پاکستان ولې ډیورنډ کرښه توده ساتي؟ – حیات روغانے

 

 

دا میاشت چې تاسو ‘پښتون’ لولئ، پۀ لسم نومبر (1989) د برلن دېوال یاد کړئ او پۀ دولسم نومبر (1893) د امیر عبدالرحمان او مارټیمر ډیورنډ روحونو باندې زړونه سپک کړئ.

د مشرقي او مغربي جرمني تر منځ نړېدلے دېوال خاندي! د جنوبي او شمالي کوریا تر منځه توده سړه شوې ده! د پاکستان او هندوستان تر منځه واهګه نارمل ده! بنګله دېش برما ته سرحد پرانیزي! سعودي عرب اسرائیل ته خپل فضائي حدود پرانستل! ترکي د امارت د چسکې سره د یونان او بلغاریه پۀ پوله پښه ایښې يورپي یونین ته ننوځي! چین ټوله دنیا کښې د تجارت د پاره سړکونه غزوي ـــ یو پاکستان دے چې دلته د دهشتګردۍ د اپرېشنونو نه متاثره پښتنو ته د کراچۍ او لاهور لارې بندولې شي.

دا بیخي عجیبه ده. د کرښې دواړو خواو ته مېشته اولسونو د پاره د افغانستان او پاکستان تر منځه ډیورنډ کرښه د دنیا د نورو ټولو ملکونو تر منځ د موجودو کرښو نه زیاته بدبخته او سپېره کرښه ده. پۀ دې کرښه د افیمو، پوډرو، بمونو او بمبارانو لار څوک هم نۀ نیسي خو کۀ نیسي نو د دعا لار نیسي، د ژوند لار نیسي، د روزګار لار نیسي، د ادب لار نیسي، د تعلیم لار نیسي.

د ډیورنډ کرښه صرف د دوو ملکونو تر منځه کرښه خو نۀ ده، د یو قام تر منځ کرښه ده. د دې کرښې سماجي، اقتصادي او سیاسي اغېز باندې دې څوک ځان پوهه کړي. دا حقیقت دې تسلیم کړے شي چې د دغه سپېرې کرښې یو اړخ ته جنت او بل اړخ ته دوزخ نۀ شي کېدے؛ یا به دواړې خوا جنت وي، یا به دواړې خوا دوزخ وي. څوک د تاریخيت شعور لرونکے به ونۀ وائي چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځه متنازعه کرښه نۀ ده. دا ‘ډیورنډ’ کرښه چې د چا د نوم سره منسوب ده، اٰیا دا د متحده هندوستان څوک مسلم لیګي رهنما صاحب ؤ؟

د ډیورنډ کرښې دواړه اړخونو ته مېشته افغانان پښتانۀ شریکه ژبه لري، شریکه تاریخي حافظه لري، شریک کلتور لري، د یو شان موسمي تغیر سره مخ کېږي، یو شان د قدرتي افتونو نه متاثر کېږي، معروضي حالات پۀ هغوي یو شان اثر غورځوي. د پاکستان پۀ ختیځه پوله واهګه کۀ د هند د پنجاب سره د پاکستان د پنجاب ژبه، کلتور او سماجي رویې تر دې چې روماني داستانونه او فلمونه یو شان دي خو صرف د مذهب فرق ئې دے نو پۀ دې سپېره کرښه خو د مذهب فرق هم نشته ـــ مذهب خو څۀ چې د مسلک فرق هم نشته. پۀ پټ او زوره د امین یا د دالین او ذالین فرق هم نۀ لري. بس وخت سره به پښتو دېخوا لږه اردو زده شوې وي او اخوا ژبه د وخت د سره لږه دري زده ده!!!

کابل کښې بدلېدونکے موسم د دې ټولې خطې د موسم بدلېدو یو فطري تمهید وي. د کابل سیلۍ د دې خوا د اوړي او ژمي خویونه بدلوي. ځه درې کاڼي لاس کښې واخله او ووایه چې څلوېښت کاله وړاندې کابل کښې د بل شوي اور نه دا اړخ بچ پاتې شو؟ نه. نو بیا حقیقت ولې نۀ تسلیموې؟

دا خبره چا ستا غوږ کښې پوک وهلې ده چې ډیورنډ کرښه به دې مات کړي؟ هندوستان نه چې بېلېدې نو ډیورنډ کرښه تر منځه وه؟ دا د بنګال سره تر منځه هم ډیورنډ کرښه وه؟

خلق زمکې پۀ زور نیولې شي، قامونه د چا پلار هم پۀ زور غلامان نۀ شي ساتلے. یونان مات شوے نۀ ؤ؟ د جرمني کنفیډرېشن چې 1867 کښې جوړ شوے ؤ، 1949 کښې دغه جرمني مات نۀ شو؟ 1989 کښې یو ځاے نۀ شو؟ سلطنت عثمانیه مات شوے نۀ دے؟ افغانستان مات کړے شوے نۀ ؤ؟ د زرګونو کلونو متحد هندوستان مات نۀ شو؟ دا پاکستان چې د کلیمې پۀ نوم جوړ ؤ، مات نۀ شو؟ قامونه چې کله هم پۀ غېر فطري توګه تقسیم شي او ملکونو کښې ووېشلے شي نو هغه ملکونه ماتېږي. قامونه د سیند اوبۀ وي، خپلې لاره کښې څۀ خنډ او درینجق نۀ مني!!!

د ډیورنډ کرښې تورې بلا نه پۀ رڼا ورځ مۀ وېرېږه. هغه وخت لا نۀ دے راغلے نو تۀ څۀ له د هغې ورځ پۀ نفسیاتو کښې ژوند کوې؟ هغه وخت چې راشي نو طاقتونه د قامونو لارې نۀ شي نیولې؟ تۀ کۀ غواړې چې پاکستان دې سلامت وي، دغه وهم دې ووژنه! دغه پیشو لوشلو نه قلار شه! د ‘افغان’ نوم نه وېرېدل پرېږده!!!

ښۀ پۀ راستۍ د افغانستان د دولت سره ودرېږه او دا کوم د دېوانو پېریانو د اور بچي چې د کرښې دې غاړه او هغه غاړه غارونو کښې پټ د مذهب پۀ نوم دهشتګردي کوي، دواړه ملکونه سره خپلو کښې د همکارۍ پۀ ذریعه د دوي مونډ وباسئ. مونږ درسره د پولې دواړو خواو نه اولسونه پۀ ملاتړ ودرېږو. تر څو چې مو امن د پاره زمکه وتره کړې نۀ وي، پۀ خداے کۀ بل څۀ هم وکړئ. دلته د پاکستان دننه حالات ولې خراب دي؟ خو امن باوري نۀ دے نو ځکه کنه!!! نور څۀ دي؟

د دواړو ملکونو ترمنځه تعلیمي، علمي، ادبي، کلتوري، تجارتي او اقتصادي لارې پرانیزئ! یواځې طورخم او چمن کافي نۀ دي، نور نور ځایونه مرکزونه هم جوړ کړئ! دغه ازغن تار چې خوروئ، کۀ سبا قام د یو ځاے کېدو د پاره پاڅي نو دغه ازغن تار ئې مخه نیولې شي؟ شل ګزه دنګ او شپږ لوېشتې پلن دېوال به ئې هم مخه ونۀ نیسي!!! تۀ ژوند ته لار خو پرانیزه کنه. کله چې خلقو ته د ژوند مېدان تنګ شي نو هغوي خو به خامخا ځان له څۀ رو ګوري!!! زۀ هغه پښتانۀ او پنجابیان هم پېژنم چې افغانستان ته روزګار د پاره ځي او د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته ښېرې کوي. زۀ هغه افغانان هم پېژنم چې پاکستان کښې ئې روزګار کولو او اوس پۀ خپله خوښه افغانستان ته پاخۀ تلي دي. څۀ پوهېږي چې ولې؟ افغانستان به جوړ شي. هلته حکومت او اولس د دهشتګردۍ پۀ خلاف یو ځاے ولاړ دي. هلته فکري تقسیم نشته. دا اوسني انتخابات دې ولیدل؟ څومره حملې وشوې؟ ځانمرګي بریدونه وشو؟ افغانانو بیا هم خپل د ووټ حق استعمال کړو. پولنګ پۀ ګېنټو ګېنټو ځنډ نه پس پېل شو او د ټاکلي وخت نه څلور ګېنټې پس هم جاري ؤ. نور سیاسي شعور او د وطن د ابادۍ د پاره قرباني څۀ ته وایې؟ بد امني خو دلته هم وه، ټګي هم دلته هم وه!!!

زۀ خو ډاکټر نجیب باندې ماتم کوم خو پۀ ضیاء الحق ئې نۀ کوم. اګر کۀ یو وخت ئې ځان نه د طالبانو مور جوړه کړې وه خو چې خپل موقف باندې ئې نظرثاني وکړه نو زۀ پۀ بېنظیر بهټو هم خفه شوے وم. ما خو د عبدالجبار قهرمان جنازه هم وکړه او د جنرال رازق هم. زۀ خو د امن پۀ لار کښې د قتل شوو پولیسو پۀ ګورونو هم د دعا د پاره ودرېږم؛ د ترهګرۍ پۀ ملاتړ د ولاړ چا تعزیت نۀ شم کولے. دا راته د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د وژل شوي اولس د وینې سره خیانت ښکاري.

هغه بله ورځ زما بابا باچاخان وئیل چې افغانستان کښې جنګ به دا خاوره هم لو لپه کړي، پرون زما بابا ولي خان وئیل چې دا جنګ به د اټک پۀ سیند هم واوړي )یقین وکړئ لا اوړېدلے نۀ دے(، نن زما مشر اسفندیار ولي خان وائي د پُر امنه او مترقي افغانستان نه بغېر پُر امنه او مترقي پاکستان ممکن نۀ دے او د پُر امنه او مترقي پاکستان نه بغېر پُر امنه او مترقي افغانستان ممکن نۀ دے )کۀ اوس هم د هوش نه کار وانۀ خستے شي نو دا اور به راتلونکې مرحله کښې پۀ اټک واوړي(.

کۀ افغانستان وي کۀ پاکستان؛ د چا د مورنۍ ژبې د ختمولو یو ناکامه کوشش به وکړے شي، د چا اقتصادي محاصره به وکړې شي، د چا څۀ وسائل به جبراً وقتاً استعمال کړي، د چا قامي شناخت باندې به د خاورو اړولو کوشش وکړي ـــ د رګونو ټوله وینه خو ئې نۀ شي بدلولے، خوبونه خو ترې نۀ شي تروړلے، رنګونه خو ئې نۀ شي اړولے، بغاوتونه خو ئې نۀ شي ځنډولے، لېونتوبونه خو ئې نۀ شي ساهو کولے، حافظه خو ئې نۀ شي تالا کولے.

انتهاپسندي چې هر صورت کښې ده، دا یواځې د افغانستان او پاکستان د پاره نۀ بلکې دې ټولې سیمې او ټولې نړۍ د پاره خطره ده. کۀ د افغانستان لۀ خوا پۀ پاکستان کښې ترهګر حمله کوي او کۀ د پاکستان لۀ خوا پۀ افغانستان کښې، دا مشترکه دښمنان دي او پۀ دې کښې دې څوک د ترور ماما زامن نۀ کوي. پاکستان کښې د پنجاب دننه چې کومه انتهاپسندي پۀ ټي وي رپورټ کېږي او تبصرې پرې کېږي، دغه مسئله البته ټولې خطې د پاره د سنجیده نوعیت ځکه نۀ ښکاري چې دغه انتهاپسندي کنټرولډ ده او د پاکستان اصطلاح کښې دې خلقو ته ‘اپنے’ وئیلے کېږی. د دوي راپاڅېدل هم د ګېس د پوکڼۍ پۀ شان وي او کښېناستل ئې هم. دوي کښې دا لوے کمال دے چې د زرو روپیو لفافه واخلي او خپل کور ته ځي. دا زیات نه زیات پۀ جمهوري حکومت د دباو د پاره د tool پۀ توګه استعمال کښې راځي. سیمه کښې پۀ روان سیاست د دوي داسې څۀ زیات اثر نۀ پرېوځي او ځکه خو یو ملک هم دغه د شنو طوطیانو عناصر سنجیده نۀ اخلي.

د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ماشومانو، ښځو، زلمو، بوډاګانو، وکیلانو، طالبعلمانو، استادانو، سیاستدانانو، صحافیانو، سپاهیانو او حکومتي چارواکو وینې یو شان ارزښت او قیمت لري. سر برابر د سر دے. دا سرونه تش د افغانانو دي. نور قامونه پۀ دې جنګ کښې پۀ پېښه نخښه کېږي. څوک دې دغه خوش فهمي کښې نۀ وي چې دا اشر به تل پۀ افغانانو وي.

مونږ چغې وهو چې خارجه پالیسي دې ازاده وي او هغه بله ورځ اخبار کښې خبر راغلو چې پاکستان به د تائیوان سره هېڅ تعلقات نۀ پۀ سرکاري او نۀ پۀ غېر سرکاري کچ ساتي ـــ ولې به نۀ ساتي؟ د دې د ځواب ضرورت خو نشته.

د دې سوال پورته کولو ضرورت شته چې نوره به څومره افغان وینه توئېږي؟ دنیا دې ومني چې افغانان پۀ وژلو خو نۀ شي ختمولے. بیا نو حل دا دے چې ژوند ته لارې پرانستې شي.

 

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …