کابلے (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

د کابل ماښامونه داسې غمژن وو کۀ نا ماته غمژن ښکارېدل، پۀ ښار کښې به سم د ماښامه تکه توره تيارۀ خوره شوه چې وحشت به ئې لا پسې زيات کړو. د ښار نه چار چاپېره غرونه چې د ورځې به پکښې د خاورو او ګټو جوړ قط پۀ قط کورونه ښکارېدل سم د ماښامه به هغه ورک شول. بس تکه توره تيارۀ به ښکارېده لکه چې دغه کورونه استوګن نۀ لري . کۀ څۀ هم استوګن کم وو خو داسې هم نۀ وه چې بېخي دغلته څوک نۀ وو. ځکه چې د ورځې به خال خال د دغه کورونو پۀ چتونو بنيادم ښکاره کېدل . تکه توره شپه…. لکه د کونډې د بخت غوندې پۀ ټول ښار به خوره شوه… او دغه وحشت به هله يو پۀ لس شو چې د غر د بل اړخ نه به يوميزائل يا د لانچر مرمۍ ډز شو . لږ ساعت له به دغه ښار يو پړق وکړو. خو دغه رڼا او پړق به د دغې تيارې او شپې نه زيات وحشت ناک ؤ. ما پۀ اول ځل د خداے نه دا سوال کوو چې داسې رڼا دې نۀ وي. ما پۀ اول ځل وئيل چې تيارۀ ښۀ ده. وېره خو لږه کمه وي دغه رڼا خو زړونه چوي. خو خداے خو هم د هر چا خبره هر وخت منلو ته تيار نۀ وي، خپله خوښه کوي. دغه ډزې ، پړق ، رڼا او د دغه کورونو نه راوتونکې د ماشومانو انګولا……. لږ ساعت له به زما د زړه ټکان داسې شو چې ما به وې زړۀ به مې اوس باهر راوځي .د ماشومانو د ژړا نۀ پس به د خندا يوه چپه پۀ هوا کښې خوره شوه. زما اشپز او پۀ يو وخت ترجمان ماته وې، مادام ( مېډم ) دا مجاهدين دي. دوي لکه چې دغه بل غر قبضه کړو. واوره پونه پونه ورېده خو لا پۀ ځاے جمع شوې نۀ وه. بهر به چې ګاډے تېر شو نو زمونږ د اوسېدو د دغه ځاے چې پۀ دويم منزل ؤ داسې به محسوس شوه چې زلزله ده. زړګے اشپز به د خندا شين شو او زما وار خطائي به د هغۀ د خندا سره لږه کمه شوه. ماته به غصه هم ډېره راغله خو د زړګي دغه خندا به وحشت کم کړو. هغۀ به چې خندا بس کړه نو ماته به ئې وې،

“مېډم وار خطا کېږه مۀ، دا د مجاهدينو ټانک ( ټېنک ) ؤ . د ټېنک لاندې د اوسپنو او فولادو جوړه پټرۍ وي دغه اواز د دغه پټړۍ نه پېدا کېږي”.

ما به پۀ ډېره ګرانه پۀ خپلو وچو شونډو د مسکا راويستو يو ناکام کوشش وکړو.

دغه ښار کښې دا زما اتويشتمه شپه وه. د تېرو اتويشتو ورځو او شپو حال هېڅ د يو بل نه بدل نۀ ؤ. وران ويجاړ ښار…. ډزې .… چغې .… ژړا …. د ټېنکونو پۀ سړکونو ګشت…. او بيا غمژن ماښام پسې بوږنونکې شپه…

زما پۀ خپل هېواد کښې د خپل چېنل سره اخري رابطه اتلس ورځې وړاندې شوې وه چې ماته پکښې د چېنل د مشر تابه نۀ دا کلکه او جخته سپارښتنه او حکم شوے ؤ چې زۀ خپل راپورونه نور بس کړم او ځان زر تر زره لۀ دغه هېواده وباسم . خو د وتو هېڅ رو نۀ ؤ. مخابرې مکمل خرابې شوې وې. زما پۀ ټرانسسټر به د کابل راډيو غږ راتلو چې نن به د يو ګروپ مجاهدينو پۀ قبضه کښې ؤ سبا د بل ګروپ. زړګي سره اشپز خانه کښې خوراکي مواد پۀ کمېدو وو. داسې ښکارېده چې دوه درې ورځې پس به د خوراک هېڅ هم نۀ وي .پخوانے اولس مشر ډاکټر نجيب چې څو ورځې وړاندې ورسره ما مرکه کړې وه اوس هېڅ خبر نۀ وو چې چرته دے؟ ژوندے هم دے کۀ نه؟

ماته د هغۀ د غرور نۀ ډکو سترګو کښې پټې اوښکې رايادېدې. زما د سوالونو جوابونو کښې د هغۀ عزم او حوصله هېڅ داسې نۀ ښکارېده چې ماته ده. هغۀ وې بس وبال دے د خداے نه لاس پۀ دعا يو چې د روغې جوړې کوم صورت پېدا کړي.

ما وې ” صدر صاحب! ايا تاسو داسې نۀ ګڼئ چې ستاسو ژوند ته خطر دے”؟

د هغۀ پۀ شونډو يو نۀ ختمېدونکې مسکا خوره شوه، لږ ساه نيولے شو او بيا ئي ووئيل:

“ژوند د مرګ امانت دے. لۀ مرګه تېښته نۀ کېږي چرته چې خداے ليکلے وي هم هلته راځي، خو زۀ خوشبين يم چې زما د روغې جوړې دغه عمل به زما وروڼه دې ته اړ کړي چې د مرګ او ژوبلې دغه لړۍ ودروي. زۀ دا ګڼمه چې وطن زمونږ شريک دے. مونږ مرګ لرو، غم ښادي لرو. د پښتو وطن دے سبا به مو سترګې لګي. مونږ بايد يو بل ته درناوے ولرو. او زما هيله ده چې داسې به کېږي. هغه خلک چې د پردو پۀ شومو موخو کار کوي هغوي ته زۀ نن هم خواست کوم چې سره کښېني، دغه وطن زمونږ مور ده. مونږ د دغه مور حلالي بچي يو. چې مور مو وساتو، خپل ناموس ننګ او غېرت خوندي کړو نو ګرانه نۀ ده چې دغه وطن اباد نۀ شي. تاريخونه دا هر څۀ خوندي کوي. چا څۀ کول، چالۀ ئې کول دا به د تاريخ برخه وي .”

ما پۀ دغه مرکه سوچ کولو چې زۀ د ټانک د اواز سره بيا وبوږنېدم. او دا ځل د زړګي د خندا اواز هم رانغے، هغه اشپز خانه کښې تريخ چاے جوړولو کښې بوخت ؤ. زما زړۀ بيا ټکان وخوړ. د بمونو او مرمو د اواز سره چې دا ځل به رڼا شوه نو د کابل د غرونو ښکلا به يو ساعت له وپړقېده او د واورې سپين څادر به پۀ دغه رڼا کښې ښکاره شو، خو د ماشومانو انګولا به دغه منظر بيا د مرميو او ګولو د اوازونو پۀ شان د وحشت نه ډک کړو. او درنګ ساعت له به بيا د توپونو پۀ اواز کښې دغه د ماشومانو انګولا او ژړا ورکه شوه. ياداسې به وه چې انګولا او ژړا به وه خو زما د غوږونو نه به لرې شوه. زړګي چې تازه تريخ چاے راوړو نو ما زر زر خپل ټرانسسټر بيا ان کړو. يو ساعت مخکښې چې د کوم ګروپ قبضه وه هغۀ اوس ماتې خوړلې وه . زړګي هم دې ته غوږ نيولے ؤاو ماته ئې ترجمه کوله. خبرونو کښې هېڅ هم د خوښې خبر نۀ ؤ . ما د تريخ چاے نه يو ګوټ وکړو خو چاے دومره تريخ ؤ چې زما حلق تريخ شو او ما پياله د ځان نه لرې کېښوده چې چرته پۀ خطائۍ کښې ترې بل ګوټ و نۀ کړم.

زړګي ته زۀ حیرانه پۀ دې ومه چې د دغه سړي هډو پرواه هم نۀ وه يا خو داسې وه چې هغه زما د حوصلې پاره پۀ ځان هېڅ وېره ترهه نۀ حاوي کوله او زما ګومان هغه وخت درست ثابت شو چې هغه د دغه کمرې پۀ بالکونۍ کښې د واورې نظارې پۀ بهانه بهر ولاړ ؤخو چې زما پام شو او د توپ د ګولۍ سره پړق شو نو هغۀ ژړل او د رڼا سره ئې زر زر پۀ خپله لمن اوښکې پاکولې. ما ځان بېخي داسې ناغرضه کړو چې ما هډو هغه پۀ ژړا لېدلے نۀ ؤ. د هغۀ دغه ژړا بې معنا خو هم نۀ وه. د تېرو اتويشت ورځو نه هغه لۀ خپله کوره او ماشومانو د غمه هېڅ خبر نۀ ؤ. او د هغۀ د مخې مرګ هم ولاړ ؤ او د هغۀ نازبين ښار د اور لمبو اخستے ؤ. چې هغۀ ښۀ زړۀ سپک کړو نو ما غږ کړو او ورته مې وې څو بجې دي ؟

هغۀ پۀ خپل لاس ګهړۍ کښې يو بټن له زور ورکړو او د وحشت د يوې رڼا سره ئې ماته وې اووۀ نيمې بجې دي .

او د ځان سره ئې وې ياره دا خو لا شين ماښام دے خو دغه ماحول کښې خو داسې ښکاري لکه چې نيمه شپه وي. ما وې زړګيه ته لږ دا خوا او شا کورنه وګوره چې څوک شته. هغۀ د بالکونۍ نه سر وويستو، سره لۀ دې چې چم ګاونډ کښې هېڅوک هم نۀ وو خو هغۀ زما د تسلۍ پاره وې دغه درېم کور کښې خلک شته، ګوره د احمد ظاهر سندره ئې لګولې ده . تۀ راشه غوږ شه.

ما وې کومه سندره ده. هغه مسکے شو وې ” اوبۀ درته راوړم،،، سابۀ درته پاښم ،،، درځم درسره خانه دې ورانه شه جوګي ” او د جوګي د ټکي سره ئې پېر وخوړ. زۀ چې بالکونۍ ته شوم او غوږونه مې بوڅ کړل نو هېڅ اواز نۀ ؤ. صرف يو اواز ؤ شاهد چې جمع شوې واوره لۀ يو چت نه ښکته پرېوته. ما وې زړګيه تۀ کوم جهادي ګروپ خوښوې.

هغه يو اوږد سوچ واخستو لکه چې ما ډېر ګران سوال ترې کړے وي .

وې “ټول وبال دے پۀ درد نۀ خوري بلا ورپسې” ما وې بيا هم، هغۀ يو سوړ اسوېلے وکړو او راته ئې وې،” ډوډۍ ګروپ”، هغه ګروپ چې ډوډۍ راکړي، فقر ختم کړي. خېټه پۀ جهاد څۀ کوي. ډوډۍ غواړي. زما شپږ اولادونه دي. وږي دي، تږي دي. ناروغه دي رانه مړۀ نۀ شي. او دا ځل د هغۀ د سترکو نه دوه اوښکې راغلې او هغۀ هېڅ د اوښکو د پاکولو هڅه و نۀ کړه ، اوښکې د هغه پۀ ږېره کښې داسې ورکې شوې لکه د دې شين ماښام پۀ تيارۀ کښې چې کابل زمونږ نه ورک ؤ . ما بيا د هغۀ نه بل تپوس و نۀ کړو . يا مې ترې کولے نۀ شو.

پوره يو ساعت له هم داسې ناست وو چې د توپونو اوازونه نور جيګ شو بېخي داسې محسوسېده چې زمونږ د ور مخې ته چا توپ خلاص کړو. انګيټۍ کښې زړګي زر زر لرګي سم کړل. د کابل سړې هوا کښې دغه لوے غنيمت ؤ . خو زړګي وئيل کۀ سبا د لرګو څۀ درک و نۀ شو نو مونږ دواړه به د کابل دا سړه هوا ژوند ته پاتې نۀ کړي.

خوراکي مواد هم پۀ ختميدو دي.

ما يو درنه بړستن راواخسته او زړګي ته مې وې زۀ اودۀ کېږم. تۀ هم اودۀ شه. سبا به څۀ چاره کوو.

ټوله شپه لکه قيامت تېره شوه. دغه وېره ترهه کښې به چا سترګې پټې کړې وي.

يخنې دومره وه چې ما پښې غزولې نۀ شوې .سهار سبا چې لږه رڼا شوه نو ما د تسلۍ يوه اوږده ساه راښکله. د ډزو اوازونه هم راتلل خو ډېر د لرې نه وو. ناڅاپي زمونږ د کوټې لاندې نۀ غږ شو. زړګے د خوبولو سترګو سره ښکاره شو او يو څو لمحې پس راغے ماته ئې وې” کرفيو ختمه ده هله شابه سامان راخله ستاسو ميډيا ګروپ اېمبولېنس رالېږلے دے. الوتکه تياره ده، خارجي خلک ټول وباسي، ما زر زر خپل سامان راغونډ کړو. او درنګ ساعت له د اېمبولېنس پۀ فرش ناست وو. اېمبولېنس څه ؤ خو يو سورے سورے ګاډے ؤ. شيشه ئې يوه هم جوړه نۀ وه. د کابل پۀ مات مات سړکونو ګاډے روان ؤ. ځاے پۀ ځاے مړي پراته ؤ. بلډنګونه زمين بوس شوي وو. کله کله به د سړک درک نۀ ؤ. پۀ کندو کپرو به روان ؤ. چې مونږ هوائي مېدان ته ورسېدو نو د درې څلور ملکونو نامه نګاران مې وليدل، زړۀ مې ډاډه شو. ما زړګي نه رخصت اخستو، خپل پرس نۀ مې درې زره ډالره راواخستل او زړګي ته مې ورکړل. زړګي زما بېګ پۀ اوږه کړو او جهاز پله روان شو. سفر پۀ خېر تېر شو. زۀ چې کور ته ورسېدم، ما سامان راواخستو نو زما د بېګ پۀ جېب کښې هغه درې زره ډالره هم پراتۀ وو کوم چې ما زړګي له پۀ هوائي مېدان کښې ورکړي وو. ما ډالرو ته کتل او دوه تړمې اوښکې زما د سترګو نه پۀ ناقلارۍ کښې روانې شوې او هغه درې زره ډالرو کښې جذب شوې.

دا هم ولولئ

لۀ کابله تر کابله (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

هو! ماته لږ لږ ياد شي. زمونږ وطن! کلے کور، چم ګاونډ او زما ملګرې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *