پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

مني بجټ

د عمران خان نوي وفاقي حکومت پۀ خلاص مټ قومي اسمبلۍ کښې د بجټ د پاسه نوے بجټ پېش کړو. دا رقم بجټ ته مالیاتي ژبه کښې ‘مني بجټ’ یا ‘ورکوټے بجټ’ وئیلے کېږي. پخوا چې به کله یو حکومت بې وخته څۀ مالیاتي حکمنامه جاري کړه یا به ئې څۀ نوي محصولونه لګول نو خلقو به دې ته د ‘مني بجټ’ نوم ورکړو. خو حکومت به دا پۀ ځان یو الزام وګرځولو او د دې تردید به ئې وکړو. موجوده حکومت د مني بجټ تور نۀ صرف پۀ ځان پورې کړو بلکې پۀ دې فخر هم کوي.

مني بجټ عمومي توګه باندې هغه ملکونو کښې مخې ته راځي چرته چې اقتصادي او مالیاتي نظامونه کمزوري او بې اثره وي، چرته چې سیاسي عدم استحکام وي، چرته چې اقتصادي او مالیاتي ګاډي ته د مخکښې تلو لاره نۀ وي معلومه.

د دې مني بجټ خصوصیت دا دے چې تېر بجټ چې عام اولس څومره زورولے ؤ، دې بجټ نور وزورولو. د دې پۀ ذریعه د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر د خپل قابلیت پۀ اساس د یو سل اتۀ اویا (178) اربه روپیو د ټېکسونو یو دروند بار د زورلي شوي اولس پۀ کمزورو اوږو واچولو. څرګنده ده چې د پاکستان اولس به دا بوج اوچت نۀ کړے شي.

ورسره ورسره ئې د قدرتي ګېس پۀ قیمت کښې دومره زیاتے وکړو چې خلق ورته ځکه ګوته پۀ خولۀ دي چې هم دغه اسد عمر پۀ تېر حکومت کښې د ګېس پۀ نرخونو کښې د اضافې تورونه پورې کول او دا نرخونه ئې د نړيوال بازار پۀ مقابله کښې ډېر زیات ګڼل. یاده دې وي چې د قدرتي ګېس پۀ نرخونو کښې یو سل درې څلوېښت (143%) فيصد اضافه شوې ده چې یوه زوروونکې اضافه ده. د حکومت لۀ خوا د بجلۍ او پټرولو نه واخله پۀ نورو څیزونو هم قیمتونو کښې د اضافې وړاندیزونه د اولس پۀسر لکه تېرۀ خنجرونه ځوړند دي.

پۀ ذکر شوي مني بجټ د هرې غاړې نه د تنقید ناتاره باران روان دے. پخواني صدر اٰصف زرداري دې بجټ ته ‘مني ډرامه’ وئیلې ده. قومي اسمبلۍ کښې د مخالفې ډلې مشر میا شهباز شریف د دې بجټ هر اړخ غندلے دے. د عوامي نېشنل پارټۍ مشر الیاس احمد بلورر پۀ تفصیل سره د بجټ جاج اخستے دے او دا ئې یو اولس دښمنه عمل ګرځولے دے. الیاس بلور وائي چې پۀ پینځۀ زره څیزونو کسټم ډیوټي زیاته کړې شوې ده. هغۀ دا هم وئیلي دي چې پښتونخوا اتلس (18) فیصده، سندهـ 69% او بلوچستان 4% ګېس پېدا کوي، ولې د دې صوبو عامو خلقو او کاروباري خلقو باندې د ګېس نرخ اوچتول د اساسي قانون )ائین( د 158 مادې خلافتیا ده. دۀ ا حرکت پۀ اتلسم ائیني ترمیم حمله ګرځولې ده.

کۀ چرې د دې هر څۀ جاج واخستے شي نو دا حقیقت به وځلېږي چې موجوده حکومت سره هېڅ څۀ کوټلے مالیاتي پروګرام نشته. دا حکومت صرف د یوې صوبې د مفاداتو د پاره د درې واړه صوبو پۀ حق ډاکه اچولو د پاره جوړ کړے شوے دے. د ائین مطابق پۀ قدرتي ګېس اول د هغه صوبې حق دے چې کومه صوبه ګېس پېدا کوي. بله دا خبره ده چې پۀ کومه زړۀ ورتیا چې ټېکسونو کښې اضافه شوې ده، د دې نه دا حقیقت څرګندېږي چې د ملک اقتصاد ډېر زیات مخ پۀ زوال دے؛ خو ټېکسونه دغې کمزوري اقتصاد ته هېڅ څۀ سهاره یا تکیه نۀ شي ورکولې. البته کۀ حکومت خپلې بنیادي پالیسۍ بدلې کړي نو د ملک اقتصادي او مالیاتي حالت ښۀ کېدے شي. دې پالیسیو کښې د ملک خارجه، دفاعي او داخله کړنلارې بیخي بدلول غواړي.

دې سره سره پۀ وفاقي کچ د غېر ضروري وزارتونو او مشاورتونو ختمول او اخراجاتو کښې کمے راوستول هم ضروري دي. خارجه تجارت پۀ توله ساتلو سره د خارجه سکې (Foreign Exchange) ذخیره کښې زیاتوالے ممکن کېدے شي. ملک ته د غېر ضروري څیزونو درامد باندې بندېز لګولو او د ملک نه د پېسو ویستلو ټولې لارې بندولو او پۀ دې قابو ساتلو سره د ملک اقتصاد ته سهاره ورکېدې شي ګنې اقتصادي او مالیاتي ګډوډي به نوره زیاتېږي او مني بجټونه به یو معمول جوړ شي.

د میا محمد نواز شریف د قېد سزا معطل کېدل

اسلام اباد هائیکورټ د میا محمد نواز شریف، مریم نواز او صفدر هغه سزا معطل کړه کومه چې دې درېو واړو ته څو میاشتې مخکښې احتساب عدالت ورکړې وه. یاده دې وي چې قومي احتساب بیورو نواز شریف او د هغۀ دوه زامن، لُور او زوم د بدعنوانۍ پۀ تور تورن کړي وو او د تحقیقاتو نه پس ئې لندن کښې د هغه فلېټونو پۀ جرم کښې ککړ ښودلي وو چې د میا صاحب د زامنو پۀ ولقه کښې دي.

پۀ دوي الزام دے چې دا فلېټونه پۀ اصل کښې د میا نواز شریف ملکیت دے چې دۀ پۀ هغه پېسو اخستي چې د پاکستان نه ئې پۀ پټه منتقل کړې دي. احتساب عدالت دۀ او د دۀ لور او زوم ته هم پۀ دغه جرم کښې د قېد سزا ورکړې وه. دوي اسلام اباد هائیکورټ کښې د احتساب عدالت د فېصلې خلاف اپیل وکړو. اوس پۀ دې اپیل متعلقه هائیکورټ کښې عدالتي کاروائي روانه ده، ولې عدالت د دوي سزاګانې معطل کړې او دوي ئې پۀ ضمانت پرېښودل.

کۀ چرې هائيکورټ د دوي اپیل منظور کړو نو د دوي دا سزا به بیخي ختمه شي او کۀ اپیل منظور نۀ شو نو دوي به دوباره جېل ته ولېږلے شي. بل خوا قومي احتساب بیورو (NAB) د اسلام اباد هائیکورټ د فېصلې خلاف سپریم کورټ ته د تلو فېصله کړې ده. دا هم د خپل قسم یوه ځانګړې فېصله ده ځکه چې فوجداري مقدمو کښې حکومت د ملزم خلاف بره عدالت ته ډېر کم ځي. اکثر ملزمان د لاندې عدالتونو د خوا ورکړې شوې خپلې سزاګانې بره عدالتونو کښې چېلنج کوي.

کتے به شي چې نېب پۀ کوم بنیاد د اسلام اباد هائیکورټ فېصله سپریم کورټ کښې چېلنج کوي او سپریم کورټ څۀ فېصله کوي.

اګرچې د نواز شریف د خاندان خلاف ذکر شوې مقدمه او سزاګانې د بدعنوانۍ خلاف د عملي ګامونو پۀ لړ کښې ښکاري او د دې حېثیت قانوني دے، ولې د دې مقدمې سیاسي اړخونه هم د نظر نه د غورځولو نۀ دي. کله چې اسلام اباد هائیکورټ د میا نواز شریف او د هغۀ د کورنۍ د غړو سزاګانې معطل کړې نو د عمران خان د حکومت سره سره نورو سیاسي مشرانو هم پۀ دې خپل رد عمل ښکاره کولو کښې ډیل ونۀ کړو او هر سیاسي مشر خپل خپل انداز کښې پۀ دې فېصله خپل خیالات څرګند کړل. چا دې ته د جمهوریت د ګټې نوم ورکړو او چا دا صحیح انصاف وبللو. چا چې هر څۀ ووئیل خو کومو دوه محترمو ججانو چې دا فېصله ورکړې ده، د هغوي پۀ دیانت او نیت چا د شک کولو اظهار ونۀ کړو. د هغې وجه دا ده چې دا دواړه ججان یعني ښاغلے جسټس اطهر من الله او ښاغلے جسټس میا ګل حسن د انصاف پۀ شعبه کښې نېک نوم لري او د دوي باره کښې داسې څۀ خبره نشته چې څوک ورته ګوته نیولې شي.

بهرحال، دا مقدمه څۀ عامه مقدمه نۀ ده. د دې سیاسي اهمیت هم جوت دے او د پاکستان د قانون او انصاف د ادارو یو امتحان هم دے. د انصاف او قانون سره علاقه لرونکي شخصیات هم دې مقدمه کښې اهمیت لري او د تفتیش ادارې او دې سره تړلي خلق هم د خلقو پۀ نظر کښې دي.

دا مقدمه د پاکستان د تاریخ یوه اهمه مقدمه ده. تاریخ کښې به د دې مقدمې ځان له باب وي. کۀ چرې پۀ یو پړاو یا مرحله کښې د انصاف لمن پرېښودې شوه نو تاریخ کښې به د دې هم ذکر وي. هیله ده چې هر څوک چې دې مقدمې سره علاقه لري، هغوي به قانون او انصاف ضرور تر نظره ساتي او کۀ چرې سیاسي مصلحتونه او سیاسي فائدې او نقصانات پۀ قانون او انصاف بالا شول نو دا به یوه لویه المیه وي.

افغان مهاجرینو ته د شهریت ورکولو مسئله

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وئیلي دي چې پاکستان کښې د بنګله دېش استوګنو او هغه افغان مهاجرینو ته د پاکستان شهریت ورکول پکار دي څوک چې د پاکستان پۀ خاوره زېږېدلي دي.

د ښاغلي وزیر اعظم پۀ دې خبره ملک کښې دننه او د ملک نه بهر پاکستانیانو د بېلابېلو خیالاتو څرګندونه کړې ده. ځینې خلقو د دې تجویز هرکلے کړے دے او ځینې د دې مخالفت کوي. خو د خوند خبره دا ده چې د ملک نه بهر هغه پاکستانیانو چې پۀ مختلفو جائزو او ناجائزو طریقو ئې د نورو ملکونو شهریت اخستے دے او یا لګیا دي د شهریت اخستو کوششونه کوي، د وزیر اعظم د تجویز سره ئې د اتفاق نۀ کولو اظهار کړے دے.

دلته دا خبره ځان له اهمیت لري چې د بنګله دېش استوګنو ته د شهریت ورکولو مخالفت خو څوک هم نۀ کوي، ولې افغانانو ته د پاکستان د شهریت ورکولو مخالفین ښۀ ډېر دي. حالانکې افغان مهاجرین پۀ خپله خوښه پاکستان ته نۀ دي راغلي بلکې د ضیاء الحق فوجي حکومت د افغانستان مختلفو علاقو کښې عام خلق دې ته مجبوره کړي دي چې افغانستان پرېږدي او پاکستان کښې نۀ صرف استوګنه اختیار کړي بلکې دلته ډېر هغه سهولیات تر لاسه کړي چې د پاکستان خلق ترې هم محرومه دي. دغه شان د دوي ډاډګیرنه وشوه. دا خلق پاکستان کښې نۀ صرف اباد کړے شول بلکې ځینې وختونو کښې خو دغه افغان مهاجرینو کښې یوه لویه برخه دلته د قام پرسته پښتون سیاست خلاف هم ودرولو نه ډډه ونۀ شوه. دغه مهاجرینو ځوانانو ته پاکستان کښې دننه عسکري تربیت ورکړے کېدو او بیا د جهاد پۀ نامه جنګ کولو ته افغانستان ته لېږلے کېدل. د دې هر څۀ پۀ شا امریکا او نور یورپي او عرب هېوادونه ولاړ وو. ټوله پېسه د نورو ملکونو نه راتله چې افغان مجاهدین به پرې روزلے کېدل او دغه شان دغه پېسو کښې د پاکستان د مذهبي سیاسي ګوندونو د مشرانو او جرنېلانو برخه هم وه او ورسره ورسره نورو وابسته ډلو او خلقو هم خپلې خېټې غټولې او نن د هغوي بچي د ملک پۀ صنعتونو او غټو کاروبارونو کښې خپل دولت کښې لګیا دي ورځ تر ورځه زیاتوالے راولي. څوک پۀ عملي سیاست کښې دي او څوک د سیاست نه بهر. کوم افغان مشران چې واپس افغانستان ته تلي دي، هغوي هم نن د سرو سپینو سره لوبې کوي.

د دې هر څۀ سره سره پۀ لکهونو افغان مهاجرین اوس هم پاکستان کښې مېشته دي. څوک خپلو کاروبارونو کښې اخته دي او څوک غریبۍ او نېستۍ کښې ورځې شپې تېروي. دې افغانانو د پاکستان او امریکې د پاره خپل وطن ورانولو کښې څۀ کسر نۀ دے پرېښے، خو د دې بد قسمتو اوس نۀ پاکستان کښې څۀ قدر شته او نۀ افغانستان کښې. د افغانستان عام خلق د دوي نه کرکه کوي دغه عام خلق دا باور لري چې پۀ افغانستان کښې تر نن ورځ روانه بد امنۍ کښې د دغه خلقو لاس دے. پاکستان کښې خلق دوي ته د شهریت ورکولو پۀ سخته مخالفت کوي. یعني دا مهاجرین نۀ د دین شو او نۀ د سادین. دا د دوي د کردار منطقي نتیجه ضرور ده. اوس دا هم یو حقیقت دے چې دا خلق انسانان دي. دوي کۀ هر څومره د افغانیت او پښتونولۍ خلاف کردار ادا کړے دے خو بیا هم افغانان او پښتانۀ دي. باید چې دوي سره د بېن المللي قوانینو مطابق سلوک وکړے شي.

پاکستان کښې د ژوند کوونکو بنګالیانو او افغانانو شهریت یوه انساني مسئله ده او د دې سیاسي وجوهات دي؛ دا کلتوري او مذهبي مسئله هم ده. د عوامي نېشنل پارټۍ ترجمان زاهد خان پۀ خپل جاري کړي بیان کښې د وزیر اعظم د دغه اعلان ملاتړ کړے دے او وئیلي ئې دي چې دا مسئله دې د سیاسي سکورنګ د پاره نۀ کارولے کېږي بلکې دې لړ کښې دې سنجیده رویه خپله کړې شي. هغۀ ووئیل چې عوامي نېشنل پارټي موقف لري چې خپلو کورونو نه بې ځایه کړے شوو افغانانو ته دې د نړۍ د قامونو د متفقه قراردادونو او ضابطې رڼا کښې شهریت ورکړے شي او دې سلسله کښې دې د قانون سازۍ پۀ حواله پۀ سنجیدګۍ سره د تجاویز راټولولو او د دغه تجاویز پۀ رڼا کښې د قانون سازۍ کولو او عملي اقداماتو اوچتولو تابیا وشي.

کۀ چرې دې خلقو ته د پاکستان شهریت نۀ شي ورکېدے نو هغه مهاجرو ته خو شهریت ورکولو کښې څۀ باک نشته څوک چې پاکستان کښې پېدا شوي او لوے شوي دي!!! کۀ چرې دا هم ممکن نۀ وي او پۀ دې مهاجرو د پاکستان د شهریت د قانون اطلاق نۀ کېږي نو څۀ بله ماسبه لاره راویستل ضروري دي او هغه دا کېدے شي چې دې مهاجرو ته یوه داسې د استوګنې اجازت نامه ورکړې شي چې دوي پرې افغانستان ته تلے راتلے شي او د دغه اجازت نامې سره دوي ته تګ راتګ کښې نسبتاً اساني وي. کۀ حکومتي ادارو کښې د ملازمت کولو حق نۀ لري نو غېر حکومتي ځایونو کښې دې ورته د کار روزګار کولو اجازت وي. دوي ته دې هغه ټول حقوق حاصل وي کوم چې د بنیادي انساني حقوقو پۀ دائره کښې راځي. کومو افغان مهاجرینو چې د پاکستان د شهریت لرونکو سره د وادۀ پۀ رشته کښې تړون اختیار کړے وي یا د دې نه پس د وادۀ رشته کښې تړلے کېږي، هغوي ته دې شهریت ورکړے کېږي. دا ځکه چې مهاجرین هم انسانان وي او د هغوي د ضرورتونو او تکلیفونو نه تهذیب د سترګو اړولو اجازت نۀ ورکوي.

 

دا هم ولولئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

. د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر د افغانستان اولسمشر ډاکټر …