د پښتو وړومبۍ خاکه – ګل محمد بېتاب

دا ليکنه محض د يو څو مغالطو لرې کولو پۀ خاطر کولې شي ګنې نو کوم خاص ضرورت ئې نۀ ؤ؛ ولې چې اکثر پښتو ليکونکي د پښتو ژبې نامتو شاعر محقق او منحرف شوے خدائي خدمتګار قاضي عبدالحيم اثر افغاني د دې باني ګڼي. دۀ پۀ حقيقت کښې پۀ عبدالخالق خليق صاحب يو غېر رسمي مضمون ليکلے ؤ کوم چې د خاکې پۀ صفاتو پۀ هر ډول پوره ؤ او ليکونکو بيا دغه مضمون ډېر وخت وروستو خاکه وګرځوله. د اثر افغاني صاحب دا ليک وړومبے پۀ ‘انصاف’ اخبار کښې پۀ مۍ 1949ز کښې، بيا وروستو د عبدالخالق خلیق صاحب پۀ منظوم کتاب ‘زۀ او زما زمانه’1 او د دې نه پس د ‘مرکه’ مردان خاکه نمبر کښې هم چاپ شوے دے. اوس سوال دا دے چې هر کله قاضي اثر افغاني پۀ خاکه ليکلو نۀ پوهېدو نو څنګه ئې خاکه وليکله؟ نو دا ټيک ده چې اثر صاحب ته دا پته نۀ وه خو د هغۀ د مضمون موضوع د خليق صاحب شخصيت وه او زياتې خبرې ئې د هغۀ د شخصيت پۀ حقله پۀ غېر رسمي انداز کښې کړې دي. دغه شان د خليق صاحب د حليه نګارۍ سره سره ئې د هغه خوبۍ، خامۍ او عادتونه وغېره هم پۀ يو دلچسپ انداز کښې بيان کړي دي. د هغۀ انداز ډېر زړۀ راښکونکے دے. سره د دې چې اوس د دې فن باقاعده اصول ټاکلے شوي او تر کافي حده خاکې هم پۀ پښتو ژبه کښې ليکلې شوي؛ دوه څلور کتابونه هم شته خو د قاضي اثر صاحب د معيار خاکې بيا هم کمې پۀ نظر راځي.

هم دغه شان معامله د اردو ژبې هم ده چې هلته هم مرزا فرحت الله بېګ پۀ خپل استاد مولوي نذير احمد يو دا قسمه مضمون ليکلے ؤ چې عنوان ئې ؤ ‘نذیر احمد کی کهانی: کچهـ ان کی کچهـ میری زبانی’2؛ پۀ اردو ژبه کښې کۀ څۀ هم پۀ شخصيت نګارۍ ډېر څۀ ليکلے شوي خو د دې مضمون غوندې ليکونه بيا هم ډېر کم پۀ نظر راځي، ځکه نو اردودانو دې ته باقاعده خاکه وئيلې ده چې د خاکې پۀ جمله صفاتو دغه مضمون پوره خېژي.

پښتو ژبه کښې کۀ وخت پۀ وخت پۀ مختلفو شخصيتونو د ليکلے شوو مضمونونو جاج واخستے شي نو کېدے شي چې نور هم ګڼ داسې مضمونونه د خاکې پۀ معيار برابر وخېژي. د دې يو مثال د پروفېسر ډاکټر همايون هما کتاب ‘ښکلي ښکلي خلق’ دے چې هغوي پۀ مختلفو شخصياتو ليکلي دي او پۀ خپل خيال ئې محض هغوي ته د عقيدت پېرزوئينې وړاندې کړې دي خو د ليک انداز ئې فطري طور داسې دے چې د خاکو اطلاق پرې کېدے شي او ډېر پۀ اسانه ورته توصيفي خاکې وئيلې شو.

رابه شو دې خبرې ته چې د پښتو ژبې د وړومبي خاکه نګار يا خاکې پۀ حقله کومې مغالطې موجودې دي، نو د هغې حقيقت څۀ دے؟

دا خبره خو وړاندې ما کړې ده چې ټول ليکوالان د قاضي عبدالحليم اثر صاحب مضمون ‘خليق صاحب’ د پښتو وړومبۍ خاکه ده خو ډاکټر سهېل انشاء صاحب پۀ خپل اردو کتاب ‘او بلم پهلا قدم’ کښې ليکي:

‘پشتو زبان کے پہلے خاکہ نگار کاکا جی صنوبر حسین مومند کا خاکہ ’’زوڑ آشنا‘‘ (پرانا ساتھی) مارچ ۱۹۴۹ء کا ہے. دوسرا خاکہ عبدالحلیم اثر افغانی نے خلیق صاحب پر لکھا ہے لیکن اصلاً یہ خلیق صاحب نے خود لکھا ہے۔ ‘3

ډاکټر سهيل انشاء صاحب پۀ خپله دې ليکنه کښې دوه دعوې کړې دي؛ يوه دا چې وړومبۍ خاکه د قاضي اثر صاحب پۀ ځاے کاکاجي صنوبر حسېن مومند ليکلې ده او بله دا چې دا اثر صاحب نۀ بلکې خليق صاحب پۀ خپله ليکلې ده چې د قاضي اثر پۀ نامه چاپ شوې ده ـــ نو زما پۀ فکر ډېر احترام سره وايم چې دا دواړه دعوې غلطې دي، اګرچې زۀ خپله هم تېره ليکنه ‘پښتو کښې د خاکو وړومبۍ مجموعه’ کښې پۀ دې وجه لږ تېروتلے وم. د ډاکټر سهېل انشاء صاحب د تحقيق مطابق مې وئيلي وو چې پۀ کوم کال يعني 1949ز کښې، کله چې اثر افغاني خاکه ليکلې وه نو هم پۀ دغه کال کاکا جي صنوبر حسېن مومند هم يو مضمون ليکلے ؤ چې پۀ ‘اسلم’ مجله کښې چاپ شوے ؤ،4 خو وروستو راته ثابته شوه چې د کاکاجي دغه مضمون ‘زوړ اشنا’ د 1949ز پۀ ځاے 1952ز کښې چاپ شوے دے. اتفاق داسې وشو چې زۀ د ‘پښتون’ مجلې د ايډيټر حيات روغاني صاحب ملاقات له لاړم، هلته هغه او د هغوي نور ملګري د کاکا جي صنوبر حسېن مومند د خورو ورو مضامينو او شعرونو د ترتيب پۀ کار لګيا وو. دې کښې ملګرے ليکوال سجاد ژوندون صاحب رجسټر پۀ لاس راغلو چې پکښې د کاکاجي صنوبرحسېن مومند نظم او نثر راغونډ کړے شوي وو. دغه رجسټر چې ما وکتو نو دا د نوموړي ليکوال راحت تابان صاحب لۀ خوا د مختلفو رسالو نه راغونډ کړے شوو د کاکاجي صنوبر حسېن مومند پۀ شاعرۍ او مضمونونو مشتمل ؤ. د دې رجسټر اخري مضمون د کاکا جي دغه مضمون ؤ چې نوم ئې دے ‘زوړ اشنا’ ـــ زما پۀ خواست وروستو سجاد ژوندون صاحب دا ما ته راولېږلو چې دغه مضمون يعني ‘زوړ اشنا’ پۀ کال 1952ز کښې ‘اسلم’ مجله کښې چاپ شوے دے. البته کاکا جي چې کومه واقعه ليکلې ده نو هغه د کال 1949ز ده او کېدے شي ډاکټر سهېل انشاء صاحب د دې پۀ وجه غلط شوے وي. خو بيا هم کومه مجله ‘اسلم’ کښې چې دا مضمون چاپ شوے دے نو هغه ما سره نشته؛ د رجسټر پۀ بنیاد خبره کوم. د دې مضمون شروع ئې د يوې ټپې نه کړې ده:

‘نن مې پۀ خوږ زړګي اختر دے

چې د زاړۀ اشنا رېبار مې وليدنه’

د دې نه وروستو ليکي:

‘د 1949ز د ژمي ماسخوتن دے، سخته يخني ده، د قيصه خوانۍ بالا خانه ده چې دواړه طرفه ئې بار پۀ خپل غېږ کښې نيولے دے. ما نه چاپېره زما بچي ناست دي، يخنۍ نه غُنج مُنج؛ چې ناڅاپه شاکر صاحب راغلو، يو ډېر مخلص او ډېر ايمانداره پښتون دے، ډېر ګرځېدلے دے، د بد بخت پښتون د پاره ئې پۀ هر در او هر ور لاس لګولے دے.’5

د شاکر صاحب تر ډېره حده د تعريفونو نه وروستو بيا وائي چې ما ته شاکر صاحب ووې چې يو تن تاسو سره ليدل غواړي او هغه پير صاحب محمد ايوب شاه ؤ چې کاکاجي ئې پۀ ليدو ډېر خوشحاله شوے دے. دا دواړه کسان د دۀ د عقيدې او نظریې ملګري دي. دا يو تاثراتي مضمون دے چې د دې دواړو کسانو يعني شاکر صاحب او پير صاحب پۀ ليدو ئې ليکلے دے خو خاکه نۀ ده، ولې چې دې کښې د يو تن هم داسې سکېچ نۀ دے راښکلے شوے چې خاکه ئې وګنو بلکې د دوي دواړو مېلمنو د موده پس ليدو ذکر کوي او خصوصاً د پير ايوب شاه سختې او د قام د ازادۍ د پاره د هغوي مبارزه پۀ ګوته کوي؛ نو دې ته مونږه يو ښۀ مضمون خو وئيلے شو چې پۀ مختصره توګه ئې پکښې د دوو ملګرو د قربانیو، سختیو او د دوي پۀ ليدو او خاص کر د پير صاحب پۀ ملاقات د خوشحالۍ ښکاره کولو سره سره د دۀ خدمات هم ستائيلي دي خو خاکه نۀ ده. تر اوسه زما د معلوماتو مطابق د ډاکټر سهېل انشاء صاحب نه علاوه هېڅ چا هم د کاکا جي مضمون ته خاکه نۀ ده وئيلې.

د قاضي عبدالحليم اثر د ژوند او عملي کارنامو پۀ حقله چې نوموړي ليکوال عبدالحميد زاهد صاحب کوم کتاب تاليف کړے دے، ‘دُر يتيم د خپل وخت’، نو پۀ دې کښې عبدالحيمد زاهد ‘د شلمې صدۍ همه ګير ادبي شخصيت’ د عنوان لاندې ليکلي دي چې قاضي اثر صاحب پۀ پښتو ادب کښې اولنے جديد خاکه نګار ؤ. ادبي خاکې ئې پۀ حافظ ادريس او خليق صاحب ليکلې دي. غالباً چې پۀ حافظ ادريس ليکلې خاکه اولنۍ ده.6

دې نه معلومه شوه چې قاضي اثر صاحب پۀ خليق صاحب د خاکې نه وړاندي يوه بله خاکه پۀ حافظ ادريس صاحب ليکلې وه چې هغه پۀ دوېم نومبر 1948ز کښې د هغۀ پۀ هفته وار ‘انصاف’ کښې چاپ شوې ده. دغه خاکه پۀ دې کتاب کښې هم شامله ده چې پۀ څلورو مخونو مشتمله ده. هم دې کتاب کښې پۀ خپله يوه مقاله ‘اثر افغاني او تحقيق’ کښې نوموړے ليکوال م.ر.شفق صاحب ليکي،

‘د يوې اندازې مطابق وئيلے کېدے شي چې پښتو ادب کښې د جديد او ځانګړې ادبي خاکې ليکلو اوليت قاضي اثر افغاني ته حاصل دے او پۀ مثال کښې هغه ادبي خاکه پېش کولې شي چې پۀ حکيم عبدالخالق صاحب ئې ليکلې وه او د هغۀ کتاب ‘زۀ او زما زمانه’ کښې شامل ده. خو زما پۀ خيال د اثر صاحب وړومبۍ ادبي خاکه به هغه وي چې پۀ حافظ محمد ادريس ئې ليکلې وه او د هغۀ پۀ اخبار ‘انصاف’ مردان کښې پۀ دوېم نومبر 1948ز کښې چاپ شوې وه. دغه اخباري پاڼه پۀ اصل حالت کښې اوس هم ما سره شته دے.’7

اوس به راشو د ډاکټر سهېل انشاء صاحب دويمې دعوې ته چې هغه وائي چې پۀ خليق صاحب کومه خاکه ليکلې شوې ده نو دا قاضي اثر نۀ بلکې خپله خليق صاحب پۀ ځان ليکلې ده ـــ نو دا خبره هم سمه نۀ ده، ولې چې قاضي اثر صاحب يو ښۀ ليکوال ؤ، ډېرې علمي، ادبي او تاريخي مقالې ئې ليکلې دي. دې نه وړاندې ئې هم داسې مضمون ليکلے دے چې کۀ مکمله خاکه ورته نۀ شو وئيلې نو خاکه نما مضمون خو ضرور دے او دې کښې شک نشته چې پۀ خليق صاحب او قاضي اثر صاحب تر ژونده چا پۀ دې حقله څۀ نۀ وو وئيلي نو ډېره موده پس محض پۀ هوائي خبرو دا د بل چا کېدې نۀ شي.

د دې غلطۍ ابتداء زما د معلوماتو مطابق د نوموړي محقق داور خان داود صاحب د هغه مقالې نه شوې ده کومه ئې چې ‘مرکه’ مردان کښې پۀ جون 1992ز کښې ‘خاکه نمبر’ کښې چاپ شوې ده. داور خان داود صاحب دغلته د هغه خاکو تفصيل ذکر کوي کومې چې تر دغه وخته ليکلې شوې او د هغۀ د نظره تېرې شوې وې ـــ ليکي:

‘…..او د عبدالخالق خپله خاکه ‘خليق’ د ذکر وړ دي’8

کېدے شي هم پۀ دې اساس ډاکټر سهېل انشاء صاحب هم خطا شوے وي. بهرحال تر دې دمه چې کوم معلومات مونږ ته حاصل دي د هغې پۀ اساس وئيلے شو چې قاضي اثر افغاني صاحب د پښتو خاکې وړومبے ليکوال دے خو لکه څنګه چې د عبدالحيمد زاهد صاحب او م.ر.شفق صاحب د ليکونو نه معلومېږي چې قاضي اثر افغاني صاحب وړومبۍ خاکه پۀ حافظ ادريس صاحب ليکلې ده نو کۀ دا وړومبۍ خاکه وګڼو نو ډېره شانداره خاکه ورته نۀ شو وئيلې، ولې چې دا پۀ څلورو صفحو خور يو مضمون دے چې پکښې د حافظ ادريس صاحب پۀ حقله معلومات وړاندې کوي، ورسره ئې پکښې دغه زمانه کښې د طورو کلي يادونه کړې ده چې د علم مرکز ؤ او ‘وړوکې بخارا’ ئې ورته وئيلي دي؛ د حافظ ادريس د تعليم او ژوند حالات ذکر کوي خو پۀ اخره ئې پکښې د هغۀ حليه نګاري هم کړې ده او دغه اخري ټکړه ئې د خاکې پۀ زمره کښې راځي. قاضي صاحب ليکي:

‘ادريس پۀ قد لوړ دے مګر د باچاخان هومره نۀ دے، ږيره ئې سکړوال ته نزدې ده يعني دومره ګڼه نۀ ده لکه د جلوزو د قاضي صاحب ږيره ـــ اوږد مخ، پراخ تندے، دوه سترګې خدائي او دوه مصنوعي، يعني چشمې لګولې يو ساده ملګرے او ښۀ اشنا دے او غل درغل پکښې نشته. د تعلقاتو خورولو شوقين دے ولې پۀ تنهائۍ هم رضا دے. کۀ اشنائي دې ورسره پېدا شوې ده نو تسله لره ښۀ صادق او د اعتماد قابل اشنا دې وموندۀ او کۀ نۀ دې پېژندۀ نو بيا زړۀ مۀ خوره.9

دا وروستۍ حصه يعني د دې برخې نه تر اخره خاکه ښکاري خو بې شکه د هغه معيار نۀ ده کومه چې د هغۀ بله خاکه ‘خليق صاحب’ ده. دا وروستۍ پۀ هر لحاظ يوه مکمله بلکې شاهکار خاکه ده چې د دې معيار ډېرې کمې خاکې ليکلې شوې دي ځکه نو اکثرو ليکوالو د هغوي دا مضمون د پښتو وړومبۍ خاکه ګڼلې ده. کۀ چرته د قاضي اثر صاحب لۀ خوا پۀ حافظ ادريس صاحب ليکلے مضمون وړومبۍ خاکه ګڼو نو ورسره به دا هم منو چې دا شانداره او پۀ تول پوره خاکه نۀ ده بلکې کمزوریو سره به ئې قبلوو. البته دا وئيلے شو چې د حافظ ادريس صاحب پۀ مضمون کښې چې قاضي اثر صاحب د کوم نوي طرز د مضمون نګارۍ شروع کړې وه، پۀ خليق صاحب ليکلې مضمون کښې ئې دغه طرز کمال ته رسولے دے چې يوه مکمله او معياري خاکه ګرځېدلې ده.

حوالې:

  1. قاضي عبدالحليم اثر (زۀ او زما زمانه)، ‘خليق صاحب’
  2. مرزا فرحت الله بیگ کے مضامین، ‘نذیر احمد کی کهانی کچهـ ان کی کچهـ میری زبانی’
  3. ډاکټر سهېل انشاء، اوبلم پهلا قدم، ص 43
  4. ګل محمد بېتاب، ‘پښتون’ مجله، جنوري 2019، ‘د پښتو خاکو وړومبۍ مجموعه’، مقاله، مخ 74
  5. د کاکاجي پۀ شعرونو او مضمونونو مشتمل رجسټر، اخري مضمون، (د سجاد ژوندون پۀ مننه)
  6. عبدالحميد زاهد، ‘دريتيم د خپل وخت’، مخ 13
  7. م.ر.شفق، هم دغه کتاب، ‘اثر افغاني او تحقيق’، مخ 29
  8. پروفېسر داور خان داود، ‘مرکه’ مردان، جون 1992
  9. قاضي عبدالحليم اثر پۀ حافظ ادريس خاکه، ‘دريتيم د خپل وخت’، مخونه 292-289

 

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …