ANPMarkaz – میډیا سِل

ANPMarkaz

  1. د کوګا مهاجر کېمپ د زمکې د پېسو ورکولو قرارداد:

د جنورۍ پۀ وړومبۍ نېټه پۀ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د يو قرارداد لۀ لارې د مرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې پۀ بونېر کښې لۀ تېرو پینځۀ دېرش کلونو راهسې پۀ څوارلس سوه کناله زمکه د کډوالو کېمپ جوړ دے او د زمکې خاوندانو ته د څو کلونو راهسې پېسې نۀ ورکولې کېږي. دغه زمکه د کروندې جوګه ده او د پېسو نۀ ورکولو لۀ کبله ځائي کروندګر د مالي مشکلاتو سره مخ دي.

د دغه قرارداد لۀ لارې دا غوښتنه هم وشوه چې د کوګا او چملې لپاره دې د خصوصي پېکج اعلان وکړے شي چې داسې د دې خلق شوي زیانونه راوګرځول شي.

  1. د تهنک ټېنک غونډه او د ملي مشر پرېس کانفرنس:

پۀ درېمه جنورۍ د عوامي نېشنل پارټۍ د تهنک ټېنک غونډه پۀ بلور هاوس کښې وشوه چې مشري ئې ملي مشر اسفنديار ولي خان وکړه. لۀ غونډې وروستو ملي مشر خبري کنفرانس ته ووئیل چې د احتساب قامي ادارې (نېب) ته هر هغه کېس پۀ نظر نۀ راځي چې پکښې د حکومتي ګوند (پي ټي اٰئي) غړي ککړ دي. د سندهـ حکومت پورې چې پۀ کوم ډول خندا روانه ده، داسې به يوه ورځ کپتان پورې هم ملنډې کېږي. د سندهـ حکومت نه د پرمختيائي پېسې مرکز ته د راوړلو فېصله پۀ يو منتخب حکومت پوري ملنډې او د پاکستان د ائين نه سرغړاونه ده. ملي مشر زياته کړه چې د شهيد طاهر داوړ د وژنې پلټنيز راپور د وزيراعظم پۀ مېز پروت دے خو اولس ترې څوک نۀ خبروي. بل اړخ ته د نقيب الله مسید پۀ وژنه کښې ککړ پوليس افسر راو انوار رېټائر شو خو کومه سزا ورته ورنۀ کړې شوه. کۀ چرته د نېشنل اېکشن پلان پۀ نکتو پۀ سمه توګه عمل شوے وے نو نن به د نقيب الله مسید او طاهر داوړ د وژنو پېښې منځ ته نۀ راتلې.

ملي مشر ووئیل، عمران خان تل پۀ دوي تورونه لګولي چې پۀ دوبۍ او ملائشیا کښې کاروبارونه لري نو نن ورته ښۀ پۀ ډاګه وایم چې دغه کاروبارونه دې اوس مشنري ټوله د کپتان سره ده؛ ثابت دې کړي او کۀ چرې ثابتولے ئې نۀ شي نو کپتان دې د عوامي نېشنل پارټۍ د کارکنانو او اولس نه معافي وغواړي.

میاشتنۍ سیاسي ډائري

عوامي نېشنل پارټي

د نوو قبائیلي ضلعو پۀ اړه د ملي مشر وېنا وه چې د ټولې اېف اٰر سيمې نه يوه حلقه جوړول د دغه ځاے د خلقو پۀ ائيني حق ډاکه اچول دي. د دره ادم خېل نه تر د بلوچستان صوبې پورې سيمې نه يوه انتخابي حلقه جوړول ملنډې دي خو عوامي نېشنل پارټي به مېدان نۀ پرېږدي او د نوو ضلعو پۀ ټاکنو کښې به برخې اخلي. ملي مشر زياته کړه چې پۀ دغه ټاکنو کښې چې مقامي تنظيم چرته هم جلسې کوي نو هغه به پکښې پۀ خپله ګډون کوي.

د افغانستان امن مذاکراتو پۀ اړه ملي مشر ووئیل، د افغان حکومت نه بغېر هېڅ قسمه خبرې ګټورې نۀ دي بلکې دا يو نوي جنګ ته بلنه ورکول دي کوم چې به د دې سيمې پۀ بربادۍ تمامېږي. دغه خبرې به هله کاميابي ويني چې پکښې افغان حکومت هم شامل شي. کۀ نن د افغان حکومت نه بغېر کوم مذاکرات وشي نو سبا به طالبان نۀ وي خو د داعش پۀ نوم به ترهګري روانه وي او بيا به د هغوي سره خبرې اترې کېږي. تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان دولت پۀ مشرۍ او د هغوي پۀ خوښه مذاکراتي لړۍ مخ پۀ وړاندې بوتلې شي.

  1. د جنورۍ پۀ څلورمه نېټه د صوبائي اسمبلۍ غړي فېصل زېب خان د التواء تحريک وړاندې کړو چې پکښې وئیل شوي وو چې د پوليسو خصوصي څانګه کښې بهرتي اهلکار دې مستقل کړے شي. دغه پوليس پۀ داسې وخت کښې اخستل شوي وو چې کله صوبه پۀ لوے کچ د ترهګرۍ سره مخ وه خو لۀ بده مرغه دغه پوليس اهلکار لا هم مستقل نۀ دي. فېصل زېب خان پۀ خپل دغه وړاندې کړي د التواء تحريک کښې د پېښور هائیکورټ د هغه فېصلې ذکر هم وکړو پۀ کوم کښې چې صوبائي حکومت ته وئیل شوي وو چې خصوصي پوليس دې مستقل کړي. هغۀ لۀ صوبائي حکومته غوښتنه وکړه چې پۀ دې اړه زر تر زره عملي ګامونه پورته کړے شي او پۀ سپريم کورټ کښې چې د دې فېصلې پۀ ضد صوبائي حکومت کوم درخواست جمع کړے، هغه دې هم بېرته واخستل شي.
  2. د جنورۍ پۀ څلورمه د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرټري ميا افتخار حسېن ووئیل چې لۀ رخصتۍ وړاندې د سپريم کورټ د چيف جسټس لۀ خوا د اتلسم ائیني ترميم پۀ اړه خبرو ټول قام خفه کړے. داسې ښکاري چې اسټېبلشمنټ پۀ شريکه د اتلسم ائیني ترميم پۀ ضد سازش کړے او د دې د ختمولو لپاره ئې عمران خان پۀ واک کښې راوستو. چې کله عمران خان دا ونۀ کړے شول نو چيف جسټس ته ئې د تلو نه وړاندې دا ذمه واري ورکړې شوه. هغۀ ووئیل چې د دا رنګ فېصلو مطلب ملک کمزورے کول دي. هغۀ غږ وکړو چې اتلسم ائیني ترمیم د اویا کلن جدوجهد لاس ته راوړنه ده او کۀ دې ترمیم کښې د یو بدلون هم هڅه وکړې شوه نو عوامي نېشنل پارټي به د دې مزاحمت د پاره مېدان کښې وي.
  3. پۀ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک او د صوبائي اسمبلۍ غړي خوشدل خان د غېرقانوني بهرتيانو او ترقيو پۀ ضد د پام راړونې غږ (توجه دلاو نوټس) پورته کړو چې پکښې وئیل شوي وو چې د جنورۍ پۀ لومړۍ نېټه د خېبر پښتونخوا سروس ټریبیونل يوه پرېکړه کړې وه چې پکښې د اسمبلۍ پۀ لوړو څوکيو ټاکل شوي خلق لاقانونه ګرځول شوي وو خو تر دې دمه د دغه فېصلې پۀ اړه کوم عملي ګام نۀ دے پورته کړے شوے. د ائين د دفعه 189 او 201 د سيوري لاندې د عدالتونو حکم منل د ادارو ذمه واري ده خو اسمبلۍ دغه حکم نۀ دے منلے او داسې د عدالت سپکاوے روان دے. پۀ دغه نوټس کښې دا غوښتنه شوې وه چې د اسمبلۍ سېکرټرېټ دې د څوکيو لپاره ټاکنه د صلاحيت پۀ بنياد وکړي.
  4. پۀ خېبر پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د پام راړونې یو غږ پورته کړے چې پکښې غوښتنه شوې ده چې د بونېر جانګۍ سيمې د هلکانو سکول (ګورنمنټ بوائز هائیر سیکنډري سکول) د شهيد زدکړیال ساجد حسېن پۀ نوم کولو چې کومه وعده شوې وه، هغه لا هم پوره شوې نۀ ده. د بونېر کوريا سيمې زدکړیال ساجد حسېن د شلمې جنورۍ 2016ز پۀ باچاخان پوهنتون چارسده شوي بريد کښې شهيد شوے ؤ او دا پرېکړه شوې وه چې دغه سکول به د هغه پۀ نوم کېږي خو درې کاله وروستو لا هم پۀ دې اړه کوم عملي ګامونه نۀ دي پورته شوي.
  5. پۀ شلمه جنورۍ د فخر افغان باچاخان يودېرشم تلين پۀ باچاخان مرکز کښې ونمانځل شو چې پکښې د ګڼ شمېر خلقو سره سره ملي مشر اسفنديار ولي خان هم ګډون وکړو. پۀ خپله وېنا کښې ملي مشر ووئیل، د صدارتي نظام کوم خبرونه چې رامنځ ته شوي، دوي به ئې کله هم ونۀ مني. اتلسم ائيني ترميم کښې کۀ چا هم د بدلون هڅه وکړه، عوامي نېشنل پارټي به تود احتجاج کوي. ملي مشر زياته کړه چې کپتان د پنځوس لکهه کورونو لوظ کړے ؤ خو اول دې د وزيرستان تباه شوي کورونه جوړ کړي.

پۀ ساهيوال کښې د پوليسو د ظلم پۀ اړه ملي مشر ووئیل چې کۀ راو انوار ته سزا ورکړل شوې وه نو دا رنګه پېښې به کله هم مخې ته نۀ راتلې.

پۀ دغه ویاړلې غونډه کښې مرکزي نائب صدر غلام احمد بلور، مرکزي جنرل سېکرټري ميا افتخارحسېن، صوبائي جنرل سېکرټري سردار حسېن بابک، صوبائي مرستيال سېکتر اېمل ولي خان او د افغانستان کلتوري اتاشي حضرت ولي هوتک سره سره د صوبې لۀ بېلا بېلو سيمو کارکنانو او د بابا د فکر پلويانو ګډون وکړو.

یاده دې وي چې عوامي نېشنل پارټۍ سږ کال ‘د باچا خان اوونۍ’ پۀ پراخه کچه ونمانځله او نۀ یواځې د ګوند مرکزي سیکرټرېټ باچا خان مرکز کښې ټوله اوونۍ مختلفې دستورې وشوې بلکې د ټولو صوبائي تنظیمونو لۀ خوا پۀ صوبائي مرکزونو او ضلعو کښې هم بېلابېلې دستورې تابیا شوې وې. د افغانستان پۀ شمول اروپا او خلیجي هېوادونو کښې هم د باچا خان د اوونۍ پۀ اړه پرېوانه غونډې وشوې. دا دې یاده وي چې د دې اوونۍ پرانسته پۀ نولسمه جنورۍ چارسده کښې د یوې سټېج ډرامې، مشاعرې او کلتوري ماښام نمانځلو سره شوې وه. د دستورې پر مهال د کتابونو، د باچا خان ښونځو د ماشومانو لۀ خوا د جوړو شوو کلتوري توکو، د ځائي مصنوعاتو د سټالونو او انځوریز نندارتونو تابیا شوې وه. د اوونۍ پر مهال درې سټېج ډرامې هم وړاندې کړې شوې چې یوه پکښې پۀ نولس سوه دېرشم کښې د خدائي خدمتګار امیر نواز خان جلیا لیکلې ډرامه ‘درد’ هم وه. دا ډرامه پېرنګیانو ضبط کړې وه او پۀ کال دوه زره شپږ کښې د ډاکټر خالد خټک پۀ زیار د برټش لائبرېرۍ څخه د دې د نقل راوړو پس ته د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر لۀ خوا پۀ کتابي بڼه چاپ شوې هم وه.

  1. پۀ خېسور کښې مخې ته راغلې پېښې پۀ اړه پۀ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني مشر سردار حسېن بابک يو ‘توجه دلاو نوټس’ جمع کړو چې پکښې دا غوښتنه وشوه چې دا پېښه د زغم وړ نۀ ده او بايد حکومت نور پۀ دې غلے پاتې نۀ شي. هغۀ زياته کړه چې پۀ خېسور کښې د يو ماشوم پۀ فرياد د حکومت خاموشي ډېره د افسوس وړ ده. هغۀ زياته کړه چې دا رنګ پېښې پۀ اولس کښې د محرومۍ احساس لا زياتوي او د چا کور ته داسې بې اجازته ورتګ پښتانۀ کله هم نۀ شي زغملے.
  2. د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا صدر امير حېدر خان هوتي پۀ يو بيان کښې غوښتنه وکړه چې پۀ باجوړ کښې د ګوند د پخواني ضلعي صدر شېخ جهانزاده پۀ کور د بريد دې پلټنې وشي او چې څوک هم پکښې ککړ وي، بايد د سختې نه سخته سزا ورته ورکړې شي. هغۀ ووئیل، د دې سیمو اولس د ترهګرۍ پۀ ضد او د امن لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي خو د افسوس خبره دا ده چې د يو سياسي مشر پۀ کور مارټر ګوله راځي او حکومت دا پوښتنه هم نۀ کوي چې څۀ زيان پکښې شوے يا نۀ؟
  3. عوامي نېشنل پارټۍ د جنورۍ پۀ يو کم دېرشمه نېټه پرېکړه وکړه چې د نوميالي ليکوال، شاعر، نقاد او صحافي قلندر مومند شپاړسم تلين به د فرورۍ پۀ څلورمه پۀ باچاخان مرکز پېښور کښې لمانځل کېږي چې پکښې به د ګوند د مشرانو تر څنګ شاعران او اديبان د نوموړي پۀ کار او زيار خبرې کوي.

د فرورۍ پۀ اوومه نېټه به د عوامي نېشنل پارټۍ د سابقه مرکزي صدر اجمل خټک، پۀ اوولسمه د قاضي عطاء الله خان او اوویشتمه د سید عاشق شاه باچا د تلین ورځ باچا خان مرکز کښې نمانځلې کېږي.

  1. مونږ د عوامي نېشنل پارټۍ سعودي عرب صدر منتخب کېدو باندې ملګري ډاکټر مزمل شاه ته مبارکي وایو.

د سعودي عرب تنظیم او د دې ټول ملګري هم د ګل زمین خان مرګ داسې زورلي لکه څنګه چې پارټۍ دغه دروند غم ژړلے دے. دا د سعودي عرب د تنظیم د ملګرو چمتو کردار دے چې د ګل زمین خان جنازه کښې د پارټۍ د مرکزي او صوبائي قیادت سره د ټولې پښتونخوا نه، د بلوچستان، سندهـ او پنجاب نه مشران او ملګري راغلي وو او د هغۀ پۀ جنازه د لګېدلې سرې جنډې لاندې یو ځاے شوي وو.

د سعودي عرب د تنظیم ټول ملګري څنګه چې د ګل زمین خان مشرۍ کښې یو غږ یو ګام وو، د نوي ټاکلے شوي صدر ډاکټر مزمل شاه سره به هم دغسې کلک او جوخت ولاړ وي او د بابا د فکر شمع به روښانه ساتي.

د ملي مشر اسفندیار ولي خان دوره کښې د نوي تنظیم د حلف بردارۍ دستوره به یو تود اغاز وي.

تل دې وي باچا خاني، تل دې وي پښتون ولي.

  1. خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې پۀ عام انتخابات کښې د منتخب کېدو اعزاز لرونکې د عوامي نېشنل پارټۍ غړې بي بي ثمر بلور د بي اٰر ټي دوزخ د پاره د فرانس نه د نوې قرضې اخستلو رد عمل کښې وئیلي دي، دې قرضې سره به د بي اٰر ټي لګښت شپږ شلې زره روپیو ته ورسي. هغه خلق چې پۀ څوارلس اربه روپیو ئې د بي اٰر ټي جوړولو لاپې ویشتلې، ورک دي. د دې منصوبې افتتاح د پاره اووۀ تاریخونه بدل شول خو نۀ د لګښت شپږ شلې زره کېدو باندې نېب څۀ چوڼ د خولې نه وباسي او نۀ ارټیکل باټهـ ترېټهـ څۀ وائي!!! د پېښور اولس د بي اٰر ټي پۀ نامه یو عذاب سره مخ دي.
  2. شېخ جهانزاده
  3. لورالائي کښې برید