ما پۀ خپل ژوند کښې د مهدي باچا هومره دروند او باوقاره انسان نۀ دے ليدلے. د هغۀ د شکل خبرو، ليکونو، جامې، پېزار او تر دې چې د تګ د انداز نه دا هر څۀ ښکاره کېدل. کۀ څه هم پۀ ذات ميا ملا، حسني حسېني، سيد ؤ خو د پښتو او پښتون ولۍ پۀ رنګ کښې داسې رنګ ؤ چې د هرې ادا نه ئې پښتو څڅېدله.

روايت پسنده انسان ؤ. پۀ خپل ژوند کښې چې ئې څومره لوے لوے عالمان، پيران، سياست دانان او نور خلق ليدلي وو د هغو ټول عادتونه او خويونه ئې خپل کړي وو. تر دې چې د ځنو مشرانو پۀ تتبع کښې به ئې تر اخره بالکي هم ساتل خو لکه د ځنو جلالي بزرګانو ئې د دوي د پاره شپې کچکول کښې نه بندولې۔ لکه د پخوانو د مشرانو ساده مزاج، رنګين مزاج او حسن پرست ؤ. ځنو هم عصرو به ورسره د سياسي، مسلکي او ادبي بغض وعناد له وجې بې ځايه مخالفت کولو خو ډېرو به ئې هم پۀ دې وجه ستائنې کولې. د دې ټولو خبرو خلاصه دا ده چې مهدي باچا پۀ رښتيا معنو باعمله عالم، برد باره، صبرناک، مينه ناک انسان، لوے ليکوال او سياستدان ؤ. کۀ څۀ کمزوري ئې وه نو هغه حسن پرستي وه.

کۀ د دغه انساني کمزورۍ نه ئې تېر شو نو مهدي باچا بس مهدي ؤ، اګر چې زۀ ورته مهندي باچا وايم چې وروستو به ئې وجه وښائيم، اوس به دا روانه خبره سرته ورسوم. مهدي باچا هغه مهدي نۀ ؤ د کوم چې نبي کريم عليه السلام د راتګ پېش ګوئي کړې ده چې د هغۀ ذکر پۀ ګڼو احاديثو کښې راغلے دے چې دے به دنيا ته راځي او دنيا به د انصاف نه ډکوي ولې چې دجال به پۀ نړۍ کښې زور ظلم خورکړے وي. عالمانو د دې احاديثو پۀ شرحه کښې ليکلي دي چې د اصلي دجال او مهدي نه علاوه پۀ هر دور کښې د هغوي نه د کمې مرتبې دجالان او مهديان موجود وي۔ کۀ يو خوا دجالان پۀ دنيا کښې د ظلم زور او کفر د خورولو هڅې کوي نو ورسره مهديان د دوي خلاف راپاڅي او مخه ئې نيسي. خلقو ته سمه لاره ښائي. د مظلوم انسانيت د ښېګړې د پاره کوششونه کوي. پۀ دې حساب مهدي باچا ته مهدي وئيلے شو چې تل ئې د ظلم او خپل وخت د ظالمانو خلاف عملي او قلمي جهاد کړے ؤ.

مهدي باچا پۀ ظاهري توګه هم ښکلے سړے ؤ. پۀ قد د پښتنو د دروند مشر باچاخان نه يوه لوېشت، د خان عبدالولي خان نه يوڅپق کم او د لوے ليکوال او سياست دان اجمل خټک سره بېخي يوشان ؤ. د وفات پۀ ورځ ئې چې اجمل خټک صېب په قبر تقرير کولو نودا خبره ئې کړې وه چې زۀ کابل ته د مهدي شاه باچا په جامو کښې تلے وم ولې چې زما او د دۀ قد یو هومره وو۔ پۀ سياسي ، علمي او فکري لحاظ هم دغه شان ؤ. د بدن لوړوالے به ئې ورسره د مضبوط والي پۀ وجه ښکلے ښکارېدلو. د مخ کاسه ئې ډکه او متوازن وه. اوچته پوزه، مناسبې سترګې او تر اخره ئې ګڼ وېښته وو چې شا ته به ئې پۀ يو خاص انداز اړولي وو. پۀ جامه پېزار برابر ؤ. قراقلۍ ټوپۍ به ئې همېشه پۀ سر وه چې د هغۀ شخصيت به ورسره باوقاره ښکارېدلو. د خبرو او تقرير انداز ئې هو بهو د باچاخان غوندې ؤ. بحث کښې به ئې پۀ چا د حاوي کېدو کوشش نۀ کولو. پۀ داسې نرمه لهجه کښې به ئې خبرې کولې چې يو ځل به ورسره چا څو خبرې وکړې نو د هغۀ د شخصيت پۀ سحر کښې به ونښتو. د هر قسمه مصنوعيت نه پاک ؤ چې څۀ به ئې پۀ زړۀ وو هغه به ئې پۀ خلۀ وو. د شاعرانو، ليکوالو نه علاوه به ورله دفتر ته د کلي علاقې سياسي، سماجي ، مشران، نور خواران، غريبانان او حاجت مند راتلل چې چا له به ئې سفارشي خطونه ليکل، چا د پاره به ئې ټيلي فونونه کول او ځنو سره به خپله تلو.

د مهدي باچا نوم ما ډېر وړاندې اورېدلے ؤ ولې چې هغه زمونږ د کلي علاقې سره د نزدې کلي سیدونکے ؤ۔ د يو سياسي کارکن، صحافي او ليکوال پۀ توګه مشهور ؤ. کله چې ما د کالج پۀ وختونوکښې کال ١٩٨٢ز کښې ليکل شروع کړل او ورسره بۀ مختلفو ادبي ټولنو ته تلم نو د نورو سره سره د مهدي باچا د مقام او مرتبې نه هم خبر شوم. بيا مې د دۀ دوه درې د افسانو مجموعې مې هم ولوستې نو د دۀ يو خيالي تصوير د دغه ليکونو پۀ بنياد ما پۀ خپل تصور کښې جوړ کړے ؤ. دغه موده کښې به ((قيادت)) رساله چاپ کېدله چې ما به اکثر د سټال نه اخستله خو دوه څلور کاله پس ته يو ځل رساله نۀ وه راغلې نو سټال والا راته ووې چې ګور ګټهړۍ تحصيل سره د دې دفتر دے، هلته ورشه. زما ذهن ته راغله چې مهدي شاه باچا به هم ووينې او د رسالې تپوس به هم وکړم خو چې ورتلم نو پۀ لاره تحصيل سره نزدې يوې نائي خانې ته ورغلم، سرسنت مې برابرول څۀ ګورم چې دغلته يو مشر ناست دے. اخبار ئې لاس کښې نيولے دے او د نايانو سره ګپ لګوي. خو ما پۀ دغه لس شل منټه کښې وليدل چې دا خوږ او دروند مشر د يوکم عمره نائي چې پۀ شکل صورت ښائسته ؤ. خبرې ډېرې پۀ غور اوري. بيا ډېر پۀ نرمه او پسته لهجه کښې ورته جواب ورکوي. اکثر مخاطبه ورته داسې کوي چې ګلابه خبره دا ده او يا ګلونو داسې چل دے وغېره وغېره. ما زړۀ کښې ووې پکارده چې مهدي شاه باچا داسې شخصيت وي لکه څنګه چې دا مشر دے. د قيادت رسالې دفتر ته ورغلم خو باچا نۀ ؤ ، البته رساله مې ترلاسه کړه. بيا څو ورځې پس ورغلم نو هم باچا سره ملاقات ونۀ شو. خو چې پۀ لاره چوک يادګار طرفته تلم نو هغه دروند خوږ مشر مې هغه نائي خانه کښې توکلي غوندې وليدلو او بيا مې زړۀ ته راغلل چې مهدي باچا داسې شکل والا سړے پکار دے. خېر پۀ درېم ځل چې ورغلم نو مهدي باچا موجود ؤ. د دواړو شکلونه يو بل ته اشنا اشنا ښکاره شول. هډو هم هغۀ رانه تپوس وکړو چې ما او تا چرته وړاندې ليدلي دي. ما ورته سم د ټکه ووې باچاجي پۀ دغه نزدې نائي خانه کښې مو ليدلي وو. هغه وخت مو تور قراقل پۀ سر ؤ او اوس نسواري دے. دې سره باچا مسکے شو خو لطيف وهمي او پرېشان داودزي دواړو پۀ زوره وخاندل. باچا جي دوه څلور منټه پس ته څۀ حاجت له پاڅېدو او د کمرې نه بهر شو نو لطيف وهمي صېب راته ووې، مهدي باچا اکثر وزګار وخت کښې دغلته وي، مونږ ته پته وي خو چاته ئې نۀ شو ښودلے ولې چې دغه ځاے د ناستې د پاره مناسب نۀ دے.

خداے شته پۀ دې خبره زۀ حېران شوے وم چې واقعي دومره لوے ادبي او سياسي شخصيت له نائي خانو کښې ناسته نۀ ښائي خو وروستو راته معلومه شوه چې د مشرقي ملکونو اکثر لوے لوے شخصيات چې پۀ کښې عالمان، مشائخ، سياست دانان او ليکوالان پۀ خاص توګه شامل نائي خانه پسند او مذکرپسند وو او دي.

تاريخ کښې هم داسې ډېر واقعات شته. عالمانو د شاګردانو او پيرانو د بالکو پۀ شکل کښې دغه روايت برقراره ساتلے دے. نوموړي شاعر او اديب سعدالله جان برق ته پۀ دې حقله ډېر معلومات حاصل دي. د هغوي نه مې څو څوځله پۀ دې حقله محققانه خبرې اورېدلي دي او پۀ خپلو ليکونو کښې مې هم ډېر د نامې جامې شخصيات ذکر کړي دي چې پۀ کښې د نائي خانو ذکر شته او د ځان پۀ شمول ئې د مهدي باچا نوم هم پۀ خاص توګه اخستے دے. برق صېب تر دې ليکلي دي چې يو بزرګ د قيقي بلخي چې ډېر لوے شاعر ؤ، د فردوسي نه وړاندې ئې شاه نامه ليکلې وه چې اکثرې حصې ئې اوس هم د فردوسي پۀ شاه نامه کښې شته خو دے بې وخته شهيد کړے شوے ؤ. دا بزرګ او لوے شاعر د هغه هلک خپلوانو شهيد کړے ؤ د کوم پۀ مجاز کښې چې هغۀ د حقيقت شراب څښکل غوښتل۔

برق صېب يوځاے دومره جذباتي شوے دے چې ليکي: شاعر يا بزرګ به وي او طفل پسند به نۀ وي؟ ناممکنه ده؛ نو مهدي باچا پۀ دغه پېمانه پوره ؤ چې عالم، شاعر او بزرګ درېواړه وو.

زۀ افسوس کوم چې د مهدي شاه باچا کومه تفصيلي مرکه ما کړې وه هغه رانه بې درکه شوې ده او د کوشش باوجود هم پۀ لاس رانغله خو د حافظې پۀ زور او ځنې ياداشتونو نه چې ما وخت پۀ وخت ځان سره نوټ کړي وو دا ليک کوم ګنې نو ډېرې ناوياته خبرې به مې ليکلې وې.

قيادت رسالې ته به کله کله ملاقات له ورتلم چې دغلته به هم اکثر شاعران، اديبان راغونډ وو. لطيف وهمي او پرېشان داودزے صېب به مستقل دغلته وو. او باچاجي سره به ئې د رسالې پۀ تيارۍ کښې لاس امداد کولو.

سيدرسول ناڅاپه صېب د باچاجي د علاقې بخشو پل اوسېدونکے شاعر ؤ چې هغه به هم کله کله راتلو خو هغۀ به د کوشش باوجود هم مهدي شاه ته مهندي شاه وئيلو. ما ورته دوه درې ځله خبردارے ورکړو چې کۀ باچا واورېدل نو خفه به شي خو هغۀ به بيا هم ورته مهندي شاه وئيلو. يوه ورځ زۀ حېران شوم چې مهدي باچا خپله ناڅاپه صېب ته ووې کۀ ډاکټر فضل دين خټک صېب له لاړې نو ورته ووايه چې مهندي شاه درته سلام وئيلو. کله چې ناڅاپه صېب رخصت شو نو ما ورته ووې باچا ما سره خوډېر غم ؤ چې ناڅاپه صېب ستاسو نوم سم نۀ شي اخستے او تاسو ورته غصه نۀ شئ. پۀ خندا کښې ئې ووې اکثر زمونږ د علاقې نور نالوستي خلق هم ماته د مهدي شاه پۀ ځاے مهندي شاه وائي خو دا نوم په ما ښۀ لګي ځکه مهندي نکريزو ته وائي او نکرېزې سرې وي. زۀ هم سور پوش يم نو پۀ مهندي شاه باندې خوشحالېږم. دې نه پس به ورته ما هم مهندي باچا وئيلو. کله چې مهدي شاه باچا د “شهباز” اخبار او “پښتون” رسالې ايډيټرشو نو نذر باغ فلېټس کښې دفتر ؤ چې يو خو دا ځاے پۀ جي ټي روډ ؤ بل ورته تګ راتګ اسان ؤ نو کۀ روزانه نۀ وي پۀ دوېمه او درېمه به ضرور ورتلم چې دغلته به اکثر وختونو کښې ډاکټر اسرار، مفلس دراني، ودود اشنغرے، قمر زمان قمر نړيوال او نور ګڼ ليکونکي راتلل؛ ادبي، سياسي او علمي بحثونه به کېدل چې ما غوندې مبتدي د پاره پۀ کښې ډېر اهم علمي معلومات وو. مرتضٰي خان شاهين او لطيف وهمي صېب به ورسره د معاونينو پۀ توګه کار کولو.

د باچا کمره کښې يو غټ ائيرکنډيشن لګېدلے ؤ چې شور به ئې ډېر کولو خو يخه خوا به ئې ډېره کمه وه البته ورتلونکي بنده ته به ګرمۍ کښې دا احساس ضرور کېدلو چې اوس ساعت پس ته به کمره يخه شي خو داسې به کله هم نۀ کېدله بلکې څۀ وخت پس ته به هغه ائيرکنډيشن چلېدلو خو هوا به ئې یخه نۀ وه. کله خو به داسې وشول چې څوک به بهر نه راغلو نو او به ئې وئيل دا ور خلاص کړئ چې يخه هوا دې کمرې ته راشي. باچا به کله کله خندا کښې ووئيل دا ائيرکنډيشن هم لکه زما دے چې پۀ وجود غټ پټ دے خو نوره ئې خوند مزه نشته.

د مهندي شاه باچا د قول مطابق هغه د وړوکوالي نه سورپوش ؤ. پلار نيکۀ ئې عالمان وو. نيکۀ ئې د داودزو د علاقې قاضي ؤ.

پلار ئې سيد عبدالتواب شاه يو منلے شوے عالم ؤ خو د ملاتوب پۀ ځاے ئې خپله زمينداري کوله او طالبانو ته به ئې سبق ښودلو. داسې هم شوي دي چې تواب شاه باچا به پټو کښې ګوډ چاري کوله او طالبان به ورته کتابونه پۀ لاس د پټي پۀ پوله ناست وو. مهدي شاه باچا هم پۀ داسې حال کښې د پلار نه سبق وئيلے ؤ چې د پلار سره به ئې د پټو کار کولو او سبق به ئې وئيلو. د دې نه وروستو رفيع الاسلام مدرسه کښې او بيا دارالعلوم سرحد نه فارغ شو چې سند ئې د څوارلسم برابر ؤ. د پلار ئې دا ارمان ؤچې خپل زوے الازهر يونيورسټۍ ته د علم حاصلولو د پاره ولېږي خو دا ارمان ئې پوره نۀ شو.

د مهدي باچا پلار د جمعيت علما هند عهدېدار ؤ چې دوي د خدائي خدمتګارو سره يو وو. نو باچا هډو پۀ ماشوم والي سور پوش ؤ او تر مرګه تر دغه تحريک سره تړلے ؤ. وروستو نېب کښې د ضلعي ډپټي جنرل سېکرټري هم پاتې شوے ؤ.

پۀ عملي سياست کښې د برخې اخستو پۀ وجه څو څو ځله د جېل د تورو تمبو شاته شوے ؤ. وخت پۀ وخت د ملک مختلفو جېلونوکښې پاتې شوے ؤ او د جېل ټوله موده به ئې تقريباً پينځۀ کاله جوړېږي. د قېد او بند دا تکليفونه ئې د ايوب خان او بهټو پۀ زمانه کښې تېر کړي وو. پۀ کال ١٩٦٢ز کښې ئې خپلې مور بي بي ته د جېل نه يو خط ليکلے ؤ او پۀ هغې کښې ئې ليکلي وو چې کال نيم پس ته مې پۀ صحيح معنو کښې د اسمان ستوري وليدل. هر چرته چې جېل کښې ؤ نو قېديانو ته به ئې د قران پاک د تفسير او ترجمې ذمه واري ترسره کوله او يا به ئې نور ليکل کول. د سورة فاتحه تفسير ئې هم د دغه درسونو پۀ بنياد لیکلے ؤ چې وروستو بيا دوه درې واره چاپ شوے دے. دې نه علاوه هم پۀ جېل کښې د کربلا پۀ واقعاتو مشتمل کتاب ((مظلوم امام)) او شعري مجموعه ((روڼ سحر)) ليکلي وو، دا به ئې هم اکثر وئيل چې ماته د بلډ پريشر، ډېپريشن او نورې بېمارۍ د بهټو د دور جېل نه لګېدلي دي. هم دغه د جېل دوران کښې ئې کورودانې وفات شوې وه. دا د مهدي شاه باچا د مينې محبت مرکز ؤ او چې کله د جېل نه راغلو نو خپل کلي کانکولې کښې نور پاتې نۀ شو. ورسره نزدې کلي واحد ګړهۍ کښې ئې استوګنه اختيار کړه. يو ځل ترې ما تپوس وکړو چې باچا ستاسو د وخت او اوسني سياست کښې څومره فرق راغلے دے نو راته ئې ووې د باچاخان وخت يو زرين دور ؤ. هغه پۀ خپله يوه اعلٰي نمونه وه. تۀ ګوره چې کله زۀ مدرسه کښې طالب وم نو زما پلار به چې پۀ سياسي سرګرمو کښې ونيولے شو نو زۀ به ترې نۀ خبرېدم ولې چې نورو خلقو کښې باچاخان داسې جذبه پېدا کړې وه چې زمونږ د زميندارۍ کار به کېدلو. څاروي به ساتلے کېدل او ماله به ئې خرچه هم رارسوله خو زۀ چې جېلونو ته کله لاړم نو بيا خلقو کښې بدلون راغلے ؤ او دا دے تۀ ګورې چې زما بچي د اعلٰي تعليم نه محرومه شوي دي.

باچا جي د وړومبۍ بي بي د وفات نه پس ته دوېم وادۀ کړے ؤ چې د هغې نه ئې هم څو بچي شته. يوه ورځ ئې وئيل چې ژوند کښې مې درې غلطۍ کړي دي يوه دا چې خپل کلے کانکوله مې پرېښې وه او واحد ګړهۍ ته راغلے وم. بل دا چې دوېم وادۀ مې کړے ؤ او درېم دا چې زيات وخت مې عملي سياست له ورکړے ؤ. حالانکې باچاخان ما او اجمل خټک ته څو څو ځله وئيلي وو چې تاسو دواړه د عملي سياست نه قلار شئ. خپل د ليک لوست کار کوئ نو مونږه په یو وخت دواړه کارونه کول خو هغه شان کردار مو ترسره نۀ کړے شو لکه څنګه چې پکار ؤ.

مهدي باچا کۀ څۀ هم د بلډ پرېشر مريض ؤ خو کباب ئې ډېر خوښ وو او کۀ چا به ئې نوم واخستو نو بس بيا به نۀ شو ټينګېدلے. د فردوس بازار جليل کبابي او د بخشو پل ټول کبابيان ئې پېژندل او چې به ئې څوک ورولېږل نو ډېر خاص کباب به ئې ورله پخول. د کبابو پېژندنه کښې ډېرماهر ؤ . کله کله خو به چې ډېر جوش کښې راغلو نو دا دعوه به ئې هم کوله چې کۀ زۀ ليکوال او صحافي نۀ وم نو ښۀ کبابي به وم او ټول ملک کښې به زما د کبابو درز خور ؤ. دوه درې ځله ئې وعده کړې وه چې زۀ به درباندې د خپل لاس جوړ کړي کباب يوځل خورم خو دې ته سم شوے نۀ ؤ ولې چې کور والا ته ئې پته وه چې کباب باچا له ښۀ نۀ دي خو هسې به مو ورته کله کله يادول چې باچا ستا د کبابو ارمان به ګور ته يوسو نو پۀ خندا به ئې ووئيل څۀ وکړم د کور خلق مې اجازت نۀ راکوي او دا بهر هم خوراک پۀ پټه کوم ولې چې ډاکټرانو راته وئيلي دي چې تاله کباب خوړل داسې دي لکه زهر چې خورې.

مهدي باچا پۀ داسې کورنۍ کښې سترګې پرانستې وې چرته چې ټول نر ښځې عالمان وو. پلار، مور او کورودانې ټول ئې شاعران هم وو. ځکه نو د ماشوم والي نه ئې شاعري پۀ خټه کښې اغږلې شوې وه خو باقاعده د شاعر پۀ توګه ئې ګړهي شاه محمد کښې کېدونکې طرحي مشاعره کښې برخه اخستې وه چې طرحه ئې دا وه ۔

“مسلمانان به پۀ جهان بيا سرداران وويني”.

دغه وخت د مهدي شاه باچا پۀ قول د دۀ عمر اتلس کاله ؤ. ولې زياته فائده بيا دۀ ته د اولسي ادبي جرګې نه رسېدلې وه چې د ادب لوے لوے استاذان لکه دوست محمد کامل، اميرحمزه شينواري، کاکاجي صنوبر حسېن مومند او نور موجود وو. باچاجي د اولسي ادبي جرګې پۀ اهمو عهدو پاتې شوے دے۔ دغلته ئې وخت پۀ وخت خپل تخليقات نظم او نثر تنقيد ته وړاندې کړي دي. د صاف ګوئۍ ئې دا حال ؤ چې يوځل ئې وئيل ما افسانې نۀ پېژندلې خو ليکل مې شروع کړل. بيا وروستو پۀ اولسي ادبي جرګه کښې څۀ لږ ډېر پوهه شوم خو د افسانو د ليک ابتداء مې وړاندې کړې وه. د سياسي افسانو پۀ حقله ئې يوه ورځ ووئيل چې يوځل اولسي ادبي جرګه کښې اجمل خټک يوه افسانه وړاندې کړې وه چې عنوان ئې ((دوه جهنډې )) ؤ ۔ دا پۀ سیاسي موضوع لیکلې شوې افسانه وه نو زۀ د هغې نه متاثره شوم او ما د خدائي خدمتګارانو پۀ ژوند او دوي سره پۀ کېدونکو زور زياتو افسانې ليکل شروع کړل.

زما غرض صرف د خدائي خدمتګارانو تاريخ پۀ دې طريقه خوندي کول وو. او دا خبره درته پۀ صفا ټکوکښې کوم کۀ ما ته څوک ووائي چې تۀ د افسانې پۀ فن يوه مقاله وليکه نوکېدے شي چې زۀ يوه معياري مقاله ونۀ ليکلے شم. البته د مشرانو نه د زدکړې او تجربې پۀ بنياد افسانې ليکلے شم. مهدي باچا کۀ څۀ هم شاعري او نثر نور ډېر ليکلے دے خو د افسانو پۀ حواله د ټولو نه زيات شهرت لري ځکه نو د خپل وخت ټولو ليکوالو د ټولو نه لوے افسانه نګار ګڼلے ؤ تر دې چې د پښتو افسانې پلار ئې ورته هم وئيلے دے.

ډاکټر محمد اعظم اعظم صېب نه مې څو څو ځله اورېدلي دي چې مهدي باچا ته د پښتوافسانې پلار او امام وئيلے شو. ولې اعظم صېب به ئې ورسره پۀ افسانو دغه يو اعتراض لرلو چې د مهدي باچا افسانو کښې غټ نقص دا دے چې د حد نه زيات سياسي خيالات افسانه کښې ځايوي ځکه افسانې ئې د فن پۀ تله کمزورې کېږي.

اعظم صېب پۀ خپل کتاب “پښتو افسانه” کښې د مهدي باچا پۀ افسانه نور هم ځنې غېر ضروري اعتراضونه کړي وو چې نورو ليکوالو ته بې ځايه ښکارېدل او دا هم ورته معلومه وه چې اعظم صېب باندې د باچاجي څومره احسانات دي۔ پۀ هلکوانه ئې د دۀ څومره ډاډګيرنه او حمايت کړے دے. خو مهدي باچا ډېر پۀ پراخه د هغۀ تنقيد قبول کړے ؤ او دوه څلور واره ترې ما اورېدلي وو چې دا اعظم صېب ته حق حاصل دے چې په ما تنقید وکړي۔ زما غلطو او کمزورو ته ګوته ونيسي.

د باچاجي د شاعرۍ ايکي يو کتاب (( روڼ سحر)) چاپ ؤ چې زياتره پۀ کښې نظمونه وو خو پۀ وروستي وخت کښې ئې ځينې غزلونه هم ليکلي وو چې د ښۀ معيار وو او څو څو ځله ترې ما او نورو اورېدلي وو.

صحافت د مهدي باچا د ژوند يو بل اهم اړخ دے چې دا ئې پېشه وه او ټول عمر ئې دې کښې کار کړے ؤ. د دې شروع ئې کال ١٩٥٣ز کښې د ((ترجمان افغان)) نه کړې وه۔ دې نه وروستو ((انجام))، ((شهباز)) او پۀ اخره ((کسوټي انټرنېشنل)) کښې پاتې شوے ؤ. کسوټي انټرنېشنل ئې اخري ورځپاڼه وه. دا درې ژبو کښې چاپ کېدونکے اخبار ؤ او زۀ پۀ کښې د پښتو برخې ايډيټر وم چې د وفات نه څو مياشتې مخکښې ئې دې کښې د پښتنو پۀ شخصياتو مضمونونه ليکل ځکه زۀ ځان خوش قسمته ګڼم چې د مهدي شاه باچا غوندې شخصيت مونږ سره کار کړے ؤ او هم دغه دوران کښې وفات شوے ؤ. دې نه وړاندې ئې د پښتو پۀ څو مجلو لکه ((رهبر)) ((غنچه)) ، قيادت او ((پښتون)) کښې کار کړے ؤ چې د قام د بېدارۍ او مسئلو پۀ لړکښې ئې ډېرې ښې اداريې مضامين، مقالې او طنزیه، مزاحیه کالمونه ليکلي وو. د خپل اصلي نوم نه علاوه به ئې وخت پۀ وخت پۀ فرضي نومونو هم کالمونه ليکل چې دهغې تفصيل دا دے. مولانا عبدالجليل، راز پېښورے، سودائي، ميم شين ميم، ميم ميم شين، خېرے کاکا، لېونے او عمرعيار.

د باچاجي سره د ډېرو ملاقاتونو ټولې خبرې کۀ ليکم نو قيصه به ډېره اوږده شي ولې چې هغه ډېر خبر لوڅ، محفل ارا او عالم سړے ؤ. د خبرو او تقرير انداز ئې ډېر زړۀ راښکونکے ؤ او بنده به وئيل چې بس دے لګيا وې خبرې ئې کولې او ما اورېدلې ځکه خبرې ئې ډېرې علمي، معلوماتي او دلچسپې وې. يوه ورځ د ققنس مارغۀ پۀ حقله څۀ بحث شروع شو نو باچاجي ووې ققنس يو مارغۀ دے چې دا پۀ ټول ځنګل کښې صرف يو وي. د دۀ اواز ډېر ښکلے وي کله چې دے سندرې وائي نو د ځنګل ټول مارغان ورته راغونډ شي. د دۀ پۀ مښوکه کښې پۀ زرګونو سوري وي چې د هر يو نه بېل بېل اواز را وځي. کله چې دے يو خاص عمر ته ورسي نو دے خپل راګونه شروع کړي او دا دومره اثري وي چې ورسره د دۀ پۀ بدن اور ولګي. د دۀ د بدن د ايرې نه يوه اګۍ غوندې جوړه شي او د دۀ پۀ ځاے ترې بل ققنس پېدا شي. او کله چې بيا دے هغه خاص عمر ته ورسي نو دے هم داسې ايره کېږي.

دغه شان يوه ورځ د شوم توب او سخا پۀ حقله بحث روان ؤ نو باچاجي ووې چې عبېدالله ابن عباس (رض) ډېر مالداره او سخي سړے ؤ. ټوله مکه او خواو شا کښې د هغۀ د سخاوت شهرت ؤ. يوه ورځ چا د عبېدالله رض نه تپوس وکړو چې حضرت تاسو چرته د ځان نه زيات سخي سړے ليدلے دے هغۀ ووې او ليدلے مې دے. دا يو بدو ؤ. زۀ او زما يو غلام يو ځل صحرا ته تلي وو هلته را باندې باران راغلو نو د بدو ځاے ته ورغلو، هغۀ چې مونږه وليدلو نو اوښ ئې حلال کړو. باران جاري ؤ .سبا له ئې بل اوښ حلالولو نوما ورته ووې د دې حاجت نشته غوښه ډېره ده خو هغۀ ووې چې زۀ پۀ مېلمنو زړې غوښې نۀ خورم. ما ورته وې دا غوښه به خرابه شي. هغۀ ووې دا به مونږ ځانله اوچه کړو، تۀ بې غمه اوسه. اووۀ ورځې مونږ هلته ايسار وو او هغه بدو اووۀ اوښان مونږ له حلال کړي وو. کله چې باران ودرېدلو او مونږ راتلو نو ما خپل غلام ته ووې تاسره څومره دينارونه دي هغۀ ووې درې زره دي. ما ورته ووې دا ټول دې بدو له ورکړه خو هغۀ انکار وکړو نو د هغۀ ښځې له غلام يوړل، هغې ورته ووې مونږ پۀ مېلمنو مېلمستيا نۀ شو خرڅولے خوخېر غلام ورته د درې زره دينارونو کڅوړه دروازې سره وغورځوله او روان شو، څۀ مزل به مو کړے ؤ چې دغه بدو را ورسېدو مونږ پسې ئې چغې وهلې. د دينارونو کڅوړه ئې راوغورځوله . وې دا واخلئ زۀ دومره بې خونده نۀ يم چې د مېلمنو نه به د ډوډۍ قيمت وصولوم. حالانکې پۀ درې زره ديناره په سوونو اوښان کېدلے شول. مونږ ورته ډېر ووې چې دا رقم واخله خو اخر بدو ووې دا خپل رقم اخلئ او کۀ پۀ نېزه مو دې سينه کښې ووهم، نو دغه سړے زمانه زيات سخي ؤ.

باچا هم ډېر سخي ؤ، کۀ وس به ئې رسېدو نو ډېر پراخه خرڅونه به ئې پۀ مېلمنو کول او ګنې دغه چائے ډوډۍ خو به ئې هر چاته وړاندې کول.

د خوددارۍ هم پرې ختمه وه. د بيمارۍ پۀ موده کښې د دوي دعلاقې يو وزير ارباب ایوب جان باچا صېب ته وئيلي وو چې زۀ تا امريکې ته د علاج د پاره بوتلل غواړم خو هغۀ انکار وکړو او وې وئيل ارباب صېب ضمير مې اجازت نۀ راکوي چې هلته د علاج د پاره لاړ شم ولې چې ما ټول عمر دغه سامراج غندلے دے. پۀ کوم وخت کښې چې مهدي باچا ناروغه ؤ نو افضل خان لالا دغه موده کښې د پيپلز پارټۍ پۀ دور حکومت کښې وفاقي وزير ؤ. د باچاجي سره ئې زړه پېژندګلي وه نو کلي ته ئې تپوس له ورغلے ؤ او چې پاڅېدلو نو د بالښت لاندې ئې ورته پينځۀ زره روپۍ ايښې وې. کله چې دوي ووتل نو باچا د بالښت لاندې لاس ووهلو او دغه روپۍ ئې زوي له ورکړې، وې هله دا واپس ورکړه. کله چې ئې زوے بهر ووتو نو دغلته ناست يو تن چې شېر رحمان نومېدو ته ئې ووې تۀ ورښکاره شه هسې نه دا هلک روپو ته ټينګ نۀ شي او جېب کښې ئې وانۀ چوي. افضل خان لالا د روپو پۀ واپس کولو خفه شو خو باچاجي له هله ارام ورغلو چې روپۍ ئې ورته زوي واپس ورسولې.

مهدي باچا د خپل مرګ نه وړاندې دوه وصيتونه کړي وو چې ما پۀ خپلو جامو کښې ښخ کړئ او زما د کفن کپړې چا خوار غريب له ورکړئ چې جامې ترې وکړي. او بل دا چې زما قبر مۀ پخوئ. د هغۀ ورور سيد هادي شاه باچا او د کورنۍ غړو يو وصيت ونۀ منلو چې بيا به را پورې خلق خاندي نو کفن ئې ورله راوړے ؤ. او د وصيت مطابق قبر ئې کچه پرېښے دے. د قبر د پخېدو پۀ حقله ترې چاتپوس کړے ؤ نو وئيلي ئې وو زۀ سامراج نۀ يم چې ځمکې نيسم. بل هغه عالم سړے ؤ نو پۀ دې خبره هم پوهېدلو چې ګڼو احاديثو کښې د قبرونو د پخولو نه منع راغلې ده.

دمهدي باچا ګڼ کتابونه د هغۀ پۀ ژوند چاپ شوي دي. “د سورة فاتحه تفسير”، “مظلوم امام”، “روڼ سحر” او دې نه علاوه ئې د افسانو شپږ مجموعې “نشان”، “د بوډۍ ټال”، “پت”، “لاله ګلونه”، “تور داغونه” او “د قيامت نخښه” پۀ نومونو چاپ شوي دي. د ټولوچاپ افسانو شمېر ئې ٨٤ دے. دې نه علاوه ډېر ناچاپه کتابونه ئې د مسودو پۀ شکل کښې کورنۍ سره پراتۀ دي.

نن کۀ څۀ هم مهدي باچا پۀ مونږ کښې نشته خو نۀ صرف د هغۀ ژوندي ليکونه او يادونه شته او تل به وي بلکې يو نمسے ئې سيد ياسر علي شاه ياسر صېب دے چې د مهدي باچا د افسانې روايت مخ پۀ وړاندې بيائي. پۀ ګور ئې نور شه.

دا هم ولولئ

د قېصو سړے – ګل محمد بېتاب

نوټ:( دا خاکه د محترم نورالامين يوسفزي د افسانو د نوي چاپ کېدونکي کتاب “څادر” …