د صاف شفاف انصاف پوسټ مارټم – نهار تنګیوال

خېبر بېنک، بلین ټري سونامي، احتساب، دوست ممالک کا پېکج، BRT

نېشنل اېکشن پلان، ایران دور، کابینه ادل بدل

د صاف شفاف انصاف پوسټ مارټم

  • خېبر بېنک:

‘بېنک اٰف خېبر’ دې صوبې له د اے اېن پي د حکومت یوه ورکړه ده. کله چې مسلم لیګ سره “صوبه سرحد” کښې اتحاد ؤ او “بېنک اٰف پنجاب” جوړېدو نو د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا مطالبه وشوه چې دې صوبې له هم یو بېنک پکار دے او ‘بېنک اٰف خېبر’ د هغې مطالبې نتیجه کښې جوړ شوے ؤ.

د عوامي نېشنل پارټۍ تېر حکومت کښې د صوبائي واک لاس ته راوړلو نه پس د صوبې زیاتره مالي مرستې چې د مختلفو پراجېکټونو د پاره وې، د خېبر بېنک تر لارې وې او د قامي حکومت دغې پالیسۍ سره دا بېنک د صوبې یوه ګټه کوونکې اداره شوه.

د تحریک انصاف تېر حکومت کښې د کراچۍ د سېټهانو د پاره خېبر بېنک ته لنګتۍ کېښودې شوه او هر هغه کوشش وشو چې دا بېنک پۀ ټپو کښېنوي. ډسکو پي ټي اٰئي ته دغه لنګتۍ کښې د دوي اتحادیان یو قامپرست او یو اسلامي اتحادي هم شامل وو. هر وس وشو خو د بېنک ملازمینو دغه منصوبه ناکامه کړه. احتساب عدالت نۀ خو د بېنک د اېم ډي لۀ خوا ورکړي اشتهار باندې غوږ وګرولو او نۀ ئې د ملازمینو لۀ خوا شور ته جواب ورکړو. اوس چې یو ځل بیا تحریک انصاف د اتلسم ائیني بل انتقام اخستو د پاره پۀ صوبه مسلط کړے شو نو لکه د نورو ډېرو ادارو او اثاثو د خېبر بېنک حال هم د یو مېګا سکېنډل صورت کښې مخې ته راغلو.

د احتساب بیورو لۀ خوا د روانې انکوائرۍ ودرولو د پاره د عمران خان لۀ طرفه د نېب کوتک هم استعمال کړے شو خو د پېښور هائيکورټ لۀ خوا نېب وتمبولے شو. انکوائري رپورټ کښې پۀ ډاګه شوي دي چې د خېبر بېنک د پخواني اېم ډي بلال مصطفٰي کنټرېکټ پۀ پینځم مارچ 2013 ختم شوے ؤ. پۀ شپږمه جولایۍ 2013 اشتهار ورکړے شوے چې دوه څلوېښت درخواستونه پرې جمع شوي وو چې څوارلس پکښې منظور کړے شوي وو. دې نه پس پۀ شپاړسم دسمبر د څوارلس امیدوارانو انټروۍ وشوې خو خو ورپسې دا ټول امیدواران مسترد کړے شول او د نوي سره اشتهار وشو. د هغه وخت د وزیر اعليٰ پروېز خټک لۀ خوا منظوره شوې سمرۍ کښې د عهدې د پاره د اهلیت معیار بدل کړے شوے ؤ چې د اېم ډي تقررۍ د پاره د عمر حد زیاتولو سره سره پکښې دغه عهدې د پاره تنخوا د 95 لکهه نه یو کروړ اتۀ شپېتۀ لکهه (16,800,000) روپۍ د کال شوې وه. د بهرتۍ شفاف جوړولو د پاره د وزیر اعليٰ پۀ لېږلې شوې سمرۍ جوړې شوې کمېټۍ اوولس درخواستونه مسترد کړل او اووۀ کسان ئې اهل وګرځول. د خوند خبره پکښې دا وه چې سابق اېم ډي شمس القیوم نا اهل وګرځولے شو. خو بیا پۀ یوولسم ستمبر 2014 صوبائي حکومت د اېم ډي بهرتۍ د پاره یو فهرست مرت کړو چې هغې کښې ئې دغه نا اهل شوے اېم ډي پۀ څلورم نمبر راوستو. د تحقیقاتو مطابق د انټرویو مارک شیټ سپین پروت ؤ خو بیا هم پۀ څلیریشت کښې نا اهل شوي اېم ډي شمس القیوم ته وړومبے نمبر ورکړے شوے ؤ. پۀ وړومبي اکتوبر 2014 د قوانینو خلاف او د کلېرنس غېر موجودګۍ کښې د عمران خان صاف شفاف انصاف کا بول بالا کوونکي وزیر اعليٰ پروېز خټک د اېم ډي د پاره د نا اهل شوي شمس القیوم د تقررۍ اعلامیه جاري کړه. پس ثابت هوا چې د لامبلو د پاره پۀ کروړونو سوئمنګ پول جوړوونکے او د بي اٰر ټي پۀ ذریعه د پېښور بېخ ویستونکے وزیر اعليٰ اوس وزیر دفاع وي نو خداے دې پرې خپلې پردې واچوي.

د بلین ټري سونامي پۀ حواله د شګفته ملک بي بي پورته شوي ګام نه پس باید د خېبر بېنک بچ کولو د پاره هم دغسې د حزب اختلاف یو شریک اواز پورته شي او خېبر بېنک د سونامۍ پۀ لاس تباه کېدو نه بچ کړے شي.

  • بلین ټري سونامي:

افرین دې وي پۀ شګفته ملک بي بي چې اسمبلۍ کښې پۀ خپل اکثریت غاوره د فوج، عدلیې او نېب پرکټي تحریک انصاف نه ئې د بلین ټري پراجېکټ د انکوائرۍ پۀ مطالبه لاره کوڅه خطا کړې وه. هر څو کۀ تحریک انصاف د پوندو زور وکړو چې دغه لړ کښې کمېټي جوړه نۀ شي خو پۀ اوچ زور پرې دغه کمېټي جوړه کړې شوه. د بلین ټري پراجېکټ پۀ مختلفو سائټونو د دورې شیډول مخې ته راتلو سره د نا اهله او نالائقه پي ټي اٰئي لۀ خوا د پښو ویستلو کوششونه هم شروع شول. بنو کښې ټاکل شوي سائټونه وکتل شول او دا هر څۀ پۀ میډیا هم راغلل خو هغه نافرمان نشته چې ترجمه ئې وکړي چې دا څۀ دي؟ د احتساب ادارې کوم دي؟ د نا اهله او نالائقه عمران خان هغه احتساب څۀ شو چې وئیل به ئې زۀ به لوټ شوے دولت پرې راوړم؟ کېمرو ولیدل چې ټولې لس کروړه اونې هم نۀ دي نال شوې – شوکت یوسفزے اوس هم وائي چې د کرپشن ثبوت راکړئ!!! هغه نا اهله او نالائقه خو پۀ چین کښې ووئیل چې پینځۀ اربه مو لګولي دي – نور دې خداے خېر کړي. دا خو لا د کاغذ نه لګیا ؤ – دا خو پرې څۀ زور نشته، لا چې درې کاڼي ورته کېږدې!!! د دۀ پرې څۀ خو پۀ خداے د کاڼي پۀ سر به ورته ارب زیات کړي.

اپوزیشن ګوندونه کۀ د دوي صرف دا رګ هم راټینګ کړي او دوه درې دورې نورې وکړي نو اخر به د دې شادوګو ګډوونکي هم پۀ ځان چک ولګوي چې دا مو څۀ د غولو ټوکرۍ پۀ سر ایښې ده؟ دا رګ ئې پرېښودل نۀ دي پکار.

  • بي اٰر ټي:

د فوجیانو د یو نیازي د برکته چې څنګه پاکستان پۀ مشرقي او مغربي پاکستان کښې تقسیم پاتې شو، دغه شان پېښور هم د دوي لۀ برکته پۀ مشرقي او مغربي پېښور کښې د بي اٰر ټي پۀ وجه تقسیم دے. د دې خوا خلق د هغې خوا او د هغې خوا خلق ئې د دې خوا غم ښادۍ باندې ستومانه کړي دي. کوم مارکیټونه چې وو، هغه ئې ټپ کړي دي. بي اٰر ټي کښې کله بس نۀ ځي، کله ئې جنګلې تنګې شي، کله ئې څپرونه )شلټرونه( نري باد سره والوځي، کله پکښې د ګېس پائپونه راشي، کله پکښې د اوبو ویستو لاره نۀ وي او کله د وۍ وۍ کنه د برکته بارانونه وي – نۀ داسې کومه ښېره پاتې شوه او نۀ داسې کومه کنځل چې اولس ونۀ کړه. د تحریک انصاف هغه د تبدیلۍ پۀ ډنګ اریان هم چې یو بل ته وګوري نو نوې کنځل پۀ خولۀ نۀ ورځي. د شپږ ویشت اربه روپیو نه شروع شوې منصوبه دوه د پاسه شپږ شلې اربه روپیو ته ورسېده خو دوېم سر ئې نۀ معلومېږي. نن هم کۀ فوج، عدلیه او احتساب د نا اهله او نالائقه عمران خان او د هغۀ د نا اهله او نالائقه پي ټي اٰئي نه لاس واخلي نو پاڅتر مخ به پراتۀ وي.

  • دوست ممالک کا پېکج:

پۀ ګرانۍ کښې ورځ پۀ ورځ کېدونکې اضافې اولس دې ته جوړ کړے چې یوه چغه ووهي. د خلقو د بې روزګاره کولو او د روزمره ضرورت د څیزونو نرخونه اسمان ته خېژولو سره کۀ یو خوا دا اندېښنه ده چې پۀ جرائمو کښې به اضافه وشي نو بل طرف د المیه دا ده چې د ریاست پۀ ژبه د دوست ملکونو نه د ‘پېکج’ پۀ نامه کوم قرضونه راوړے کېږي، د دې د واپسۍ به څۀ لار وي. دا خو داسې ده چې راتلونکي نسلونه ګاڼه کېږي. د روزګار وعدې او دعوې به هله وریادې کړې شي چې چړمار پارلېمان ته لاړ خو شي کنه! د اپوزیشن ګوندونو لۀ خوا د پېکجونو پۀ نوم د راوړے شوو او چې لا راوړے کېږي، قرضونو تفصیلات د مخې ته راوړو مطالبه حکومت نه کوي او حکومت پۀ ډډه نۀ اوړي. یو سوال پورته کېږي – دا چې کۀ پۀ پردي ملک کښې د کرپشن د اوچت شوي غږ سره یوه پوره پانامه ډرامه بلکې فلم چلېږي او د هغې نتیجه کښې د الزامونو پۀ بنیاد یو منتخب وزیراعظم نا اهل ګرځول کېږي نو بیا پۀ ملک کښې دننه د مالي او انتظامي بد عنوانیو پۀ حواله ابهامات ولې پرېښودے کېږي؟ حکومت ولې د اپوزیشن پۀ مطالبه د پېکج پۀ نوم د بهرنو ملکونو نه د اخستونکو قرضونو شماریات او شرائط نۀ ښکاره کوي؟ ایا دا پېکجونه او قرضونه هغه چا د پاره اخستل کېږي چې د ریاست پۀ څلورو ستنو کښې د ټولو نه زوروره ستن ده؟ پۀ مختلفو حوالو تېره لسیزه د مزمت نه د مزاحمت پۀ لور تلونکې لسیزه ده – دې کښې نۀ خو د چا د شیروانۍ خیال ساتل کېږي، نۀ د پټکي او نۀ پۀ اوږه د پرتو مېډالونو – ځکه نو د اولس رایې سره ټګي کول، د اولس رایې ته سپک کتل او سیاسي انجینئیرنګ کول ملک یو داسې طرف ته بوتلے شي چې هلته به تنازعات زیات وي – خلق به د ریاست پۀ یوه ستن هم اعتماد نۀ کوي او ظاهره ده چې هر څۀ د اعتماد تر حده دي.

  • احتساب:

سره د دې چې د احتساب پۀ نامه ئې شرمونه وشرمول، سره د دې چې کومه صوبه کښې )خېبر پښتونخوا( کښې ئې د تبدیلۍ بنیاد ایښودلو، هر چا پسې به ئې سپکې سپورې وئیلې او د غل غل چغې به ئې وهلې؛ خپله مالي او اخلاقي غل، پۀ تېر وزیر اعليٰ ئې د کرپشنونو الزامونه، د وزیرانو او مشیرانو لۀ خوا ئې پۀ یو بل د کرپشنونو الزامونه، موجوده وزیر اعليٰ ئې بدنام، فضاګټ سکېنډل، حیات اباد فلائي اوور سکېنډل، بي اٰر ټي سکېنډل، بلین ټري سونامي سکېنډل، فوجي کمپنیو له د ټهېکو شکل کښې د بهتې ورکولو سکېنډل، دهشت ګردو له د قلنګونو ورکولو سکېنډل، د بني ګاله د جائیداد سکېنډل، د جهانګیر ترین د بلټ پروف ګاډي سکېنډل، د خور د غلا سکېنډل، د علیم خان سکېنډل، د زلفي بخاري سکېنډل، د مراد سعید سکېنډل، د شېخ رشید سکېنډل، د پنجاب د وزیر اعليٰ سکېنډل، د وزیر اعلاګانو د اختیاراتو سکېنډل، د ګورنرانو سکېنډل، د ترجمې واله سکېنډل، د چوهدري سرور سکېنډل، د ټېریان سکېنډل، د اېم کیو اېم سره د ‘پارټنرشپ’ سکېنډل – د سکېنډلونو مور پي ټي اٰئي – د سکېنډلونو زوے عمران خان – خو د پېښور احتساب کمېشن تاله پروت دے – نېب ډبنګے بدمعاش دے، خلق پرې وېروي – عدالت یوه غېر اعلانیه ‘استثنٰي’ ورکړې ده – د Slip of tongue د نوې ټېکنالوژي پۀ ذریعه ایران کښې د ترهګرۍ د پېښې ذمه خپله اخلي او دلته بیا توتقل ووائي – د اخلاقي ګراوټ حد دا چې ‘صاحبه’ ووائي او بیا توتقل ووائي – د دروغو حد دا چې لس کروړه اونو ته پاکستان کښې یو ارب وائي او چین کښې پینځۀ اربه – د بې شرمۍ انتها دا چې خاور مانیکا له وزارت نۀ ورکوي – د قربانۍ بې قدري دا چې د خپلو ورکرانو پۀ ځاے لوټې راټولوي – د نا اهلۍ ثبوت ئې دا چې خپله نا اهل یو نا اهل راخلي او د هغۀ پۀ ځاے بل نا اهل کابینه کښې د ادل بدل پۀ ځاے کښینوي – د جرأت د نیشتوالي حد ئې دا چې د پارلېمنټ یو هاوس کښې هم حاضري نۀ شي کولې – بیا هم چې کلکې سترګې دومره چې د احتساب خبرې کوي!!! لکه پۀ دۀ، غپور او میرا کښې هېڅ فرق نشته – خبرونو کښې ځان اِن ساتلو د پاره نور څۀ لري؟ هلکه هر څۀ چې وایې، وایه! خو د یو انتظامي، مالي، اخلاقي او سیاسي نا اهله، نالائقه، بد دیانته او پۀ هره خبره کښې اکاټ باټ کښې د غل راتلونکي پۀ حېث د احتساب نامه هم پۀ خولۀ مۀ اخله.

رښتیا! د ډېمونو هغه فنډ رېزنګ – رښتیا! هغه موبائل کارډ کښې به چې پېسې د زرداري او نواز شریف جېبونو له تلې – رښتیا! تۀ پۀ رښتیا او حیا څۀ کوې؟ پرېږده ئې.

  • نېشنل اېکشن پلان:

پاکستان ګرے لسټ کښې دے – د هند سره د تاو تریخوالي نه پس وزیر اعظم ترخونو کښې لاسونه ورکړي وو او د هغۀ پالشیانو د نوبل پرائز د پاره د هغۀ نوم وړاندې کولو چې دنیا ورته ووې، لږه ساه واخلئ! ځان سپین کړئ! هسې مو خپل خلق ووژۀ او ماران مو هم ساتلي دي – مالي مرستې ئې ورته هم مشروطې کړې – د دنیا سترګو کښې خاورې باد کولو د پاره دا شوشه پرېښودې شوه چې پۀ نېشنل اېکشن پلان به عمل درامد کوو.

لکه د نا اهلۍ او نالائقۍ سره د بې شرمۍ هم انتها ده –

تا چې ووټ پۀ دې اخستو چې طالبانو له به وزارتونه ورکوم، دفترونه ورکوم، مالي مرستې ورسره کوې – عدالت نه ئې د ویستلو د پاره لارې چارې راوباسې – پیره چف وکړي او تۀ ووائې، اوس به ګورو! او نوره کهاته دې د هغې ټپې شکل کښې وي چې:

پۀ خولۀ به جنګ درسره وکړم

د سترګو کونج کښې به منت درته کومه

او بیا دا انتها چې لکه دنیا هم نۀ ویني!!! عالمي برادري نۀ، د هغوي خو خپلې پالیسۍ، خپل مفادات او خپل ضروریات وي – دا اولس چې جنازې ئې پورته کړې دي؛ ستاسو د بغض، د دهشت ګردو سره مینه او هغوي د پاره جاري خدمات او صدقۀ جاریه هغوي نۀ ویني؟؟؟

اکرام الله ګنډاپور د پاره د ریاستي مېډال اعلان او هارون بلور د پاره نۀ، د میا افتخار حسېن د تنکي شهید زوي قاتل د عدالت نه خوشي کولو د پاره کوششونه، د مشال خان شهید پۀ مرګ کښې د سزایافته مجرمانو سیاسي تعلق – دا هر څۀ څرګندوي چې د نېشنل اېکشن پلان پۀ حواله تاسو څومره څۀ کولے شئ! دا هر څۀ څرګندوي چې د خېبر پښتونخوا نوو ضلعو کښې د ائیني اصلاحاتو لاره کښې تاسو ولې د ټال مټول نه کار اخلئ! دا هر څۀ اولس له دا باور ورکوي چې تاسو د هغوي نمائندګان نۀ یئ، تاسو د چا “چاکران” یئ.

 

دا هم ولولئ

اینٹ سے اینٹ بج رہا ہے نیا پاکستان – نهار خان تنګیوال

    یو ځل بیا نوے پاکستان جوړ شو او دا ځل څۀ بل شان …