د ادب بابا نانک (خاکه) – ګل محمد بېتاب

هغه چا رشتيا وئيلي دي چې پۀ ليدلو او اورېدلو کښې ډېر فرق وي ځکه کله کله مونږه د يو بل نه پۀ اورېدلو خبرو د يو بنده متعلق اندازه يو شان ولګوو خو چې کله ئې خپله ووينو او ورسره مو څۀ وخت تېر شي نو معلومه شي چې څۀ مو اورېدلي وو، غلط وو. دغه شان ما هم د دې سړي پۀ حقله د ليکوالو خبرې اورېدلې وې او دا خبرې د يو بل نه مختلفې وې. البته د شکل او جوثې پۀ حقله ئې د ټولو رايې يو شان وه. خپله مې د دوي د پښتو شعري مجموعه او د اردو د نثر کتاب لوستلے ؤ نو پۀ دې کښې خو هېڅ شک او شبه نۀ وه چې لوے ليکوال دے او يوازې د پښتو نۀ بلکه د اردو هم پۀ معتبرو ليکوالو کښې حساب دے. ځکه نو کوهاټ کښې چې مې ژوند شۀ نو د دۀ لټون مې شروع کړو او اخر مې هغه ځاے معلوم کړو چې دے ورته هر سحر راځي او تر ماسپښينه دغلته باقاعده ناست وي. د کنګ ګېټ سره نزدې جناح لائبرېري وه چې ورته به هره ورځ راتلو، دے دغلته لائبرېرئين ؤ. بس سم د سحره ورغلم او د ښودلې شوو نخښو پۀ مدد سره مې ډېر پۀ اسانه وپېژندلو. دې لائبرېرۍ کښې اکثرو خلقو اخبارونه او يو نيم کتابونه لوستل، زۀ ورغلم او د سلام نه وروستو مې ورسره خپل تعارف وکړو، د ټکه ئې راته ووئيل چې ليدلے مې نۀ وې خو ستا څۀ شاعري او نثر مې “وحدت” او د “جهاد” اخبار پښتو صفحو کښې لوستې دي. حېران شوم چې دا خو ډېر باخبره سړے دے چې زما غوندې تن چې ډېر کم کوز نظم نثر مې دغه ورځپانو کښې چاپ شوے ؤ، نه هم خبر دے. خېر زۀ کښېناستم، دغه وخت ورسره ما نه وړاندې يو بل تن ناست ؤ چې دۀ ورته خپله خبره رانيولې وه، دې دوران کښې يو ځل قهوه او بل ځل تورې چاے راغلې چې ورسره بېله پيالۍ کښې چيني وه. ما او دغه بل تن ځان ته چيني واچوله او دۀ پيالۍ کښې د خوږوالي د پاره ګولۍ واچولې پوهه شوم چې د شوګر مريض دے او خواږۀ نۀ استعمالوي خو عېن د تورو چايو څښکلو دوران کښې يو تن د مټهائي ډبے پۀ لاس راغلو چې پۀ هغې کښې ګلاب جامن او رس ګولې وې، د دغه سړي زوے شوے ؤ او پۀ خوشحالۍ کښې ئې خواږۀ وېشل، مونږه ترې هم يوه يوه دانه واخسته خو دۀ ورته ووې چې دې پلېټ کښې څو دانې نورې کېږده، هغه سړي هم داسې وکړل او يوه شېبه پس ته ئې درې ګلاب جامن او دوه رس ګولې تر ستوني تېرې کړې مونږ ورته حېران حېران کتل چې دا لا کومه لوبه ده، زما خو وړومبے ملاقات ؤ نو بس غلے وم خو دې بل تن ورته ووې چې صاحبه دا څۀ کوې؟ چاے پيکه څښکې او خواږۀ د عام انسان نه هم زيات خورې، د دې پۀ جواب کښې ئې ووې چې زما شوګر دے، چاے تل څښکم نو ځان مې داسې اموخته کړے دے ګولۍ پکښې اچوم او خواږۀ کله کله وي نو ورته نۀ شم ټينګېدلے، بيا ئې پۀ خندا کښې ووې کله کله راته ځان د مچ د ذاته ښکاري بس خو چې خواږۀ ووينم نو کۀ پۀ پړو مې څوک وتړي ولې ضرور به ئې خورم خو نور خويونه مې د مچ نۀ دي ځکه چې مچ بې حده حرص ناک وي او زۀ قناعت پسند يم، صابر يم او شاکر يم. پۀ کومه موضوع چې خبرې روانې وې هغه پۀ ځاے پاتې شوې او د مچ پۀ حقله خبرې شروع شوې يوه عجيبه خبره مې ترې دا واورېدله چې مچ پۀ توره جامه سپين او سپينه جامه تور ګند کوي. بيا ئې دغه سړي سره خبرې شروع کړې او دا اکثرې خبرې د دۀ د خپل ژوند د سختو، مشکلاتو او مصيبتونو وې، پيکه قهوه به وخت پۀ وخت راتله او سګرېټ به ئې پۀ مخه پوکل چې يو به ختم شۀ نو دوه درې منټه به لا تېر نۀ وو چې بل به ئې ولګولو. د مخ کاسه ئې غونډه وه، رنګ ئې تور سکاڼ ؤ، د نظر غټې چشمې ئې پۀ سترګو کړې وې، ورسره پۀ بدني توګه غټ ؤ، کله چې ودرېدلو نو معلومه شوه چې مناسب لوړوالے لري خو د بدن د غټ والي پۀ وجه لوړ نۀ ښکارېدلو، اواز ئې دروند او مناسب ؤ، تر څۀ وخته خو ئې زۀ دغه ظاهري خدوخال کښې ورک وم خو خبرې ئې دومره سپينې سپېنې وې او انداز ئې دومره ښکلے ؤ چې بس پۀ ما ډيرې ښې ولګېدې. د خپل ژوند د غم او الم داستان ئې اورولو خو دومره موثره ؤ چې نۀ ورته زۀ تنګ شوے يم او نۀ دغه بل سړے. پۀ مېنځ کښې به ئې پکښې لطيفې، دلچسپې خبرې، او کله کله ښکنځل هم کول. دغه وخت ماته داسې ښکارېدله لکه عام يو مشر پښتون سړے چې پۀ غېر شعوري توګه د خبرو اترو دوران کښې ښکنځل کوي او هډو دا احساس ورته نۀ وي چې څۀ وايم. دا د غم داستان ئې چې ښۀ پوره اوږد شۀ نو ما هم پکښې برخه واخسته او ورته مې ووې چې تېرو ورځو کښې يو مُلا صاحب تقرير کولو نو هغۀ ووئېل چې يو صحابي د صبر دعا کوله چې يا الله ما له صبر راکړې نو نبي کريم صلي الله علېه وسلم ورته ووې پۀ تا څۀ غم راغلے دے چې د صبر دعا کوې، نو هغه صحابي ووئېل، اے د الله رسوله، پۀ ما غم نۀ دے راغلے، نبي علېه السلام ورته ووې چې کله درباندې غم راشي نو بيا د صبر دعا کوه او ستاسو چونکه تخلص صابر دے نو خامخا به ورسره غمونه راځي. دې سره ئې خپل لاس زما لاس له داسې راواچولو لکه چې زۀ او دے چې د زمانو ياران يا همځولي يو. بيا ئې ووې غلطي زما د مشرانو ده چې ما له ئې ايوب نامه ايښې وه او د ايوب علېه السلام صبر مشهور ؤ بلکه د دې تخلص ايښودلو نه وړاندې هم چې چا به رانه د نامې تپوس وکړو او ما به ورته ووې چې ايوب نامه مې ده نو هغۀ به ورسره صابر خامخا وئيلو. بيا ئې خندا کښې ووې چې دې خپل طبعيت ته چې ګورم نو ماله پکار وو چې ځانله مې بې صبره تخلص ايښے ؤ، ايوب بې صبره. دې پورې درېواړو وخاندل. يوه شېبه پس چې نوے سګرېټ ئې ولګولو نو ماته مخاطب شو چې تا د ملا صېب خبره وکړه نو زۀ به هم درته د ملا صېب خبره وکړم. زۀ پۀ خپله هم د ذات نه ملا يم خو د خپل پلار نيکۀ څخه نۀ بلکې د يو ملا صېب نه مې چرته پۀ خوا دا خبره اورېدلې وه، دا پخوا مې ځکه ووې چې پۀ هلکوانه به مې ډېر عبادتونه کول، هر وخت به جومات کښې ناست وم، د جومات صفائي به مې کوله، د اوبو سبيل به مې پۀ بوقو ډکولو او پوړونه به مې غوړول او غونډول، پۀ ځوانۍ کښې مې ورو ورو عبادتونه کمېدل او اوس خو دا حال دے چې کال کښې دولس مياشتې دي او ايله لس دولس مونځونه به پوره کوم. خبره رانه پۀ بله ځي خو زۀ ورته پۀ لنډو راګرځم او دا خبره درته ځکه کوم چې تعلق ئې زما د نامې سره دے. ښه نو ملا صېب وئيل يو سړے ؤ چې ايوب نامه ئې وه، د خداے تعالیٰ کارونه وو د کور څو کسان ئې پرله پسې مړۀ شول، کاروبار ئې هم ختم شۀ تر دې چې پۀ کور ئې اور ولګېدو، ډېر پرېشانه شۀ او دغه پرېشانۍ کښې ئې دعا شروع کړه چې اے خدايه پاکه زۀ ايوب علېه السلام نه ايوب ترکاڼ يم، رحم راباندې وکړې ګينې نور د ټينګې نۀ يم. زۀ هم کله کله سم لېونے شم خو بس خداے تعالیٰ صبر راکړي کېدے شي دا زما د تخلص اثر وي ګينې نو زۀ ځان کښې د هېڅ غم او تکليف برداشت کولو حوصله نۀ وينم.

دا زما د ايوب صابر سره وړومبے ملاقات ؤ او دې وړومبي ملاقات کښې مې داسې خوښ شو چې کله به موقعه وه نو لائبرېرۍ ته به ورغلم او کۀ فرض کړه هغه وخت به وزګار نۀ وم نو د کوهاټ بازار څۀ ډېر لوے نۀ ؤ. بل د هغۀ معلوم ځايونه وو هغې کښې به پۀ اسانۍ هر وخت ورسره ملاقات کېدے شۀ. د اخبار، کتاب، قهوې، سګرېټو او تاش سره ئې پخه يارانه وه. د دنيا جهان قيصې، متلونه، شعرونه، اړونه، واقعات او لطيفې ورته يادې وې. د ګټې هنر ورله ډېر نۀ ورتلو خو د لګولو سم شين زمرے ؤ ځکه نو هر وخت به ئې لاس تنګ ؤ او دا متل به ئې ډېر وئيلو چې “تشه لاسه تۀ مې دشمن يې” او تقريباً هر مجلس کښې به ئې د مرزا محمود سرحدي دا قطعه وئيله:

ہم نے اقبال کا کہا مانا

اور فاقوں کے ہاتھوں مرتے گئے

جھکنے والوں نے رفعتیں پائی ہیں

ہم خودی کو بلند کرتے رہے

د حد نه زيات خود دار ؤ او هېڅ يو داسې ځاے ته د ورتګ خيال به ئې هم زړۀ کښې نۀ راوستلو چې هلته به ئې خودۍ ته نقصان رسېدلو، د سياست پۀ موضوع چې به ئې خبرې کولې نو د اکثرو سياستدانانو تاريخ جغرافيه د هغوي حسب نسب او انګرېزانو د پاره د دوي د پلرونو نيکونو د خدماتو ذکر به ئې پۀ تفصيل سره کولو خو پۀ مېنځ مېنځ کښې به ئې ورته هغه ناروا ښکنځل کول چې پۀ نوره پښتونخوا کښې خو څۀ چې کوهاټ کښې هم چا له نۀ ورتلل، پۀ خندا کښې به ئې وئيل دا خاص قسمه ښکنځل د ځنګل خېلو ايجاد دے. يو ځل ورته غالباً قيوم مروت صېب ووې چې صابر صېب تاسو ته د سياست دانانو پۀ حقله ډېر زبردست معلومات شته نو پۀ دې يو کتاب وليکه، د دې پۀ جواب کښې ئې ووې چاپ کولے ئې نۀ شم ګينې ليکل خو ئې راته ډېر اسان دي. بيا ئې ډېر پۀ افسوس سره د خپلو ډېرو ناچاپه اهمو ليکونو ذکر وکړو چې پۀ ردۍ کښې پۀ معمولي قيمت خرڅ شوي وو ځکه خو ئې دا شعر ليکلے ؤ . . .

نۀ لرم اولاد لوستونکے

کتاب شته دے ديوان شته دے

د اولاد خبره ئې شوه نو ايوب صابر دې معامله کښې د يو سخت امتحان سره مخ ؤ. يوه لور ئې وه چې هغه ذهني مريضه وه او د دۀ د پاره يو مسلسل کرب او عذاب ؤ ولې چې کور کښې ئې نۀ تړله او نۀ ئې پاګل خانې ته لېږله چې پۀ دۀ ډيره ګرانه وه نو هغه به د کوره اووته، بې درکه به شوه او دے به ورپسې لے پۀ لے ګرځېدلو. بغېر د ايوب صابر نه بل څوک هغې له نزدې نۀ شو ورتللے نو غريب به چې چرته لرې لاړو نو د هغې غم کښې به بې قراره ؤ او د راتلو سره به کۀ هغه نۀ وه نو دے به ئې پۀ لټون سر شۀ. يو ځل خو داسې ورکه شوه چې څو ورځې ئې هېڅ پته نۀ لګېدله او بيا خداے خبر چې څنګه هغه کوئټې ته رسيدلې وه، دے ورپسې لاړو او بېرته ئې راوستله دې نه علاوه ئې يو زوے چې خالد نامه ئې وه هغه امريکې ته تلے ؤ. هلته به ئې ښۀ مزدوري کوله او دۀ له ئې لږه موده کښې ډيرې روپۍ راولېږلې او پۀ هغه روپو دۀ ځان له يو ښکلے کور جوړ کړو خو دا خوشحالي ئې هم تر ډېره نصيب نۀ شوه ولې چې خالد امريکه کښې ناڅاپه پۀ حق ورسېدو ايوب صابر ته خلقو مشوره ورکړه چې پۀ لاش راوړلو ئې ډېره خرچه کېږي ځکه نو ښۀ به دا وي چې امريکه کښې دې دفن کړے شي خو هغۀ ووئيل د خرچې فکر مۀ کوئ خو ما له د زوي لاش راورسوئ چې زما تسلي پرې وشي نو د زوي لاش ئې راغلو او کوم ښکلے کور چې دۀ ډېر پۀ مينه د هغۀ پۀ روپو جوړ کړے وۀ خرڅ کړو. يو ځل ورته چا ووې صابر صېب خالد خو هسې هم مړ وۀ نو بيا دومره خرچې ته څۀ ضرورت ؤ نو صابر ورته پۀ جواب کښې ووئيل دا خو لا پۀ امريکه کښې مړ ؤ کۀ پۀ مکه کښې مړ شوے ؤ نو هم ما به غوښتل چې لاش دې کلي ته راوړي . خو د دې ځواني مرګ زوي غم صابر ډېر ګډ وډ کړے ؤ. چې تر څو پکښې ساه غړېدله د قلم مزدوري ئې کوله خو ورسره ئې لاس ازاد ؤ نو کۀ هر څو روپۍ به ئې لاس ته راغلې خو ورځ دوه پس ته به ورسره هېڅ نۀ وو. چې تر څو به ئې جېب کښې پېسې نۀ وې ختمې شوې نو مجال دے کۀ چا د دۀ پۀ وړاندې روپۍ لګولې وې. کله کله به چې مونږه څو ملګرو وس وکړو چې دا د چايو پېسې ورکړو نو خداے خبر چې څۀ چل به ئې وکړو خو هغه چايو والا به انکار وکړو چې زۀ پېسې نۀ اخلم او بيا به وروستو دۀ ورکولې. يوه ورځ خو ورسره پۀ دې حقله مونږه څو ملګرو بحث وکړو نو و ئې وئيل زۀ هغه شاعرانو اديبانو کښې نۀ يم چې پۀ شعرونو کښې غټې غټې لافې کوي خو تل ئې نظر د بل پۀ تالي وي. هغه پۀ رشتيا د خپلو شعرونو عملي نمونه وه.

سپېلنے يم لوګے کېږم لۀ يارانو

جوارګر يم همېشه يم پۀ تاوان کښې

ايوب صابر د کوهاټ پۀ ځنګل خېل کښې پېدا شوے ؤ. تر لسم جماعته ئې سبق وئيلے ؤ. وړومبے ئې فوځ کښې نوکري کړې وه خو اووۀ کاله پس 1947ء کښې ئې دغه نوکري پرېښي وه. د سول سپلائي محکمه او د جېل محکمه کښې ئې هم د مختصرې مودې د پاره نوکرۍ کړې وې خو د خپل نا قلاره روح، خوددارۍ او باغي طبعيت لۀ وجې به ئې زر زر نوکرۍ بدلولې خو پۀ اخره چې جناح لائبرېرۍ کښې نوکر شۀ نو دا نوکري ئې د طبعيت مطابق وه او هم د دې نه ريټائرډ شۀ. دلته پۀ اخبارونو او کتابونو موړ ؤ او بې درېغه مطالعې هغۀ نه د اردو او پښتو داسې ليکوال جوړ کړو چې پۀ نړيواله توګه ئې ورته شهرت وبخښلو. د شعر و ادب ابتداء ئې د اردو ژبې نه کړې وه خو وروستو د اولسي ادبي جرګې د غړو خصوصاً دوست محمد خان کامل او قلندر مومند صېب سره د نزدې تعلق پۀ وجه ئې پښتو ليکل شروع کړل. پۀ يو وخت به ئې پښتو او اردو کښې ليکل کول او دواړو ژبو کښې ئې لوے نوم لرلو. پښتو ژبه کښې به ورته ډېرو د ازاد نظم باني وئيلو خو دۀ به وئيل د باني توب دعوي ئې نۀ کوم البته د ازاد نظم وکيل يم او د ازاد نظم پۀ حق کښې ئې ډېر څۀ ليکلي وو هم پۀ دغه وجه ئې خپله وړومبۍ شعري مجموعه “ځيګر خون” کښې زيات ازاد نظمونه شامل کړي وو چې د مقصد او معنې سره سره يوه زبردسته رواني لري خو د دې دا مطلب نۀ دے چې ګينې ايوب صابر پابنده شاعري نۀ شوه کولې بلکې هم دې مجموعه کښې ئې داسې غزلونه شته چې ډېر د اعلي معيار دي. د هغۀ انداز ساده او زړۀ راښکون لري ځکه خو د هغۀ ګڼ شعرونه د هر خاص او عام پۀ خُلۀ دي لکه :

وچو شګو کښې کورونه نۀ جوړېږي

پۀ هوا کښې محلونه نۀ جوړېږي

٭

څنګه تېرېږي اشنا وايه کنه

حال د نيمګړې دنيا وايه کنه

٭

دا خبرې کېږي اوس زما د کلي جونو کښې

سپين ويښتۀ زرغون شو د صابر غريب برېتونو کښې

د دوي شعري مجموعه “ځيګر خون” تر ډېرې مودې د اېم اے کورس کښې شامله وه چې شاعري ئې ډېره لوستې شوې او ستائيلې شوې ده. دې نه علاوه ئې د اردو يو تحقيقي کتاب “جديد پشتو ادب” ليکلے ؤ چې دا هم کورس کښې شامل ؤ چې پکښې د پښتو ادب د مختلفو اصنافو تنقيدي او تحقيقي جائزه اخستې شوې وه. د دې دواړو کتابونو ئې څو ايډيشنونه چاپ شوي دي. د هغۀ پۀ دې کتابونو بحث نۀ کوم ځکه چې ډېرې خوبۍ لري او خبره به ډېره اوږده شي البته اردو کتاب “جديد پشتو ادب” کښې ئې ځاے پۀ ځاے د هغه خلقو نه ګيله کړې ده چې دوي د خپلو مشرانو او محسنانو خيال نۀ ساتي لکه وائي چې طاهر کلاچوي صېب د اردو او پښتو يو ښۀ ليکونکے ؤ، ډېر شاګردان ئې وو او هغۀ ورسره ډېره خواري کړې وه خو چې کله هغوي لوے لوے نومونه پېدا کړل نو ايوب صابر ليکي چې خپلو تذکرو کښې ئې بيا د طاهر کلاچوي پۀ حقله دومره قدرې وليکل چې “نوم ئې طاهر”، “کلاچوي” ئې تخلص او د ټانک اوسېدونکے ؤ.

بهر حال څلور پينځه کاله کوهاټ کښې تقريباً هفته کښې دوه درې ځله خامخا ما ليدلے او ورسره مې خبرې اترې شوې دي. کله کله به مازيګر کښې د بسونو اډې سره نزدې د يو اولسي شاعر امير سردار سره پۀ ډبه ناست ؤ. دے د بنو ؤ او چرسي ګېټ سره نزدې پۀ يوه ډبه به ئې نسوار خرڅول او دکان خو ورته نۀ شم وئيلے البته داسې يوه کوټڼۍ غوندې وه چې هغې کښې به ئې نسوار پراتۀ وو. ښکته يوه کرسۍ وه چې پۀ هغې به دے ناست ؤ او بره پۀ ډبه به يو خيرن غوندې پوزے پروت ؤ چې دوه درې تنه به پرې پۀ مشکله راتلل. امير سردار استاد به ځان ته د شاعرانو سردار وئيلو او باقاعده د ايوب صابر پۀ وړاندې به ئې هم وئيل چې زۀ د شاعرانو سردار يم. ما يو ځل د ايوب صابر پام دې مسئلې ته راوګرځولو نو هغۀ ووې کۀ ماته وائي نو زۀ خو ئې منم بل دا اولسي شاعران لوستې نۀ وي نو دوي ته خپل ځانونه ډېر لوے شاعران ښکاري. بيا ئې ووې دلته يو شاعر دے د فوځ نه ريټائرډ شوے دے، هغۀ يو ځل داسې شعر ليکلے ؤ “کۀ څوک نر وي و دې ليکي زما پۀ شان غزل” ما ورته وې ستا غوندې غزل هېڅوک نشي ليکلے، ما او زما ملګرو ترې خپل مطلب واخستو او هغه پرې خوشحاله شۀ چې ګينې ايوب صابر هم ومنله چې زما غوندې غزل څوک نۀ شي ليکلے. د دغه ريټائرډ فوځي پۀ غزل کښې دوه درې سکتې هم وې چې هر چا ته به ئې اورولو. يو ځل امير سردار استاد ووې صابر صېب تۀ خو مشر يې خو ستا شاګردان دې ماسره د شاعرۍ مقابله وکړي چې پته ولګي. صابر ورته ووې امير سردار استاد ګوره چې استاد ئې ستا د مقابلې نۀ دے نو د شاګردانو به ئې څۀ حال وي. تۀ د شاعرانو سردار ئې او زۀ ئې خادم يم. دې سره امير سردار استاد داسې سُر کښې شۀ چې د پيکه دودهـ پتي چايو سره ئې مټهائي راوړه. ايوب صابر د عادت مطابق پۀ چايو کښې ګولۍ واچولې او څلور شپږ دانې مټهائي ئې وخوړه. ايوب صابر کوهاټ کښې د “ساهو ليکونکي کوهاټ” ادبي تنظيم چلولو چې دې ته به د اردو او پښتو شاعران راتلل او دۀ به ئې تربيت کولو. دغه وخت د پښتو شاعرانو کښې رحمت شاه رحمت، رومان ساغر، قيوم مروت، سعادت سحر او عدنان بخاري وغېره د دې مستقل غړي وو. اعجاز خټک دغه وخت نۀ ؤ چرته بهر کوم خليجي رياست کښې ؤ، دۀ سره به ئې وخت پۀ وخت رابطه وه.

دغه شان د ټل د سليم بنګش او محمد دين مقيد د ځوي الياس ټلوال ذکر به ئې کولو. سليم بنګش به کله کله د ټل نه راتلو. د هر لوے سړي غوندې هر يو پېژندګلو تن به ئې داسې محسوسوله چې ګينې ما سره ئې خاص تعلق دے. ما خپله هم دغه تنظيم کښې د ايوب صابر، د هغۀ د ملګرو او شاګردانو نه ډېر څۀ زده کړي وو ولې چې دغلته تنقيدي غونډو کښې به ډېر ګټور بحثونه کېدل، او خصوصاً د نوي کُهول اصلاح به ئې پۀ ډېره ښۀ طريقه کوله. خو دې تنظيم کښې به کله کله ملګري د يو بل نه خفه کېدل چې ايوب صابر به بيا پخلا کول. يو ملګرے ؤ چې هغه د شعر و ادب پۀ مېدان کښې خو څۀ خاص اهميت نۀ لرلو خو هغه به زر زر او پۀ وړو وړو خبرو خفه کېدلو چې ايوب صابر به د عادت مطابق رضا کولو خو يو ځل غالباً پۀ نهم ځل ورته چا ووې چې فلانے خو بيا خفه شوے دے، د خفه کېدو وجه ئې چې معلومه شوه نو هېڅ نۀ وه خو بس خفه شوے ؤ، ايوب صابر هم پۀ جلال کښې راغلو او وې وئيل ټيک ده مونږ ته هم د داسې ليکوال ضرورت نشته چې . . . . د “س”پۀ ځاے پۀ “ص” ليکي.

يوه ورځ ورته چا ووې چې صابر صېب پۀ عدنان بخاري ډېر مهربانه يې دا نور خو دې هم شاګردان دي، دۀ ووې هغوي سره مې وړاندې ډېره خواري کړې وه او عدنان کشر دے خدمت مې هم ډېر کوي دا نور د خپلو بچو او کورونو پۀ غم لکه زما اخته دي او دے لا د دغه غم نه خلاص دے بله دا چې زوړ شوے يم نو د دۀ د نيکۀ اديره کښې به ښخېږم. د عدنان بخاري کور ورسره نزدې ؤ او پۀ زوړوالي کښې به ئې د هغۀ خدمت د نورو نه زيات کولو، هر وخت به ورسره ؤ او اکثر به ورسره مشاعرو او غونډو له تلو راتلو، د صحافت مېدان کښې هم ايوب صابر لويه نامه لرله، څۀ زمانه د بانګ حرم ايډيټر پاتې شوے ؤ. دغلته به ئې د “حجره”پۀ نامه کالم ليکلو چې پۀ فرضي نامه “چيلم کش” به ئې ليکلو او د پښتو يوه صفحه به ئې هفته کښې ويستله چې ډېر نوي ليکوال ئې پکښې متعارف کړي وو. ډاکټر محمد همايون هما صېب چې دا وخت د پښتو لوے ليکوال دے دغه وخت طالب علم ؤ، هغۀ به طنزيه او مزاحيه ليک کولو چې د هغۀ يو کردار ؤ او “طورے” نامه ئې وه، ايوب صابر به ورله نۀ صرف دغه ليکونه چاپ کول بلکې چې کله به څو ورځې ورته ليک ورنغلو نو هغۀ ته به ئې باقاعده خط ليکلو چې “هما طوري بيا څۀ کارنامه نۀ ده کړې” دغه ليکونه هما صېب د “طوري” پۀ نامه وروستو چاپ کړي دي. هم دغه اخبار ته ئې سعد الله جان برق صېب راوستے وۀ چې نن د صحافت او ادب پۀ مېدان کښې لوے نوم لري. برق صېب خپله وائي پۀ کومه ورځ چې راته د ايوب صابر صېب لۀ خوا د قلندر مومند صېب پۀ ذريعه اخبار کښې د کار کولو سوال جواب راغلے ؤ نو پۀ هغه ورځ هم ما دياړي کړې وه او پۀ دوه څلور روپۍ ورځ مې ټاټکے چلولے ؤ. وروستو وختونو کښې د اردو اخبار “مشرق” او پښتو ورځپاڼه “وحدت” کښې ئې ډېر کالمونه چاپ شوي دي. دې نه علاوه ځينو د اردو او پښتو نامتو مجلو کښې ئې هم ډېر ليکونه چاپ شوي وو. د اردو او پښتو مضمونونو مقالو، او کالمونو کتابونه ئې چاپ شوي دي.

ځيني کالمونه ئې کۀ علمي او تحقيقي وو نو ځيني ئې يقيناً کۀ باقاعده تکلونه نۀ وو نو تکل نما ضرور وو چې د طنز و مزاح نه به ډک وو خو دا به کله کله وو ګينې نو اکثر به ئې موضوع سنجيده وه. يوه ورځ ورته چا ووې صابر صېب ستا پۀ کالمونو کښې اوس طنز و مزاح کم وي نو د دې پۀ جواب کښې ئې ووې زۀ څۀ بهادرے نقلي نۀ يم چې خلق خندوم بس کۀ پۀ خپله “ داسې موضوع راغله خو ښۀ ګينې نو زۀ پۀ زور د طنز و مزاح د پېدا کولو کوشش نۀ کوم.

دوه څلور خاکې ئې هم پۀ پښتو کښې ليکلې وې چې يوه د حمزه شينواري صېب پۀ کتاب “غزونې” وه بله پۀ قلندر مومند وه چې “جېنټس” عنوان ئې ؤ، دريمه ئې پۀ ربنواز مائل صېب د “تيراه وال” پۀ نامه ليکلې وه، يوه بله ئې پۀ يونس خليل صېب ليکلې وه. دا څلور خاکې ئې ډېرې ښۀ او پۀ فن پوره خاکې وې چې خپل وخت کښې ئې ډېر شهرت شوے ؤ. دا څلور واړه ئې د خوښې شخصيات وو دا به ئې هم وئيل چې قلندر مومند او رب نواز مائل زما نه کشران دي خو د دوي د علم پۀ وجه ورته زۀ سلام کوم. د قلندر مومند صېب سره ئې ډېر تګ راتګ کولو او دۀ سره ئې ډېره بې باکي وه. ډېر داسې واقعات مې د دواړو نه اوريدلې دي چې اکثر د ليکلو نۀ دي خو د يو بل به ئې د حد نه زيات احترام کولو. دواړو پۀ يو بل مثالي ليکونه کړي او د مينې او د عقيدت اظهار ئې پۀ جار کړے دے. دې نه علاوه ايوب صابر د محترم همېش خليل صېب سره پۀ شوې يوه غونډه کښې يو مثالي ليک اورولے ؤ چې د هغې عنوان ؤ “همېش خليل زما دوست، زما دشمن” چې ډېر پۀ ښۀ انداز کښې ئې د دوستۍ او دشمنۍ مثالونه وړاندې کړي وو. پۀ حمزه شينواري صېب ئې د هغۀ پۀ خطونو اډاڼه يو لوے ليک کړے ؤ چې پکښې ئې خپل او د هغۀ د خطونو حوالې ورکړې وې چې پۀ دې طريقه د دواړو ډېر خطونه محفوظ شوي دي. دې نه وروستو ئې هم يو بل ته خطونه ليکلي وو خو د بدقسمتۍ نه هغه ورک شوي دي ولې چې تر اوسه ئې هېڅ درک و نۀ لګېدو. د نورو هم ډېرو ليکوالو سره د ايوب صابر وخت پۀ وخت خط کتابت شوے ؤ چې پکښې د اردو او پښتو نوموړي ليکوال شامل وو. خبر نۀ يم چې دغه خطونه به سمبال کړے شوي وي او کۀ نۀ ضائع شوي دي خو غالب ګمان دا دے چې سر به ئې خوړلے وي. د شاعرانو لۀ خوا يو بل ته د ډالۍ پۀ توګه د کتابونو ورکولو خلاف ؤ او وئيل به ئې پکار ده چې ليکوال د يو بل کتابونه پۀ روپو واخلي. خو کۀ چا به دۀ له کتاب تحفه کښې ورکړو نو سره د شکريې به ئې قبلولو.

ايوب صابر د شوق د پاره څو ډرامې هم ليکلې وې چې د دريو ډرامو “زخمونه”، “دانشور” او “اُميدواران” مسودې ئې رېډيو پاکستان کښې شته نورې ئې هم دوه درې ليکلې وې خو د هغې مسودې يا خو سوزېدلې دي او يا ورکې شوې دي او دې ټولو ډرامو کښې د يوې هم رېکارډنګ نشته.

د ډرامو نه علاوه څو افسانې ئې هم ليکلې وې او د ساهو ليکونکو غونډه کښې به ئې پۀ افسانه د تنقيد پۀ وخت ډېرې باريکې نکتې بيانولې. د اردو او انګرېزي ادب ډېرې معياري افسانې ورته يادې وې او کله کله به ئې هغه پۀ خوند خوند بيانولې. يوه ورځ پۀ افسانه بحث ؤ نو وې وئيل چې افسانې لنډې هم کېدې شي او اوږدې هم. د مختصرترينې افسانې پۀ حقله ئې هغه د پېريانو د مشهورې افسانې ذکر وکړو بيا ئې ووئيل چې ډېرو خلقو د دغه افسانې نه وروستو کوششونه کړي دي خو پۀ فن پوره مختصر ترينې افسانې يعنې افسانچې ډېرو کمو خلقو ليکلې دي البته زما ذهن کښې يو پلاټ ګرځي او غواړم چې د افسانچې پۀ شکل کښې ئې وليکم. څو ورځې پس ته ئې يوه افسانچه ليکلې وه چې د هغې عنوان “پېغله” وه. دا د دوه څلورو کرښو بهترينه افسانه وه چې پلاټ، کردارونه او کلائيمېکس هر څۀ پکښې وو. د ناول پۀ حقله به ئې وئيل چې پښتو کښې لا معياري ناول نۀ دے ليکلے شوے. پۀ تنقيد ئې هم وخت پۀ وخت ليکونه کړي وو چې پۀ لنډو خو جامع لفظونو کښې ئې خپل خيالات وړاندې کړي وو.

د هغۀ د انسان سره مينه وه او هر قسمه خلقو سره ئې تعلق د رنګ نسل نه بالا ساتلو. د يارانو دوستانو د پاره حلال کړے چرګ ؤ. د اردو، هندکو او پښتو شاعران اديبان به ورله راتلل ځکه خو ورته حمزه شينواري صېب د ادب بابا نانک وئيلي وو چې اردو دانو به د اردو لوے ليکوال ګڼلو او پښتنو به د پښتو ژبې لوے شاعر او مبلغ ګڼلو. حمزه شينواري صېب ليکي:

جوړ هغه بابا نانک دے د دې عصر

د اردو ادب دعوي ده چې زما دے

پښتو دواړه وروځې تورې کړې له قهره

وې اردو؛ تۀ خو بيا اووايه د چا دے

يو بله قطعه ئې داسې ليکلې ده:

د ادب تاريخ به څۀ کړي فېصله پۀ مستقبل کښې

چې پۀ دواړو کښې يو شان وي څۀ به وائي چې د چا دے

شخصيت د صابر څۀ دے د ادب بابا نانک دے

اردو وائي چې زما دے پښتو وائي چې زما دے

دې نه علاوه ئې پرې دوه قطعې نورې هم ليکلې وې چې د هغۀ د قطعاتو او رباعياتو کتاب “سلګۍ” کښې چاپ دي. دې نه معلومېږي چې ايوب صابر، سره د دې چې د حمزه شينواري صېب سره ئې وخت پۀ وخت اختلافات هم راغلي دي، پرې څومره ګران ؤ او د دې غټه وجه د ايوب صابر بې رويه بې ريا شخصيت ؤ. د هر چا سره به ئې تر خپله وسه منډه وهله کۀ کار به ئې کېدلو او کۀ نه خو دۀ به خپل اخلاص ضرور کولو. يوه ورځ زما دوه درې تنه ملګري راغلل، هغوي دغلته کوهاټ کښې د يو پير صېب سره ليدل غوښتل کوم چې ډېر مشهور ؤ او د ملک د ګټ ګټ نه او خصوصاً د پنجاب نه به ورله بېخي ډېر خلق راتلل دوي هم چرته پنجاب کښې د پاتې کېدو پۀ دوران کښې د دۀ د بزرګۍ اورېدلې وو نو ورسره د ملاقات د پاره راغلي وو. ما ايوب صابر ته ووې چې زما دا ملګري پۀ دې غرض راغلي دي نو کۀ تاسو مهرباني وکړئ او مونږ سره لاړ شئ، تاسو به پير صېب ضرور پېژني او دوي ته به خاص توجه وکړي، دۀ ووې زۀ خو درسره نۀ ځم ځکه هسې نۀ چې هلته څۀ فساد جوړ شي او د پيرانو مريدان خو پۀ دې نۀ وي چې دا څوک دے خو کۀ پير صېب ورته خالي اشاره وکړي نو ټولو نه به د بوسو سخي جوړ کړي او يو ځل ورغلے وم خو خداے تعالیٰ ترې روغ رمټ راوستے يم. بله تجربه نۀ کوم او کۀ تاسو خامخا وائئ نو ما له يا خو پۀ خُلۀ پټۍ ولګوئ او يا ځان سره کم از کم ما له کفن راواخلئ. خېر بس د دۀ د بوتلو اراده مو پرېښودله خو ورته مو ووې دا راته ووايه چې تا سره څۀ چل شوے ؤ نو وې وئيل چې زۀ چا سره ورغلے وم نو هغه پير صېب راباندې ځان ناجاڼه کړو نو ما ورته ووې زۀ ايوب صابر يم او د ځنګل خېلو يم خو هغۀ ووې و مې نۀ پېژندلې، بس دغه وخت ورته زما پاره هم وختله او يو پۀ يو هغه ځايونه مې ورته ياد کړل چرته چې دۀ وړاندې وراني کړي وو. د پير صېب طبعيت هم سخت خراب شۀ او مريدان خو ئې راته سم خوټکېدل خو پير صېب ورته اشاره وکړه دا لېونے دے ځکه چې هغه زۀ ښۀ سم پېژندلم چې پۀ داسې موقعو پۀ ما لېونتوب راځي او ما ته هر څۀ معلوم وو.

د ډېرو سختو غمونو، مشکلاتو او دردېدلي ژوند نه پس ته ئې د فاني دنيا نه ابدي دنيا ته کډه وکړه او پۀ ژوند کښې دومره کړېدلے او ژړېدلے ؤ چې هلته به ښۀ پۀ ارام پروت وي. د وفات نه پس ته ئې رومان شاه رومان، الفت اورکزے او ملنګ جان شهابيوال درې کتابونه چاپ کړي دي چې دوه د هغۀ د کالمونو دي کوم چې “وحدت” ورځپاڼه کښې چاپ شوي وو، يو کتاب ئې د “ضرب الامثال” پۀ نامه چاپ دے چې پکښې ئې د پښتو د متلونو سره د اردو، فارسۍ او انګرېزۍ ژبې متلونه راغونډ کړي دي. دې نه معلومېږي چې هغه نۀ صرف پۀ اردو، فارسۍ، او انګرېزۍ ژبو عبور لرلو بلکې تر کافي حده ئې پکښې مهارت لرلو. دغه شان د هغۀ د ترۀ زوے ظهور ازاد قرېشي ايډوکېټ د هغۀ پۀ ياد کښې څو اهمې غونډې او سېمينارونه کړي دي او د هغۀ کتابونو چاپ کولو کښې ئې هم مالي مرستې کړې دي چې هغه هم اوس وفات شوے دے. کۀ څۀ هم نن ايوب صابر زمونږ تر مېنځه نشته خو د هغۀ خواږۀ يادونه، الهامي شعرونه او مقصدي نثرونه شته. پۀ ګور ئې نور شه!

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *