ګوشه نشين ولي – خان عبدالولي خان د پاکستان پۀ سياسي افق ځلېدونکے يو اهم ستورے (عطش دراني) – ژباړن: م ر شفق

محترم عطش دراني د اردو مشهور اديب او صحافي ؤ. “صورت گرانِ عصر” د دوي د انټرويوګانو چاپ شوې مجموعه ده چې د مکتبه “ميرى لائبريرى” ډائرېکټر بشير احمد چوهدري کال 1987 کښې شائع کړې ده. د عطش دراني د يادولو پۀ دې پنګه کښې محترم “عبدالولي خان سره يو ملاقات” هم شامل دے. دا انټرويو پۀ “سياره ډائجسټ” لاهور جولائي 1979 کښې خپره شوې وه. دا د پخواني صدر جرنېل محمد ضياء الحق مارشل لائي دور ؤ او د “نېشنل عوامي پارټي” ځاے نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ (NDP) نيولے ؤ. دا ملاقات يوه يادګاري ليکنه د “پښتون” لوستونکو ته وړاندې کولې شي – ]شفق[

“صاحب جي! دا د ولي خان بنګله ده.”، د خوازه خېلې )سوات( نه چې څۀ مخکښې لاړو نو ډرائيور ما ته ووې. ما د کاڼو او لرګو نه جوړ ساده غوندې عمارت نه سترګې را واړولې او ډرائيور ته مې پۀ حېران نظر وکتل،”دا بنګله ده؟” زۀ د ګاډي نه کوز شوم د دغه “بنګلې” پۀ لوري روان شوم – د خوبانو، الوچو وړه شان باغچه کښې، د سوات سيند پۀ غاړه ولاړ؛ سوچ مې کولو، “يا الله! دومره ستر او دروند شخصيت او دا وړوکے غوندې مکان؟ هسې نۀ ډرائيور ناجاڼه وګڼلم او ټوقه ئې را سره کړې وي!” خو دا حقيقت ؤ، او بيا چې خادم زۀ يو وړوکي “ډرائنګ روم” کښې کښېنولم چې پۀ کښې دوه تخته پوشونه او ساده غوندې درې کرسۍ پرتې وې نو زۀ نور حېران دريان شوم. نۀ ايراني قالينونه غوړېدلي وو، نۀ افرنګي صوفې وې، نۀ چيني فانوسونه او نۀ ترکي پردې اوېزاندې وې. دا ؤ د ولي خان ژوند ژواک.

اوس ما ته مسئله وه – دې شخصيت سره د مخ کېدو چې د ټچن پچن او ټيس ټپاس نه بېخي لرې، پۀ ساده ډول دلته مېشته ؤ.

“السلام علېکم!” يو دنګ لوړ، سور سپين، ښکلے او شکيل بنيادم کمرې ته راننوتو سره ووې. د استرۍ نه بې نيازه ساده غوندې سپين قميص پرتوګ اغوستے؛ دا خان عبدالولي خان ؤ. د سرخپوش رهنما خان عبدالغفار خان زوے، د پخوانۍ نېشنل عوامي پارټۍ سر مشر، د چا نه چې “بهټو” وېرېدو او د چا نه چې د سياست ايوان پۀ لړزان ؤ، دا هغه ولي خان ؤ پۀ چا چې د بېلتون خوښۍ او غدارۍ تورونه پورې کېدل او چې نۀ ورسره د ښي اړخ خلق څنګ پۀ څنګ تلے شو او نۀ د کيڼ اړخ د ګوندونو خوښ ؤ – نو داسې محسوسېده چې نن د سرحد )پښتونخوا( هغه “مردِ دروېش” د سوات پۀ دې ښائسته او روح پرور ځاے کښې ګوشه نشيني اختيار کړې ده.

د دې دنيا د هنــګامو نه چــرته لرې لاړے!!!

بيا چرته غاړه د درياب وے يا دغرونو لمن

محمد اقبال اقبال

دلته تر ميلونو نۀ ښار شته نۀ ښاريه – سود سودا څو ميلو فاصله کښې د “مدېن” نه راوړلې شي. ما هغه پۀ داسې مقام او داسې عالم کښې وليدو – احتراماً ورته ودرېدم.

“راځئ! بهر به کښېنو.” ولي خان د رسمي خبرو اترو نه بې نيازه ما ته ووې. مونږ د دالان نه تېر شو. د خوبانيو او الوچو مړه خوا خوشبويو زړۀ او مازغو ته تازګي بخښله. د اونو د سيوري لاندې راغلو. څۀ لس ګزه ښکته بهېدونکي د سوات سيند شور، د پردې پۀ شا غږېدونکي موسيقي، پورته ښکته د شنو پټو سلسلې او پورې غاړه دنګو لوړو دېوالونو د کوه قاف منظر ښکاره کولو . د غرونو د شا طرف نه ښکارېدونکي د “کالام” واورينې څوکې او دغو څوکيو سره خولۀ پۀ خولۀ د وريځو شورېدونکو پاغوندو يو روماني کېفيت را خور کړے ؤ. دې پرکېف منظر راته را يادول:

اگرفردوس بر روئے زمين است

همين است و همين است و همين است

دې منظر کښې مونږ د ځيږ بوڼ پۀ کټونو کښې ناست وو. دغلته نۀ پلنګ پوش ؤ نۀ د کټ څادر، بس عام غوندې کټ ؤ چې د غريبو او ميانه تپو کورونو کښې عمومي ضرورت پوره کوي. خان صاحب پۀ کټ کښې نيم وغزېدلو لکه چې پۀ نرمه پسته بخملي صوفه ناست وي. ما چې د سادګۍ دا مجسمه وليده نو صلاحيتونه مې ګونګي شو. ولي خان صاحب لکه چې زما د زړۀ درزا واورېده او داسې پۀ اشنا لهجه کښې راسره ګويا شو لکه مونږ د کلونو کلونو دوستان يو.

د ماحول پۀ دې انداز ما د سوالونو شروع کولو د پاره زړۀ وکړو. خدمتګار چې چاے کېښودو او لاړو نو د زړۀ خبرې پېل شوې. جذبې نورې هم ژورې شوې، د ګيلو مانو پيټارے پرانستے شو – ما پوښتنه وکړه:

“خان صاحب! تاسو د څۀ مودې راهسې نسبتاً چپ يئ. خلقو سترګې نيولې دي چې د حالاتو واقعاتو باره کښې تاسو څۀ ووايئ، د خپلې رايې څرګندونه وکړئ. ځينې حلقې ستاسو خاموشۍ ته د خپلې خوښې معانې ورکوي، تاسو دا نۀ محسوسوئ چې پۀ داسې نازکو لمحو کښې را مخکښې کېدل او تاسو له د قوم د لارښودنې فرض پوره کول دي؟ يا واقعي تاسو څۀ وئيل نۀ غواړئ؟ “تر کومې چې د پاليسۍ تعلق دے” )ولي خان د عېنکو د شيشو نه پۀ ژور نظر کتل( “پۀ دې مرحله دا بيانونه ورکول!!! خو تاسو يو تجربه کار سياستدان يئ نو خلقو تاسو ته سترګې نيولې وې چې پۀ داسې حال کښې تاسو د کومې رايې څرګندونه کوئ!”

ما يوځل بيا خان صاحب موضوع ته د را ګرځولو هڅه وکړه، جواب ئې را کړو:

“ستاسو خبره پۀ ځاے ده، صلاح مشورې د پاره مونږ هر وخت موجود يو. نازکې معاملې مونږ داسې نۀ شو پرېښودې.”

“ځکه خو زۀ پوښتنه کول غواړم – تاسو يو تازه بيان کښې وئيلي دي چې د اسلام او سوشلزم نوم اخستونکي دواړه د خلقو استحصال کوي. پۀ هر حال، هغوي دواړه د خپل خپل فکر د مکتبونو نمائندګي کوي. هغوي کۀ دا نوم نۀ اخلي نو څۀ به کوي؟ يعني تاسو چې کوم څيز ته ازاد فکري وايئ، د هغوي پۀ خيال دا منافقت يا درغلي ده. تاسو به د خپل مکتب فکر نمائندګي نۀ کوئ؟”

“ګوره صاحبه!” ولي خان يو ځل بيا څنګ وکړو، وې وئيل، “زمونږ جګړه اسلام يا سوشلزم سره نۀ ده، مونږ دواړو کښې د يوخبره هم نۀ کوو. خلق زمونږ خبرې ته خپلې معنې ور اغوندي. مونږ وايو د اسلام يا سوشلزم نوم اخستونکي اصل کښې خپلو نظريو سره مخلص نۀ دي. پاکستان د اسلام پۀ نوم جوړ شوے دے، پۀ دې زمونږ ټولو اتفاق دے، خو څۀ وجه ده چې تر نن ورځ پورې پاکستان کښې اسلام نافذ نۀ کړے شو؟ صفا ښکاري چې د اسلام نوم اخستونکو پۀ اخلاص د اسلام نافذ کولو هډو کوشش نۀ دے کړے. بيا د سوشلزم پۀ نوم چې دلته د اووۀ کالو پورې څۀ څۀ وشول، تاسو ته پته ده؛ د “روټي،کپړا،مکان” نوم اخستونکو د غريبو خلقو نه دغه سهارې هم وتروړلې. هسې ضمني يوه خبره را ياده شوه، ما د بهټو صاحب مخکښې يو ائيني ترميم پېش کړو چې خپلې دغه نعرې ته ائيني تحفظ ورکړه – يعني ډوډۍ، جامې او کور ورکول به د حکومت ذمه واري شي او دا به د عوامو بنيادي حقونو کښې شامل شي خو بهټو صاحب به يوه مسکا کښې خبره اخوا دې خوا کړه چې “پرېږده ولي خانه! دا د سياست خبرې دي، زمونږ د ملک اقتصادي حالت د دې اجازت نۀ شي ورکولے.” – دا وو د سوشلزم نعره وهونکي!!! مونږ انتها پسند نۀ يو، دا زمونږ لبرل ازم دے. مونږ انقلابيان نۀ يو، ارتقائي يو. مونږ د Revolution نۀ، د Evolution سياست غواړو. مونږ غواړو چې د “ميانه روۍ” او “اعتدال” لار خپله کړې شي. تاسو “اېن ډي پي” د لوبو مېدان کښې “لېفټ ان” وګڼئ، اسلام هم د ميانه روۍ تعليم ورکړے دے. مونږ ټول اسلام، قران، حديث او حيات مصطفٰي صلي الله علېه وسلم سره واقف يو، خو دا مونږ پۀ خپل ژوند کښې نافذ کړے دے؟ پۀ نشستونو او ټکټونو چې جنګونه کوي، دوي به نظام مصطفٰي راولي؟ زمونږ دوي سره دغه اختلاف دے او پۀ جواب کښې دوي مونږ ته “اشتراکي” او “ترقي پسند” وائي. بل خوا “اشتراکيان” مونږ ته “رجعت پسند” وائي. مونږ صرف انصاف غواړو، استحصال نۀ.

ما پوښتنه وکړه، “خبره دا ده چې ځينې خلق اسلام د زړې زمانې مسلک ګڼي او وائي جديد دور کښې د دې نفاذ نۀ شي کېدلے؛ پۀ دې لړکښې ستاسو څۀ رايې ده؟”

“زۀ به صرف يو مثال درکړم” خان صاحب خپله خبره جاري وساتله، “د حضرت عائشه نه روايت دے چې د حضور صلي الله علېه وسلم د وصال نه پس چې کله يو صحابي خواړۀ راوړل نو وې وئيل، مونږ نن پۀ وړومبي ځل پۀ مړه ګېډه ډوډۍ وخوړه؟ الله څۀ شان ؤ د سرکار دو عالم! دغه ؤ نظام مصطفٰي! دغه ؤ اسلام! چې پۀ پوزو به اودۀ کېدل، لوږې به ئې تېرولې. د هغه عظيم پېغمبر خبره پرېږده، مونږ پۀ هغه مرتبه او مقام نۀ شو کښېناستلے؛ ولې د يو صحابي ژوند خو خپلولے شو کنه! د حضرت عمر پۀ نقش قدم خو تلے شو کنه! مونږ دې خپل ژوند لږ تر لږه دغه مقام ته ورسوو. د رسول پاک صلي الله علېه وسلم پۀ اخلاقو عمل کول خو ډېره لويه خبره ده – عملاً دلته څۀ کېږي؟ پۀ خپله اندازه ولګوئ، د اسلام پۀ نوم چې دلته څومره قوتونه را پورته شوي دي، اخر کښې ئې د مغربي طرز ژوند خوښ شوے دے. هغه استعماريت، سرمايه داري او رجعت پسندي.”

خبره پۀ بل طرف روانېده – دا يوه داسې مسئله وه چې بحث ئې غوښتۀ او پۀ دې نورې ډېرې خبرې کېدلې شوې. ما د خان صاحب پام د جنرل ضياء الحق BBC سره تازه انټرويو ته را وګرځولو. “هغۀ د سياسي جماعتونو کارکردګۍ نه وېزاري ښکاره کړې ده، تاسو دې باره کښې څۀ وائئ؟”

“زۀ څۀ وئيلے شم، تاسو پۀ خپله اندازه ولګوئ! د څوارلسم اګست 1947 نه چې ملک کښې دا کوشش جاري دے چې سياست دې ووژلے شي، د لارښودانو کردار کشي دې وکړې شي، جمهوريت دې ختم کړے شي؛ هلته به د مشرتابه بحران نۀ پېدا کېږي نو نور به څۀ کېږي؟ دا وخت تاسو وګورئ، سياسي لارښودان د ملکي مسئلو نه بې پرواه دي، صرف پۀ دې پوهېږي چې نور مشران به څنګه سپکوو – اخبارونه پرې د دوي نه هم ورتېر دي، د زيړ صحافت نه سېوا بل څۀ نۀ ورځي. د دوي ذمه واري بس دا ده چې مخالفينو له مخ تور کړي. د ملکي مسئلو شعور او د مسئلو هوارولو د پاره تجويزونه ورکول شايد د دوي د کار پۀ دائره کښې نۀ راځي.”

“جناب!” )د اخبارونو او صحافت پۀ خبره زۀ وتړقېدم، د احتجاج پۀ توګه مې خبره پرې کړله( “تاسو ټولو اخبارونو او رسالو ته ګوته نۀ شئ نيولې، کېدے شي ځينو سياسي جماعتونو خپل اخبارونه جاري کړي وي او د هغوي کار صرف جانبدارانه پروپېګنډه وي، خو اوس پۀ دې ملک کښې داسې رسالې او اخبارونه شته چې د واقعاتو پۀ نبض پوهېږي او د ملکي مسئلو پوره پوره شعور لري – دا بېله خبره ده چې يو سياسي ګوند سره ئې تړون نۀ وي، لۀ دې کبله به ئې تر پام لاندې نۀ راولئ او د هغوي رايې به شا ته غورځوئ.”

“نه! زۀ د ټولو خبره نۀ کوم” )خان صاحب لکه زما کرب محسوس کړے ؤ( “زۀ د ازاد رسالو او اخبارونو احترام کوم. د صحافت څۀ قدرونه لا ژوندي دي. زمونږ پۀ ملک کښې ټوله جګړه د اقتدار ده. د کرسۍ پۀ حرص کښې مونږ ټول ړاندۀ کاڼۀ شوي يو – دا خبره د سول او فوځي هر دور د پاره کوم. پاتې شوه خبره د ليډر شپ، نو ليډرشپ د “وحدتِ فکر” نه پېدا کېږي. وحدت فکر “وحدتِ عمل” وزېږوي او د دې نه ليډرشپ منځ ته راځي. مونږ سره “وحدت فکر” نشته، انتشار دے، ټول سياسي ګوندونه تس نس دي، شخصيت او انا پرستي ده.”

“زۀ هم ستاسو دې خبرې سره متفق يم چې دلته شخصيت پرستي انتها ته رسيدلې ده؛ چرته دا زمونږ نېشنل کرېکټر خو نۀ دے؟”

“نه! هېڅ کله نه! دا نېشنل کرېکټر نۀ دے. اخر هندونستان هم پۀ ثقافتي لحاظ زمونږ پۀ شان دے، هلته شخصيت پرستې ولې نشته؟ هلته ادارې او جماعتونه مستحکم ولې دي؟ ځکه چې هلته ادارې مقدم دي، شخصيات نۀ.”

“نو دلته ولې داسې نۀ ده؟ اخر وجه څۀ ده؟ زمونږ قومي کردار اوچت نۀ شو او پاکستانيت منځ ته رانۀ غے؟”

“اصل کښې دلته چا موقع نۀ ده ورکړې”، )خان صاحب يو سوړ اسوېلے وکړو( د ازادۍ نه پس د ټولو نه وړومبۍ تحفه چې د دې ملک سياست ته ورکړې شوه، دا وه چې ګورنر جنرل ته اختيار ورکړے شو چې د عوامو د منتخب نمائندګانو پۀ اکثريت جوړ شوے حکومت برطرف کړه. د يو ملک بنياد چې پۀ داسې غېر جمهوري طريقو او اصولو ايښودے شوے وي، هلته ادارې څنګه مستحکم کېدې شي؟ ليډرشپ د ماحول نه پېدا کېږي، کۀ چرې ماحول سياسي او جمهوري نۀ وي نو ليډرشپ به لۀ کومې راځي؟ اوس خو وئيلے شو چې ‘کۀ حکومت کوې نو فوځ کښې بهرتي شه، يو نه يو ورځ به اقتدار کښې راشې.’ مونږ پۀ شريکه د يوې منصوبې لاندې د ملکي سياست نه ليډرشپ ختم کړے دے. کۀ چرې ملک کښې د انتخابونو عمل جاري پاتې شوے وے نو ليډرشپ به پۀ خپله پېدا کېدو او د شخصيت پرستۍ زور به ماتېدو. د 1946 انتخابات د اسلام پۀ نوم شوي وو، د دې نه پس پۀ وړومبي ځل پاکستان کښې 1970 کښې انتخابات شوي وو؛ دغو انتخابونو کښې د اسلام پۀ نوم را پورته شوو قوتونو ماتې وخوړه او بنګله دېش )مشرقي پاکستان( پنجاب، سندهـ، سرحد )پښتونخوا( او بلوچستان کښې سيکولر جماعتونو انتخاب ګټلے ؤ. ګويا سياسي عمل بدل شوے ؤ. کۀ چرې انتخابات کېدلے نو دا به هم بدل شوے ؤ، د پارټيو شمېر به پۀ خپله را کم شوے ؤ او د ليډر شپ بحران به ئې ختم کړے ؤ.”

“زما ستاسو خبرې سره لږ غوندې اختلاف دے”، ما د څۀ قدرې جرأت نه کار واخستو، “ستاسو څۀ خيال دے چې ليډر (Leader) به د ماحول او د عوامو عکاسي کوي او هغه به صرف Pleader )ترجمان( وي؟ دے به د قوم د رهنمايۍ فرض نۀ پوره کوي. زۀ به د بهټو صاحب مثال ورکړم، هغه د قوم ليډر نۀ ؤ څۀ؟ هغۀ قوم ځان پسې کړے نۀ ؤ؟”

“بهټو صاحب قطعاً ليډر نۀ ؤ”، خان صاحب زما خبره ووهله، “اصل کښې قوم کښې سياسي پختګي نۀ وه او د دې وجه د انتخابي سياسي عمل جمود ؤ. قوم پۀ نعرو پسې ځغلي، لکه څنګه چې مونږ پۀ 1946 او 1977 کښې وليدل – خو عوام دې ته نۀ ګوري چې نعره وهونکي پۀ خپله دغه نعرې سره څومره متفق دي!!! بهټو صاحب يوځل ما ته وئيلي وو، ‘ستاسو ما سره جګړه د څۀ ده؟ تاسو او زۀ دواړه ترقي پسند يو. زمونږ منشورونه 85 فيصد يو تر بله متفق دي.’ ما غورډبه جواب ورکړو چې ‘جناب! يو فرق دے او هغه بنيادي فرق د ايماندارۍ او اخلاص دے! دغه تاسره نشته.’ نن هم د قوم بنيادي غوښتنه او نعره هغه ده کومه چې 1946 کښې وه، کومه چې پۀ 1970 کښې وه او کومه چې پۀ 1977 کښې وه – يعني اسلام او فلاحي رياست – خو چې څوک مخلص وي هله!!! قوم دې سره غرض نۀ لري چې پۀ تخت څوک کښېني – پۀ بلا ئې نۀ وهي کۀ بهټو لاړ شي او ضياء الحق راشي، خو د دوي مسئلې دې حل کړې شي. عوام پۀ دې خاوره د اسلام پۀ سيوري کښې د خپلو اقتصادي، معاشي او نورو ذهني کشالو نه خلاصون غواړي. د قامي الميو د دې داستان پۀ شا ښۀ زيات عوامل پټ دي.”

“د جذباتو بهير کښې مونږ لرې لاړو، د دې خبرې سپيناوي پکار ؤ چې دا هر څۀ څنګه وشو؟ بل خوا جرنېل صاحب )ضياء الحق( فرمائي چې د جمهوريت قسم نۀ دے ټاکلے شوے؛ دا وخت اکثر سياسي جماعتونو ورسره مرسته کړې ده خو هغه د قسم )نوعيت( ټاکلو کښې اخته دے” – ما دا تېرۀ سوال د عبدالولي خان مخې ته کېښودو نو هغۀ ووې،

“دا پوښتنه خو د جرنېل صاحب نه وکړه! “نوعيت” څۀ ته وائي؟ د هغوي پۀ ذهن کښې څۀ دي؟ دغه لړ کښې مونږ څۀ نۀ شو وئيلے. کله چې مارشل لاء ولګېده نو مونږ پۀ جېل کښې وو. هغه وخت فوځ يو لوے کار کړے ؤ نو مونږ مارشل لاء ته هرکلے ووې. جرنېل صاحب حېدر اباد ته راغے او د ټريبونل )خاص عدالتي جرګه( باره کښې ئې ما سره خبرې کولې. ما ورته ووې تاسو دا ټريبونل مۀ ختموئ! خو د قوم د پاره د عمل رڼا لار ارومرو وټاکئ. مونږ خو هغه وخت هم د قوم خبره کوله خو جرنېل صاحب نور څۀ وئيل. مونږ د هر غېر جمهوري او غېر ائيني طريقې خلاف احتجاج کړے دے. مارشل لاء ته مو پۀ يو شرط هرکلے وئيلے ؤ، ځکه چې د هغۀ وعده د احتساب او انتخاب وه – د احتساب چې کوم حشر وشو، هغه زمونږ مخکښې دے. معلومه نۀ ده چې د انتخاباتو به څۀ کېږي؟ زمونږ بد قسمتي دا ده چې سياستدان د خپلو مسئلو نه ورانه ماشوړه جوړه کړي او فوج ته ئې حواله کړي.

د بلوچستان څۀ مسئله ده؟ داسې نۀ ده چې حل کېدې نۀ شي. مونږ صرف دا وايو چې هلته جمهوري ادارې پۀ ځاے وساتئ، خو جواب راله د “فوځي اېکشن” )فوجي کاروايۍ( پۀ صورت کښې را کړے شو. دلته سياسي مسئلې مدام پۀ فوجي طريقو هوارولې شي. 1970 کښې پۀ وړومبي ځل عام انتخابات وشول نو بيا وروستو د فوج پۀ ذريعه يو اٰمر رخصت کړے شو. مونږ خوشحاله شو چې ځه! يو نېک بخت جرنېل راغلے دے، لۀ دې کبله پرې مونږ اعتماد کړے دے. اوس کۀ هغه مونږ د جمهوريت “نوعيت” ټاکلو کښې نۀ نښلوي نو بهتره به وي. صرف خپله وعده دې پوره کړي، انتخابات دې پۀ وخت وکړي، سياسي ادارې دې چټک او پياوړې کړي.”

“جناب! د انتخاباتو پۀ لړ کښې عرض کوم – خپله ستاسو ډله، زما مطلب د نېشنل عوامي پارټۍ (NAP) څخه دے، دوو ګوندونو کښې تقسيم شوه: پاکستان نېشنل پارټي (PNP) اصل او لويه پارټي ګڼلې شي، د دې اصل حېثيت څۀ دے؟ د صحيح صورتحال نه به تاسو خبر يئ” – زما پۀ دې سوال خان صاحب را اوچت شو، کښېناست او بيا ګويا شو:

“د نېشنل پارټۍ منشور د اېن ډي پي (NDP) نه مختلف نۀ دے. اکثريت اېن ډي پي سره دے. مونږ باقاعده انتخابات کړي دي. اوس دلته مسئله بيا د هغه شخصيت او انا راغلې ده – موجوده صورتحال صرف د شخصياتو برندېدو نه پېدا شوے دے.”

“اېن ډي پي ده يا پي اېن پي ده؟ زۀ به سپينه خبره کوم؛ تاسو ته پۀ هر دور کښې “بېلتون خوښي” وئيلے شوي دي. پۀ تاسو اعتماد کولو کښې وېره محسوسېږي. راتلونکو انتخاباتو کښې قوم پۀ تاسو څنګه اعتماد کولے شي؟ اخر پۀ تاسو دا الزام ولې لګولے شي؟ تاسو به د دې وضاحت وکړے شئ؟” – زما دا خبره ډېره تېره، سپينه او ترخه وه. ما پۀ غور د هغوي څهرې ته کتل. پۀ پلن تندي باندې يوه ګونجه هم نۀ ده راغلې، هم پۀ هغسې متانت، شفقت او محبت ئې ووې:

“دې ملک کښې چې د جمهوريت وژنې کوم تحريک را روان دے، مونږ د هغې ښکار يو. کله چې پاکستان جوړ شو نو د سرحد )پښتونخوا( درې دېرش (33) غړي مونږ سره وو، اوولس (17) قيوم خان سره؛ خو چل څۀ وشو؟ د ډاکټر خان صاحب وزارت برطرف کړے شو!!! دا خبره غلطه وه. مونږ د شپږو کالو پورې بنديوان وساتلے شو؛ دا پۀ سياسي توګه يوه ټيکنيکل غلطي وه. دوي زمونږ د قوت نه وېرېدل او د کردار کشۍ مهم له ئې دوام ورکوو. نۀ خو مونږ بېلتون خوښي وو او نۀ يو – ما ته دا اعزاز حاصل دے چې پارلېمنټ کښې اپوزيشن ليډر وم. بهټو صاحب ما ته د وزارت عظمٰي پېشکشونه کړي دي. يو “بيلتون خوښي” او “غدار” ته دا پېشکش کېدلے شي؟ اصل کښې پۀ کرسۍ مئينو ته زمونږ نه د احتساب او تنقيد خطره وي. مونږ کرسۍ نۀ غواړو خو پۀ کرسۍ ناست به “راست” غواړو. څۀ وجه ده چې کله هم يو عوامي تحريک را پورته شي نو مونږ ته د “حب الوطنۍ” سند راکړے شي او کله چې د انتخاباتو يا د حکومت کولو وخت راشي نو پۀ مونږ د بېلتون خوښۍ الزام ولګي؟ زۀ د ايکي يو سياسي جماعت صدر وم چې “بنګله دېش” )مشرقي پاکستان( ته تلے وم او هلته مې د شپږ نکاتي )منشور( مخالفت کړے ؤ. او لۀ هغه ځايه مې انتخاباتو کښې برخه اخستې وه.”

دا د ماضي خبرې وې، ډېرې پۀ کښې د وئيلو نۀ دي. کۀ دغه ټولې څېړلې شوې وې نو بې درېغه وخت به خرڅ شوے ؤ او زياتې خبرې به لا حاصله ګردانېدلې. کتل دا وو چې اوس مونږ چرته ولاړ يو؟ زمونږ مستقبل څۀ دے؟ عبدالولي خان خو تېرو ورځو کښې پۀ دې وېنا قوم پۀ يوه وېره کښې اخته کړو چې د پاکستان سباوون غېر يقيني دے. ما ورته بهارتي صحافي کلديپ ته د ورکړې شوې انټرويو حواله ورکړه چې “انډين ايکسپرېس” کښې شائع شوې وه. ما پوښتنه وکړه، “تاسو د کومو شهادتونو يا معلوماتو پۀ بناء دا وئيلي دي چې د پاکستان مستقبل غېر يقيني دے؟”

“دا صحافيان هم عجيبه مخلوق دي”، د خان صاحب تللے جواب دا ؤ، “ما وئيلي يو څۀ دي، مفهوم ئې بل څۀ؟ بيا کلديپ صاحب د شائع شوي موادو يو نقل هم ما ته را ونۀ لېږلو. تۀ ووايه دا صحافتي اخلاق دي؟ يوه خبره ما کړې نۀ ده او ما سره وتړلې شوه، او څۀ چې زۀ وئيل غواړم هغې له يوه کرښه هم ور نۀ کړې شوه.”

“جناب! هغه د يو بهارتي صحافي د نظر زاويه وه، هغۀ خبره دغسې اخستې شوه، تاسو هم د دې وضاحت کولے شئ!”

“زما خيال دے چې ما له د شروع نه د دې وضاحت پکار ؤ. تۀ د يوې پاکستاني رسالې مدير يې! دا خبره د تسلۍ جوګه ده. تاسو به يقيناً زما خبره زما د نظر زاويې سره وکتلې شئ. ګورئ! د ملک د استحکام او تړون د پاره څو بنيادي ادارې وي؛ ضروري ده چې دا چټک او پياوړې وي – مقننه وړومبۍ اداره ده، دا ائين ورکوي، قانون جوړوي، د بنيادي حقونو ضمانت ورکوي – عدليه د دې تشريح کوي – انتظاميه دا نافذوي او ملک کښې يوه بله تر ټولو اهمه اداره صحافت دے؛ ګو کۀ دا د ملک څوکېدار دے، د نورو ادارو د کارکردګۍ نګران دے، بلکې تر يو حده ضامن دے. دا د رايې عامه خيال ساتي، دا سموي او لارښودنه ئې کوي. کۀ چرې دا ټولې ادارې پۀ يو ملک کښې پۀ ديانتدارۍ او غوره ډول کار نۀ شي کولے نو هلته به د جمهوريت او سياست مستقبل څۀ وي؟ پۀ کوم پارلېمنټ کښې چې څلور د پاسه (104) غړي دا دستخط وکړي چې مونږ له مارشل لاء پکار ده او چرته چې د اپوزيشن ليډر بغېر د وارنټ جېل کښې بندېوان کړے شي، چرته چې زما غوندې معمولي سړے جېل کښې بندولو د پاره ائين غوندې اهم دستاوېز کښې دوه ترميمونه وکړے شي، چرته چې د مخالف ګوند مشر پۀ جسماني توګه د اسمبلۍ نه اوچت کړے شي، بهر وغورځولے شي، چرته چې عدليه خپل کار پۀ ازادۍ نۀ شي کولے – يوه خبره به ضمناً وکړم؛ مونږ د حمودالرحمان صاحب پۀ وړاندې پېش کړے شو نو هغوي ووې، ‘ولي خانه! زۀ د قانون د بالادستۍ د پاره ناست يم.’ ما ورته ووې چې تا ته علم نشته چې د سانګهړ يو جج ته د قائداعظم د تصوير لاندې عدالت کښې هتکړۍ لګولې شوې وه نو تاسو د قانون د بالادستۍ قائم ساتلو د پاره څۀ احتجاج کړے ؤ؟ چا جج استعفٰي ورکړې وه؟ نه! دا مونږ يو چې د قانون بالادستي غواړو. ما احتجاج کړے ؤ. چرته چې انتظاميه خپل شپاړس سوه افسران بغېر الزام د ويستو نه نۀ شي ايسارولے، کومه انتظاميه چې خپل تحفظ نۀ شي کولے، هغه به مونږ ته څۀ تحفظ راکړي؟ د اطلاعاتو پخواني سېکرتر نسيم احمد صاحب ډېر پۀ فخر بهټو صاحب ته ووې چې دوي زما )ولي خان( پۀ نوم دوه تقريرونه وليکل او پرېس کښې ئې خپارۀ کړل – د يو اخبار نه سېوا چا هم د دې مخالفت ونۀ کړو او تقريرونه ئې چاپ کړل. چرته چې د صحافت دا معيار وي، هلته څوک د مستقبل څۀ اميد کولے شي؟ نکسن )د امريکې صدر( مارشل لاء نۀ وه لرې کړې، اپوزيشن هم نۀ، مګر صرف يو معمولي غوندې صحافي د دنيا د ټولو نه د طاقتور ملک تر ټولو زيات طاقتور صدر د قلم پۀ يو جنبش پۀ اخوا کېدو مجبور کړو – او صرف پۀ دې وجه چې هغۀ لږه غوندې بې قاعدګي کړې وه!!! خو تېرو اووۀ کالو کښې دلته څومره بې باقاعدګۍ کېدلې، چا ورته پام کړے ؤ؟ زۀ صرف دا وايم چې کۀ چرې دا ادارې وي او ښۀ تکړه خپل فرائض پوره کوي نو د شخصيت پرستۍ ګنجائش نشته او نۀ به د ملک استحکام ته څۀ خطره وي. د هندوستان مثال وړاندې دے، هلته د “شاستري” غوندې عام سړے هم حکمران شو او د “نهرو” پۀ شان د لوے قد سړے هم. څنګه چې اندرا ګاندهي بنيادي ادارې وچېړلې او د بدلولو هڅه ئې وکړه، هغه لرې کړې شوه. تاسو چې د ملک بچ کولو خبره کوئ نو وايئ ‘بهټو به ئې بچ کوي’، ‘ضياء الحق به ئې بچ کوي’، د مفتي محمود، ولي خان، نوراني، ميا طفيل خبره کولې شي؛ تاسو د افرادو خبره کوئ، د ادارو نۀ کوئ.”

ما د ولي خان خبره منځ کښې د رانيولو ګستاخي وکړه، “ستاسو پۀ خيال کښې د پاکستان ادارې مستحکم او چټک نۀ دي نو پۀ دې بناء، خداے مۀ کړه، د پاکستان مستقبل ته څۀ خطره ورپېښه ده؟”

“نه! داسې خبره نۀ ده، ما د پاکستان مستقبل ته ‘مخدوش’ نۀ دي وئيلي، ‘غېر يقيني’ مې وئيلي دي. مونږ پېشګوئي نۀ شو کولې چې د پاکستان مستقبل به څنګه وي؟ جمهوري نظام، اٰمريت يا مارشل لاء،. زما خبرې ته غلطې معنې ورکړې شوې دي.”

“نو بيا ستاسو پۀ نزد ملک پۀ سياسي توګه د مستحکم کولو څۀ صورت کېدے شي؟”

“زما پۀ خيال د اقتصادي استحکام نه بغېر سياسي استحکام نۀ پېدا کېږي. زۀ صرف د سياسي صورتحال غېر مستحکم کېدو پۀ بناء ‘غېر يقيني’ وايم.”

“تاسو د پاکستان مستقبل غېر يقيني کېدو سره د افغانستان اوسنے صورتحال خو نۀ شاملوئ؟” ما د يو بل اړخ نه د خبرې معلومولو هڅه وکړه.

“دا مسئله کۀ و نۀ چېړۍ نو ښۀ به وي.”

ولي خان يو اړخ بدل کړے ؤ .يوه ژوره خاموشي خوره شوه. صرف د سوات سيند سرکشه موجونوکاڼو سره سر ټکولو او د خپل وجود احساس ئې ورکوۀ. د اوبو تېز او تند بهېر ته چې مې کتل نو ذهن کښې خيالات را برڅېره کېدل. ما کتل چې د دې رفتار پۀ مخکښې لوي لوي ګټان داسې بهېدل لکه چې د پلاسټک “لوبتکي” وي. د اوبو پۀ مخکښې غرونه بې لاسو بې پښو وو. جزيزې پۀ کښې هم پېدا کېدې. ځاے پۀ ځاے ګټانو غړانګې هسکې کړې وې خو د اوبو بهاند ورته پۀ خپله خوښه حدونه وربخښل. د تاريخ هم دغه حال دے؛ کوم خلق چې تاريخي شعور لري، هغوي ته علم دے چې د تاريخ بهير ډېر بې رحمه دے، د ملکونو سرحدونه پۀ خپله مرضۍ جوړوي. قومونه ئې پۀ وړاندې د سيند د دې غرونو پۀ شان دي چې ځان سره ئې پۀ مخه وړي. د تاريخ خپل يو رخ دے، کوم قامونه او ملکونه چې رخ سره نۀ بهېږي، د تاريخ موجونه هغوي لۀ ځانه بيرته وولي او د دوي حدونه د پښو لاندې وچقوي. ما د خپلو احساساتو او اندېښنو څرګندونه ولي خان سره وکړه. بيا څۀ وو، ګويا د تاريخ دبستان پرانستے شو. د دورونو او صديو پاڼې خورې شولې او مونږ پۀ کښې د خپلو خيالاتو عکسونه لټول. “اف دي رېکارډ” ځينې خبرې وشوې. د يو اوږد پس منظر نه پس خان صاحب ووې،

“د افغانستان مسئله ډېره ګنجلکه ده. اوږد پس منظر کښې اوس درې بنيادي نکتې را پورته کېږي – يوه خو دا چې پۀ افغانستان کښې حکومت څنګه پکار دے؟ مونږ ته دا حق نشته چې مونږ پۀ دې رايې زني وکړو. مونږ د يو ملک پۀ کورنيو معاملو کښې مداخلت نۀ شو کولے. دا د افغانستان خپله مسئله ده؛ د هغه ځاے اولس چې څنګه غواړي دا دې حل کړي. دوېمه مسئله د مهاجرت ده؛ د ډيورنډ کرښه څۀ حېثيت لري، د دې نه کۀ نظر تېر کړو نو پۀ 1918 کښې چې پۀ زرګونو خلق د انګرېزانو خلاف ستړي شو او تنګ شو نو د افغانستان په لور ئې هجرت کړے ؤ او دا ئې “دارالسلام” ګڼلے ؤ. افغانستان د دغو مجاهدينو مېلمستيا کړې وه او پناه ئې ورکړې وه. اوس زمونږ هم دا فرض دي چې کوم مهاجرين راځي، دوي له پناه ورکړو. مونږ به د مېلمه پالنې روايتونه ژوندي ساتو. کۀ حکومت دوي له پناه ورکړې ده نو دا عېن د روايت مطابق ده. درېمه مسئله د ورانکارۍ ده؛ شايد چې دا به چا ته معلومه نۀ وي چې افغانستان کښې د هر وګړي د پاره فوځي تربيت لازم دے، هر افغان استوګن پۀ فوځي توګه تربيت يافته دے. لۀ دې کبله دا وېنا تر يوۀ حده غلطه کېدې چې پاکستان ورانکارو له فوځي تربيت ورکوي او افغانستان ته ئې ورلېږي، البته ښکاري چې ځينې سياسي جماعتونه داسې کوي.”

اوس د اړخ بدلولو وار زما ؤ. د سياسي جماعتونو پۀ تذکره. ما پوښتنه وکړه.

“واقعي ځينې سياسي جماعتونه داسې کوي؟ تاسو به دوي پۀ ګوته کړے شئ؟”

پۀ اضطراري ډول د خولې نه وتلې خبرې بدلولو کوشش کښې چې کوم حالت وي، د خان صاحب پۀ څهره ښکارېدو،”نه! زما مطلب پۀ چا الزام لګول نۀ دي، ما خبره شکي انداز کښې کړې ده. کۀ چرې داسې کېږي نو حکومت له پکار دي چې جوخت خبر ئې واخلي. مونږ له پۀ دې کښې ځان لړل نۀ دي پکار – پاتې شوه د روس خبره؛ هغۀ زمونږ خلاف بيان ورکړے دے نو دې کښې زمونږ څۀ قصور؟ اوس کۀ چرې مونږ مداخلت وکړو نو روس ته به موقع پۀ لاس ورشي خو زۀ به دومره ضرور ووايم چې ټوله منطقه د انتشار او ابترۍ پۀ حالت کښې ده. د ايران نه تر بنګله دېش پورې د عالمي طاقتونو پوزے غوړېدلے دے. مونږ له ډېر پۀ پام اوسېدل پکار دي. زمونږ خارجه پاليسي دې توله او کلکه وي. د مغربي ملکونو نظر د ايران پۀ تېلو دے. دې سلسله کښې پۀ خليج فارس قبضه کول غواړي او روس د ګرمو اوبو پۀ تلاش کښې تورخم ته را ورسېد. د مسئلې حل کولو د پاره ذاتي اختلافات او ذاتي ښېګړې به يو طرف ته کول غواړي. د اجتماعي قوت او عقل ضرورت دے. سياستدانان دي کۀ دانشوران، صحافيانو، انجينئيرانو، ډاکټرانو، پروفېسرانو ټولو ته زما خواست دے چې خپلو کښې سره کښېني او د مسئلو پۀ هواري کښې غور وکړي.”

“پۀ کوم بنياد”؟، ما پوښتنه وکړه.

“زمونږ د ټولو نه لويه مسئله او في الواقع مسئله د ادارو او معيشت استحکام دے. دا وخت مونږ پۀ معاشي توګه د عجيبه بحران نه تېرېږو. زمونږ سرمايه خو اګاهو د ملک نه بهر تله، اوس محنت او ذهانت هم بهر ته ځي. ټيکنيکل او هنرمند خلق د مزدورۍ پۀ تلاش کښې او د ګټې وټې پۀ لالچ کښې بهر ته روان دي.”

“خو د بهر نه زرمبادله )خارجه سکه( هم راځي کنه!”، ما يوځل بيا د خبرې وهلو ګستاخي وکړه.

“هو! راځي، خو پۀ کوم شکل کښې؟ د عېش تورۍ څېزونه، فرېج، ټي وي، موټر، ائير کنډېشنونه، ګهړۍ؛ دا هر څۀ راځي خو سرمايه نۀ راځي. او بيا د دې شيانو درست ساتلو د پاره هنر مند نۀ راځي. خېر، دا خو د منصوبه بندۍ خبره شوه. پۀ فوري توګه د دې هېڅ حل نشته.”

ما د خبرې بل خوا وړلو کوشش وکړو، وئيل مې، “دا خبرې خو به کېږي. زۀ به دا وخت ستاسو او ستاسو د جماعت خبره کوم. تاسو تېرو ورځو کښې بيا وئيلي دي چې د صوبو نوے تشکيل دې پۀ کلچر او ژبه اړه ولري. کۀ صوبې پۀ دې ډول جوړې شوې نو د نورو صوبو خو به چې کوم حشر جوړ شي، هغه خو به وي، يواځې “سرحد” )پښتونخوا( به څلورو صوبو کښې تقسيم شي. دلته خو هر ډويژن کښې کلچر او ژبه جدا جدا دي.”

خان صاحب زما د سوال پۀ اورېدو خبره بدله کړه. يو ځل بيا پاڅېدۀ، کښېناست او داسې ئې وخاندل لکه يو مشر له چې د شوخ هلک پۀ غور ډبه وېنا خندا ورشي،

“خبره دا ده چې دا د پارټۍ د منشور حصه ده او زۀ د دې پابند يم. دا وخت مونږ د صوبو خبره نۀ کوو. اصل مسئله د بنيادي صوبائي حقونو ده چې ذکر ئې پۀ ائين کښې شوے دے. پاتې شوه د صوبې د تشکيل مسئله، نو دې کښې زۀ د اکثريت قائل يم. ما جرنېل صاحب ته وئيلي وو چې پاکستان کۀ وفاق وي يا صوبائي وحدتونو کښې تقسيم وي، مونږ صرف د صوبو حقونه غواړو. دا نۀ ده پکار چې صوبې خپل نمائنده يو منتخب کړي او مرکز سره تعلق لرونکے څوک بهټو هغه لرې کړي او پۀ خپله دې حکومت کوي. صوبې پرېږده چې خپلې مسئلې پۀ خپله هوارې کړي. بس دا ټوله مسئله ده چې بهټو صاحب او پخواني حکومتونو داسې کولوته نۀ پرېښودو.”

“دا خو د انتخاباتو نۀ وروستو خبره ده” ما ووې، “پته نۀ لګي انتخاباتو کښې به کوم جماعت )سياسي ګوند( منځ ته راشي. ستاسو پۀ خيال کښې ستاسو د کاميابۍ لپاره به کوم ګوندونه ځان سره ملګري کوئ؟”

“خبره بيا د لبرل ازم )ازاد فکر( طرف ته لاړه” )خان صاحب وضاحت وکړو( “زۀ ګڼم چې ګوندونه نۀ، افراد به اتحاد کوي. يو څو ګوندونه به مات شي او پۀ ښکاره به څلور پينځۀ ډلې جوړې شي. دا به يو فطري او صحت مند علامت وي.”

“يوه رايې دا هم ده چې پيپلز پارټي به د بهټو صاحب نه پس هم مضبوطېږي او دغه وجه به وي چې مخالف جماعتونه به يوځل بيا متحد کېږي؛ ستاسو څۀ خيال دے؟”

“زما خيال کښې د سياسي قوتونو اندازه د هغوي د بنيادونو نه لګېدې شي. زۀ د هغوي پۀ جمهوري کردار باور کولے شم. کوم جماعت کښې چې د مقامي کچ نه تحصيل، ضلعې، صوبې او قامي سطح پورې انتخابونه کولے شي، هم دغه خلق د قوم نمائندګي کوي. د دوي رابطه پارټۍ او قوم سره وي. پيپلز پارټۍ کښې د کارکنانو تعلق قوم سره نۀ ؤ، فرد سره ؤ؛ تعلق ئې چئيرمين سره ؤ، اوس هغه هم نشته. دا پارټي د مخکښې نه پينځو حصو کښې تقسيم شوې ده. خورشيدحسن مير، حنيف رامے، معراج محمد خان، کوثر نيازي او ممتاز بهټو وغېره – دا خلق لا قوم ته نۀ دي ورغلي. البته يوه ډله ضرور داسې شته چې بهټو صاحب ورته بې پناه بخښنې کړې دي، کېدے شي هغوي ورسره وفاداري وکړي. خو دغو کښې اوس يو هم د “روټي،کپړا، مکان” نعرې سره مخلص نۀ دي. کۀ څوک داسې پۀ کښې وي نود نورو ډلو زور به ختم کړي.”

ما پوښتنه وکړه، “تاسو پۀ دې مېدان کښې کار کولو ته چمتو شئ او د دې مهم اغاز به وکړئ؟”

“دا کار د پارټۍ د مشرتابه دے. زۀ هسې هم څو ورځو کښې لندن ته روان يم، لۀ دې کبله څۀ نۀ شم کولے؛ خو کله چې پارټي فېصله وکړي، حاضر به شم.”

د “لندن” پۀ نوم ما پوښتنه وکړه، “څۀ وجه ده پۀ قوم چې کله هم سخت وخت راشي نو زمونږ ليډران لندن ته وتښتي؟”

“دا هم د کردار وژنې د مهم يوه حصه ده چې د پرېس د لارې سياسي ليډران بدنام کړے شي. ټول سياستدانان د نورو ملکونو اېجنټان دي او هېڅ څوک د پاکستان وفادار نۀ دي؟ دا تاثر ځينو صحافيانو پېدا کړے دے او څۀ مختلفو حکومتونو – پاتې شوه زما خبره، نو زما يوه سترګه 1930 کښې ضائع شوې وه نو د دوېمې سترګې علاج د پاره ډېر زيات محتاط اوسم. کۀ زۀ د ذاتي قسمه ضرورتونو پوره کولو د پاره ځم نو پۀ دې هم اسمان پۀ سر واخستے شي. وروره! مونږ ته د علاج ازادي ده او دا زمونږ ذاتي مصروفيات دي، سازشونه خو پۀ ملک دننه هم کېدے شي او ولې اېجنټان دلته نۀ وي څۀ؟”

“ښه نو ستاسو ډله به راتلونکو بلدياتي انتخاباتو کښې برخه نۀ اخلي؟” )ما د لندن د ذکر نه ډډه وکړه او د انتخاباتو پۀ لړکښې مې د بلدياتي انتخاباتو ذکر وچېړلو(. ولي خان صاحب ووې،

“بالکل نۀ. خو دا فېصله به پارټي کوي؛ کۀ چرې حکومت ټينګار وکړو نو پۀ دې غور کېدے شي.”

ما تپوس وکړو، “کۀ چرې حکومت پۀ غېر جماعتي بنيادونو انتخابات وکړل او دا تجربه کاميابه شوه نو بيا امکان شته چې قومي انتخابات هم پۀ غېر جماعتي بنياد وکړے شي؟” خان صاحب ما ته پۀ غور وکتل او وې وئيل،

“دا هم هغه شخړه ده چې پۀ څۀ چل سياستدانان او سياسي عمل ختم کړے شي. کۀ داسې حالات پېدا شو نو پارټي به د دې فېصله کوي خو د دې قسمه صورت حال اميد نۀ شې کېدلے.”

ما سوالونه را غونډول غوښتل نو تپوس مې وکړو، )زړۀ کښې مې يوه تلوسه غوندې وه( “تاسو زياتې ورځې وشوې د پنجاب دوره نۀ ده کړې، د دې وجه د موسم خرابي ده کۀ بل څۀ؟”

“تېر کال مې د پنجاب د اتلسو ورځو دوره کړې وه. اوس چې پارټي کله هم ووائي نو راځو به.”

ما د خان صاحب خبره پۀ يو غوږ واورېده، پۀ بل غوږ مې تېره کړه، پوښتنه مې وکړه “څۀ وجه ده چې تاسو پۀ قامي سطح بيا بيا د را ښکاره کېدو باوجود هم علاقائي سياست ته غوره والے ورکوئ او صوبائي مشرتابه مو خوښه کړې ده؟”

“دا خبره نۀ ده.” خان صاحب غصه غوندې شو، “دا هم د کرسۍ والا قيصه ده چې دا سړے د اټک نه پورې غاړه وساته. او بل طرف ته پۀ مونږ الزام دے چې دوي پنجاب ته نۀ مخ کوي. د قومي او ملي فرائضو پوره کولو د پاره مونږ د ټول پاکستان نمائندګان يو او دا فرض به ادا کوو. اوس دې تېرو ورځو کښې ما د حکومت نه غوښتنه کړې وه او دا د قامي ښېګړې پۀ خاطر وه چې د ژوند د هرې شعبې خلق رېټائرډ کېږي، ما سېوا د سياست نه؛. ځکه چې قويٰ د بار اوچتولو جوګه نۀ وي، غلطۍ ترې کېږي. ما دا تجويز پېش کړے ؤ چې پۀ سياست کښې د برخې اخستو د پاره دې د شپېتو کالو حد وټاکلے شي.”

“داسې حالت کښې به تاسو ټول قوم ته يوخصوصي پېغام ورکول خوښ کړئ؟ حکومت کۀ خبره نۀ مني نو قوم خو پرې عمل کولے شي.” ما د چمبېلو خوشبودارو چايو نه اخري ګوټ وکړو او اخري پوښتنه مې وکړه. د چمبېلي خوشبو خو هسې هم ذهنونه وسپړي، ابوالکلام ازاد ځکه خو پۀ دې چايو مئين ؤ. “غبارخاطر” کتاب ئې لکه چې د دې چايو پۀ مينه کښې ليکلے ؤ. باقي خبرې خو پۀ کاغذ خورې شولې، خان صاحب ما ته د خلوص او محبت د خوشبويه خبرو پيالۍ پېش کړه.

“زما څۀ خصوصي پېغام نشته، عوام او پۀ تېره تېره سياسي دوستانو ته التجا کوم چې د کرسۍ د سياست او پارټۍ د تعصب نه پۀ هورته، پۀ قومي او ملکي صورت حال سوچ وکړئ! د معيشت د بهترۍ د پاره سوچ وکړئ! صرف پۀ اقتدار کښې راتلل څۀ خبره نۀ ده.

خدائي خدمتګار

پېرزوئینه: م.ر.شفق

عبد الغفار خان چې د ”باچا خان“ او ”فخرِ افغان“ پۀ درنو او محترمو نومونو پېژندلے او ستائيلے شي، بې شکه چې یو عبادت ګزار، تهجد ګزار او حد درجه پرهېزګار انسان ؤ. انتهائي خواخوږے، مخلص او رښتونے قومي رهنما او عظیم ”خدائي خدمتګار“ ؤ. بابا فخرِ افغان د خپل قوم د تعلیم او تربیت د پاره د الله پاک د اولوالعزم پېغمبرانو پۀ لار تګ کړے ؤ او پۀ دې حواله منلے شوے کرشمه ساز شخصیت ؤ.

مونږ چې د باچا خان د ”ژوند او جدوجهد“ خدائي خدمتګارۍ، د ازادۍ او قومي انساني جمهوري حقونو د پاره د عملي مبارزو او قربانيو مثالي داستان پۀ غور لولو نو پۀ سړي غوني ځیږ ځیږ شي او هر خوږمن زړۀ دا حقیقت تسلیم کړي چې د یو خان پۀ کور کښې زېږېدلے عبدالغفارخان “باچا خان” او “فخرِ افغان” ځکه شو چې ټول ژوند ئې د پاک رسول محمد صلي الله علېه وسلم د وېنا ”الفقر فخري“ پۀ تابین د یو ملنګ دروېش پۀ شان تېر کړے ؤ او الله پاک “باچا خان” پېدا کړے د دې نېک مقصد د پاره ؤ چې د الله د مخلوق خدمت وکړي – یو ثبوت ئې دا دے چې د ابجدو پۀ حساب کښې د حضرت باچا خان “خان عبدالغفار خان” د پېدائش نېټه ”خدائي خدمت ګار“ 1890=1265+625 جوړېږي – او دا هم یوه کرشمه ده چې دا تاریخ د هنګو یو ګلالي هلک ”مشال اورکزي“ راویستے دے. مشال اورکزے پۀ لسم ټولګي کښې سبق وائي، قابل ذهین طالب علم دے، د ابجدو حساب او فن سره ئې دلچسپي ده. هغه ښۀ شاعر هم دے او د مشال ادبی جرګې هنګو سېکرتر دے. باچا خان بابا سره بې کچه مینه او عقیدت لري، لۀ دې کبله ئې خوښه سیاسي پارټي ANP ده. الله پاک دې د مشال اورکزي ژوند د علم پۀ رڼا روښانه کړي. امین!

زۀ شفق د دې لیک د پاره د ډاکټر محمد زبېر حسرت منت بار یم.

 

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …