يو شرط (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

د ټارچر پۀ يوه تنګه کوټه کښې هغۀ ته اوس اوس يو تور سړي ګلاس کښې اوبۀ راوړې. د هغۀ ژبه وچه شوې وه. هغۀ بار بار د وچ تالو سره ژبه وهله خو ژبه به تالو پورې ونخښته. هغۀ خپلې ببرې ږيرې او وران برېتونو کښې د خپل شکل خيالي تصوير پۀ ذهن کښې راوستو. خو تصوير به لا جوړ نه ؤ چې هغه به د دغه تصور سلسله ختمه کړه لکه چې کوم تصوير به جوړېدو نو هغۀ به دغه تصوير ليدل نۀ غوښتو. هغه ګلاس پۀ لاس کښې نيولے د سوچونو يوې نوې سلسلې د ځان سره واخستو. هغۀ ته د خپلې مور څهره مخې مخې ته شوه. ولې د مور دغه څهره به کله نيمه شوه ، کله به ئې د تندي ګونځو کې د غم تصوير جوړ شو، کله به هغۀ ته د هغې ګوتې رايادې شوې چې څنګه به ئې پۀ شالونو ګل کاري کوله او د هغې فنکارې ګوتې به لکه د مشين پۀ يو انداز حرکت کولو. شالونه به چې ګل شو نو هغۀ به پۀ اوږه راوچول او د نياز ماما دکان ته به پۀ منډه شو. ساه نيولے به چې ورسېدو نو نياز ماما به ترې شالونه ډېر پۀ احتياط واخستل . شمار به ئې کړل. پټ پټ به ئې ځان سره څۀ ووې او بيا به ئې کاپي راواغسته . د سياهۍ قلم له به ئې يوه جټکه ورکړه او د کاظم د نوم پاڼه به ئې راواړوله ، هلته به ئې وليکل.

څلور شالونه، تاريخ او مخامخ به ئې ورته کرښې کرښې لاسليک وکړو. کله کله به چې مور ورته د پېسو راوړلو وئيلي وو نو هغۀ به نياز ماما ته وې!

کاکا جي ،”مور مې پېسې غواړي تۀ شمار کړه چې شالونه څو دي او پېسې راکړه۔ “

نياز ماما به جېب ته لاس کړو پېسې به ئې راوويستې او بيا به ئې د شهادت ګوته پۀ ژبه لونده کړه، تا به وې چې د لکهونو نوټونه شماري.

د لسو لسو پنځۀ شپږ نوټونه به ئې درې ځله پۀ احتياط شمار کړل او هغۀ ته به ئې وې ۔ ۔ ۔

“هلکو! هو دا واخله خيال کوه ورکې ئې نۀ کړې”

مور دې مزدوري کوي، دا بلا ګران کار دے.

هغۀ به وړو وړو چاچو کښې نوټونه کلک ونيول او نياز ماما دا يو شال پۀ څو خرڅيږي ؟ هغه به يو اوږد سوچ واخستو، وې فرق کوي کله رېټ ښۀ وکړي، کله راته تاوان وکړي. هله شابه ته ورځه پېسې ورکې نۀ کړې . کاظم به پۀ خپلو لاسو نور هم کلک زور وکړو. او چې کور ته به رسېدو نو واړۀ واړۀ لاسونو کښې به دغه پنځوس شپېتۀ روپۍ خولې شوې وې ۔ هغۀ به چغه کړه مورې مورې ! نياز ماما پېسې راکړې. مور به ترې پېسې واخستې او زر زر به ئې شمار کړې.

هغۀ دغه سوچونه کول چې ژبه ئې نوره هم وچه شوه . ګلاس نه ئې ګوټ خداے خبر چې ولې نۀ کولو . دا ځل چې هغۀ د ګوټ پۀ نيت هغه ګلاس خولې ته نزدې کولو نو هغۀ ته پۀ کښې خپل عکس ښکاره شو. هغه نور زهير شو. بې ترتيبه ږيره کښې تش وېښتۀ د هغۀ پۀ مخ وو . برېتونه ئې تر خولې رارسېدلي وو . د برېتو او ږيرې ترمېنځ ګڼوالي والا ځاے ته هغه زهير شو . او بيا ئې پرته د ګوټ کولو ګلاس پۀ يوه جټکه لاندې کېښودو .

او يو بل سوچ د ځان سره واخستو. يره چې نن به د څۀ ورځ وي . دا کوم کال دے . نن به سوېم تاريخ وي . هغۀ پۀ ذهن زور واچولو خو دوه درې کالو د حساب نه پس به بيا هغۀ نه حساب غلط شو . کله کله به هغه داسې خيال سره مخ شو چې د هغۀ جسم د هغۀ د کالبوت نه بهر وتے دے . هغۀ به پۀ مخامخ تک تور دېوال کښې خپل جسم محسوس کړو نو زر زر به ئې پۀ سينه لاس راښکلو .او لاس به ئې د خېټې نه پس تر ملا ورسولو . زر به مطمئن شو چې هو هو زۀ هم دا يم، زما وجود زما سره دے . لکه څنګه چې د هغۀ نه د دلته د راتلو وخت هېر ؤ، هم داسې دلته پۀ هغۀ کوم کوم عذابونه ، اذيتونه ، ټارچر تېر شوي وو، د هغۀ نه اوس هېر وو . بلها موده شوې وه چې هغۀ ته اوس چا څۀ نۀ وې او يا خو هغۀ ته د څۀ تکليف ، اذيت رسولو څۀ پاتې نۀ وو .

د هغۀ وچه ژبه بيا تالو پورې ونخښته . هغۀ بيا ګلاس ته لاس کړو . يوه شېبه ئې پۀ دواړو لاسونو کښې کلک نيولے ؤ چې بيا سوچونو واخستو . څانګه به چې چرته وي ؟ وادۀ شوې به وي کۀ نه ؟ د څانګې د خيال سره هغۀ داسې محسوس کړه لکه چې سترګې ئې پۀ اوښکو لوندې شوې . هغۀ زر زر سترګو ته لاس يوړو . پۀ مخ ئې تېر کړو . خو اوښکې نۀ وې . هغۀ فکر کولو چې اوښکې څۀ شوې . زر ئې زړۀ پۀ دې تسل کړو چې اوښکې وې، هو ما وژړل خو اوښکې زما د مخ دغه بې ترتيبه وېښتو وڅښلې.

څانګه ! څانګه ! څانګه ! هغۀ مسلسل دغه ټکے د ځان سره وې . د څانګې تصوير ئې د ذهن پۀ سکرين رسم کولو خو څانګه نۀ جوړېده . څانګه به بل چا ته وادې شوې وي ! دغه خيال سره به د هغۀ د مخ ګوشنه زړه غونې شوه ۔ هغه زړۀ کښې خوشاله شو چې ژړا راغله . عجيبه دا وه چې هغه پۀ ژړلو خو شالېدو . خو رښتيا دا وو چې ګوشنه ئې د ژړا وه خو هغۀ سره د غوښتو ژړلے نۀ شو.

هغۀ د خپلو پښو نوکونو ته پۀ يوه معنا خېز انداز وکتل . اوږدۀ اوږدۀ شنۀ نوکونه . يوه لحظه ئې کتل او بيا زر د قميص لمن ئې پۀ نوکونو خوړل غوښتل خو لمن لنډه وه . هغۀ زر زر بل اړخ ته پام کړو . شمشېر ورته مخې مخې ته شو . شمشېر د دغه کلي نۀ ؤ . د چرته نه راغلے ؤ . دې ته هېڅ پته نۀ وه خو هغه ورځ ورته راياده شوه چې ډزې بندې شوې وې . خلک خال خال کورونو کښې پاتې وو چې دې کوڅې ته پۀ وېره رابهر شو . نو شمشېر غږ کړو . کاظم خانه ! اے کاظم خانه ! د خداے د لارې مجاهد به نن تاسره ډوډۍ خوري!!

شمشېر! شمشېر! شمشېر څوک ؤ .

هغۀ سر پۀ داوړو لاسونو کښې کلک ونيولو. د خيالونو د زنځير ماته کړۍ ئې بيا پېوست کوله چې غږ شو؛ سبجېکټ نمبر سېونټي فور (74) هله شابه ځان تياروه تا ازادوو . هغۀ پۀ يو کړس وخندل … زۀ خو ازاد يم … زۀ خو بېخي ازاد يم … او زر زر ئې ځان ته پام شو ښه نو زۀ خو ازاد يم او تيار هم يم …خو زۀ دلته نه نۀ ځم …. سړے پۀ همدردۍ د هغۀ سره جخت کښېناستو … کاظمه ولې نه ځې ؟

ستا دلته ديارلس کاله تېر شو … نن تۀ ازاد يې ….

هغۀ بيا پۀ کړس کړس وخندل …. زۀ خو ازاد يم … د هر څۀ نه ازاد …. او بيا زر ژړغونے شو ..

صاحب !! زۀ دلته نه نۀ ځم … او کۀ ځم نو يو شرط دے زما ……

يو شرط …… يو شرط ….. او بيا پۀ خندا شو …

او بيا ئې وچې سترګې پورته کړې او وچه ژبه ئې پۀ شونډو ووهله ….. يو شرط …. يو شرط … او يو شرط دا دے چې تاسو ما ازادوئ خو زۀ به هله ځمه کۀ زما مور مړه وي !!!!