حمزه شنوارے، مسلم لیګ او افغانستان – فېصل فاران

 

 

 

د حمزه شنواري د مسلم لیګ او تحریک پاکستان سره تړاو او تړون یوه معلومه خبره ده. هغه کۀ د خپل پیر و مرشد باچاجان پۀ حکم مسلم لیګ کښې ګډون کړے ؤ خو دې نه وړاندې هم د هغۀ د خاندان د انګرېزانو سره اړیکې وې. خاطر غزنوي ته خپل ژوندلیک کښې هغه یو خوا کۀ د خپل پلار او د صاحبزاده قیوم تر منځه د زړۀ بداوي خبره لیکي چې د هغې لۀ کبله د هغۀ ورور د صاحبزاده د مرګ بناء تړلې وه او افغانستان ته ئې بیا هغه وخت جلاوطني کړې وه چې کله پلار ورته پۀ دې بد رد وئیل – خو د هغۀ دا ورور د افغانستان پوځ کښې د کرنل برابر عهده لرله او پۀ مرګ باندې هلته نه سرکاري اعزاز سره تابوت ئې راوړے شوے ؤ.

خو بل خوا ئې بل ورور ملک باور خان د انګرېزانو خاص کارنده او بړیسي ؤ. انګرېزانو به ورته ټهېکې ورکولې. عن تر دې چې د افغانستان د استقلال جنګ کښې هم د انګرېز پوځیانو د پاره د غوښې او بالڼ ټهېکې هغۀ له ورکړې وې. حمزه صاحب خپل ژوندلیک ‘نقشِ حیات’ کښې لیکي:

“دغه وخت زۀ د درېم ټولکي زدکړه کوونکے وم. زما ورور ملک باور خان ته انګرېزانو د پوځ د پاره د لرګو او غوښې ټهېکه ورکړې وه. انګرېزي پوځ علي مسجد لنډي کوتل او ډکه کښې پروت ؤ.”

دغه ملک باور خان بیا پوخ مسلم لیګے شو. مولانا ظفر علي خان به ورسره هم راتلو او د مېجر جنرل سکندر مرزا خو پوخ ملګرے ؤ. حمزه شنواري دې ټهېکو کښې د دوي د ټګۍ برګۍ پۀ حقله لیکي:

“مرزا مرحوم شرابي بنیادم ؤ نو ما به زیاتره خپل مشر ورور ملک باور خان سره د جوړېدوننکي پاکستان پۀ غلطه پالسۍ بحث کولو چې تاسو ته ګورم د پاکستان د نامې نه وترهېږم.”

)مخ (229

خو هم پۀ دغه شالید کښې د هغۀ انګرېزانو سره یو ډول همدردي هم وه او دا ئې خواهش ؤ چې انګرېزان دوېم نړیوال لام وګټي.

“جنګ شروع شو. د اولس خواشیني جرمنو سره وه خو زما همدردي انګرېزانو سره وه. څۀ کا ما انګرېزي حکومت ډېر نۀ خوښولو – ما وې چې د دوي پۀ ځاے دې د هندوستان حکومت جوړېدل پکار دي.

)مخ (120

انګرېز او مسلم لیګ دغه ډول لاشعوري نسبت د وړوکوالي نه د هغۀ د وجدان برخه وه، ځکه د باچاجان پۀ خولۀ مسلم لیګ کښې ګډون هغۀ د پاره ناشونې نۀ وه. بل خوا کۀ د هغۀ قامیت او قامولۍ ته ګورو نو د هغې جرړې موندل هم ګرانې نۀ دي. هغه لیکي چې باچاجان پۀ غازي امان الله خان باندې ورک مئین ؤ. د غازي امان الله یو هندکے درباري سندرغاړے باچاجان ساتلے ؤ او همېش به ئې د خپل مېلس ابتداء د هغۀ نه د غازي امان الله پۀ شان کښې لیکلې ترانې ‘غازي الملک امان الله’ نه کوله او ورته به بې قراره ناست ؤ. دا باچاخان چې خپل ژوندلیک ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې لیکلي دي چې پښتنو کښې به ډېر مشران لاړ شي راشي خو پښتنو چې کومه مینه غازي امان سره کړې ده، داسې مینه به بل څوک ونۀ مومي – نو د باچاجان دې حرکت نه د باچا خان د خبرې صداقت پۀ اسانه څرګندېږي. حمزه صاحب دا هم لیکي چې باچاجان به دا دعا کوله چې خداے دې غازي امان الله واپس راولي – دا هر څۀ د غازي امان الله بې کچه مقبولیت ښائي. تر دې چې انګرېز فورس د افغان پوځ خلاف جنګېدلو نه هم سرغړاوے کړے ؤ او انګرېز مجبوره شوے ؤ چې د پښتن پۀ ځاے پنجابیان او هندوستانیان دې محاذ ته راوغواړي. دا واقعه هم حمزه شنواري خپل ژوندلیک کښې کړې ده. دغه موده کښې حمزه صاحب یو کټر مسلم لیګي ؤ. د باچا خان پۀ خواست د پنډت نهرو د دورې پر مهال لنډي کوتل کښې د مظاهرې تابیا هم حمزه صاحب کړې وه.

کله چې باچا خان پۀ قبائیلو د شوې بمبارۍ حقیقت ښکاره کولو د پاره د متحده هندوستان وزیر اعظم پنډت نهرو د قبائیلي علاقو پۀ دوره راوغوښتو نو لنډي کوتل کښې د هغۀ خلاف د مظاهرې تابیا هم د پولټیکل اېجنټ صاحبزاده خورشید پۀ لمسه حمزه صاحب کړې وه. باچا خان د دغه دورې پۀ حقله لیکلي،

“کانګرس عبوري حکومت جوړکړو او چې څۀ وخت دا حکومت جوړ شو نو پېرنګيانو د کانګرس د حکومت د بدنامولو د پاره پۀ وزيرستان بمباري وکړه. چې زۀ خبر شوم نو زۀ لاړم او جواهر لال مې د دې قصې نه خبر کړو چې تۀ وزير اعظم یې او دا ستا د وزارت د قلمدان کار دے او تۀ ترې خبر نۀ يې او نۀ ترې چا خبر کړے يې؟ د دې نه قبائيلو ته ستاسو د حکومت متعلق ډېرې غلط فهمۍ پېدا کېږي. بله دا چې پۀ سرحدي قبائيلو د حکومت پۀ کروړونو روپۍ لګي او هغه روپۍ پولټيکل او د قبائيلو ملکان اخلي او اخوا دېخوا خرڅ شي او قبائيلو له څوک هېڅ نۀ ورکوي او باوجود د دومره خرڅ هغه خلقو ته هېڅ فائده نۀ ده رسېدلې او اوس چې دغه اختيارات ستا پۀ لاس کښې راغلل نو تا له پکار دي او ستا فرض دي چې د دغې علاقې خلق پۀ خپله ووينې او هغو خلقو سره يو ځاے شې. دغه خلق ډېر ښۀ خلق دي او ډېر عاجزان او مظلومان دي او د هغوي اکثر ملک غرونه دے او کۀ دغو خلقو سره لږ احسان وشي او د هغوي د قوت لايموت د پاره څۀ ذريعه پېدا شي نو دا ګړ بړ چې کله کله پېدا کېږي، دا به هم ختم شي. ما جواهر لال پۀ دې خبره رضا کړو او هغۀ ما سره وعده وکړه چې هغه به ضرور د دغې علاقې دوره کوي او دغه علاقه او خلق به ويني او دائې هم ووې چې څومره زمانه کېدے شو نو زۀ به ئې د دغو خلقو د پاره کوم.” )مخ (548-547

حمزه صاحب لیکي:

“پۀ دغه ورځ زما تبه وه. د لنډي کوتل سرایې سوېلي دروازې سره بهر زما د ورور دوه دوکانونه وو چې پۀ کرایه ورکړے شوي وو. دوکان سره کټونه پراتۀ وو. زۀ هم پکښې پرېوتم. کمزورۍ سره د تبې تکلیف هم خراب کړے ؤ چې دې کښې زما ورارۀ شهزاد وزیر خان او ملک زاده نعمت الله اوسنے سنېټر پۀ منډه راغلل چې پنډت نهرو تورخم ته لاړو – زۀ پاڅېدم، ورته مې وې چې لعل شېر نائي ته وائي چې ډهولکے راوړي او شنه جهنډه هم راوړه. لږ ساعت کښې د افغانستان معراج الدین چې مونږ سره مېشت ؤ، شنه جهنډه ئې راوړه او لعل شېر هم راغلو…… او لوفرانو هلکانو قصاب خانې نه د غوا مېښو ښکران او هډوکي راوړل او پۀ سړک ئې وغورځول. ما خلقو ته وئیل چې مونږ به نهرو سره خبرې کوو خو خلقو وئیل چې نه! مونږ ئې بې وهلو پېښور ته نۀ پرېږدو ……. عوامو چغې وهلې. یو دم د کاڼو باران شو. ملېشې واله هوائي ډزې کولې خو برج کښې ناست یو خاصه دار اپریدے علمبردار معراج الدین سید پۀ خېټه وویشتو ……. ډاکټر خان پۀ څو کاڼو باندې ولګېدو ځکه چې هغه د پنډت نهرو ژغورلوو د پاره پۀ هغۀ پرېوتو. کاڼي دومره ډېر ورېدل چې د نهرو پۀ موټر ئې سیورے جوړ کړے ؤ…… د جمرود اپریدو پنډت نهرو ته ګلونه راوړي وو، لاره کښې علي مسجد سره زما ورور ملک باور خان )د سکندر مرزا ملګرے ټهېکدار( ولیدل چې موټر کښې پېښور ته روان ؤ. هغه سم دستي دې اپریدو پسې لنډي کوتل ته راغلو او د بازار منځ کښې ئې خلقو )شنوارو( ته ووئیل چې دغه اپریدي ځوانان ووهئ – نو عوامو پۀ هغوي د کاڼو باران شروع کړو …….. د دې ټولې مظاهرې کرېډت زما ورور ملک باور خان ته ملاو شو. نور ځینې کسان هم وو خو زمااو زما د ورېرونو او نعمت الله چا نامه وانۀ خسته…… پۀ دې پېښه ما یو نظم ‘نهرو پۀ خېبر کښې’ هم لیکلے دے”. )مخ (156

د حمزه صاحب پیر و مرشد برېلویه مسلک او خانقاهي نظام سره وابسته یو مشهور شېخ ؤ. د هندوستان خانقاهي نظام کوم چې د ‘وحدت الوجود’ مونکے دے، لۀ وخته سره د خپل شتون د پاره د بادشاهت او دربارونو پامته دار پاتې شوے، ځکه مونږ تاریخ کښې ګورو چې هر بادشاه او هر دربار د دې نظام د ساتنې بندوبست کښې مالي مرستې او جاګیرونه ورکوي. انګرېز هم دغه نظام خپل حکومت د پاره لکه د پېش رو حکمرانانو ضروري ومنلو او هغه زوړ حال یعني ‘ساز باز’ پۀ ځاے پاتېې شو. مونږ ګورو چې د انګرېز استعمار خلاف کم کوز چرته د پیر اٰف پګاړو غوندې کومې پیرې استانې پاڅون کړے دے. اپوټه انګرېزي استعمار د پاره دې ګدي نشینانو سجاده نشینانو پوره کار کړے دے. ځکه د مسلم لیګ پوره پوره مرسته هم دوي کړې وه کوم چې د استعمار سیاسي وِنګ ؤ. عن تر دې چې پۀ صوبه سرحد کښې د مسلم لیګ بنیاد هم د دېوبند برېولیه عقائد لرونکي ملیانو مولانا شعېب او مفتي مدرار الله نقشبندي کېښودے ؤ. ورپسې پیر زکوړي، پیر مانکي، پیر اٰف واڼا وغېرهم یو شوي وو.

نومیال مبارز لیکوال محمد فاروق قرېشي خپل کتاب ‘ولي خان اور قرارداد پاکستان’ چاپ فکشن هاوس کښې د ګړد پنجاب د ګدي نشینانو صوفیانو شېخانو هغه سپاس نامه نقل کوي چې هغوي د ‘جلیانواله باغ’ د سلګونو بې ګناه کسانو د قاتل جنرل مائیکل اډوائر ته د ګورنرۍ نه د رخصتېدو پۀ وخت لیکلې وه. دا سپاس نامه د ذلالت او رذالت هرې پولې نه اوړي. پۀ دې کښې د ملتان قرېشي ګدۍ )د مخدوم شاه محمود قرېشي واله(، د پاکپتن )پنکي پېرني واله ګدۍ(، ګردېزي، سیال شریف، ګولړه شریف )’کتهے میر علي کتهے تېري ثناء’ واله(، کواټ سرهانه جهنګ )بېګم عابده حسېن واله(، شاه پور، ساهیوال، جلالپور )علي عباس جلالپوري واله( د ګدي نشینانو صوفیانو نومونه لیک دي. د خانقاهي نظام اعتقادات د مسلک برېلویه سره یو شان دي. هسې خو دا اعتقادات پخوا نه موجود راروان وو؛ خصوصاً هندوستان کښې ئې دېومالائي بڼه واخسته خو دې ته د شرعي مسلک صورت پۀ فقه حنفي کښې یو بړیڅ افغان احمد رضا خان برېلوي ورکړے چې پکښې د حفني فقهې خوش عقیدګي توهماتي حد نه هم بره ووتې ده.

خپله هم احمد رضا خان برېلوي هغه وړومبو کسانو کښې شامل ؤ چې لۀ وخته ئې د عبدالحلیم شرر د مسلمانانو لپاره د بېل هېواد غوښتنه کوله. دې ‘حضرت’ یوه فتويٰ هم د انګرېزانو پۀ مرسته جاري کړې وه چې د هغۀ کتاب ‘اعدام الاعلام بأن هندوستان دار السلام’ کښې چاپ ده.

دې تناظر کښې چې مونږ ګورو نو د انګرېز او د خانقاهي نظام او ورسره د پیرانو مریدانو پۀ تړون او تړاو باندې پۀ اسانه ورسېږو. هم دغه د حمزه صاحب د مسلم لیګي کېدو شالید دے – خو بل خوا حمزه صاحب دومره قوم پرست هم دے چې ګل محمد بېتاب سره مرکه کښې وائي چې ‘مسلم لیګے یم خو ووټ مې همېشه د ولي خان پارټۍ ته ورکړے دے.’ خپل ژوندلیک کښې هم د مسلم لیګ چې څنګه پوسټ مارټم کوي نو د دې خبرې صداقت ترې جوتېږي – لکه پیر مانکي پۀ حواله لیکي چې جناح صاحب ته چې کله ما د شریعت وعده یاده کړه نو داسې ئې وخندل لکه لوے سړے چې ماشوم پورې خاندي. وئیل ئې چې زۀ د دنیا نوموړو مدبرینو کښې یم، اسلام خو ما د سټنټ (Stunt) د پاره استعمالولو چې خلق ځان ته راغونډ کړمه. حمزه صاحب وائي چې د پیر ماڼکئ د وېنا مطابق چې خپله د جهاد کشمیر مشر ؤ، جناح صاحب د کشمیر کشاله د قصده یوه مستقله تنازعه پرېښودل غوښتل، ځکه چې هم دا د انګرېز پالسي وه. حمزه صاحب ترې پوښتنه کوي چې جناح صاحب د انګرېز د پاره کارکولو؟ نو پیر ماڼکي ځواب کښې وائي چې هو! هم دغسې ده – خو خپله هم پیر ماڼکي څۀ صاحبِ کردار نۀ ؤ، ‘انگرېز راج اور پختون سیاست’ تالیف احمد سلیم کښې د سکندر مرزا د ډائرۍ پۀ حواله د پیر ماڼکي د پېسه چورۍ واقعه لیکي ده.

“چې کله قبائیلي کشمیر کښې پۀ هندوستاني پوځ واوړېدل او پۀ تېښته واپس راوتښتېدل نو سکندر مرزا کشمیر ته لاړو. ډومېل کښې ورسره پیر ماڼکي، پیر واڼا او د حاجي ترنګزو زوے باچاګل ملاو شول او دۀ نه ئې د قبائیلو د تېښتې نه واپس کولو د پاره پنځوس (50) لکهه روپۍ وغوښتې. سکندر مرزا لیکي چې دې ملیانو ته د بلېک مېلنګ زړې طریقې ښې ورتلې. )مخ (153

حمزه شنواري هم خپل ژوندلیک کښې د دغه تېښتې واقعه د ملک باور او حاجي مراد خان پۀ حواله لیکلې چې دې جهاد کښې شریک وو. د هغوي د وېنا لۀ مخه کرنل خورشید انور قبائیلو ته وې چې هندوستانے پوځ راغے، اوس تښتئ.

حمزه شنواري ځاے پۀ ځاے پۀ مسلم لیګ ټکونه کوي او د دوي تاریخ څرګندوي.

  • هغۀ )قیوم خان( به د انتخاباتو پۀ وخت د پېښور ښاریانو ته وئيل، کۀ چرې تاسو پښتون کامیاب کړو نو هغه به مو د ښار نه وباسي او ستاسو پۀ ځاے به پښتانۀ اباد کړي. )مخ (158 ]لکه څنګه چې به ئې وېش نه مخکښې مسلمانانو ته وئیل چې متحده هندوستان کښې به مو هندوان وخوري[.
  • د مسلم لیګ او قائد اعظم مقصد دا ؤ چې هر ډول انټرم حکومت مات شي، ځکه چې ګاندهي جي او د نورو هندوانو مشرانو دعويٰ وه چې انټرم حکومت دننه به هندو مسلمان پۀ سکون وخت تېروي – ځکه د دوي ضرورت ؤ چې فرقه وارانه اختلاف او ګړبړ رامنځ ته شي چې برطانیه )اګر کۀ پوره منصوبه هم د برطانوي استعمار وه( ته پته ولګي چې هندو مسلمان یو ځاے نۀ شي پاتې کېدے، ځکه د دوي د پاره د فرقه وارانه فساداتو انتظامونه پېل شو. ما ته ښۀ یاد دي چې کله به پېښور ته د مسلم لیګ دفتر ته لاړم نو هلته د هندوانو سکهانو د وژلو د پاره به کسان ټاکلے شو او بیا د فساداتو اورشیند وشلېدو. )مخ (152
  • یو لیدونکے اندازه کوې شي پاکستان چې د اسلام پۀ نامه جوړ شوے ؤ خو بیا نظر نه وغورځولے شو. واکمنان پۀ خولۀ اسلام اسلام باندې نۀ ستړي کېږي خو عملي توګه باندې پاکستان نه کفرستان جوړوي. )مخ (255
  • لار کښې راته حفیظ جالندهري )د پاک سرزمین سندرې واله شاعر( ووئیل چې خان صاحب! تاسو پښتنو مونږ )پۀ زور( مسلمان کړي یو، ډېر بد مو راسره کړي دي. )مخ (230
  • غلام محمد د برطانیه باکلے ؤ. د سکندر مرزا به څۀ وایې؟ ایوب خان لامذهبه ذهنیت لرلو. د رائل اٰرمي تربیت یافته ؤ. د هغۀ د اسلامي نظام هیله عبث وه. د فېروز خان نون ښځه یهودڼه وه. د بنګال محمد علي بوګره سل پۀ سله مغربي ذهنیت لرلو. )مخ (255

دې اقتباساتو نه اندازه کېدې شي چې حمزه شنواري د ذهنیت لۀ رویه څومره ‘مسلم لیګي’ او څومره ‘منطقي’ ؤ. هم دغسې د افغانستان متعلق هم د قومیت غوندې د هغۀ رویه پټه پناه نۀ ده او همېش ئې د لوے کور ستائینه او مدح لیکلې او وئیلې ده – لکه:

  • 1975 کښې زۀ، ناظر شنواري او یوملاګوري شاعر او زما ورارۀ شهزاد خان پولټیکل اېجنټ راوغوښتو. وئیل ئې چې د افغان حکومت خلاف نظمونه ولیکئ او اخباري مضامین هم. زما نه مخکښې ورته زما خوريي ناظر شنواري ووې چې مونږ داسې لیکل نۀ شو کولے.
  • تاروجبه کښې مشاعره وه – هلته رحمت اخان لالا د کابل د سفر حالات وپوښتل نوما ورته طبقاتي تعلقاتو، مفت تعلیم او دغسې نورې خبرې وکړې. مشاعره ونۀ شوه ځکه چې دغه وخت یو کس مړ شو خو زما خبرې یو سي اٰئي ډي واله ولیکلې. چې کلي ته راغلم نو پولټیکل اېجنټ محمد جان خان )د منشي احمد خان زوي( خېبر هاوس ته راوغوښتمه. راته ئې وئیل، تا د افغان حکومت ستائینې کړي، پۀ دې مونږ خفه کېږو….. تۀ داسې وکړه چې د افغانستان خلاف لیکل وکړه، مونږ به ستا اقتصادي ضرورتونه پوره کړو. ما ورته وې، ما همېشه د پاکستان تعمیري سلسلې متعلق لیکلي دي، پۀ رېډیو به مو اورېدلي وي؛ خو زۀ یو ذلیل پراپېګنډسټ جوړېدل نۀ غواړمه )مخ (259 – البته دا کار عبداللهجان مغموم او عبدالله جان اسیر غوندې شاعرانو پۀ ښه توګه تر سره کړے ؤ.

د افغانستان متعلق د هغۀ سفرنامه ‘نوے پښتون’ او ناول ‘نوې څپې’ باندې حکومت بندېزونه هم لګولي وو چې وروستو بیا د نېپ حکومت دا بندېزونه خلاص کړل. پۀ دې حواله لیکي:

  • قدرت الله شهاب ډپټي ډائرېکټر اطلاعات طارق ته ووې، کۀ حمزه شنواري پۀ دې ناول ‘نوې څپې’ کښې بدلون راولي نو واګزار به ئې کړو. ما ومنل او هغه ناول مو د دې محکمې عبدالودود یوسفزي ته ورکړو…. عبد الودود ناول کښې بدلون وکړو، ما هم منظور کړو خو کتاب واګزار نۀ شو. معلومه چې د طارق صاحب شبه وه چې دا ترمیم د ناول بنیادي نظریه نۀ متاثره کوي. )مخ (244
  • سي اٰئي ډي والو دا یونلیک ‘نوے پښتون’ د عبدالخالق خلیق نه واخستو او دا خبرې ئې )مخکښې ذکر شوې( ترې لرې کړې. دې سره کتاب کښې خالي ځایونه پېدا شو. سي اٰئي ډي واله وئیل چې دا اوس بیا کتابت کړئ، ځکه چې افغانستان دا ونۀ ګني چې دا سفرنامه سنسر شوې ده. خلیق صاحب وئیل چې نه! یو پېره کتابت شوے، کۀ چاپېږي هم دغسې به تشو ځایونو سره چاپېږي.

نکته: د خوند خبره دا ده چې هلته سي اٰئي ډي واله د یونلیک نه د افغانستان ستائینه وباسي، دلته دې ژوندلیک نه غالباً ډاکټر مسعود د افغان ملت، افغانستان او پاکستان متعلق خبرې وباسلي او هغه ځایونه خالي پاتې شوي دي. بیا چې کوم کتاب داسې چاپ شوے، پۀ قېنچۍ ترې نه پاڼې پرېکړې شوې دي چې دا د یو نابغه لیکوال او قامي شاعر سره پس لۀ مرګه بیخي ناروا عمل دے.

د حمزه شنواري ژوندلیک باید بې د کټ کوټ نه چاپ کړے شي چې د دغه لوے نابغه لیکوال سوچه سوچ سره لوستونکے ملاقات وکړي او د هغۀ یو اصلي تصویر مخامخ راشي.

دا خبره هم د زړۀ راکښون وړ ده چې د افغان سرتېرو پۀ یرغل باندې کوم د استقلال جنګ کښې پۀ محکوم افغانستان شوے ؤ او دوي تر ‘ښارغلي’ رارسېدلي وو، حمزه شنواري خپله افسانه ‘د ښارغلي مورچه’ هم لیکلې ده. دغه یلغار چې کله د حمزه شنواري د پلار ملک میرباز خان سره د زړۀ بدي لرونکي صاحبزاده قیوم باس سر جارج روس کېپل د خېبر رائفلرز د وفادارۍ د ازمېښت پۀ توګه د نونین جېک سره د افغانستان بېرغ وځړوۀ او دوي ته ئې ووئیل چې اوس یو بېرغ ته سلامي شئ نو خېبر رائفلز سپاهیانو وسله غوزار کړه چې مونږ د غازي امان الله خلاف نۀ جنګېږو. روس کېپل خېبر رائفلز مات کړو او پنجابیان او سکهان سپاهیان ئې د پېش قدمۍ د پاره راوغوښتل چې هغوي خپل کردار ښۀ پۀ اسلامي طریقه تر سره کړو او هم دغه جنګ کښې د حمزه شنواري د ورور ورورستو مشهور مسلم لیګي ملک باور خان دې سپاهیانو ته د بالڼ او خوراک سپلائي کوله چې غازي امان الله له شکست ورکړي. هم دې ټهېکو کښې به هغۀ د هغه وخت پولټیکل اېجنټ سکندر مرزا ته رشوت هم ورکولو.

“زما ورور ملک باور خان ته ئې د پولټیکل اېجنټ پۀ حېث یوې پسې بله ټهېکه ورکوله. ورور به مې وئیل، د دې ټهېکو امدنۍ کښې د مرزا صاحب هم پوره برخه ]رشوت[ وي.” )مخ (221

نو هم داسې متضاد ماحول کښې زمونږ د نابغه باباے غزل حمزه شنواري ذهني پرداخت شوے دے.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …