د اسلامي جمهوريه پاکستان “زوړ کپتان” – مشتاق دراني

مونږ کۀ د مطالعه پاکستان نه علاوه پۀ تاريخ نظر واچوو نو د زوړ اسلامي جمهوريه پاکستان کپتان جناح صاحب هم لکه د نوي پاکستان د کپتان عمران نيازي پۀ رنګه د “کنفيوزډ” خيالاتو مالک ؤ. د هند د تقسيم نه وړاندې زوړ کپتان د تقسيم پۀ حمايت کښې د هندوستان د مسلمانانو همدردۍ تر لاسه کولو د پاره د مذهب د نوم شا ته د “دو قومي نظريې” حمايت کولو )دغه دو قومي نظريه د نن سبا مطالعه پاکستان کښې د پاکستان بنياد ښودلے کېږي( او د هغې د پاره جواز دا ؤ چې هندو او مسلمان دوه بېل بېل قومونه دي – د دوي کړۀ وړۀ، خوراک څښاک او ناسته پاسته د يو بل نه بالکل جدا دي، دوي کله هم يو ځاے نۀ شي اوسېدے او ځکه مونږ د هندوستان د مسلمانانو د پاره د يو بېل او ازاد “مسلمان رياست” غوښتنه کوو )مخکښې به د انسانانو مذهب ؤ، دا پۀ انساني تاريخ کښې وړومبے ځل ؤ چې د رياست د پاره هم مذهب وټاکلے شو(.

دوي به د هندوستان د مسلمانانو د پاره د بېل او ازاد ملک تصور له يو داسې رومانوي رنګ ورکولو چې ګمان به دا کېدو چې ګنې کۀ دا کار وشو نو پۀ دې بېل ملک کښې به دوي ته هېڅ قسمه مسئله، تکليف او پرېشاني نۀ وي او دا غوښتنه به هغه مسلم ليګ کوله کوم چې انګرېزانو د کانګرس د ماتولو د پاره پۀ خپله جوړ کړے ؤ او د هغوي د خوښې نه بغېر به د مسلم ليګ يوه هم فېصله نۀ کېدله.

د مثال پۀ توګه، د مسلم ليګ يو ډېر مهم مشر سکندر حيات چې د تقسيم نه وړاندې ئې ډېر وخت پۀ خېبر پختونخوا صوبه کښې د انګرېز نوکري کړې وه، پۀ کال 1941 کښې ئې د مسلم ليګ د نورو مشرانو سره پۀ څۀ فېصلو خفګان راغلو او د مسلم ليګ د پرېښودو پرېکړه ئې وکړه. د هغه وخت وائسراے ته چې د سکندر حيات د ارادې پته ولګېده نو د هغه وخت د پنجاب صوبې ګورنر ته ئې سکندر حيات د دې فېصلې نه د منع کولو د پاره خط وليکلو، د کوم ذکر چې ولي خان پۀ خپل کتاب ‘رښتيا رښتيا دي’ کښې کړے دے. د خط مضمون څۀ داسې ؤ؛

“دا لا هغه وخت نۀ دے چې مونږ پۀ مسلم ليګ کښې څۀ خفګان غواړو – زما پۀ اند دا ډېر ضروري دي چې مونږ مسلم ليګ د يو مضبوط سياسي ګوند پۀ شان خپل ځان سره وساتو.”

دغسې نور هم ګڼ شمېر واقعات شته دے چې د هغې نه دا بالکل پۀ ډاګه کېږي چې مسلم ليګ ګوند د هندوستان د مسلمانانو خېر خواه نۀ بلکې د انګلستان د پېرنګي استعمار جوړه کړې يوه ډله وه چې کار ئې د هغوي د مفادو ساتنه وه.

تقسيم وشي، ‘زوړ کپتان’ جناح صاحب خپل ځان پۀ خپله د ګورنر جنرل د څوکۍ د پاره خوښ کړي او وائسراے ترې نه د اسلام پۀ نوم نوي جوړ شوي اسلاميه جمهوري پاکستان کښې د برطانيې د ملکې د وفادارۍ څوګند واخلي )پاکستان د برطانوي ډومېن برخه وه او د ګورنر جنرل عهده د برطانوي ملکې د مقامي نمائنده نه زياته هېڅ نۀ وه(. دا خبره مهمه ده چې د پاکستان جوړېدو او د برطانيې د بېرته تلو دوه کاله وروستو هم د انګلستان بېرغ )يونين جېک( د “ازاد پاکستان” پۀ هواګانو کښې رپېدۀ. پۀ دې بيا ځان له خبره کول غواړي چې د پاکستان د “زوړ کپتان” اسلامي جمهوريه د برطانوي استعمار نه څنګه او پۀ څۀ شرائطو خلع واخسته او د نوي نوابادياتي نظام د اله کار جوړېدو د پاره ئې امريکا سره شرعي وابستګي جوړه کړه!!!

هغه ملک چې پۀ دې غوښتنه او وعده جوړ شوے ؤ چې دا به د هندوستان د ټولو مسلمانانو يو ازاد رياست وي، دا به مونږ د قران او حديث د احکاماتو پۀ رڼا کښې چلوو؛ د کوم خوب چې د پېر مانکي پۀ رنګه نورو وظيفه خورو مليانو ته ښودلے شوے ؤ، چا ته به چې د انګرېز سرکار نه پۀ باقاعده توګه دې د پاره وظيفه ملاوېده چې قام پرست سياسي مشرانو پسې پراپېګنډې او فتوې وکړي او د کوم ملک د جوړېدو د خوب الزام چې پۀ اقبال لاهوري د هغۀ د ترديد باوجود پۀ مطالعه پاکستان کښې لګولے کېږي؛ چې کله جوړ شو نو چې څومره مسلمانان دلته وو، د هغې نه څو چنده سېوا پۀ هند کښې پاتې شوي وو. دا خبره پام کښې د لرلو وړ ده چې ډېر لږ شمېر کښې هجرت شوے ؤ او د هندوستان د مسلمانانو د ټولې ابادۍ يو فيصدي خلکو هم هجرت نۀ ؤ کړے. دې نه هم ثابتېږي چې پاکستان د هندوستان د مسلمانانو “مطالبه” نۀ وه بلکې پۀ هغوي د برطانوي استعمار جبري فېصله تپلې شوې وه.

د قانون سازې اسمبلۍ يو کم اويا (69) غړو کښې د اسلامي قانون وزارت د بنګال سره تعلق لرونکي جوګېندر ناتهـ مېنډل له ورکړے شو!!! سوچ وکړئ، د اسلامي جمهوريه پاکستان مسلمانانو د پاره به يو ‘هريجن’ داسې قانون جوړوي چې هغوي پرې د قران او سنت پۀ رڼا کښې خپل ژوند تېر کړي او د ملک انتظام وچلوي. مفتي شبير عثماني چې د “زوړ کپتان” د سياست ملاتړ د پاره، چې اصل کښې د برطانوي استعمار يوه منصوبه مخکښې بوتللو د پاره وه، وئيلي وو چې پۀ خوب کښې محمد صلي الله علېه وسلم هغۀ ته وئيلي وو چې د اسلامي جمهوريه پاکستان جوړولو د پاره د “زوړ کپتان” سره ټينګ ودرېږه – کمال دا دے چې د جوګېندرناتهـ د وزير قانون او مذهبي امور جوړېدو نه پس ورته خوب کښې داتا ګنج بخش هم را نۀ غلو چې د اواز اوچتولو ورته ووائي!!! هم دې جوګېندر ناتهـ مېنډل پۀ کال 1950 کښې د هغه وخت وزيراعظم لياقت علي خان له خپله استعفٰي ورکړه، پاکستان ئې د تل د پاره پرېښودو او هندوستان ته واپس لاړو. پۀ استعفٰي کښې ئې وجه دا ښودلې وه چې د نوي جوړ شوي پاکستان د مسلمان انتظاميې چلند د هندوانو پۀ شمول د نورو مذهبونو د خلکو سره د تعصب او کرکې نه ډک دے. دا هغه د دو قومي نظريې مېوه وه د کوم تبليغ چې د انګرېز سرکار پۀ خولۀ د مسلم ليګ خلکو د کانګرس او نور قام پرست مشرانو پۀ ضد د نورو مسلمانانو مذهبي جذبات راپارولو د پاره پۀ کار راوستې وه. هم دا جوګېندر ناتهـ مېنډل پۀ کال 1968 کښې پۀ بنګال کښې پۀ يو ګمنامه مرګ مړ شو. ]د جوګېندرناتهـ دغه استعفٰي د “پښتون” د اکتوبر 2018 ګڼه کښې ژباړلې شوې او خپره کړې شوې ده.[

دې سره سره د اسلامي جمهوريه پاکستان پينځۀ واړو صوبو کښې صرف سندهـ هغه يواځينۍ صوبه وه چې ګورنر ئې يو مسلمان غلام حسېن هدايت الله ؤ؛ باقي د څلورو واړو صوبو ګورنران انګرېزان ولګولے شول. هم پۀ دې نوي جوړ شوي پاکستان کښې د بري پوځ مشر کمانډر انچيف جنرل سر فرانک ميسروي، د هوائي پوځ مشر چيف ائير وائس مارشل پېري کېن او د سمندري پوځ مشر رئېر اېډمرل جېفرډ ولګولے شو. پۀ مرکزي حکومت کښې پينځۀ برټش سېکرټريان ولګولے شول. د دفاع وزارت سره سره نورو وزارتونو کښې پۀ مهمو او فېصله اخستونکي څوکيو هم انګرېزان افسران ولګولے شول او دا هر څۀ د انګلستان پۀ وېنا د زوړ اسلامي جمهوريه پاکستان کپتان جناح صاحب کول.

سکندر مرزا چې د تقسيم نه وروستو جناح صاحب سره ډېر نزدې پاتې شوے ؤ، خپل کتاب کښې ليکي چې ما يو ځل جناح ته ووئېل،

“تاسو ګورنر جنرل يئ خو تاسو له د مسلم ليګ اعتماد تر لاسه کولو د پاره دوي سره هم صلاح او مشوره کول پکار دي؛ اخر دوي تاسو سره پاکستان جوړ کړے دے”. نو پۀ جواب کښې راته جناح وئېل؛ “تا ته دا چا وئيلي دي چې پاکستان مسلم ليګ جوړ کړے دے، پاکستان ما او زما سټينو ګرافر جوړ کړے دے.”

د جناح صاحب د يوولسم اګست 1947 مشهور تقرير د دوي د دوه قومي مفروضې بالکل اپوټه دے – اول د دوي بيانيه وه چې هندو او مسلمان دوه بېل بېل قامونه دي، يوځاے نۀ شي پاتې کېدے خو پۀ دې تقرير کښې ئې “يوټرن” واخستو او وئېل ئې چې دا ملک څومره د مسلمانانو دے، دومره د نورو مذهبونو د خلکو هم دے )دا يوه بله خبره ده چې دا يوټرن ئې ښۀ ؤ، زۀ پۀ خپله د دې حق کښې يم؛ د تنوع قبلولو سره د يو سيکولر رياست بنياد اېښودو د پاره دا رنګه يو ټرنز اخستل پکار دي او هسې هم د نوي اسلامي جمهوريه پاکستان د “نوي کپتان” ارشاد دے چې کوم سړے څومره يوټرز اخلي هغه دومره لوے ليډر وي – اوس کۀ د زوړ پاکستان د کپتان د يوټرن نه او د نوي پاکستان د کپتان د ارشاد نه مونږ انکار کوو نو دا به سوچه زياتے وي او دې د پاره پۀ تعزيراتِ پاکستان کښې نا ليکلې دفعې شته(.

جناح صاحب پۀ خپل دغه ياد تقرير کښې د “مسلمان قوم” يا هندو، سکهـ او عيسائي قوم ذکر نۀ دے کړے بلکې هغوي ئې د مسلمان “کميونټي”، هندو “کميونټي”، عيسائي “کميونټي” او سکهـ “کميونټي” پۀ نامه ياد کړل او وئيل ئې چې د رياست ستاسو د مذهبي ژوند سره هېڅ کار نشته، تاسو خپلو جوماتونو، مندرونو، ګردوارو او چرچونو ته تلو د پاره بالکل ازاد يئ، مونږ له تېر تراخۀ وختونه هېرول پکار دي او د دې ملک د ښېګړې او ترقۍ د پاره کار کول پکار دي.

پۀ دې خبره کښې هېڅ شک نشته چې جناح صاحب دا ځل بالکل سمه خبره کړې وه خو سوال دا راپېدا کېږي چې د دې ټولو عقيدو خلکو خو د وړاندې نه پۀ متحده هندوستان کښې يو ځاے ژوند کولو، ایا د هندوستان د مسلمانانو د مذهبي جذباتو سره چې کومه لوبه د “دو قومي نظريه” پۀ نامه د جناح پۀ مشرۍ کښې د مسلم ليګ پۀ مرسته پېرنګي استعمار وکړه، هغه سمه وه؟ د تقسيم نه پس پۀ د دواړو اړخونو پۀ لکهونو خلک ووژلے شو، معذوره شو، د دوي وينه د چا پۀ غاړه ده؟ د هر مسلک او هر مذهب د بې شمېره ښځو عزتونو لوټ کړے شول، د هغوي قصور د چا پۀ غاړه دے؟ پۀ کروړونو خلک بې کوره شول، د خپل خپلوانو نه ټول عمر له بېل شول، د دوي ګناه د چا پۀ غاړه ده؟ د مسلمانانو او هندوانو پۀ شمول د ټولو مذهبونو د خلکو تر منځه چې کومه مستقله کرکه او تعصب دې تقسيم پېدا کړو، د دې ګناه د چا پۀ غاړه ده؟

دا او داسې ډېر سوالونه شته دے خو هغه خلک چې دا دعويٰ کوي چې دا اسلامي جمهوريه پاکستان مونږ جوړ کړے دے، هغوي سره ئې هېڅ جواب نشته – او کۀ څوک د داسې قسمه سوال کولو جرأت وکړي نو هغه پۀ مذهبي توګه د کافر او پۀ رياستي او غېر رياستي توګه د غدار د لقب مستحق شي! هغه کس يا خو د ټول عمر د پاره ژوندے غائب شي، کۀ کورنۍ ئې ډېره خوش قسمته وي نو مړے ئې چرته شاړو مېرو نه تر لاسه شي او کۀ دې نه هم ډېر خوش قسمته وي او ژوندے کور ته راشي نو بيا هغه ذهني او بدني طور دومره مفلوج وي چې بيا ټول عمر د سوال کولو همت نۀ کوي.

خبره کېده د “زوړ کپتان” جناح صاحب د تقرير: هغه جناح چا ته چې د “بابائے قوم” لقب خو تر لاسه شو خو د ژوند پۀ اخري لحظو کښې چې ټي بي سره د خپل ژوند د پاره مشت و ګرېوان ؤ نو روغتون ته بوتلو د پاره پۀ اېمبولېنس کښې ئې تېل نۀ وو!!! هم د دغه بابائے قوم خور ته د “مادرِ ملت” خطاب هم ملاو شو خو هم پۀ هغه ملک کښې د کوم پۀ اړه به چې د دې ورور وئېل چې دا خو ما او زما سټينوګرافر جوړ کړے دے، چې د خپل وخت د فوجي جرنېل سره الېکشن د پاره ودرېږي نو د هغې پۀ لمن پېټرياټک او اېتهيکل تورونه لګولے کېږي، پۀ جلسو کښې پۀ تقريرونو کښې د هغې کردار کشي کېږي. د بيمار بابائے قوم هسپتال ته وړلو د پاره پۀ اېمبولنس کښې تېل نۀ وي خو د مادر ملت د کردارکشۍ نه ډکې پوسټرې او کاغذونه د جهاز نه پۀ کلو او ښارونو کښې غورځولے کېږي!!!

تاسو نوره اندازه لګولې شئ، خو دغه وخت کښې هم هغه قام پرست چې هم د تقسيم نه وړاندې او هم د تقسيم نه پس به چې د چا خلاف پۀ رياستي او غېر رياستي توګه پراپېګنډې کېدې، د چا چې “بابړه” کښې د قتلِ عام فرمان “زوړ کپتان” پۀ خپله جاري کړے ؤ، د اسلامي جمهوريه پاکستان مادر ملت سره د جمهوريت او د عام اولس د حکمرانۍ د پاره ولاړ وو؛ خو هغوي نن هم غداران دي.

د جناح صاحب د مذهبي طبقو د برابرۍ دغه تقرير تر ډېرې مودې پورې د عام اولس د خلکو د نظرونو نه لرې وساتلے شو او تر اوسه پورې ئې نصابي کتابونو کښې هېڅ چرته ذکر نشته او ذکر به ئې کوي ولې؟ کۀ عام اولس ته پته ولګېده نو بيا به مونږ د دوي مذهبي جذباتو سره لوبې څنګه کوو؟ نن هم پۀ سرکاري توګه چې د دغه تقرير خبره راشي نو خاموشي خوره شي. دا خو د مدني رسنيو او انټرنېټ برکت دے چې زمونږ پۀ شان د کوهي چيندخانو او د مطالعه پاکستان ځپلو هم رښتونے تاريخ او نړۍ وليده.

دا ټول واقعات او پېښې د تاريخ پۀ کتابونو کښې پرتې دي. د غېر رياستي او غېر سرکاري تاريخ ليکونکو او د هغه وخت د انګرېز سرکار خلکو پۀ خپلو ژوند ليکونو او سرکاري ګزټ کتابونو کښې دا هر څۀ شته، خو سترګې بينا کولو د پاره کۀ تاسو صرف د ولي خان کتاب “رښتيا رښتيا دي” هم وګورئ نو ډېر څۀ به ومومئ. دا کتاب پۀ انګرېزۍ، پښتو او اردو ژبه کښې لوستلے شئ.

دا خبره پۀ پام کښې د لرلو وړ ده چې پورته ليکنه کښې ښاغلي ليکوال د جناح صاحب د يوولسم اګست کوم تقرير ته اشاره کړې ده، دا “د رياست د جوړ کړي مذهبي او لبرل ذهنيتونو” د جوړې ساتلو د پاره کله کله راخستے کېږي. پاکستان د نظرياتي وجود پۀ حواله ډېر flexible دے؛ دوي حافظ سعيد، جهنګوي، صلاح الدين هم لري او سميع الحق، خادم حسېن رضوي، عمران خان هم لري – کۀ امريکا د جهاد فتويٰ جاري کړي نو ټول وطن نه د جهاد تربيتي مرکزونه جوړ کړي، کۀ جهاد بندول وغواړي نو ټول وطن چېکپوسټ چېکپوسټ کړي، کۀ اېف اے ټي اېف حرکت وکړي نو څۀ کالعدم کړي او څۀ ته پارلېمان کښې پناه ورکړي. پاکستان کښې پۀ رښتيا چې موسمونه دولس دي. پاکستان د پاره د مذهب پۀ نوم “دو” قومي نظريه او د جناح صاحب د يوولسم اګست تقرير يو شان اهميت، کردار او نغديت راوړي.

ضرورت د دې خبرې دے چې اولس ته د رياست دغه دوه مخي او دغه مذهب پلورنه وښودلې شي.

ضرورت د دې خبرې دے چې اولس سياسي سوچ، سياسي رويې او سياسي عمل ته وهڅولے شي – “پښتون”

 

دا هم ولولئ

پاکستان کښې پښتانهٔ او نور قامونه – مشتاق احمد درانے

ټوله نړۍ کښې د پوهه او مهذب ریاستونو د پاره د خپل اولس سرشمېرنه تل …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *