پاره مناسب لفظ ؤ. پشتنه سیمه باندې د نمر پرستۍ لوے ځاے زمینداور او زوړ ‘هنډ’ ؤ. د بګ سره نسبتي سیمې ‘باګرام’ )پېښور(، ‘بګل’ )هرات(، ‘بګلا’ )غزني(، ‘بګلګ’ )انیرنګي(، ‘بګي’ )ترنک(، ‘بغلان’ )بګلان(، ‘بغک’ )سمنګان(، ‘بغاوي’ )سرېل(، ‘بګیار/بغیار’ )کرم(، ‘بغار’ )انیرنګي( تر اوسه د نمر پرستۍ یادګارې دي.

د ‘بګ’ )بغ( منونکو ته ‘بګان’ یعني ‘بګ واله’ وئیل کېدل. هر کله چې د دې مذهب خلاف کوم پاڅون وشو نو دغه ‘نۀ منوننکو’ قبائلو ته ‘ابګان’ وئیل شو. زیاتره اریائي ژبو کښې ‘الف’ حرف د نفي ضرورت پوره کوي؛ لکه مورت/ امورت، تل/ اتل، دېره/ ادیره وغېرهم.

دغه ‘ابګان قبائل’ پۀ مذهبي بنیاد یو شوي وو، ځکه وروستو سنسکرت کښې ‘اپګان’ )اپه ګان( قبیلوي اتحادیه ته وئیل شو. دغه ‘ابګان قبائل’ مټور زورور هم وو ځکه ‘ابګان’ زړه فارسۍ کښې ‘فاتح/ زورور’ ته هم وئیل شوي دي.

عربي فارسي اغېزې نه پس دغه نامه ‘اپګان’ پۀ ‘افغان’ بدله شوه او پۀ هر یو علمي ادبي تاریخي ثقافتي اثر کښې مستعمل شوه، ځکه چې هم دغه اصل قامي ملتي نامه وه.

تر دې چې د ‘ډیورنډ’ کرښې د راکښلو نه پس انګرېز استعمار ته ضرورت پېش شو چې لس کاله پس د افغانستان نه تر لاسه کړې سیمه د فوځي او د سیاسي اهمیت لۀ کبله پۀ څو برخو ووېشي او دغسې لارډ کرزن د ‘شمال مغربي سرحدي صوبه’ پۀ نامه صوبه جوړه کړه – د دې مطلب دا ؤ چې د دې ځاے اولس ته د افغانستان نه ‘بېل’ شناخت وروټاکي. سر اولف کېرو پۀ خپل شر انګېز کتاب ‘دي پټهان’ پۀ وروستي څپرکي کښې پۀ غېر شعوري توګه لیکلي دي چې د ‘پښتون’ لفظ پۀ توګه د یو دودیز پۀ ځاے د نسلي او قامي پېژندګلوۍ دا کار د انګرېز استعمار باقاعده پروژه وه او د سیاسي بیانیې لۀ مخه دا کار شوے دے. هغه لیکي،

“د لارډ کرزن خبره سمه وه – هغۀ پوره لیدنه کوله او پۀ دې کامیاب شو چې د پښتانۀ نوم پۀ عام ډول راژوندے کړي.”

‘دي پټهان، ژباړه کریمي، مخ 749

یعني دې نه وړاندې ‘پښتون’ نامه قامي یا نسلي یا ملي نۀ وه – تر دې چې د ‘پښتون’ پۀ ځاے د ‘پټهان’ لفظ زیات منلے ؤ. ځکه د ترکي شېخ الاسلام چې کومه فتويٰ د تېرې صدۍ لمړۍ لسیزه کښې کړې ده، هغې کښې هم د افغانستان او پښتونخوا د خلقو د پاره د ‘پټهانستان’ خبره وه چې د انګرېز د عملدارۍ نه بغېر خپلواک ریاست ؤ – البته باچا خان خپله ځان باندې د پښتونستان پۀ دې مسئله کښې د انګرېز استعمار د ‘وېش او واکمنۍ’ پۀ مفکوره پوهه ؤ؛ دا هم ځکه چې کله ورته سر اولف کېرو د سرحدي صوبې د پاره د ‘پښتونستان’ مطالبه کولو ووائي نو هغه پۀ دې غصه شي. اولف کېرو دغه خبره سر جے کول وېل پۀ نامه خط 24 مۍ 1947 کښې داسې کوي:

“I advised them to take up some months ago that of a Pathan National province under a coalition of possible and making its own alliances as may suit it.

When I put it to them, then they professed what amounted to fury at the mere suggestion.”

دا ځکه چې پۀ دې طریقه اولف کېرو د کانګرس دریځ او مبارزه کمزوري کول غوښتل او مسلم لیګ ته ئې صوبه سرحد کښې لویه لاره جوړوله چې هغه د اسلام پۀ نامه د پښتونوالې مقابل پۀ اسانه کامیاب شي – لکه څنګه چې وروستو وشو.

د باچا خان او د کانګرس ‘د پښتونستان تصور’ د وېش نه مخکې د یو بشپړ خپلواک ریاست تصور ؤ چې پۀ هغې کښې قبائلي سیمه هم ګډه وه؛ ځکه کله چې باچا خان پۀ پینځلسمه فرورۍ 1939 جارج کننګهم سره د ډاکټر خان صاحب پۀ دباو ملاقات کوي نو هغۀ ته د قبائلي سیمې د کشالې احساس وي. جارج کننګهم خپله ډائرۍ کښې لیکي چې هغۀ دا مسئله تفصیلي ملاقات ته پرېښوه او هغۀ )باچا خان( ووئیل چې ټول پښتانۀ یو دي او پښتون مسئله کښې مجموعي حېثیت ‘ښاري’ او ‘قبائلي’ علاقه به هوارول غواړي.

‘انګرېزي راج او پشتون ریاست’، احمد سلیم، 1997، مخ 24

قبائلي سیمو ته خپل استازي لېږل او د متحده هندوستان وزیر اعظم )جواهر لال نهرو( پۀ دوره راوستل هم د باچا خان د دغه حکمت عملي برخه وه )تفصیل د پاره د فضل الرحیم ساقي ‘ژوندون’ او ‘خدائي خدمتګار’ – د احمد کاکا ‘خدائي خدمتګار تحریک'(.

اولف کېرو خپل خط کښې دا هم لیکي چې ‘پښتونستان’ مسئله دوي هم زما پۀ خوښه پورته کړې او بله خبره دا کوي چې پټهانستان به مالي لحاظ سره کمزورے وي، پۀ خپلو پښو به نۀ ودرېږي – یعني کانګرس نه د بېلېدو پۀ وجه کانګرس هم ترې لاس واخلي او بیا به بالاخر پۀ پاکستان ورګډ شي لکه څنګه چې جناح سکندر منصوبه هم د قبائلي سیمو نه د جهاد وه.

خو دا خبره چې د خپلواک ریاست مشوره د دوي وه، غلطه ځکه ده چې د یو پښتون ریاست تصور د ترکي خلافت دورې نه موجود ؤ – بل کانګرس نهرو او ګاندهي پۀ دې خبره واقف وو چې خپلواک پښتون ریاست به جوړېږي – د اولف کېرو اصل خبره د خپلواک ریاست نه د اٰل انډیا کانګرس د دریځ نه د ستانۀ کېدو وه چې داسې به تحریک کمزورے شي، صوبه کښې به هندو سکهـ پښتون سره ووېشل شي او د جناح صاحب د پاره کار به اسان شي.

سر اولف کېرو خپل کتاب کښې دا خبره لیکي:

“قبیلوي مشران )خوانین( اکثر د جناح پلوي وکړه چې هغۀ د اسلام نامې نه ګټه اخستله او برعکس خان عبدالغفار خان چې پوره پۀ ځان باوري ؤ، د پښتونولۍ پۀ روحیه مبارزه کوله؛ پښتانۀ کۀ هر څو پۀ پښتو مئین دي خو د مسلمانانو تړون ورله مقدم دے. دا احساس ورو ورو غښتلے کېدو – خپله پېښور کښې هم لوے استقامت رامنځ ته شو.

‘دي پټهان’، مخ 744

خو دننه د دغه نوي اسلامي استقامت اصل صورت حال بل شان دے چې هغه د اولف کېرو خفیه دستاوېزاتو نه څرګندېږي – هغه لیکي چې کۀ سرحد نه د ‘خانانو وروڼو’ واک لرې نۀ کړے شو نو جناح د هندوستان د مسلمانانو د مشرۍ ادعا کوې شي نۀ خوړلے توږلے پاکستان جوړېدے شي.

“So long as the Khan brothers ruled the Frontier, Jinnah could not claim leadership of Muslim India and it was impossible even for a mouth eaten Pakistan to emerge.”

Caroe papers, IORL, MSS EUR, F203/1

اوس د جناح صاحب مقبولیت د پاره او د پاکستان جوړښت پۀ غرض یوه حکمت عملي خو د کانګرس د خپلواک ریاست پښتونستان د نۀ منلو پۀ صورت دا جوړه شوه چې کومه رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان خپل کتاب ‘رښتیا رښتیا دي’ کښې د سکندر مرزا پۀ حواله لیکلي چې کمانډ به ئې سکندر مرزا کوي، پېسه به د نواب بهوپال وي او نفري/ مجاهدین به د قبائلو وي او پۀ سرحد باندې حمله به کوي – خو دا ‘پلان بي’ ؤ – ‘پلان اے’ دا ؤ چې کانګرس مجبوره کړي چې پۀ پاکستان او هندوستان رېفرنډم ومني، ‘پښتونستان’ لۀ منځه وباسي. عبدالاکبر خان اکبر خپل ژوندلیک ‘د برصغیر ازادۍ کښې د پښتنو برخه کښې پۀ مخ 268 لیکي چې باچا خان وائي کۀ کانګرس لکه د ګورداسپور مسئلې پۀ پښتونستان رېفرنډم باندې هم ټینګ شوے ؤ نو جناح به منلي وو. جواهر لال نهرو نه زمونږ طمع وه، نۀ معلوم هغۀ ولې داسې وکړل؟

د دې سوال ځواب ‘پلان اے’ کښې دے – د هغې لۀ مخه سر اولف کېرو جواهر لال نهرو ته دړکه ورکړې وه کۀ کانګرس د صوبه سرحد رېفرنډم پۀ پاکستان او هندوستان ونۀ منلو نو انګرېز به د هندوستان رجواړې د هندوستان د پاره ‘بلقاني’ ریاستونه وګرځوي او کۀ وې منل نو 90% رجواړې به هندوستان سره شاملې کړې شي.

دغسې د رېفرنډم پرېکړه پنډت نهرو ومنله – دا یو ډېر تزنوونکے صورت حال ؤ خو انګرېز استعمار خپله منصوبه کښې کامیاب شوے ؤ.

عبدالاکبر خان خپل ژوندلیک کښې د دې صورت حال د جائزې د اجلاس روداد پۀ تفصیل سره لیکلے کوم چې پۀ 12/11 جون 1947 شوے ؤ. د دې اجلاس خلاصه دا ده چې حکیم عبدالجلیل ندوي )د حاجي عدیل پلار(، محمد علي مولانا د رېفرنډم د بائیکاټ خبره کړې – صاحب ګل، زرین ئې تائید کړے، عبېد الله خان، علي ګل خان د بائیکاټ مخالفت کړے، د وکیل رام سنګهـ او عبدالقیوم سواتي دریځ ؤ چې د ‘ازاد پښتونستان’ جنګ پکار دے – مهرچند کهنه، دیوان بینجو رام، قاضي عطاء الله وئیلي چې پاکستان او پټهانستان باندې رېفرنډم پکار دے. دغه دریځ د عبدالعزیز خان د زېدې هم ؤ. کوټو رام د اسلامک سوشل سټېټ خبره کړې ده. غني خان، قاضي صاحب، اسلم خان، فقیرا خان، عبدالاکبر خان وئیل چې د پاکستان اسمبلۍ ته تګ او هلته مبارزه پکار ده.

د دې ځواب کښې د باچا خان وېنا عبدالاکبر خان اکبر پوره لیکلې ده – وروستۍ برخه ئې دا ده:

“کانګرس د رېفرنډم پۀ معامله پروټسټ کړے دے چې پۀ سرحد کښې دې رېفرنډم نۀ کېږي – کۀ کېږي پۀ پاکستان پټهانستان دې وشي – ما دا خبره ګاندهي او پټېل ته کړې ده چې زۀ د دې عقیدې سړے یم کۀ رېفرنډم پۀ پاکستان هندوستان باندې کېږي نو د رایې اخستلو ضرورت نشته – پښتنو نه دې د دغې خبرې پوښتنه وشي چې تاسو پاکستان کښې پاتې کېږئ کۀ پښتونستان کښې؟ پۀ بل ایشو مونږ رېفرنډم نۀ کوو.” )مخ (286

او دا رېفرنډم د پاکستان او هندوستان پۀ بنیاد کېدو، ځکه باچا خان پۀ اتلسم جون وائسراے او جناح سره لیدل وکړل او وئیل ئې مونږ پۀ دې پاکستان کښې شاملېږو چې کۀ پاکستان د وېش نه پس هم د برطانیه ډومېنین وي، یبا به سرحد او قبائلو ته دې نه د وتو اختیار راکوئ – د قبائلو فېصله به مونږ خپله کوو، قانون به اسلامک سوشلزم وي. جناح دا خبرې منلو نه انکار وکړو. دې نه پس رېفرنډم نه بائیکاټ وشو خو چې کله وېش مکمل شو، باچا خان پاکستان ګیر سیاست د پاره پیپلز پارټي پۀ سوشلسټ بنیادونو جوړه کړه او د اسمبلۍ حلف ئې هم واخستو.

دې نه جوتېږي چې د پښتونستان دا کشاله د اولف کېرو سازش یا مشوره نۀ ده – دا د حالاتو د جبر نتیجه وه. دا د هغه وخت د حالاتو جبر دا تحریک تیار کړے ؤ کوم جبر چې د اولف کېرو او د لارډ ماونټ بېټن د حکمت عملۍ نتیجه وه چې صوبه سرحد به پۀ هر حال کښې پاکستان کښې شاملېږي. هم دغه وخت د انګرېز پۀ لمسه د افغانستان نه هم د پښتونستان مسئله بل انداز کښې پورته شوه. ظاهر شاهي دعويٰ وه چې انګرېز دې پښتونخوا سیمه مونږ ته واپس راکړي – د دې د پاره مشهور انګرېز دلال د حاجي صاحب ترمزو زوے باچا ګل او د هغۀ ملګري رامېدان ته کړے شو چې پکښې ملا خادم محمد اکبر هم شامل شو چې وئیل به ئې:

هندوستان دې مبارک شي د هندوانو

پۀ سرحد دې جنډه ښخه د افغان شي

د باچا خان مخې ته دوه لارې وې – رېفرنډم کښې برخه اخستل چې د هغې پایله کښې د سکندر مرزا د ‘پلان بي’ مطابق بیا د تحریک خلاف د جهاد اعلان کېدو او خانه جنګي به جوړېده – او بل د پښتونستان د شق پۀ صورت کښې ترمیم چې هغه ونۀ منلے شو او بائیکاټ ته لاره هواره شوه او خونه خرابي ونۀ شوه – ځکه دا یقیني ده چې کۀ داسې هم پښتونستان ګټلے شوے ؤ، د هغې انجام به د کشمیر ګلګت غوندې کېدو. باچا خان هم پۀ دې پوهه ؤ. هر کله چې د اسلامیه کالج د پرنسپل شېخ تېمور پۀ ذریعه جناح صاحب سوال جواب وکړي چې مونږ ازاد پښتون اسټېټ منو، ولې تاسو پاکستان ومنئ نو باچا خان وائي، بیا خو پښتون اسټېټ نۀ پاتې کېږي. دغه خبره باچا خان د یوولسم جون تقریر کښې کوي. سر اولف کېرو لیکي چې دغه وخت افغانستان حکومت د پښتونخوا د حواله کولو مطالبه وکړه:

“Before the transfer of power in 1947, the Afghan government translated these desire into a formal claim that in the even of the demission of British authority; the whole of Pathan country as far as the Indus should revert to Afghan sovereignty.”

The Pathan, Pg. 435

خو کابل حکومت زر خپله ادعا بدله کړه او د ازاد پښتونستان مرسته ئې شروع کړه. اولف کېرو لیکي:

“د وخت تېرېدو سره دا ادعا بدله شوه – د افغانستان حکومت د دې ملاتړ وکړو چې د لرې پښتونخوا د پاره دې باید خپل مستقل دولت جوړ شي.”

پۀ دې ډول به د کابل او دوي تر منځه ورورګلوي وي. د سیاسي ادغام څۀ خبره نۀ وه. افغان حکومت دا ادعا هم کوي چې د انګرېزانو تلو سره د ډیورنډ کرښه هم خپل سیاسي ماهیت د لاسه ورکړے دے او داسې وئیل کېږي چې د پښتونستان د پاره مغربي سرحد نۀ شي تعینېدے. وروستو بیا د کابل حکومت پۀ دې حقله بیخي غلے پاتې شوے دے، ځکه چې پښتونستان تر نامه لاندې ټول لر و بر پښتانۀ سره یو ځاے کېدے شي. د دغو ادعاګانو انعکاسات ښائي چې د افغان حکومت د دې مسئله پۀ حقله چپتیا پۀ ګټه بولي. )’دي پټهان’، مخ (746

هر کله چې پۀ زور راتپل شوے رېفرنډم وکړے شو، وېش پوره شو نو باچا خان پاکستان ګیر سیاست شروع کړو. سندهي، بنګالي، بلوچي، پنجابي ئې ځان سره کړل او ‘پیپلز پارټي’ ئې جوړه کړه. د هغۀ د نظر لاندې اوس پښتونستان نه مطلب ‘پاکستان کښې دننه ټوټې ټوټې پښتانۀ یو کول وو.’

سر اولف کېرو پۀ دې حواله لیکي:

“پۀ پاکستان کښې دننه د خان عبدالفغار خان د خوښې د پښتنو صوبه بل ډول بیان شوې ده، سره د دې چې دا انځور روښان نۀ دے خو داسې معلومېږي چې دوي خود ارادیت او داخلي ازادي غواړي. د کابل حکومت سره د دوي غوښتنه توپیر لري – هغه دا چې پښتانۀ ځان ته بېل ارګانیزم غواړي. داسې پښتونستان به بې لۀ شکه د هند او پاکستان سره پۀ زیاتي تعلقات ولري هغه څوک چې دا نظریه تائیدوي، د داسې دولت جوړېدل ناممکن بولي.

‘دي پټهان’، ژباړن: کریمي، مخ 446

د کېرو د بیان تائید باچا خان هم کوي چې هغه پاکستان کښې دننه یو خود مختاره پښتون یونټ غواړي. مرکزي اسمبلۍ کښې د هغۀ وېنا د دې خبرې پوره سپیناوے کوي چې کله لیاقت علي خان هغۀ نه د پښتونستان پوښتنه وکړي نو وائي:

د پټهانستان مطلب څۀ دے؟ تاسو ته پته ده چې د سندهـ اوسېدونکو ته سندهیان وئیلے شي، د پنجاب او بنګال اوسېدونکو ته بالترتیب پنجابیان او بنګالیان وئیلے شي. دغه شان زمونږ شمالي مغربي سرحدي صوبه ده، دلته اوسېدونکي مونږ ټول یو قوم یو؛ دا زمونږ خاوره ده – مونږ غواړو چې زمونږ د وطن د نوم نۀ دې خلقو ته پته ولګي چې دلته پښتانۀ اوسي ولې د اسلامي احکاماتو لاندې داسې خواهش کول ګناه ده؟

ائین سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان تقریرونه، مخ 16

بل خوا پښتونستان نه ظاهر شاهي یو سټنټ جوړ کړو او لیګي حکومت ورسره دې کښې برابر شریک ؤ. دې سازش کښې هاشم مېوندوال پېښور کښې د افغانستان کونسلر بنیادي کردار تر سره کړے. دې سړي د پښتونستان تحریک شروع کړو، پښتو رسالو ته به ئې پېسې ورکولې. بیا خپله ئې دغه خبره لیک کړه او پۀ پښتو لیکوالانو ئې دې نتیجه کښې ناتار راوستو. هاشم مېوندوال چې وروستو بیا وزیر اعظم شو، دا د بهټو ملګرے او د اسلام اباد دلال ؤ. دې سړي افغانستان کښې د باچا خان خلاف پوره کاروائي او تضحیک کولو. مېوندوال بیا د سردار داود خلاف بغاوت هم کړے ؤ خو ناکامه شوے ؤ. هغۀ پسې بیا حفیظ الله امین د ‘ثور انقلاب’ پۀ صورت کښې کامیابه کودتا د اسلام اباد او واشنګټن پۀ مرسته کړه چې باباے انقلاب تره کي پکښې پۀ هوا هوا کښې استعمال شوے ؤ.

د پښتونستان تحریک کۀ کوم جدي او اصلي کردار ؤ چې غوښتل ئې چې پښتانۀ پۀ پښتونخوا کښې خپل واک تر لاسه کړي، هغه هم یواځې سردار داود شهید ؤ – دا هم ځکهه هغۀ ته د خپل هوډ صله د شهادت پۀ صورت ورسېده.

درحقیقت موجوده حالت کښې د پښتنو ښاده پۀ دې کښې ده چې پاکستان کښې دننه خپل ټوټې ټوټې وجود راټول کړي او یو قامي وحدت تر لاسه کړي.

د خېبر پښتونخوا سره د قبائلي سیمو )پخوانۍ فاټا( د ادغام اصولي مطالبه چې باچا خان د پاکستان پۀ ائین سازه اسمبلۍ کښې یو اویا کاله مخکښې کړې وه، پروسکال تر سره شوه. تېره میاشت کښې د دغې ادغام وړومبے کال ؤ. هر څو کۀ تر دې دمه دغو سیمو کښې د اساسي قانون نفاذ نۀ دے شوے او د روانو حالاتو نه څرګندېږي چې ریاست د خپلو ایوانونو مرکزي اسمبلۍ او سېنټ نه پاس شوي ائیني بل باندې عمل درامد نۀ کوي، عدلیه دغه لړ کښې خپل کردار نۀ تر سره کوي او هلته د یو نوي نظام د پاره د نوو لارو ویستلو کوششونه پۀ زور سره روان دي، خو دا هم یو حقیقت دے چې د پاکستان ریاست ځان له خپله پښې وهي. د داسې اقداماتو پۀ نتیجه کښې یو ځل پاکستان دوه ځاے شوے دے – د تاریخ د تکرار کومه مقوله چې د History repeates itself پۀ درېو لفظونو کښې کوم چالاک ذهن کړې ده، هغه مقوله تشه پاکستان کښې عملي کېږي. د نړۍ هوښیار قامونه هر ځل ځان تقسیمولو، ماتولو او ماتېدلو د پاره ځان نوي وېش ته نۀ سپاري.

د نوو ضلعو د خېبر پښتونخوا سره د ‘حقیقي’ او ‘عملي’ ادغام د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ سیاسي، پارلېماني او مزاحمتي جدوجهد روان دے. دې حالاتو کښې پښتانۀ باید یو غږ شي او د ائین د نفاذ د پاره د خپل ګوند سره اوږه پۀ اوږه ودرېږي. اوس نۀ خو څوک د پښتونستان پۀ نامه بلېک مېلنګ کولے شي او نۀ د حب الوطنۍ سرټیفیکېټونو کښې هاغه زور پاتې دے.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …