ابو العجائب – ګل محمد بېتاب

پخوا به خلقو مشر ته لالا، کاکا او ماما وغېره وئيل خو اوس هر د پوخ عمر سړي او بيا چې ږيره ئې پرېښې وي، ته ‘حاجي صاحب’ وائي. زما خپله چا ته ‘حاجي صاحب’ وئيل او ليکل ډېر خوښ نۀ وي، ولې چې د صحابه کرامو نه راواخله تر ډېرې زمانې د چا د نوم سره دا نۀ ليکلے کېدو خو وروستو وختونو کښې څۀ خو خلقو کښې دا شوق پېدا شوے چې د نوم سره ‘حاجي’ او ‘الحاج’ وغېره ليکي او څۀ خلق هم کۀ چا حج کړے وي او کۀ نۀ، خو هر سپين ږيري ته ‘حاجي صاحب’ وائي. دۀ ته خو ځکه زۀ ‘حاجي صاحب’ وايم چې پۀ خپله دے د حاجي وئيلو او ليکلو پۀ حق کښې دے. يوه ورځ ورسره زما پۀ دې حقله بحث شوے ؤ نو دۀ وئيلي وو چې کۀ څوک خپل نوم سره حاجي يا الحاج د فخر او تکبر پۀ توګه نۀ بلکې د خبرداري پۀ توګه ليکي نو دا ښۀ کار دے؛ ولې چې کۀ دے د څۀ ګناه اراده کوي يا ئې زړۀ کښې د څۀ بدۍ خواهش راپارېږي نو د ‘حاجي’ اورېدو سره به منع کېږي – لکه ګوره؛ غلا، ټګي، دروغ او داسې نور ګناهونه او جرمونه ټول خلق کوي خو کۀ څوک نمونځ ګزاره شېخ، تبليغي يا خصوصًا حاجي نه ګناه وشي يا ئې وکړي نو خلق وائي “دا لا دے د خدائے کور ته تلے دے او دې کارونو ته ئې وګوره!” – ځکه پکار ده چې دۀ ته بيا بيا ‘حاجي’ ووئيلے او وليکلے شي چې دۀ ته دا خبره ياده وي او د ګناه نه ځان ساتي. پۀ دې وجه دۀ ته زۀ حاجي صاحب وايم.

هسې د حاجي صاحب طبيعت داسې دے چې اکثرو معاملو کښې نور خلق د يوې خبرې حمايت کوي نو د خپل عجيبه او انفرادي طبيعت پۀ وجه کۀ پکښې لږ غوندې ګنجائش وي، نو د دۀ رایې اکثر د نورو نه بدله وي. لکه د دۀ دوه نور وکيلان دوستان وو چې د يو محترم سردار زېب او د بل غلام حسېن )مرحوم( نامه وه. دغه دواړو به د يوې ښځې د حُسن صفتونه کول کومه چې د سردار زېب ايډوکېټ مإکله پاتې شوې وه او د څۀ مقدمې پۀ سلسله کښې به ورله تله راتله. اکثر به ئې د هغې د حُسن او ښکلا خبرې کولې. بلکې يوه ورځ خو سردار زېب ايډوکېټ ووې چې ما سره يو هلک کچهرو کښې خدمت کولو چې مونږ به ورته چمنے وئيلو، دغه ښځه راغلې وه؛ ما ورله چاے ؤې او چمني ته مې ووې چې دا پيالو کښې واچوه! خو چمنے د نر بچے د هغې مخ ته پۀ کتو کښې داسې ورک شوے ؤ چې ګرمې چاے ئې پيالۍ کښې د اچولو پۀ ځاے زما جولۍ کښې اچولې وې او هله هغۀ ته پته ولګېده چې زۀ وسوزېدم او چغه مې ورته ووهله چې چمنيه! غرق دې کړم! خو حاجي صاحب به وئيل، دا ما ته عامه غوندې ښځه ښکاري. بهرحال، يوه ورځ دوي درې واړه د هغه ښځې کره مېلمانۀ شول او چې پۀ سبا له زۀ کچهرو ته ورغلم نو ما ته ښاغلي سردار زېب ايډوکېټ او مرحوم غلام حسېن ايډوکېټ ووې، اوس د حاجي صاحب نه تپوس وکړه چې څۀ وائي؟ دې سره حاجي صاحب طنزيه مسکے شو، بيا ئې ووې، زما خيال بالکل سل فيصده ټيک وختو. بس يوه بد رنګه د پوخ عمر ښځه وه خو دوي هسې ترې موناليزا جوړه کړې وه. ولې نور دواړه وکيلان پۀ خپله خبره کلک وو. خېر بحث اوږد ځکه شو چې دواړه فريقه پۀ خپله خبره کلک وو او ما څۀ فېصله نۀ شوه کولې. اخر مې حاجي صاحب ته ووې چې دا دواړه څۀ ماشومان خو نۀ دي چې دوي وائي او دومره پۀ کلکه ئې وائي، بلکې غلام حسېن صاحب خو دا هم وائي چې حاجي صاحب بيخي مدهوشه شوے ؤ نو څۀ حقيقت خو به لري کنه!!! پۀ دې حاجي صاحب وخاندل، وې دا خو منې کنه چې غلام حسېن تقريبًا ړوند دے او د يو ګز نه اخوا څۀ نۀ ويني، چې ما ئې تصديق وکړو ولې چې د غلام حسېن نظر کم څۀ چې د نیشت برابر ؤ. بيا ئې ووې، د دې بل د سترګو نظر سم دے خو د زړۀ سترګې ئې ړندې دي. پۀ دې بيا بحث ګرم شو خو حاجې صاحب اخري فېصله دا صادره کړه چې دوي هډو حُسن پېژني نۀ، جمالياتي ذوق ئې نشته، بس خو چې څوک ئې وليدل نو کۀ هر څنګه ښځه وه د سپوږمۍ خور ورته وائي او يا موناليزا، او کۀ خامخا دوي پۀ خپله خبره کلک وي نو بيا هسې شيطان دوي ته دا ښځه ډېره ښکلې ښکاره کوي حالانکې پۀ حقيقت کښې بد رنګه ده. ما هېڅ فېصله نۀ شوه کولې چې څوک پۀ حقه دي البته دومره پوهېږم چې حاجي صاحب يو ځل توت ته بکياڼه ووائي نو بيا ئې پرې د چا پلار هم نۀ شي منلې.

د حاجي صاحب ژوند د عجائباتو نه ډک دے. ټول کارونه ئې عجيبه دي. کۀ ‘ابوالعجائب’ ورته ووئيلے شي نو بې ځايه به نۀ وي. څۀ کارونه ورسره پۀ خپله عجيبه کېږي او څۀ دے پۀ لټون پېدا کوي، خو کمال دا دے چې نن څۀ ته عجيبه وائي، سبا بله ورځ وائي چې هغه خو هېڅ عجيبه خبره نۀ وه؛ زۀ ورته هسې حيران شوے وم، اصلي عجيبه خبره خو دا ده. ټول ژوند ئې د عجائباتو نه ډک دے، بلکې پۀ خپله هم عجيبه دے.

حاجي صاحب سره زما تعارف پۀ اتفاقي توګه شوے ؤ. دا د کال 2000 خواوشا خبره وه چې زۀ خپله د سکون پۀ تلاش کښې پۀ جوماتونو، مدرسو، مزارونو، دربارونو او استانو ګرځېدم. دغه دوران کښې يوه ورځ د ډاکټر سليم چشتي پۀ دوکان کښې ناست وم چې زمونږه دوست، ليکوال، شاعر او تصوف سره تعلق لرونکي ډاکټر مسعود زاهد سره يو تن راغلو چې شپېتو ته نزدې ؤ خو د ويشتو نۀ ؤ؛ ځکه چې لوړ دنګ، سور سپين وجود ئې ؤ، سپينې جامې او د وکيلانو تور کوټ ئې اغوستے ؤ. خپل موټر ئې ؤ، صاحبِ حېثيت معلومېدو. د راتلو سره ډاکټر مسعود ووې، دا حاجي ناصرعلي رضا دے. پېښور ښار سره نزدې د جهګړا کلي اوسېدونکے دے، پۀ قام اپريدے او سرکاري وکيل دے. د ډېر علم او پوهې سره سره بې حده دلچسپ سړے دے، د دنيا جهان ډېر عجائبات ئې اورېدلي، ليدلي او لوستلي دي. حاجي صاحب پۀ دغه موقع هم څو عجيبه خبرې وکړې خو ډاکټر سليم او ډاکټر مسعود ورته پۀ مسلسله توګه دا مشوره ورکوله، ‘ښه به دا وي چې تۀ د کوم پیر نه بيعت وکړې’. دې دوران کښې د قران کريم او احاديثو پۀ حقله هم خبرې وشوې او ما ته اندازه ولګېده چې د پيرانو د کراماتو او واقعاتو پۀ ځاے ئې دې کښې زياته دلچسپي ده. دا زما د هغۀ سره وړومبے ملاقات ؤ. د قران او احاديثو پۀ حقله زياتره جوابونه ما ورکړي وو ځکه نو بيا به ئې ما نه اکثر د ايتونو د تشريح او تفصيل پۀ حقله پوښتنې کولې.

زۀ او حاجي صاحب به اکثر د ډاکټرسليم دوکان ته ورتلو، ځکه چې زما او د دۀ دواړو پۀ لاره اشنغرۍ کښې ؤ. داسې ما حاجي صاحب او دۀ زۀ وپېژندم. ورسره د تعلق پۀ وجه راته معلومه شوه چې لږ نۀ ډېر عجيب و غريب سړے دے او هر کار ئې عجيبه وي. البته د کبر، لويۍ، فخر او غرور نه بيخي پاک دے. ورسره بې مثله سخي دے. د وس خاوند هم دے ځکه نو پۀ يارانو دوستانو بې درېغه خرڅ کوي. پشي شا د عقيدې د خرابۍ نه بغېر د چا بدي نۀ بيانوي بلکې تعريف ئې کوي، ولې پۀ مخامخ ئې کۀ درسره پۀ څۀ خبره اختلاف راغلو نو وړومبے خو خپل دلائل وړاندې کوي او ستا هغه به رد کوي. د بحث دوران کښې ئې ورسره پۀ قدرتي توګه اواز اوچتېږي، طبيعت کښې ئې ګرمي هم ورسره پۀ قدرتي توګه راځي او کله کله خو لکه د يو اٰمر فېصله واوروي چې تۀ هډو پوهېږې نۀ. د تعلق پۀ وجه راته معلومه شوه چې حاجي صاحب د ځوانۍ پۀ زمانه کښې لېونے شوے ؤ، ولې عجيبه دا وه چې پۀ خپله ډاکټر له ورغلے ؤ او ورته ئې وئيلي وو چې ډاکټر صاحب! زۀ لېونے شوے يم. ډاکټر ورته ووې، تۀ لېونے نۀ یې ځکه چې لېوني ته ځان روغ ښکاري، نور خلق ورته ‘لېونے’ وائي. مسئله ئې دا وه چې د وخت احساس به ورته نۀ کېدو. کله کله به پرې پينځۀ منټه داسې تېر شول لکه چې يو شواروز تېر شوے وي او کله کله به پرې شواروز تېر شو خو دۀ به وئيل چې ګنې پينځۀ منټه تېر شوي دي. بيا د علاج سره ښۀ شو.

دې عجيبه سړي د لاء کالج پېښور نه ډګري اخستې ده. دغلته ئې کۀ څۀ هم استاذان قابلان او پوهه خلق وو خو پۀ دوي کښې ئې يو استاد هم د طبيعت پۀ لحاظ عجوبه وه. هغه زمانه کښې ئې بار اېټ لاء کړې وه خو نور ډېر نۀ پوهېدو، البته انګلېنډ ته تلے ؤ نو انګرېزي ئې وئيلې شوه. د هغۀ دا عادت ؤ چې خپل لوے موټر کښې به ئې دوه درې لېټره تېل واچول او يونيورسټۍ ته به روان شو. اکثر به لاء کالج ته ونۀ رسېدو بلکې د تګ پۀ وخت او يا واپسۍ کښې به پۀ لاره ودرېدو. وکيل صاحب به راکوز شو، پۀ غصه کښې به ئې ګاډي او بيا ځان ته کنځل وکړل. د ډېرې غصې نه به ئې ګاډے دوه درې لتې ووهلو او ورته به ئې ووې، دا ستا نۀ زما غلطي ده چې تۀ مې پۀ ډېرو تېلو عادت کړے یې؛ اوس ستا کله پۀ لږ خوراک ګزاره کېږي؟ بيا به د لاء کالج طالب علمانو پۀ ديکو ورکولو مناسب ځاے ته رسولو او د هغې نه پس به ئې ورله د لرې ځاے نه د تېلو راوړلو بندوبست کولو.

دغه وکيل صاحب ما هم ليدلے ؤ او د هغۀ متعلق مې ډېر عجيبه عجيبه واقعات بلکې انکشافات اورېدلي وو چې حاجې صاحب ئې هم تصديق کړے ؤ. دغه واقعات ټول د ليکلو نۀ دي او نۀ پۀ حاجي صاحب د ليک سره د دې کوم تعلق شته، البته يو تعلق ئې ورسره جوړېږي چې يواځې دے نۀ بلکې استاذ ئې د دۀ نه هم عجيبه ؤ. د هغۀ هره واقعه د بلې نه دلچسپه ده. دے مالداره سړے ؤ. د پېښور ښار پۀ يو معروف بازار کښې ئې غټه پلازه وه بلکې اوس هم شته. کۀ ژوندے وي خداے دې روغ لري او کۀ وفات شوے وي نو خداے دې د نورو مسلمانانو سره وبخښي. د هغۀ يو عجيبه عادت دا ؤ چې کوېژدن به ئې ډېره پۀ عاليشانه طريقه کوله. د ښار ګڼ مخوريز او نامتو خلق به ئې پکښې رابلل، ډېر تاوان به ئې کولو خو وادۀ به ئې نۀ کولو. داسې حالات به ئې پېدا کول چې وادۀ ونۀ شي. رشته به ختمه شوه او بيا به څو مياشتې پس د نوي سره د رشتې لټون شروع شو. مالداره ؤ، هر چا به ورسره رشتې ته غاړه ايښودله خو بيا به څۀ وخت پس رشته ختمه شوه او ورسره به وکيل صاحب پۀ ټولو تعلق دارو يو کاغذ وويشلو چې ما سره نور د دغه کورنۍ هيڅ پاتې نۀ شول. پينځمه يا شپږمه رشته ئې وه چې خبره وادۀ ته نزدې شوه نو وکيل صاحب ورته ووې چې زۀ به ګورے ښځه وهم. هغوئ پرې بد ومنل خو دوستانو او خپلوانو ئې پوهه کړل چې دا وکيل سړے دے، د وړاندې نه هسې وائي نو هغوي ورته ووې، بې شکه! کۀ د وهلو قابل کارونه ئې وکړل نو تا ته اجازت دے. وکيل صاحب ووې چې نه! زۀ به ئې هسې وهم! پۀ دې خبره رشته ختمه شوه. بيا ئې کال دوه پس بله رشته وکړه. هغوي ته ئې هم دا خبره وکړه. دوستانو ئې د هغه جينۍ کورنۍ ته ووې چې دا هسې وائي، نور دۀ ته ګوره او وهلو ته؛ مونږه ذمه دار يو خو پرېږدئ چې وکيل صاحب وادۀ وکړي. خېر! د جينۍ کورنۍ دې ته رضا شوه چې ستا ښځه ده کۀ وهې ئې او رټې ئې – نو وکېل صاحب بله خبره وکړه چې ښځه به مې د پلار کور تګ ته نۀ پرېږدم. پۀ دې بيا اختلاف جوړ شو خو خلق پکښې تر منځه شول او ذمه ئې واخسته چې مونږ به ئې دې ته مجبوروو خو اوس ورسره تاسو دا ومنئ. د جينۍ کورنۍ وئيل، ټيک ده، زمونږه لور خور دې مونږه کره نۀ راځي، مونږ به ورله ورځو. وکيل صاحب ووې، نه! تاسو به هم نۀ راځئ. هغوي ورسره دې ته هم غاړه کېښوده نو دۀ ووې چې زۀ به ګورے بل وادۀ کوم. خلقو زور ولګولو او د جينۍ خاندان ئې دې ته رضا کړو. ورته ئې ووې چې ټيک ده، تا ته اجازت دے نو بيا وکيل صاحب ووې، کېدے شي چې زۀ بل وادۀ د دې وادۀ نه وړاندې وکړم!!! بس دغلته بيا قيصه ختمه شوه. داسې به هم خلقو وئيل چې خپل بلډنګ ته غصه شوے ؤ، وې سزا ورکوم او شاړ ئې پرېږدم چې دۀ ته پته ولګي. د دې وکيل صاحب نورې هم ډېري قيصې شته، څۀ خو حقيقي دي او څۀ ئې تعلق دارانو د ځانه جوړې کړې دي چې ډېرې دلچسپې او خوندورې دي. خو دا ځاے د دومره تفصيل نۀ دے نو راځم د حاجي صاحب طرف ته چې 1970 کښې د وکالت پاس کولو نه پس ئې څۀ موده مينګوره کښې وکالت کړے ؤ او ډېرې عجيبه عجيبه مقدمې ورله راغلې دي. ما ترې يو ځل تپوس کړے ؤ چې ستا د وکالت دوران کښې څومره عجيبه مقدمې راغلې دي نو حاجي صاحب ووې، بې شمېره مقدمې راغلې دي خو درې مقدمې مې نۀ هېرېږي. يوه دا چې يوه بوډۍ ښځه وه، د هغې چا سره د جائيداد مقدمه وه؛ هر عدالت کښې به بوډۍ مقدمه بائيلله خو ورپسې به ئې اپيل کولو او بل عدالت ته به تلله. سړے دومره تنګ شوے ؤ چې د بوډۍ وکيلانو ته ئې وئيلي وو، تاسو منصفان شئ او کوم جائيداد چې ترې ما ګټلے دے، هغې کښې به ورته مناسبه برخه ورکړم خو ما دې پرېږدي او نورې مقدمې دې راسره نۀ کوي. سپريم کورټ پورې ئې مقدمه بائيللې وه خو بوډۍ بيا مقدمه شروع کړې وه چې دې سره نزدې لګېدلې زما زمکه ده، د حق برارۍ کېس ئې کړے ؤ چې د زمکې پيمائش دې وشي. نو بيا به پۀ مقدمه دومره وخت لګېدو او خبره به سپريم کورټ ته رسېدله او نظر ثاني به کېدله او دې خبرې هغه سړے تنګ کړے ؤ. هغه سړے ورته پۀ منتونو ستړے شوے ؤ خو بوډۍ به هم دا وئيل چې پرېږدم دې نۀ او تر څو چې زۀ ژوندۍ يم، دا مقدمه به جاري وي.

بله دلچسپه مقدمه ئې دا وه چې وئيل ئې، مونږه کچهرو کښې ناست وو؛ يو سړے راغلو، وې زۀ مقدمه کوم. مونږه خوشحاله شو چې کار وشو. تپوس مو ترې وکړو چې ښه وايه، څۀ مقدمه کوې؟ نو هغۀ ووې چې ښځه مې چا سره تلې ده.مونږ ورته ووې، اېف اٰئي اٰر دې کړے دے؟ نو هغۀ ووې چې نه! خبره د اېف اٰئي اٰر نۀ ده. مونږ ورته پۀ حېرانۍ ووې چې ښځه سړي سره وتښتېده نو دا خو غټ کېس دے!!! سړي ووې، تښتېدلې نۀ ده او نۀ تښتي، خو دغه سړي سره مياشت کښې يو ځل نيم لاهور ته ځي، څو شپې کوي او ما ته ئې د حال احوال هېڅ پته نۀ لګي نو دا خو زما ښځه ده او دغه سړے پردے دے – کۀ چرته ښځه اخوا دېخوا شي نو بيا به زۀ څۀ کوم؟ ما ورته وې، پوليس ته رپورټ وکړه خو هغۀ وې، نه بس! تاسو داسې وکړئ چې دغه سړے راوغواړئ او د دې خبرې ئې پابند کړئ چې ما ته دې اطلاع راکوي چې مونږه فلاني ځاے کښې يو او دومره ورځې پس به راځو نو زما پرې نور څۀ کار نشته. ډېرې ورځې به دغه سړے کچهرو ته تلو راتلو خو مونږ ته به هغه عجيبه ښکارېدو چې دا څۀ وائي او شايد چې هغۀ ته به مونږه عجيبه ښکارېدلو چې ولې وکيلان د هغۀ جائزه مقدمه نۀ اخلي.

درېمه دلچسپه مقدمه ‘ابوالعجائب’ له دا راغلې وه چې يو سړے ورله راغلے ؤ او هغۀ وئيل چې زۀ مقدمه درج کول غواړم او هغه دا چې ښځه مې چا اغواء کړې ده. مونږه دوه وکيلانو يو ځاے کار کولو، ورته مو مشوره ورکړه چې پوليس سره کېس درج کړه خو تۀ مونږ ته پوره خبره وکړه چې د مقدمې درج کولو طريقه درته وښايو او بيا درله مقدمه مخ پۀ وړاندې بوځو. نو هغه سړي ووې چې اصل کښې ښځه چا اغواء کړې نۀ ده خو يو سړے راغلے دے، زما پۀ کور راننوتلے او کور ئې رانه قبضه کړے دے. ښځه مې ورسره رضا ده او هغې زما ماشومان بچي هم زما خلاف کړي دي. کله چې زۀ کور ته ورشم نو هغوي کاڼي را واخلي، راباندې ګزارونه کوي او ورسره راته کنځل هم کوي. مونږ ورته ووې چې دا د اغواء کېس نۀ دے، د زنا کېس دے. تۀ داسې وکړه چې د زنا مقدمه پرې درج کړه! نو هغه سړي ډېر پۀ طنزيه انداز کښې ووې، دا لا تاسو ځان ته وکيلان وايئ؟ ګورئ! کۀ زۀ داسې مقدمه درج کوم نو څلور ګواهان به ګورم، بيا به د هغوي د سترګو نظر چيک کوم او کۀ لا د اپرېشن او چشمو جوړولو ضرورت وي نو د تاوان سره سره به ورته انتظار کوم؛ بيا به دوي ټول خپل کور ته بوځم او پټ داسې ځاے کښې به ئې کښېنوم چې دوي هر څۀ پۀ خپلو سترګو وويني. بيا کۀ دوه يا درې تنه هم ګواهي وکړي چې هو! مونږ ته ښکارېدل او يو تن پکښې ووئيل چې ما ته سم صفا نۀ ښکارېدل نو مقدمه به سر وخوري. زۀ د اغواء کېس درج کوم چې دې کښې دومره قيصو لانجو ته حاجت نشته. سم صفا راته ووايئ چې دا مقدمه به راله وکړئ او کۀ نۀ؟ مونږه هغه ډېر پوهولو خو سړے پۀ خپله خبره کلک ؤ او اخر زمونږ نه هم داسې لاړو.

کچهرو ته د دنيا قسم قسم خلق راځي چې پکښې غلۀ، ګڼ کپان، قاتلان، ظالمان او مظلومان شامل وي. څۀ موده پېښور کښې د ګاډو غلا شروع شوې وه نو حاجي صاحب ګاډي کښې چور بټن لګولې وه او دا ئې خيال ؤ چې داسې به ئې ګاډے محفوظ وي خو يوه ورځ يو د ګاډو د غل ضمانت وشو نو دۀ ترې تپوس وکړو چې تاسو څنګه دا تاله شوي ګاډي بوځئ؟ غل ووې، دا هېڅ ګرانه خبره نۀ ده، دا زمونږ کسب دے؛ مونږ سره ډېرې چابيانې وي چې هغه پۀ هر ګاډي برابرېږي او زيات نه زيات يو سړي به ګاډي کښې چور بټن لګولې وي چې مونږه هغه د هر څۀ نه وړومبے لټوؤ، يا به ترې روټر وباسي نو دا دے روټر زما لاس کښې دے، يا به تار وباسي نو زۀ به هغه ولګوم – دې سره حاجي صاحب ووې، د غلو دماغ ډېر عجيبه او تېز وي.

شېرپاو هسپتال کښې ورسره يو سړي ډېر مدد کړے ؤ. حاجي صاحب پۀ ملا وټپولو. دوه درې ځله ئې ورته ووې، ځوانه! تا مونږ سره ډېر مدد وکړو، ستا څۀ نامه ده؟ نو هغۀ ووې، مدد خان. داسې اتفاقات ورسره بيخي ډېر شوي دي چې کوم سړي ورسره څنګه کار کړے وي، نوم ئې هم هغسې وي.

د نوکرۍ دوران کښې ئې هم ډېر عجيبه واقعات رامخې ته شوي دي. د ټولو نه غټه عجيبه خو دا وه چې پۀ اتلسم ګرېډ کښې پبلک پراسکيوټر بهرتي شوے ؤ او هم اتلسم ګرېډ کښې رېټائرډ شو – يعني ټوله نوکرۍ ئې پۀ يو ګرېډ کښې وکړه.

بله د نوکرۍ دلچسپه واقعه ئې دا ده چې دوي د پاره د يو عدالتي ټرېننګ پۀ سلسله کښې مکې ته عمرې له او بيا مصر ته تلل وو، نو مصر ته تګ ئې خوښ ؤ خو د عمرې پۀ وجه ئې د هغې نه هم زړۀ صبر کړے ؤ. کوشش به ئې کولو چې ځان پۀ څۀ بهانه پاتې کړي. دا سفر دوي د پاره مفت ؤ بلکې ورته به ډېرې پېسې هم ملاوېدلې خو دے ورته پۀ ذهني توګه نۀ جوړېدو، ځان به ئې پاتې کولو. خو بيا هم داسې نۀ شوه کېدے چې بيخي دې پاتې شي. کله به ورله ضرور تلل وو. اخر يوه ورځ ئې سوچ وکړو چې پاتې کېدے خو هسې هم نۀ شې، يوه ورځ به ځې او کۀ پۀ دې حال کښې مړ شوې او خداے تعاليٰ درنه تپوس وکړو چې ولې نۀ راتلې نو څۀ جواب به ورکوې؟ بس کۀ دا ځل مې نوم راووتو نو پاتې کېږم به نۀ، او د دې فېصلې سره ئې هډو نوم راووتو خو دوه درې ځله ئې وړاندې ځان پاتې کړے ؤ. د بېت الله تګ د پاره ئې احرام وتړلو خو څۀ لږه ډېره پښېمانتيا ورسره مل وه. دې کښې ئې جهاز کښې ګېډه کښې ګړ بړ شروع شول او چې ټائيلټ ته لاړو او راغلو نو چې د احرام څادر ته ئې وکتل نو شا ته ټول خټه شوے ؤ؛ هغه ئې ووينځلو خو چې ښي طرف ته ئې وکتل نو هم څادر خټه ؤ، هغه ئې صفا کړو؛ بيا ګس طرف ته هم دغه حال ؤ – لنډه دا چې دواړه د احرام څادرونه ئې ووينځل خو ورسره ئې د بدن پۀ هر ځاے پورې بېلماځه خټه لېو شوې وه. هغه ئې وينځله او ورسره پرې وېره راغله. داسې ښکارېده لکه چې د هر وېښتۀ نه ئې ګندګي راوځي. دې سره پۀ ژړا شو، ښۀ ډېر ئې وژړل او زړۀ کښې ئې راغلل چې خداے تعاليٰ رانه لکه چې د دې خبرې بدل اخلي چې ولې تا سستي کوله؟ ډېر وخت تېر شو، اخر چې پۀ ژړا او څادرو وينځلو ستړے شو نو راووتو، پۀ خپل سيټ کښېناستو خو سترګې ئې پټې کړې وې چې خلق به څۀ وائي. خو بس خېر شو. بيا هم زړۀ کښې ئې دا وېره موجوده وه چې دا خو دې يوه سزا شوه او کېدے شي اصل سزا خداے درله مکه او بېت الله کښې درکړي او يا دې هډو د خپل کور ديدار ته پرې نۀ ږدي. ډېرد ملامتيا د احساس سره خانه کعبې ته ورغلو خو هلته هېڅ ونۀ شول. البته هلته ورسره بله عجيبه دا وشوه چې د خانه کعبې د دروازې د پاسه ئې قط پۀ قط بې شمېره قران شريفونه ولېدل چې پورته چهت ته رسېدلي وو. حالانکې هلته نۀ خو قران شريفونه وي او نۀ د دې د ايښودو ځاے شته. دې نه ئې دا نتېجه اخذ کړه چې خداے تعاليٰ درته معافي وکړه خو قران شريف وايه او دې نه پس ته به ئې باقاعده د قران شريف تلاوت کولو بلکې هر وخت ورسره ګاډي کښې پروت وي. د اردو او انګرېزۍ ژبې مختلف تفسيرونه ئې لوستي دي او تر ډېره حده پرې رسي.

بله عجيبه ئې دا ده د چا سره ئې چې ورانه راغلې ده نو بيا ئې هغه خلق دوستان شوي دي. لکه يو سېشن جج ورته عدالت کښې ‘شوده’ وئيلي وو چې حاجي صاحب پرې غصه شوے ؤ نو سېشن جج ووې، دا خو څۀ کنځل نۀ دي چې تۀ پرې داسې غصه شوې؟ دۀ ورته ووې چې کۀ کنځل نۀ دي نو بيا تۀ ‘غټ شوده’ یې. دې سره د جج صاحب رنګ بدل شو خو ځان ئې قابو کړو. بيا ئې وروستو ډېر بې تکلفه دوست ؤ او دۀ له به ئې کارونه کول.

د قانون د محکمې يو سيکرټري ؤ چې هغه ډېر سخت طبيعته ؤ. دۀ له ئې چارسدې ته بدلي کړې وه. دۀ پېښور کښې چارج پريښے ؤ ولې چې بل تن د دۀ پۀ ځاے راغلے ؤ خو دۀ چارسده کښې چارج نه اخستو او سيکرټري وئيل چې يا به نوکري پرېږدي او يا به چارسدې ته ځي – خو اخر حاجي صاحب وګټله او سيکرټري ماتې وخوړه. چا ورته ووې چې دے خو لېونے سړے دے، نوکري به پرېږدي خو ستا شرط به ونۀ مني، خو سيکرټري پۀ خپل ضد کلک ؤ خو بيا چيف سيکرټري د دۀ خلاف الزامونه خارج کړل. البته دغه موده کښې ئې تر ډېرو مياشتو تنخواګانې بندې شوې وې نو چې هغه ئې واخستې نو حج له پرې لاړو. کله چې د حاجي صاحب پنشن ته يوه مياشت پاتې شوه نو سيکرټري صاحب له د شکريې د پاره ورغلو چې کۀ تا زما تنخواه نۀ وه بنده کړې نو زۀ حج له نۀ شوم تلے. تا ته مې هم ډېرې دعاګانې کړې دي. هغۀ وړومبے دا ګڼل چې ګنې طنزيه راته دا خبره کوي خو چې بيا ئې يقين راغلو چې سمه خبره کوي، هغه ډېر حېران شو.

دې نه پس ته هم دوه درې ځله حج له تلے دے. هر ځل ورسره دلچسپ واقعات شوي دي خو د يو حج حال ئې ډېر عجيبه دے چې وړاندې ئې وئيل، زما خواهش دے چې خداے تعاليٰ ما پۀ زور حج له بوځي. بيا به ئې خپله ووئيل چې د داسې حج ثواب به وي او کۀ نۀ، خو زما شديد خواهش دے. هر کال به ئې وئيل، زړۀ مې کېږي خو زۀ غواړم چې دا خواهش مې پوره شي او خداے مې پۀ زور حج له بوځي. دۀ سره دغه موده کښې 1983 ماډل کرولا ګاډے ؤ چې د هغې قیمت زيات نه زيات درې لکهه روپۍ ؤ. خو تاروجبې ته تلے ؤ، هلته د شکر درې کوهاټ څوک راغلي وو، ورته ئې ووې، حاجي صاحب! دا ګاډے نۀ خرڅوې؟ دۀ ورته ووې، خرڅوم ئې، خو څۀ د پاسه پۀ څلور لکهه – هغوي ترې پته واخسته او پۀ سبا له زۀ هم هلته موجود وم چې هغوي راغلل او ګاډے ئې ترې د مقرره نرخ نه يو لاکهـ ګران واخستو. دۀ چغې وهلې چې زۀ ګاډے نۀ خرڅوم خو بچو ئې او مونږه وئيل چې دا خو زياتے دے چې تا سړي راغوښتي دي، روپۍ هم ډېرې درکوي او اوس ئې نۀ ورکوې!!! کله ئې چې ترې ګاډے بوتلو نو مونږ ورته ووې، لکه چې دعا دې قبوله شوه او خداے تعاليٰ دې پۀ زور حج له لېږي. خو حاجي صاحب بيا هم نۀ تلو. د ګاډي او نورې پېسې ئې زوي له ورکړې. هسې يوه ورځ ښار ته هغه اېجنټ له ورغلو چې دے ورسره دوه درې ځله وړاندې تلے ؤ، هغۀ نه ئې د حج د اخراجاتو پوښتنه وکړه نو هغۀ ورته اخراجات وښودل. حاجي صاحب ووې، څه څۀ به لګي؟ نو هغۀ ووې، د پاسپورټ او شناختي کاپۍ به راوړې. حاجي صاحب ووې، صلاح به وکړم او کۀ تلم نو سبا له به درله دا څيزونه راوړم. خو پۀ سبا له ورنۀ رغلو او د دۀ خيال کښې خبره پاتې شوه خو هغه ايجنټ ئې د شناختي کارډ او پاسپورټ کاپي د زوړ رېکارډ نه را واخيسته او داخله ئې ورله د ځانه وکړه. مياشت نيمه پس ئې د دۀ زوي ته ټيلي فون وکړو. چې زوئي ورله چيک بک ورکړو چې څومره روپۍ اخستل غواړې نو واخله او داسې حاجي صاحب خداے پۀ زور د دۀ د خواهش مطابق حج له بوتلو. د يو بل حج دوران کښې ورسره مدينه منوره کښې هم عجيبه کار شوے ؤ، ولې چې هلته اکثر حاجيانو له قران شريفونه پۀ تحفه کښې ورکولے شي کوم چې د خادم الحرمېن الشريفېن لۀ خوا چاپ شوي وي. خو دۀ سره دا کار شوے ؤ چې دوه قران شريفونه ئې بازار کښې اخستي وو او هلته ئې مسجد نبوي کښې د ثواب د پاره ايښودل. يو ئې ايښے ؤ او بل ئې د جېب نه راویستلو چې پوليس واله وليدو او خپل مشر ته ئې وړاندې کړو چې ګنې د مسجد نبوي نه ئې قران شريف پټولو. دوي د يو بل پۀ ژبه نۀ پوهېدل. دۀ به ورته وې ‘هديه’ خو هغۀ به سر وخوځولو او د يوې ګېنټې پورې د نبي کريم صلي الله علېه واله وسلّم د مزار خوا کښې ئې ايسار کړے ؤ. حاجي صاحب وروستو پۀ دې خوشحاله ؤ او وائي نبي علېه السلام پۀ خپل قبر مبارک کښې ژوندے وي، ضرور به ئې زۀ ليدلے يم چې پوليس والو د هغۀ جومات کښې او د هغۀ د قبر مبارک خوا کښې بې ګناه پۀ عذاب کړے وم او د غلا غلطه دعويٰ ئې راباندې کړې وه.

حاجي صاحب ډېرو استانو، مزارونو، دربارونو او ژوندو پيرانو لکه پير سباق، پير رحمت کريم، د باړې پير صاحب، سيد طاهر بخاري، ګنج فقير او نورو له تلے دے خو د هر يو پير صاحب سره ئې څۀ نه څۀ اختلاف راغلے دے. ځينو سره خو ئې اختلافي بحثونه شوي او ځينو ته ئې خطونه هم وروستو ليکلي دي. دې سلسله کښې ورسره يوه عجيبه واقعه مردان کښې د يو پير صاحب ځاے ته د ورتګ پۀ موقعه شوې وه چې دۀ سره يو بل ملګرے، مومن خان نامه ئې وه او سول سيکرټرېټ کښې ملازم ؤ، دواړه د دغه پير صاحب ځاے ته ورغلي وو. پير صاحب پۀ موقع کور کښې موجود نۀ ؤ خو چې د حاجي صاحب سره ورغلي ملګري ووې، پير صاحب خبر کړئ چې مومن خان راغلے دے )هغه زمانه کښې موبائيل نۀ ؤ نو پۀ ټيلي فون هغه بل ځاے کښې خبر کړے شو(. پير صاحب پۀ ټيلي فون مريدانو او د کور خلقو ته هدايات جاري کړل چې اعليٰ ترين انتظامات وکړئ، ولې چې مومن خان داسې سړے ؤ چې پير صاحب له به ئې ډېر نذر ورکولو او نور کارونه به ئې ورله کول. کله چې دوي ته ډوډۍ کېښودې شوه نو د دنيا هر نعمت موجود ؤ، ولې کله چې پير صاحب راغلو نو د خبرو نه ئې اندازه ولګېدله چې غلطي شوې ده. د بل مومن خان پۀ تېر کښې ئې دوي له دومره خرچه کړې وه، ځکه دوي هم خېر پۀ دې کښې وګڼلو چې پښې ترې وباسي.

د باړې پير صاحب سېف الرحمان ته ئې وئيلي وو، د رحمان توره وچلوه چې ټول ګند ختم شي او هغۀ چې څۀ عمل شروع کړو نو دے ئې بې اختياره سم ژړلے ؤ او نورو دو ملګرو نه ئې يوه هفته بيا قبله خطا کېدله. پۀ ناصر باغ کښې د افغان مهاجرينو کېمپ ؤ، دې کښې يو تن چې هغه پۀ ‘وچ ميا صاحب’ مشهور ؤ، د دۀ يو مريد ؤ او د هغۀ پۀ ذريعه دا خبر مونږ ته رارسېدلے ؤ چې دۀ له خضر علېه السلام راځي. زۀ، حاجي صاحب او ډاکټر مسعود يو ځل ورغلي وو. وچ مياصاحب ووې چې هو! ما له د شپې خضر علېه السلام راځي. د شپې د عبادت او د نفلونو کولو راته وائي. دا هم راته وائي چې د نيمې شپې نه پس تۀ خوب مۀ کوه. مونږه ورته وئيل چې دا څنګه شکل کښې وي نو د يو نوراني غوندې اِنسان څهره ئې راته وړاندې کړه. مونږه ورته وئيل چې درسره به شپه وکړو او ورسره به مو ملاقات وشي خو وچ ميا ووې، هغه هره شپه نۀ راځي، بس چې کله ئې خوښه شي نو راځي. زۀ او حاجي صاحب به کله کله ورتلو. داسې پۀ څلورم يا پینځم ځل چې ورغلو نو حاجي صاحب ورته ووې، خضر علېه السلام د الله تعاليٰ د کومو کومو اسماء ډېر ذکر کوي؟ هغۀ چې کوم اسماء الحسنٰي ياد کړل نو بهر ما ته حاجي صاحب ووې، دا نومونه خو ما هم ليکلي دي او زما خيال دے چې دۀ له حضرعلېه السلام نۀ راځي، ګنې نو پکار وه چې زما او د هغۀ ښودلے شوو اسماء کښې فرق ؤ.

د قران کريم سره بې کچه مينه د حاجي صاحب يو خاص صفت دے، خو دلته هم د عجيبه واقعاتو سره مخ کېږي او هغه داسې چې کله کله دے تلاوت کوي نو پۀ دۀ غېر ارادي طور يوه څپه غوندې راځي. دۀ ته يو شکل راځي او څۀ خبره ورته وکړي خو دغه وخت دې کښې د کمي يا زياتي اختيار د دۀ پۀ اختيار کښې قطعًا نۀ وي. ما ترې يو ځل پوښتنه کړې وه چې کۀ ممکنه وي نو دا تپوس وکړه چې ولې حضرت ابوبکر صديق او حضرت عمر د نبي علېه السلام سره يو ځاے ښخ دي او حضرت عثمان او حضرت علي ترې بېل دي؟ وعده ئې وکړه او څو ورځې پس ئې راته ووې، ما ته ووئيلے شول چې دوستان څوک د ځانه نۀ بېلوي او خپلوان پۀ لرې کېدو نۀ پردي کېږي. دا ئې هم ووې چې سخران د پلارانو پۀ مِثل وي او زومان د اولاد غوندې وي نو د نبي علېه السلام اولاد ډېر ؤ، ټول دغلته نۀ شو راتلے او حضرت ابوبکر او حضرت عمر دواړه د نبي علېه السلام دوستان او سخران وو.

هسې هم کله کله پۀ حاجي صاحب غېر ارادي طور سره څپې غوندې راځي او دې دوران کښې ئې چې هر څۀ ووې، دې ته د الهام پۀ نظر ګوري. ډېر واقعات ئې ټيک ختلي دي، لکه يو ځل ئې د نږور ورور پۀ غلا انګلېنډ ته تلو؛ هغه پۀ لاره پۀ سفر ؤ نو حاجي صاحب ته ئې ووې، دعا وکړه! حاجي صاحب پۀ جوش کښې راغلو او ورته ئې ووې چې هغه خو دولس بجې رسېدلے دے، مور ته دې ټيلي فون وکړه. هغې لږه غوندې سستي وکړه خو دۀ پرې زور راوړو نو هغې د وېرې ټيلي فون وکړو. مور ته ئې ووې، حاجي صاحب وائي چې هغه دولس بجې رسېدلے دے. خو چې کله پۀ هوش کښې راغلو نو ورسره غم شو چې دا دې څۀ وکړل. ولې وروستو پته ولګېده او هغۀ خپله ټيلي فون وکړو چې زۀ دلته پۀ خېر خېريت انګلېنډ ته وختي داخل شوے يم چې د پاکستان پۀ وخت به دولس بجې وې. د دې عجيبه اِنسان هره واقعه د بلې نه زياته عجيبه وي لکه د دوي يوه لور حاجي کېمپ پېښور کښې وادۀ وه، د هغې لوڼه وې زامن ئې نۀ وو. هر وخت به ئې ورته دعاګانې کولې چې خداے تعالي ورله زوے ورکړي. نورو ته به ئې هم د دعاګانو خواست کولو. تېر کال ترې نه ما پوښتنه وکړه چې حاجي صاحب! اوس دې هغه لور ته د نارينه اولاد دعا کوې کۀ نۀ؟ نو ما ته ئې ووې چې اوس مې هغه دعا پرېښې ده. ما ورته وې ولې؟ نو وئيل ئې چې يوه شپه مې خوب وليدو نو ما ته ښۀ صفا ووئيلے شول چې يو شے نشته نو تۀ څۀ غواړې؟ بس نوره دعا نۀ کوم. دې نه څو مياشتې پس ته ئې هغه لور پۀ ناڅاپي توګه وفات شوه.

يوه بله عجيبه واقعه دا ده چې پۀ کال 2006 کښې مونږه څو کسان تبليغي اجتماع له رائیونډ لاهور ته تلو. پۀ لاره راسره اکثر وکيلان او نور د تبليغ مشران شامل وو. پۀ بس کښې دوو درېو تنو دا خبره پۀ خاص توګه وکړه چې د اجتماع پۀ موقع پۀ دې دومره لويه ډاګه کښې ماشي، مچان او ميږي بيخي نۀ وي. دا وخت د يخنۍ موسم نۀ ؤ او بيا لاهور کښې هسې هم موسم ګرم وي. حاجي صاحب د شپې يو غټ څادر راوويستو. ما ورته وې پۀ دې څۀ کوې؟ نو پۀ جواب کښې ئې راته ووئيل، زما مسئله دا ده چې هر چرته ماشي وي نو د شپې زما غوږونو له ځان رارسوي، نو زۀ دا څادر د غوږونو نه تاوهم، ولې چې بيا ما له خوب نۀ راځي. ما ورته وې، دا خو ښه خبره ده؛ هسې هم دوي وائي چې دلته ماشي نۀ وي. دا څادر پۀ غوږونو مۀ اچوه. پۀ سبا له حاجي صاحب ووې چې د دوي خبره پوره سمه نۀ وه ځکه چې زما غوږ له د شپې ماشے راغلے ؤ.

کله چې حاجي صاحب د نوکرۍ نه رېټائرډ شو نو سردار زېب ايډوکېټ سره يوځاے به ئې وکالت کولو او غلام حسېن مرحوم به هم هره ورځ راتلو خو د نورو نه زياتې به دوي خپلو کښې مقدمې کولې او پۀ اخره د ډېرو بحثونو نه وروستو به حاجي صاحب دواړو ته ووې، تاسو دواړه پۀ څۀ پوهېږئ؟ او هم پۀ دې به د بحث اختتام وشو.

حاجي صاحب د وروستي حج نه وروستو وکالت ته خېرباد ووې. سردار زېب ايډوکېټ ته هم د صحت مسئلې رامخې ته شوې. نن سبا خو سردار زېب بيخي معذوره شوے او کال دوه نه پۀ کرسۍ ناست وي، د ګرځېدو نۀ دے. غلام حسېن وفات شو او حاجي صاحب هم وائي چې ګرځېدلے نۀ شم. کور کښې پروت وي. د حاجي صاحب يو رمان دا هم ؤ چې خپل کلي کښې د دوي زوړ کچه جومات دې دوباره پۀ ښۀ شان پوخ جوړ کړے شي چې دغه ارمان ئې پوره شو.

يوه ورځ مونږه پۀ دې خبره بحث کولو چې کۀ خداے تعاليٰ ته پۀ هره طريقه چا رجوع وکړه نو هغه ئې قبلوي. لکه مثلاً کۀ د حاجت، وېرې، طمعې او مينې وغېره پۀ هر صورت کښې وي نو دا پېغور ورته نۀ کوي چې نور درک دې ورک شو نو ما له راغلې!!! خو انسانان داسې نۀ کوي بلکې کۀ ورته معلومه شي چې دے خو هسې ما له نۀ راتلو، نن حاجت مند شوے دے، نور څۀ درک ئې نۀ لګي، د مجبورۍ نه راغلے دے نو بيا ورسره مدد نۀ کوي. حاجي صاحب ووې، دا ځکه چې انسانان خو د سازش يا بې وفايۍ نه وېرېږي او خداے د دې هر څۀ نه بې نيازه دے.

پۀ دې عجيبه سړي بلکې د عجائباتو پۀ پلار کله کله داسې هم وشي چې د يو عام څيز د دۀ پۀ خولۀ کښې داسې خوندونه راځي چې دے ئې اظهار له الفاظ نۀ مومي. تر دې چې وائي، دا د پالکو ساګ، بېنډۍ او تورۍ ما له داسې خوند راکوي چې زۀ وايم کۀ لږ ئې خوند د دې نه زيات شو نو هسې نۀ چې خولۀ مې ورسره د خوندونو نه وشلېږي.

څۀ موده به ئې دا هم وئيل چې پيريان ما تنګوي او خصوصًا پۀ دوي کښې زنانه پېرۍ ما سره جنسي تعلق جوړول غواړي خو زۀ کوشش کوم چې ځان ترې وساتم او ډېر پۀ مشکله ترې ځان بچ کوم. خبر نۀ يم چې دغه سلسله به اوس جاري وي کۀ نۀ، ولې چې اوس خو د عمر پۀ لحاظ ضعيف شوے دے. د ابوالعجائب د خوبونو حال هم د نورو نه بدل دے. لکه يو ځل ئې خوب ليدلے ؤ چې عزرائيل علېه السلام ورله پۀ خوب کښې راغلے ؤ او ورته ئې وئيلي وو چې خلق هسې ما ګرموي، ګنې نو د چا پۀ مرګ او ژوند کښې زما څۀ اختيار نۀ وي. بيا ئې ورته وئيلي وو چې دعا به وکړو. دې سره سخت وېرېدلے ؤ او اندازه ئې وه چې ګنې د مرګ وخت ئې راغلے دے، خو بيا پۀ دې خبره ډېر خوشحاله شوے ؤ. وئيل ئې زۀ څوک يم چې د عزرائيل علېه السلام غوندې معززه فرشته ما له خوب کښې راځي او ما ته وضاحت کوي.

څۀ موده ئې نبي کريم صلي الله علېه وسلم خوب کښې ليدلے ؤ چې د هغوي ناراضګي ورته محسوس شوې وه. ګوته ئې ورته نيولې وه چې دے ما تنګوي. پۀ دې سخت فکرمند شوے ؤ، ولې بيا څۀ موده پس ئې خوب کښې وليدو چې د ناراضګۍ پۀ ځاے ترې نه راضي ؤ چې پۀ دې حاجي صاحب ډېر خوشحاله شوے ؤ.

د عجائباتو د پلار سره پۀ هر دم او هر قدم کښې عجيبه واقعات کېږي چې هره واقعه ئې د بلې نه ډېره دلچسپه وي خو ما يو ځل د دۀ نه تپوس کړے ؤ چې ستا د ژوند د ټولو نه عجيبه واقعه کومه يوه ده؟ نو ابو العجائب ووې، د ټولو نه عجيبه واقعه چې ما ته ښکاري نو هغه زما د نيازبينې ښځې پۀ مرګ زما لاپرواهي ده. دا د ‘نيازبينه’ لفظ زۀ قصداً ځکه استعمالوم چې پۀ دې کښې د چا څۀ شک پاتې نۀ شي چې زما د خپلې کورودانې سره مثالي مينه وه. دا اصل کښې د الله تعالي پۀ ما عظيم الشانه فضل ؤ او زما د ژوند د ټولو نه زياته حېرت ناکه واقعه ده چې ما غوندې کمزوري سړي له څنګه صبر راغلو؟ ولې چې زما پۀ خيال ما د پاره پۀ داسې حالاتو کښې صبر کول او لا پرواه کېدل ممکن نۀ وو. دا خبره ئې هم ما د پاره عجيبه ده ولې د اوږدې مودې پورې د بيمارۍ نه وروستو پۀ خپل مرګ د يو بنده وفات کېدل زما پۀ خيال ډېره عجيبه خبره نۀ ده او د چا ډېر محبوب تن د مرګ نه پس صبر راتلل هم عامه خبره ده خو دۀ د پاره دا دومره خاص خبره ده چې خپله دے ورته حېران شوے دے.

د حاجي صاحب سره دوه درې کاپۍ او دوه لوي لوي رجسټرونه دي چې پۀ هغې کښې ئې د خپلې خوښې ډېر واقعات، مشاهدې، تجربې او نورې قسما قسم خبرې ليکلې دي خو دا کاپيانې او رجسټرونه چا له کتلو له قطعًا نۀ ورکوي. البته چې يو ځل دې کښې کومه رایې وليکي نو بيا هغه نۀ بدلوي. بهرحال، د ابو العجائب ډېر تېر واقعات دي چې ما ترې څو د نمونې پۀ توګه وليکل. د دې ټولو پۀ يوه ليکنه کښې احاطه کول ممکن نۀ دي خو کۀ څوک دا سړے ليدل غواړي نو د خېره ژوندے دے؛ وړاندې خو به خپله هم اکثر ښار بازار کښې ګرځېدو، نن سبا د کمزورۍ پۀ وجه خپله ډېر نۀ شي ګرځېدے. هر وخت پۀ کور کښې موجود وي او د دنيا جهان عجيب وغريب واقعات ورسره دي چې د خوند رنګ سره سره د عبرت نه هم ډک دي.

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …