وړوکے وجود، لوے عذاب – اسرار د طورو

پۀ تن بدن وړوکے، پۀ جاني او مالي لحاظ غټ وجود کورونا وائرس د چين نه راغے ۔. يو تور امريکني ورسره پۀ لا علمۍ کښې يارانه جوړه کړې وه. د چين ما چين د ښاپېرو قيصې ئې اوريدلې وې نو يو شمېر چينيان ئې بې چېنه کړل. د مرګونو ورته مخه شوه خو کورونا وائرس کۀ د چينيانو پۀ مهينو څرمنو مئين ؤ نو د امريکنيانو شنې سترګې او د تانبې پۀ شان سرۀ مخونه ئې هم خوښ وو. پۀ څۀ چل د امريکې سفارتخانې ته ننوتو او ځان ئې د دنيا د ټولو نه طاقتور ملک ته ورسولو. پۀ زرګونو امريکنيان ئې ښکېل کړل. دلته د چين نه پۀ ايران ورغے او د ايران او چين نه افغانستان ، عراق او پاکستان ته د کورونا وائرس فوځونه راغلل. بهارت ئې وليد او د يورپ مخه ئې هم واخسته. انګلېنډ ئې پۀ کور دننه کړو. پۀ اټلي او جاپان ورغلل. سعودي عرب، شام او يمن ئې وليدل. پۀ بيت الله قابض شو. وئيل ئې اوځئ پۀ دروغه طوافونه مۀ کوئ. سم شئ دا کور د طواف کوونکو او د عاکفينو لپاره د شرک، د نفاق، د کفر، د عدم مساوات، د طبقاتي تذليل، د فرعوني کذب، د حاکمانو، وزيرانو، ليډرانو د کذب نه پاک کړئ. دا کور د امن دے، د خوف نۀ دے، فساديان، قاتلان کۀ بادشاهان وي کۀ جرنېلان هغوي دې دلته نۀ راځي.

پاکستان ته ئې مخه ده. پۀ ترکو کښې، پۀ عربو کښې، پۀ امريکه کښې، پۀ انګلينډ کښې او پۀ ټوله دنيا کښې د پاکستان مزدوران کورونا وائرس ووژل. مړۀ او مريضان پراتۀ دي. پاکستان لۀ به ئې روپۍ رالېږلې. حاکمان او وزيران اوس پۀ ټېکس مزې کوي. کۀ تۀ د ملک د بېنک نه خپلې پېسې راوباسې نو انصاف پسند اسلامي حکومت رحمة الله علېه به ورته پۀ يو لک روپۍ پسې پۀ سوونو ټېکس اخلي. اسلامي شريعت نۀ پوهېږم چې پۀ عدالتونو کښې شته او کۀ نا خو بېنکونو کښې د يو ملا صاحب پۀ فتويٰ اسلامي بېنکاري هم شته. او کۀ د بېنک پۀ ځاے چا شاهنوازخان لۀ يو فوځي غازي د پښتو او اسلام پۀ عقيده د خپل ټول عمر د مزدورۍ بچت د تجارت لپاره ورکړي نو دغه د سياسي کورنۍ غېرتي مسلمان خان صاحب پرې لکه د کورونا وائرس حمله وکړي خو اصل وائرس ورته پۀ سر کښې دے. عنقريب به سره د بال بچ د کېپسول ارام کده وويني. حرامه غوښه چينيان او يورپيان پۀ شوق خوري. کورونا وائرس حرام خوارۀ او حلال خوارۀ دواړه کېپسول ته ننه باسي.

کورونا وائرس د پاکستان د وزارت خزانه “د رپورټ مطابق30 لکهـ خلق بې روزګاره کړل” (روزنامه مشرق پېښور6-6-2020) ” د خېبر پښتونخوا پۀ امدنۍ کښې سل اربه روپۍ کمے راغے” (ايضاً)

د خېبر پښتونخوا مهربان حکومت د کورونا وائرس احترام کښې نوے ټېکس نۀ لګوي. دا هم د 6-6-2020 د روزنامه مشرق پېښورخبر دے. دې صوبو له پۀ روان کال کښې وفاق 88 اربه روپۍ ورنۀ کړې. وفاق پۀ صوبو مئين دے. فضول خرچو ته ئې نۀ پرېږدي. هسې نه لکه د سابقه مرکزي ليډر پۀ شان د ډېرو پېسو دلاسه ناجوړه شي او نوي مشران سوال او چندو او د ائي اېم اېف قرضو ته کښېنوي. دوي خو به انګلېنډ، امريکې او دوبۍ ته لاړ شي او ډاکټران به ورته د واک هدايت کوي. دلته يو غټ کټ پهلوان به ورپسې پۀ خلۀ ډزې کوي خو کۀ خلې ته رومال نۀ نيسي نو کورونا وائرس به پکښې ننوځي او قرنطينه ته به ځي.

دا دے د 6-6-2020 مشرق وائي چې اوس اوس نور شل هلاک شو. دا هلاکتونه زياتېږي. روزنامه مشرق ليکي د 85 کلو ګرام اوړو قيمت د 5200 روپو نه تجاوز وکړو. د ډوډۍ قيمت به ډېر زيات شي. کورونا وائرس ته به د اوږو تږو خلقو وژل اسان شي. اجمل وزير صاحب ښۀ سړے دے. وائي وزيراعظم به د غنمو او د اوړو مسئله حل کړي. د کورونا وائرس لپاره دا خبر دل شکن دے چې وزيراعظم 25 افسران ګرېډ 22 ته وخېژول خو د سرکاري بوډاګانو نه ژوندي پاتې ملازمينو ته د ګروپ انشورنس او بنولنفنډ پېسې دغه محکمه نۀ ورکوي. عدالت ورته حکم کړے او د خېبر پښتونخوا حکومت ورته هم چيټۍ کړې ده چې دغه عمر خوړلو رنځورانو لۀ خپلې پېسې ورکړئ خو د وباء ځپلي صاحبان نۀ د عدالت مني او نۀ د حکومت مني. بهانې ډېرې دي خو حقدارو له حق نۀ ورکول وبائي مرض دے. پۀ 19 م جون د صوبې بجټ راغے. دا بجټ د مشهورې سياسي کورنۍ وزير صاحب پېش کړو. کورونا ځپلي ممبران د رولز مطابق رانغلل او بجټ اجلاس روغ جوړ ممبرانو ونمانځلو. پۀ ټېسټ کښې کۀ غلطي شوې وه او ناروغه سړے اجلاس ته راغلے و نو وبا به خوره شوې وه او کۀ ډاکټر صاحب سم سړے مريض کړے و چې پۀ بجټ اجلاس کښې د مشرانو پۀ فېصلو باندې معقوله جرح ونۀ کړي چې اولسي مفاد به رنځور شي نو دعا به مو کوله چې “TESTONA” پۀ احتياط وشي.

پۀ دنيا کښې وباګانې، زلزلې او جنګونه راځي، قامونه پۀ نورو قامونو ظلمونه هم کوي. قامونه شوکې، ډاکې ، لوټ مار هم کوي. داړل، وژل او سېزل هم کوي. دا پرون هم کېدل نن هم کېږي خو څوک چې د فطرت پۀ اقدارو ګزار نه کوي او د الله او د الله د رسول(ص) او پۀ دغه کار د قام د اصلاح کوونکو هدايات مني. پۀ يو مرکز جمع کېږي پۀ اتحاد اوسي او پۀ اتفاق ژوند کوي. د يو بل پۀ غم خفه او پۀ ښادۍ ښاد وي. معذور رنځور ګاونډي د خوراک څښاک نه محروم نۀ ساتي. د ګاونډي خيال ساتي. مالي، بدني ، اخلاقي زيان ورته نۀ رسوي. دا انفرادي طور هر فرد کوي او اجتماعي نظام داسې وي چې اصل حاکم اعلٰي الله دے، د قران او سنت احکام نافذ وي. دا حقيقت د سياسي انتظاميې عمايدينو وړاندې لکه د رهنما چراغ پروت وي چې الله حاکم دے. حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ئې پۀ حقه رالېږلے دے. قران وائي.

اَرسَلَهُ بِالهُدَيٰ وَدِينِ الحَق( (القران)

نو دا مشران به د قران او د حق دين پۀ لار روان وي او خپل رعايا به هم پۀ دغه لار ځان پسې روان ساتي. دغه پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته الله پاک پۀ خپل کتاب قران کښې تر قيامته دا منصب حواله کړے دے. د قران شهادت دے چې ترجمه ئې څه په داسې ډول ده.

الله د قيامت نه وړاندې د شرک، کفر، منافقت او بدو اعمالو د انجام نه وېرونکي، او د ښو اعمالو او د توحيد او اتحاد او تعليم و صداقت د انجام د بشارت ورکوونکي پۀ حېثيت را لېږلے دے. د حضرت ام المومنين عائشه صديقه رضي الله عنها پۀ قول (کَانَ خُلقُهُ القرآن) د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم شان ؤ. پۀ دې وجه د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت د الله اطاعت دے. قران وائي (مَن يطع الرسولَ فقد اطاع الله) زمونږ د وطن يو حاکم کۀ هغه پۀ قامي جامه کښې وي، کۀ پۀ خړه وردۍ کښې وي. پۀ هغه د الله او د رسول صلی الله عليه وسلم او د قام ( د اخلاقو پۀ بنا) فرض دي چې د قران او سنت نبوي مطابق به چلېږي نو د عذاب نه به دے او د دۀ قوم الله ساتي. او کۀ عارضي ژوند کښې مبتلا شي نو دائمي عمر به ئې پۀ جنت شي. دملک صدارت يا وزارت نوکري نۀ ده چې د دوي پۀ ذات او زوزاد دې د کال د يو غريب قام کروړونه روپۍ خرچ کېږي او دوي دې پۀ قام لکه د ابليسي سامراج لوبې کوي. پۀ مختلفو بهانو وژل، سېزل، د خدمت ګارو کار نۀ دے. بې ګناه قتل کۀ عام سړے کوي او کۀ د ملک حاکم ئې کوي. د قاتل سزا قصاص دے. پانسي د سزا يو مروجه سزا ده. دا سزا هر قاتل لۀ د ثبوت نه پس عدالت ورکولے شي. قصاص د قران حکم دے پۀ دغه سزا کښې د قام حيات دے. پانسي ظالمانه سزا ده. قصاص کښې د معافۍ مواقع دي، دبخښنې مواقع دي، د مقتول وارثان ورته بخښنه کولې شي. صادق، امين، تقويٰ دار حاکمان او رعايا پۀ دنيا او اخرت کښې بې وېرې او بې غمه ژوند تېره وي. يو حاکم يا د هغه رعايا چې د خپل ضمير او د خپل ايمان خلاف د الله او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د حکم خلاف کوي د هغوي د تقدس او عزت خيال نۀ ساتي نو د دې ضمانت څوک نۀ شي ورکولے چې دے به د سزا او ذلت نه بچ شي. ډېر ظالمان پۀ ژوند ذليل شوي دي. نن ټوله دنيا يو وائرس پۀ مخه راخستې ده. د حاکمانو طاقتونه دغه وائرس اوبۀ کړي دي. هر کله چې وائرس پۀ وزيرانو حمله اور کېږي نو قوم به ورسره څۀ وکړي. مونږ ګټ نيولے دے. ائي اېم اېف پاکستان ته د تنخوا د کمولو حکم ورکړے دے خو وفاقي حکومت دفاعي بجټ نۀ شي کمولے. حکومت د نوازشريف او شهباز شريف د يو بلا نه بې غمه نۀ دي. آئي اېم اېف ئې پۀ بله بلا وراچوي. بهارت ته نۀ وائي چې پولې مۀ ماتوه. خپل ډرون هم سېزي او زمونږ ځوانان هم ارام ته نۀ پرېږدي. امريکه مشره ده. هندوانو ته وائي چې دواړه ګاونډيان يئ. پۀ شريکه دکورونا وائرس پسې شئ چې د معاشي رنځ نه خلاص شئ. فوځ قوي ښۀ دے خو سياسي لوبه دې اوزګارخېلو ته پريږدئ. شاهد اپريدي پۀ ژوب کښې راشن تقسيموي او د سعودي وزيرخارجه وائي چې حکومت د وائرس نه د حفاظت لپاره اربونه ډالره مختص کړل. د ډبليو اېچ او ناظم د Virus نه شکست خوړلے دے او پۀ وير اخته دے. د اېمرئټس ائير لائنز صدر هم پۀ زړۀ کښې لته خوړلې وه، څلورکاله کښې ځاے له نۀ شي راتلے. کورونا وائرس الوتکې نۀ مني. د بني ادم قاتلان ډېر شوي دي. قاتلانو Gang جوړ کړے. غټ ملکونه د خپلو سائنسدانانو پۀ زور مسلسل د دنيا قومونه وژني. علم کۀ تر ديني فرائضو محدود وي او د اعلٰي، ادنٰي پۀ مدارجو کښې وېش وي او د الله د عرفان او قرب د حصول علم ته علامه ګان او حکيمان اعلٰي وائي او نور علومو ته فنون او ادنٰي وائي او عقلي دليل را وړي چې نمر راوخېژي ستوري غائب شي يعنې ديني علم نمر دے او نور علمونه ستوري دي نو دليل ئې ښۀ دے خو د دين د علومو څوکيداران نه د اذان پۀ اوقاتو اتفاق کوي او نۀ پۀ نورو مسئلو يو کېږي. وائرس ورته پۀ سرکښې ناست دے. دے به د تقدير او نېټې (اجل) پۀ ګونجو کښې ګېر وي. احتياط به نۀ کوي او وائرس به ئې پۀ خلۀ کښې تلے وي. د بې اتفاقۍ دې وائرس دا د دين عالمان صاحبان لکه د پښتنو پۀ دې اويا کاله کښې د وزيراعظم او صدر مملکت عهدې ته ونۀ رسول. فاسقان، شرابيان او دغه نور د مملکت خداداد پاکستان د اسلامي جمهوري حکومت د منصبونو مزې اخلي. الا ماشاء الله څوک به پکښې ولي هم وي. يو فراخ دل سړے د منکراتو نه د منع کولو پۀ سبب چا ته انتها پسند وئيلے شي خو د هر دين پۀ هداياتو عمل کوونکي د فکر ونظر او د قول و فعل پۀ مطابقت صادق ګڼلے کېږي. پۀ قول و عمل کښې تضاد خومنافقت دے.

پۀ عقيده او فعل کښې چې هم اهنګي نۀ وي نو داسې خلقو ته خو څوک صالح نۀ شي وئيلے. اوس چې کوم صدرمملکت، وزيراعظم يا جرنېل مومن وي نو هغوي ته او ټولو مومنانو ته الله تعالي فرمائي. خطاب ورته کوي. مومن ورته وائي .

يايها الذين امنو الم تقولون ما لا تفعلون.

ترجمه: اے مومنانو! تاسو ولې وایئ چې کوئ ئې نۀ!

د دوېم ايات ترجمه: دا خو د الله پۀ نزد ډېره د ناراضګۍ خبره ده چې تۀ څۀ وائې هغه کوې نۀ

(سوره الصف ايت نمبر3-4)

د چا پۀ وېنا او عمل کښې چې تضاد وي نو الله ترې ناراض وي. پۀ سورة ال عمران ايت 41 کښې دي چې.

لعنة الله علی الکذبين: ترجمه: پۀ دروغژنو دالله لعنت دے.

تاسو فکر وکړئ د کلي خان، د پارټۍ ليډر، د ملک صدر، د يو اسلامي ملک وزيراعظم يا د فوځ افسر چې لعنتي شي نو دا څومره د افسوس خبره ده.

پۀ تن بدن وړوکے پۀ مالي او جاني عذاب رسولوکښې د بلاګانو نه غټ وجود د مسلمانانو وړو، لويو ته او د عالم انسانيت نر ښځو ته وائي چې تاسو نهايت کمزوري يئ. ځان وپېژنئ او د الله نه بغاوت مۀ کوئ.

دا هم ولولئ

د قام خوشحالي (دمصلحانو او دانشورانو مرام) او باچاخاني انداز – اسرار د طورو

لارښودان: د بني ادم پۀ تاريخ کښې مصلحان او خپلو خپلوانو، قبيلو او قامونو ته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *