د پښتونخوا نوې ضلعې پرون او نن – مولانا خانزېب

د پښتونخوا نوې جوړې شوې برخې چې پۀ سويلي وزيرستان، قطبي وزيرستان، کرم، اورکزي، خېبر، مومند، باجوړ او پۀ پينځو اېف ارز مشتملې وې، د ائين پاکستان پۀ اولنۍ ماده کښې د ملک د نورو اکائيانو سره د فاټا پۀ نامه يادې شوې وې او د دې سیمو واک پۀ بشپړه توګه د پاکستان د واکمنۍ لاندې ؤ. د پاکستان صدر، د هغۀ لاندې د صوبې ګورنر او د هغۀ لاندې د پېرنګي دوخت څېره پوليټيکل اېجنټ به دلته د انتظامي چارواکي پۀ توګه ټولې انتظامي چارې ترسره کولې. پوليټيکل اېجنټ کۀ به يو بې تاجه باچا ؤ نو هم به انتظاميه، هم عدليه او هم به مقننه ؤ. د پولیټيکل اېجنټ سره د حساب کتاب هېڅ کوم قانون نه ؤ. د هغۀ د خلې ګفت به هم قانون او هم جلاد ؤ. کۀ د چا کور ورانول وو، کۀ څوک زندان ته اچول وو او کۀ هر ډول جبر به ئې وکړو خو هغه د هېڅ کوم قانون او عدالت د منګلو لاندې نه ؤ. هم دغه وجه وه چې پۀ تېر وخت کښې دې سیمو ته د راتلونکو پوليټيکل اېجنټانو او نورو چارواکو به د صوبې پۀ ګورنر هاؤس کښې پۀ باضابطه توګه د اخستو خرڅېدو نرخ لګېدو چې د ډېرو څوکو نرخ به پۀ کروړونو کښې هم ؤ. هم دغه وجه وه چې کۀ يو اړخ ته دا سیمې د رياستي قانون د واکمنۍ نه لرې ساتل کېدلې نو بلخوا به دلته د لوټ مار يو بازار جوړ ؤ ځکه چې کوم چارواکي به کروړونه روپۍ ورکړې نو اول به هغۀ، هغه ورکړې شوې روپۍ راستنولې او بیا به ئې کوشش ؤ چې کومه سرمايه ګزاري ئې کړې وه چې هغه پۀ څوڅو چنده زياته کړي ځکه چې دې سیمې ته به قسمت خور سړے پۀ عمر کښې چرته يو ځل راتلو. ډېر داسې چارواکي به هم وو چې غټو غټو بوديجه لرونکو خلقو به مهمو څوکو ته د رالېږلو لپاره ورسره انډيوالي کوله. پېسې به د هغه سرمايه دار وې او بيا به ئې پۀ دې سيمو کښې پۀ څو چنده راغونډول د هغۀ چارواکو کار ؤ. دلته به چې څومره هم د پرمختګ د پروژو پۀ نامه فنډونه راتلل نو د ډېر وخت نه ورته د فاټا سېکرټرېټ پۀ نامه يوه بله د درغلۍ اداره هم جوړه کړې شوې وه چې پۀ نتيجه کښې د پرمختګ پروژې خو به د دې سيمو لپاره اعلان شوې وې خو ولې هم دغه روپۍ به د پوليټيکل اېجنټ د قلم لاندې هم دغه غټو چارواکو ته ستنول کېدې. د رېډيو پاکستان نه به هره ورځ د دې سيمو لپاره پۀ اربونو اربونو روپۍ يادولې شوې او د نورو سيمو د خلقو به دا ګمان راتلو چې ګينې دا سیمې خو به اوس د پېرس ،لندن او برلن نه هم ډېرې پرمخ تللې وي خو له بده مرغه حقيقت دا ؤ چې دغه ټول به تش پۀ نامه اعلانونه وو او پۀ عملي بڼه دا 27 زره مربع کلوميټره خاوره د کاڼي پۀ دور کښې ډېره د غريبۍ او بې وزلۍ ښکار پرته وه. د سیمې اويا فيصده خلق د ملک پۀ نورو ښارونو او بهر ملکونو کښې د خپلې غريبۍ له وجې مزدورو ته تلل چې دا سلسله لا اوس هم دوام داره ده. دلته پۀ دې سيمو کښې د پاکستان واکمني تشه پۀ نامه وه لکه څنګه چې پېرنګي او د افغانستان امير عبدالرحمن خان د خپلې يارانې پۀ بدل کښې دا سیمې پۀ يو بل پۀ کال ۱۸۹۳ کښې پلورلې وې او دا سیمې د خپلو ناوړه غرضونو د ترسره کولو لپاره يو خالي ګاه پۀ ډول پرېښودل شوې وې، هم دغه شان د ازادۍ نه پس د پېرنګي تګلاره هم د پاکستان واکمنو د دې سیمې سره اختيار کړه . غرض پۀ کښې دا ؤ چې کۀ وخت راشي نو دلته به خپل مقاصد پوره کوو چې پۀ تېر لنډ وخت کښې هم دغه عمل اول د روس افغان جنګ او بیا د تندروې پۀ نامه پۀ جګړه کښې ترسره کړے شو. پۀ دغه جګړو کښې ګټې نورو وکړې خو د ټول عمر بربادي او بدبختي د دې سیمې پۀ برخه کښې راغله چې نتيجه ئې داده چې نن هم دا سیمه ژوبل ژوبل پرته ده. د نيمې نه زيات خلق د نۀ ختميدونکو جګړو له کبله پاخۀ د دې سيمو نه د ملک نورو ښاريو ته کډه پۀ سر شوي. ډېر اوس هم د کېمپونو پۀ خېمو کښې پراتۀ دي. بازارونه او کورونه پۀ لوي کچ وران شوي. د افغانستان سره د زمانو زمانو نه د تجارت تاريخي لوې لوې لارې چې د باجوړ “ناوا پاس” پۀ شان تاريخي لار هم پۀ کښې ده، د تېر 15 کالوراهېسې پۀ مکمله توګه تړل شوې چې اوس د سیمې اولس ددغه لارو د پرانستلو لپاره خپل غبرګون هم ښکاره کوي.

پۀ دې سيمو کښې دا هر رنګه ناخوالې روانې وې خو لکه څنګه چې قانون فطرت دے چې هر زور څۀ وخت پس اوبۀ کېږي او بدلون ته چاپېريال ځان پۀ خپله اماده کوي هم دغه عمل دلته هم ترسره شو. پۀ دې اخ او ډب کښې پوره يو نوے نسل را ځوان شو. هغوي زده کړې وکړې. دغه راز د ملک او نړۍ پۀ ډېرو ښاريو کښې د غريبۍ له وجې ئې وخت تېر کړو. د نورې نړۍ پرمختګ ئې هم وليدلو او د خپل وطن بربادي ئې هم وليدله. رو رو پۀ دې سيمو کښې سیاسي ګوندونو هم اثر نفوذ پېدا کړو. پۀ اولس کښې د سیاسي ګوندونو پۀ برکت باندې پوره سیاسي شعور خور شو او د کال ۱۹۹۰ نه راپدېخوا د دې سیمو د ائيني او قانوني بدلونونو لپاره ډېر يو پرامنه غږ پۀ پورته کېدو شو. پۀ کال ۲۰۱۱ کښې د پيپلز ګوند مشر تابه اصف علي زرداري دې سیمو ته پۀ باقاعده توګه د سیاسي ګوندونو د راخلاصولو ائيني پرېکړه وکړه او د سیاسي ګوندونو د فعاليتونو نه بندېز پورته کړے شو. پۀ کال ۲۰۱۴ پۀ شپاړسم د دسمبر چې کله هم د پېښور د ارمي پبلک سکول پۀ ماشومانو بريد وشو او بیا پۀ سمدستي توګه چې د ملک ټولو سیاسي ګوندونو پۀ پاکستان کښې د دوام دار امنيت راوستو لپاره کومه قامي تګلار “نېشنل اېکشن پلان” پۀ نامه شل نکاتي تګ لاره خپره کړه نو د “فاټا اصلاحات” هم پۀ دغه شلو نکاتو کښې يوه مهمه ماده وه. د مسلم ليګ ګوند د دې سیمو د پارلېمان غړو پۀ غوښتنه د دغه اصلاحاتو د عملي کولو لپاره د سرتاج عزیز پۀ مشرۍ کښې يوه کميټي جوړه کړه چې دغه کميټي ډېر وخت عملي کار وکړو. د هغۀ وخت هرې ايجنسۍ ته لاړه، د قامي، سیاسي او مذهبي مشرانو تر څنګ د ځوانانو، سوداګرو او هرمکتبه فکر خلقو سره ئې جرګې مرکې وکړې او کله ئې چې خپل سفارشات اعلان کړل نو د قبائلي سيمو پۀ اړه ئې دا تاريخي خبره هم اعلان کړه چې بايد دا سیمې دې د پښتونخوا برخه کړې شي ځکه چې پۀ تاريخي توګه دا د پښتونخوا صوبې برخې وې او د دې سیمې اولس هم دا غواړي، هم دغه غږ ډېر زر عملي کړے شو. او د مۍ مياشت کال2018 ز د پارلېمان نه پۀ شريک ډول پينځويشتم ائيني بدلون پاس کړے شو. د “اېف سي ار” د خاتمې غږ وشو او پۀ ائين کښې د دې سیمو پۀ اړه د امتيازي مادو خاتمه وکړې شوه. پۀ يو دېرشمه مۍ صدر پاکستان ممنون حسېن پۀ دغه لاس ليک وکړو او هم دا راز اويا کاله پس د دې سیمې وګړو ته د ملک د نورو وګړو په شان ټول ائيني او قانوني حقوق ترلاسه شول. پۀ دغه ائيني بل کښې دا سيمې د وفاق نه بېلې او د صوبې برخه کړې شوې. پينځو کالو لپاره د هرډول ټېکسونو نه مبرا وګرځول شوې. د دې سیمو د پرمختګ پۀ ډګر کښې د نور ملک سره د سیال کولو لپاره ورته پۀ قامي مالياتي انعام “اېن اېف سي” کښې درې برخې حصه ومنل شوه او هم دا ډول ډېر پۀ پرامن مبارزې سره د دې سيمو د حقوقو جائز مقدمه ډېره پۀ ښۀ شان وګټل شوه. اوس د دې سیمو موجوده حالت دوه کاله پس دادے چې د عدالت شبکه پۀ بشپړه توګه دې سیمو ته راغلې. د پښتونخوا د صوبې ټاکنې پۀ تېر کال کښې ترسره شوې. د ژغورنې د عملياتو لپاره ډبل ون ډبل ټو پۀ نامه ادارې هم راغلې. د پولیسو د شبکې ګړندي کولو لپاره هم هڅې روانې دي چې د تاڼو او پوليس سټېشنو ودانۍ پۀ کښې جوړې شوې خو بیا هم ډېرې شوې ژمنې لا نيمګړې پاتې دي چې د بلدياتي ټاکنو ترسره کول، د قامي مالياتي انعام برخه لا تر اوسه نۀ سپارل، د پينځه ويشت زره نوي پوليس ځوانانو ګمارل او يوشمېر د زده کړو، روغتيا، د افغانستان سره د تجارتي لارو پرانستل او د پرمختګ د لويو پروژو نشتوالے اوس هم شته دے. دغه راز د څۀ وخت نه پۀ دې سيمو کښې د وزيرستان نه تر باجوړ پورې د بدامنۍ او هدفي وژنو لړۍ يو ځل بیا روانه ده. د پوليسو شبکه ډېره پۀ کمزوري حالت کښې ده چې پۀ نتيجه کښې د دې سیمې خلق يوځل بیا د ډېرې وېرې ښکاردي. خلقو ته ټيليفونونه کولے شي او پۀ زور ترې د پېسو غوښتنې کېږي او چې څوک دغه غوښتنې ونۀ مني نو يا ووژل شي او يا ئې کورونو ته بمونه وراچول شي. د دې سيمې د اولس غوښتنه داده چې پۀ ائين کښې کومې ژمنې شوي دا دې پۀ سمدستي توګه پوره کړے شي. د دې سیمو امنيت ته دې ډېر زيات پام راوګرځول شي ځکه چې ددې سيمو اولس او پۀ ځانګړي ډول ځوانان اوس ډېر بېدار دي او نور پۀ خپله خاوره جنګ او شر نۀ غواړي بلکې تلپاتې سوله، امن ،پرمختګ، روزګار، زده کړې او د ژوند ژواک اسانتياوې غواړي. حقيقت هم دا دے چې پۀ مرکز او صوبه کښې د تحريک انصاف ګوند واکمن دے. د دې وروستو پاتې سيمو پۀ اړه ائيني ژمنې پوره کول د دوي ذمه واري ده چې تر اوسه پۀ کښی دوي ناکامه دي. هېڅ پام دې سیمو ته نۀ لري او داسې څرګندېږي چې دا سیمې دوي اوس هم د پښتونخوا برخه نۀ ګڼي. بايد چې دوي دې سيمو ته ډېر پام راوګرځوي ځکه کۀ چرته د دې سیمو سره شوې ژمنې پوره نۀ شوې نو دا ګوند به د تل لپاره د تاريخ پۀ پاڼو کښې ددې سيمو د اولس مجرم وي او پۀ تاريخ کښې به ئې هېڅ کوم عذر نۀ قبلېږي.

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *