نجیب جانه! ستا وینه لا ودرېدلې نۀ ده – حیات روغانے

 

د ولي خان بابا نجیب جانه!

تۀ موسکۍ سترګې ګورې او د ورلډ ټرېډ سنټر سره ډغره وهونکې وړومبۍ الوتکه د کوز مېنهېټن نیویارک نه لوخړه پورته کړي. لا دوېم جهاز د څو شېبو پۀ ځنډ رارسي چې رڼې سترګې دې د خپل تېزندي کېدو منظر ته واوړي. پۀ دغه ورځ تۀ پۀ دار تېزندي شوے نۀ وې؛ د اېشیاء زړۀ پۀ سیخ کښې ټومبلے شوے ؤ. بیا دوېمه الوتکه هم راورسي او لا د کوز مېنهېټن لوګي ناست نۀ وي چې د کابل لغړه سینه بیا د توغندو نخښه شي.

چرته نه چرته د یو نوي ځانمرګي برید خبر ــــ چرته نه چرته یوه نوې فتويٰ، چرته نه چرته یوه نوې د وینو قیصه، چرته نه چرته د افغان وینې نوحه!!!! هغې ورځ نن تر نن ورځې څۀ نه څۀ خامخا پېښېږي.

د ولي خان بابا نجیب جانه!

کابل جان لا سلامت دے. کابل جان دې سلامت وي. تر قیامته دې سلامت وي. ټولې نړۍ پۀ لاسو کښې تېرۀ تېرۀ خنجرونه نیولي دي ــــ هم ئې سترګې اوښکې تویوي او هم خپل لذت پټولے نۀ شي. نړۍ د افغانانو د اجتماعي قتلونو غندنه هم کوي او ننداره هم، غوښې ئې هم خوري او اوښکې ورته هم څڅوي.

د کندوز د سقوط اوازې ته ولې څوک خوشحالېدل؟

د غزني د محاصرې غږ ته ولې څوک خاندي؟

کندوز کښې پۀ مدرسه شوي هوائي برید باندې احتجاج کوونکي کابل جان کښې پۀ ځانمرګي برید ولې خفه نۀ دي؟

دنیا کابل جان سره دوه مخي کوي!!!

هر څوک پۀ کابل جان ورېدونکي اور کښې د خپل کور نه کرښه تاوهي، د خپل ملک د امن د پاره کابل جان سوزوي.

داسې نۀ ده ـــ داسې کېدے نۀ شي ـــ داسې به څنګه کېږي چې نن به کابل جان ژوبل وي او سبا به بل څوک نۀ ژوبل کېږي؟ اسلام اباد ئې هم ویني او تهران هم ویني!!! دوشنبه، اشک اباد او تاشقند هم تاو محسوسوي!! بیجنګ هم مغالطه کښې نۀ دے، اسره ئې البته نیولې ده!!! کۀ د کابل جان د پرهرونو درد نۀ محسوسوي نو هره ګاونډۍ پلازمېنه به دغه درد نه، نن وي کۀ سبا، یو ځل تېرېږي.

د ټرمپ د افغانستان پۀ حواله پالیسي اعلان یوه ټوقه ثابته شوه. ټرمپ دروغژن دے. هغه د جنرل راحیل شریف قیادت کښې پۀ خلیج کښې د خپلو مفاداتو د پاره ‘التحالف الإسلامي العسكري لمحاربة الإرهاب’ جوړوي خو د اېشیاء پۀ زړۀ بل شوي اور باندې سترګې پټوي. د ماسکو پوټین د دمشق د پاره د امریکې پۀ حکم د جنرل راحیل شریف قیادت کښې جوړ ‘اسلامي’ لښکر سره جنګ ته تیار دے او د کابل جان جنګ د ځانه لرې ګڼي. هغه د ‘تودو’ اوبو پۀ ځاے ‘بلېدونکو’ اوبو د پاره جنګ کوي او د ‘تودو’ اوبو د لارې تکل د پاره اسلام اباد سره ګوړې ماتوي. هغه لکه چې زړې اسرې د پاره یوې نوې مغالطې کښې پروت وي!!!

د ولي خان بابا نجیب جانه!

پاکستان کښې د زر، زور او چل خاوندانو د پټکي او ږیرې اسلام راوپرځولو!!! د پټکي او ږیرې مُلا له ئې مْلا کېښوده خو ملائیت ئې ماډرنائز، پارلېماني او جوډیشل کړو. کۀ هر څو پۀ پردو ډالرو د خپلو فوجي اپرېشنونو د پاره درانۀ درانۀ عربي نومونه ږدي خو ټول اپرېشنونه ئې شنډ او بې باوره خېژي.

د ولي خان بابا نجیب جانه!

چین خپل کوریډورونه کوریډورونه کوي. هغه زیړ جاجوج ماجوج د دېوال نه راوتلے دے. نۀ ئې پۀ دار جوټې خوړونکي تا سره کار ؤ، نۀ ئې د واشنګټن د غبرګو مینارونو سره او نۀ ئې اوس پرهر پرهر کابل جان سره څۀ کار شته.

هندوستان نور څۀ غواړي؟ کشمیر ورته سوړ دے او واهګه موړ. د هندوستان او پاکستان دښمني د نوجوت سنګهـ سدهو او جنرل باجوه ورکړې شوې غېږ کښې ‘شریکه بهنګړا’ کوي..

د ولي خان بابا نجیب جانه!

د طورخم د کرښې نه دېخوا چې پښتانۀ یو وحدت پله ځي نو کابل جان کښې څو ‘انقلابیان’ د اسفندیار ولي خان تصویر باندې کرښې راکاږي ـــ دا کرښې ولې راکاږي د ولي خان بابا نجیب جانه! ځکه چې د کوم تاریخي شعور پۀ ځاے، د کوم سیاسي اپروچ پۀ ځاے، د کوم ارتقائي باور پۀ ځاے پۀ ذهنونو او فکرونو خاص جذباتیت خور لري. پاکستان کښې د پښتنو یو جغرافیائي وحدت د پښتنو پۀ پارلېماني حېثیت کښې صرف اضافه نۀ کوي، د کرښې هغه خوا د جنګ زور ماتولو د پاره هم مهم دي. د اسفندیار خان تصویر باندې کرښې راکښونکي دې نه خبر نۀ دي. بدقسمتي ده. دا هم یوه لویه بدقسمتي ده چې د کرښې دواړو خواو ته شاعرانه جذباتيت لرونکي پارېدلي ذهنونه د لفظونو پۀ زور خپل کتهارسس کوي.

د ولي خان بابا نجیب جانه!

پۀ کومه ورځ چې تۀ پۀ دار شوے ئې، پښتون افغان وینې خپل حرمت پۀ هغه ورځ بائیللے دے!!!

د ولي خان بابا نجیبه جانه!

ستا وینه اوس هم بهېږي ـــ د پرهر پرهر کابل جان، د اٰرمي پبلک سکول د پېښور، د باچاخان پوهنتون د اشنغر، د ژوندو زړونو د لاهور، د سخي شهباز قلندر د سېهوڼ، د وکیلانو د کوئټې نه ستا وینه اوس هم بهېږي او پۀ ټول وحشت سره بهېږي.

د ولي خان بابا نجیب جانه!

هغه ورځ پېښور د خپل زلمي زوي هارون بلور جنازه هم پورته کړه!!! چا چې تۀ پۀ دار کړے وې، هغوي د بهټو بېنظیره هم پرې نۀ ښودله ـــ میا افتخار پسې هم ګواښېږي!!!!

د ولي خان بابا نجیب جانه!

هغه ورځ ئې د تاریخي غزني خاوره وینې وینې کړه او څۀ ورځې پس ئې کابل له هم د معصومو وینو غسل ورکړو!!!

د ولي خان بابا نجیب جانه!

د دې جنګ نه پښتون افغان ملت پۀ یوه لاره خلاصېدے شي!!!

د وینې د دې بې حرمتۍ مخه پۀ یوه طریقه نیولې کېدې شي!!!

د وحشت دا خونړے بهیر پۀ یو لوظ تمبېدے شي!!!

باید د کرښې دواړو خواو ته افغانان د جنګ، د جنګ سالارانو، د جنګ ساتونکو او د جنګیالو پۀ ضد منظم غږ پورته کړي.

باید د کرښې دواړو خواو ته افغانان د امریکې نه، د روس نه، د چین نه غوښتنه وکړي چې د جنګ مهرې د دې خاورې نه ونغاړي.

باید د کابل پۀ ژوبلېدو پېښور احتجاج کښې ودرېږي، باید چې د چمن پۀ تزنېدو قندهار چغه پورته کړي،باید چې د غزني پۀ څړیکه سوات نعرې کړي، باید چې د کندوز پرهر ته پاړاچنار ماتم وکړي!

باید لاهور او کراچۍ د کابل، کوئټې او پېښور سره شریکه نوحه وکړي او ډیلے، بیجنګ، ماسکو او واشنګټن هم د دې نوحې پۀ غږونو بې قراره شي.

د ولي خان بابا نجیب جانه!

د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ته د یوې ژبې، یوې وینې، یو تاریخ، یو کلتور، یو شان قدرونو سره قسمتونه هم یو دي؛ زمونږ سپرلي پۀ خپلو رنګونو کښې سوزي، زمونږ د برخې ګلونه مونږ ته پۀ وینو سرۀ رارسي، زمونږ د غرونو نه لمبې خېژي، زمونږ سیندونو کښې د وینو وږم دے، زمونږ کاڼي او بوټي شهیدان دي؛ بیا هم دلته څوک پۀ پام قدم نۀ ږدي!!!

ستا د تلین پۀ حواله ‘پښتون’ کښې دا پۀ دوېم ځل لیکم؛ د پښتو جلال ‘سائل’ یوولس کاله دغه څړیکې د خپل قلم پۀ ژبه وئیلې دي او د تالا شوي امن د وطن اوسېدونکو ته ئې رسولې دي. ‘د قلم مزدور’ بشر نوید مسلسل دغه کرب ګویا کولو سره ستا د مینې پور پۀ خپلو لفظونو ادا کوي!!! زۀ ناست یم او دغه اور زما رګونو کښې د وینې سره بهېږي!!! د امن خیال سره ذهن وینې وینې غوڅ شي، د امن ارزو ته شونډې پاړ پاړ وچوي او د امن دعا ته پۀ ژبه پولۍ وخېژي!!! کۀ د لویې لار پۀ سر سیاست غږ ونۀ کړي نو د جومات پۀ پوړ کرفیو کښې ګېره سجیده او فالج وهلې دعا نۀ قبلېږي!!!

د ولي خان بابا نجیب جانه!

د پاکستان د پارلېمان لوبه کښې مذهبیت پۀ نوې بڼه وټومبلے شو. د پاکستان ریاست پۀ خېټه کښې اوږدې اوږدې ږیرې پارلېمان ته یوړې. عدالت، احتساب او فوج ورته پۀ خړه خاوره تک شین قالین خور کړو ـــ نور ټول رنګونه ئې تر خپله وسه خاورې کړل!!! د ریاستي بیانیې نه د ډنډې پۀ زور زېږېدلے تکثیریت د پاکستان پۀ پارلېمان کښې داسې ولاړ دے لکه چې یوه پاکستانۍ اداکاره پۀ جرابو کښې عمره هم کوي، پۀ ‘خاتم النبین’ کۀ ئې ژبه نۀ اوړي خو د ختمِ نبوت د پاره د خپل سر ځارولو پېشکش هم کوي، د ډونلډ ټرمپ پۀ افغان پالیسۍ اوربلک ټویټ هم کوي، د خادم حسېن رضوي حمایت او د مولانا فضل الرحمان مخالفت هم کوي، پۀ رمضان ټرانسمېشنز کښې ځان مُلا بي بي هم کړي، د پاکستان پۀ سنېماګانو کښې د هندي فلمونو د نمائش خلاف احتجاج هم کوي او د بالي ووډ د درېمې درجې فلم کښې کار کولو د پاره پۀ داتا دربار هندوستان ته د تګ دعا هم غواړي!

د ولي خان بابا نجیب جانه!

د پښتون افغان پۀ خاوره د امن هیله ده کۀ لاپه، دعا ده کۀ ارمان، بیجنګ دے کۀ تهران، ټرمپ دے کۀ پیوټن، طالب او پاک فوج دے کۀ بل څۀ یا بل څوک ــــ نفسیات ئې د دغه پاکستاني فلمي اداکارې دي.

د ولي خان بابا نجیب جانه!

ستا وینه خو ځکه لا ودرېږي نۀ!!!!!!!

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …