انقلاب زنده باد – ډاکټر همدرد يوسفزے

د کوڅې هغه بل سر ته به چې د غمي ماما پۀ اټۍ کښې شور شو نو زۀ به غلے غوندې لاړم. د ملېشې تورې جامې او توره ټوپۍ چې به غمي ماما وليده نو چغه به ئې کړه سر کوزيه! ته بيا د سکول نه پټ شوے يې؟ دا ځل چې دې پلار د کوئټې نه راشي نو زۀ به دې پرې سم کړم.

“هله شابه منډه کړه سکول ته ځه”.

“دا ماسټران هم څومره بې کا ره شو، هډو درته څۀ وائي نۀ”

“کاکا! بس دا سندره اورم نو ځمه”

تۀ ئې لږه تېزه کړه کنه”.

غمے کاکا به مسکے شو.

“سر کوزيه! هله هو!” لکه چې هغۀ به هم غوښتل چې دغه سندره واوري .

او بيا به د ګلزار عالم پۀ اواز سندره شروع شوه.

راواخلئ بيا د انقلاب سرۀ نشانونه لېونوزلمو

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

ما به وې کاکا دا انقلاب څۀ شے وي؟

کاکا به پۀ خپله وړې شان ږېرې لاس راښکلو. . .

“بچيه! انقلاب…”

“هو انقلاب…”

“تۀ سکول ته ولې نه ځې؟”

“بس کاکا يو ځلې ئې بيا د سره کړه نو ځمه”!

کاکا به د شهادت پۀ ګوَته يو بټن اووهله خو کار به ئې سم نه کولو. هغۀ به بله بټن اووهله او يو کېسټ به بهر شو.

هغۀ به يو ‌‌‌‌‌‌ډکے راواخستو او پۀ کېسټ کښې به ئې دننه کړو، او بيا به ئې خپل لاس ته حرکت ورکړو. کېسټ به تاو شو. رباعي به شروع شوه:

ستا ديدن راته د خپل وطن نظام شو . . .

ما به وې:

“کاکا نظام څۀ ته وائي؟”

د کاکا سترګې به سرې شوې. يو سوچ به واخستو.

“بچيه! نظام دې ته وائي چې ستا پلار د کوئيلې مزدور دے. دا د دغه نظام يوه حصه ده”.

“خو ستا پۀ نظام څۀ مړه! “

“تۀ سکول ته ځه”.

ما به وې: “کاکا! ګل دين قاري صېب مخرجونه اوروي. ماله راځي خو هغه وائي داسې به وائې”

چې زۀ وايم نو ښۀ سم دم وي خو هغه وائي . . .

“داسې او داسې”

“او بيا زما ژبه د تالو سره ونخښلي”

“هغۀ وائي “فې” زۀ وايم “پې”

هغۀ وائي “فې” زۀ دا ټکے نۀ شم وئيلے. ژبه مې تاو راتاو شي”

“اوهغه بيا چوکه را واخلي”

“نو دا سبق تاله خو به هم نۀ درځي کاکا”

“اے چې! بېخ دې وځه!”

“ما چې سبق وئيلے وے نو اوس به دلته نۀ ومه. غټ افسر به ومه”

ما به وې کاکا افسر څۀ شے وي؟

هغۀ به وې د هاتهي سر!

او زما پۀ ذهن کښې به د ادنا د کتاب هغه هاتهي لاړو راغلو.

ما به وې کاکا بس دے ځمه خو دا سندره بيا د سره کړه . . .

او بيا به د ګلزار لالا اواز راغے . . .

“راواخلئ بيا د انقلاب سرۀ نشانونه لېونوزلمو

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب”

وختونه تېرېدل

غمے کاکا پۀ کلي کښې پۀ کامريډ مشهور ؤ.

ماته هغه ورځ هم لکه د نن ياده ده چې غمي کاکا پسې پوليس راغلي وو او کاکا ئې پۀ هتکړو کښې بوتلے ؤ.

د کلي خلقو به وې د غمي کاکا سره د کفر کتابونه وو.

غمے کافر دے. . .

ما به مې مور ته وې دا غمے کاکا کافر دے؟

هغې به وې چپ شه تنکے نهل شې!

“بهر چاته ونۀ وے”

“غمے کاکا لا پۀ څۀ کافر شو؟”

“سم دم مسلمان دے”

ما به وې ابۍکافرڅۀ ته وائي؟

او مور به مې يو اوږد سوچ واخسته لکه چې جواب ورسره نۀ وي.

زۀ د ګل دين قاري صېب د مخارجو نه خلاص شوے ومه.

اوس به سپينو جامو کښې کالج ته تلم راتلم.

د کافر او مسلمان پۀ تعريفونو اوس لږ لږ پوهه شوے ومه.

غمے کاکا د جېل نه لس کاله پس ازاد شو

زۀ چې د کوڅې سر ته ورسېدم نو يو نري نروچکي کاکا د جېب نه د نسوارو ‌‌‌‌‌‌ډبے راوويستو. اول ئې پۀ سپينه ږېره کښې وېښته سم کړل او بيا ئې يو لاس پۀ سپورو سپينو سپينو وېښتو راکاږو.

زۀ ورنزدې شوم . . .

ما وې کاکا پۀ خېر راغلې ؛

“لوے شې بچيه! “

“څنګه يې؟ کورونو کښې خېر دے؟

ما وې کاکا تۀ خو سم کمزورے شوے يې!

کاکا يو سوړ اسوېلے وکړو.

وې هو بچيه! عمر تېرېدل پۀ خپله يوه لاعلاجه بيماري ده. بس تېر شو نو.

ما وې کاکا انقلاب واله سندرې خو اوس څوک نۀ اوري.

“راواخلئ بيا د انقلاب سرۀ نشانونه لېونو زلمو”

د کاکا سترګې د اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې شوې . . .

“بچيه! انقلاب د سړې سينې کار دے”

“ذهنونه به جوړول غواړي”

“خلق به پوهه کول وي”

“داسې پۀ منډه انقلاب چرته راځي؟”

او بيا د کاکا سره زما ناسته شروع شوه . . .

د هېګل او مارکس کتابونه به ئې راته ټکي پۀ ټکي را ياد کړل!!!

تر ناوخته به اټۍ کښې مونږه ناست وو.

خلقو به راته پۀ شکي نظرونو کتل . . .

کاکا نه چې ما د کميونسټ مېنوفسټو کتاب ختمولو نو ما د بي اے امتحان پاس کړے ؤ.

کاکا ‌‌‌‌‌‌ډېر زوړ شوے ؤ.

اوس به پۀ خبرو کښې ئې ساه راماتېده.

غصه به هم ورله ورتله.

زۀ د نوکرۍ پۀ منډو کښې شوم.

‌‌د ‌‌‌‌ډېرو کوششونو نه پس زۀ دغه ښار کښې نائب تحيصل دار ولګېدم.

بيا د مسافرۍ د ورځو شپو نه پس چې زۀ ‌‌‌‌‌‌ډېره موده پس کور ته راغلم نو د کاکا تپوس مې وکړو.

کاکا بېخي سم ‌‌‌‌‌‌ډېر ناروغه ؤ.

زۀ ئې دکټ سر ته کښېناستم!

هغۀ ماته پۀ بې واره ساوونو کښې وې . . .

“کليم خانه لاړې افسر شوې”

“اوس دې د کاکا تپوس هم نۀ کوې”

زۀ کوز سترګې ومه.

هغۀ زر خپل کشر نمسي ته غږ کړو!

“هلکه! زما هغه ټېپ راوړه”

کاکا ماته وې!!!

“کليم خانه! راځه چې نن بيا يوه سندره واورو “.

ما چې بټنه ښکته کړه . . .

نو غږ شو

“يو خوا پولاو، بل خوا ساړۀ انغري

ملګرو دغه څۀ دي، دا څۀ کېږي؟

“د يو ادم، د يو حوا زامنو

ملګرو! دغه څۀ دي، دا څۀ کېږي؟”

د کاکا سترګې د اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې شوې.

دغه شپه چې دکاکا طبعيت لا نور خراب شو نو سبا لۀ خبر شوم چې کاکاپۀ لېډي ريډنګ هسپتال کښې بستر شوے دے.

زۀ چې لاړم نو کاکا د خبرو نه پرېوتے ؤ.

ګونه ئې زيړه، نري نري لاسونه ئې نور نري شوي وو.

ماته ئې پۀ اشاره وې !!!

“دا واخله”

يو کاغذ ؤ.

ليکلي پرې وو. . .

“انقلاب زنده باد!”

ما چې دا کاغذ لوستو نو سترګې مې د اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې شوې .

کاکا راته پۀ سترګو کښې مسکے ؤ!

لکه چې د نعرې جواب غواړي.

ما اوښکې پاکې کړې،

او پۀ يوه تېرۀ کريکه مې غږ کړو:

“انقلاب زنده باد!”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *