عوامي نېشنل پارټي – میاشتنۍ ډائري

 

د جنورۍ پۀ دېرشمه نېټه ملي مشر اسفندیار ولي خان د عوامي نېشنل پارټۍ (خلیجي هېوادونو) د دورې پۀ وړومبي پړاو کښې د سعودي عرب ستر ښار الریاض ته ورسېدو. دې دوره کښې ملي مشر د عمرې کولو سعادت حاصل کړو، د ګوند د نوو تنظیمونو د کابینو د حلف بردارۍ دستورو کښې ګډون سره سره ئې ‘د باچا خان اوونۍ’ پۀ لړ کښې تابیا شوو دستورو ته وېنا هم وکړې.

الریاض کښې د عوامي نېشنل پارټۍ سعودي عرب د مرکزي صدر ارواښاد ګل زمین خان تعزیتي رېفرنس ته د خبرو پر مهال ملي مشر ووې، ګل زمین خان پۀ خپله قام او خپله خاوره مئین او پۀ خپل قامي سیاست ولاړ داسې ملګرے ؤ چې زۀ د هغۀ ناڅاپي مرګ د پارټۍ د پاره یو لوے زیان ګڼم. هغه پۀ خپل سیاست کلئیر هم ؤ او یو ژوندے او متحرک ملګرے ؤ. زما دا یقین دے چې دا ملګري به د هغۀ جوړ کړي روایات او هلې ځلې پۀ هم هاغه هومره جوش او جذبې سره د برقرار ساتلو کوشش کوي.

زمونږ سیاست اسان نۀ دے او د کمزورو زړونو کار هم نۀ دے. مونږ پۀ داسې حالاتو کښې سیاست کوو چې هرې خوا نه سختې دي. دې سختو نه وتلو د پاره مونږ سره د باچا خان او ولي خان بابا هغه سیاست دے چې زۀ ئې هم ورکر یم، ګل زمین ئې هم ورکر دے او تاسو ئې هم ورکران یئ.

زۀ پۀ دې موقع تاسو سره څو خبرې نورې هم کول غواړم. داسې ده چې پاکستان کښې کله خبره کېږي نو وائي چې پنجاب مشر ورور دے – خو مونږ وایو چې بیا خو پۀ مشر ورور ذمه وارۍ هم زیاتې وي – مشر ورور خو به کشرانو له قربانۍ ورکوي؛ مونږ منو چې پنجاب مشر ورور ضرور دے خو کۀ د وړو صوبو حقونه غصب کوي نو دې سره به نفرتونه زیاتېږي. د ملک داخله او خارجه پالیسۍ داسې کرېش شوې دي چې بیا ئې د سن اکاتر کال د سانحې حالات جوړ کړي دي. زمونږ قبائیلي سیمې چې مونږ پرې د باچا خان بابا د وخت نه یو تاریخي مؤقف لرو، هلته د اېف سي اٰر ختمېدو نه پس نوے نظام نۀ راوړے کېږي او نن سبا دغه علاقې پۀ حقیقت کښې ‘زمینِ بے آئین’ دي. اولس کښې هلته د مایوسۍ او محرومۍ احساس پۀ زیاتېدو دے. د پاکستان خپلو درې ګاونډي هېوادونو سره تعلقات خراب دي. اوس سوچ وکړئ چې د یو چا خپلو درېو ګاونډیانو سره تعلقات خراب وي نو بیا به د امن او ترقۍ د خوب لیدو ته بې د حماقته څۀ وئیل مناسب وي؟

هم الریاض کښې د باچا خان او ولي خان بابا د تلین دستوره کښې ملي مشر خپله وېنا کښې ووې، د افغان امن پۀ حواله کېدونکي مذاکرات ډېر اهمیت لري او مونږ پۀ هر ملکي او بېن الاقوامي فورم دې د پاره اواز هم پورته کړے او کلک ملاتړ ئې هم کوو؛ خو دا یوه خبره به وکړم چې د افغان حکومت غېر موجودګۍ کښې به امن مذاکرات بې نتیجې وي. اوس چې د جګړې یو فریق تۀ جرګه کښې د سره کښېنوې نۀ، نو د جرګې څۀ حېثیت او اهمیت پاتې کېږي؟ هغۀ زیاته کړه چې د تېرو څلوېښتو کالو نه د کرښې دواړو خواو ته د پښتنو وینې بهېږي او دا وینې زمونږ دي نو ځکه مونږ د دې مذاکراتو پۀ حواله ډېر حساسیت لرو.

د تحریک انصاف حکومت پۀ حواله هغوي ووې، د تحریک انصاف د تبدیلۍ سفر د خرو تجارت نه شروع شو او د چرګو اګیو ته ورسېدو. د سیاسي ګوندونو نه ئې کرپټ خلق راټول کړي او د حکومت غوږ مږ ئې ترې جوړ کړي دي – خو زۀ دا خبره کوم چې دا ډانګورۍ به ډېر وخت تېر نۀ کړے شي. زۀ کله هم دا نۀ وایم چې تېر الېکشن الېکشن ؤ، زۀ ورته سېلکشن وایم او د عوامو پۀ مېنډېټ ډاکه ورته وایم.

هغوي ووې، د احتساب پۀ نوم یوه انتقامي کاروائي روانه ده او تر څو چې دا احتساب اېکراس د بورډ نۀ وي او د هر چا نۀ وي نو د دې احتساب هېڅ کرېډیبلټي نشته.

جده کښې تابیا شوې دستورې ته ملي مشر اسفندیار ولي خان خپله وېنا کښې ووې، مونږ پۀ دې پوهه یو چې دا ټوله لوبه د اتلسم ترمیم پۀ ضد جوړ شوې ده. اتلسم ائین ته ګواښ د نامعلوم افراد د بجټ د پاره کېږي خو مونږ به د اتلسم ترمیم حفاظت د پاره مزاحمت کوو. هغوي زیاته کړه چې د صدارتي نظام کومې انګازې راځي، دا د هغه تصور کړۍ ده چې دوي ګڼي چې تش پنجاب پاکستان دے. هغوي د احتساب پۀ عمل نیوکه وکړه او وې وئیل چې علیمه خان ته لاره ورکړې شوه او پۀ بي اٰر ټي او د مسلط وزیر اعظم نه د هغۀ د کابینې او پارټۍ نورو غړو ته خصوصي رعایتي پېکج ورکړے شوے. د افغان امن مذاکراتو پۀ حقله هغوي ووې چې مونږ چین او روس نه هیله لرو چې پۀ امن مذاکراتو کښې د افغان حکومت د شاملولو د پاره خپل کردار ادا کړي.

د سعودي عرب نه پس ملي مشر پۀ دوېم پړاو کښې دوبۍ ته ورسېدو او هلته ئې د هم د ګوند د ملګرو لۀ خوا جوړو شوو دستورو کښې ګډون وکړو.

د هرکلي دستورې ته خپله وېنا کښې ملي مشر ووې، د افغان امن مذاکراتو د پاره د ټول سټېک هولډرز شرکت یقیني کولو نه به د مذاکرات کوونکو د نیتونو اندازه کېږي. افغان امن د اے اېن پي د سیاست بنیادي نکته ده او مونږ تل د پښتنو د حقونو د پاره مېدان کښې ولاړ یو. امن د پاره د یو سیاسي تحریک پۀ حېث مونږ د هر چا نه زیاتې خپلې وینې ورکړې دي.

د ملک پۀ سیاست د خبرو پر مهال ملي مشر ووې چې د شهباز شریف کېس کښې راغلې فېصلې د احتساب پۀ حواله زمونږ د موقف تائید وکړو. مونږ دا خبره کوو چې جانب دارانه او د انتقام پۀ نیت کېدونکي احتساب سره به د کرپشن او لوټاکرېسۍ شرح نوره زیاته شي. دا یوه خبره ده چې کۀ د نواز شریف بچي او د اٰصف زرداري خور عدالت ته د الزامونو پۀ نتیجه کښې مني ټرېل پېش کوي نو بیا د عمران خان خور ته پۀ کوم جواز استثنٰي ورکولې کېږي. د یو نوعیت کېسونه نورو د پاره بېل معیار لري او علیمه خان د پاره بېل معیار لري؟ دا هغه دو نهین اېک پاکستان دے؟ هغوي ووې، د نوي پاکستان منصوبې هم عجیبه دي، زمونږ جاري کړو منصوبو باندې تختۍ لګوي – ولې دا د سوات اېکسپرېس وے منصوبې افتتاح د اے اېن پي وزیر اعليٰ حېدر خان نۀ وه کړې؟

د باچا خان بابا او ولي خان بابا د تلین پۀ حواله جوړه شوې دستوره کښې ملي مشر ووې، پښتون قام د تاریخ پۀ یو ډېر نازک ګوټپېر ولاړ دے. مونږ به د زړۀ او جذباتو پۀ ځاے هوش او عقل نه کار اخلو. هغوي ووې، اے اېن پي وخت د سره د پښتنو د یو والي خبره کوي او دا چې افتاب خان کومه خبره څو ځله وکړه نو زۀ ورته د دې سټېج نه وایم چې افتاب خان! تۀ ځاے خوښ کړه، تاریخ مقرر کړه او زۀ به پۀ خپله درځم.

د تېرو انتخاباتو نتیجو باندې د خبرې کولو پۀ وخت هغوي ووې، اسټېبلشمنټ چې کومې لوبې الېکشن کښې وکړې، دا لوبې به تر ډېره وخته ونۀ کړې شي. هغه وخت لرې نۀ دے چې دغه زور به ئې ختم شي. هغوي زیاته کړه، د احتساب پۀ نوم انتقامي کاروایانې روانې دي، دوي پۀ یو بل مقدمې جوړوي او زۀ پۀ دوي مقدمه کوم چې دې کپتان به هر وخت وئیل چې د اسفندیار خان پۀ دوبۍ او ملېشیا کښې جائیدادونه دي نو اوس دې ما له زما هغه جائیدادونه او مارکیټونه راکړي. عجیبه احتساب دے.

د خېبر پښتونخوا د نوو ضلعو پۀ حقله هغوي ووې چې مونږ د دې خاورې د پېژندګلو او حقونو د پاره د خپلو مشرانو ارمانونه پوره کړل. اوس چې د نوو ضلعو دننه د ائین د نفاذ خبره ده نو مونږ خپل دې تاریخي موقف باندې ولاړ یو چې مونږ د کوم ارډیننس یا اېکټ حق کښې نۀ یو، دې سیمو کښې د هغه ائین نفاذ غواړو کوم ائین چې ټول ملک کښې نافذ دے.

د افغان امن مذاکراتو پۀ حقله ملي مشر هم د دغه دریځ تکرار وکړو چې کۀ د افغانستان حکومت د مذاکراتو د عمل نه لرې وساتلے شي نو دا مذاکرات به کله هم هغه نتیجې رانۀ وړے شي د کومو توقع چې ترې لرلې شي.

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن صوبائي صدر وسیم خټک خپل یو بیان کښې د سټوډنټس یونینز پۀ حقله وئیلي دي چې د پینځۀ دېرش کلونو تېرېدو باوجود د ډکټېټر ضیاء دور کښې پۀ طلباء تنظیمونو لګېدلي بندېزونه نن هم برقرار دي. هغۀ زیاته کړه چې تعلیمي ادارو نه کاروباري مرکزونه جوړ کړے شوي دي او پالیسیو کښې د تعلیم او طالبعلمانو د مسئلو د حل پۀ ځاے کاروباري نکتو ته ترجیح ورکولې کېږي. هغۀ فیسونو کښې پۀ یو اېړ د اضافې، د هاسټلو د بد انتظامۍ، همنصابي سرګرمیو د نیشتوالي، د کتابتونو/ لائبرېریو د ویرانۍ او مطالعاتي دورو او لازمي سیمینارونو د عدم انعقاد نه پېدا کېدونکي خطرناک صورتحال ته اشاره وکړه او غوښتنه ئې وکړه چې د سټونټس یونیز بحالۍ او د تعلیمي مسئلو حل د پاره کۀ بروخت پاملرنه ونۀ شوه نو د دې به سنګینې نتیجې مخې ته راشي.

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي سینئیر نائب صدر حاجي غلام احمد بلور او مرکزي ستر سېکتر میا افتخار حسېن اسلام اباد کښې پخواني صدر اٰصف علي زرداري سره د هغۀ پۀ کور کښې لیدل وکړل. تر یوې نیمې ګېنټې جاري دې ناسته کښې ملکي صورت حال باندې بحث وشو او پۀ حکومتي پالیسیو د تشویش څرګندونه وشوه. ناسته کښې د حزب اختلاف د ګوندونو اتحاد باندې هم خبرې وشوې.

د حکومت لۀ خوا د حج پۀ مد کښې د سرکاري سبسډي ختمولو باندې د خپل ردعمل ښودلو پۀ وخت د اے اېن پي خېبر پښتونخوا صوبائي صدر امیر حېدر خان هوتي ووئیل چې د حکومت لۀ خوا ‘حاجي مېرا استاد’ نعره سیاسي ریا ده. دا یو عجیبه منطق دے چې حکمرانه پارټي د خزانې د وفاقي وزیر اسد عمر شخصي ‘اېنګرو کمپنۍ’ له د شپاړس ارب روپیو سبسډي ورکول خو د خداے لوے کور ته تلو د پاره فیس او خرچه کښې نیم پۀ نیمه اضافه کوي؟ هغۀ زیاته کړه چې د مدینې د ریاست دعوې کوونکو هم پۀ ملک کښې د خلقو ژوند وبال کړے دے او هم ورته اوس د خداے د کور لارې نیسي.

پۀ لورالائي کښې د زلمي پروفېسر ارمان لوڼي د پولیس لۀ خوا د سفاک قتل خبر راتلل د برداشت وړ نۀ وو. دا د حکومت لۀ خوا اولسي احتجاج ته بد ترین او غېر مهذب ترین رد عمل ؤ.

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفندیار ولي خان د ارمان لوڼي د شهادت پۀ خبر راتلو د زښتې خواشینې څرګندونه وکړه او وې وئیل چې حکمرانان د اولس د تحفظ ذمه وارۍ نه غافل شوي دي. هغۀ ووې، احتجاج د اولس بنیادي حق دے او پُر امن احتجاج کوونکي پۀ سړکونو د وژلو روایت څۀ نېک فالي نۀ ده. هغۀ غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دې واقعې شفاف تفتیش یقیني کړي او مجرمانو ته دې عبرتناکه سزا ورکړي. هغۀ ووئیل، کۀ راو انوار له ملا نۀ وه ټپولې شوې نو نن به دا پېښه نۀ وه شوې.

د پارټۍ مرکزي صدر میا افتخار حسېن خپل ردعمل کښې ووې، ماوراء عدالت د قتلونو شرح کښې اضافه خطرناکه ده. داسې حال کښې حکومتي عملداري چرته ده؟ پولیس له د قتل لائسنس ورکول یوه غېر دانشمندانه او اولس دښمنه پرېکړه ده. هغۀ د ارمان لوڼي پۀ سفاکه طریقه قتل او خېسور پېښه باندې د میډیا خاموشۍ باندې نیوکه وکړه او وې وئیل چې دا د ظلم نه پس د ظالم مرسته ده. هغۀ سوال پورته کړو چې پُر امن احتجاج کوونکي نۀ زغمل کوم منطق او دانش دے؟

پۀ څلورمه فرورۍ باچا خان مرکز کښې د ارواښاد قلندر مومند د تلین دستوره د ښاغلي حاجي غلام احمد بلور صدارت کښې وشوه. ښاغلے سلیم راز د دستورې مشر مېلمه ؤ. دستوره کښې وېناوالو د ارواښاد قلندر مومند پۀ ژوند، ادبي او سیاسي خدماتو رڼا واچوله. ښاغلو معظم جان معظم او فضل مومند خپل منظوم عقیدتونه د ارواښاد قلندر مومند روح ته ډالۍ کړل.

د پارټۍ د بنیادي یونټونو او تپو د تنظیم سازۍ مرحلې نه پس د تحصیلونو او ضلعو د تنظیم سازۍ مرحله رارسېدلې ده. دې لړ کښې د صوبائي الېکشن کمېشن غړو د دوویشتمې فرورۍ نه د ضلعو د دورو اعلان کړے دے او دا سلسله د دې کرښو د لیکلو پورې د کوز دیر ضلعې ته رارسېدلې ده. د پارټۍ د ټاکلي الېکشن کمېشن دورې به د دېرشم مارچ پورې مختلفو ضلعو ته جاري وي.

دې لړ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ جنرل سېکرټري ښاغلي سردار حسېن بابک ملکي او بېن الاقوامي غېر سرکاري ادارو او تنظیمونو ته بلنه ورکړې ده چې د عوامي نېشنل پارټۍ د جمهوري عمل مانیټرنګ وکړي. هغۀ دغه جاري کړي پرېس ریلیز کښې وئیلي دي، عوامي نېشنل پارټي پۀ جمهوریت نۀ ماتېدونکے باور لري او تل ئې د جمهوري رویو د پاره پۀ جمهوري استدلال سره کار کړے دے.

د ‘باچا خان انټرنېشنل ائیرپورټ پېښور’ د نوم بدلولو پۀ حواله د خورې شوې شوشې پۀ ردعمل کښې د ګوند د پښتونخوا صوبې مرستیال سېکتر اېمل ولي خان خپل جاري کړي یو بیان کښې وئیلي دي، حکومت د اېن اٰر او نه زېږېدلے دے او هغه دې کله هم دې خوش فهمۍ کښې نۀ وي چې ګنې څۀ ډول ردعمل به ورته نۀ کېږي. عوامي نېشنل پارټۍ د صوبائي خودمختارۍ د اوږدې مبارزې نه پس ائیني حق استعمال کړے دے او کله به هم د خپل دې حق نه دستبردار نۀ شي. مونږ کله هم پۀ ګنګا رام یا لېډي ریډنګ هسپتال او یا دیال سنګهـ کالج باندې اعتراض نۀ دے پورته کړے او داسې خبرې د تنګ نظرۍ او کم ظرفۍ علامت ګڼو. هغۀ زیاته کړه چې داسې شوشې پرېښودل ثابتوي چې حکومت د کوم تعمیري پروګرام د نیشتوالي او خپلې نا اهلۍ پۀ وجه ځان له مشغولتیا ګوري خو مونږ د عدم تشدد خلق یو او د دغه سیاسي فرقه واریت د سوچ مخنیوے به کوو.

پۀ شپږمه فرورۍ د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي مجلس عاملې غړے ‘ارباب انعام الله خان’ ګلبېله کښې د اوږدې ناروغۍ نه پس پۀ حق رسېدلے دے. هغه د پېښور ټاون ټو د صدر ارباب یوسف حیات پلار ؤ. ملي مشر اسفندیار ولي خان د

خلیج نه رالېږلے شوو خپلو تاثراتو کښې د ارباب انعام الله خان پۀ مرګ د غم څرګندونه کړې او وئیلي ئې دي چې ارباب صاحب د خپل ژوند هومره اوږده ملګرتیا د پارټۍ سره وپاللـه او پارټي د هغۀ مرګ سره د یو مخلص، پوهه او متحرک مشر نه محرومه شوه. ملي مشر د ارواښاد ارباب صاحب کورنۍ سره غم شریک کړو او د هغۀ د بخښنې او کورنۍ د پاره د صبر دعا ئې وکړه.

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي ویاند زاهد خان د فېض اباد دهرنې د عدالتي فېصلې راتلو نه پس جاري کړي بیان کښې وئیلي دي، دا خبره د ستائینې وړ ده چې سپریم کورټ د فېض اباد دهرنې لړ کښې تاریخي فېصله واوروله؛ خو مونږ دا پوښتنه کوو چې د پارلېمنټ هاوس او سپریم کورټ د یرغمال کولو نه پس هم عمران خان څنګه بري دے؟ هغۀ ته د کوم قانون لاندې استثنٰي ورکړې شوې ده؟ هغۀ زیاته کړه چې د علیم خان کرپشن کښې د ګرفتارۍ ډرامه د نام نهاد احتساب بېلنس کول دي. عمران خان، پروېز الٰهي، پروېز خټک، بابر اعوان، اعظم سواتي او علیمه خان باندې هم الزاموه دي؛ ایا نېب دا جرأت لري چې دوي له هم لاس وروړي؟

د فرورۍ پۀ اوومه نېټه د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د تلین ورځ ونمانځلې شوه. سحر یوولس بجې د ګوند مشران او ادبي ملګري اکوړي کښې د اجمل بابا پۀ مزار حاضر شول، هلته ئې د قران ختم وکړو او پۀ مزار ئې د ګلونو څادر خور کړو.

ماسپښین باچا خان مرکز کښې دستوره وشوه چې پکښې مرکزي سینئیر نائب صدر حاجي غلام احمد بلور، مرکزي ستر سېکتر میا افتخار حسېن، ښاغلي امیر حېدر خان هوتي، ښاغلو شمس بونېري، معظم جان معظم، انجینئیر اعجاز ایسپزي، فضل مومند، روښان ایسپزي او صوبائي ستر سېکتر سردار حسېن بابک سره یو شمېر شاعرانو ادیبانو لیکوالانو ګډون وکړو. د تاثراتو پۀ لړ کښې مشرانو ووئيل، اجمل خټک د سیاست او ادب یو لوے نوم دے او تر څو چې د قامي سیاست شعور انګازې کوي، اجمل خټک به یاد ساتلے شي. د اجمل خټک شاعرۍ کښې د قامي مینې جوش هم د عدم تشدد دائره کښې ؤ او هغۀ د خپل کلام پۀ زور د قامي سیاست شور د پښتونخوا هر ګوټ ته پۀ داسې مؤثر انداز کښې رسولے ؤ چې مونږ به پرې تل ویاړ کوو.

مشرانو خپلو وېناو کښې ووئیل، پۀ دې خاوره چې د امن د پاره غږ کوونکي څوک هم دي، عوامي نېشنل پارټي ئې خپل ګڼي. د نقیب الله مسید، طاهر داوړ او ارمان لوڼي دعويٰ مونږ پۀ دې دلیل سره کوو چې دوي د امن هاغه مطالبه کښې وژل شوي دي چې د خدائي خدمتګار تحریک د اغاز نه تر نن ورځ پورې مونږ د دغې مطالبې قیمت کښې سرونه پۀ داو کړي دي. ښاغلي میا افتخار حسېن خپله وېنا کښې ووې، اجمل خټک د عدم تشدد د سیاست علمبردار شاعر ؤ او د هغۀ شعرونه د قامي تحریک د سیاسي بیانیې معنې لرلې. پۀ روانو حالاتو د تبصرې پۀ وخت هغوي ووې، اسټېبلشمنټ د خپل ګوډاګي نه د ځان خلاصولو لارې هم ګوري، د مډټرم انتخاباتو او قومي حکومت ګنګوسې چې راځي نو دا ښائي چې حالات اړخ بدلوونکي دي. هغه د ارمان لوڼي پۀ مرګ د میډیا خاموشۍ باندې د خواشینۍ څرګندونه وکړه او وې وئیل چې داسې ښکاري چې میډیا هم اخر کښې د زور مخې ته سر ټیټ کړو او اوس به د مظلومانو اواز پۀ میډیا سنسر کېږي.

د ګوند مرکزي سینئیر نائب صدر غلام احمد بلور د اجمل بابا سره خپل یاداشتونه شریک کړل. هغۀ خپلو خبرو کښې دا هم ووئیل چې کۀ د صدارتي نظام د نفاذ پۀ ترڅ کښې د ملک نه یو ځل بیا د ون یونټ جوړولو هڅه کېږي او کۀ د اتلسم ترمیم دننه د بدلون د پاره حرکت کېږي نو مونږ به د دې شدید مزاحمت کوو. حکمرانان دې داسې نۀ کوي چې مونږ ورپسې راپاڅو او د سن چالیس د قرارداد پۀ رڼا کښې د یوې نوې عُمراني معاهدې مطالبه وکړو.

فیډرل اردو یونیورسټي اسلام اباد کېمپس کښې د پښتنو طالب علمانو خلاف د اېف اٰئي اٰر د اندراج د غندنې پۀ وخت د پي اېس اېف د مرکزي ارګنائزنګ کمېټۍ چئیرمېن حق نواز خټک ووئیل، یونیورسټۍ کښې طالب علمانو د خپلو مسئلو د حل د پاره پُر امن احتجاج کولو او دا احتجاج د هغوي ائیني حق دے. دې لړ کښې اېف اٰئي اٰر درج کول او صرف د پي اېس اېف د هلکانو دې کښې نامزد کولو نه ثابتېږي چې د پښتنو طالبعلمانو پروفائلنګ کېږي. هغۀ پۀ سختو ټکو د دې رویې غندنه وکړه او غوښتنه ئې وکړه چې د پي اېس اېف د شازلمو خلاف دې دغه ناوړه اېف اٰئي اٰر واپس واخستے شي.

د سندهـ نو ډېرو کښې د باجوړ سیمې د درې مزدورانو وحشیانه قتل باندې خپل ردعمل کښې د اے اېن پي خېبر پښتونخوا لۀ خوا صوبائي صدر امیر حېدر خان هوتي او ستر سېکتر سردار حسېن بابک یو شریک بیان کښې وئیلي دي، د سندهـ پۀ خاوره د پښتنو مزدورکارو د قتل پېښه کله هم د زغم وړ نۀ ده. د سندهـ پۀ ودانۍ کښې د پښتنو مزدورانو کردار تر نمر روښانه دے او داسې پېښه به کله هم برداشت نۀ کړې شي. د دواړو مشرانو لۀ خوا جاري شوي دې بیان کښې د سندهـ حکومت او وفاق نه غوښتنه شوې چې د دې وحشي واقعې څېړنه دې وشي او مجرمانو ته دې سزا ورکول یقیني کړے شي. دواړو مشرانو د غم ځپلو کورنیو سره د همدردۍ څرګندونه کړې او د حکومت نه ئې غوښتنه کړې چې د غم ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

د عوامي نېشنل پارټۍ سندهـ صدر ښاغلي شاهي سېد پۀ دې لړ کښې د قومي عوامي تحریک مشر ایاز لطیف پلیجو او د سندهـ یونائیټډ پارټۍ مشر جلال محمود شاه او د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو سره لیدل کړي دي. ښاغلي شاهي سېد وئیلي دي چې د سندهـ د خاورې سره زمونږ رشته د باچا خان او د جي اېم سید رشته ده. د دې رشتې د خرابولو کوشش یو ډېر ناوړه اقدام دے. هغۀ شک څرګند کړو چې د ارشاد رانجهاني د قتل د ویډیو پۀ سوشل میډیا خورېدو نه پس داسې ښکاري لکه چې دې پېښې له د لساني رنګ ورکولو کوشش کېږي. هغۀ غوښتنه وکړه چې سندهـ حکومت دې د دې پېښې شفافه انکوائري وکړي او د متاثره کورنیو سره دې مالي مرستې وکړي. هغۀ زیاته کړه چې دا د سندهـ حکومت او د سندهـ د سیاسي ګوندونو ذمه واري ده چې د امن د دښمنانو دا شومې هڅې شنډې کړي.

د سعودي عرب د ولي عهد امیر محمد بن سلمان پاکستان ته د راتګ پۀ خبر خپل تاثر کښې ملي مشر اسفندیار ولي خان وئیلي وو، مونږ د دغه دورې هرکلے کوو او هیله لرو چې حکومت به حزب اختلاف اعتماد کښې اخلي. پۀ تېر حکومت کښې د یمن جنګ پۀ حواله موجوده حکمرانانو د اپوزیشن پۀ حېث ډېرې داسې خبرې کړې دي چې هغې نه څۀ اندېښنې پېدا شوي دي او ځکه د موجوده حکومت اخلاقي ذمه واري ده چې اپوزیشن ګوندونه اعتماد کښې واخلي.

د ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې ستر سېکتر سردار حسېن بابک یو پرېس ریلیز کښې د امیر محمد بن سلمان د راتګ هرکلے کړے ؤ او هیله ئې لرلې وه چې حکومت به سعودي عرب کښې د مقیم پاکستانیانو د مسئلو پۀ حقله د درانۀ مېلمه سره خبرې وکړي چې هلته د مقیمو مسافرو ستونزې هوارې کړې شي.

د سندهـ اسمبلۍ د سپیکر اغا سراج دراني پۀ اسلام اباد کښې د نېب لۀ خوا د ګرفتارۍ خبر باندې د ګوند مرکزي ستر سېکتر میا افتخار حسېن خپل ردعمل کښې وئیلي دي، احتساب نه یوه ټوقه جوړه شوې ده. عمران خان پارلېمنټ، پي ټي وي او سپریم کورټ باندې حملې سره هیلي کاپټر، حیات اباد فلائي اوور، بلین ټري سونامي او نورو کېسونو کښې مطلوب دے خو غېر اعلانیه استثنٰي ورته ورکړې شوې ده؛ د علیم خان د رانیولو ډرامه کېږي او علیمه خان د مني ټرېل نه بچ کولې کېږي، کۀ نېب پۀ رښتیا د احتساب لاپې وولي نو د علیمه خان د رانیولو جرأت دې وکړي. ښاغلي میا صاحب پۀ اسلام اباد کښې د سندۀ اسمبلۍ د سپیکر د ګرفتارۍ پېښه باندې اندېښنه څرګنده کړې ده چې دا کۀ خامخا دا حکم شوے ؤ چې اٰغا صاحب دې ګرفتار کړے شي نو باید چې د سندهـ پۀ خاوره دغه ګرفتاري عمل کښې راغلې وه. هغوي د دې پېښې مذمت کړے دے.

د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ پۀ مناسبت د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي سیکرټرېټ ‘باچا خان مرکز’ لۀ خوا د مرکزي صدر اسفندیار ولي خان جاري شوي بیان کښې هغوي وئیلي دي، مورنۍ ژبه یو فرد د خپل کلتور او تهذیب سره تړلے ساتي. پاکستان کښې تل د قامونو مورنیو ژبو سره مور د مېرې سلوک شوے دے او د دغه رویه د بنګالۍ ژبې پۀ سر د بنګله دېش د جوړېدو وړومبۍ نخښه وه – خو کله چې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت راغلو نو یو خوا ئې پۀ اتلسم ترمیم کښې د مورنیو ژبو بنیادي حېثیت بحال کولو کښې خپل سیاسي کردار ادا کړو، بل خوا ئې د پښتو پۀ شمول د دې خاورې نورو ژبو لکه هندکو، کهوار، سرائیکي او کوهستاني ته هم قامي حېثیت ورکړو او د ریجنل لېنګوېجز اتهارټي قیام سره ئې د دې ژبو د خوندي کولو او پرمختګ د پاره ګام پورته کړو. ملي مشر ادبي تنظیمونو باندې غږ وکړو د اتلسم ائیني ترمیم رڼا کښې د مورنیو ژبو د پاره شوې قانون سازي عملي کولو د پاره وړاندې راشي، عوامي نېشنل پارټي به دې لړ کښې خپل سیاسي، پارلېماني او عملي مرستې د دوي سره کوي.

د ګوند مرکزي ستر سېکتر میا افتخار حسېن د دې ورځ پۀ مناسبت باچا خان مرکز کښې شوې دستورې ته ووئیل، د قومي شناخت او ثقافتي میراث پۀ توګه د مورنۍ ژبې اهمیت مسلم دے. هغوي غوښتنه وکړه چې باید پاکستان کښې د مورنیو ژبو سره د ناوړه سلوک خاتمه وشي، مورنۍ ژبه کښې د تعلیم ورکولو التزام وشي او پۀ رسنیو، ټي وي او نورو فورمونو مورنیو ژبو ته د هغوي جائز ائیني حقوق او وخت ورکړے شي.

د عوامي نېشنل پارټي خېبر پښتونخوا مرکزي ستر سېکتر سردار حسېن بابک د نېب لۀ خوا د خېبر پښتونخوا ارکائیوز او میوزیم د ډائرېکټر ډاکټر عبدالصمد پۀ ګرفتارۍ د صوبې د وزیر اعليٰ محمود خان او وزیر اعظم عمران خان لۀ اړخه پۀ غېر معمولي رد عمل د حېرانتیا څرګندونه کړې ده. ښاغلي بابک وئیلي دي، یو خوا حکومت د احتساب چاربېتې وائي او بل خوا پۀ کاروایۍ داسې ردعمل کوي چې حېران کن دے. داسې ښکاري لکه چې د ډاکټر عبدالصمد پۀ شا د دې خاورې د تاریخي اثارو د غبن او خیانت لوے راز پروت وي او دې نه استفاده کوونکي نېب ته سرې سترګې قهرېدلي ولاړ دي. ښاغلي بابک ووئیل چې د داسې ردعمل هېڅ ضرورت نۀ ؤ، ډاکټر صمد یو ډېر اهم پوسټ باندې تعینات دے او کۀ نېب ګڼي چې څۀ بد انتظامي یا بد دیانتي شوې ده نو د تفتیش کولو حق لري. ښاغلي بابک زیاته کړه چې یو خوا اپوزیشن ګوندونو ته احتساب نېغ نېغ کولے کېږي او بل خوا د حکومت د منظورِ نظر خلقو خلاف شوې کاروایۍ باندې حکومت بد ګڼي. دې نه خو دا ثابتېږي چې د دې خاورې تاریخي اثار او تهذیبي ورثه د داسې چا پۀ رحم و کرم ده چې د پیشو د پیو د څوکیدارۍ متل پرې سمے خوري. هغۀ ووې، مونږ د نېب غوندې ذمه وارې ادارې سره د داسې رویې غندنه کوو، هر څو کۀ مونږ د نېب لۀ خوا تر دې شوو کاروایانو باندې تحفظات لرو او دا هم ګڼو چې د احتساب عمل غېر جانبداره نۀ دے.

اېډورډز کالج کښې د پښتنو د کلتوري ورځ نمانځلو دستوره پۀ باقاعده اهتمام سره وشوه او د رنګونو یوه مېله جوړه شوې وه. د باچا خان مرکز لۀ خوا دې دستوره کښې د کتابونو د سټال لګولو تابیا شوې وه. د پښتو سوسائټۍ پۀ بلنه د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي ستر سېکتر میا افتخار حسېن او د باچا خان مرکز منتظم انجینئیر اعجاز ایسپزي دغه دستوره کښې ګډون وکړو او د پښتو سوسائټۍ غړو زدکړیالو له ئې د دومره ښکلې دستورې پۀ تابیا ملا وټپوله. ښاغلي میا صاحب خپلو خبرو کښې ووې، د ژبې او کلتور تعلق د قام د ژوند سره دے او د دې ژوندي ساتل زمونږ مذهبي او قامي فرض دي. هغوي زیاته کړه چې د ضیاء امریت کښې د امریکائي پالیسیو تر اثر لاندې دا خاوره د مذهب پۀ نوم کلتور دښمنه قوتونو ته لاس کښې ورکړې شوې وه چې د کلتور او ثقافت منځ نه وړلو او دې باندې د پابندیو نتیجه کښې معاشره د انتهاپسندۍ او مذهبي جنونیت ښکار شوې وه. دې خاورې له د ضیاء دور کښې د انتها پسندۍ، کلاشنکوف کلچر او پوډرو ناسور راوړے شوي وو. هغۀ زیاته کړه چې مونږ پۀ خپله حکومتي دوره کښې د نشترهال تالې ماتولو سره دلته یو ځل بیا کلتوري هلې ځلې راژوندۍ کړو او دا ګڼو چې نن دا کلتوري ورځ زمونږ د هغه اغاز تسلسل دے چې د څۀ قیمت کښې زمونږ وینې توې شوې دي خو مونږ د خپلې ژبې، خپل کلچر او خپلې خاورې نه دستبردار شوي نۀ یو.

د اېډورډز کالج غوندې ادارې چې د انګرېزۍ ژبې پۀ حواله نړیواله پېژندګلو لري، کښې د پښتنو کلتوري ورځ نمانځل او دلته د مختلفو سټالونو اهتمام کولو باندې د اېډورډز کالج انتظامیې، ارګنائزنګ کمېټۍ او دې لړ کښې د طالب علمانو د خدماتو ستائینه کوو.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې مادام ثمر بلور پۀ سرکاري پرائمري سکولونو کښې د صفایۍ د بدتر صورتحال پۀ اړه اسمبلۍ کښې ‘توجه دلاؤ نوټس’ جمع کړے دے. مادام ثمر بلور دغه نوټس کښې وئیلي دي، سرکاري پرائمري سکولونو کښې د خاکروب پوسټونه خالي پراتۀ دي او د دې لۀ کبله دغه سکولونو کښې د صفایۍ صورتحال بد ترین دے. هغې وئيلي دي، پۀ سخا او ګندګۍ نه ډک ماحول کښې تعلیم له د راتلونکو ماشومانو ژوند د مهلک ناروغیو خطر سره مخ دے، باید حکومت دې لړ کښې وضاحت وکړي او د دې حالت د بهترۍ د پاره ګامونه پورته کړي.

خېبر پښتونخوا کښې د پرائمري سکولونو دننه د خاکروب لږ تر لږه دېرش زره پورې پوسټونه پکار دي او کۀ د دې مسئلې سنجیدګۍ سره حل راونۀ ویستلے شو نو خداے مۀ کړه ماشومان به د مهلک او متعدي ناروغیو سره مخ شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي سترسېکتر میا افتخار حسېن د پېښور هائيکورټ جسټس ایوب خان مروت باندې د ترهګر برید پۀ سختو ټکو کښې غندنه کړې ده او وئیلي ئې دي چې د ترهګرۍ د ختمولو دعوې لا رښتیا شوې نۀ دي، باید امنیتي ادارې چمتو اوسې. هغۀ اندېښنه څرګنده کړه چې د هند سره د روان کړکېچ تر مخه ممکنه ده چې ترهګر د کوم خالي ځاے لټون کوي او باید د مصلحتونو نه قطع نظر د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ د مونډ ویستلو د پاره پۀ نېشنل اېکشن پلان عمل درامد یقیني کړے شي. کۀ حکومت هم دغسې د ترهګرۍ واقعاتو باندې سترګې پټوي نو خداے مۀ کړه ترهګر به یو ځل بیا راټول شي او د صوبې امن به تالا ترغه کړي. هغۀ د افسوس اظهار وکړو چې کوم ملک کښې انصاف او فېصلې کوونکي قاضیان او لوړ چارواکي محفوظ نۀ وي، هلته به د ارمان لوڼي د قتل انصاف د چا نه غواړي؟

ما ته وئ چې ورور پښتون دې ووله، دا جهاد دے

دغه ستر کافر له سر چقول اصل جهاد دے

باغ ئې د پښتون ذرې ذرې کړو، بیان دے

بل له چې یار وژني دا اصلي زوے د شېطان دے

سیند زمونږ د وینو پۀ چپو باندې روان دے

نور جهان جوړېږي خو زمونږ پۀ کور تالان دے

لوے موټر او ښه بنګله او ښۀ سُور برېتے خان دے

دا مشین پۀ لاس چې د خپل ورور مرګ له روان دے

وینه د پښتون پۀ بل پښتون باندې حرامه ده

جهاد غني 1994

خېټه د ډالرو ډکه، لاسو کښې د زهرو جام

سپينه پګړۍ، لویه ږیره،پټ پکښې ښامار دے

کور ؤ کۀ باغچه وه، کۀ لښتے ؤ کۀ پټے ؤ

ځان له چې ورور وژني نو بې شکه چې کافر دے

برق د زرو، دین ایمان پښتو هم درنه هېره کړه

داسې ګلابي ځوانان دې اوچو پاڼو وخوړل

ورشه چې لاهور کښې د چا لوڼه خوېندې ګټه کئ

هر څومره دله کۀ شي د دې دله نه ښۀ دے

فقه، شریعت پښتو پۀ دغه ځاے تمامه ده

پاڅه لېونیه! پۀ دې خپله خاوره ننګ وکړه!

خامخا کۀ جنګ کړې! خپل نیکۀ باچا له جنګ وکړه!

د بورې مور او کونډې خور اوښکو ته دې وګوره!

اے پښتنې وینې! پاڅه! ودانګه! غورځنګ وکړه!