# J u s t i c e 4 S a r t a j K h a n د ‘پښتون’ د مشاورتي بورډ د اجلاس نیمګړې ایجنډا – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar

پر دوه ویشتم جون پۀ باچا خان مرکز پېښور کښې د مياشتنۍ “پښتون” مجلې د مشاورتي بورډ ناسته رابلل شوې وه. ما هم پکښې ګډون درلود. د ناستې ايجنډا د جولائي او اګست د ګڼو د پاره موضوعات او مواد سنجول او برابرول وو. د جولائي د ګڼې د پاره د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو کښې انتخابات او د هارون بلور شهيد او ميا راشد حسېن شهيد د تلينونو لمانځل پر ايجنډا وو. پۀ دې ترتيب د جولائي د ګڼې مخپاڼه هم تر اجلاس دوې درې ورځې وروسته پر ټولنيزو رسنيو شريکه کړل شوه چې د هارون بلور شهيد او ميا راشد حسېن شهيد عکسونه ورباندې لګول شوي وو خو د مشاورتي بورډ د اجلاس پوره يوه اوونۍ وروسته يعنې پر 29م جون زۀ وپوهېدم چې د ياد اجلاس ايجنډا نيمګړې وه. څوک به وائي چې دا خو د خدای کارونه دي چې سبا څۀ پېښېږي خو انسان چې لۀ خپلو تجربو کومه زدکړه کوي نو د سبا د پېښو پر امکان لۀ مخکښې څۀ نا څۀ پوهېږي.

“پښتون” د عوامي نېشنل ګوند اٰفيشل اورګان دی. د دې مجلې مسئولين د پرونيو پېښو د ياد او د تاريخ د تحفظ تر څنګ بايد د سبانيو پېښو پر امکاناتو هم ژور نظر ولري. عوامي نېشنل ګوند پۀ تېرو څو مياشتو کښې يو نوي او حېرانوونکي منظمتابه ته روانه شوې ده. زۀ حېران يم چې د ګوند د مجلې پۀ مشاورتي بورډ کښې د رياست د غبرګون د امکان سنجول او شنل ولې د ايجنډې برخه نۀ وه؟

پۀ تېرو څوارلسو کلونو کښې د “پښتون” د يو مستقل ليکونکي پۀ حېث ما ته پته ده چې څو څو ځله مدير د مجلې د مخپاڼې بدلون ته پۀ هغه ورځ مجبور شوی دی، پۀ کومه ورځ چې مجله چاپ ته لېږل کېږي. لۀ دې سره تړلې خبره دا هم ده چې لۀ مونږ سره پۀ کال کښې داسې مياشت پاته نۀ شوه چې د خپل ګوند يو شهيد پکښې يادول لازمي نۀ وي. تر دې هم زيات زور دا خبره غواړي چې هره مياشت د درېو څلورو شهيدانو د يادونې بغېر د مجلې پر بشپړتيا د ګوند د ملګرو لۀ خوا داسې سوالونه راپورته کېدی شي چې د مجلې ټوله اداره لۀ ملامتيا سره مخامخ کولې شي.

د مشاورتي بورډ پۀ هغه ناسته کښې پر دې موضوع هم خبره ونۀ شوه چې د هارون بلور او ميا راشد حسېن د تلينونو لمانځل خو به اٰيا زاړۀ زخمونه پۀ داسې توګه نۀ تازه کوي چې د نېشنليانو د غبرګون پۀ نفسياتو کښې به يا د مايوسۍ رويې ته وده ورکوي او يا به ورپکښې د کوم انتهائي ګام اخستلو رويه پنځوي. “پښتون” چونکې د ګوند مجله ده نو مونږ ته پۀ دې حقله داسې څۀ ليکل او خپرول پکار دي چې د خپلو قامي شهيدانو پۀ ياد سره تر خپل اخري او حتمي هدف پورې پۀ مزل کښې پۀ نظم، چټکتيا، ثابت قدمي او مستقل مزاجي پېدا کولو کښې څۀ مرسته وکړي. شايد هم دا وجه وه چې پۀ اجلاس کښې د جولائي او اګست د ګڼو د موضوعاتو او موادو پر ځای زياتې خبرې د پښتنو د قامي مرام د بيا بيا وضاحت او نور ډېر پراخ وضاحت د ارزښت پۀ حقله وشوې. دا هغه موضوع ده چې مونږ ئې پۀ لوی لاس همېشه د برڅېرنو اختلافاتو ښکار ګرځوو خو زمونږ دښمن ورباندې ډېر زيات واضح دی – دښمن ته د لمر غوندې روښانه ده چې د باچا خان تحريک لۀ کومه ځايه پېل شوی دی او کوم ځای ته به رسېږي.

پۀ پاکستان کښې لۀ عوامي نېشنل ګوند سره د رياستي کړيو دښمني يواځې او يواځې د دې ګوند د حتمي هدف پر سر جوړه ده خو ښائي مونږ دا هم حتمي پامولې وي چې د پاکستاني رياست او نېشنل ګوند خړو اړيکو ته پۀ کتلو سره هېڅ ضروري نۀ ده چې د جولائي مياشت دې يواځې د هارون بلور او ميا راشد حسېن د ياد مياشت پاتې شي او د ګوند د مجلې مسئولين به د مجلې پر مخپاڼه د هارون او راشد پۀ شان د يوې بلې ګلاب ځوانۍ د عکس اضافه کولو ته مجبور نۀ شي.

هم داسې وشول؛ د “پښتون” د جولائي د ګڼې سينې ته د هارون او راشد د زخمونو تر څنګ يو بل تازه او کاري زخم هم ورننوت. زۀ د دې مجلې سينې ته هم حېرانېږم او د دې ګوند حوصلې ته هم. د “صبر د جنګ” پۀ دې تصور به ښائي يواځې هم دا د خدائي خدمتګارۍ تصوف منونکي او پالونکي پوهېږي.

ما د مشاورتي بورډ پۀ ياده ناسته کښې د خپل ګوند د مرام پۀ حقله بحث غېر ضروري بللی ؤ خو نن داسې احساسوم چې کومو ملګرو دغه بحث راپورته کړی ؤ، چرته پۀ لاشعور کښې به ئې دا وېره ګرځېده چې زمونږ پۀ وينو روږد شوې اژدها يواځې د هارون، راشد او د ګوند د سلګونو نورو کارکنانو پۀ خوړولو موړ شوې نۀ ده، دا به بيا هم خولۀ اچوي؛ مونږ بايد پر بېړنيو بنيادونو څۀ لاره چاره وسنجوو. خلقو د دې سرې جنډې پۀ تقدس او وقار ساتلو کښې ځوانۍ او زندګۍخوړلې دي، کۀ ستړي کېږي او دلبرداشته کېږي نو ملامت هم نۀ دي. لۀ دې سرې جنډې سره د وفا پر لاره خلقو پر خپلو لمنو کوم تور، کوم الزام او کومه فتويٰ وړې نۀ ده؟ خفه کېدل او غصه کېدل ئې غېر فطري هم نۀ دي. غريب او خواريکښ کارکنان دي، د خپلو بې شمېره ملګرو جنازې ئې پر خپلو اوږو پورته کړي دي، نور شايد د پاکستان د وفاق ترانې او د نېشنل اېکشن پلان لطيفې ته غلي پاته کېدی نۀ شي. دوي به سوال خامخا کوي، لۀ خپل ځان څخه سوال، لۀ خپل وجدان څخه سوال، لۀ خپل کاروان څخه سوال او لۀ رياستِ پاکستان څخه سوال. سرتاج خان ولې ووژل شو؟ سرتاج خان چا وواژۀ؟ د سرتاج خان بدل به اخلو؟ د سرتاج خان بدل به څنګه اخلو؟

د عوامي نېشنل ګوند سپين ږيری مشر حاجي غلام احمد بلور چې لۀ تېرو څو کلونو ئې خپله کړوپه ملا نۀ يواځې د خپل فاميل د سياسي وګړو او پۀ پېښور کښې د ګوند د درځنونو شهيدانو جنازې ته نيولې ده بلکې دا کړوپه ملا ئې پۀ اصل کښې راپرېوتونکي پېښور ته هم د سهارې پۀ توګه ورکړې ده. د سرتاج خان د شهادت پۀ ورځ ئې پر ځوانانو پۀ ژړغوني انداز غږ وکړ چې مونږ بل څوک نۀ بلکې رياست مو وژني، راووځئ او خپله لاره وټاکئ او پۀ لاره کښې چې څۀ هم پۀ مخه درځي اور ورواچوئ! افسوس چې پۀ مونږ کښې هغه غېرت او همت پاته نۀ شو کوم چې پۀ نورو قامونو کښې شته.

حاجي صاحب رښتيا وئيل – پۀ قام کښې د بې غېرتو او بې همتو نوې او پراخې ډلې پېدا شوې دي. سرتاج خان لا خاورو ته نۀ ؤ سپارل شوی او د بې غېرتو او بې همتو ډلو ټوله سوشل مېډيا پر سر اخستې وه، يوې بې غېرتې او بې همتې ډلې وئيل چې کرکټ د پاکستاني قام (؟) پۀ يووالي او سرلوړۍ کښې تر ټولو غوره وسيله ده او بلې بې غېرتې او بې همتې ډلې وئيل چې کرکټ د افغان ملت پۀ يووالي او سرلوړۍ کښې تر هر څۀ زيات کردار لوبولی شي. دا دواړه ډلې د پښتنو وې او د پوځ د ماتحت اٰئي اېس پي اٰر او تحريکِ انصاف تنخوادارو پنجابي اکاونټونو پر سوشل مېديا لۀ يو او بل سره پۀ شخړه اچولې وې. د قامونو او ملتونو د يووالې وسيلې دروغژنې شوې خو سرتاج خان پۀ رښتيا د خپل قام، خپل وطن، خپل پېښور او خپل ګوند پۀ ننګ خپله ګلاب ځواني قربان کړه. پوځ دروغ وائي چې د ترهګرو ملا ئې ماته کړه، حاجي صاحب بلور رښتيا وائي چې دغو تپلو نظامي ترهګرو د هغۀ ملا ورماته کړه. ژور نظر لرونکي پوهېږي چې دا پۀ اصل کښې د پېښور د ملا ماتولو دسيسه پلي کېږي. د پنجابي استعمارګر رنجيت سنګهـ مجسمه د بالا حصار قلعې ته رارسول شوې ده. د حاجي بلور، بشير بلور، هارون بلور، ميا افتخار حسېن، ميا راشد حسېن او سرتاج خان ګوند ته د مقاومت کولو ذمه واري ور پۀ غاړه ده. د لر و بر افغان سترګې ولي باغ ته دي. ولي باغ به خپل تاريخي رسالت تر سره کوي. د باچا خان او ولي خان استانه پۀ مقاومت او قيام پورې پېژندل کېږي. دا کار به حتماً کېږي او هم نن به کېږي.

 

دا هم ولولئ

د افغانستان سل کلن استقلال او ‘پښتون قامي تحریک’

“افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ …