د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے

د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ د يوې قلعې پۀ شان وي د کوم دننه چې انسان ځان محفوظ او طاقتور ګڼي”، د دې قلعې دننه انسان خپل ژوند تېروي، د نورو خلقو د قابو کولو هڅې کوي خو د قلعې د پاره د دېوالونو ضرورت وي او دا دېوالونه د انسان د دروغ وئېلو جواز او دليل وي.

1947ز کښې د هندوستان د تقسيم نه وروستو د پاکستان واکمنانو هم څۀ داسې قلعې (دروغ) او هم دغه رنګه دېوالونه (دليلونه) د ځان نه راچاپېره کړي دي، د جهاد او اسلام پۀ نوم ئې د مدرسو نه دیاړیمار بهرتي کړل، دا دياړيمار ئې د اسلام، جهاد او انساني همدردۍ پۀ جامو کښې راونغښتل او اولس ته ئې په يو مقدس شکل کښې وړاندې کړل (خو په اصل کښې دې دياړيمارو د اسلام اصل څهره د وينې په داغونو دومره بدرنګه کړه چې د نړۍ تاريخ کښې د هغې هډو مثال نه موندے کېږي)، دې دياړيمارو ته ئې د “مجاهد” مقدس نوم ورکړو او دوي ئې په افغانستان کښې په اور لګولو او وينه توئېولو اخته کړل. يوه نوې بيانيه ئې جوړه کړه او دا بيانيه ئې په رياستي زور او طاقت د اولس پۀ ذهنونو کښې د نصاب او میډیائي پراپېګنډې ترلارې وټومبله.

د پاکستان دننه که سياست د مذهب په نوم کوي لکه جماعت اسلامي، جمعيت علماء اسلام (ف)، جمعيت علماء اسلام (س)، د جماعت الدعوه د ګېدې نه نوي نوي زېږېدلي ملي مسلم ليګ او لبېک پاکستان او که د لبرل پۀ نوم لکه (تازه تازه د شرعي لبرلزم په سيند کښې ورګډ) پاکستان تحريک انصاف، مسلم ليګ (ن)، مسلم ليګ (ق) او که د ګس لاس دعوېدار پيپلز پارټي چې تل ئې کردار پرو اسټېبلشمنټ (Pro Establishment) پاتې دے، دې اور لګولو او وينه توئېولو کښې چې تل د خونړي رياست سره په صف کښې ولاړ وو او لا تر اوسه ولاړ دي، دې صف (رائټ ونګ) کښې ولاړ ټول ګوندونه او سياست مدار د خپل شخصي تحفظ ضمانت لري.

خو بل اړخ ته هغه څوک چې د نړيوال امن، د خپل وطن او اولس خبره کوي، د خپل اولس د حق غوښتنه کوي او دغه “جهاد” ته فساد وائي، د هغوي وينه تل رياست او د هغوي د کرایې سپاېانو (دياړيمار مجاهدينو) د هندوستان د تقسيمېدو نه يو کال وروستو د بابړې نه واخله تر زرعي ټرېننګ انسټيټيوټ د پېښې پورې د دغه قلعو په بنيادونو کښې توې کړې ده او خپل دېوالونه ئې مضبوط کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند پخوانے صوبائی نائب صدر ميا مشتاق هم د دې دوېم صف هغه بې شمېره شهيدانو کښې ياد دےڅوک چې نۀ صرف پۀ خپله د امن غږ ؤ، بلکې په عملي او سياسي توګه د باچا خان په لار د امن د لښکر په وړومبي صف کښې هڅکه غړۍ ولاړ ؤ، خو د رياست دياړيمارو د هغۀ وينه د رياست د قلعې د دېوالونو د پاره په رڼا ورځ د پېښور ماشوخېلو کلي کښې د خپلې حجرې مخې ته د نن نه څلور کاله وړاندې په دولسمه جنورۍ 2014ز هغه وخت توې کړه کله چې هغه د يو کليوال د فاتحې نه واپس راروان ؤ. دا د رياستي قلعې او بيانيې پر ضد د ګس اړخ سره تعلق لرونکي سړي پرون ؤ.

د رياست د دې قلعې بنيادونه مظبوطولو لپاره بل “مقتول” ځوان قاسم علي شاه ؤ چې پۀ وړومبي دسمبر 2018ز د زرعي تربيتي انسټيټيوټ په بريد کښې د خپلو اتۀ نورو ملګرو سره د رياست دياړيمارو قتل کړل. دغه د دې ګس اړخ نن دے، او کۀ د رياست د واکدارانواو د هغوي د پاليسیو هم دا خوي روان وي نو د ګس اړخ سبا به هم داسې په وينو لړلے وي.

خو دلته سوال دا راپورته کېږي چې يو خوا ميا مشتاق په خپل کلي کښې د خپل کور وړاندې او قاسم علي شاه چې پلار به ئې خشاک خرڅولو او په دۀ به ئې زدکړې کولې، د رياست د پوزې لاندې په تعليمي اداره کښې هم د رياستي دياړيمارو نه محفوظ نۀ دے خو بل خوا د پخواني ګورنر سلمان تاثير زوے شهباز تاثير چې د لاهور نه اغوا شوے ؤ او بیا ټانک کښې محفوظ موندلے کېږي، هم دغه شان د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني زوے چې د ملتان نه اغوا کړے شو او درې کاله وروستو افغانستان کښې ژوندے او روغ رمټ تر لاسه کړے شو، دا داسې سوال دے چې په دې سوال کوونکے هم پوهه دے او د چا نه چې ئې ځواب غواړي، هغه پرې هم پوهه دے. دا سوالونه پۀ دې لارو د هرې چاوڼۍ او تفتیش د پاټکونو سره بقې سترګې ولاړ دي.

دا هم ولولئ

د باچاخان اوونۍ #BachaKhansWeek – مشتاق احمد درانے

د تېرې مياشت پۀ شلمه نېټه د فخر افغان خان عبدالغفار خان باچا خان د …