د افغانستان سل کلن استقلال او ‘پښتون قامي تحریک’

“افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ هغه وخت کښې واقعي خپلواک نۀ وو او پۀ جزوي توګه د برطانوي يا اتحادي ځواکونو تر واک لاندې وو( چې بلواکه مسلمانان به پر ځان راټولوي او د خپلواکۍ او ازادۍ پر لاره به د هغوي راهنمائي کوي.”(1)

دا خبره بل چا نۀ بلکې د شوروي روسيې لوی انقلابي موسس ولاديمير لېنن پۀ نومبر 1919ز کښې د افغانستان د خپلواکۍ د اتل او روښانفکره باچا اعليٰحضرت امان الله خان پۀ نامه پۀ خپل يو ليک کښې کړې وه.

تر دې ليک پوره شپږ لسيزې وروسته د افغانستان او شوروي روسيې تعلق پۀ يوه داسې بڼه وليدل شو چې د افغانستان د خپلواکۍ سوال تر بل هر وخت پۀ ډېره جدي توګه پکښې مطرحه شو او تر نن ورځې پورې دا تر ټولو مطرحه سوال دی.

خو پۀ کوم وخت کښې چې لېنن د افغانستان استقلال ته خوشبين ؤ او د هغۀ شوروي روسيه لومړنی هېواد ؤ چې افغانستان ئې د يو خپلواک هېواد پۀ توګه پۀ رسميت پېژندلی ؤ، يو داسې وخت ؤ چې پۀ مسلمان اکثريته هېوادونو کښې د امان الله خان د دولتي ماډل کوم بديل نۀ تر سترګو کېدۀ خو د دې ماډل د نفاذ د پاره چې کوم مادي او سياسي شرائط لازم وو، افغانستان ترې تر لويه حده بې برخې ؤ؛ باچا او د هغۀ ملګري افغان روښانفکران ئې د رامنځ ته کولو د پاره پۀ ستړو بوخت وو.

د افغانستان روڼ اندې طبقه د خپل هېواد د خپلواکۍ د اخستنې او ساتنې شرائطو ته ډېر لۀ وړاندې متوجه شوې وه، پۀ خپله د امان الله بصيرت هم لۀ دغې لوستې او روښانفکره طبقې څخه سرچينه اخستې وه. د مرکزي دولت او ملي حاکميت ټينګښت، عصري پوهه، د دين عصري تشريح، ملتپالنه او سمونپالنه د هغې افغان مشروطيت غوښتنې څو مهمې برخې وې چې بنسټ ئې د امان الله خان د پلار امير حبيب الله خان پۀ واکمنۍ (1919-1901)کښې ايښوول شوی ؤ او هم ئې هغه مهال پۀ واکمنو کړيو او لوستې قشر کښې د نفوذ موقع موندلې وه. د مشروطه غوښتنې او سمونپالنې نظرياتو ته د غوړېدا د پاره پۀ افغاني ټولنه کښې موډرن چوکاټونه پکار وو چې هغه د افغانستان د بېن المللي او سیمه ايز ګوښه توب او يواځیتوب لۀ کبله رغېدلي نۀ وو، لۀ هم دې کبله هغه ټولې هڅې د هېواد پۀ پلازمېنه کښې هغې طبقې ته محدودې پاتې وې چې نسبتاً عصري تعليم او بهرنيو سفري تجاربو پۀ يوې نوې جهانبينۍ برخمن کړي وو. هسې هم د موډرن نېشن سټېټ پۀ راتللو سره د دغسې يوې جهانبينۍ چې د افغانستان پۀ تاريخ کښې ئې مونږ د مشروطه غوښتونکو، افغان ځوانانو، د محمود طرزي غوندې روښانفکرانو او ‘سراج الاخبار’ پۀ بڼه وينو رامنځ ته کېدل کومه ډېره جالبه خبره نۀ ده. د امير شېر علي خان پۀ دوېمه دوره (1879-1868) کښې او د امير عبدالرحمان خان د واکمنۍ (1901-1880) پر مهال افغانستان ته تر يوۀ حده د موډرن سټېټ د چوکاټ د رغولو سازوسامان برابر کړل شو. دا کار د څومره لوی قيمت يا تاوان پۀ ورکولو وشو، ځان ته يو مهم بحث دی؛ خو دا يوه خبره مونږ ته بايد اوس د يو تاريخي ضرب المثل پۀ توګه ياده پاته شي چې پۀ په ټوله نولسمه پېړۍ کښې پۀ افغانستان کښې د رياست او جديديت پروسې د دوو زبر ځواکونو زار روس او برطانوي هند پۀ استعماري حدودو کښې بنديوانې وې. د کوم يو واکمن، کوم يو ټولنيز او سياسي حرکت يا کوم شخص يا ډلې رول د دې تاريخي سياق و سباق لۀ پېژندلو پرته نۀ شو ارزيابي کولی. د شلمې پېړۍ پۀ اوائلو کښې فعال افغاني روڼ اندي پۀ دې نتيجه رسېدلي وو چې پۀ نړۍ کښې د افغانستان د دولتي او کلتوري ګوښه توب تر ټولو لوی سبب د دغه هېواد پر خارجه پاليسۍ د انګرېزانو کنټرول ؤ او دا هغه لوی خنډ ؤ چې د انګرېزانو پۀ ضد د افغانانو پۀ دوو “کاميابو” جنګونو کښې هم لۀ منځه وړل شوی نۀ ؤ. داسې څۀ وو چې افغانان ئې د جنګونو د ګټلو برسېره د دې خنډ پۀ لرې کولو کښې ناکام ګرځول؟ د مشروطه غوښتنې او سمونپالنې د غورځنګ د يو لوی روښانفکره او باخبره اتل او د امير حبيب الله خان د دوو زامنو سخر محمود طرزي (1933-1865) د دې ناکامۍ تر ټولو لويه وجه د افغانانو د ازادۍ ناسم تعبير بالۀ. د هغۀ پۀ فکر افغانانو ازادي او د حکومت نشتوالی يو شی ګڼلی ؤ، دې تفکر او تجربې د ملت پۀ منځ کښې يوه لويه نااتفاقي پېدا کړې وه او د دوي ملي توان ئې خوړلی ؤ. د طرزي پۀ الفاظو: “کۀ د افغانانو ملي توان د دوي د بې اتفاقۍ پۀ وجه پۀ ناقابلِ تلافي توګه زيانمن شوی نۀ وی نو هېڅ چا لۀ دوي څخه پېښور، بلوچستان او سيستان نيولی نۀ شو.” (2)

امير عبدالرحمان خان د زور لۀ لارې ډېر زيات کوشش وکړ چې د افغانستان ملي توان بېرته لاس ته راوړي، افغانان يو ملت کړي او د ترقۍ پۀ لاره ئې سم کړي خو د “قبائلو د ملا ماتونې”، د پولو د ټاکنې، د ټېکس د نظام د رغونې او نظامي قوې د ټينګونې باوجود هغه پۀ دې و نۀ توانېد چې يا خو پېښور، بلوچستان او سيستان بېرته لاس ته راوړي او يا د هېواد خارجه پاليسي د انګرېزانو لۀ ولقې څخه رابهر کړي. هغه څۀ چې افغانان ورڅخه محرومه وو، د معاصرې ملتپالنې تصور او سياست وو. د بدلون او سمون هڅه چې به پۀ څومره ښۀ نيت او ټينګه اراده هم وشوه، قبيلوي او خانداني تضاداتو به ډېره زر لۀ ناکامۍ سره مخامخ کړه. د بدلون هڅې لۀ بره څخه لاندې ته د قبول وړ نۀ وې يا ئې پۀ ټولنه کښې د پرمختګ ګنجائش نۀ درلود او لۀ لاندې څخه د بدلون هڅې د واکمنې طبقې د پاره يو ګواښ پامېدلې خو دا ټکر يواځې د ټولنې او دولت تر منځ نۀ وو بلکې پۀ ټولنه کښې دننه هم پۀ قبيلوي او شخصي ساحو کښې د ټکر وضع موجوده وه؛ واکمنې ډلې او خاندانونه هم د خپل منځي تضاداتو ښکار وو. پۀ بل عبارت، دا د يوې قبيلوي ټولنې د ملت جوړونې او مرکزي واک و اختيار د رغېدنې د ستونزمن مزل قیصه وه. امان الله خان د پلار لۀ شهادته (1919) پس وغوښت چې دې قیصې ته تغير ورکړي. هغۀ ته دا تفکر د يوې وحې پۀ بڼه نۀ ؤ راغلی بلکې پۀ ډېر څرګند ډول د امير شېر علي خان لۀ دوېمې دورې پۀ افغانستان کښې د دولت او ټولنې پر کچه د بدلون تفکر رېښې نيولې وې، پۀ هندوستان کښې د برټش کالونيلزم يو اړخ هغه جغرافيوي او کلتوري محيط ته د اروپائي ماډرنزم ځينې خصلتونه ورپېژندلي وو، افغانستان د هندوستان پۀ ګاونډ کښې پروت او بيا ئې پۀ سياسي لحاظ تر ټولو ډائناميکه سيمه د برطانوي هند واک ته لوېدلې هم وه؛ پۀ هند کښې د هغه وخت د ټولنيزو، سياسي او علمي بدلونونو لۀ اثراتو څخه افغانستان ډېر لرې نۀ واقع کېدو د دې تر څنګ د عثماني سلطنت او د نوې ترکيې لۀ بدلونونو سره هم د افغانانو ټينګ روابط وو. کۀ د محمود طرزي پۀ ادارت کښې د چلېدونکې دوه اوونيز “سراج الاخبار” اتۀ کلنه دوره (1918-1911) پۀ غور سره تر نظر تېره کړل شي نو د دغو ټولو بدلونونو پۀ رڼا کښې او لۀ دې ټولو بدلونونو څخه پۀ زدکړې سره پۀ افغانستان کښې د استقلال او سمونپالنې ارمان او ارادې ته يو علمي بنسټ پکښې تيار ښکاري ځکه خو نور د امير د پاره د برداشت وړ پاته نۀ شو، امير هم پۀ هېواد کښې دننه او هم د باندې لۀ عدمِ تحفظ سره مخامخ ؤ. افغانه څېړونکې سنځل نويد باور لري چې “پۀ 1918 کښې د امير پۀ امر ‘سراج الاخبار’ بند کړل شو خو طرزي تر دغه وخته پورې پۀ خپلو موخو کښې بريالی شوی ؤ. هغۀ اصلاح ته يو فلسفيانه بنسټ او افغان ملتپالنې او حتمي خپلواکۍ ته يو علمي بنسټ ورکړی ؤ.” (3)

خو د ‘سراج الاخبار’ لۀ بندېدلو يو کال وروسته پر دغه فلسفيانه او علمي بنسټ د افغانستان دولتي او ائيني سټرکچر درېدل پېل شول او د هغې ملتپالنې دور پېل شو چې پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې ئې د تصور د ودې يو لوی ثبوت مونږ پۀ لاس کښې لرو. طرزي د خپل زوم امان الله خان پۀ حکومت کښې د خارجه چارو وزير وټاکل شو. طرزي د نړیوالو اړيکو او نړیوالو قوانينو پراخه مطالعه درلوده. د يو لنډ مهاله افغان-انګليس جنګ پۀ نتيجه کښې افغانستان خپل استقلال بيا واخست، د انګرېزانو لۀ خوا د افغانستان خپلواکي پۀ رسميت و پېژندل شوه.

خو د افغانستان د استقلال پۀ پس منظر کښې د د باندينيو پېښو اثرات يواځې تر ‘سراج الاخبار’، محمود طرزي او د امان الله خان تر شخصيت پورې محدود نۀ وو بلکې پۀ مجموع کښې ئې افغاني ټولنه متاثره کړې وه. افغان مورخ پوهاند حسن کاکړ پۀ دې برخه کښې پۀ 1904 کښې د جاپان پۀ لاس د روسيې ماته، پۀ 1905 کښې د روسيې انقلاب، پۀ 1906 کښې د ايران انقلاب، پۀ 1917 کښې بالشويکي انقلاب او لۀ لومړي نړیوال جنګ څخه وروسته پۀ اروپا کښې اوښتونونه د لوی اهميت حامل ګڼي چې نۀ يواځې ئې د زورواکو نظامونو طلسم مات کړ بلکې د زورواکو رژيمونو خلاف ئې سياست کوونکي نور هم ټينګ کړل، پر افغانانو ئې هم ژورې اغېزې ولرلې. (4)

د خپلواکۍ ساتنه، پۀ دولتي او ټولنيزو ساحو کښې سمونونه او بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان د اړېکو غځونه هغه درې ګواښونه يا مرامونه وو چې د ځوان روښانفکره باچا امان الله خان د توان او وړتياو امتحان به ئې اخست، هم به ئې د هغۀ د واکمنۍ د مستقبل تعين کاوۀ. د خپلواکۍ ساتنه، ټولنيز او سياسي سمونونه او د نړۍ او افغانستان نښلونه پۀ ظاهره درې بېلې ساحې ښکاري خو پۀ اصل کښې د يوې ساحې درې لۀ يو او بل سره مربوطې برخې وې او پۀ افغانستان کښې د رياست رغونې د اماني ماډل اساسونه وو.

پۀ ګټلو جنګونو کښې د بې واکه پاتې کېدلو تجربې پۀ اماني ماډل کښې د افغانستان د خپلواکۍ د ساتنې د پاره پۀ دولتي او ټولنيزو ساحو کښې عصري بدلونونه او لۀ نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي او ډپلوماټيکي نښلونې اړينتيا د اساسي موخې پۀ توګه ايښې وه.

مرئيتوب او جبري محنت لۀ منځه وړل، د کار مواقع پراخول، دولتي دفترونه او چارواکي جوابده ګرځول، اساسي قانون او لويه جرګه تاسيسول، محدوده جمهوري ازادي اعلانول، نظرياتي او فکري اختلاف زغمل، د ښځو د حقونو د خونديتوب فرمانونه صادرول او پۀ دې برخه کښې شعور خورول، د ښځو او نرانو دواړو د پاره تعليم عامول، مطبوعاتو ته امکانات برابرول، مسلکي کادرونو او کارونو ته ارزښت ورکول، د مذهب او عقيدې پر بنياد امتيازې سلوک ختمول، د افغانانو د پاره د لوړو زدکړو زمينې پۀ داخل او خارج کښې مساعدول او صنعتي ژوند رواجول د امان الله خان د سمونپالنې د ماډل مهمې برخې وې. دا پۀ اصل کښې د معاصرې افغان ملتپالنې او موډرنې رياست رغونې د پروسې بېلابېل پړاوونه وو چې نژدې ټول پۀ يو وخت مطرحه شوي وو خو د دې پړاوونو د وهلو د پاره يا خو يو منظم مرکزي اداراتي قوت پکار وو، يا منظم ټولنيز سياسي تحريک چې لۀ دواړو څخه افغانستان پۀ هغه وخت کښې بې برخې ؤ. اندريو چوا ليکي:

“د امان الله د موډرنائزېشن پروګرام دومره جامع ؤ چې نفاذ ئې پۀ افغانستان غوندې کليوال او غېرمرکزي هېواد کښې څۀ چې پۀ يو سېنټرلائزډ نېشن سټېټ کښې هم ګران برېښېدو. د اصلاحاتو د نفاذ د پاره هغۀ ته يوه داسې مرکزي بېوروکرېسي پکار وه، کومه چې اتاترک پۀ ترکيه کښې يا رضا شاه پۀ ايران کښې د خپلو دغسې پروګرامونو د عملي کولو د پاره درلوده.” (5)

امان الله د ادارو د جوړونې لۀ کار څخه غافل نۀ ؤ خو د دې کار د پاره هغه بهرنيو مرستو ته اړتيامن ؤ او لۀ يو شمېر هېوادونو سره پۀ تماس کښې هم ؤ. هغه د يو روښانفکره او انقلابي باچا پۀ حېث د نړۍ توجه د ځان پۀ طرف جلب کړې هم وه او د افغانستان يوه نوې څېره ئې پۀ نړۍ کښې معارفي کړې وه. خان عبدالولي خان ليکي چې مهذبې دنيا پۀ اول ځل يو پښتون باچا وليدو او د هغه پښتنو باچا، د چا پۀ حقله چې پېرنګيانو بهر دنيا ته عجبې عجبې قیصې مشهورې کړې وې. هغوي ته خو پښتون يو مکار، دهوکه باز او بې اعتباره قاتل ډاکو معارفي شوی ؤ. ولې نن هم د دغو پښتنو باچا ټول يورپ را پۀ مخه کړی ؤ او باچاهان څۀ چې اولس ئې د هغۀ نه ډېر متاثره شوي وو. (6)

عزيز هندي هم ورته ټکي ته اشاره کړې او ليکلي ئې: “کۀ د غازي امان الله خان پر ځای د افغانستان د سلطنت واګې د کوم کمزوري عقل او بې زړۀ سړي پۀ لاس کښې وې نو څوک وئيلی شي چې د افغانستان هېواد به دومره زر د نورو هېوادونو سره مانوس او هغوي به پېژندلی وی. پۀ هم دې مانوسيت او پېژندنه کښې هغه جاذبه موجوده وه چې د هندوستانيانو پۀ زړونو کښې ئې غازي امان الله خان ته ځای ورکړ او هغه وېره چې د افغانانو د نوم پۀ اورېدلو سره به پۀ دوي کښې راپېدا شوه، اوس پۀ ډېره چټکتيا لۀ منځه لاړه او زۀ د افغانستان ازادي د هغۀ يواځینی سبب بولم.” (7)

د غازي امان الله د واک ته رسېدلو سره سم ښائي د افغانستان پۀ تاريخ کښې پۀ لومړي ځل پۀ دولتي کچه د هندوستان او بالخصوص هلته د مستعمره پښتنو سيمو لۀ سياسي حرکتونو سره د پېوستون شوايد مخ ته راځي او د هندوستان لۀ خپلواکي غوښتونکو نهضتونو سره د مرستې پر امکاناتو نۀ يواځې غور کېږي بلکې پۀ دې برخه کښې ځينې پرېکنده اقدامات هم کېږي. هغه پښتنې سيمې چې پېرنګيانو د خپلې فاروډ پاليسۍ لۀ مخې پۀ مرکزي اسياء کښې د خپل نفوذ پراخولو پۀ موخه پۀ سرحدي او قبائلي سيمو نومولې وې، پۀ هغو سيمو کښې د اولسونو پر کچ د استعمار ضد سياست پر هم هغو ليکو يو وار بيا راڅرګندېږي چې د مغلو د امپراتورۍ پۀ وخت کښې د پښتني نېشنلزم د بنيادونو پۀ توګه رامنځ ته شوې وې او اوس ئې د معاصرې نړۍ د نوو غوښتنو او تکنيکونو پۀ رڼا کښې يو نوي انکشاف ته زمينه مساعده شوې وه. ما ته د درې کاله مخکښې پۀ کابل کښې د پښتو ژبې لوی انقلابي شاعر او سياسي رهبر سلېمان لائق وئيلي وو چې د افغانستان پۀ تاريخ کښې د ملي نهضتونو او کلتوري و نظرياتي پرمختګونو پۀ برخه کښې د پېښور رول پۀ بې ساري ډول “انکشافاتي” پاتې شوی دی.

 د 1919ز کال پۀ لومړنيو مياشتو کښې کۀ پۀ پېښور کښې پۀ انکشافاتي توګه د پېرنګيانو د پاره وضع خرابه شوې نۀ وی او امان الله خان پر وخت استقلال ته تياره فضاء درک کړې نۀ وی نو لرې نۀ وه چې افغانستان يو ځل بيا لۀ هغسې بې واکه ګټې سره مخامخ شوی وی کوم چې لۀ پېرنګيانو سره پۀ لومړي او دوېم جنګ کښې مخامخ شو. پېښور تر جنګي انکشافاتو زيات پۀ فکري او سياسي انکشافاتو کښې د لوی نامه خاوند دی. د خپل تاريخ پر يوه داسې پړاو چې پېرنګيان د نوي افغانستان د بشپړ استقلال پۀ رسميت پېژندلو ته مجبوره شوي وو، پېښور پۀ خپله پراخه کلتوري حوظه کښې پۀ يو داسې انقلابي او نظرياتي انکشاف کولو بوخت ؤ چې د افغانستان د بشپړ جغرافيوي استقلال د ګټلو باعث ګرځېدی شو او دا کار دا افغانانو تر منځ د یو منظم سياسي تنظيم او ملي او نظرياتي پېوستون پرته ممکن نۀ ؤ. دې کار ته متوجه تر ټولو مهم سړي چې د چارسدې اوسېدونکی ؤ، پۀ خپل اولس کښې د ‘باچا خان’ او ‘فخرِ افغان’ پۀ نومونو وپېژندل شو. خپل نوم ئې عبدالغفار خان ؤ چې د ازادۍ سبق ئې د خپلو ملي علماو لکه مولوي فضل محمود مخفي غوندې خلقو پۀ منځ کښې لوستی ؤ. بې ځايه به نۀ وي کۀ ووايو چې مولوي فضل محمود مخفي پۀ مستعمره پښتونخوا کښې د پښتنې ملتپالنې پۀ عصري کولو کښې هغه رول ادا کړی دی، کوم رول چې پۀ افغانستان کښې ملتپالنې ته پۀ عصري چوکاټ تراشلو کښې د سردار محمود طرزي ؤ. دلچسپه خبره دا ده چې مخفي او طرزي دواړه د غازي امان الله خان د مشاورينو لۀ جملې څخه وو.

“سراج الاخبار” د پارسي ژبې دوه اونيزه وه خو د نفود ساحه ئې د دوه زره شاوخوا تيراژ پۀ اندازه تر کابل او ځينو نورو ښاري سيمو پورې محدوده وه خو د هغې دوه اونيزې تر بندېدلو لۀ لس کاله وروسته چې کله پۀ پېښور کښې د باچا خان پۀ مديريت او ادارت کښې “پښتون” اخبار پېل شو نو نۀ يواځې ئې د پښتو ژورناليزم بنياد کښېښوو بلکې د شل زره تيراژ پۀ اندازه ئې د اولس پر کچه د پښتون نېشنلزم د علمي او فکري بنسټ د ايښوولو پۀ لړ کښې د پښتنو اديبانو، شاعرانو او عالمانو يو پوره نسل رامنځت ه کړ. يو روسي افغانپوه پروفېسر ګ. ف. ګېرس ليکي:

“د مطبوعاتو پۀ نړۍ کښې ‘پښتون’ مجله تر ټولو خپرونو مشهوره او عامه شوه. دې کار سره د مجلې نسبتاً ارزانې بيعې هم مرسته وکړه، ‘پښتون’ مجله پۀ صوبه سرحد کښې بنده پاتې نۀ شوه بلکې همسايه افغانستان ته ئې هم نفوذ وکړ، د مجلې دائمي لوستونکي د پښتنو د مختلفو سيمو اورېدونکي وو او هغه پښتانۀ وو چې د هند پۀ بېلابېلو سيمو کښې اوسېدل؛ لکه روهېل کهنډ، ډيلي، کلکته، بمبۍ او نورو کښې او هم داقيانوس نه هغه خوا پۀ امريکا کښې اوسېدونکو پښتنو د مجلې سره خپله مينه او علاقه ښکاره کوله. دا مجله هلته پۀ امريکې کښې پۀ انګليسي ترجمه کېده. د پښتنو ليکوالو پۀ اثارو کښې ډېر ځله داسې ليکل کېدل چې مجله پۀ خپل ذات کښې د نوي اجتماعي غورځنګ هنداره ده او د ملت پۀ تاريخ کښې د هيجان او اضطراب نه ډک فصل دی.” (8)

بنيادي غايه د “سراج الاخبار” او “پښتون” مشترکه وه او هغه وه پۀ افغانانو کښې عصري ملتپالنه خورول د ښځو د حقوقو، تعليم او مبارزې د ملاتړ ټکی هم پۀ دواړو خپرونو کښې مشترک دی. د غازي امان الله خان او د هغه د اصلاحي پروګرام پۀ ملاتړ او بيا د هغه نوښتګر باچا او د هغۀ د روښانفکره پروګرام د دسيسو پر خلاف د “پښتون” علاوه ښائي کومې بلې اولسي مجلې دومره باکفيته او باکميته ليکنې کړې وي. دا پرمختګونه د کوم تصادف برخه نۀ وو بلکې د باچا خان او امان الله خان د پروګرامونو د يو ډېر سنجول شوي اشتراک برخه وو.

د پښتنو سياسي رهبر عبدالولي خان دې عمده ټکي ته پۀ خپل کتاب کښې اشاره کړې ده:

 “د پېرنګي دا شک شو چې ګنې لروبر پښتون د يو سکيم لاندې لګيا دي او کوم کار چې امان الله خان او حکومت پۀ افغانستان کښې کوي، هم هغه کار باچاخان او د هغۀ ملګري پۀ دې پښتنو کښې کوي، ولې چې “پښتون” رساله به کابل ته تلله او هلته تر دې معلومه شوې وه چې امان الله خان به پۀ خپله هم لوسته او نورو ته به ئې هم د لوستلو وئيل. هلته پښتو ژبه حکومتي ژبه وټاکلې شوه. پۀ پښتو ژبه اخبار شروع شو؛ او د يو حقيقي ازاد او خودمختاره افغانستان د ابادۍ او ودانۍ رده کېښودې شوه او اګرچې پښتانۀ د ډيورينډ د مزي پۀ زور د يو بل نه شلېدلی شوي وو خو بيا هم افغانستان هلته پۀ خپله طريقه او دې پښتنو دلته پۀ خپله طريقه د خپل ځان د راټولولو کوششونه کول او د ګاډي دا دواړه پايې ورو ورو پۀ حرکت کښې راتلې او ډېره ممکنه وه چې دا ګاډی يو وار بيا روان شوی وی؛ ولې دلته بيا پښتون د بين الاقوامي سامراجي او نوابادياتي سياست پۀ چکر کښې راغی او د روس او انګرېز د سياست د پلونو تر منځ دل شو.” (9)

د غازي امان الله خان د ملت جوړونې او سمونپالنې موډرن دولتي پروګرام او د باچا خان اولسي نهضت “انجمنِ اصلاح ِ افاغنه” چې د افغانانو بشپړې خپلواکۍ او ترقۍ ته ئې لاره هواروله، دواړو لۀ يو او بل سره پۀ ماهيت کښې يو واضح فرق دا درلود چې د امان الله پروګرام لۀ بره څخه لاندې ته لټېدۀ او د باچا خان اصلاحي تحريک د ټولنې پر لاندې کچه (from the below) روان ؤ. امان الله د خپل اصلاحي پروګرام د پاره دولت درلود، باچا خان لۀ دې قوت څخه بې برخې ؤ، هغۀ ته د خپلې اصلاحي برنامې د عملي کولو د پاره د تحريک جوړولو کړاوژن کار پر سر پروت ؤ. د دې دوو پروګرامونو لۀ يو او بل سره دومره ژور تعلق ؤ چې کله د غازي امان الله پروګرام د داخلي بغاوتونو لۀ کبله لۀ يو زړۀ چاودونکي تعطل سره مخامخ شو نو باچا خان او د هغۀ ملګرو هڅه وکړه چې پۀ دې صورتحال کښې نېغ پۀ نېغه مداخله وکړي او پر وخت افغانان د دې منفي روشونو او کوهتابينيو پۀ خطرناکو نتائجو خبر کړي. څومره مرسته هم چې پۀ يوه مستعمره کښې د باچا خان لۀ انقلابي نهضته څخه ممکنه وه، هغه ئې د امان الله پۀ حق کښې و نۀ سپموله. د اولسي موافقې، جلسې، چندې او درملنې چې څومره امکانات هم هغوي درلودل، د امان الله خان د انقلابي دولت د ژغورنې د پاره ئې پۀ کار راوړل خو ټولنپوه باچا خان پۀ دې نتيجه پۀ کامله توګه رسېدلی ؤ چې هنګامي محيط ته لۀ ننوتلو پرته د خېر هيله نۀ شي کېدې. پۀ دې ورځو کښې باچا امان الله پۀ قندهار کښې مېشت ؤ، باچا خان او ميا جعفر شاه د بلوچستان پۀ لاره د افغانستان پۀ خوا روان شول خو پېرنګي واکمنو ته اوس پوره پته وه چې باچاخان د کومې اندازې نبض شناس سړی دی او څومره زر پر حالاتو د قابو ساتلو وړتيا لري. پۀ بلوچستان کښې باچا خان او ميا جعفر شاه ونيول شول او بېرته پښتونخوا ته راستانۀ کړل شول او هم داسې بلوچستان ته د دوي پر تګ بندېز ولګول شو. د باچا خان انجمن پۀ پښتونخوا کښې د امان الله پۀ ملاتړ خپل اولسي کمپاين ته دوام ورکړ خو د پېرنګي واک، د ډيورينډ کرښې او د قبائلي سيمو د اضافي بفر زون حېثيت د امان الله خان پۀ ملاتړ د باچا خان او د هغۀ د انجمن هڅې د افغانستان پر داخلي وضع اثرانداز کولو ته پرې نۀ ښوولې. د پروفېسر ډاکټر وقار علي شاه مطابق:

“د پښتونخوا روڼ اندو د انقلابي افغان باچا امان الله خان پۀ ناکامۍ او لۀ وطنه د هغۀ پۀ شړلو کښې د برطانوي استخباراتو لاس دخيل ګاڼۀ او ورسره ئې د افغانانو وروستو پاتوالي ته ګوته نيوه چې دوي ئې پر دې حالاتو باندې پۀ قابو ساتلو کښې ناکام وګرځول او هم دلته دوي پرېکړه وکړه چې د خپل اولس د راپورته کولو د پاره يو منظم تحريک پېل کړي، پۀ 1929 کښې ئې خدائي خدمتګار تحريک جوړ کړ.” (10)

د امان الله خان د واکمنۍ د سقوط ګڼ عوامل دي خو تر ټولو مهم لاس پکښې د سياسي تشې ښکاري. د بدلون او سمون د هغه موډرن پروګرام د پاره چې کوم موډرن سياسي تنظيمونه او حزبونه پکار وو، هغوي ته پۀ افغانستان کښې د غوړېدلو مواقع ميسرې نۀ وې. لۀ امان الله خان سره ولې دا قوت نۀ ؤ چې لۀ خپلې واکمنۍ او اصلاحي پروګرام څخه دفاع وکړي، سيد شمس الدين مجروح وائي:

“قوت ئې شا ته مثلاً چې عسکر و اوسي يا مثلاً لويه پارټۍ يا حزب يا ډله و اوسي چون دا پۀ افغانستان کښې موجود نۀ وو او مخصوصاً دا بعضې اصلاحات چې شوي پۀ دنيا کښې مثلاً پۀ مشرق کښې اکثراً پۀ قوت سره شوي دي، پۀ ديکتاتوري زور باندې شوي دي، پۀ عسکري زور باندې شوي دي، ده لۀ هغه زور نه هم کار نۀ اخستۀ، هغه زور ورسره نۀ ؤ او لهٰذا لۀ داخلي مخالفت سره مواجه شو.” (11)

د مشروطه غوښتونکو او روښانفکرانو چې کومه ډله موجوده وه او اماني موډرنائزېشن ته تر ټولو زيات ملاتړ هم لۀ دوي څخه متوقع ؤ خو هغوي نۀ يواځې پۀ خپل منځ کښې کوم موثر نظم رامنځ ته نۀ کړ بلکې سرچپه لۀ يو او بل سره پۀ سختو ناندريو واوښتل. پوهاند حسن کاکړ ليکي:”درز يواځې د ساتنپالو او بدلون غوښتونکو تر منځ نۀ ؤ، د بدلون غوښتونکو تر منځ چې تاريخ پوه غبار ئې “روښانفکران” بولي، هم مخالفتونه او دسيسې وې چې لۀ هغو نه راپېدا ورانی پۀ خپله نظام ته متوجه شو.” (12)

رښتيا خبره دا ده چې سقاوي يواځې د ټوپک پۀ زور تر ارګ پورې رسېدلې نۀ ده بلکې د قبيلويت او ملائيت روايتي ادارې چې د استعمار پۀ مرسته يو داسې الاينس ته رسېږي چې پۀ افغانستان کښې د ملي او مرکزي حکومت شتون ته مزاحم کېږي، سقاوي رامنځ ته کېږي. د سقاوۍ خلاف د وسله والو مبارزو پۀ برخه کښې د مېړانو ښوولو برسېره پۀ سياسي مېدان کښې پرله پسې ناکامۍ ښائي باچا خان دې وئيلو ته اړ باسي چې پښتانۀ افغانان واک ګټلی شي خو سنبالولی ئې نۀ شي. پۀ دې خبره کښې پۀ افغاني ټولنه کښې د سياست او تنظيم تشې ته اشاره معلومېږي. د واک سنبالښت يواځې د اوږدو باچاهيو لکه د محمد ظاهر شاه د اوږدې او نسبتاً ارامې دورې (1972-1933) پۀ معنٰي نۀ شي اخستل کېدی ځکه چې د افغانستان د پاره د لازمو بدلونونو ټولې پروژې د سياسي تنظيم تشې لۀ داسې بحرانونو سره مخامخ کړې چې د افغانستان مستقبل ئې پۀ ډېره بده توګه متاثر کړ. د شلمې پېړۍ پۀ منځنيو کلونو کښې د واک سنبالښت لۀ يو لړ ټولنيزو بدلونونو، سياسي حقوقو او اقتصادي پرمختګونو سره تړلی ؤ خو پۀ افغانستان کښې دغه کار ته توجه نۀ يواځې تر کابل پورې محدوده پاتې وه بلکې د تناسب حس هم پکښې ډېر برسېرن ؤ. مطلب د خبرې مې دا دی چې پۀ افغانستان کښې د دولت ضعف يواځې لۀ بهرني محيط څخه سرچينه نۀ وه اخستې بلکې يو لړ داخلي نيمګړتياو او تېروتنو پۀ دې ضعف کښې ډېره مهمه ونډه لرلې وه چې يو هم پکښې د خان عبدالولي خان غوندې تاريخ پوهانو او سياست پوهانو پۀ نظر د سردار محمد داود خان لۀ خوا د باچا محمد ظاهر شاه برطرفي او تر سياسي عمل د تېرېدنې او د سياسي ګوندونو تر لرنې مخکښې د جمهوريت اعلان ؤ. )وګورئ “باچا خان او خدائي خدمتګاري”، درېم جلد، پنځلسم باب(

په راوروستو کلونو کښې د بدلون غوښتونکو يا روښانفکرانو مبارزې کۀ يو خوا د اساسي قانون لۀ لارې د دولت د جمهوري کولو د پاره روانې وې او پۀ دې برخه کښې ئې يو لړ پرمختګونه هم رامنځ ته کړي وو خو پۀ بله خوا د هم دې ډلې انحصار هم د جمهوريت او هم د اشتراکيت د نفاذ پۀ اړخ کښې پر پوځي قوه ولاړ پاتې شو او هم د دوي خپلمنځي اختلافاتو مخالف لوري ته دا موقع پۀ لاس ورکړه چې هم د ټولنې احساسات او هم بهرنۍ دښمنۍ پۀ دوي پسې راوپاروي. پۀ نورو ټکو، لۀ بدلون غوښتونکو څخه به پۀ ستراتيژيکي کچه ضرور اشتبهات شوي وي خو د بدلون مخالفو ډلو پۀ ډول ئې لۀ هېواد او دولت سره د دښمنۍ د پروژو ملاتړ کله هم نۀ ؤ کړی. مشروطه غوښتونکي، جمهوريت پلوه او اشتراکي ذهنيته خلقو يو شی پۀ هېڅ قيمت خرڅ کړی نۀ دی او هغه افغانستان او افغانيت دی. د تاريخ پهيه پۀ شا نۀ شي ګرځېدې ګنې مونږ به غوښتې وی چې سردار محمد داود خان د جمهوريت د پاره د يوې لويې سياسي او ټولنيزې مرحلې تر طې کولو مخکښې باید د محمد ظاهر خان تخته د پوځي کودتا لۀ لارې نۀ وی چپه کړې؛ داود خان او خلق ډيموکراټيک ګوند لۀ يو او بل سره پۀ لانجه د اوښتلو پر ځای بايد پر خپلو مشترکاتو د يو او بل همکاران پاتې شوي وی، د داود خان واک بايد پۀ دومره ظالمانه توګه پای ته رسېدلی نۀ وی او د افغانستان د تاريخ پر دومره حساس پړاو بايد دا د “خلق” او “پرچم” ناندرۍ رامنځ ته شوې نۀ وی، ځکه چې دې ټولو حرکتونو او حقيقتونو د افغانستان د دښمنانو پۀ کار کښې اساني پېدا کړې وه او بدلون غوښتونکي ئې د خپلو هڅو قربانيان ګرځولي وو خو متأسفانه تاريخ پۀ شا تمبېدونکې پديده کله هم نۀ ده. د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پۀ اخري کلونو کښې چې سياسي او روښانفکره حزبونو ته د فعاليت کومه ساحه پۀ لاس ورغلې وه، د محمد داود خان پۀ واکمنۍ کښې هغې ساحې ته بې ساري پراختيا ور پۀ برخه شوه؛ ارتجاعي ډلو ته د غبرګون ښوولو موقع پۀ لاس ورغله خو بدلون غوښتونکو د شته ګنجائش د استعمال پر ځای پۀ ګنجائش کښې د بېړنۍ او انقلابي پراختيا سوال ته د خپل لومړيتوب پۀ توګه رجوع وکړه او نتيجه ئې د ثور انقلاب پۀ بڼه رامنځ ته شوه. جالبه خبره دا ده چې هم د داود خان جمهوريت او هم د خلق ډيموکراټيک ګوند د “انقلاب” د پاره اساس د غازي امان الله خان د بدلون غوښتنې او سمونپالنې د پروګرام پۀ حواله کښې تشريح کړل شو خو تر دې هم حېرانوونکې خبره دا ده چې پۀ دواړو بدلونونو کښې د هغو کميو د پوره کولو کومه منظمه هڅه نۀ تر سترګو کېږي کومو چې غازي امان الله خان لۀ ناکامۍ سره مخامخ کړی ؤ.

افراسياب خټک چې د ثور انقلاب د کلونو د لومړي لاس معلومات لري، داسې فکر کوي چې د خلق ډيموکراټيک ګوند د غړو نيتونه د افغانستان د پاره روغ وو، دوي غوښتل چې يو جديد افغانستان جوړ کړي خو دوي پۀ انقلاب کښې څۀ داسې تېروتنې وکړې چې د وراني باعث شوې. دوي زوړ نظام لۀ هر څۀ سره وغاندۀ او عصريت ته راوتلل. دوي خپله ټولنه نۀ پېژندنه. عنعنه او عصريت ئې سره پېوند نۀ کړی شو، د دوي عصريت د شوروي ماډل ؤ، افغاني شوی نۀ ؤ. (13)

تر ټولو لوی تاوان دا وشو چې د ثور د پېښې پۀ تناظر کښې هغه روښانفکره قشر پر منځ مات او يو او بل ته پۀ مورچو کښې کښېنوست چې د مرتجعينو پۀ مقابله کښې ډېر کمزوری او تر ښاري حوظو پورې محدود ؤ. لۀ حبيبيه ښوونځي )قيام 1903( څخه تر کابل پوهنتون )قيام 1932( پورې چې کوم بدلون غوښتونکی او لوستی افغان ذهن رامنځ ته شوی ؤ، هغه پۀ 1970 يمو کلونو کښې داسې پر منځ مات شو لکه د ډيورينډ پۀ کرښه د افغانستان مات شوی وجود روښانفکره کادرونه پۀ دې وخت کښې د امير عبدالرحمان خان تر وخت پۀ څو چنده زيات د مهاجرت لۀ يوې داسې سياسي تجربې تېر شول چې د افغانستان ضد نړېوال تياتر د افغانانو لۀ منځه د مظلوميت زړۀ چاودونکي او هم د خپل منفيت لۀ کبله غصه پارونکي کرېکټرونه وړاندې کړل. د بېلګې پۀ ډول د افغانستان يواځینی فيلسوف او شاعر پوهاند ډاکټر بهاء الدين مجروح پۀ پېښور کښې مېشت ؤ، د جهادي محاذ برخه ؤ او لۀ پوهاند ډاکټر علمي سره ئې پۀ شريکه پۀ انګرېزي ژبه يو کتاب (The Sovietization of Afghanistan) تر سرليک لاندې تاليف کړی دی او افغانستان ئې ټول پۀ ټوله داسې د شوروي روسيې پۀ لاس کښې د يوې مستعمرې پۀ بڼه وړاندې کړی دی چې د سقاوي دورې پۀ خلاف ليکنو کښې به هم دومره مبالغه ارائي و نۀ ليدل شي. سړی نن سوچ کوي چې دومره ژور فلسفيانه نظر څنګه د پاکستان او کېپټاليسټي بلاک افغان دښمنه پاليسيو ته نۀ رسېد چې ټول “جهادي کېپيټل” ئې پۀ خپله قبضه کښې اخستی ؤ.

 لۀ افغانستان څخه د شوروي ځواکونو لۀ وتلو سره سمدستي د بشپړه امنيت مفروضه خوروونکې ډلې هغه وخت يوې بشپړې ذهني نا ارامۍ ته پرېوتې کله چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د شوروي پوځونو د وتلو طرحې ته رسميت پۀ برخه شو او طرحه د امريکې متحده ايالاتو ته هم د قبول وړ وګرځېده. پوهاند مجروح پۀ فروري 1988 کښې خپله يوه سروې خپره کړه چې پکښې وئيل شوي وو چې 87 فيصده افغان کډوال د پخواني باچا محمد ظاهر شاه حکومت غواړي. د سروې لۀ خپرېدلو سمدستي پس پوهاند مجروح پۀ پېښور کښې پۀ خپل کور کښې ووژل شو. نژدې ملګرو او خپلوانو ئې هغه کابل ته ګوته و نۀ نيوه چې پوهاند مجروح ئې د “ازادۍ” د پاره مبارزه کوله بلکې ګوته پۀ پېښور کښې مېشت د جهادي نېټ ورک يوې مهمې پرزې ته ونيول شوه. خان عبدالولي خان ته منسوب خبره ده چې يوۀ خبريال ترې پوښتنه کړې وه چې د شوروي ځواکونو لۀ وتلو سره سمدستي به جهاد پاې ته ورسېږي او بشپړه قراري به رامنځ ته شي؟ عبدالولي خان پۀ خندا سره ورته ووئيلي وو چې اصلي جهاد خو به د شوروي ځواکونو لۀ وتلو پس پېلېږي، د واک پر سر به پۀ يو بل پسې مجاهدين ټوپکې راخلي. د دې خبرې پۀ شاليد کښې درې علتونه کارفرما ښکاري: (1 مجاهدين کوم پۀ ازاده توګه فعاليت کوونکي څوک نۀ وو، د بېلابېلو سپانسرانو او ټرېنرانو امر ته به منتظر وو. (2 دوي پۀ خپلو کښې کومه شريکه نظرياتي برنامه نۀ لرله. (3 د دوي ټارګټ د يو حکومت پر ځای رياستي ادارې او انفراسټرکچر وو چې د يوې منظمې واکدارۍ پر ځای پکښې يواځې د واک د پاره انتشار او انارشي رامنځ ته کېدې شوه.

د ډاکټر نجيب الله د خبرو اترو او ملي پخلاينې هڅې د هغه “ځانځاني ښامار” تر ستوني تېرې شوې چې پوهاند مجروح پۀ ډېره هنرمندانه ژبه د يوې شاهپارې پۀ بڼه تصوير کړی ؤ. جهادي ډلو ته چې پۀ کوم خلوص سره غازي امان الله خان د مذاکراتو وړانديزونه کړي وو او هغوي پۀ څومره بې دردۍ سره رد کړي وو، پۀ هم هغسې يو خلوص ډاکټر نجيب الله دې جهادي ډلو ته د مذاکراتو او ملي روغې جوړې وړانديزونه وکړل او پۀ هم هغومره بې دردۍ سره رد کړل شول. غرض او غايه وطن نۀ ؤ، غرض او غايه اقتدار ؤ چې د افغانستان او پۀ افغانستان کښې د اسلام مدافعين ورباندې نۀ يواځې کومې موافقې ته و نۀ رسېدل بلکې د ډاکټر نجيب الله لۀ ګوښه کېدلو پس ئې د ځانځاني ښامارانو پۀ توګه د افغانستان خپلواکي تر ستوني تېره کړه او يوه دومره لويه انساني تراژيدي ئې ايجاد کړه چې افغانان ئې پۀ هغه حکومت پسې ارمانژن کړل چې مجاهدينو پۀ “ملحد” ورپېژندلی ؤ.

د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی چې پۀ پاکستان کښې لۀ جهادي جبهې څخه ؤ، وئيلي چې کله د پاکستان حکومت لۀ جهادي ډلو څخه وغوښتل چې دوي دې د پاکستان د غېر مذهبي احزابو لۀ مشرانو سره وويني او افغانستان جهاد دې ورته توضيح کړي نو پۀ دې لړ کښې کرزي صاحب ته مسووليت وسپارل شو چې پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل ګوند لۀ مشرانو سره وويني کرزی صاحب وائي چې کله مونږ مجلس ته ورغلو نو د ای اين پي مشرانو راته ووئيل:

“تاسو مونږ يعني عوامي نېشنل پارټي د جهاد مخالف بولئ. مونږ ستاسې د جهاد مخالف نۀ يو، مونږ ستاسې د جهاد ملګري يو. مونږ ته ازاد افغانستان تر ټولو لوی مرام دی. پياوړی کابل، مستقل، پر خپلو پښو ولاړ باعزته کابل مونږ ته تر ټولو لوی مرام دی. زموږ مخالفت لۀ تاسې سره پۀ دغو حالاتو کښې دی چې دلته پۀ پاکستان کښې تاسې پر ځان راوستي دي او عواقب به ئې پۀ افغانستان کښې ډېر خطرناک وي. چې تاسې لۀ يو ظاهري دښمن شوروي )سره جنګېږئ(، شوروي زموږ باطني دښمن نۀ دی، ظاهري دښمن دی، )رښتيا هم دغسې ده، هغه مو دښمن نۀ دی(، يو جنګ ئې درسره پېښ شو راغی، چې خلاص شو ځي درڅخه، داسې چا ته مو پناه راوړې ده چې هغه به مو رېښې دروکاږي. هلته وخت راباندې تېر شوی ؤ، شپږ اووۀ اتۀ کاله د جهاد راباندې تېر شوي وو، هلته مو څۀ سر پۀ خلاص شو پۀ دې خبره باندې چې پۀ دې کښې حقيقت دی، دغسې ده، وروسته مو ليدل چې دغسې ثابته شوه چې د رېښو دښمن مو رېښې راڅخه کښي او تر اوسه پورې پۀ اخته دي خو چون دا زمونږ رېښې ډېرې ژورې دي، هر څو چې ئې راکاږې نۀ خلاصېږي، غځېدلې دي تر بحرو وتلې دي، تر سيندو وتلې دي، پۀ دنيا کښې غځېدلې دي، هر څۀ چې پۀ کوي خلاصېږي نۀ او ژورې دي، ګنې نيت ئې راته دا ؤ چې دا رېښې مو راوکاږي او برباد مو کړي.” (14)

وروستی عقل لومړی نۀ ؤ او افغانانو د خپلې خپلواکۍ او خپل ژوند د خونديتوب پۀ برخه کښې د خپل تاريخ تر ټولو لوی قيمت ادا کړ او لا ئې ادا کوي. د افغانستان د شلمې پېړۍ ټول تاريخ د ورته پېښو د تکرار شاهد پاتې شوی دی. دا ډېره اسانه خبره ده چې لۀ توانه لوېدلی څوک پۀ خپله ناتواني ګرم وګڼل شي خو د ناتوانۍ پۀ برخه کښې هيڅ ډول عامل، اشتبهاء، نيمګړتيا او ناخبرتيا کوم بهرني تاړاک او استعماري دسيسې ته د جواز پۀ توګه نه شي وړاندي کېدی. پوښتنه دا ده چې ولې دې د انسانانو د يوه لوی نفوس سرنوشت لۀ کوم بهرني استعماري تاړاک سره پۀ مخامختيا کښې وټاکل شي؟ ولې دې د نړېوال ځبېښاک پۀ ترڅ کښې د درېمې نړۍ پۀ غړي د بدل شوي يو هېواد نژدې ټوله پاملرنه، شتمني او بوديجه پر خپله جغرافيوي دفاع مرکوزه پاتې شي؟ د لبرالې ډيموکراسۍ ماډل د انساني تاريخ د معراج پۀ توګه وړاندې کوونکو زبرځواکونو پۀ کوم دليل پۀ نويمه لسيزه کښې د افغانستان د پاره د طالبانو پۀ شان د وحشي پديدې انتخاب وکړ؟ د افغانستان يو وطن دوست او انقلابي اولسمشر ډاکټر نجيب الله لۀ بل ځای څخه نۀ بلکې د ملل متحد لۀ دفتر څخه راويستل شو او پۀ کابل کښې پۀ دار وځړول شو، چا د ملل متحد پر رول ګوته پورته کړه، چا ئې د بشري حقونو کائناتي دستور او داعيه چېلنج کړه؟ طالب يو وار د افغانستان او نړۍ تر منځ د امتياز د کرښې پۀ توګه پر پښو ودرول شو او بيا د امتياز د دې کرښې د ورانولو پۀ نوم افغانستان د يوې جهاني مداخلې مرکز وګرځول شو خو د ورانکارۍ اصلي ځای بيا هم خوندي پاتې شو، پۀ پخوانيو قبائلي سيمو او پښتونخوا کښې د منظم تشدد کولو قابل پاتې شو، د افغانستان د جنګ پۀ مرسته رغول شوي جنګي اقتصاد ئې ملا دومره مضبوطه کړې وه چې نۀ يواځې ئې د افغانستان استقلال لۀ خطر سره مخامخ وساتلو بلکې د باچا خان د تحريک نظرياتي او تنظيمي مرکزه ئې هم تر کاري ګزارونو لاندې ونيوله.

د نولسمې پېړۍ لۀ اواخرو د يو اضافي بفر زون پۀ توګه ساتل شوې قبائلي سيمې د یوولسم ستمبر 2001 لۀ پېښې وروسته د ترهګرو واک ته ولوېدې او د پاکستان پوځې اٰمر جنرال پروېز مشرف او د هغۀ ملګرو پۀ نړۍ کښې دا ډنډوره واچوله چې طالبان تر القاعده زيات خطرناک دي او پښتانۀ طالبان او طالبان پښتانۀ دي. د دې ډنډورې د ماتولو د پاره عوامي نېشنل ګوند خولۀ پرانسته او د ګوند مشر اسفنديار ولي خان هر ځای پۀ اولسي غونډو کښې دا خبره تکرار کړه چې طالبان د پښتنې ټولنې پېداوار نۀ دي بلکې دا د پاکستاني پوځ پېداوار دی.

د افغانستان د غميزې پۀ تناظر کښې د باچا خان د عدم تشدد فلسفه نوې معناوې نيسي؛ ملي پخلاينه، امنيت ساتنه او سيمه ايزه همکاري دې فلسفې ته د ژمن ګوند د بيانيې بنسټ جوړېږي. يو ډېر تريخ حقيقت دا دی چې د غازي امان الله خان افغانستان چې د خپلې زمکنۍ بشپړتيا پۀ خوا لټېدۀ، ډېر زر د بائيللې سيمې د ملي سياستونو او مقاومتونو مرستې ته اړتيامن شو او تر نن ورځې پورې لۀ دې اړتيا څخه پۀ ځان خلاصولو توانېدلی نۀ دی. خو لۀ دې سره بايد دا هم پۀ ياد ولرو چې پۀ نويمه لسيزه کښې د افغان رياست ضعف دلته د پښتون قامي تحريک احتجاجي او مقاومتي بيانيې ته سخت حدود وټاکل او د تحريک مخکښان ئې د افغان رياست د بيا رغېدنې د ورځې پۀ انتظار کښېنول خو هغوي د خپل ملي مسئولیت لۀ مخې د افغانستان د ورانولو او اشغالولو پر دسيسو يو سخت انتقادي برخورد خپل کړ. د افغانستان د استقلال د ساتنې سوال د باچا خان د ګوند پۀ برنامه کښې تر ټولو مهم ځای ونيو. د عوامي نېشنل ګوند مشرانو هم پۀ اولس کښې، هم د پاکستان پۀ پارلېمان کښې او هم د نړۍ مخ ته پۀ پرله پسې توګه دا خبره تکرار کړه چې د پاکستان لۀ لوري کومه منظمه مداخله د افغانستان پۀ داخلي چارو کښې روانه ده، د دې نتيجه به ټوله سيمه د اورپکو لاس ته پۀ پرېوتلو راوځي. هم هغسې وشول خو چې کله د طالبانو حکومت پخوانيو قبائلي سيمو ته رامنتقل کړل شو نو د دې مقالې ليکوال پۀ لومړي ځل يواځې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو لۀ خولې واورېدل چې د پښتون قام خلاف د يوۀ ډېر خطرناک جنګ تابيا شوې ده؛ کۀ قام پر وخت د دې د مخنيوي د پاره تياری و نۀ نيسي نو ټولې پښتني سيمې به پۀ دې اور کښې وسوزول شي. د ترهګرۍ او د پاکستان د دوه مخې پاليسۍ پۀ ضد د عوامي نېشنل ګوند اولسي کمپاين دغه ګوند د تشدد ښکار وګرځاوۀ او لۀ 2008ز څخه تر 2014ز پورې چې پۀ افغانستان کښې د مهمو امنيتي، اقتصادي او سياسي ټرانزېشنونو دوره وه چې ای اېن پي د خپل طالبان مخالف سياست پر سر د خپلو مهمو مشرانو پۀ شمول پۀ سلګونو کارکنان لۀ لاس ورکړل. د ګوند مشر اسفنديار ولي خان باور لري:

“ترهګرو ته پته وه چې کۀ دلته پۀ پښتنو کښې مقابلې ته څوک خلق راغونډوي نو صرف او صرف د باچا خان بابا د سوچ او فکر بچي به ئې راغونډوي او هم دغه به راغونډېږي؛ دغه وجه وه چې مونږ پۀ نخښه شو.” (15)

دوي به خپلو کارکنانو ته چې د خپلو ملګرو د جنازو پۀ پورته کولو ستړي شوي وو، د ا ډاډ هم ورکاوۀ چې دا د خاورې د ملکيت جنګ دی. غل چې راشي نو ګوزار پر مېلمه نۀ بلکې د کور پر مالک کوي. عوامي نېشنل ګوند چون د خاورې د ملکيت دعويٰ کوي او د خپلې خاورې خپل اختيار سياست کوي نو ځکه تر ګوزار لاندې ده.

يواځې دا نۀ بلکې د ای اېن پي مشرانو پۀ افغانستان کښې لۀ دخيلو قوتونو بالخصوص امريکائي چارواکو سره هم دا خبره شريکه کړې وه چې څۀ ډول “د پاکستان پوځ پۀ افغانستان کښې د ايتلافي ځواکونو خلاف د جنګېدونکې حقاني شبکې سرپرستي کوي او د حقاني کورنۍ ئې نيمه د پېښور پر کوهاټ روډ او نيمه ئې د راولپنډۍ پۀ چهاوڼۍ کښې ساتلې ده.” (16)

لکه چې مخکښې ووئيل شول چې پۀ نويمه لسيزه کښې د افغان رياست ضعف دلته د پښتون قامي تحريک مزاحمتي او احتجاجي بيانيې ته سخت حدود وټاکل، تر نائن الېون وروسته پر پخوانيو قبائلي سيمو باندې د ترهګرو واک د عوامي نېشنل ګوند فعاليت پۀ خطرناکه توګه محدود وګرځاوۀ. پۀ نورو ټکو، د يو وخت اضافي بفر زون پۀ افغانستان کښې د رياست د بيا رغونې او پۀ پښتونخوا کښې د ملتپالې مبارزې د پاره د يوې فعالې مورچې پۀ توګه کارېدل پېل شول. هغه سيمې چې د انګرېزانو د تور قانون اېف سي اٰر لۀ کبله ورته د پښتون قامي تحريک رسائي نۀ کېده، اوس ورڅخه پۀ جنګي اقتصادي شتمنيو سنبال وسله وال د يوې چار دېوارۍ پۀ توګه تاو شول، لۀ اور او وېنې د جوړې شوې دې چار دېوارۍ د حفاظت د پاره پاکستاني پوځ تر هر دېوال خپل اغزن تارونه تاو کړل؛ څوکۍ، مورچې او پاټکونه تعمیر کړل شول، عېن پۀ هم دغه وخت کښې د ډيورينډ پر کرښه د يو اغزن دېوال تعمير هم پېل کړل شو. يوه “استثنائي وضع” (state of exception) رامنځ ته کړل شوه. دا يو ځانګړی برخورد وي چې جديد رياستونه ئې د ځينو انساني اباديو د قابو کولو د پاره پۀ کار راوړي او کله ئې هم د دومره اوږدې مودې د پاره دوامداره ساتي چې استثناء (exception) د يو معمول (norm) بڼه خپله کړي. ايټالوي فيلسوف جارجيو اګامبين د ټولواکو رياستونو لۀ خوا د خلقو د مغلوب ګرځولو د پاره د باقاعده قانون د معطلولو دا تکنيک پۀ ډېره فلسفيانه توګه څېړلی دی او دا ئې ثابته کړې ده چې د معاصرو رياستونو لۀ خوا دغه استثنائي حالتونه يواځې د کومې سياسي ډلې د قابو کولو د پاره نۀ بلکې پۀ مجموع کښې د خلقو پر ژوند د غلبې حاصلولو د پاره رامنځ ته کېږي. دلته بل څوک نۀ بلکې قانون پۀ خپله خپل ځان معطلوي او د استثناء بڼه خپلوي.

“د استثنائي حالت يو تر ټولو مهم خصوصيت چې د مقننې، انتظاميې او عدليې د اختياراتو عارضي خاتمه ده، د حکومتولۍ پۀ يو دائمي عمل ګرځي .” (17)

پۀ دغه حالت کښې د خشونت ځپنې او امنيت ساتنې دعويٰ د رياست پۀ بيانيه او فعاليت کښې مرکزي ځای نيسي. “سياست پوليسي بڼې ته راټيټ شي، د رياست او تروريزم تر منځ توپير پۀ ورکېدو شي او بالاخر امنيت او خشونت يو داسې واحد مرګونی نظام جوړولی شي چې پکښې دوي د يو او بل فعاليتونه روا ګرځوي.” (18) “کۀ چري رياست ته د خپل حقانيت د اثبات د پاره د وېرې ضرورت وي، بايد پۀ زغرده ئې وزېږوي يا ئې لږ تر لږه لۀ زېږېدلو و نۀ ګرځوي. مونږ داسې ملکونه ليدلي دي چې د خپلې خارجه پاليسۍ پۀ مرسته د تروريزم پالنه پۀ داسې توګه کوي چې بيا پۀ کور دننه ئې پۀ ضد جنګ وکړی شي، د دې د پاره د ترهګرو تنظيمونو پالونکو رياستونو سره پټې دوستانه اړيکې ساتل کېږي بلکې وسلې هم ورباندې خرڅېږي. پۀ دې کښې بله خبره د ښهروندانو او د حاکميت پالو خلقو پۀ سياسي حېثيت کښې د بدلون راتللو ده. پۀ سيکورټي رياستونو کښې يو غېرمسئولانه رجحان د ښهروندانو غېرسياسي کول دي.” (19)

د دې مقالې ليکوال باور لري چې لوستونکو ته به د اګامبين دا فلسفيانه کرښې کوم تجريدي خيالات نه وي ښکاره شوي بلکې داسې به ئې انګېرلې وي چې د پښتون وطن بالخصوص د پخوانيو قبايلي سيمو پۀ هکله کومې بېخې مربوطې او مطرحه خبرې لولي. پۀ ټولو استعماري منځپانګو کښې د پخوانيو قبايلي سيمو شناخت د يو “ناحکومتدارې ځمکې” او “بې څوکه ځمکې” پۀ توګه شوی دی. د “فرنټېر کرايمز ريګولېشن” (اېف سي آر) پۀ ذريعه پۀ دې سيمه کښې يو دومره اوږد استثنائي حالت نافذ وساتل شو چې بالاخر ئې د يو معمول بڼه خپله کړه او پۀ مخالفت کښې راپورته کېدونکي آوازونه نه يواځې واکمنانو بلکې ډېری پښتنو پۀ خپله هم د يو انتشار خورولو پۀ تور وکږل. د باچاخان پر تحريک پوره يوه پېړۍ د دې سيمې دروازې تړلې وساتل شوې. د عوامي نېشنل ګوند پخواني صوبائي صدر افراسياب خټک د خپل ګوند د بيانيې پۀ رڼا کښې پۀ دې لړ کښې مهمې څرګندونې وخت پۀ وخت کړي دي، اته کاله وړاندې ئې پۀ ډان ورځپاڼه کښې پۀ خپله يوه ليکنه کښې ليکلي:

“پۀ کومه بڼه چې فاټا ډيزائن شوې وه، اساسي موخه ئې دا سيمه د يو غېر موصل يا وچ لرګي پۀ توګه ساتل وو چې کرنټ ورڅخه تېر نۀ شي. دا حقيقت بايد ومنل شي چې دا استعماري ډيزائن تر ډېره حده پورې کامياب شو. فاټا د خلقو چې بايد بنيادي بشري حقونه ولري، تر استوګنځي زيات يو ستراتيژيکي ځای وګرځېد. فاټا پۀ دې سره ځان پۀ موثره توګه بفر زون ثابت کړ چې د افغانستان د جديديت خوښوونکي باچا امان الله خان د ټولنيزو او کلتوري اصلاحاتو نقش ئې ځان ته ورپرې نۀ ښود او ختيځي پښتنې ټولنې ته ئې د هغوي لاره بنده وساتله. هم داسې د باچا خان سياسي تحريک تر ختيځو پښتنو پورې محدود پاتې شو او افغانستان ته ئې لاره و نۀ کړه.” (20)

برطانوي استعمار پۀ فاټا کښې د دې استثنائي حالت، عاجلې وضعې او د وچ لرګي د حېثيت نفاذ ته د “ازادو قبائلو” پۀ منظمه مغالطه يو بې ساري خونديتوب وربخښلی ؤ؛ دا ئې مرکزي اسياء ته د خپلې “فاروډ پاليسۍ” يو تر ټولو محکم بنياد رغولی ؤ چې د هند تر وېش وروسته پاکستاني رياست هم خپل ځان ورباندې تکيه کړ او د خپل سيکورټي حېثيت د رامنځ ته کولو د پاره ئې ډېر لوی کار ورڅخه واخست. پۀ دې سيمه کښې پاکستاني رياست يواځې خپل باقاعده قانون ځنډولی نۀ وو بلکې چې کوم توافق ليکونه د انګرېزانو لۀ خوا د دې سيمې د برخليک پۀ حقله لۀ افغانستان سره شوي وو، هغوي ئې هم ټول ځنډولي وو. پۀ افغانستان کښې د رياست ضعف او پۀ قبائلي سيمو کښې استثنائي حالت پۀ راست تناسب کښې وليدل شول. کۀ پۀ ډېرو څرګندو ټکو کښې خبره وکړو نو حقيقت دا دی چې پۀ افغانستان کښې د رياست لۀ ضعف سره پۀ پاکستان کښې د وفاق تر انتظام لاندې قبائلي سيمې د پاکستان د نظامي قوې د مرکز راولپنډۍ انتظام ته ولوېدې او هغه ټول انفراسټرکچر پکښې ورغول شو چې د جنګي اقتصاد، تشدد او خشونت، غېر سياسي پديدو، ټولنيز او کلتوري انحطاط و انجماد، پوځي پراختيا غوښتنې، فکري تنګ نظرۍ، انتهاء پسندۍ، د قبيلوي مناقشو او مذهبي توند روۍ د پېداوار، پالنې او پرمختګ د پاره پۀ کار وو. د پاکستان پۀ دې پاليسۍ سره د يادوو سيمو پر اوسېدونکو خلقو څۀ تېر شول، دې خبرې د بحثونو پۀ منځ کښې د ځای موندلو وړتيا و نۀ لرله ځکه چې د انساني ژوند موضوع د فاټا د ستراتيژيکي ارزښت پۀ پارولو سره نژدې پۀ يوه نان ايشو بدله شوې وه. يواځې د قانوندارۍ مسئله نۀ بلکې د فاټا د پښتنو ټولنيز او کلتوري چوکاټ هم يو ډول استثنائي معرفي کړل شوی ؤ چې ګواکې نۀ يواځې د ملک لۀ ائين بلکې د نورو پښتنو لۀ ژوند ژواک سره هم د مخامختيا پۀ صورت کښې پۀ ټکر اوښتی شي. فاټا ته سياست، جمهوريت او نېشنلزم نۀ ورپرېښوول ګواکې د دې سيمې پر پښتنو د انګرېزي استعمار او پاکستاني سرکار يو احسان، د امنيتي وضعې د سنبالښت يوه پاليسي او د هغوي د “خپلواکۍ” د ساتنې يو انساندوست بندوبست ؤ. دې انتظام پوره يوه پېړۍ دوام وکړ او پر سلمه کليزه يعني پۀ امريکا کښې د نائن الېون لۀ پېښې وروسته دا “خصوصي انتظام” پۀ افغانستان کښې د طالبانو پۀ ضد رامنځ ته شوي نړېوال حرکت ته د وسله وال مذهبي غبرګون د پاره پۀ يو خوندي پناه ځای بدل شو. پاکستاني سرکار دې حالت ته جواز د “قبائلي کلتور” د بيانيې پۀ مرسته تراش کړ؛ هغه لارې چې پر مصلحينو، خدائي خدمتګارانو او ملتپالو يوه پېړۍ تړلې پاتې شوې وې، د دنيا جهان د اجنبي خلقو، بې شرفه او بې رحمه ترهګرو پر مخ پرانستل شوې. د ډيورينډ کرښه عملاً رياست د خپلو دې “ځانګړو مېلمنو” د پاره لۀ منځه يوړه، د سرحدونو محافظه اداره پر هغه ټاک چري هم و نۀ ليدل شوه چې دوي ئې لۀ افغانستان سره د يو نړېوال سرحد پۀ توګه يادوي. “ځانګړي مېلمانۀ”، “د فاټا ځانګړی انتظامي حېثيت”، “ځانګړی ټولنيز او کلتوري جوړښت” او “ځانګړی اسلام” چې پۀ يو ځانګړي ترتيب سره استعمال کړل شول نو د ترهګرۍ او رياست تر منځ فرق ختم شو؛ فاټا پۀ حقيقت کښې پۀ يو بې څوکه زمکه بدله شوه، د دې ښورېدونکې زمکې زامن او لوڼې بې کوره او بې ابرو کړل شوې، کورونه او بازارونه ئې چور او نسکور کړل شول، پر دامانونو او غرونو ئې پوځيان ور وختل او د خپل “بري” لوحې ئې اوېزانې کړې. د ميلیونونو انسانانو ابادي چې بې کوره، در پۀ دره، بې ابرو او د مظلوميت لۀ يو شديد احساس سره لاس وګرېوان وه، اخر ئې د پښتون نېشنلزم او جمهوريت غوښتونکو سره پۀ لاس يو کولو سره يو نوی سياسي صورتحال رامنځ ته کړ، نړېوال فشار ورسره ملګری شو او پاکستان ئې پر دې مجبور کړ چې نور د فاټا ځانګړی انتظام پاې ته ورسوي او لۀ پښتونخوا سره ئې انضمام وکړي. قبائلي سيمې د پښتونخوا ضلعې شوې او پۀ دې ټولو ضلعو کښې تېره مياشت عوامي نېشنل ګوند پۀ لومړي ځل پۀ رسمي توګه پراخ اولسي کمپاين وکړ؛ د باچاخان نظريه، د افغانستان د استقلال مسئله او د عدمِ تشدد فلسفه ئې لۀ هغو پښتنو سره مطرحه کړه چې تر يو استثنائي حالت لاندې ساتل شوي وو او خپل وطن ورته پۀ يو وچ لرګي بدل کړل شوی ؤ.

اوس پۀ محکوم افغان وطن کښې د سياسي پرانستنې يو عمل روان شوی دی، د افغانستان د استقلال د سلمې کليزې پۀ وياړ ئې يو ښۀ زېری ګڼلی شو خو کۀ د افغانستان ځينې دولتي کړۍ او د پښتنو ملتپالو ځينې ډلې د انګرېزانو د لوظنامو پۀ منځپانګو کښې د پرېوتو پر ځای د زمکې پر سر او د خلقو پۀ منځ کښې د افغانستان د استقلال د ساتنې او د پښتنو د ملتپالنې د پرمختګ عمل پۀ غور سره مطالعه کړي. حقيقت د انګرېزانو پۀ تپلو لوظنامو کښې نۀ بلکې پۀ دې سرخوږي کښې پروت دی چې پاکستان نن هم د کشمير او افغانستان د “جهادونو” د پاره “قبائلي مجاهدينو” ته ځانګړې رجوع کوي او عوامي نېشنل ګوند پۀ خپلو غونډو کښې د پښتونخوا لۀ نوو ضلعو د راپورته شوي “پښتون ژغورنې غورځنګ” سره د رياست د ظالمانه استثنائي برخورد پۀ بربنډولو د پښتنو قامي قضيې ته د توان بخښلو هڅه کوي. پۀ پښتونخوا کښې د ملتپال سياست پرمختګ د افغانستان د استقلال پۀ ساتنه کښې تر هر څۀ مهم نقش لوبولی شي او يو مستقل او مستحکم افغانستان پۀ پښتونخوا کښې د ملتپال سياست د پاره تر هر څۀ مهم امکانات برابرولی شي. پښتون قامي تحريک خپل زيات امکانات د غازي امان الله خان پۀ ماتې، د هند پۀ وېش، د بنګاليانو پۀ بېلتون او د ثور انقلاب پۀ غبرګون کښې د راپېدا شوو حالاتو پۀ وجه لۀ لاسه ورکړي دي. د امان الله خان د بدلون غوښتنې او سمونپالنې د “نيمګړي څپرکي” د تکميل پۀ وعده او هوډ د داود خان د جمهوريت او د ثور د انقلاب مراحل تېر شوي دي او د بون لۀ کنفرانسه وروسته د بيا رغونې مرحله دوېمې لسيزې ته رسېدونکې ده . د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ د تسلسل سياست ته پۀ دوام او توان بخښلو سره نۀ يواځې هغه “نيمګړی څپرکی” زر د تکميل پړاو ته رسېدی شي بلکې “نيمګړی استقلال” هم پۀ رښتينې معنٰي بشپړېدی شي.

 

ماخذونه:

  1. Carr, hallett, Edward, (1985), Bolshevik Revolution in 1917-1923. Volume III, W.W Norton & company, New York, Pp. 238-239
  2. Gregorian, Vartan, (1967), Mahmud Tarzi and Saraj-ol-Ahbar: Ideology of Nationalism and Modernization in Afghanistan, Middle East Journal, 21(3), 351
  3. Nawid, Senzil, (2019), Tarzi and the Emergenc of Afghan Nationalism: Formation of a Nationalist ideology, http:/www.bu.edu/aias/nawid_article.pdf
  4. کاکړ، پوهاند ډاکټر محمد حسن، 2005، د باچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه، د افغانستان د کلتوري ودې ټوله، جرمني، مخ 12
  5. Chua, Andrew. (2013). The Promise and Failure of King Amanullah’s Modernization Program. The ANU Undergraduate Research Journal Volume Five. P. 41
  6. خان، عبدالولي خان، 1993، باچاخان او خدائي خدمتګاري، دوېم ټوک، کوهاټ روډ پېښور، مخ 80
  7. هندي، عزيز، 2002، د غازي امان الله خان زوال، پښتو ژباړه فرهاد ظريفي، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پېښور، مخ 570
  8. ګېرس، ګ. ف. 2008، د مېړني اولس ادبيات، ژباړن سر محقق اکبر معتمد شينواری، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، مخ 150
  9. خان، عبدالولي خان، هم هغه اثر، مخ 75
  10. Shah, Sayed Wiqar Ali. (2015). Ethnicity, Islam and Nationalism: Muslim Politics in the North-West Frontier Province (Khyber Pakhtunkhwa) 1937-1947. NIHCR Publication, Islamabad, P. xli
  11. ارغنداوی، ډاکټر عبدالعلي، 2002، ژوندۍ خاطرې: پۀ تېرو نهو لسيزو کښې د افغانستان تاريخ 1900-1992، پبلک اٰرټ پريس، پېښور، مخ 27
  12. کاکړ، پوهاند محمد حسن، هم هغه اثر، مخ 54
  13. ثابت، عبدالجبار، 1377، افغانستان چا وران کړ؟ د افراسياب خټک ليکنه، د مېوند نشراتي مرکز- سبا کتابخانه، ډهکي نعلبندي، د قصه خوانۍ بازار، مخونه 37-38
  14. خان، اسفنديار ولي، 2015، لۀ طلوع نيوز سره مرکه

  1. Dawn Report. (May 22, 2011). ANP Leaders Said Military Protected Haqqanis, Other Militants. https://www.dawn.com/news/630875
  2. کرزی، حامد،(14 مارچ، 2017)، د افغان غميزي ماهيت: اړخونه او لرليد، د خوشحال بابا فکري بهير ته وېنا

  1. Agamben, Giorgio. (1942). The State of Exception. The University of Chicago Press, P. 7
  2. Agamben, Giorgio. (2006). On Security and Terror. https://libcom.org/library/on-security-and-terror-giorgio-agamben
  3. Agamben, Giorgio. (December 28, 2015). From the State of Law to the Security State. http://autonomies.org/2015/12/from-the-state-of-law-to-the-security-state-giorgio-agamben-on-the-state-of-emergency-in-france/
  4. Khattak, Afrasiab. (October 25, 2011). Reforms in Fata. https://www.dawn.com/news/668768/reforms-in-fata

 

دا هم ولولئ

پۀ افغانستان کښې د ملي پخلاينې او ټولنيز تداوي هيلې

د افغانستان د څلوېښت کلنې غميزې او د ترهګرۍ خلاف روان اتلس کلن جنګ پۀ …