قامي ټولنيز شعور او پښتنه ټولنه – مولانا خانزېب

پښتانۀ چې پۀ نړۍ کښې زرګونه کاله قدامت لري، خپل تاريخ، جغرافيه، ژبه، کلتور، او څۀ کم سل مليونه نفوس لري د نړۍ پۀ سر خپل يو سالم روغ رمټ څۀ کم درې سوه کاله پخوانے منل شوے رياست لري. د جنت پۀ څېر خوندوره اب و هوا او د قدرتي شتمنو، معدنياتو نه ډکه زمکه لري او د دې هر څۀ سره دا چې د نړۍ د جغرافيې پۀ لړمون کښې دننه داسې يو جغرافیائي ارزښت لري چې د زرګونو کاله نه واخله تر اوسه د نړۍ هر زورور ئې د نيولو ارمان کړے او د سکندر نه تر امريکا پورې د وخت هر بادار دلته رارسېدلے خو لکه څنګه چې سکندر د باجوړ پۀ سیمه پښتنو مات کړے ؤ هم دغه غرور تر د امريکا پورې پۀ دې جغرافيه کښې مات کړے شوے خو له بده مرغه ددې دومره لوې لوې مفاخرو سره پښتانۀ نن هم پۀ خپله خاوره بې واکه دي، بې وطنه دي ، بې ستره او بې امنه دي . جنګونه خلک د افغانیت پۀ غرور وګټي خو د وېش پۀ وخت کښې د افغان د قام او خاورې ګټې څوک نۀ يادوي او نۀ ئې څوک ژغوري.

پۀ مېدان ما جنګوي ماله شاباسے راکوي

خو د مېدان پۀ وېش کښې نۀ مني زما شهيدان

د خپلو پينځۀ زره بنديانو لوظونه تړونونه خو پۀ “دوحه” کښې کېږي خو د څلوېښت لاکهه کونډو شوو پښتنو سرتورو غم څوک اوس هم نۀ ژاړي او خپله د څوکۍ د ارمانونو د ډولۍ جنج نن هم د پښتنو د لکهونو کالبوتونو پۀ اوګو راوړل غواړي. د کرسۍ د نيولو او راتللو پلانونه خو لرل شي خو د جنګ پۀ لوخړو کښې د برباد شوي وطن نېک مرغه راتلونکے نۀ يادول شي. اخر ولې او لامل ئې څۀ دے ؟ ځکه چې دپښتنو ټولنه د قامي شعور نه لرې پرته او لرې ساتل شوې. هم دغه سبب دے کۀ دپښتنو ټولنه پۀ اجتماعي توګه پۀ قامي شعور سمبال وے نو اول به د قام او د خاورې خبره کېدله، اول به د قام او د وطن د امن او سولې خبره کېدله او هره ورځ به د نړۍ ټول مقدس جنګونه زمونږ پۀ خاوره نه کېدل. ايا د ازل نه تر ابد دا خوش بختي ځان له د پښتنو پۀ غاړه ده چې د هر زورو ښکر به مونږ پخپله خاوره کښې ماتوو او د هر زورو د مړو نه به د خپل وطن اديرې ډکوو. زۀ وايم لږه نوره نړۍ دې هم پۀ دې مقدس جګړو کښې خپله ونډه پۀ خپله جغرافيه کښې واخلي . چې د کوم وخت نه دپښتنوجغرافیایي وجود مات کړے شوے، د قام پۀ ملا توره کرښه راښکل شوې له هغه وخت نه تر ننه پورې پښتانۀ د زوال او قامي بدبختو سره مخ شوي دي ځکه چې پۀ نړۍ کښې د هر قام د هرې بدبختۍ علاج خو اسان وي خو کۀ قام مات کړے شي نو دهغې ژغورل د ټولو نه ګران وي . ددې قام هره لسیزه پۀ غمیزه بدله شوې ده، اود نړۍ د هر زورور د ستم پۀ اسانه ښکار شوے دے.

پۀ داسې وخت کښې چې قامونه د پرمختګ پۀ لوري مزل کوي د بده مرغه پښتانۀ د زوال پۀ لوري روان دي، کۀ یو لوري ته د ژبې د زوال سره مخامخ دي، ولې بل لوري ته د کلتور پۀ ژغورنه کښې هم لا بریالي نۀ دي.

کۀ یو لوري ته د نړیوال سیاست سره غاړه غټۍ او اموخته نۀ دي نو بل لور ته د قامي مرکزيت او د قامي بې شعورۍ د رنځ سره مخ دي.

زمونږ نه پس زمونږ راتلونکي نسل

زمونږ قبرونه کۀ پۀ کاڼو باندې ؤ نۀ ویشتل

دا به واقعي د يويشتمې صدۍ

نوي ساده او شریفان خلک وي

سائل صېب

پۀ نړۍ کښې د زرګونو کالو انساني تجربه د ژوند شتون پۀ اړه داده چې هغه ټولنه، وګړي او د هغوي د چاپېريال کلتور هله بچ پاتې کېږي چې د وخت سره بدلون او اصلاح قبلوي . دغه د بدلون عمل چې کله هم وي نو داد يوې ټولنې د ژوند نخښه وي، اوس بدلون خو راځي او خامخا راځي خو دغه بدلون د خپلې ټولنې پۀ حق کښې د ښېګړې ګرزول او د خپل تاريخ او کلتور سره تړل شوے جوړول دا د قام دننه د پوهانو او مصلحينو ازمېښت وي چې ډېره لويه سینه، کار، زيار او زغم غواړي .کۀ چرته د ټولنې پوهه دماغ بېدار وي او نېغ پۀ نېغه پۀ خپله ټولنه کښې د ټولنيز قامي شعور څارونکي وي نو بیا دغه اولس هېڅوک نۀ شي بې لارې کولې خو کۀ چرته د ټولنې پوهه خلک غلي شي، وېرېږي او هسې تماشه کوي نو مېنځ ته يوه خلا راشي او قانون فطرت بیا هم دادے چې خلا کله هم تشه نۀ پاتې کېږي بلکې ډکول شي او ډېره پۀ بد ډول ډکول شي.

دغه خلا به پۀ ډېر يو مکروه شکل کښې ډکه کړې شي او نتيجه به ئې دا وي چې هرڅوک به قانون پۀ لاس کښې اخلي، د خپل ځان اصلاح کولو پۀ ځاے به د بل سمول غواړي، د پوهې او رڼا پۀ ځاے به د سخت دريزۍ نه کار اخلي او پۀ وړو وړو خبرو به يو بل ته د کفر نسبت کوي، د عمل پۀ ځاے به تشو تقريرونو ته خوشالېږي، د خپلو اتلانو پۀ ځاے به پۀ پردو اتلانو مئين وي او پۀ نتيجه کښې به ددوي قامي ستونزې ډېرېږي. خو د ټولنيز لېونتوب پۀ وجه به قامي ستونزه څوک خپله ستونزه نۀ ګڼي او د دوي وسائل به لوټ کېږي د دوي ټولنه به د غريبۍ ښکار کېږي او څوک چې ورته سمه او درسته او د سړيتوب خبره کوي نو هغه به ئې پۀ غوږ نۀ لګي. نن سبا هم دا حالت د پښتنو د ټولنې دے چې څوک ئې څومره شر فساد او بدبختو ته ورچپه کوي نو هغه ډېره ښۀ مني او پۀ دې خبر هم نۀ دي چې قامي وسائل مو څۀ شو، خپلواکي مو څۀ شوه او قامي ستونزې مو څۀ دي خو بس هروخت د جنګ او مرګ خبرې دي.

د نړۍ تاريخ د انساني ژوند نه راشروع کېږي، يو انسان دوه شي، کور شي، کهول شي، قام شي، او پۀ يوه جغرافيه باندې د خپل معدني وسائلو پۀ زور ژوند کوي او متمدن او پرمختللي رياست ته ورننوځي ! نو بيا پوښتنه داده چې دا قام غلام ولې شي؟ وږے ولې شي؟ ذليل، خوار ستړے ، ناسياله ، ليونے او پۀ خپله خاوره بې واکه ولې شي؟

او بل اړخ ته هم دغه انسان چې قام شوے دے، موړ ولې دے ؟ واکمن ولې دے او سيال ولې دے؟

کۀ څۀ هم د قاميت د سياست د فلسفې سره اړوند ډېرې پوښتنې دي خو جواب ئې هغه چاته معلومېږي چې قامي سياست کوي او ورسره هم ددغه پوښتنو د جواب لپاره ئې د قامي سياست تاريخي مطالعه کړې وي او د‌نړۍ هغه قامونه چې ازاد وو، بيا غلام شو او بيا څنګه ازاد شو پۀ بشپړ ‌ډول معلومات ورسره وي. د خپل تاريخ پۀ رڼا کښې خپل دوست دشمن پېژني او هغه بيا د ازادۍ او غلامۍ فرق کولے شي او د جزباتو پۀ ځاے د پوهې پۀ وسله قامي مبارزه کوي او قامي شعور خوروي.

هغه قام غلام کېږي چې پۀ خپل مېنځ کښې فکري يووالے، ملي يووالے، جغرافيائي يووالے، ملي تشخص، ملي انصاف، اقتصادي تړون، قامي سياست، د پوهې، علم، هنر د قامي ترقۍ، قامي کلتور، قامي تاريخ، قامي اتلان، قامي نفسيات پۀ خپل مېنځ کښې خوندي نۀ ساتل او د يادو قامي شناخت د جزياتو نه ناخبره پاتې کېدل د يو قام د غلامۍ سوب جوړېږي چې پۀ نتيجه کښې ئې د خپلې قامي اجتماعي حافظې نه لرې وځي. ځکه دا د قاميت په فلسفه کښې قامي حافظه بلل کېږي، قامي حافظه نۀ ساتل پۀ قامي غلامۍ د مېخونو ټکول او وهل دي.

او بيا هغه قامونه چې خپله خاوره لکه د مور ساتي ، قامي شناخت، قامي حاکميت، قامي وسايل قامي خپلواکي او منصفانه رويه پۀ قام کښې ساتل د ياد قام حافظه غښتلې ساتي، او پرله پسې قامي سياست کوي. داد ياد قام خپلواکي او وجود تر ډېره وخته ساتي کۀ څۀ هم ياد قام پۀ شمېر کم ولې نۀ وي.

دوه فکرونه د بادار او غلام قام تر مېنځ شتون لري چي يو فکر د ازادۍ او بل فکر د غلامۍ دے، د دغه دوو فکرونو تصادم ته د قامي مبارزې سياست وئيل کېږي .

د نړۍ پۀ تېر تاريخ کښې پۀ لوېديځ کښې پۀ لومړي ځل د قامونو ښکېل پۀ مذهبي رسۍ شوے و خوچې کله قام بېدار شو نو باشعوره اشخاصو پوپ او مذهبي علامتونو ته ماتې ورکړه او د يو وخت پورې نړۍ د جاګيردارو پۀ ولقه کښې ښکېل وه چې لا اوس هم څۀ نه څۀ شتون پۀ وروستو پاتې نړۍ کښې پۀ نۀ څۀ څېره لري. بيا د قامونو ښکېل د سرمايه دارۍ پۀ ځبېښاک او استحصالي شکل کښې وشو چې يو قام وږے وساتي او د هغه قام وسائل او افرادي قوت د استعمار دپاره پۀ کار راوستل شي‌ چې پۀ تاريخ کښې مثالونه دافريکن ايسټ انډيا کمپنۍ، ډېچ جرمني ايسټ انډيا کمپنۍ،ايسټ انډيا کمپنۍ دي او يا اوسني نړيوال قرضه ورکوونکي بېنکي شبکې. دا هغه زورواکانو جوړې کړې وې چې د ټولې نړۍ اولس ئې وږے کړے ؤ او بيا ئې د ځان سره پۀ خپل وطن کښې مزدور کړے ؤ . معاشي استحصال هغه جبر دے چې هېڅ کله هم محکوم قام ترې نه خلاصېږي هغه کۀ پۀ خپل مېنځ کښې وي کۀ د بل قام له خوا وي ، د محکوميت وجه ئې دا ده چي محکوم قام په مذهبي، قبائلي، روايتي د ماضي په جمود کښې ښکېل وي او د خپل قامي سياست نه ئې په مراعاتو او ړندو فلسفو لرې ساتي.

هر هغه قام چې نوي ايجادات کوي او يا هغه قام چې نوي ايجادات خپلوي، مثبت ټولنيز بدلون ته اماده وي، هغه هېڅ کله نۀ محکوم کېږي او هغه قام چې نۀ علم کوي اونۀ هنر لري او نۀ ترقي پسندي خوښوي هغه قام به غلام وي او تل به وي.

مثال ئې داسي دے چې کله د پينځلسمې پېړۍ پۀ نيمائي کښې پۀ جرمني کښې د چاپ مشين ايجاد شو، اوږدۀ کارونه ليکونه ئې را لنډ کړۀ خو پۀ خلافت عثمانیه کښې تر د 1890 پورې لا پۀ پرېس مشين بندېز ؤ او تش پۀ ترکي کښې 40000 کاتبان ناست وو. هر څۀ پۀ لاس ليکل کېدل او لوېديځ پۀ منډه روان ؤ. د جرمني او د خلافت عثمانیه پۀ چاپ کښې 100/ 10 فيصدي توپير ؤ.

د پښتون وطن د تقدیر فېصلې د اغیارو پۀ لاس کښې دي پۀ څه کم سل مليونه نفوسه مشتمل قام د خپل راتلونکي فېصله خپله نۀ شي کولې، څوک ئې د وطن پۀ لوټلو هم صرفه نۀ کوي، څوک ئې ژوند پۀ نۀ بیعه اخلي او څوک ئې ډېر پۀ کم نرخ پلوري . څوک ئې پۀ ژبه،تاریخ،کلتور،سیاست ملنډې وهي او څوک ئې د عزتونو پۀ نیلام کولو بوخت دي.

ددې هرڅه لاملونه څۀ دي؟

يو د سیاست پۀ حواله د قامي ټولنيز شعور نه لرې والے دے، کوم قامونو کښې چې قامي شعور وي نو هغه هېڅکله څوک ښکېل کولے نۀ شي او نۀ ترې څوک د خپلې خاورې واک اخستے شي . مذهبي لېونتوب ، پۀ قبائلي کرکو ټولنه ښکېل پاتې کېدل، د خپل قامي تاريخ او اجتماعي حافظې نه ځان غوڅ پاتې کول او د قام پۀ شريک ډول پۀ يو مرکز نۀ راغونډېدل او قامي بيانیه د انتشار ښکار کېدل د پښتنې ټولنې بنيادي رنځونه دي چې پۀ نتيجه کښې دا ټوله ټولنه د زمانو نه رنځوره ده. کوم خلک چې د باچا خان پۀ شان د اتلانو د سياسي فکر نه الهام اخلي نو هغوي د هر ښکرور سره د زمانو نه پۀ ډغره دي خو چې قام بېدار نۀ شي، د خپلو ستونزو حل پۀ خپله غاړه وانخلي نو د قامي رنځونو نه علاج به نور هم ګرانېږي او د قام د سیالۍ ارماژن به هم د وخت د هرې بدبختۍ سره ښکر پۀ ښکر وي، پۀ خپل وس به پړۀ وي خو پۀ ميدان ګټلو نه.

د نورلسمې پېړۍ د سماج فلسفي کارل مارکس وائي چې پۀ ټولنه کښې د يو وګړي شعور د وجود انځور وي څنګه چې وجود وي نو هغه شان به ئې شعور وي يعنې د يو وګړي وجود د هغۀ د شعور ټاکنه کوي. د ټولنې دهر اړخ پۀ اړه هغۀ خپله مطالعه مشاهده او کره کتنه دهرچا نه بل شان وړاندې کړې.

هغه وائي پوښتنه دا نۀ ده چې دا نړۍ څۀ ده بلکه پوښتنه داده چې دا نړۍ څنګه ده ؟

ادب، کلتور، سیاست، مذهب، قانون، نوے عصر، فلسفه، سائنس، نوي او ډول ډول علمونه او فنون، دا ټول د ټولنيز شعور اړخونه دي، د څرګندتيا ډول ډول لارې دي چې د ژوند او ټولنې، قام او وطن، فرد او طبقې د فکري رويو، نظريو ښودنه او څرګندونه او روزنه کوي. ډاکټر خادم حسين صېب پۀ دې اړه وائي! د قامي خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره تهذیبي شعور د بنیادي شرط حیثیت لري. د سماجي شعور یو مهم جز د عصر د روح پېژندل دي. د روحِ عصر مهم خصوصیات د یو دور د علم د تخليق ادارې او د پوهې رسمي او غېر رسمي نظامونه، د یو دور ټېکنالوجي، د یو دور د ژوند مشترکه اقدار او د یو دور د بېن المللي اړیکو اصول او تصوٌرات او د بېن المللي اختیار مرکزونه پېژندل او د قامي ګټو پۀ کار راوستل دي. دغه ټول اړخونه پېژندل د یو عصر د روح پېژندل دي د کوم نه بغېر چې قامي خپلواکي او سوکالي ممکن کېدے نۀ شي.

د پښتنو پۀ ټولنه کښې پۀ هر سیاسي مبارز ليکوال او پۀ ځانګړي توګه سماجي رسنيو ته پۀ رسېدونکي ليکوالانو باندې لازم کېږي چې د خپلې ټولنې د قامي اجتماعي شعور بېدارولو دپاره به د خپلې ټولنې درسته فکري او عملي لارښودنه کوي، قام به غلطوي نه، جذباتي کوي به ئې نه بلکې د حقیقتونو پۀ رڼا کښې به ورته د ور پېښ واقيعتونو درست سپيناوے کوي.

پۀ ټولنه کښې به د مثبت سیاسي جمهوري چاپېريال پېدا کولو لپاره د مکالمې او زغم نرم خویونه او روايات جوړوي اوکله چې هم پۀ ټولنه کښې د وګړو پۀ دغه قامي شعور سر خلاص شي نو پۀ نتيجه کښې به خامخا ټولنيزه بېداري راځي .

‎ کلي کښې رانه یو ورارۀ چې څوارلسم کښې سبق وائي پوښتنه وکړه چې قامي یا ملي شعور څنګه راځي؟

ما ورته پۀ لنډو خبره راغونډه کړه:

‎د خپلې خا‌ورې د اولس تاريخي حافظه ملي شعور زېږوي. د خپل پير روښان، خپل خوشال خټک، خپل باچا خان او خپل شاه امان الله خان پېژندنه شعور زېږوي،

‎د خپلې ټولنې پېژندګلو شعور زېږوي او د خپلو خلکو او د ټولو انسانانو د اسانتیاوې او خوشالو خواهش ملي شعور زېږوي.

‎د خپلې خا‌ورې وسيلې پېژندل او د هغې د اختیار هڅه ملي شعور زېږوي.

‎د خپلو وسيلو نه د توليد هنرونه ملي شعور زېږوي.

‎ټولنه کښې د نر او ښځې، د تور او سپين، د لوې او وړوکي او د بېلا بېلو مذهبونو د خلکو د پاره د مواقع برابري ملي شعور دے.

‎د اولس واک او ‌‌‌‌‌‌ډېموکراسي ملي شعور دے.

‎د خپلې خا‌ؤرې واک، د ټولو انسانانو خېر غوښتل ملي شعور زېږوي، هم دغه انساني عاطفه، هم دغه خدائي خدمتګاري، هم دغه افغانیت او هم دغه پښتونيت دے.

پښتانه پخوانے تاریخ لري خو د یو قام پۀ حېث پښتانۀ تل د ستونزو او کړکېچونو سره مخ پاتې شوي دي. پۀ زرګونه کاله پخوا د پښتنو پۀ وطن ډېر لرغوني تمدنونو غزونې کړي چې بلخ، باختر، ګندهارا، اريګائن، او مسیګا يادول شوي خو لۀ بده مرغه د هغه وخت نه تر دې دمه د انتشار ښکار دي.

دې قام پۀ ملي او قامي شعور باندې سمبال ډېر نومیالي مشران زېږولي دي چې پیر روښان بابا، میروېس خان بابا، خوشال خان بابا، احمدشاه بابا، فقیر ايپی، صنوبر حسین کاکاجي، وزیر محمد ګل خان بابا، خان عبدالغفارخان بابا(باچاخان)، ترنګزو حاجي صېب، اوخان اودل سمد خان بابا، مولانا فضل محمود مخفي، اجمل خټک بابا او يو شمېر نورو قامي مشرانو نومونه د یادونې وړ ديچې د خپلو سیاسي هلو ځلو پۀ دوران کښې ئې د پښتون قام او پښتنو د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ډېر تکلیفونه، ستونزې او مصیبتونه تېرکړي دي اوپۀ خپل خپل وخت کښې ئې د قام پۀ فکر، نظر او ارادوکوټلي اثرات پرېښودي دي.

خو د دې هر څۀ باوجود پښتانۀ او ددوي جغرافيه بیا ولې پۀ هره زمانه کښې تر نن پورې د اخ اوډب او برباديو ښکار پاتې ؟ او اوس هم دا دسیسې روانې دي،مونږ به کله ځانته ګوته نيسو کۀ نو ټول عمر به پۀ نورو الزامونه لګوو. کۀ د اسلام د سپېځلي دين خبره وکړو نو پښتنو خو د نړۍ دټولو قامونو نه اسلام ښۀ کلک منلے او خپله حجره او جومات ئې هم يو کړي يا کۀ ده پير روښان خلاف اخون دروېزه او پير بابا د اسلام د لارې راتلل نو پير روښان هم ورته د اسلام مورچه نيولې وه . د ټولو نه لويه بدبختي چې پښتانۀ پرې ټول عمر وهل ټکول خوري هغه د قامي شعور او بېدارۍ کمے دے، بايد چې مونږ د قام پۀ حېث دې ته پاملرنه وکړو.

کوم قام چې اجتماعي قامي شعور ونۀ لري د هغه قام د تقدیر واګي به خامخا د بل چا پۀ لاس کښې وي لکه څنګه چې د پښتنو سره کېږي.

منو چې مونږ کښې ډېرې کمزورۍ شته خو دا قام بیا هم ختم نۀ دے. خپل ملي مرامونو او ارمانونو ته رسېدل کومه ناشونې نۀ ده، ناهيلې کېدل هم نۀ دي پکار . بايد چې اول د ټولنيز شعور لپاره پراخه کار وشي او هرڅوک چې پۀ دې خاوره اوسي نو پښتون دے او د يووالي او ورورولۍ غږ پرې پکار دے ځکه چې پښتو مو يوه ده، ښۀ او بد مو سره شريک دي.

نړیوال سیاسي، جغرافیائي بدلونونه او چلونه مو پۀ سر و لاړ دي، مونږ چې څومره هم سستي کوو هومره به د قامي تباهۍ سره نور مخ کېږو، دلته کۀ امريکا ده کۀ روس، چين او يا بېن المللي قوتونه نو هرڅوک خپل ځان له لګيا دي بايد چې پښتانۀ هم د خپلې خاورې د تاريخ او وراثت پۀ اساس پۀ مېدان ځان د يو کلک مدعي پۀ څېر پۀ خلکو ومني . اوس بايد چې پښتانۀ پۀ دې سوچ وکړي چې کۀ زمونږ قامي ګټې کۀ هرچا سره تړل شوې وي ښۀ پۀ نره او مشروط ډول ورسره پۀ قامي ډاډ د قام پۀ خېر کښې خبرې وکړو، کۀ امريکا ده، کۀ چین، ايران او روس وي، بیا بايد چې د چین او روس سره خپلې قامي ستونزې او قامي ګټې خامخا د بحث لاندې را ولو کۀ پۀ دغه سیاسي او جغرافیائي بدلونونو کښې پښتنو د شریک قامي سیاسي مرکزیت د رامېنځ ته کولو پۀ لړ کښې عملي ګام پورته نۀ کړو، دا به د پښتون قام د راتلونکي بربادۍ ته تشه تماشا کول وي . خاوره د دوي ده، تاوان او ګټه هم د دوي ده نو بايد واک او فېصله هم د دوي وي ..

خبره د منطق او د دليل مې ورته وکړه

دا ځکه زما سېورے جنونيان پۀ کاڼو ولي

د عقل او شعور پۀ ضد ئې بډې دي وهلي

اې زياره! ستا دټول عمرارمان پۀ کاڼو ولي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *